تکل
ليک: ډاکټر برکت شاه کاکړ
سحار وختي هسې هم رحمتونو ورېږي ، زړه بې سوبه هوس کوي، خو نن مې زړه ډېر هوس کولو،طبيعت مي خورا شاعرانه ؤ، د سړې هوا په وږمو کښې د کلي د سنځلو (سُندتو) د ګلانو خوشبوۍ له ورايه احساسيږي. هسي خو زه هر سحارد تورو چايو دوې پيالې څښم او د ماښام پاتي شوې سړه مړۍ له چايو سره خورم ، خو نن مي د طبيعت ناقراري دومري زياته وه چي نيمه پياله چای مي و څښله، سمدلاسه مي پر بائسکل فائلونه وتړل، ګوټونه مي په پښو کړل، څادر مې تر ملا وتړلو، د واسکټ په جيبونو کښې مي قملمونه و لټول او بيا مي بې اراده پر باسکل پښه واړوله، ... ياالله که به دي خير وي...
د وسي بارانونو هوا خنکه کړې وه، لکه د سپرلي خونک او تخنونکی باد مي پر مخ و مښت او د زړه د رزا مي نوره ذياته شوه. يودم مي په مغزو کښې سودا را وپارېده... دغه باسکل، فايلونه، د يخه هوا او هم دغه لار خو د تېرو پنځو کلونو زما مله ده.... نن ولي ... آخر په څه مي سُر (طبيعت) دُومري برابر دی ؟؟ باسکل مي و درولو او په سوچ کي ورک شوم... آخر را ياد شو چي نن هغه مبارکه ورځ ده چې معلم صاحب به دفتر ته نه راځي. د يوه چا په راتلو خوشحاله کېدل خو فطري خبره ده، ولې په نه راتلو خوشحالي څه معنا لري؟؟؟ د دې خوشحالۍ حال دي څوک لما څخه وکړي. زه چې د آب پاشۍ (وبه خور) په دفتر کي کار کوم هلته لما سره حکيم معلم انجنئېر مولوي شهزاده خيال محمدصاف ګو عطرفروش صاحب زما همکار دی. هسي خو نوموړی دلته د سب انجنئېر پر څوکۍ تعينات دی خو له رنګه، کاره، زوقه او جامو هېڅکله ورباندي د انجنېر څه د چپړاسي ګمان هم نه کيږي. نوموړی انجنېر پر يوه زاړه چاينايي سايکل دفتر ته رازي، چې عموماً ورباندي د شا دخوا د شپيشتو رېبلو لپاره اره تړلې وي، لويه سپينه د ټرېټون کرته چې ځای په ځای ورباندي د کوشنيانو په ګوړه لړلي لاسونه نخښي ښکاري، په کډلنو کوشنيو سترګو کښې د رنجو ګاډۍ اوښتې، پر اوږه دوه خيرن پټوګان (څادران) اچولي (چې يو د اوږې او بل د وښو/ګيا لپاره وي)، پر سمه سېنځه بېډوله سپينه لنګۍتپلې، په غوږ کي د ګلاب ګول يا له چا څخه سوال کړی سګرېټ ايښې، تر دواړو لاسونو سيکو پنج ګهړياني تړلي او په غوږو کي د شفتالو د عطرو پمبې ايښې... هم دغه دی زما همکار حکيم انجنېر مولوي شهزاده خيال محمدصاف ګو عطرفروش صاحب. نوموړی د سب انجنېر پر منصب له تيرو لسو کلو څخه متمکن دی،منصب يې له ځانه سره ايښی دی او زمه واريانې و ما ته رابخښلي دي. دفتر ته تر ټولو لومړی راځي، تر سو چې چپړاسي را رسيږي، ده بيا د وښو (ګيا) او شپيشتو دروند بار تړلی وي، خولې ورباندي ماتي وي او د وښو دروند او لوند پيټي کالي داسي ورباندي زرغونه کړي وي چي نېغ د وښو ملخ چي ورته د خدای وُښه ښکاري. هم دغه کار دی چی حکيم صاحب يې په ډېره مينه او د زړه له خلاصه کوي. له دې پسته حکيم صاب د خولو د بوی د رفع کولو لپاره د بغله له جېبه يوه لويه شيشه د عطرو را باسي، چې ورباندي په خط شکسته ليکلي وي، عطرشفتالو، دغه ډول د عطرو لګولو وروسته دريم کار و حکيم صاحب هم دغه دی چې د ټولو همکارانو سره په غوزي روغبړ کوي. په نورو نه يم خبر خو زما لپاره د ورځې تر ټولو درنه سانيه هم دا وي چې د حکيم صاحب سره به د غيږي له روغبړه څه ډول ځان ژغورم. داسي نه ده چې زه کبر کوم، زما ستونزه دا ده چې دلته مي په تنکيو د شفتالو د عطرو ناخوشګواره وږمه کښېوزي او هلته مي ستونی بند شي، سترګې مي تکي سرې شي او د ساه لنډۍ دوره را باندی راسي. څو ځله مي له زان سره صلاح کړې ده چې دغه د خدای اوښ ته به زياته مهار ور اچوم. هر وار مي ورته ويلي دي چې حکيم انجنېر صاب زه غريب سړۍ يم ستا د رغبړ تاب نه لرم، خو هغه چيري کښېني، وای خدای يومالګي تروې دي که دي پرېږدم تر هغه وخته چې مي دغه ستا د ساه لنډۍ علاج نه وي درکړی. معلم صاب چې خپل ځان ته د ښار يواځينۍ طبيب وايي چی سند يې د طبيه کالجه موندلی دی، زما دغي ناروغي ته د مابعد الطبياتو او نفسياتو په چوکاټ کي ګوري. راته وايي چې په تا کښې روحاني تشيا او نفسياتي وسوسه د توک له حسابه منډل شوې ده. بيا راته وايي ددې دواړو علت خبر يې څه دی؟ زه ورته نفي کي سر و ښوروم،، بيا هغه خپلې کډلنې سترګې زما پر سترګو او تندي داسي ښخې کړي لکه په يخي کي چي بيتي ښخي وي، بيا مي نبض نيسي، او سترګي پټي کړي، له ځانه سره و بڼيږي، او آخر کار سړه ساه واخلي د تندي خولې پاکي کړي، پټکي له سره ليري کړي او ناګهانه راباندي ږغ وکړي، ناروغي د معلومه سوه، اول د چايو آډر ورکړه نور حال د چايو پر چاينکه درته وايم ... بيا نا ببره د ټولو و مخته راته ګويان شي خبر يې علت يې څه دی، زه په نيم زړه خواست ورته وکړم ، حکيم صاب و فرماياست اوس خو مي ګرسره وينه را کي وچه کړه، د ساه لنډۍمي ساه خيږي، د شفتالودرخته دي خدای شاړه شنډه کړی چي بيا ورڅخه څوک د عطرو شيشه ډکه نه کي ... هې هې دا سه د کونډو ښېراوي د شرو کړې،،، حکيم صاب په خښم راته ګويان شو... خپل علاج دي د حکيم معلم انجنېر مولوي شهزاده خيال محمدصاف ګو عطرفروش څخه و غواړه. فالتو مي دومري ږمږغې په ځان نه دي ټال کړي. ...آخر يې له غوږه د شفتالو پمبه را برآمد کړه، زما ولورته يې را و غزوله او ګوياند شو.. دا واخله ،، ستا علاج مي د حکيم جالينوس په فارموله وکړو،،،، بخت لرې بې بخته نه يې،،،، د شفتالو د عطرو سره مينه شرو کړه، او دغه پمبه دي په خپل غوږ کي کښېږده. ستونزه په شفتالو کښې نه ستا په مغزو کښې ده...نور په خپل ورور درته دغه د الرجي ګولياني دم کړي، او دغه اووه ساښتونه به سحار په تشه خوا څښې او واخله دغه تعويز ، تر لاس يې و تړه ، سبا به درلره د خپل طب خانې څخه يوه مقوي القلب او يو نسخه جالينوس هم درته در راوړم ، او نور نو د سترګو حفاظت کوه، ذکر کوه او د صالحاؤ سره ناسته پاسته کوه، هندي ډرامې، لوڅ فلمان، او خبرنامې، بي بي سياني مه ګوره...... د حکيم صاب د دې خبري پوري لا په سود کښي وم، دهغه وروسته مي هيڅ ياد نه دي د شفتالود عطرو پمبې خپل کار کړی و، او زما د ساه لنډۍ څخه ساه ايله نه وختله.
اصلً زه هم دلته سب انجنېر يم، وختي اسسټنټ وم، جګ جوړ، روغ رمټ وم، کله چي مي ترقي وشوه او دلته د حکيم صاب سره يوه دفتر ته راغلم، ټولي ناروغيانې لکه په يوه صلاح راته پېښي شوي. ساه لنډي، د سترګو کمزوري، د هډو دردونه او اوس خو راته ښکاري چي په غوږو هم دروند شوی يم.
زما او د معلم صاحب چې چيرې افکار، اخلاق، جامه، ږيره او برت سره بېل دي هلته په ذوقي لحاظ هم دومري سره بېل يو لکه خزان او سپرلی. اکثره دغه توپير معلم صاحب پخپله هم بيانوي. کله کله راته وايي چي په ما او تا کښې نوکی فرق دی، بس دومري لکه په توت او شاتوت کي چي وي، يا بيا په الو او شفتالو کي چي وي. له هغه وروسته و فرمائي، ګوره ماته خدای د شاتوت غوندي سيکه او خوند را کړی دی، په رنګ سُور په خوند تريو اوپه تريو کي خوږ، بل لا دا چې د شاتوت، د نورو توتانو امير دی، مرغۍ لا هم اودس مات نه ورباندي کوي.
نن چي د ګيا رېبلو له کاره را خلاص شو، سپين پټکی يې خلاص کړ، د نسوارو ډبلی او رنجُولونې يې له واسکټه را ويوست، د خپلو کډلنو سترګو رانجه يې په يوه سلايي ريفرش کړ. او پر سمه سېنځه يې د ګلابتون د ژړي خولۍ اوربُوز کوږ کښېښود.د هغه وروسته نېغ مي و ميز ته هېښ پېښ ودرېدی.... ما له ويري ځان نه جاړه وا چولُو ... معلم صاحب بې د څه ويئلو له غوږه د هغه اذيتناکه عطرو پمبه را وايسته داسي راته جوته شوه لکه چي يو خوفناکه خوب چي وينم.... خدای دی خېر ور کړي زموږ چپړاسي ماما ميټهاخان د دفتر تر دربچي سر ښکاره کړ او په وازکُومې يې ناره کړه ... معلم صاحب!... لوۍ صاحب دي غواړي.
رشتيا چي پر سېر سوا سېر شته....معلم صاب لکه برېښنا د سترګُو په رپ کي له دفتره غائب شو. ما د خدای شکر ادا کړ، په زوره مي ساه واخيستله، ساه مي خلاصه شوه، سترګی مي خلاصي شوې او دماغ مي کار پېل کړ. خو زما د دغې آذادۍ وخت ډېر کم ثابت ُشو، پنځه دقیقې نه وې تېري شوي چي بيا را نازل شو، او دا ځل يې په غوږ کي د نازبوی ګول هم ايښې دی. د راتګ سره يې خپله ژړه خولۍ پر مېز تسه کړه، زما و مخته د پوروړي غوندي ودرېدی، دواړه لاسونه يې پرډډو ايښي ؤ.. لږ وخت چپ ؤ، بيا يې راته ووئيل، خپل تانګونو دي تينګ کړه، کار ډېر دی، که ماځيګر خلاص شوې لا يې کږه کښېږده...زما پر سترګو لکه چي تياره راشي، زړه مي سياهي شروع کړه، ساه می لنډه شوه...
. خو زه يو وړانديز لرم... ما په نيم زړه ووېل ...
وايه وايه مشروټه څه تجويز دي دی؟؟.
که چيري دغه کار زه پر يواځې سر وکړم نو... ما ورته په نيم زړه ؤ وئيل
خُله دي جار سم! .. تر دې نو ښه خبره څه کېدای شي... هله لستوڼي دي را و نغاړه .. شابس. خو زما يو شرط دی؟؟ ما په عاجزي ورته ووئيل..
ته ووايه خُو! قول درسره کوم که مي خوښ شو درسره منم يې.. منم يې... معلم صاحب پر خپله لويه ګېډه لاس را تېر کړ پر تشه ګېډه يې يو ځورونکۍ ارږی را وکوښ... او د متوجه کېدو په نيت نور را نزدې سو...
نزدې وو چې سپږمې بندی کړي وې، خو دا لازم وو، چې لومړی خبره وکړم ... په تازيله مي ورته ووئيل
معلم صاب ته يې چهټۍ که کار په ما ورسېدی، سحار له خپله وروه کار وغواړه...
ړوند له خدايه څه غواړي دوې سترګې... معلم صاحب ګهړۍ ته وکتل، بيا يې د د فتر له دربچې و چپړاسي ته ږغ کړ.... جانو .. دغه زما پاسکل خو د پارکنګ څخه را وباسه لاليه ... او هغه د وښو پلنډه هم ورباندي و تړه ...هله قربان ژر کوه ... راباندي ناوخته دی، غوا اوپسونه مي شامه ولاړدي...خپله سپينه ګونځي شوې لنګوټه يې د مېز له درازه را وکښله، ټينګه يې وتړله، د نسوارو د بلی يې له جېبه را وکيښ، په ګوته يې دوه واره و ټکولو، يو لوۍ سُوغ يې پر ورغوي او بيا تر ژبې لاندي واچولو او هم دغه ډول نوموړی يوار بيا د سترګو په رپ کي ورک شو..
د معلم صاب په غيوب کي د دفتر ټوله جغرافيه لکه چي بدله شوه. د دفتر په کونج کي مي يو ګلدان تر سترګو شُو، که څه هم د بې ګوله بوټی کي لګېدلی ؤ، خو بيا هم زما د تفريح طبع لپاره ډېر کافي ؤ. شا وخوا مي و کتل د دفتر د کړکۍ و شاته تازه تازه خسيل راشنه شوي دي، سپرلی د مځکې، درختو او ونو چارچاپېر غزېدلی ؤ ،... او ليري د توت او شاتوت درختي ولاړي وې چي په منځ کښې د شفتالو درخته په ډېر رعونت سره ولاړه وه.. يو دم مي پر سترګو توره تياره شوه، ساه مي بنده شوه، دربچه مي څه ډول بنده کړه هيڅ مي نه دي ياد... پر څوکۍ کښېنستم او به زوره زوره می ساه اخيستل پېل کړه... نيم ساعت وروسته مي ساه سمه شوه...
نه معلم صاب ؤ، نه د شفتالو د عطرو لُوخړسکي او نه دهغه د مخرب الخلاق خبرې. څلور ساعته د کمپيوټر و مخته په ډېر سکون کښېنستم، کار مي بشپړه کړ، پرنټ مي ويوست او د معلم صاب پر ميز مي کښېښود... له دفتره په ډېره خوشحالي را ؤ وتلم.
معلم صاحب د خپلي دفتري وظيفې تر سنګ، د ماپښين او ماښام په منځ کي د عطرو کباټ چلوي، فالونه ګوري،او د طبابت کارهم کوي، ...د کندهاري بازار و لوۍ جمات ته مخامخ د معلم صاحب يو لوۍ تور کباټ پروت دی چي ورباندي په خط نستعليق کي يو شعر ليکلی دی ...
چي زړوُنه وړې ظلم کوې او نه درېږې اشنا زه توکل کړه عطر پوري کړه وور و لګوه
په دغه کباټ کښې د غير معياري عطرُو سره سره يو څو غميان، شل دېرش ګوتکي،دوه درې قلمان، او شپږ او وه سيکو پنج ګهړياني پرتې دي . د کباټ سره سنګ ته مشدي او ملتاني دسملُونه،واګي او ګلابتون بنډلان وډلي دي او له هغه سره سم يې و بل سنګ ته مسواک،مړغوني، خاشخاش، قمرکش، سپاندي، ترخې، ملخوزي، مړغوني، ارړې، سپېرکۍ، جواڼي او د اومانُو بولکان په يوه قطار کي ايښي دي. که څه هم د غېر معياري عطرو د خرصلاؤ په سوب يې اوس د بوۍ حس ناکاره شوی دی خو بيا هم دغه قدرتي بوټي د رنګ او خوند په حس پېژني. د معلم صاحب د بيان قوت او د واقعه نګارۍ صفت داسي دی چي هيڅوک هم ورڅخه بې خالي لاس او ډک جېب نشي تللای. که نور نه وي نو پر ګراک مسواک حتماً خرڅوي که چيري هغه مسواک لري نو بيا د تسپو پېشکس ورته کوي او که هغه هم ورسره وي نو بيا ورته وايي چي د يو مشدی دسمال که ستا پر خپله دنيا زړه نه کيږي زما له لوري يې هديه واخله، موږ غريبان يو خو خدای زړونه تر مړولوۍ راکړي دي. دغه ډول معلم صاحب ګراک په اخلاقي دام کي راګير کړي او هغه شې چي بل ځای په لس روپۍ وي معلم صاحب يې ورباندي په دېرش روپۍ خرڅ کړي. عموماً ګراک ته مارغه وايي او ځان ورته صياد ښکاري. د جمعرات او جومې په ورځ معلم صاحب له دفتره په نيمايي که و تښتي او نېغ تر خپلي ټهکانې راسي. په دغه ورځ د شا وخوا د علاقو څخه د کوئلې او کرمايټو د کانو مزدوران، جمعداران او ټهېکداران او هغه خوش رنګه هلکوان ښار ته راځي چي سترګي توري، خوله په مسواکو سره کړې، غوړي سنړي او پر تندي کلکه ژړه خولۍ يې ايښې وي. معلم صاحب هم په دغه ورځ جامې بدلوي،ږېره په خزابو رنګوي، خپل سپين پټکی د عبيدالله جان په طرز تړي، سڼې غوړوي او د شفتالو عطرو يوه بسته شيشه پر ځان خالي کوي. هغه پمپه چې ټوله اونۍ د معلم صاحب په غوږونو کي پرته وي په نن ورځ يې تقدير و برېښي او د هغه له لويو ببرو غوږو څخه آذادي و مومي. غوږونُو ته هم په نن ورځ د مينځلو توفيق ور په برخه کيږي. د کلي څخه سحار وختي راوځي، پر وياله سايکل مينځي او بيا دفتر له يواځي د حاضرۍ لګولو لپاره تشريف راوړي. هم دغه يو څو د قيقو زما پر زړه او دماغ دومره درنې تېري شي چي اظهار يې په هيڅ ګن نه شم کولی. زما بدبختي دا ده چې په دغه ورځ چې د معلم صاحب د شفتالو وږمې په ټول بلډنګ کي خوري ورې وي آخر زما دفترته راشي، له دروازې غوزي خلاصه کړي، او بيا زه زړه نا زړه ورسره په غېږ روغبړ وکړم، معلم صاحب د تيري ونۍ د ټولو ګناهونه او تېروتنو عفه وغواړي او زه يې ژر ژر معاف کړم او بيا له هغه وروسته پر خپله څوکۍ کښېني، لنګۍ پر ميږ کښېږدي، او په رنجو توري کډلني سترګي زما پر مخ ښخي کړې، يو څه زهر چاي خورا و غواړه خواستغې، آ جانو... هلکه چيري غائب سوې،... ته راسه يو ډبله چاينکه خو راوړه ستا د صاحب په خاته کي..ها هان چيري زغلې خبره خو واوره د زوی مړي زو... و چُلې والا ته وايه دودهپتي ولګوه هغه هم ډبله .. پانړي يې ډېري ... هان هلکه واوره خُو... ورته وايه معلم صاحب يط غواړي .. ورتا چې جوش ښه ورکړه او په نس کې خوږي که ... هله زما لاليه.
دغه ډول معلم صاحب د تېری ونۍ پر ټولو تېروتنو په داسي انداز کي خبره پېل کړي چي معافي غوښتلو او شرمندګۍ عنصر پکښې کم او د پېغور احساس پکښې زيات وي. ټوله چاينکه پر يوه سر تمامه کړي... چي چای ختمي شي چاينکه و ننوي او يو يو څاڅکی له چاينکي را وزبېښي. د هغه وروسته د چاينکي په نس کي باقي مانده پانړي خولې ته واچوي او له هغه وروسته په زوره کرږه کړي....هلکه .. هلکه جانکيه د غه زما والګا خو را وبا سه... لاليه.... پر سايګل سپور شي او سترګو په رپ کي ورک شي.
حکيم صاب اوس لکه خپوسکی په خوب کښې مي هم نه پرېږدي. پارون د ورځې مو ټوله ورځ خپل او حکيم صاب د برخې کار کاوه. ستړی ستومانه راغلم او د څه خوړلو څيښلو پرته پر کټ وا وښتم . يو څه د کار وجه وه خو ډېره د شفتالو د عطرو وجه وه.. ستړيا چې پر تنده او لوږه هم زوروره وي ايله يې دومري معلت راکړ چي ګوټُونه مي له پښو و ايستل... په درانه خوب وېده وم چي حکيم انجنئېر مي په خوب ليده، را پسې د شفتالو د عطرو پمبه ګرځوي او زه ورڅخه د تُو پر مُټانو بې واره تښتم، يو ځای مي ګير کړي او بيا مي تر سپږمو پوري د شفتالو د عطرو بوۍ راشي ساه مي بنده شي او خلګ راباندي ټول وي او زه مړ يم... په دې حال کښې راباندي مورکۍ ږغ وکړ.... په غېږ کښې ټينګ کړم .. کلمې يې راباندي چُوپ کړې ...په ترهېدلي انداز يې نېکان ننګول .... وۍ د څلورو کونجو وليانُو را ورسيږي.... هۍ تر خولې دي څوني لويه چيغه وختله خو زړه مي تر تلو و لوېدی... زويه د ځان غور دي وکړه... دم و چُو، طبيب و ډاکټر خدای د څه لپاره را استولي دي؟؟...
د شپې تر ډېره خوب نه راتلو، خوب له څه وو، د حکيم صاب د شفتالو عطر مي اوس هم په سپږمو کي نڅاوي کوي، لکه روې د کور په غولي راته ګډا وي کوي.
زما د صبر پېمانه خولا کله ډکه شوې وه، د پارون شپې د غور و فکره پس دې نتيجې ته ورسېدم چې په دې دفتر کښې يا به اوس زه يم يا معلم صاب او دهغه د شفتالو د عطرو شيشه او د غوږونو پمبه. د ځان سره مي جوته کړې وه چې که معلم صاحب د شفتالو د عطرو پر فضائلو لکچر راکولو ته خوله خلاصه کړه نو زمايې هم توکل پر هغه بادار چي بارانونه اوروي، بيا که ښه پېښه شوه که بده.... خو د معلم صاب سره بې سپينوم....
نن سحار له کوره په ماتو ګامونو او نيم زړه را ووتم، باسکل مي زين کړ، د فايلو ټوکرۍ مي ورباندي سمه کړه، ياالله که به دي خېر وي... د دفتر لور ته په ماتو پېډلانو سايکل رهي ؤ. نن تر نورو ورځو ناوخته ورسېدم. ټوله همکاران را رسېدلي ؤ.
څه وينم چي ټولُو همکارانو مي په غوږو کښې د شفتالو د عطرُو پمبې ايښې وي. او ټُولو په غېږ روغبړونه سره کول ، چې د معلم صاب د تعليماتو په رڼا کي ورڅخه د زړونو تر منځ لري والی ختميږي او بل دا چي د شفتالو د عطرو خوشبويي د ټول دفتر ماحول او د کار صلاحيت هم سېوا کوي. ځکه نو نوټيفيکېشن جاري شوی دی چي د آب پاشي په ټول دفتر کښې له مشره تر کشره بايد ټول د شفتالو عطر د خپلي جامې برخه جوړه کړي. ټول د حکيم صاحب له کباټه دوې دوې شيشې را نيسي او ماته اوس بس دغه پاتي دي چي له نوکري استعفا ورکړم يا دغه ټول عطري بدمعشان لحد ته واستوم.