‌ډاکټر عصمت منير احمد

ډېر خوږ او ګران بابا جانه!

زموږ د ټولو له اړخه تاسو ته ډېر ډېر سلامونه او دعا ګانې.

"بابا جانه! تاسو څنګه يې؟ زموږ د ټولو ډ ېر يادېږې او زما خو ډېر يادېږې. پرون په کلاس کښې زما ملګري کلاس فېلو د خپل بابا له اړخه رالېږلي لېپ ټاپ بېشمېره تصويرونه موږ ټولو دوستانو ته اوښودل. ډېر ښکلی لېپ ټاپ ؤ کنه بابا جانه! نو زما په هغه وخت کښې بيا ډېر زيات راياد شوې. تاسو ما سره لوظ هم کړی ؤ چي زۀ به په دې پېره کښې تاله لېپ ټاپ درليږم، نو زما ښکليه باباجانه ما له هم په دې ځل کښې لېپ ټاپ راوليږی، خامخا ښه بابا مي، نورې خبرې به درته بيا بل خط کښې اوليکم، اوس راله ډېر خوب راځي او امي هم راته د خپلې کمرې نه آوازونه راکوي چي اوده شه سحر به وختي نشې پاسېدی، ښه نو بابا جانه د الله په امان.

 خپل خيال ساتی.

ستاسو شهزاده عدنان"

هغه دا خط په څلورم ځل بيا اولوستو......خو هم د هغه جملې وې او د هغه فرمائش ؤ......هم د هغه خزان ځپلي وخت او بې رنګ کيفيت، خدای خبر چي دۀ په دې خط کښې څه ليدل غوښتل؟ د څۀ ارمان يې ؤ؟.... خط کښې خو د لېپ ټاپ د فرمائش نه علاوه بل هيڅ نه ؤ، خو هغه پکښې ډېر څه ليدل او کتل غوښتل. د کور حالات، د بچو تعليم، صحت او د ورځو شپو د هغه نه بغېر د تېرېدو کيفيات، د خپلي ښائستې او د زړۀ پوري نزدې ملګري له اړخه د يو ټکي په لټون ؤ خو هغه ټکی يې اونۀ موندو، د هغه زړۀ او سترګو د خپلو خپلوانو د خوا خوږو د حالاتو نه د خبرېدو په حقله ډېر بې چېنه او بېتابه ؤ، خو دې خط کښې هيڅ هم نه ؤ، هغه د ميني په لټون ؤ، د سکون او د زړۀ د ښائسته جذباتو په لټون ؤ چي د هغه د ژوند ملګرو به ورته په دې خط کښې  رالېږلي وي. خو هلته هيڅ هم نه ؤ، د ميني د جذباتو نه خالي، يو د لېپ ټاپ د فرمائش مختصر خط ؤ چي وړوکي عدنان ورته د خوب نه مخکښې ليکلی ؤ او بيا د مور په وېنا اوده شوی ؤ.

هغه ته داسي محسوسېده چي خدای پاک هغه تر دې چي ژوندی ساتلی دی نو د لېپ ټاپ د فرمائش د پاره چي دا فرمائش هم پوره کړي، ګنې هغه سره څه نه ؤ؟ موټر، پيسې، بنګله چه په څلور کناله آباده، ښکلي ښکلي ماشومان، د يو په ځای دوه ښځي (کور ودانې) ښه تعليم يافته چي په هره زاويه پوره وي، صفيه او شازيه، د خپل کار د ځای نه د راتلو يې يو ګهنټه شوې وه او هغه سره پوره يوه شپه پاتې وه چي د هغه خپله وه. هغه ډېر خوشحاله ؤ، ځکه چي هغه سره دا پوره شپه او سحر د ډيوټۍ تلو پوري پوره څوارلس ګهنټې وې چي د هغه خپلي وې.

نن ورته بيا خپل کور او خپل بچي بېشانه ياد شول او زړۀ يې ډېر بېقراره شو، په سترګو کښې يې غټې غټې اوښکي راغلې، د کور او د بچو مينه پرې غالبه شوه، د زړۀ غم او درد يې د سترګو نه د اوښکو په صورت راروان شو، هغه د دې نه مخکښې هم ډېر ژړلي وو خو هغه دې خبري نه ښه خبر ؤ چه سړي په ژړا ښه نۀ ښکاري، خو بيا هم هغه د غوښي جوړ ؤ، يو انسان ؤ او په سينه کښې يې يو نرم د جذباتو او د مينې ډک زړۀ لرلو.... د هغه د اوښکو څپې په مخ رارواني وې او هغه په دې سوچ کښې ډوب ؤ چي اخر سړي په ژړا ولي ښه نۀ ښکاري؟. ولي هغه د خلګو مخکښې خو نه ژړل، هغه که سړی ؤ نو ؤ خو يو د غوښي جوړ انسان کنه، که دۀ نن هم نۀ ژړل نو خدای خبر چي دا اوښکي ورته دننه په ګوګل کښې هور شوي وې او تمام بدن يې ورله شوی لوغړن کړی ؤ. هغه هم په دې سوچونو کښې ډوب ؤ چي دا خبره ؛چه سړي په ژړا ښه نه ښکاري؛ کوم يو سنګدل کړې ده؟ هغه خو به يا انسان نه ؤ او يا به يې په ګوګل کښې د غوښې نرم زړۀ نۀ لرلو.

 هغه شکر اوويستو چه د دۀ دا ژړا چا اونۀ ليده، خو بيا هم هغه خپله کمره کښې ګېرچاپېره اوکتل، هسې نه چي څوک پټ ولاړ وي او هغه په ژړا اوويني او بيا ورته د ټول عمر پېغور جوړ کړي.....؟ هغه بيا يو ځل په خپل تېر شوي ژوند ورځو شپو کښې ډوب شو، ماضي ته لاړ......

اوس د هغه وړاندي هغه ټول خطونه، هغه ټول تصويرونه، د هغه د پوره دېرشو کالو ژوند يوه سرمايه وه، پراته وو چي پکښې د هغه د خپلو د ويني او د ميني د رشتو خطونه او تصويرونه  وو، د هغه د کور ودانو شازيې او صفيې او د هغه د زړۀ ټکړو د هغه زامنو چي د هغه به پرې نوم ژوندی وي، د هغه د اصلي وارثانو او هم د دې وارثانو په ارمان يې دا دويم وادۀ کړې ؤ....

هغه يو يو خط او تصوير ته د زړۀ په سترګو کتل، بيا يې خبري ورسره شروع کړې خو هغوی غلي وو، دۀ ته يې په زير زير کتل او د خبرو ځواب يې ورله نۀ شو ورکولی....

دا خطونه او تصويرونه د هغه د ژوند لويه اثاثه وه چي هر وخت ورسره وه، هم هغه يې مالک ؤ. دا يې د ژوند د احساس يو اډاڼه وه. د هيرو او د قارون د خزانو نه ډېره قيمتي او بېش بها خزانه....دا خو کاغذونه نه ؤ، يوه قيمتي پنګه وه، يوه داسي اثاثه او داسي جائيداد ؤ چي د دنيا په يو ګُوټ کښې يې هم څه مثال نه ؤ......

دا خو د قيمتي او لازواله جذباتو او احساساتو ډک هغه خطونه وو چي د وادۀ په دريمه مياشت  ورته خپلي د زړۀ راتېري، د ژوند ملګري شازيې ليکلي ؤ چي هغه په ډېره مينه او په خوښه ورسره وادۀ کړی ؤ. هغې په دې خط کښې ليکلي ؤ....

"زۀ نۀ پوهېږم چي تاسو ته څه نوم واخلم او په کومه نامه مو ووبلمه، لږ تاسو راته اووايي، زما خو  داسي حال دی چي په ټول کور کښې لکه د سودائي ګرځم، د کتابونو هم يو ډېری راته مخکښې پروت وي چي په دې به ځان مشغولوم خو په دوی کښې هم راته ستاسو يادونه، خيالونه او سوچونه رامخکښې شي، بس بيا راته هيڅ نۀ ښکاري. کاکاجي مي راته وای: شازيې بچۍ سکول کښې ټيچنګ شروع کړه پام به دي بدل شي، داسي خو به تۀ (خدای مۀ کړه) زر لېونۍ شې، خو زما زړۀ دا کله مني، زما خو بس د ژوند دا نظريه ده چي: خاوند دې ګټي او ښځه دې خوري؛ ټيک ده کنه!

خپل خيال ساتۍ

د الله په امان

صرف ستاسو شازيه"

شازيه چي د هغه د کاکا لور وه او هغه په ډېره مينه او په ډېرو ارمانونو خپل کور ته راوستې وه، د هغه د نيمګړي ذات  او ژوند يو تکميل شازيه....چي په رګونو کښې يې هم د هغه د نيکه وينه ګرځېدله....

هغه په هغه ورځ ډېر زيات خوشحاله ؤ او بيا به په هره ورځ خوشحاله ؤ ځکه چي د هغه د نيمګړي ژوند تکميل، د هغه اثاثه او د هغه د راتلونکي  نسل يو اډاڼه، يو بنياد، يو اميد او يو اسرا....د هغه ژوند اوس پوره شوی ؤ ځکه چي هغه ته د ژوند تېرولو يو عنوان يو سرخط ترلاسه شوی ؤ...يو داسي عنوان او يو داسي سرخط چي هغه خپل ژوند او د هغه راتلونکي نسل به يې د سيوري لاندي تېروو... او هم دې رنګين سوچونو او خيالونو سره هغه درې مياشتي پس د شازيې نه لرې ډېر لرې پردېس ته لاړو. هغه ځای ته چي ډېر خلګ د خپلو مئينو او د زړۀ راتېرو د فرمائشونو، خواهشاتو پوره کولو او د هغوی د ارمانونو د تکميل د پاره روان وي.

هلته شپه او ورځ څوک نه ګوري خو د خپلو مئينو د فرمائشونو پوره کولو يو مشين د ځان نه جوړ کړي، خپله وينه او خوله يو کړي او د هغوی د خواهشاتو احترام په ځان فرض کړي.

هم داسې وختونه تېرېدل، بس يوه ورځ داسي هم راغله چي د شازيې رسمي طور سره ليکلي خطونه بند شول. ځکه چي شازيه د شپږو لوڼو پېدائش او د هغوی پالني ډېره ستړې کړې وه...

هغه ته په کال کښې صرف دوه مياشتې رخصت ملاوېده چي هغه به دا وخت خپلو نېکخواهو سره تېروو، خپلي د زړۀ راتېرې د ژوند ملګري شازيې او خپلو مينه ناکو ښائسته ښائسته لکه د ګُډيانو خپلو لوڼو سره.....خو دا دوه مياشتي به د هغه د پاره صرف دوه ورځې شوې، د هغه به ستوماني هم پوره نه وه وتلې چه واپس به بيا پردېس ته کډه په سر شو، او د خوږې شازيې خو هم دا نظريه وه کنه چه "خاوند دې ګټي او ښځه دې خوري"، او اوس خو د هغه په اوږو د يوې دوه نه پوره د شپږو لوڼو پېټی پروت وو. د زوی په ارمان د لوڼو دا قطار د هغه د پاره يو لوی امتحان ؤ خو بس د الله رضا وه، د هغه او د شازيې پکښې څه قصور ؤ؟

خو بيا يوه نوې حادثه يې په ژوند کښې دا راغله چي د کور مشرانو ورله د دويم وادۀ غم شروع کړو چي د دې دومره مال دولت يو وارث خو دي وي کنه. ګنې دا ټول مال حال به دې شپږو لوڼو سره د بل کور ته لاړ شي...او د دۀ نوم به هم سره د مرګه ورک شي.

صفيه په سرۀ ډولۍ کښې د هغه په نامه د هغه کور ته راغله. هغه هم ښه تعليم يافته جينۍ وه او د ښه درَنې پښتنې کورنۍ وه....او د مزې خبره دا هم وه چي شازيې هم څه کش کړپ اونه کړو. هغه د خاوند د اسلامي حق نه ښه خبر وه چه اسلام ورله د دويم وادۀ حق ورکړی دی نو بيا پکښې څه پاتې ؤ. هغه په دې سوچونو تصويرونو او خطونو کښې پوره څلور ګهنټې تېرې کړې او په دې څلورو ګهنټو کښې هغه بې شمېره خطونه او بې شمېره تصويرونه چاڼ کړل. درې درې څلور څلور ځله يې اوکتل را اوکتل. هغه نۀ پوهېدو چه په دې کاغذونو کښې هغه څه ګوري، او داسې کوم څيز دی چي ترلاسه کېدو کښې يې د ژوند ارمان او د نېمګړي ژوند دا ورځې شپې پوره شي، خو يو داسې خط ورته په ګوتو راغی چې هم دی يې په لټون ؤ، دا هم د شازيې خط ؤ چي پکښې يې ليکلي وو:

" د زېنب تاريخ مو ورکړو، د دې مياشتې شپږويشتم دی، بس ستاسو د راتلو انتظار دی چي خپلو دعاګانو کښې يې رخصت کړی... که په ايمرجنسي کښې درته چټي درکړي نو زر راځی، ټولو ته ستاسو د راتلو انتظار دی.

بس خپل خيال ساتی

د الله په امان.....شازيه"

او هغه بيا په سوچونو او فکرونو کښې ډوب شو، خط يې په لاس کښې ؤ او د سوچونو دنيا ته لاړ، بچو ته زما نه زيات د خپلو خپلو فرمائشونو او د خپلو خپلو تحفو ډېر فکر دی چي په هره پېره کښې ورله ډېري قيمتي تحفې ورکړی شي.

هغه هم دې سوچ يوړو چي په دې خط کښې څه نوې خبره هم شته که نۀ؟ خو هيڅ پکښې نوي نۀ ؤ، بس هغه يوه جمله "بس ستاسو انتظار دی" او "خپل خيال ساتی"....

خو د خيال ساتلو خلګ مي دلته چرته دي، هغه خو رانه په زرګاه ميله لرې د تحفو په انتظار کښې ډوب ناست وي، هره مياشت يو نوی فرمائش او د يوې قيمتي تحفې اظهار.....

هغه به درې مياشتې په خپل کور کښې تېرې کړي خو دلته به هم هغه ځان له يوازی ؤ.  بچو به يې کهلونو سره لوبي کولې، ښځو به يې ځان له ګپ ګرم کړی ؤ، يو بل سره په سيالۍ روانې وې، په دې دوران کښې ورته يو کس هم دا اونه وئېل چي :

"بابا جان بس دی، ته ډېر ستړی شوې، اوس به زموږ نه لري نه ځې، بس موږ سره به يې...موږ سره د دنيا څيزونه جمع دي چې هم تاسو راله راوړي دي، اوس چي د څه کمی دی نو هغه ستاسو کمی دی، اوس به دي موږ نۀ پرېږدو...

خو هغه به هم داسي شوی لوی تږی تږی پاتې شو، هغه به هيڅ قسمه اثار د هغوی په مخ نه شُو ليدلی چي  د هغه زړۀ له پرې سکون او تسلي رسېدلی.... هغه ته هغه تېر وختونه هم راياد شول چي کله نجم ټول په ټوله د شازيې ؤ....پکښې بل هېڅوک شريک نه ؤ خو په هغه وخت هم داسي حال نه ؤ، هم هغه فرمائشونه او هم هغه تحفې..نور هيڅ نۀ....

اوس صفيه يې ژوند کښې نوې اضافه شوه، نوې باب شو نو بيا هم دغه حالات وو، د هغه خيال ؤ چي اوس به ورته دواړه ښځي پره کېږي او دۀ سره به جنګ او شور کوي، د يو بل بدي ردي به وای او هره يوه به خپل ځان ورته وړاندي کوي او داسي به د هغه ژوند نور هم رنګينه شي، په ژوند کښې به يې ساه راشي او دی به هر څه پرېږدي او هم د خپل کور په خوږو به ځان پوهـ کړي....

خو داسي بالکل اونه شوه،د هغه ژوند هم دغه شان بې رنګه بې ساه او بې شوره پاتې شو..

صفيې له خدای پاک څلور زامن ورکړل او دې سره څلور فرمائشونه نور سېوا شول. اوس نجم ته هم دا احساس اوشو چه اصلي وارثان يې خو اوس هم دا دي، لوڼه د پردي کور وي او د پردي کور شي، اوس خو به خامخا د دوی فرمائشونه پوره کوم. پوره د څلورو کنالو کور صفيې له جوړ کړې شو. هغه له د دواړو ښځو د ساتلو ډېر ښه هنر ورتلو...يوه ترې هم نه وه خفه، او د مزې خبره دا وه چه شازيې خو خپلي ټولي لوڼي ښه په درناوي وادۀ کړي وې، اوس هغه د صفيې د زامنو په خدمت کښې لګيا وه.

نجم ډېر کوشش اوکړو چي پاکستان کښې خپل کاروبار شروع کړي او دلته کښې سېټ شي خو د هغه د کور ماحول اوس داسي جوړ شوی ؤ چه د هغه د پاره په خپل کور کښې يو خانه هم نۀ وه خالي... او اوس خو د هغه واپس تلل ډېر ضروري ؤ ځکه چې د خپلو وارثانو فرمائشونه او تحفې ډېري ضروري وې، لوڼي خو يې د خپلو کورونو شولې، اوس د زامنو وار دی، دوی هم ځای ته رسول دي کنه....اوس خو به هغه په دوه چنده محنت کوي. ځکه چي د هغوی تعليم، فيسونه، کتابونه، داخلې، دا هر څه پوره کول دي.. د لوڼو د تعليم پرواه يې ځکه اونه کړه چي په لوڼو چا تعليم کړی دی، دوی خو هسې هم د پردي کور وي، هغوی ته د تعليم څه ضرورت وي...

اوس خو معامله بالکل بدله وه ځکه چي اوس خو يې وارثان وو، جانشين وو، نسل به پرې چلېده، نوم به پرې ژوندی  ؤ، د هغوی فرمائشونه پوره کول د ژوند يوه اهمه او لازمي برخه وه... او بيا شازيه او صفيه خو هم د هغه د بچو مېندي وې چه يخ، ګرم، د شپو شوګيرې، ژمې اوړې ټول يې د بچو نه ځار کړي وو، خپل ارام او خپل سکون يې د نجم په بچو قربان کړي ؤ، نو هغه ته دا احساس هم  ؤ، او د شازيې او صفيې خوشحالي د هغه خوشحالي وه... خو کله نا کله به يې دا ارمان هم په زړۀ راوورېدو چي که هغه يو دياړي مار مزدور وې نو څومره به ښه وه... د ټولي ورځي مزدورۍ نه پس چي به ستړی ستومانه کور ته راتلو نو د ښځي په يو مسکان به يې د ستړي وجود درمان ؤ..او چي خپلو بچو به ورته په ستړي بدن ټوپونه او مستۍ کولې نو ټول وجود به يې ټکور ټکور کېده..خو دا د نجم د زړۀ يو خواهش ؤ، يو ارمان ؤ چي په ارمان به پاتې شو، هغه به خپل سوچ کښې ډېر لرې لاړه، او دا ارمان به يې هم اوکړو چي کاش که زما دواړو ښځو يو بل سره خله وهلې، جنګ او شور يې کولې، او هغه يې تماشه کولی نو څومره  خوند به يې کولو، ژوند به په حقيقت چي ژوند ؤ ځکه چي ژوند خو د رنګينو، د شور او د جنګ جګړو نوم دی، د ګيلو مانو، د تاويلو ماويلو، مۀ کوه اوکړه، کښېنه پاسه، دلته راشه هلته مۀ ځه، دا کار اوکړه دا مۀ کړه، هم دې ته ژوند ويلی شي، خو د نجم په ژوند کښې داسي يوه خبره بلکې يوه اشاره هم نه وه.... هغه به هم دا ارمان کو: کاش که شازيې ورسره جنګ اوکړو، صفيې ورسره ګيلې مانې شروع کړې نو څومره به خوند ؤ، دا ژوند به په رښتيا چي ژوند ؤ، رنګين او يو ښکلی جنت، خو دا ټول هر څه د هغه ارمانونه او حسرتونه وو چي په زړۀ کښې يې پاتې کېدل...دا کائنات او دا دنيا، دا ټول جهان به څومره رنګين او شيرين ؤ چي د هغه دا سوچونه او ارمانونه پوره کېدل، ژوند به څومره نرم او ګرم ؤ، جذبې او احساسات به ژوندي ؤ، شازيه به يو اړخ، صفيه به په بل اړخ، ترمېنځه به يې زۀ راګېر وم، د دواړو ګيلې به مي اورېدې، څومره خوند او مزه به وه که د شازيې مرسته مي کوله نو صفيې به سکونډلم او که د صفيې ملا مي ټپوله نو شازيې به سکونډلم.....څومره خوند به يې کولو!

خو داسي جذبات او ګرمي د دۀ په ژوند کښې، د دۀ په ورځو شپو کښې او د دۀ په ستړي ستومانه وجود کښې بالکل نه وه...دې به دريو مياشتو له کور ته راغی او د کور خلګ به يې خپلو خپلو ګوټونو او کارونو کښې داسي بوخته وؤ چې ده ته به د هيچاپام نه وؤ. بس تياره ډوډۍ او چائې به ورته وخت په وخت مِلاوېده، دۀ به د ډوډۍ په مېز د وړو تپوس اوکړو خو ښځو به ورله په يو اواز ځواب ورکړو هغې خوړلې ده اوس په خپلو خپلو کمرو کښې ارام کوي...دۀ به بيا ښځو ته اوويل چي تاسو خو راشی کنه، ما سره کښېنی، د هغوی به بيا دا ځواب ؤ: "موږ وړو سره اوخوړه، بس ته پاتې وې، ډوډۍ نه پس لږ ارام اوکړه، پردېس کښې خوارو مزدورو ستړی کړی دی.

هغه به د ډوډۍ په مېز په سوچونو کښې ډېر لرې لاړه، دېرش کاله څومره زر تېر شُو، مور او پلار ترې خدای واخسته، وروڼه خوېندې يې خپلو خپلو کورونو کښې خوشحاله اباده وې، د هغه خپلې لوڼه هم د خپلو خپلو کورونو شوي وې، اوس پاتې دا څلور زامن دي چې هم د زامنو په ارمان يې صفيې سره دويم وادۀ کړی ؤ، د دوی نه به د دۀ نسل چلېږي، د دۀ نوم به ژوندی پاتې کېږي، نو اوس خو به هغه شپه ورځ يوه کوي چه د هغوی تعليم، فيسونه، کتابونه، کاپيانې او د هغوی ښه او بهترين خوراک پوره پوره هغوی ته ملاوېږي، زامنو سره يې هم دومره وخت نه ؤ چه پلار سره يو ګنټه نيمه تېره کړي، ورسره څه د خپل سکول د استاذانو خبري اوکړي، او څه د پلار د مسافرۍ خبرې واوري..... بس د هغوی دوه مېندي هغوی له ډېري وې، د دنيا ټول ضرورتونه پوره کېدل، فرمائشونه يې د پلار په لاس پوره کېدل، بس د هغه ژوند ؤ چي هغوی پکښې مشغول وو...هغوی ته د پلار هيڅ کمي نۀ محسوسېده، د هغوی په زړۀ کښې يوه خانه هم د پلار د پاره خالي نۀ وه.

هغه نمړۍ په لاس هم دې سوچونو کښې ډوب ؤ چه شازيې ورله اواز ورکړو: "يه سړيه سالن دي يخ شو، په کومو سوچونو کښې ډوب يې؟.....او که خوب دي پوره نه وي نو بيا کمرې ته لاړ شه او اوده شه".

هغه بيا ارماني پاتې شو، کاش چې هم دې لمحو کښې ورته شازيه رانزدې  شوې وای، لاس يې ورله په خپل لاس کښې نيولې وي، يو دوه خبري د مينې او د محبت يې ورسره کړي وای نو د هغه ټوله ستوماني به په دې دوو خبرو ختمه شوې وای....خو داسې کله کېدل؟ شازيې خو ورله اواز ورکړو او بيا خپلې کمرې ته لاړه...

هغه ناڅاپه ګړۍ ته اوکتل، شپه په ختمېدو وه، سوچونو او فکرونو ورله د زړۀ دنيا لکه د تېز طوفان  انجل بنجل کړې وه، کتابونه، خطونه، تصويرونه يې په کمره کښې خواره واره پراته وو....هغه يوه چغه کړه او بيا يې د زړۀ د خلاصه اوژړل....او دومره يې اوژړل چي څومره مينه يې د خپلو ښځو او بچو سره کوله....او هم د دوی د پاره، د دوی د ژوند خوشحالو، ارام، سکون او د فرمائشونو د پاره يې خپل کور کلی او وطن پرېښودی ؤ... د هغه وجود ټوټې ټوټې ذرې ذرې شو، د هغه د وجود ټکړې او د هغه د زړه ټکړې په کمره کښې خواره شوي تصويرونو او خطونو کښې لاړې ورکې شوې...

د ژوند په دې لمحو کښې ورسره هيڅ څوک نه ؤ، هغه د زړۀ راتېر ملګرو،صفيه، شازيه او هغه خواږه بچي چي د چا د پاره هغه د وطن نه بې وطنه شوی ؤ، د خپلو مئينو او خوږمنو خلګو او دوستانو نه لرې ډېر لرې تلی ؤ....

هغه يوه لحظه خپل ګېرچاپېره  خواره واره تصويرونو، د کافۍ کپ، جامې، پېزار او خطونو ته اوکتل او بيا يې په مزه مزه دا ټول راټول کړل، ځان له يې د ملاستي لږ شان ځای جوړ کړو، شپه په تېرېدو وه، ملا يې نېغوله چې سحر وختي بيا خپلي ډيوټۍ له روان شي ځکه چي کشري زوی  ورته د لېپ ټاپ فرمائش کړې ؤ.....

 

FaLang translation system by Faboba