رحمت بي بي اڅکزۍ

په بېلابېلو ژبو کښي بېلابېلو مفکرينو د تنقيد يا ادبي تنقيد رنګارنګ تعريفونه کړي دي. د دې اختلاف وجه دغه ده چي هر ليکوال او مفکر په خپل خپل نظر باندي د تنقيد تعريف کوي. هم دغه وجه ده چي په بحثونو کښې د تنقيد د طريقه کار او مقصدتر ميان اختلاف پيدا شي. تنقيد په اصل کښې د نقد يا انتقاد  څخه وتلی دی کوم چي د عربي ژبي توری دی د کوم معنا چي کهرا کول يا کهرا او کهوټا سره بېلول دي. په يوناني ژبه کښې Ixrinein معنٰیTo Jufge Or To discern  ده .  

په پښتو کښي تنقيد ته جاج، کره کتنه، نقد، ګوته نيول، په ګوته کول، کارول کېږي. 

خو تر اوسه پوري چي د پښتو قديم نظم معلوم شوی دی هغه د امير کروړ سوري نظم دی.

کره معنٰی ده صفا، اونح، سوچه، بې عيبه، د کوټه ضد په پښتو کښي د تنقيد صحيح معنٰی که صرف په کره کتنه سره اوکړو نو به يې تر ټولو غوره بڼه وي. د کره کتني په تعريف کښي لکه د ادب تعريف اختلافات تر سترګو کېږي. ځکه ګڼ شمېر تنقيدي مواد وجود لري او بيا د هر قام او ژبي خپلي خپلي تخليقي رويې او مزاجونه وي، د کره کتني يو جامع تعريف داسي کېدای شي:

چي د لوستونکي او تخليق کار تر مينځ د پل کردار ادا کوي. کره کتنه په تخليقاتو کښي پټ فن، فکر، مطالب او امکانات رابرسېره کوي. تنقيد د منطق غوندي د هر علم او فن په تشکيل او تعمير کښي شريک وي. بلکې د وجدان او جمال و کومو اړخونو ته چي د منطق رسائي نۀ شي کېدای نو هلته کره کتنه خپل ځان رسوي.

کله چي موږ د کره کتني خبره کوو نو عموماً دا يو داسي اصطلاح بلل کېږي، چي د تخليق څخه بېل وي. ځکه چي د فن ناقد هغه څوک هم کېدای شي چي هغه فن کار نۀ وي خو د فن ذوق او تربيت يې د دې قابل وګرزوي چي پر فن باندي نقداو نظر اوکړي. تخليقي صلاحيت ترکيبي دی او تنقيدي صلاحيت تجزياتي هم دی. 

تنقيد د ادب او فن براه راست ملګرتيا او رهنمائي کوي. او د خلګو او معاشرې بالواسطه مرسته او قيادت کوي او د خپل منصب اظهار او مؤثر وکالت کوي. تر اوسه چي څومره د ادب عالمان او نقادان راغلي دي باوجود د ډېرو نظرياتي اختلافاتو، عصري واټن او د حالاتو و واقعاتو د فرق باوجود ټولو د ادب مقصدي او افادي اړخونه واضح کړي او متعين کړي دي او تنقيدي نظريې يې وړاندي کړې دي.

يوه ژبه او د يوې ژبي ادب هغه وخت خپل مقام ته رسېږي چي ادبي انتقاد په کښې موجود وي، د ادب د ترقۍ دا يوه ښه او تجربه شوي لار ده که يو اديب يا ليکوال په دې خبره پوهـ شي چي د دۀ ليکنه تلل کېږي، او کمزوري يې په ګوته کېږي، نو هغه بيا زيات زيار باسي او تر خپله وسه نيمګړتياوي نۀ پکښې پرېږدي او بيا يو بشپړ او په تول پوره، اثر مينځ ته راځي. کوم چي به په رښتيا د ادب او ژبي خذمت وي، او که داسي نۀ وي يعني ادبي انتقاد نۀ وي نو ليکوال هومره زيار نۀ باسي او نۀ بيا يوه ادبي فن پاره په تاله تللې مينځ ته راتلای شي. داسي به د ادب سويه په عمومي ډول راکښته شي کوم چي د ادب او ژبي سره لوی ظلم او ناوړه کار دی. ځيني وختونه يو سړی فقط يو اثر ولري خو هغه په کچه پوره او دومره په زړۀ پوري وي چي هغه د ادب  د اسمان يو ځلاند ستوری جوړ کړي.

او ځيني وخت د دې کارکولو باوجود هم انسان په خلګو ځان د يو اديب په توګه نۀ وپېژني."انسان چي پيدا شوی دی په هم هغو ابتدائي ټولنه کښې ادب ورسره سم پيدا شوی دی. او له ادبه سره سم ورله په څنګ کښې ادبي انتقاد هم مينځ ته راغلی دی. په کومه ټولنه کښې چي ادبي انتقاد څومره قوي شوی دی د هغه ټولني ادب هم په هغه اندازه قوي شوی او مشهور شوی دی.

مثلاً په عربي ټولنه کښې د ادبي انتقاد د روحيه ډېره قوي وه او پر هر اثر باندي ښکاره انتقادونه کېدل. او همدا وجه ده چي عربي ادب ډېر وړاندي تللی دی . دغه رنګه په پښتو ادبياتو کښې د روښانيانو او دروېزه عصر هغه وو چي د ادبياتو څخه د وسلې کار اخستل کېدی. او د مذهبي انتقاد علاوه به دوی پر يو بل باندي ادبي انتقادونه هم کول. د دغه انتقادونو له وجهې هري ډلي کوشش کاوه چي د هر رنګه ادبي نېمګړتياؤ څخه ځان وساتي او يو بهترين ادب رامينځ ته کړي. 

يوه مشهوره مقوله ده:

""د افکارو له تصادم څخه د حقيقت برېښنا مينځ ته راځي"" نو پرېږدی چي کره کتنه خپره شي. د کره کتني بله ګټه دا ده چي ليکوال به د ليکني په وخت کښې له دقت څخه کار اخلي.  

کره کتنه ترخه ده خو بايد ووايو چي دغه ترخه تر ډېرو خوږو هم خوندوره ده.

دلته سوال دا پيدا کېږي چي د تنقيد څه نور خاص اصول هم شته که يا؟ او که په حقيقت کښې د تنقيد کوم اصول موجود وي او رواج هم لري د هغو انحصار پر کومو ټکو کېږي او بل دا چي ايا د هغه اصول د هر وخت دپاره په درد خوړلای شي او که د مزاج او ذهنيت سره بدلون پکښې راځي. که چېري بدلون قبلوي نو د يو رښتني او لوړي کره کتني معيار بايد څۀ وي؟ د هغه اصول د نړۍ په بېلا بېلو قامونو کښې څۀ دی؟

په دغه لړ کښې بيا د بېلا بېلو قامونو د ليکوالو خپل نظريات دي. د المان يو نقاد وايي چي د کره کتني په وخت دا ډېره عجبه ده چي زۀ دي کوم اصول مراعت کړم نو زۀ تر ټولو له مخه د يو کتاب يو يو مضمون را اخلم. د هغه د مغز څخه چي څه راباسم هغه ليکم. د دغه ليکولو په دوران چي زۀ کوم پرتليز جاج اخلم يا يې د يو بل شي سره ګورم په نتيجه کښې يې زۀ کله کله دا ښکاره کوم چي فلانۍ او فلانۍ خبره دلته په مضمون کښې د اصولو مطابق ده خو په هغه کښې بيرته داسي ډېري خبري وي چي د هغو دپاره کوم اصول نۀ شي ټاکل کېدای.

ارسطو، لان جائينس او د کولرج هم دغه طريقه کار وو. په يورپ کښې د کره کتني دوه اصوله عامول يو احتيادي او تحقيقي دی د کوم علمبردار چي پروفيسر مولټن دی. د مولټن او د دۀ پلويان وايي، چي کره کتنه هم بايد د سائنس غوندي تجرباتي او تحقيق جوړه کړل شي.

مولټن وايي په دې کښې چي د کوم طرز بحث کېږي هغه د تعريف يا تذليل دواړو څخه ازاد وي او د خوشامد يا تعقب يا د بل قسم لګاؤ څخه مبرا وي.

دويم اصول چي په يورپ کښې رواج درلود هغه غير تحقيقي او د سائنسي اصولو څخه بالکل دباندي وو.

د کره کتني دغه اصول د دې امر متقاضي وو چي قوانين ادب هم د قوانين اخلاقيات يا قوانين حکومت غوندي د يو بهرني قوت ماتحت پيدا کېږي. او يو تخليقي زهن به د دې قوانينو داسي پابندي کوي لکه څنګه چي عوام د اخلاق او حکومت د قوانينو پابندي کوي. ليکن د مولټن او د هغه د هم خيالو نزدې دې قانون هيڅ حيثيت نۀ درلود.

د کره کتني اعلٰی اصول دا دی چي ادب بايد په صحيح او په تحقيقي طرز وپلټل شي او پخپله د ليکوال د کارو څخه د دۀ ځانګړی اصول وټاکل شي.

 ليکوال او هر ليک په خپل څرنګوالي کښي بالکل جلا وي، د اردو ژبي نامتو کره کتونکی ډاکټر سيد محی الدين قادري زور د کره کتني دغه غوره شپږ اصول ټاکلي دي چي د کره کتني دپاره ډېر همه ګڼل کېږي.

دغه اثر د معنٰی او مطلب د لحاظه د خپلي موضوع په ښېګړو پسوللی دی که يا پلټنه يې ارينه ده. مثلاً پر کوم ناول باندي کره کتنه مقصد وي نو دا کتل پکار وي چي د اخلاقياتو سبق په څومره ښه ډول ورکړل شوی دی. د دې په چپه و دې خبري ته پام کول ضرور ي دی چي دغه اثر چي پر کومه موضوع بحث کوي د هغه احاطه يې په بشپړه توګه کړې ده که نۀ او د موضوع پر هر اړخ ليکوال رڼا اچولې ده که نۀ.

د يو ادبي اثر د کره کتني دپاره د هغه و ژبي او د بيان و اسلوب ته پام کول هم ډېر ضروري دی.

د يو عبارت مطلب و معني کله هم د خپل ليکوال پېژندګلوي نه کوي بلکې د هغه اسلوب د ورايه ښکاره کېږي، چي دا د فلان ليکوال عبارت دی د طرز بيان مطالعه موږ د ليکوال سره اشنا کوي، د الفاظو انتخاب د محاوراتو ترتيب د جملو بندش، د عبارت رواني او لوړي ژوري د ليکونکي د شخصيت ترجمان وي غرض دا چي طرز بيان په اصولي توګه يو ځانګړی ارزښت دی.

د کره کتني څلورم اصول دا دی چي د ليکونکي د هغو د چاپيريال او د هغه د اثارو د ماخذاتو ژوره مطالعه وکړل شي، تصنيف يوه ائينه ده په کومه کښې چي مصنف خپله مقبوله او په زړۀ پوري وي. په کوم کښې چي ليکوال د خپل نفس غلاوي او د زړۀ ښکلاوي په ډاکه بيان کړي وي. دغه وجه وي چي کله دی څه وايي.

نو ويونکي ته داسي معلومېږي چي د دۀ رازونه ښکاره کوي يا د دۀ د زړۀ حال وايي.

د ليکوال د شخصيت پس کره کتونکی د ليکوال و چاپېريال ته متوجه شي ولي چي هر ليک د خپل زمان و مکان متعلق هم ګواهي ورکوي. چي د هر وخت او سيمي خپل جلا ماحول او اثر وي.

دغه رنګه د ماخذاتو چڼل هم ډېر مهم دي چي که چېري بېلو تصنيفاتو څخه يو نوی شی جوړ کړی وي.د کره کتني پځم اصول دا دی چي د اثر و ادبي پايله په نظر کښې وساتل شي. يو ستر ليکوال هغه وي چي اول تخم وړاندي کړي د هغه ادونه پيدا کول پېل کړي او بيا درجه به درجه خوښ رنګه ګلان او خوندوره مېوه باندي قاري ونازوي.

يو لوی ليکوال پر معاملات خارجي او امور قلبيه د دواړو پر اظهار باندي مهارت لري او د کره کتونکي کار دا دی چي ليکوال دواړه قسمه بيانات د قدرت او انساني فطرت سره مقائسه او ښېګړي يې ښکاره کړي. د پښتو ادب مشهوره کره کتونکی او استاد کانديد اکاډميسن محمد صديق روهي په خپل اثر د کره کتني تاريخي پس منظر او معيارونه کي چي د نقد دپاره کوم اصول ټاکلي دي هغه هم د پور ته بيان شوو اصولو مطابق دي.

د کره کتني د معياري کولو او لوړه ولو لپاره دا ضروري ده چي کره کتونکی په خورا علمي ديانت، سپېڅلتيا، مراعت کړي. دا ډول به و ټولني ته په خپلو غورو کره کتنو د لا ښه او معياري ادب ونډه واچوي.

 ماخذات:

 فن تنقید اور تنقیدیں پروفیسر عبدالرزاق نوید بک ڈپو لاہور ۱۹۵۵

ارشادات تنقید ڈاکٹر سید عبداللہ مکتبہ خیابان ادب لاہور 

روح تنقید ڈاکٹر سید محی الدین قادری زور مکتبہ معین الادب اردو بازار لاہور ۱۹۵۵

تنقید کا نیا پس منظر جیلانی کامران مکتبہ ادب جدید لاہور ۱۹۶۴

د کرکتني ډولونه زلمی هيواد مل د افغانستان د ليکوالو انجمن کابل ۱۳۷۰ ه ش 

کره کتنه تدوين او سريزه ګل افضل ټکور د قومونو او قبائلو وزارت کابل ۱۳۶۴ ه ش

د کره کتني اصطلاحات ډاکټر نصيب الله سيماب پښتو اکېډمۍ کوټه ۲۰۱۳

 

FaLang translation system by Faboba