ليک: رشيداحمد

د ليکوال د جون – جولائي ٢٠١٥ء په ګڼه (مخونه ٤٤-٤٦) کښې مې د ښاغلي عظمت هما يوه تبصره''د وزېر لور'' ولوسته او زما پکښې ډېره دلچسپي پيدا شوه. ځکه چي ښاغلي ليکوال د ډاکټر  للياس هيملټن(١٨٥٨-١٩٢٥ء) يو ناول د تبصرې لاندې رانېولی وو. ښاغلي عظمت هما په خپله تبصره کښې د دغه ناول ډېړ صفت کړی دی لکه چي په مخ ٤٦ وائي

  ''د مغربي لېکوالې د قلم نه د مشرقي پښتنې ښځې د غيرت، پت، وفادارۍ، حيا، عزت او بيا په تېره تېره د مېر منشي سره د خپل وطن ته د رسېدو د لوظ پوره کېدو او په اخره کښې د خپلې قربانۍ او د مېر منشي بې وېرې ترهې د هندوستان په لور تګ ته د ناول په شکل کښې د تحسېن  په نظر کتل يقېنا بهرنى ملکونو ته د پښتني قدرونو پېژندګلو او هم د دغې قدرونو په لار دژوند د تېرولو سبق ورکول دي.''

د دغه تبصرې  له کبله  زما په دغه ناول کښې ډېره دلچسپي پيدا شوه او د ناول په لټون کښې شوم او اخر مې په نيټ ترلاسه کړو او  بيا مې ښه په  غور سره  اولوستو. دناول د  لوستلو نه پس ډېر مايوسه شوم چي د هغې څه وجې دي. 

اول خو داچي دا ناول د پښتنو په حقله  نه دی  بلکې د يوې هزاره پيغلې قيصه ده. دپښتنو په حقله پکښې يو لفظ هم نېشته البته د امېر عبدالرحمان او د هغه د جرنېلانو او پښتنو غندنه پکښې شوې ده.په دغه ټول ناول کښې د هزاره پېغلې صفت ناول نګارې په داسې انداز کښې کړی دی چي د حقېقت ګمان پرې کيږي. د ډاکټر للياس هيملټن  ملاقات  د دغه  پيغلې سره د افغان امېر عبدالرحمان د چيف سيکتر علي محمد خان په کور کښې شوی وو او هغې ورته دغه قېصه تېره کړېوه. 

په دې ناول کښې د چيف سکتر علي محمد خان د ژوند يو څو حقېقتونه هم په ډاګه شوي دي  کوم چي زما په خيال د ښاغلي عظمت هما د نظره نه دي تېر شوي او يا ورته هغه توجه نه ده ورکړې.لکه چې

هغه د چېف سېکتر نامه سلطان محمد خان  ښودلې ده  او دمقالې تر اخره ئې دغه نامه استعمال کړې ده.

د دغه چېف سېکتر چي محترم تبصره نګار ئې سلطان محمد خان بولي وائي چي دده دوه ښځې افغانيانې وې.او نامې ئې ورله صنوبر جان او بانو ښودلي دي .

د چېف سيکتر سره د هزاره جېنۍ ګل بېګم وطن ته د بېرته بوتلو لوظ کول او هغه پوره کول

دمېر منشي يا چيف سېکتر خلاف د امېر په دربار کښې سازشونه کېدل.

په دې ناول کښې د پښتني اقدارو صفت کول.

اوس به زه ددغه تېروتنو سمونه اولېکم

په دې ناول کښې د چيف سېکتر نوم لېکوالې علي محمد خان  ښودليدی.د ناول په مخ٣٥ کله چي غلام حسېن د هغه سره په پټ ملاقات کښې د هغه د نامې پوښتنه اوکړي نو چيف سېکتر ورته وائي چي زما نامه علي محمد خان ده او زه د امېر معتمد خاص يم. دناول په پېژندګلو کښې( په مخ٤) لېکواله وائي چي ما دده نامه علي محمد خان ياده کړې ده.او هم په دغه پېژندګلو کښې لېکواله دا هم  وائي  چي ددې ناول مسوده د چاپ نه مخکښې ما چيف سېکتر ته ښودلې وه او هغه خوښه کړې وه.ددې هرڅه نه وروستو د يو تن نامه بدلول عجېبه لګي.

د علي محمد خان يعنې د امېر عبدالرحمان دغه معتمد خاص چي چيف سېکتر وو هېڅ يوه افغاني ښځه يعنې مېرمن نه لرله.د امېر دده سره د زړه بداوي يوه وجه دا هم وه. د ښځې د وفات نه وروستو ورته امېر وائي چي مونږ تاله يوه ښځه ګورو(مخ ١٥٤)خو چېف سېکتر ورته ډېر په ادب عرض اوکړو چي زه بچي لرم او نوکرانې د هغوئ خيال ساتي که چرې ما واده اوکړو نو ښځه به رانه وخت غواړي او داسې به زما په وظېفه ترسره کولو کښې خلل راشي.او امېر د دۀ دغه عذر قبول کړو.او وروستو هغه د دغه خبرې اظهار په ناول کښې بل ځائ هم کړی دی.نو ددې نه د پته لږي چي د علي محمد خان هېڅ يوه افغانه ښځه نه وه.

ګل بېګم چېف سېکتر ته دا وئيلي وي  چي زه خپل وطن ته تلل غواړم او که چېرې ته هم زما ملګرتيا اوکړې نو زه درسره کمک اوکړم.او په اخره کښې دوي تښتي خو ګل بېګم هزاره جاتو ته لاړه شي او علي محمد خان هند ته.ګل بېګم د دۀ د کمزورۍ نه فائده اخستې وي.

په هر دربار کښې سازشونه کيږي خو هوښياران چاته موقع نه ورکوي. علي محمد خان ځانله يو مېرزا (کلرک) نېولی وو چاچي د هغه رازونه نورو ته ښکاره کړل او د امېر اعتماد ئې خراب کړو.دغه شان د ګل بېګم دعويدار محمد جان هم په کابل کښې موجود وو او دهغې نه بدل اخستو ته لېواله وو. بل د مير(سيد يا پير) سره هم د ګل بېګم په سر د چېف سېکتر علي محمد خان تعلق خراب شوی وو.نو دلته سازشيانو ته موقع د علي محمد خان د بې احتياطۍ له کبله په لاس ورغله.

په دې ناول کښې هېڅ پښتني اقدار د بحث لاندې نه دي راغلي .البته د امېر ،د هغه دجرنېلانو او درباريانو په حقله پکښې سختې خبرې شوي دي.دا ناول دپښتنو په حقله بېخي  نه دی البته غندنه   ئې پکښې موندی شي.

ددغه ذکر شوو نکتو نه دا ښکاري چي محترم تبصره نګار دغه ناول  نه دی لوستلی او يا ئې په غور سره نه دی لوستلی. دغه ناول  په کال ١٩٠٠ء کښې دلندن نه خور شوی دی او ناول نګارې ورته د هزاره د جنګ قېصه وئيلې ده. غوره به وي چي مونږ ددغه ناول خلاصه دلته کښې اولولو نو حقائق به نور په ښه ډول برسيره شي .

لنډه قېصه

             د ناول قېصه داسې ده چي هزاره اولس چي د افغانستان شمال ته استوګنه لري  ځان ازاد ګڼلو او دهېڅ قسمه ټيکس ئې نه ادا کولو. امېر عبدالرحمان فيصله اوکړه چي دغه سېمې دې د حکومت د اختيار لاندې راولي. نو ددغه سېمې خلقو يوه غونډه را او بلله  چي پکښې د دې قبېلې مشر ولي محمد او دهغه د تره زوی غلام حسين چي وزېر ئې ګڼلو ، يو سيد او نورو مشرانو ګډون کولو چي د مسئلې څه حل اوباسي. ځينې کسان د جنګ په حق کښې وو او ځينې پوهه مشرانو اوئيل چي بله ښه  لار لټول  پکار دي. اخر فيصله په دې اوشوه چي د غلام حسين په مشرۍ کښې به درې تنېزه وفد لاړشي کابل ته او د امېر سره ملاقات اوکړي او څه بله لار اوباسي.

غلام حسين چي کابل ته لاړ او د امېر سره ئې ملاقاتونه اوشول  نو هغه  ورته  صفا اوئيل چي تاسو فرمانبرداره شۍ ټېکس اد کوۍ او کنه وي نو ديخنۍ موسم د ختمېدو سره به  لښکر دراورسي. غلام حسين د ملګرونه پټ په پټه يو خط امېر ته اولېکلو چي په خلوت  کښې ورسره ملاقات اوکړى. دهغه دغه خواست په  اومنلو او د ده ملاقات د چيف سېکرټري سره اوشو.هلته ورته چيف سېکتر اوئيل چي تاسو هزاره په افغانستان يرغلګرو د افغانستان ځمکه اباد کړي يې.او همېشه ئې د دوي خلاف استعما ل کړى يۍ. اوس ستاسو سره بله لار نېشته که حکومت او منۍ او ټېکسونه ادا کوۍ.مونږ به دغه ټېکسونه ستاسو دترقۍ دپاره په کار راولو.غلام حسين چېف سېکتر ته خپل خيالات اوئيل ولې هغه ورته صفا خبره اوکړه چي که سر مو تسلېم نکړو نو بيا خپلې تباهۍ ته تيار شئ.دغه وفد بيرته لاړ.

د غلام حسين يوه لور وه ګل بېګم. چي ډېېره ښائسته او قابله وه ،په ونه دنګه ،په اوګوکښې پلنه  او  غټې غټې سترګې يې وې.پلار پرې تعلېم هم کړی وو.د نورو هزاره جينکو نه دا په فرق ښائسته وه او په ټولو هزاره کښې ئې نو خور وو.رشتې ورله هم ډېرې راغلې وې ولې دپلار ئې دا خيال وو چي که د باميان د والي زوی،يا د امېر زوی ئې اوغواړي نو داسې  مو قام محفوظ شي او يو قسم سودا به اوکړو. د ګل بېګم دپاره د ګاونډي کلي د    محمد جان   رشته هم راغلې وه .محمد جان يو کاروباري سړی وو او د مال خاوند وو.په  کابل کښې يې تعلقات هم لرل.ولې غلام حسين ورته انکار کړی وو. او اوس دهغه سره که څه هم فکر وو نو هغه  د يوې ګل بېګم  وۀ.

څنګه چي ژمی په تېرېدو شۀ نو هزارۀ ته د امېر د يو جرنېل فرهاد شاه استاذی راغلو. او ورته ئې اووئيل چي تسلېم کيږئ او که جنګ کوئ. ددې سره سره هغه دوي ته د ګل بېګم دپاره هم اووئيل چي ما دهغې ډېر صفت اورېدلی دی .دا به هم ماته راواستوئ. ددې خبرې سره ټول هزاره په غم کښې شول چي اوس څه اوکړو.ولي محمد ورته او وئيل چي ښه به دا وي چي ګل بېګم ور واستوو. ولې غلام حسين دې خبرې ته چرته هم تيار نه وو.هغه يو کار اوکړو،  هغه دا چي ګل بېګم يې د بل ګاونډي کلي محمد جان کره د استولو اراده اوکړه. او ددې دپاره ئې هغه ته يوه زنانه ور وليږله چي يو ټوپک،ګډه او قيمتي ريښمېن ټوکي يعنې کپړې به ورکړم  او په بدل کښې به زما د لور حفاظت کوې. چي داسې د فرهاد شاه نه خلاص شو.محمد جان  راضي شي ځکه چي هغه دنور څه  طمع هم کوي. داسې ګل بېګم د محمد جان کور ته بل کلي ته لاړه شي.

غلام حسين او نور هزاره خلق غرونو ته اوتښتي. او کله چي د دوي کلي ته د فرهاد شاه  درې لښکريان راشي نو دوي  ورسره بد سلوکښې  اوکړى او هغه يو عسکر ترېنه  مړ کړي او نور دوه اوتښتي. او دارنګه فرهاد شاه د دوي  په کلي حمله اوکړي کلي ورله تاله ترغه کړي.

هلته ګل بېګم د محمد جان په کور کښې اول خو ښه  وي ولې  څه ورځې وروستو ورسره د کور دخلقو رويه بدله شي او هغه د دغه کوره خپل کلي ته  بيرته اوتښتي. هلته ئې پلار هم راشي او په دغه شپه پرې د فرهاد شا ه لښکريان چاپه اولګوي. غلام حسين د ګل بېګم  په وينا د کوره پټ اوځي او لښکريان دوي ټول اونېسي، جنګي قېديان ئې کړي. کله چي دوي کيمپ ته اورسي نو هلته يو کمانډر وائي چي ګل بېګم ماله راولئ  نو دا ورته وائي چي تاسو خو ما بوځئ ولې فرهاد شاه زما لاس غوښتلي وو  .هغه کمانډر ورته وائي چي ته فرهاد شاه پېژنې هغه خو يګ دی يګ  ماته به دې کړي .اوبيا ئې  هغه د فرهاد شاه باغ  ته اولېږي.

کله چي دوي د فرهاد شاه باغ او کور اوېني نو ورته معلومه شي چي دا خو جنت دی. هلته ورو ورو ګل بېګم د فرهاد شاه مشرې ښځې ته ځان اورسوي او هغې ته وائي چي ما چرته اولېږه که فرهاد شاه زه اوليدم نو بيا ګرانه ده که ته خپل مقام او حيثيت په ځای او ساتې.د فرهاد شاه ښځه هم د دغه ويرې ګل بېګم دکوره اوباسي او مزدوره ىې اولګوي  او کله چي فرهاد شاه  راشي نو هغه ورته د هغې ډېر بد او وائې او هغه دې ته جوړشي چي ګل بېګم  او دهغې ملګرې د کابل جېل ته واستوي . 

د کابل امېر يوه ورځ خپل چيف سېکتر ته د وينځو نېولو اجازت ورکړي او ورته وائي چي د زندان (جېل)  نه ځانله انتخاب اوکړه. چيف سېکتر ګل بېګم ،دهغې مور، ترله  او تندار بوځي. يوه ښځه هغه په جلال اباد کښې يو پېر  ته چي دوي ورته  مېر  وائي ور اوليږي. ځکه چي د هغه سره يې لوظ کړی وي چي يوه مزدوره به درواستوم. څه ورځې وروستو چيف سېکتر علي محمد خان ته خپله  ښځه د ګل بېګم شکايت کوي چي سخا ده، صفا ئي نه کوي بس خوري او خؤب کوي.  چيف سېکتر ورته وائي چي که ښه  مزدوره نه وي نو يوه ښه ښځه به اوخىژي. مېر صيب ته به ئې ورکړو د هغه ښځه به شي.

خو کله چي مېرصيب د ده نه دغه جينۍ اوغواړي نو هغه ورته وائي چي ته د خپل عمر سره سمه ښځه اوکړه دا پهلوانه ده ،زوروره ده او صحت منده ده.مېر صيب هم ضد اونېسي چي هم دغه جېنئ به راکوې. خېر چيف سېکتر د مير صيب او ګل بېګم  ملاقات اوکړي . ګل بېګم مېر صيب ته انکار اوکړي. مېرصيب خفه شي.

بل اړخ ته يوه ورځ د ګل بېګم مور په څه کار پسې بهر وتلې وي چي محمد جان اوويني او ملاقات ئې اوشي.او ورته اووائي چي زه دلته يم او د ګل بېګم څه د مړ ژوندي خير خبر نه لرم.

  چيف سېکتر علي محمد خان څوک چي د هند نه راغلی وي او د امېر عبدالرحمان معتمد خاص وي. د استخباراتي محکمې مشروي او هم د امېر  چيف سېکتر وي. امېر  پرې ډېر زيات مهربانه وي. هم له دې کبله ورسره د خلقو رقابت هم  زيات وي.او د ډېرو دده په کرسۍ نظر وي. دده خلاف سازشونه هم کوي. کله چي ددې چيف سېکتر ښځه مړه شي نو دی د هغې قبرته ډېر ځي راځي. درې مياشتې چي تېرې شي نو امېر ورته وائي چي دلته يوه افغانه ښځه اوکړه چي دکور خيال دې ساتي. په دربار کښې په دې خبره ټوقې ټقالې هم اوشي.ولې علي محمد خان امېرته ډېر په ادب عرض اوکړو چي زما بچي شته او مزدورانې او وينځې د هغوئ او زما خدمت کوي. که ښځه مې اوکړه نو هغه به زمانه وخت غواړي  او داسې به زما په وظيفه ترسره کولو کښې خلل راشي.امېر دده عذر قبول کړي.او خاموش شي.

د چيف سېکتر علي محمد خان  ورور د ده ليدو دپاره  کابل ته راشي. هغه ده ته بلنه ورکوي چي راځه چټي واخله او وطن ته بيرته ستنېږو. چيف سېکتر ورسره راضي نه شي .په دغه وروځو کښې چي سېکتر د کار د زياتوالي او بوج  له کبله يو مېرزا (کلرک)  اونېسي چي کار ورسره کوي. هغه ته په قران قسم ورکړي چي د  راز خبرې به چا ته  نه  وائې. اول خو ښه وي ولې وروستو مسئلې شروع شي چي ورځ تر ورځه ورانېږي.او دغه يوه ورځ د پوليس مشر امېر ته خبر ورکړي  چي مونږ يو کاغذ د چانه بر امد کړی دی چي د امېر خاص خط دی او چيف سېکتر د فرنګ سفارتخانې ته استولو او داسې پرې د  فرنګيانو دجاسوس الزام اولګوي. 

چيف سېکتر ډېر زهېر وي او ګل بېګم ته وائي چي زما بدې ورځې راغلې.نو ګل بېګم ورته وائي چي که زما منې نو ځه  چي ځو او له دې ځايه اوتښتو. په دې دوران کښې چيف سېکتر ته اصلي کاغذ په لاس ورشي او هغه د امېر  نه وخت اوغواړي او  هغه کاغذ هغه ته په لاس کښې ورکړي.  امېر دغه کاغذ اوپېژني  په هغه اعتماد بحال کړى.او تسلي ورته ورکړي.خو د هغه  په ذصهن کښې د دغه  خط د نقل په حقله  وسوسې سر راپورته کوي چه دغه نقل چا او څنګه تيار کړو .ځکه چي دغه خط چيف سېکتر ته امېر صيب په خپل لاس ورکړی وو.

اوس په دربار کښې نور هم سازشونه کېدل. د دوي دهغه پټ ملاقات حال هم خلقو ته معلوم شو او نور هم څه رازونه څرګند شول .او اوس  چيف سېکتر هم خطره محسوسوله نو دګل بېګم سره يې پټ په پټه منصوبه جوړه کړه او د زيارتونو په بهانه په سفر روان شو کله چي دهزاره سېمې ته نزدې شول نو د غره په لېدو ګل بېګم اووئيل چي مونږ ازاد وطن  ته  را ورسېدو  نو چيف ورته  اوئيل  چي دا اوس ازاده علاقه نه ده پاتې. دا اوس د افغانستان حصه ده. خو ګل بېګم ورته وائي چي هرڅه چي دي  زما زړه خوشحاله دی دغه غرونه زمونګ د ازاد وطن دي. په دغه سېمه کښې په دوي يو حمله هم او شي او ګل بېګم پکښې ژوبل شي . له دغه ځايه چيف سېکتر د هند په طرف په تندئ سره روان شو.

تبصره

دلته په دې ناول د اوږدې تبصرې نه زه څنګ کوم. صرف دومره به اووايم چي دغه قيصه چي تاسو اولوستله  په دې کښې پښتني اقدار چرته دي. نه پکښې د اقدارو ذکر شته او نه څه کردار. ډاکټر  للياس هيملټن ګل بېګم خپله هېروئين يوه ډېره د اوچتو اخلاقو مېرمن، ډېره ځېرکه او هوښياره ښودلې ده. پښتانه په کښې د يرغلګرو او ظالمانو په ډول ښودلي دي. ډاکټرللياس هيملټن  په اورېدو زياته اکتفا کړې ده او خپلې مشاهدې او ليدلي کتلي ئې ډېر کم ذکر کړي دي ګو که هغې د علي محمد خان په حقله څه تبصرې کړي دي او دا مېرمن  وائي چي ما خپل ليدلي کتلي زيات بيان کړي دي

دا ناول د تاريخي اسنادو سره څېړلو ته اړتيا لري. نو داسې به ددې د تاريخي مقام تعين اوشي.ددې ناول په دري ژبه ترجمه خو شوېده ولې پښتو ته چا نه دی را اړولی او نه ئې چا ذکر کړی دی.په دې د پښتنو خاموشي هم هڅې نه ده.دغه ناول کښې چي کوم کس د چيف سيکتر په نامه ياد شوی دی  او ښاغلی عظمت هما وائي چي دغه د فيض احمد فيض پلار وو. نو دغه خبره کښې به شک نه وي. ولې د هغه يوه ښځه هم افغانه يا پښتنه نه وه. او هم پدې وجه په هغه د امېر صيب او نورو درباريانو شک وو.  بل دا چي سلطان محمد خان د کابل نه په دې وجه تېښته کړې وه چي د ناول نګارې مطابق هغه د امېر صيب راز نه وو ساتلی او هغه په يوه لويه عهده ناست وو. او دا توقع ترې کېدله چي راز به هم ساتي او وفادار به هم وي. هم دغه وجه وه چي هغه شپه په شپه د کابل نه تېښته اوکړه.  ځكه چي هغه يو خو چيف سېكتر وو او بل د خصوصي محكمې مشر وو دكومې دپاره چي هغه ځان ډېر مناسب سړی چابت نه كړی شو. او سازشيانو ته يې هم موقع په لاس وركړه.

غوره به وي چي مونږ كوم داسې كتابونه څېړو چي هغه زمونږ د ملي تارېخ سره اړېكي لري د احتياط نه كار واخلو. 

 

FaLang translation system by Faboba