غازي سيال 

موسيقي ته د نفسياتو ماهرانو د روح غذا ويلې ده، دا خبره صحيح ده او که نۀ، خو په حقيقت کښې موسيقي د انسان په زړۀ او ذهن نېغ په نېغه اثر کوي، او په خپل اثر کښې يې رانغاړي.

د موسيقي په باره کي يو فلسفي وايي چي:

"موسيقي که د انسان د ژوند نۀ لري شي نو د انسان ژوند به بې معنا پاته شي"

او امام غزالي د موسيقي په باره کښې ويلي دي چي:

"کوم هغه انسان چي دماغ يې په کار کولو کښې ستړی شي، بيا هغه انسان ته په کار دی چي د موسيقي طرف ته رجوع وکړي، چي دوباره تر او تازه شي"

ټول کائنات د موسيقي په "ردهم" کښې چلېږي، که چېرته د موسيقي دا "ردهم" ودرېږي نو قيامت به راشي.

بې انتها "سرونه" په کائناتو کښې خورېږي، کائنات د "سرونو" نۀ ډک دی. که د باران د ورېدو نری نری "ردهم" دی، که د ابشارونو شراړ ده، که د دريابونو شور دی، او که د هوا چلن دی، که د پيپها "پی کها کهانی" دی او که د  کويل "کوکو" دی. دا ټوله موسيقي ده، دا ټول د موسيقۍ "سرونه" دي.

الله پاک د راتلو سره انسان يو چغه ادوهله. په دا چغه کښې د موسيقي څو "سرونه" ګډ شوي دي. دغه د کائناتو اولنی تخليق دنيا ته د راتلو سره په دا نۀ وو خبر چي دۀ په کوم انداز کښې دا چغه وهلې ده؟ دۀ په دا چغه کښې څه ووې؟ دۀ د کوم تاثر اظهار کول غوښتل؟ د دۀ د ژوند دا اولنۍ چغه، دا اولنۍ سلګۍ او دا اولنی لفظ څۀ معنا لري؟ دا انسان په دا نۀ وو خبر چي د دۀ په دا چغه کښې خو د موسيقۍ "ګندهار" سر هم لګيدلی دی. په دا چغه کښې خو "دهيوت" سر هم لګي او په دا چغه کښې خو "نکهاد" سر هم شامل دی. د راتلونکي وخت فکر وړی دا انسان په دا ځان پوهول غواړي. چي د کائناتو په هر تخليق کښې په کوم کوم ځای کښې کوم کوم د موسيقي "سرونه" په لړزان دی؟ چېرته د موسيقي په دا "سرونو" کښې د انسان ژوند خو نۀ تېرېږي؟ چي کله د "کهيروا" په تال کښې کله د دادرا په تال کښې، کله د "روپک" په تال کښې، کله په "تين تال کښې او کله پۀ" جپ تال" کښې ځغل کوي.

دغه انسان دې ته فکر نۀ دی کړی، دۀ په دا خبره ځان ولي نۀ دی پوهی کړی؟ چي دا موسيقي خو د دۀ اولنۍ چغه ده، د وروستۍ "سلګۍ" سره دومره کلکه ملګرې ده، چي د ژوند په هره لمحه په لا شعوري طور سره دی موسيقي غواړي، د موسيقي هر ساز چي په کائناتو کښې موجود دی. د "سر" او د "تال" دپاره استعمالېږي.

يا خو ژوند د موسيقي سره سم روان دی او يا به دا ووايو چي موسيقي د ژوند سره سمه روانه ده، انسان که د مغرب دی او که د مشرق خو انسان موسيقي غواړي، زما په خيال چي موسيقي که د انسان د ژوند نۀ لري شي، نو د انسان ژوند به بې معنا پاتې شي.

دا ځل نۀ موسيقي  د انسان سره داسي تړلې راغلې ده لکه د هغه په وجود کښې ساه.

د دغه انسان مور به چي د مېچني اڼلو په وخت د موسيقي په کوم"سر" کښې د ځان سره ګڼېدله، په دغه "سر" کښې د دۀ د راتلونکي ژوند سره يې تعلق درلود، دغه انسان ته چي د موسيقۍ په "سرونو" کښې کومي ګراني فلسفې په اسانو ټکو کښې بيانولې. دې ته د موسيقي په ژبه کي "الله هو" ويلی شي.

کوم اواز چي د انسان د غاړي نۀ راوځي او يو خاص تاثر پيدا کړي، دې ته "سر" ويلی شي. او "سر" که قايم وي او که محرک خو تعلق يې د انسان د اواز سره وي. او د موسيقۍ بنياد په "سر" او "لې" باندي قايم وي. او د موسيقۍ د تمامو اضافو بنيادي نکته "سر" دی، چي د ټولي دنيا موسيقي د "سر" نۀ پيدا کېږي.

موسيقي د انسان د جذباتو سره ډېر ژور تعلق لري. موسيقي د انسان هغه جذبه هم ظاهره وي کومه چي په الفاظو کښې نۀ شي بيانېدی. موسيقي الفاظو ته ژبه ورکوي. 

د موسيقي په ظاهره اووه ټکي دي. خو په دا اوو ټکو کي يو جهان پروت دی. د "سر" او د "لې" هغه سمندر دی، چي کناره نۀ لري، دغه سمندر ته چي څوک څومره ورګډېږي، دومره به ډوبېږي، د دغه سمندر نۀ چا ژور والی معلوم کړی دی، او نۀ پلن والی.

سا   رې   ګا    ما    پا   دها   ني

اووه ټکي دي خو په  دا ټکي کښې د ځمکي او اسمانونو رازونه پټ دي، دا اووه "سرونه" د اواز په لحاظ "راګ" پيدا کوي. او هر يو "راګ" خپل خپل پېغام لري.

د موسيقۍ په "سرونو" کښې بېلابېلي رای دي، څوک وايي چي موسيقي د موسيقار مارغه د مښوکي نه قسماقسم اوازونه راوځي. او د دغو اوازونو نه اووه "سرونه" پيدا کېږي، او بيا دغو "سرونه" ته "سپتک" ويل کېږي.

د موسيقۍ په "سرونو" کښې بله رای دا ده چي د بېلابېلو ځناورو او د مرغانو د اوازونو نه اخستی شوی دی. او بېل بېل نومونه يې ورکړي دي لکه:

سا   رې    ګا    ما    پا    دها    ني

۱: کهرج: مختصر نوم يې "سا" دی د هما د اوازنه اخستل شوی دی.

۲: رکهب: مختصر نوم يې "رې" دی د پيچها د اواز نه اخستل شوی دی

۳: ګندهار: مختصر نوم يې "ما" دی، د ګلنک د اواز نه اخستل شوی دی.

۴: مدهم: مختصر نوم يې "ما" دی د ګلنک د اواز نه اخستل شوی دی.

۵: پنچم: مختصر نوم يې "پا" دی د کوئل د اواز نه اخستل شوی دی.

۶: دهيوت: مختصر نوم يې "دها" دی د اس د اواز نه اخستل شوی دی.

۷: نکهاد: مختصر نوم يې "ني" دی د هاتي د اواز نه اخستل شوی دی.

هندوان د موسيقۍ په باره کښې وايي چي د موسيقۍ دا فن "برهماديو" ايجاد کړی دی او د برهماديو نه ناروجي ته رسېدلی دی، او د ناروجي نه هنومان ته اوبيادغسې دغه فن رو رو ترقي وکړه.

د يونان په زړو کتابونو کښې راغلي دي، چي په مخ د ځمکي د ټولو نه اول موسيقي يونان ايجاد کړې ده، د يونان نه په فارسي کښې خوره شوه، دغسي رهبر ملک خلق د موسيقي ايجاد د خپلو خپلو خيالاتو مطابق په بېلابېلو طريقو بيانوي.

د زوړ تاريخ نه معلومېږي، چي موسيقي همېشه دپاره امراؤ کمال درجې ته رسولې ده، او هر يو نوموړی بادشاه په خپل دربار کښې موسيقي ته بهترين ځای ور کړی دی. د خاندان مغليه په تاريخ کښې د تان سين غوندي  د موسيقار او سندر غاړي تذکره موجوده ده.

دا "سرونه" دا موسيقي د ادب او ثقافت يو رښتونی تصوير دی. "سرونه" الفاظو ته ژبه ورکوي. هم دا "سرونه" ژوند ته مستي او سرور وربخښي، يوه ژبه هم د موسيقۍ نه بغير ترقي نۀ شي کولای، ګويا د ژبي ترقي په موسيقي ده، ژبه د موسيقي محتاجه ده، هغه لفظ چي په موسيقۍ کښې مؤزن شي، په ذهن کښې محفوظ پاتې شي.

د ځمکي په مخ به يوه ژبه هم داسي نۀ وي، چي د هغې خپله موسيقي نۀ وي، هم دا موسيقي ده چي ادب او ثقافت يې ژوندی ساتلی دی.

د موسيقي استاذانو څود دې قسمونه ياد کړي دي چي نومونه يې څه په دا ډول دي:

الاپ: د هروپد، خيال، ټپه، ټمري، دادرا، ترانه، لکشن ګيت او سرګم

 الاپ: دا په راګ کښې د ټولو سرونو د لګولو مجموعه ده، "الاپ" الفاظ نۀ دی بلکې د ا   ای   توم     تو او دهم  وغيره نه مدد اخستلی شي.

دهماد: د "دهروپدنه" په دويم نمبر په موسيقي کښې راځې، د "لې کاري" په ډېر احتياط سره ويلی کېږي.

د هروپد: دا د سنسکرت لفظ دی په د هرو پد کښې څلور انګونه وي.

استائي: انترا سنجاري او ابوک

خيال: د کلاسيکي موسيقي د ټولو نه اهم او معياري تصور کېږي، دا د مسلمانانو موسيقارانو ايجاد دی.

ټپه: دا د شاهان او دهه رودباري موسيقار د ميان غلام بني سوري ايجاد دی. دا په عام طور سره په راګ "ګاني" او راګ "کماج" کښې ويلي کېږي.

ټمري : دا د "خيال او "ټپه" مرکب ويلي کېږي، که "خيال" بادشاه دی نو ټپه ملکه ده، "ټمري" د پنجاب "ناهيا" هم شمېرلی شي دا اکثر په "کافي"  "کاج" راګ جنجوټي او "راګ بهيروي" کښې ويلي کېږي.

دادرا: اکثر په بهيرو کښي غږولی شي.

ترانه: دا د امير خسرو ايجاد دی. په دې کښې داسي الفاظ ويلي شي چي معنا نۀ لري، لکه تا، توم، در، در او تاتا. په ترانه کښي صرف "لی کاري" دی.

لکشن ګيت: دا د وشنو نارائن بهاټ کنډي بې حد مفيد ايجاد دی.

سرګم ګيت: د دغه راګ په دا زړۀ کولو کښې ډېره اسانتيا پيدا کوي، د راګ د درک کېدو په کښې هيڅ فکر نۀ وي.

ټول کائنات د موسيقي او په باقاعده طور د يو نظام لاندي چلېږي، په دا نظام کښې د موسيقي په حواله اصل شی د زړۀ درزا ده، چي په موسيقي کښې ورته "لی" ويلي شي. لی ته په نورو لفظونو کښې "ټېمپو" "ردهم" او يا "تال" ويلی شي.

د موسيقي استاذانو د "لی" قسمونه مقرر کړي دي. او هر قسم ته خپل خپل نوم ورکړی دی، نومونه په دا ډول دي.

بلمت، مدهه، آړ، کاړ، پالنګا، مرونګا، سرکنا، ګټوبچو، درت، تار او سان. 

 

FaLang translation system by Faboba