زړګی عليخېل

د هغې سترګي له ډېره ژړا سرې اوښتې وې. نازک شونډان يې وچ او پترۍ نيولي وې. لاسونه يې خدای خبر چي کله وينځلي وو. داسي خيرن چي پر سپينو سپينو لاسو يې د خيرو څرمن معلومېدو. وېښتان يې له ګرده او له خسه ډک وو. پښې يې چاودلي لکه يو چاچي په چاړه ور پرې کړي وي. له ډېره ژړا يې غږ ناست ؤ. هغۀ د حالاتو ستم په مخ مخ وهلې وه. له ورايه ښکارېده چي د انسان د نامه څه وېرېده. هغه د نرينه درندګۍ ښکار شوې وه.

زموږ ټولنه ؟ هغه ټولنه چي د چا عزت پکښې نۀ وي خوندي ؟ دا نۀ ګوري دا د چا لور د چا خور ده. د دې به هم د ښه باعزته سباوون ارمان وي. زموږ ټولنه......... بې حسه ټولنه......... ظالمه ټولنه.......... د سياه سرو د عزت د ښمنه ټولنه........  تا د هغې سترګي نۀ اوليدې ؟ څومره خوفزده وې.

د پوليس اسټېشن په يوه کوټه کښې خوفزده ناسته ........ څومره کرب ؤ په هغو سترګو کښې....... د هر نارينه نه خوفزده وه.......... خود به خوفزده وه.......... د هغې سره د ټولني د يوه شريف خاندان يو ځناور نارينه جنسي زيادتي کړې وه........ د هغې قصور دا ؤ چي هغې خېر غوښت.......... د غربت ځپلې ....... د هغه انسان  د زيادتی په دام کښې راګېره شوې وه کوم څوک چي د شپږو لمسيانو خاوند ؤ. د شپېته کلو نه يې عمر تېر ؤ. دۀ د ظلم او حوس انتها کړې وه. دی د هيڅ معافي لائق نۀ ؤ. خو تهاڼه دار دۀ ته ښه کولچې او چای ايښي وې. د دۀ په لاس کښې د چای پياله او په دا بل لاس کښي سګرېټ ؤ. دۀ به د سګرېټ په کش کښې کله کله د دې خوا ته په داسي مسکا کښې وکتل لکه دی چي و دې ته وائي چي څنګه شوې ؟ که تا نارې او چغي نه وای کړي نو نن به په تهاڼه کښې نۀ بلکه زما په کور کښې ناسته وې. هر ارمان به دي پوره وای، خو تۀ ، تۀ بالکل جاهله يې. تا د ژوند خوندونه څۀ ليدلي دي.

شانتي، اته کلنه شانتي، چي د نرينه حوس ښکار شوې وه ، داسي ناسته وه لکه چي د هغې هر څه هرڅه لوټ شوي وي. واقعي د هغې هر څه لوټ شوي وو. د هغې هغه عزت لوټ شوی ؤ په کوم عزت چي د يوې زناني وقار قائم وي. هغه عزت چي د وروڼو او پلار شمله وي......... د مور ټکری وي........ دا ټول دې بائللی ؤ، او د دې سره سره په دې باندي يو تور هم لګېدلی ؤ چي هغه د غلا ؤ.

د نن سهار کيسه ده. شانتي زموږ په کوڅه کښې خېر غوښت. د هغې دوه وروڼه يو شپږ کلن او بل دوه کلن نن د دې سره نۀ وو. د شانتي مور نن ناروغه وه. د شانتي ماما هغه خپل کورته بېولې وه. شانتي او د هغې پلار هغه هم په پښو ګوډ يوازي په کور کښې وو. دا سهار د کوره را روانه شوه او سيدها زموږ کوڅې ته راغله. خېر غوښتنه دې صرف د زيارت په ورځ کوله، دا نوري ورځي به دا په کور کښې د پلار په خدمت کښې وه. شپږ ورځي به د دې مور خېر غوښتو او يوه ورځ به دې هغه هم د زيارت په ورځ. نن د زيارت ورځ نۀ وه، دا خېر غوښتلو ته راوتلې وه، کله چي دا زموږ کوڅې ته راغله نو د کوڅې په سر کښي د سېټهـ محبوب کور ته ورغله. له بده مرغه د سېټهـ په کور کښې پرته له سېټهـه بل هيڅوک هم نۀ ؤ. دې د کور دروازه وټکوله او خېر يې ترې وغوښتو. په ځواب کښي سېټهـ له کوره را ووت، هغه دې ته وويل چي راشه زموږ د کور کچرې لري په ډېران وغورځوه نو به پنځه روپۍ درکړم. شانتي د پنځو روپو په لالچ کښې دننه کور ته ورغله. سېټهـ ورته وويل چي کچرې دننه په کوټه کښې پرتې دي، شانتي هم سمه کوټې ته ننوته.  دا څه خبره وه چي د انسان په بڼه يو ځناور حوس ګير د دې په نازک ماشوم بدن د ظلم او زيادتی سترګي نېغي نيولي دي. څه چي په کوټه کښې د شانتي سره اوشو هغه د بيانولو نۀ دی.

 شانتي په ژړا د سېټهـ د کور نه راووته. لږ ساعت پس سېټهـ هم د کوره پسې را ووتو.هغه شانتي زر ګېره کړه، او د لاسه يې ټينګه ونيوله، او سيدها يې د علاقې و تهاڼې ته بوتله. هلته سېټهـ د شانتي خلاف د غلا کولو پرچه کاټ کړه. شانتي نۀ پوهېده چي څۀ کيسه روانه ده، نۀ د شانتي د کور خلګ په دې خبر ؤ چي شانتي دا وخت د کوم حالاتو سره مخامخ ده. 

يو پوليس عسکر د اوبو ګلاس په لاس کښي شانتي ته راغی،

هان دا واخله، دا اوبه اوچښه.

شانتي چي کله و ګلاس ته وکتل نو په وجود کښې يې ساه راغله. زر يې د اوبو ګلاس د پوليس عسکر نه واخست او په سر يي پورته کړو. اوبه نيمي د دې تر حلقه او نيمي د دې تر خولې په ګرېوان کښې رواني وې. د اوبو ګلاس تش شو، په شانتي کښې ساه راغله، هغې شاوخوا وکتل، په کوټه کښې په يوه چوکۍ چي و مخ ته يې لوی ميز پروت ؤ يو غټ پوليس والا ناست ؤ. د دې په څنګ کښې بل پوليس والا کوم چي دې ته يې اوبه راوړي وې ولاړ ؤ، او ميز ته مخامخ په چوکۍ هغه ظالم سېټهـ ناست ؤ کوم چا چي د دې ماشومي عزت تار تار کړی ؤ. کوم پوليس والا چي دې ته اوبه راوړي وې هغه اوس تللی ؤ. په کوټه کښې صرف غټ پوليس والا  چي برېتونه يې تر خولې هم تېر ؤ او بل سېټهـ په خپله ګپه او خندا بوخت ناست وو. دې چي د دروازې خوا ته وکتل نو يې د دباندي خلاصه دروازه په سترګو شوه. دې ناببره د دروازې خوا ته منډه کړه. کله چي دا د کوټې څخه ووته نو غټ پوليس والا ورته پام شو. هغه چغي کړې او د خپلي چوکۍ څخه پسې ور پورته شو. 

الکه جينۍ ولاړه....... هله وېنيسۍ..... وېنيسۍ.

دباندي د تهاڼې څه د يو "درام" اواز راغی. غټ پوليس واله او ابل عسکر چي کله دباندي ورسېدو نو چي کتل يې جينۍ د ګاډۍ لاندي راغلې وه. د هغې نيم وجود بالکل د ګاډۍ د ټېر لاندي راغلی ؤ. په ځمکه سرې ويني پرتې وې. د دې په مخ هغه ژړا نۀ وه کومه چي دې لږ ساعت مخ کښي وه. اوس د دې په مخ خوف ، کرب هيڅ يو شی نۀ ؤ چي دا دي مظلومه ښکاره کړي. په ډېر خواږه خوب، په مسکا شانتي د دې ظالمي ټولني په تور څادر کښي پټ د تور مخ سپين حقيقت د ځان سره يوړو. 

سېټهـ هم د تهاڼې څخه دباندي راووتی، پوليس والا د ګاډۍ ډرائيور نيولی ؤ. خدای خبر چا د شانتي ماما او مور خبر کړي ؤ چي شانتي په تهاڼه کښې ده. هغوی هم راغلل چي کتل يې شانتي په وينو لړلې په ابدي خوب ويده ده. د شانتي مور چي دا وکتل نو سم د لاسه بې سوده شوه. ډرائيور چغي وهلې چي ما دا نۀ ده ليدلې. زۀ نۀ يم خبر چي دا څنګه د ګاډۍ مخي ته راغله. سېټهـ هم د دې موقع څخه ګټه تر لاسه کړه او غټ پوليس والا ته يې وويل چي تهاڼه دار صاحب ! بوزه دا ظالم ډرائيور او په حوالات کښې يې بندکړه. زۀ ګورم چي شانتي ته څنګه انصاف نۀ تر لاسه کېږي.



 

FaLang translation system by Faboba