ذهين آفريدي

ډاکټر قمر چي ټېسټونو ته ښۀ په غور سره وکتل نو ايکسرې ئې وار په وار بره د بلب رڼا ته وچتي په دواړه لاسه ونيوې خو چي تسلي ئې وشوه نو ټول ټېسټونه او ايکسرې ئې په يوې لفافې کښې واچولې. چشمې ئې راکوزې کړې چې بېخي د پوزې سر ته ئې راغلې وې او ايله په بهانه ايسارې وې. يوه ستره ساه ئې واخيسته. په مېز پروت د شېشې ګلاس نه ئې يو ګوټ اوبه وڅښلې مرۍ ئې تازه کړه او سترګې ئې د زرشاد په لور راپورته کړې. زرشاد چې د يوې شېبې نه د ډاکټر په لور د اميد نه ډکي سترګي نيولې وې په کرسۍ کښې د احترام نه رانيغ شو او د ډاکټر صېب خلې ته ډېر په ناقلارې سره ځېر  شو.

" تاسو ډېر وخت ضائع کړی دی بيماري په آخري سټېج کښې ده خبره د دارو درملو نه وتې ده د اپرېشن نه بغير نۀ کېږي. زمونږ سره وخت کم دی ټېومر ورځ په ورځ غټېږي که زر ئې د مازغو نه ونۀ ويستی شي نو بايد چي مريض د کوم حس يا ټولو حواسو نه محرومه شي او خدای مه که ژوند ته ئې هم خطره ده. د بيمارۍ نوعيت ډېر نازک دی." 

زرشاد چې د ډاکټر صېب خبره واورېده نو رنګ ئې تک زېړ وتښتېدو مرۍ ئې وچه شوه.يوې شېبې ته خو بېخي داسې دم خود شو لکه د پښو نه ئې ساه ختلې وي څۀ ئې وئيل غوښتل خو مرۍ ئې ګنډه شوه خو چې ډاکټر ورته بيا ووې چې وخت ډېر کم دی د اپرېشن تياري چې څومره زر وشي نو ښه به وي.نو زرشاد څۀ په زوره زوره لاړې تېرې کړې "ډاکټر صېب بس چي هر څنګه وي خو چې زما "فراز" بچ شي زما هم دا يو بچی دی. خو زۀ يو معمولي د پرائيوټ سکول ټيچر يم زما ډېر حيثيت نيشته په اپرېشن به څومره خرچه راځي؟

هممممم ډاکټر صېب په ټېبل پروت موبائل په ټېبل داسې تاؤ کړۀ لکه په څۀ حساب کتاب سوچ کوي او په لاس ئې د قلم بټن درې څلور ځله بند او خلاص کړۀ. د يوې شېبې خاموشۍ نه پس ئې ووې " کم از کم دوه لکه روپۍ........

دوه لکه.........؟ دوه لکه خو ډيرې زياتي دي ډاکټر صېب زما سره خو دغه شپږ زره روپۍ دي بس.... دا مې هم پرون د يو ملګري نه قرض راخېستې دي شل زره وې نوري په دې ټېسټونو او ايکسرو لاړې دغه پاتي دي بس......او په سترګو کښې ئې رڼې رڼې سپينې اوښکي ډنډ شوې...

يره زۀ ستا په حال پوهيږم خو زۀ خپله مجبوره يم دا د هسپتال د اپریشن تيټر وغيره خرچه ده زۀ په دې کښې هيڅ نۀ شم کولی.که سرکاري هسپتال کښې دې څوک وي نو کېدی شي څۀ چل درته وکړي خو دومره وخت نيشته هلته به دې کم از کم لس ورځې په نمبر راتلو لګي خو مونږ سره زياتې نه زياتې درې ورځې دي.

"نه نه زه به څۀ چل وکړم زۀ د خپل فراز ژوند په داؤ نشم لګولی زۀ ځم د پيسو غم کوم" او زرشاد په منډه منډه د هسپتال ګېټ ته راووتو هغه د ټېسټونو ايکسرو لفافه په لاس د بسونو په سټاپ ودريدو.لا يوه شېبه هم نه وه تيره خو د زرشاد  د صبر ساه داسې رالنډه شوه لکه د يوې مودې نه د بس په انتظار ولاړ وي په آخري ځل ئې هغه ګټ پېر ته وکتل د کوم طرف نه چې ګاډي راتاويدۀ خو چې د خپلې علاقې بس ئې په نظر را نۀ غلو نو په منډه يوې خوا ته ولاړې رکشې ته وراغلو د پيسو تپوس ئې هم ترې ونکړو او شاته سيټ کښې کيناستو وې استاد په تادۍ کښې يم ايمرجنسي ده تر  غريب اباد مې يوسه.......

يو ساده زوړ خيرن غوندې موبائل ئې راوويستو او په لاره ئې شپږو پنځو کسانو ته ټيلفونونه وکړل خو په دومره ګرانه ګرانۍ کښې چا سره دومره پيسې وي! او که د چا سره وي هم نو هر څوک دا سوچ کوي چې يو پرائيوټ د سکول استاد په خپلې تنخواه کښې خپل ځان نۀ شي ساتلی نو قرضونه به څنګه خلاصوي؟

د زرشاد چې د کومو ملګرو او رشته دارو نه ډيره طمه وه هغوي ټولو ته ئې زارې منتونه وکړل او باور ئې ورکړو چې ډېر زر به خپلې پيسې واپس ورکړي خو هر چا ورته څه نه څه عذر پيش کړو او زرشاد د ډيره سوخته يو اوږد اسويلی وکړو او په اول ځل ورته محسوسه شوه چې په دې ښار کښې د هر چا په ځان ده هر څو که هغۀ دا خبره د ډیرو کسانو نه مخکښې هم اوريدلې وه خو په مطلب ئې نۀ وۀ پوهه خو نن  چې په خپله پرې راغله نو ښه په زور زير پرې پوهه شو.

زرشاد چې په کور رادننه شو. نو د کور په برانډه کښې فراز د مور په غيږ کښې د ململ په لوپټه کلک سر تړلی زيړ زبېخښلی پروت وۀ نری نری فرياد ئې کولو شونډو ئې وچ پوټکي نيولي وو سترګې ئې پټې وې مور ورته ورو ورو سر زور کولو  ګونګه سنګه ناسته وه سترګې ئې داسې سرې وې لکه د ټول وجود وينه ئې سترګو ته راټوله شوې وي. سپينې اوښکې ئې په سرو سرو اننګو لکه ملغلرې رابهيدلې او د خپل تنکي بچي په زيړ زبېخښلي مخ کښې داسې ورکه وه چې د زرشاد په راتلو هډو پوهه نۀ شوه او زرشاد هم ورته يو شيبه غلی ودريدۀ سترګې ئې د لاس په څټ پاکې کړې لاړه ئې څۀ په زور زبردستۍ تېره کړه او د فراز خواته ورغلو په سر ئې ورته د شفقت لاس راښکلو او بيا د کوټې په لور روان شو اول ئې ټول صندوقونه د کوټې په مينځ کښې تار تار څټ په مخ وړاول بيا ئې المارۍ پرانيسته جامې لتې ئې ټولې ترې کټ ته راګوزار کړې لکه کوم قيمتي څيز لټوي خو د يوې ماتې ګهړۍ، يوې جوړې د زنانه څپلۍ، يو زوړ سوليدلی مات د چشمو پريم، يو د موبائل چارجر چې د تار نه ئې ځائې په ځائې ټيپ تاؤ شوی وۀ نه سېوا  نور هيڅ په لاس ور نۀ  رغلل نو په سترګو ئې د مايوسۍ توره لړه خوره شوه ذهن ئې بيخي شل شو په دواړه لاسه ئې سر ونيوۀ د کوټې په يو ګټ کښې په زمکه کيناستو او لکه ماشوم داسې په بړق بړق په ژړا شو چې د اوښکو دارې ئې تر لمنې ورسېدې.

د سائرې چې زوږ تر غوږو شو نو په منډه منډه کوټې ته راغله د سر نه ئې لوپټه راکوزه کړه د زرشاد سره خواکښې کيناسته اوښکې ئې ورته په لوپټه پاکې کړې او زرشاد ئې په خپلې غيږې کښې ټينګ ونيوه هر څو ئې که خپلو اوښکو وار نۀ کولو خو بيا ئې هم زړۀ کلک کړۀ او ورو غوندې ئې د زرشاد  تندی ښکل کړو  او په ژړه غوني اواز ئې ترې تپوس وکړۀ چې ډاکټر درته څۀ وې زما فراز به ښۀ شي که نه؟

هو ډاکټر وې ښۀ به شي خو .....

خو څۀ؟ وايه کنه ....ډاکټر نور څۀ وې؟

ډاکټر وې اپريشن به کول غواړي او دوه لکه روپۍ به لګي.

دوه لکه ..... دومره پېسې به د کومې راځې.......؟هغه زما د غوږونو والۍ او اميل مو هم خرڅ کړی دی........ يه سړيه که هر څنګه وي څۀ وکه........ زۀ به د خپل فراز جدائې برداشت نۀ کړی شم....... زما خو به زړۀ وچوي“ زۀ خو به مړۀ شم ......زۀ نوره په هيڅ نۀ پوهيږم زما نه زما فراز جدا نۀ کړې بس....او سائرې نور هم زرشاد په خپلې غيږې کښې جخت ونيوۀ او سپينې رڼې اوښکې ئې په سرو سرو اننګو راماتې شوې.

زرشاد ورو غوندې د سائرې د غيږې نه راپاڅېدو او بهر لاړو ... د ماښام بانګونه کېدل او زرشاد د ښار په کوڅو کښې اوتر اوتر کله د يو کور دروازه ټکوله کله د بل.خو چې د هرې خوا نه مايوسه شو نو ځوړند سر کور ته روان شو.

زرشاد د سحر راسې هيڅ خولې ته نۀ وو تېر کړي او د سائرې هم ورته ښه پته وه چې هغې به هم څۀ نۀ وي خوړلي او لوږه داسې ظالم څيز دی که په سړي هر څومره سخته وي او که هر څو په غم کښې ترې هر څۀ هير شوي وي خو لوږه ورته ضرور د خپل شدت احساس ورکوي.زرشاد ته هم لوږې په وجود پنجې ښخې کړې وې نو د يو تنور خوا ته وراغلو او څلور ډوډۍ ئې په اخبار کښې نغاړلې کور ته راوړې. سائرې د زرشاد د لاس نه ډوډۍ واخيستې او داسې د اميد نه ډکې سترګې ئې ورپورته کړې لکه تپوس ترې کوي چې د پيسو څۀ بندوبست وشو که نه؟ خو چې زرشاد ترې سترګې ټيټې کړې نو هغه پوهه شوه او هډو د ښۀ بد څۀ تپوس ئې ترې و نکړو.

سائرې په شکور کښې ډوډۍ هغه د اخبار د ټوټې د پاسه کيښوده او زرشاد چې نوړۍ راماتوله نو د اخبار په هغه ټوټه ئې نظر شو نوړۍ ئې نيم کښې پريښوده د اخبار ټوټه ئې راوچته کړه او چې ښۀ په غور ورته ځير شو نو په سترګو کښې ئې د يو نوي اميد داسې ډيوې په ځليدو شوې لکه نمر په ائېنې کښې ځلېږي.زړۀ ئې داسې خوشحاله شو لکه چا ورته د دوو لکو په ځائې څلور لکه روپۍ په جولۍ کښې اچولې وي.موبائل ئې راوېستو سائره ئې اريانه دريانه په کټ کښې پريښوده او په چاخو چاخو قدمونو بهر روان شو.کوڅه کښې ئې چا سره په ټېلېفون يو ساعت خبرې وکړې او بېرته کور ته راغلو او سائرې ته ئې زيری ورکړو چې د پېسو بندوبست وشو هغه هم دومره خوشحاله شوه چې هډو تپوس ئې ونکړو چې څنګه او چرته!!!!!.  لوږه د دواړو نه يو ځل بيا هيره شوه او دواړو اودس وکړو او د شکرانې دوه دوه رکعته مونځ ئې ادا کړو .......

زرشاد څۀ ويښه، اودۀ شپه تېره کړه او سحر وختي ئې سائرې ته ووې چې زۀ ځم پېسو پسې، خو کيدی شي لږ ناوخته شي تۀ د فراز خيال ساته او بهر روان شو، رکشه کښې کيناستو او د ښار د يو لوئې هسپتال په لور روان شو .......چې د مازيګر نمر په غرغره شو او زرشاد را نغلو نو د سائرې سره ويره شوه او د فراز طبيعت هم د يو ساعت نه بل ته خرابيدو او اوس خو ئې دا حال وۀ چې د فرياد په ځائې ئې صرف ډوبه ډوبه ساه اخستله او سائرې ساعت په ساعت دروازې ته کتل شپه پخه شوه او بيا پسې د سحر نمر هم راوختو خو د زرشاد څۀ اته پته نۀ وه او د فراز د لاس نه ورو په ورو د ژوند پړی خلاصېدو.

زرشاد د ماسپېښين درې بجې کور ته په داسې حال کښې راننوتو چې په ګڅ لاس ئې تشی ټينګ نيولی وۀ غږ ئې وکړو چې سائرې!! وۀ سائرې!!! خو سائرې هيڅ غږ غوږ ورته ونکړو او زرشاد چې برانډې ته ورڅرګند شو نو سائره د فراز سر ته ګونګه سنګه ناسته وه د فراز سر ئې په غيږه کښې ايښی وه سترګې ئې تکې سرې وې خو چرته لرې لرې هم په کښې د اوښکو څۀ اثار نۀ بريښدل. سپورې وچې شونډې ئې بې واره رپېدې.

زرشاد اريان دريان ودريدۀ او چې د فراز د پښو ګوتو ته ئې خيال شو نو د ململ په رنجې ئې کټې ګوتې خپلو کښې تړلې وې او چې پورته ئې د فراز مخ ته وکتل نو بيخي زيړ زبېښلی پروت وۀ او زنه ئې په سپين رومال تړلی وه.

په زرشاد داسې سترګې تورې شوې چې په ځان پوهه هم نۀ شو او په زمکه راګوزار شو. د ترخ نه ئې تيلۍ پريوته د زرو زرو شنۀ نوټونه چار چاپيرۀ خوارۀ وارۀ شوو او د تشې د تاند څيرلې پرهر نه ئې داسې سرې وينې روانې شوې لکه د فراز د ژوند په خاطر ئې خپل نيم ژوند خرڅ کړی وي.

 



 

FaLang translation system by Faboba