فاروق سرور
زه د خپل کلي و بد معاش او بد سړي ته وارخطا يم چي زموږ د کور دباندي زما په انتظار دی، خورا بدي سرې سترګي ، پنډ برېتونه يې دي او ويل کېږي چي پخوا چي به يې په لار کښې په تورو شپو کښې مسافران شکول نو خپله ډله به يې هم درلوده چي په غلا او وژنه کښې په نام وه او وروسته ټوله د هغه وخت له واکمنو سره په ډزو کښيې په ناترسۍ ووژل شوه، خو دي دې چي تر اوسه پټ پټ کېږي ، خو انسان نه شو .
"څه بل څوک نه وو چي دی ماته راغی، د ده مطلب څه دی، له ما غواړي څه، سترګي يې راباندي سرې دي ." زۀ له خپلي کوردارۍ پوښتنه وکړم.
کور والا مي چي خورا وارخطا وي، مخ يې ژړ وي او په کپ اخته وي، راته وايي چي يو وار دغه خپل وير ورک کړه ، زر ور ووزه چي بچيان در يتيمان نه کړي ، خو سور لېوه دی. اوس به يې په وينو لړلی يې بد بخته .
اخير زه ورووزم او هغه ناترسه هم د خنجر په زور ما د کلي په کږو وږو کوڅو کښې روان کړي چي دوړي زما و مخته داسي اتڼ کوي لکه زه چي زوم يم، خو زه خبر يم چي زه زوم نه بلکې پسه يم پسه چي بس پر هره خوا دی کش کړي، درسره ځي .
پای هغه ما خپل کور ته راولي . و يوې سنګار شوي خوني ته مي ننه باسي او پخپله ووزي. دلته د ده کور والا لکه ناوي زما په انتظار وي چي د کلي تر ټولو حسينه زنانه وي، داسي غټي سترګي يې وې لکه ملغلري، ښکلي جامې يې په تن وې او خورا سنګار وي. بس دغسي غبرګ لاسونه خلاص کړي چي په نکريځو سره وي چي راسه اشنا، خو په انتطار دي وکړلومه .
دا څه وايې، دا شی ما ولړزوي، و ماته خوند نه کړي را، زه له ځانه پوښتنه وکړم چي داسي وزم له دې سرې ښايي او د سترګو په رپ کښې له هغه ځايه وتښتېږم .
لږ مخته په يوه سپېره کوڅه کښې چي خره پکښې ورغړي، زموږ د کلي يو موړ سړي سره له مزدورانو ولاړ وي. دلته بيا دوړي وي، ګړدي ځوزان يې په مخ کړي وي او له شوره داسي ښکاري لکه هر څه چي له سپېرو دوړو په فرياد وي .
د ماړه سړي ټول مزدوران ما په زوره ونيسي او د ماړه سړي په کلا مي ننه باسي . چېري چي د خوبونو په يوې خوني کښې د هغه زنانه او نوري ښکلي ښځي پر ما حمله وکړي لکه دوی چي پيشياني وي او زه موږک چي په خپلي ځوانۍ به ډېر ناز کوې، ځان ته به ډېر ښاغلي او تږي وايي. خو د دې وروسته به د تندي نوم نه واخلي او توبه ګاره به ګرځې، ټولي د ښاپېريانو په شان وي او عجبه خوشبوي يې ځي ، خو زه ځني منډه کړم .
اوس د کلا په چمني ، مړاوي رنګداره ګلانو او وچي فوارې کښې دوی په ما پسي منډي وهي، زه ځني ځغلم، کله دلته، کله هلته او يو عجبه پټپټانی وي . ټولي داسي مستي وي او په خندا وي چي زه حېران پاته سم . پای په چيغو ځان خلاص کړم او په دوړه له ګېټه داسي راووزم لکه سېرلی چي له لېوانو ځان خلاص کړي .
اوس ساه شړم او په منډه منډه داسي ځای ته راسم چي واده وي ، ډول ولاړ وي ، وچ کلک او در پدره خلګ اتڼ ورباندي کوي چي ټول خوابدي ښکاري . خوابدي او بيا اتڼ ؟ دا خبره ما حېران کړي، ولي چي دواړه له يو بله جلا وي . دا څه، په درزنو سپېره په لڅو او چاودلو پښو وږي کوچنيان په قطار کښې ولاړ وي چی يتيمان ښکاري او تشي کاسې يې په لاس وي او د واده غوړو ورځو او بوړ ته يې سترګي ختلې وي.
دا څه، دا خو زما د يو اشنای کور وي . زه بده اخيستي د کور په لوی سرای ورننوزم چي له جګو چنارونو ډک وي ، ولي چي د وډايه سړي سورسترګي خلګ راپسې وي . دا څه دلته د زنانو رش وي، دا ناولده زنانه خو يوه هم مخ نه راڅخه پټوي او ګرسره د ناوې د رخصتي وخت وي چي د زوم کره يې بيايي .
ناڅاپه داسي چيغي شي چي په زړو خنجران چلوي، دا د ناوي له خوني رارواني وي او زه د سترګو په رپ کښې ورمنډه کړم . په خونه کښې د خيرنو خيرنو بې شمېره زنانو په لاسونو کښې دريې او دف وي او په سرو سترګو بابولاله وايي، خوره وخت د رخصت راغی ، اوښ ولاړ ځنګون تړلی ، وای وای، بابولاله لاله.
زه چي په ژور نظر سره ناوې ته وګورم، نو چيغه کړم . هغه زما د اشنای کور داري وي چي په زرغونه بروکيټ کښې وي او په نارو وي چي زما خو واده شوی دی، درې واړه واړه بچيان مي دي. په کوم قانون او دستور کښې مي بيرته ودوي . په هغو خلګو کښې چي ناوې رخصتوي، زما هغه بدبخت ملګری هم ورګډ وي چي د ناوې پر سر زرغون شال په زوره اچوي، سوکان ورسره کوي او وهي ترټي يې چي چپ کنې مړه به دي کړم .
زه چيغي کړم چي ناوې خو مېړه لري . دا څرنګه او ولي په زوره ودوي ، څه دا پښتو، ننګ او غېرت دی، لېوني ياست که مو ماغزه خراب دي ؟
ملګري مي راته وژاړي چي پوروړي شوی يم . پيسې نه لرم ، ځکه دا ناورين او سپين سترګي کوم .
اوس زه په ډېر فخر او غرور سره په زوره وخاندم، زما ږغ پوره د دېب وي ، دروند بلکې خورا دروند چي ما لا ولړزوي او خونه داسي شور وخوري ، ناڅاپه دريې ودريږي ، خيرني زناني و ماته په حېرانتيا وګوري چي اې څنګه ږغ يې دی. انسان دی که غويی ؟
پيسې خو له ما سره ډېري وې. د سرګردانۍ څه خبره، زه دغسي په انډيوال زېری وکړم . اوس دستي به دي له دې جنجاله خلاص کړم ، بيا په خپلي يارانې کښې ورته ووايم چی يار خو خوري د يار دپاره د غوايي غوښي .
زما يو اوږد کوټ په غاړه وي . د بغل دواړه جېبونه مي له نوټونو ډک وي چي وغواړه څو غواړې، ځان له دې عزابه خلاص کړه زما ګرانه .
په دې ښه بلکې د رښتيا خوندور زېری په مصيبت اخته ناوي وماته په خوشحالۍ وګوري چي خور دي جار، خو بيا مي چيغه تر خلې ووزي، ولي چي اوس را په ياد شي چي له يوه جېبه مي بدمعاش اوله بله ماړه سړي پيسې کښلې وي .
زه چيغه کړم، سر وټکوم، د لېونو په شان په خونه کښې په منډه سم، يو وار تر يوه سره سم ، بيا تر بله او ښځمني چيغي کړي چي په سم سړي څه وسول، لېونتوب ورولوېدی که څه. دا ډول له کوره په نارو بغارو او ځغاسته سره راووزم .
دا څه دباندي توره شپه وي . ناڅاپه د کلي يو مشر په مخه راسي چي په ملا بوغ وي او په سترګو معزوره ، لکړه يې په لاس وي چي سترګي يې له اوښکو ډکي وي، په زوره زوره ژاړي او اوښکي ېي په تياره کښې برېښي . دغسي زلزله شي او د چارچاپېره غرو له شا اور ولاړ شي، يو بد او سور طوفاني اور بلکې د دوزغ اور او ډزي شي چي پای يې نه وي . قيامت شي قيامت چي سړی لېونی کوي.
اوس مشر حېران شي ، زما په باړخو لاس ونيسي او په ډېر فکر سره ووايي .
" زما لاليه! جنګ لا نه دی ختم، داسي ښکاري لکه دغه بد مرغه چي به هر څه وسوځي ."