شاهده بابر ملاله
نازو د خاورو په يوه کچه جَلَتره (چبوتره) باندي يوه ډبره ايښې وه. په دا ډبره به دا کښېنستله او خپل لوښي به يې مينځل، خپلي پښې يې صفا کولې او په دا ډبره د خپل پسه چاړه هم تېره کوله. د دې ډبري په شان نازو هم خپل په زړۀ کښې ډېر دردونه پټ کړي دي. د تېرو څو کالو راهسي خپل د ژوند خيرن ورزو او شپو يادونه صفا کوي، خپل د محبت وير کښې منزي او خپل د وادۀ پس چاقو تېراوي.
د کلي خلګ وايي چي نازو د خپل کلي د يو هلک سره مينه کوله، هغه هلک د يوه لمحې دپاره هم د نازو نۀ شو. ولي چي هغه هلک د نازو سره مينه نۀ کوله، هغه د وادۀ يو ناټک وکړی، او د وادۀ د دوو ورځو پس د کلي څخه ولاړی.
نازو د ډېرو کلو پوري د دۀ انتظار وکړی، او اوس خو د نازو د وېښتانو رنګ هم ولاړی سپين شو. خو اوس هم نازو د دۀ په انتظار ده، او اوس نازو په خپل وېښتانو باندي سرې نکرځي لګوي، او هغه نکرځي نازو د پېغلانو په لاسو لګوي، هره روځ خپل سترګوکښې رانجه لګوي، او د څو وخت پسته چي و ژاړي نو هغه رانجه د اوښکو سره بېرته د سترګو سره نوي شي، دا په خپل پلوو خپلي سترګي وچي کړي.
ټول عمر نازو د ځوانانو، هلکانو او انجونو رښتې کولې، خو اوس نازو د لباسي دنيا څخه مايوسه شوه، هغه ته دا افسوس وشو چي دا د خاورو ذاتونه ټوله لباسي دي او دا دروغ دي، که هر څو د غټ کور د انجلۍ سره د يو غريب کور د هلک وادۀ وشي نو بيا هم داسي ښکاري لکه په بخمل چي د ټاټ بخمل ولګوي، او چي څومره د نازو د ستن د ذات څخه اعتماد پورته کېدی، هغومره يې د خاورو په ذات يقين زياتېدی. که يو ذات ډېر ښائسته او صفا دی نو هغه دی د خاورو ذات.
چي نازو به يوه ناوې تياروله نو بې په زړۀ کښې دا خيال راغلی چي پسته خاوره توده خاوره، سره خاوره د دې خاوري هم څونه قسمونه دي چي کومه خاوره کومي خاورو کي غنم کېږي بس په هغه کي غنم او په کومه خاوره کي چي انګور کېږي په هغه کي انګور او که سيب کېږي نو بس سيب دا د خاوري هم څونه قسمونه دي. واقعي د ذاتونه هم څونه اصلي او رښتيا دي.
د نازو ټول خيالونه په هغه ورځ رښتيا شوي په کومه روځ چي د کلي د خان لور او د يوه بزګر زوی.
او بيا د کلي خان خپل لور د بل کلي د خان زوی ته ورکړه. نن نازو د خان د لور په لاسو باندي د وادۀ نکرځي لګولو له راځي.
د بابو کهېتۍ د رڼا د کور تر شا ده چي خپل د کور په ديوال به نازو ګوبر تپل نو څو څو واره دې بابو او رڼا په خبرو اترو ليدلې وې چي کوم وخت زرګر په سونا کښې د کوټو ملاوټ کوي نو هغه وخت دا دنيا هيڅ نه ورته وايي او چي دوه زړونه يو د بل په زړۀ کښې څونه د سونې سره ملاويي نو دنيا رنګ رنګ خبري پسي کوي او ردوي يې.
نازو به کتل چي بابو د رڼا خوږې خوږې خبري په زرتار پيايي او په خپل زړۀ کښې يې سنبهالوي او رڼا د بابو د ميني ډکي خبري د سونې د تکړو په شان سنبهالوي او د زړۀ په پرده کښې يې پټي کړي او بيا د خپل د سا په حرارت ګرده سونا وي او د زړۀ سونا يوازي شي.
او بيا ځي راځي خلګ د روډ و مينو ته داسي ګوري چي دا سونا منجمده شي او د سونې خښته ځيني جوړه شي بيا دي دا خښتي د مينو په سر ورسره کوي.
د وادۀ د کور څه بيا سړی رالی چي دا څۀ؟ ناوې تياره کړی نکرځي ور ولګوی. نازو د کور څخه راووته او خپل فکر يې په کور کښې د دروازې سره بندي کړ.
دباندي يخه يخه هوا چلېږي نازو خپل په نکرځو سره وېښتان په خپل پړوني کښې پټ کړې او د رڼا د کور په خوا روانه شوه.
د يو ساعت د پاره د دې په زړۀ کښې دا خيال رالی چي يو وار د بابو خوار حال وګورم چي په کوم خيال کښې دی،او يو وار خو د بابو مخ وونيم چي په کوم حال دی.
د څا پر غاړه غوايي اوبه راباسي خو بابو نۀ ؤ د هغه دوست ناست ؤ او سندري يې ويلې. د غم او افسوس سندري. د نازو زړۀ راډک شو او ژړا ورغله.
نازو وليدی چي بابو د والې په غاړه ناست دی. او د دۀ د سترګو اوښکي په واله کښې تويدلې، او په دې اوبو ګډېدلې.
نازو سوچ وکړی چي د فصل څخه به هم د اوښکو بوی راځي.
بابو چي نازو وليدله نو خپل مخ يې واړاو. نازو خپل وېښتان سم کړه او پړونۍ يې په سر کړی.
له مخه داسي ښکاريدی لکه د بابو سره چي د رڼا دپاره نۀ څه شکوه او نۀ څه پېغام وي.
نازو د وادۀ په کور وردننه شوه. دې چورت واهی چي زموږ هم څنګه کار دی که دا چا کور ابادېږي او که څوک بربادېږي زموږ د دې څه هيڅ کار نۀ دی بس خپل کار، کور او خپل شګون اخلو.
کوچنۍ کوچنۍ انجوني د نکرځو په لګولو را ټولي وې او د نازو په انتظار وې. دوی پوهېږي چي نازو څومره ښه نکرځي لګولای شي په کلي کښې هيڅوک هم نۀ شي لګولای.
اول ماته . اول ماته
نازو چي يې وليدله نو ټولو انجونو نارې کړې.
څومره په نخرو راځي، او نو که دا هم په نخرو نۀ شي را، نو به څوک نخرې کوي د څومره وخته څخه دا نجوني په انتظار ناستي دي، تاته ستړې شوې دا نجوني، په لاسونو نکرځي لګوي، څه بار خو نۀ درباندي وړي د رڼا مور او خاله په يوه ساه نازو ته څو خبري وکړې.
رڼا سر کښته کړی ؤاو چهپ ناسته وه. په لاس کښې يې يوه خاشه وه په دا خاشه باندي خپل د پښو سره مځکه ګروله. او دا دی چي اوښکي يې په دې مځکي ګډېږي.
نازو د رڼا د لاس څه خاشه واخستله او ليري يې تسه کړه. سپين لاسونه يې را واخستل او نکرځي يې په ولګولې.
نازو پوهېږي چي په څو روځو کښې به د نکرځو رنګ ولاړ شي خو په کومه مځکي چي رڼا خپلي اوښکي توی کړي دي هغه به يوه نه يوه روځ خپل رنګ راوړي.
شا و خوا انجونو د وادۀ سندري پېل کړې، نازو چي نن ګلداره پړونی پر سر دی هغه پړونی هم چپه دی.
نن خو نازو ته هر څه چپه ښکاري.
هغه فکر وکړی چي د مور و پلار د زړۀ کوڅه څومره تنګه شي چي د خپل اولاد ښائسته مخ نۀ شي په کښې تېرېدای. او دومره لويه ورا پکښې تېرېدای شي.
ورا نزدې راتله او د خلګو نارې پورته کېدې. او د رڼا او د بابو د ميني قصه د غاښو لاندي کېده. نازو يوه سړه ساه واخسته او په دا فکر شوه چي دا د خاورو ذاتونه هم چانۀ دي ليدلي.
دا د رښتيا ذاتونه او بيا رڼا د خپل خسر کره روانه شوه.