سردارولي پښتون زوی

زما په ډوول به مي بيده پښتانه ويښ سي

زما اذان هر ځای ته رسي له کوږکـــــــــه

 

د كوږك غر د كسې د مشهور غره هغه جنوبي ښاخ دئ، چي تر سيوۍ پوري رسېږي ،دا تاريخي غر د پښتونخوا يو له داسی مهمو غرو څخه دئ چي د پښتنو په ژوند کښې ډېر ځايه يادېږي.دا غر د افغانستان د جنوب کندهار ولايت د بولدک اولسوالۍ لمر خاته ته د يوه دېوال په ډول شمال ختيځ او جنوب ته پروت دئ چي اوږدوالی ئې شاوخوا  ۲۵ ميله دئ،دا غر که څه هم اوس وچ او بې مېوې دئ خو سيمي ته د انګرېزانو تر راتګ مخکي ئې د پيستې او شنو ځنګلي درختي درلودلې چي د اورګاډي د پټلۍ د غځولو له پاره ټولي وکښل سوې او يا وسوځل سوې ،د دې غره سر له شاه کوتل څخه پيليږي او پر سرلټ غره چي د پښين ناوه او ښوراوک سره بېله وي، ختمېږي .

علامه رشاد بابا (رح) د ملاسلام اشېزي په سمينار کښې وايي:

"...د پښين تاريخي دور، يا ذكر ډېر وړاندينى او قديم دئ. په هندي ادب كي يو كتاب دئ، چي تقريباً يو نيم زر كاله مخكي ليكل سوى دئ، بلكي تر هغه به لا هم د مخه وي هلته ئې د پښين كليمه د پښينا په شكل باندي، چي اخر ئې متحرک دئ، راوړې ده او په دې كتاب كي ئې دا خبره هم زياته كړې ده، چي د پښين لويديځ ته يو غر دئ، چي هغه ته پښينا پروته وايي، يا پښينا پربته وايي. پربت، يا پروت كليمه په سانسكريت كي د غره مانا لري. پخوا تر دې چي پروت، يا پربت كليمه په سانسكرت كي نه وه رواج سوې، نو د دغه مفهوم لپاره ئې ګيري ويل، چي د پښتو له ګر و غر سره ارتباط لري، نندولال ډي په خپل كتاب ( ډيوګرافيكل ډكشنري اف انشنټ اينډ ميډېول انډيا؟ ) دغه غر چي د پښينا پروته په نامه يادېږي، په دغه هندي كتاب كي ذكر کړئ دئ  چي دا غر اوس هم د خواجه عمران غره په نامه يادېږي، او د پښين شرق ته واقع دى". ۲۰۰۴ع-کابل افغانستان

د کوږک غره شمال ختيځي لمنو ته په پرلپسې ډول  منځکی، اوجړوبې، تاش رباط(۱) اڅکزی توبه، جلګه (۲) ماکو کڅ، تبينه، پښه ( د پښې لار ) بوغره( ۳) د ژړي بند( د ژړي ګېټ )عبدالله خان کلا(۴) چينه، بابک صاحب( ۵)ګلستان (۶ ( او پاي ئې رېګ ته رسيږي.

د کوږک د لمنو اوسېدونکي تر ډېره اڅکزي دي چي خورا زحمتکښ کام دئ، زموږ پښت پوهان اڅکزي د پښتنو د سړبن په گروپ کښې ګڼي چي د دراني پښتنو د ځيرک په څانگه کښې راځي،  اڅکزي په لومړي سر کښې په دوو لويو څانگو وېشل کېږي چي گوجن (ګل جان) او بادين ( بهاوالدين ) نو ميږي، د گوجين په څانگه کښې: حميدزي، مليزي، اشېزي (څول)، عثمانزي، عليزي، نصرتزي، غنيزي ،خدرچيزي، صالحزي، مټکزي، ادوزي، ملازي، سلطانزي، شکرزي... همدا راز د بادين ښاخ هم پرکاکوزي، غبيزي، شمشوزي، پيرعليزي، پانيزي...څانگو وېشل سوی دئ.

مشهور ا نگرېز مؤرخ مو نټ سټوارټ الفنسټن ) ۱۷۷۹-۱۸۵ع ) په خپل نامتو اثر( دکابل سلطنت بيان  ) کښې ليکي:" اڅکزي اکثره کروندگر او پوونده خلګ دي که څه هم يوه اندازه مځکي لري، خو د خپل ژوند له پاره پر مځکو تکيه نه کوي٠ددوی څاروي د خو اجه عمران ( کوږک ) په غرونو او د توبې په لوړه سيمه کښې سا تل کيږي،په داسي حال کښې چي او ښان ئې د ښوراوک په شگلنه مځکه کښې پوول کېږي٠اڅکزي پر داسي مځکه پراته دي چي يا خو لغړ غرونه دي او يا سپېره ډاگونه او يا هم خا لص شگي دي،ددوی د کرهڼي مځکي خورا لږ دي".

د کوږک غره د اوسېدونکو پخوانی حالت داسي وو چي ډېرو ئې خپلي مځکي کرلې،خو په دوی ( اڅکزو ) کښې عليزو او حميدزو تر ډېره د افغانستان سره تجارت کاوه،شمکزو بيا په کلای عبدالله خان کښې د لرګيو په خرڅولو ژوند تېراوه، عشېزو او کاکوزو بيا د پښين په ناوه کښې د ترينانو بزګري کول.(۷(

د کوږک د خلګو اخلاص او رښتنولۍ زموږ غښتلی او ښاغلی پلار احمد شاه بابا(رح) هم اړ کړی وو چي د مرګ په وخت کښې کوږک ته ولاړ سي او هورې وه خپل رب ته روح وه سپاري .(۸(

انګرېزانو ته له هغه وروسته د کوږک  د نيولو اشتها ور ولاړه سوه چي په ۱۸۷۸ ع کښې د افغانستان  په جنګ کښې مېجر سنډېمن او جنرال اسټوارټ تر کوږک پوري ملګري ولاړل. کله چي انګرېز په ۱۸۷۹ع کال کښې د امير شېرعلي خان د زوی يعقوب خان سره د کندمک تړون لاسليک کړ، په دې لاسليک سره کوټه، سيوۍ، پښين، کورمه، مېچنۍ ،خيبر،کوږک غر او چمن رسماً د هندوستان په خاوره پوري تړلي اعلان او له خپل پلرني هيواد افغانستان څخه په انګرېزي چاړه بېل او پر پاته افغانستان ئې د انګرېز برلاستيا ومنل!!

په دې توګه انګرېزان و کوږک ته ورسېدل، چمن او شاوخوا سيمي ئې په نظامي ډول سنبال، او په لسو کلو کښې ئې دننه د اورګاډۍ لاين تر چمن (۹) پوري ورساوه.

د ۱۸۹۳ع کال پر ۱۲ نومبر د امير او انګرېز په ميان کښې د ډيورنډ ناروا تړون لاسليک سو چي پنځمه ماده ئې په دې ډول وه:

" د افغانستان د اميرلخوا به د شېرواوبو ( چينې ) لاندي سيمي د برتانيا پر حکومت پلورلي بلل کېږي، په دې سيمه کښې به د پولي کرښه داسي کشېږی چي د کوږک د غره پر سر را پيل سي چي شاکوتل ته نژدې پروت دی، د پولي کرښه به دمرغې او چمن په ها خوا د بريتانيا او افغانستان پوله د لښکر ډند په سيمه کښې ټاکل کېږي،کرښه به د اورګاډي د سټېشن په ها خوا د بولدک له غونډۍ څخه تېريږي او د دغه ځاي څخه د جنوب خوا ته به داسي کږيږي چي بيرته د کوږک د غرونو سلسلې ته ورننوزي . د ګواښې سیمه به بریتانیا ته پاتیږي او دښوراوک او ګواښې تر مابینځ سړک به په افغانستان کښې پاته سي. د بریتانيې حکومت ژمنه کوي چي له کرښي ها خوا به په نیم میل واټن کښې مداخله نه کوي".

دې پيښي ټول پښتون سره ولړزاوه، د تړون د لاسليکېدو په لمړيو کلونو کښې د پښتنو په سيمو کښې زيات پاڅونونه وسول چي لمړی د انګرېز ورپسې د افغان دولت په زور سخت وځپل سول، په پايله کښې ئې زياتو پښتنو مړونو خپل ژوند له لاسه ورکړ. انګرېز تر ډېره پوري د کوږک پښتانه تر څار لاندي نيولي وه، ځکه مخکني پاڅونونه همدې د کوږک خلګو کړي وه.

عبدالرحمن خان چي انګرېز تر وهلو په ځغلولو ستړی کړی وو، دا تړون پر خپل سر بېله دې چي د لويي جرګې مشوره واخلي ، لاسليک کړ او په دې ډول ئې له افغان اولس سره نه جبرانېدونکی خيانت وکړ. امير ته د لاسليک کولو په بدل کښې له کاله د ۱۲ لکو هندۍ روپيو په بغل کښې تر ۱۸۹۵ع پوری ۸۰ سپک توپونه ،  ۱۷۳۴۰ د توپ ګولۍ ، ۳۳۳۰۲ توپکه ،۳۲۰۰ کارابينه ( د هغه وخت اعلي توپک ) ۲۱ ميليونه د توپکو ګولۍ ورکول سوې .

کله چي انګرېز د کوږک غر سوری کړ؛ غوښتل ئې د اورګاډي پټلۍ د ګلستان او عنايت الله کارېز تر مابينځ تېر او چمن ته ورسوي، خو  دګلستان خانانو ددې لاري مخنيوی وکړ، انګرېزان  مجبوره سول چي پټلۍ د عبدالله خان پر خوا ور وغځوي، په ګلستان کښې د لاين د تېرېدو اثار اوس هم سته چي خلګ ئې د يادګار په ډول ګوري، تر ۱۸۹۵ع پوري لا د کوږک خلګ څو واره له انګرېز سره وه مښتل، چي په هر جنګ کښې ب‍ه انګرېزانو ته تر ډېره تاوانونه هم اوښتل ځکه چي د ټليګراف ټول سيمونه په کوږک کښې تېر سوي ول، او په جنګ کښې به ځايي خلګو د کسات له امله ټول سيمونه پرې کول، خو د ۱۸۹۵ع کال په اخير کښې چي انګرېز د اربکيو ( لېويزو ) نظام جوړ کړ، ځاي مشرانو ته ئې مډالونه، لقبونه، په لېوزو کښې لوړي چوکۍ، ښې تنخاوي او داسي نور امتيازات ورکړله، په دې سره ئې د اڅکزو هره پښه جلا-جلا راکش کړه، او  هغه چي له انګرېز سره ئې مخالفت کاوه په همدې خپلو ئې له پښو اچول، وروسته ئې په ۱۸۹۸ع کښې پر اڅکزو د مځکي ماليه هم وټاکله ، چي مخکي ئې انګرېز تصور لا هم نسوای کولای.

په ۱۸۹۴ ع  می کښې د لندن د ګرافيک ورځپاڼي يو انځور؛ چي د کوږک په اړه کښل سوی دئ

په دې ډول انګرېز وکولای سول چي د سيمي تر زړه د رېل او ټليګراف اوسپيني وباسي، له دې وروسته انګرېز د کوږک غره پر څوکو په لسهاوو د پنډو دېوالو ګردۍ-ګردۍ مورچې جوړي کړې تر څو د شاتګ په وخت کښې کار ځيني واخلي ، چي شاوخوا درې فوټه پلن او اوسپنيز سيمټي دېوالونه ئې دي، ددې مورچو څخه شاوخوا شل ميله افغانستان د ورا ځايه مالوميږي ،افغانستان ته د روسانو د راتګ ( ۱۹۷۹ -۱۹۸۹ع ) پر مهال پاکستاني فوځيانو څو مياشتي دا مورچي سنبال کړې، خو وروسته چي کله د غره په سر کښې رادار او نوري تخنيکي الې ولګول سوې، نو مورچې هم له عسکرو څخه خالي کړل سوې ، د کوږک غره څوکي د سمندر له کچي څخه (۹۰۰۰) فوټه لوړوالۍ لري.

د خپلواکۍ په جګړه ( افغان انګليس دريم جنګ ۱۹۱۹ع ) کښې چي کله انګليس د چمن له خوا پر بولدک فشار راوړ، په کندهار کښې لويناب خوشدل خان والي، او سردار عبدالقدوس خان د کندهار د محاذ مشر وو، څنګه چي قدوس خان له کابل څخه لا نه وو رارسېدلئ انګرېز پر بولدک کلا (په دې وخت کښې قلعه جديد بلل کېده) بريد وکړ، د بولدک په کلا کښې ۳۰۰ عسکرو د محمديوسف خان په مشرتوب د بولدک ساتنه کوله، خو د کندهار څخه خوشدل خان قوه وُر-وه نه لېږل چي په پايله کښې ئې ډېری افغان عسکر مړه او زخميان سول، انګرېزان په داسي حالت کښې د بولدک کلا ته ننوتل چي محمديوسف خان د کوما په حالت کښې وو، وروسته امان الله خان غوښتل خوشدل خان اعدام کړي، خو دا ئې ماما وو او مور ئې د هغه د خلاصولو لار برابره کړه.

خو کله چي دغه حال کندهار ته ورسېد د بېلابېلو مشرانو (۱۰) په مشرتوب اولسي لښکر له سپينو بيرغو سره مخ پر بولدک روان سو، يو ګړی وروسته بولدک په پښتني مړونو ډک سو آن تر ډب کلا او انځرګي پوري پښتانه د اماده باش په حالت کښې د قوماندې په انتظار اوسېدل.

په ۱۹۱۹ع کښې د انګرېزانو د لښکر مشر پر کوږک باندي په دوربين کښې دافغانانو د راتګ او جوش و خروش ننداره کوله چي له سپينو بيرغونو سره په ډلو- ډلو بولدک ته ورسېدل، دلته وو چي د انګرېزانو د جنګ قومندان وارخطا سو چي دا څه حال دئ؟ هغه وو چي بېله څنډه ئې د هند وايسرای ( والي ) ته د وضعي په باره کښې ټلکراف تېر کړ. د هند وايسرا هم فوراً و لندن ته خبر ورکړئ په دې وخت کښې د انګرېزانو صدراعظم ګلايډ سټون وو هغه چي دا خبر واورېد سملاسي ئې د هند وايسرا ته امر ورکړئ چي پښتنو موږ ته دوه واره ماته راکړې ده نو په دې کښې هم زموږ ناکامي له ورايه مالومه ده ، نو ته دستي متارکه اعلان کړه، هغه وو چي متارکه اعلان سوه، او دواړه لښکره د اَماده باش په حال کښې پاته سول.(۱۱

 يوه انګرېز انځورګر پورته  پېښه داسي انځور کړې ده.

خواجه عمران: د کوږک وغره ته يو بل نوم هم اخيستل کېږي چي د خواجه عمران غره په نامه دئ، د کوږک غره وه سهېل ته د غره په پاي کښې يو زيارت راځي چي خلګ ئې د خواجه عمران په نامه نوموي، د کندهار مجلې په (۱۳۹۵ ل غبرګولی-چنګاښ) ګڼه کښې ما د خواجه عمران په اړه د (کوټي او پښين ګزيټر [جغرافيايي قاموس] ۱۹۰۵ ع کال ) په ماخذ ليکلي:

"خواجه عمران يو تقواداره تاجک تېر سوی دئ چي په رېګ کښې د ( نانګۍ ) زيارت ئې د خور دئ".

مګر زما وروستي مالومات دا دي چي شيخ متي دوه وروڼه درلودل، چي حسن او عمران نومېدل د عمران غر هم دغه عمران ته اشاره ده، او يوه خور ئې (بي بي خاله) نومېده چي د دې مزار په پښين کښې دئ او په کلات کښې د ترنګ پر غاړه د ( خاله کلی) اوس هم سته چي د بي بي خاله د يادګارونو ځيني نخښي ئې پاته دي. دا مشهوره کورنۍ د خرښبون تر مرګ وروسته په ارغسان، پښين او پېښور کښې خپاره سوه.

دې زيارت ته څو لاري ورځي چي له ګلستان څخه پر خوړګۍ باندي لار ئې تر ډېره نژدې ده، پر دې زيارت باندي د اڅکزو د عثمان زو کهول پروت دئ چي په لومړي ځل خان بهادرغلام خان يو اساسي زيارت پر جوړ کړ، وروسته ئې زوی جګړن ( مېجر )محمد رفيق خان دا زيارت لا پسي پراخ کړ.

کوږک تونل:

  کوږک ( کوږ  ووږ ) انګرېزانو د دوی  دلهجې سره سم دا تونل په ( خوجک ) سره ياد کړی، د کوږک د تونل کار په ۱۸۸۸ع کال د اپريل په ۱۴ پېل سو چي د درو کالو پرلپسې کار او زحمت په نتيجه کښې په ۱۸۹۱ع کال کښې د جنرال سر ټامسن په څارنه پوره، او په مارچ مياشت کښې د هند د سپه سالار له خوا په خورا جم وجوش پرانيستل  سو، چي په هغه وخت  کښې ئې لګښت ۶،۸۲ميليونه هندۍ روپۍ وو. ددې کار د ماموريت له پاره له انګلستان، هند او بنګال څخه ايماندار، خپلواک او پوه انجيران را وغوښتل سول، چي په څنګ کښې ئې نورو قومونو هم کار کاوه لکه په هند کښې بېلابېل زندانيان، هزاره، مغول، فارسي ژبي، پنجابيان، سيکان، مکرانيان، بنګاليان او کم شمېر عربي ويونکي ئې کاريګر وه ، څنګه چي دا غر سخت يخ لري، له همدې امله په دې ستونزمن کار کښې ۸۰۰ کاريګرو ژوند د لاسه ورکړ، ځايي سپين ږيري لا دا هم وايي چي انګرېزانو چی به کله مازيګر کاريګرو ته يوه-يوه انه مزدوري ورکړه، نو د شپې له خوا به ئې بيرته د يوې ډمي د رقص په بدله کښې ځيني اخيسته!.

ددې کار د پاره تر ډېره کار له اوښانو، فيلانو ، غاترو او خرو څخه اخستل کېده، ويل کېږي چي د تونل په کار کښې۲۵۰۰۰ پنځه ويشت زره خرو، فيلانو او اوښانو کار کړی دئ. وای دوی به د بابر کڅ څخه څو ميله ليري، د خټن په نامه ځاي څخه د ماشينونو له پاره تېل او نور سامانونه د اوښانو په وسيله راوړل، وروسته به ئې د اورګاډي په مټ تر تونل پوري رسول،کوږک تونل په هغه وخت کښې د هند لومړی او د نړۍ څلورم لوی تونل وو، او  اوس ( ۲۰۱۵ع ) د نړۍ اتم اوږد تونل دئ، ددې تونل اوږدوول ۳،۹۲ کلومټره دئ، ورپسې ( مخ پر لوېديځ ) شپږ تونله نور دي چي هر يو په ترتيب سره (۱۱۰فټه،۱۶۰فټه،۷۶۰فټه،۳۶۳فټه،۳۷۳،فټه،۷۹۳فټه ) دي، د هر تونل پر سر د بشپړېدو لوحې په اساسي ډول دننه په خښتو کښې ليکل سوي دي، دا به ښايي ډېر ستونزمن کار وو چي انسان دي په بېلچه او ګولنګ په زرهاوو ګزه غر وه کيندي؟ خو په هغه وخت کښې چي انګليس د ( ګريټ ګېم ) په نامه لوبه کوله، دا شيان يو سوخ نسوار هم نه بلل، او غوښتل ئې چي د اورګاډي دغه پټلۍ تر کندهاره پوري ورسوي، ځکه انګرېزانو غوښتل له روسانو مخکي سيمي ته په اقتصادي او ټولنيزو کړو وړو کښې جدي بدلون ورکړي، خاص الخاص صنعتي انکشاف او هلته د کار مارکيټ ته ، همدا د سنډېمن ( د بلوڅستان والي ) پلان وو چي د سيمي تر زړه ئې د اورګاډي پټلۍ او ټليګراف سيمونه وه ايستل، ان دا پروژه  ئې د کندهار سټېټ رېلوې ( د کندهار سرکاري اورگاډۍ )په نوم پېل کړې ده چي په لنډو به يې ورته « کې- سي- آر » ويل خو په خپل دې خوب کښې شرمنده سول، او په ۱۸۹۳ع کښې د ډيورند تر لاسليک وروسته دوی دغه پټلۍ تر چمن نسوای تېرولای.

 د کوږک دا انځور د ( سر اوډلف ) په لاس کښل سوی چي د بريټيش کتابتون په SA AF 1890;003 نامه ثبت دئ.

ويل کېږي چي ددې کار د پاره انجنير  يو ټاکلی وخت غوښتی وو، خو کله چي له دواړو خواوو څخه پر ټاکلي وخت تونل سوری نه سو نو درې ورځي وروسته انجنير په توپک څانوژنه وکړل(۱۲) انجنير فکر کاوه چي له دواړو خواوو څخه کيندونکي کاريګر سره چپه سوي او درې کاله خواري ئې برناحقه ولاړه.نو د يو لوی انجينر د پاره دوني لو غلطي نه ښايي، خو نادره دا وه چي دده تر مرګ يوه ورځ وروسته تونل سری سو، ددې انجينر قبر د تونل پر سر تر هغه وخت پوري لا وو چي له سيمي څخه انګرېزان وتل، خو وروسته د قبر څخه مړی راکښل سوی دئ، اوس ئې د قبر نخښه نه ده پاته .

 د تونل په مابينځ کښې ډېري چينې سته چي پر لاري ئې د اوبو شورهار مالومېږي ،کله چي تاسي د رېل ګاډۍ په ډبو کښې ياست ددې درک نه درمالومېږي چي مخ پر شېوه ځو که مخ پورته، منګر په تونل کښې يو خورا ژور ځاي هم سته چي يوازي وه چلونکي کس ته مالومېږي ځکه چي په هغه وخت د ګاډۍ الايده خبرتيا(الارم)ولګېږي.

په ۱۸۸۹ع کال کښې د پريد برېمر له خوا اخيستل سوی عکس چي د شېلاباغ له اړخه ښکاري

دا تونل تر اوسه پوري لا د کار وړ دئ او هره ورځ دوه واره د چمن-کوټي اورګاډۍ پکښي تېريږي، په ۱۹۲۸ع کښې امان الله خان له خپلي ماينې سره يو ځای د همدې کوږک د لاري د هند، مصر او اروپا اووه مياشتنی سفر پېل کړ، چي انګرېزانو په چمن کښې الايده تشريفاتي مراسم ورته جوړ کړي وه، په دې مراسمو کښې د کوږک پښتنو ته هم بلنه ورکول سوې وه، خان شهيد او په زرګونه پښتانه چمن ته د هغه هر کلي ته ورغلي ول، د کلای عبدالله خان، ګلستان، بوستان او کوټي پښتانه هم ورته ولاړ ول. دې ورځي او په دې ورځ له پښتنو سره د امان الله خان ښې وضعي ډېر زيات نقش جوړ کړ، خان شهيد کاږي: "..د غازي امان الله ميني او سړيتوب پر پښتنو ډېر بريد کړى وو، په مياشتو خو به دغه خبري کېدې، تر دې چي تر اوسه لا هم خلک ددغي ورځي خبري ډېري په خوند او مينه کوي."

خو په دې ورځ يو_دوو پيښو خان شهيد سخت زهير کړئ، يوه په ظاهر د معمول پېښه وسوه، چي د هيڅ چا نظر ئې وانه خيست، خو پر خان شهيد ئې داسي بريد وکړ، چي دده د ژوند د لاري په ټاکلو کښې ئې ډېر لاس دى ، پېښه دا سي وه چي په هغه ورځ په چمن کښې باران او خټي وې، نو کوم ګورا ( انګرېز پوځي )چي امان الله خان ته سلامي ورکول، د هغو بوټونه په خټو وه؛ نو چي باچا راورسېدئ هنديانو ( د هند خلګو ) د هغو بوټونه په دسمالونه پاکول، دې په ظاهر د معمول پيښي دى ولړزاوه، دى وايي: "..ما چي دا وليدل ډېره مي خوا شنه سول او چورت واخستم چي دا ولي موږ پښتانه او هيندکيان دومره سپک يو؟ پکار خو دا وه، چي نن د پښتنو دې پښتون باچا ته د پښتنو خپل فوجي کنډک سلامي ورکولاى، که نه واى نو هندکښې خو واى! دا څه دی چي سلامي انګرېزان ورکوي او هندکيان ولاړ دي، د هغو بوټونه پاکوي دا ټول زموږ او د هند د مريتوب پاى دئ. په دې چورت کښې دومره ورک سوم چي نه مي د توپو ټک ته پام و او نه هغه زرګونو خلکو ته، چي په دې کښې ټول خلک ولاړ سوه، نو زه په دې پوه سوم چي باچا راورسېدئ.".

دا بله هم دغسي د معمول پېښه وه سول، کوم وخت چي باچا تر سلامۍ وروسته د خلکو خوا ته رالى او ودرېدئ، نو ئې پوښتنه وکړه، چي" تاسې پښتانه ياست، په پښتو پوهېږئ؟ " څه ئې ويل غوښته خو خلکو نارې جوړي کړي وې، نو هغه هم ټېسن (سټېشن) ته څه خوا بدی روان سو.خان شهيد کاږي"..د خلکو دې بې سرښتې کار او خواله مي ډېره خوا رابده کړه. پکار خو داوه چي زموږ د ټولو له خوا يوه سړی هرکلی ورته ويلى واى او د هغه جواب مو اورېدلى واى او په يوه آواز مو څو نارې کړي واى، که څه هم تر دغه وخته مانه په څه ډله يا ګوند کښې کار کړى وو، نه مي د بل چا کامي ډله يا ګوند (تنظيم) ليدلى وو، خو ياد مي دي چي هغه درسته ورځ او څو ورځي نوري مي زړه ډېر بد وو او دغه چورت راسره وو چي زموږ دا بده ورځ به څنګه او کله بدلېږي؟..".

يو بل ځاي کاږي"..امان الله خان چي له خپل هيواد څخه د تل له پاره واته (۱۹۲۹ ع جولای) نو د هغه ګاډۍ د ګلستان پر سټېشن ودرېده، ډېر خلک سټېشن ته ورغلي ول، که څه هم هغه ټول خلک پر هغه راټول سول، نارې ئې وهلې، خو هغه ورته هېڅ ږغ ونه کړ او نه ورته ودرېدئ، امان الله خان دا جوش او بې وسي تر پايه کتله، خو په خوله ئې هيڅ هم نه دي ويلي.په زړه کښې ئې ګوره چي ارمان به ئې کاوه او که به ئې ويل چي د نامرده کام سره هم دغه وړ دي چي پر وخت ځان نه خبروي او پوهوي او بيا لکه ښځې ژاړي.".(۱۳

شېله باغ : د تونل په ختيځه خوله کښې د اورګاډۍ تم ځاي( سټېشن ) سته چي شېله باغ ورته وايي، دلته يوه نظامي فرقه (چاوڼۍ) يو وړوکۍ روغتون، مجهز ټليګراف دفتر، کوچنۍ باغچه، د فاتحو فوځيانو په نامه څو لاري، د سوداګرو د ارام د پاره لو او پراخه برنډه او د تونل کيندولو پر وخت دکارکونکو د اوسېدو ځايونه جوړ سول، ددې ځاي نهايت خوږو اوبو او زرغونتيا ډېر لوړ پوړی انګرېز مشران همدلته مېشته کړي وه، خو دغه ځای تر پايه د اڅکزو له غلچکي بريدونو خلاص نسو او تل به ئې ستونزي ورته جوړولې، که د هغه وخت د انګرېزي ليکوالانو ليکني لولو تر ټول لو ستونزه ئې د فېلانو، اسانو او عسکرو ورکېدل او د ټليګرافي سيمونو پرېکېدل دي.

د شېله باغ په اړه ليکوالانو ډول-ډول ناسم مالومات ورکړي، د بېلګي په ډول ځينو ليکلي:کوم انجينر چی تونل  ئې جوړ کړ نو ئې د خپلي ماينې نوم چي ( شهلا ) وه پر کښېښووئ. او يا هم د تونل د پرانستو په ورځ يوې نڅاګري چي( شهلا )نومېده، د انګرېز مشرانو زړونو لاس ته راوړل نو له همدې امله ئې ورباندي نوم هم شهلا باغ کښېښووئ، خو دا خبري ټولي ناسمی دي. په اصل کښې شېله په کندهارۍ پښتو کښې د دوو غرونو په مابينځ کښې يو لږ هواري مځکي ته وايي، دې ته هم ځکه شېله باغ وايي چي په همدې شېله کښې يو کوچنوټی باغ سته، چي اوس ئې يوازي د شنو ونی پاته دي.

د پښتو د نوموتي شاعر قاضي ملا عبدالسلام اشېزی(۱۴) اخند زيارت او کلی(ښاخۀ) هم د شېله باغ څخه د شمال پر خوا پرته ده. اشېزی د کوږک په اړه يو ځای کاږي:

زما په ډوول به مي بيده پښتانه ويښ سي

زما اذان هر ځای ته رسي له کوږکـــــــــه

اخځليکونه،يادښتونه او لمنليکونه

۱-  تاش رباط: ويل کېږي چي کله به څوک له دولته ياغي کېدئ نو کډه به ئې تاش رباط ته وړل.د تاش رباط په نامه درې مشهور متلونه سته: تر تاش رباطه به دي وځغلوم/تر تاش رباط به دي تېر کم. وهم به دي چي ګړنګ دي پر تاش رباط پراته وي.

۲-     جلګه: د ميوند د غزا نامتو مجاهد غازي مېداد خان اڅکزی په همدې جلګه کښې زېږېدلئ دئ، دی د بدين خان زوی، د گل محمد خان لمسی، د ترهټ خان کړوسی او مهک اڅکزي کوسی و. د هرات د ساگزي ټبر خان خپله لور ببو و مېداد خان ته ورکړې وه. دوه زامن ئې وه چي مشر ئې سيدوخان او کشر يي ميرزا محمد ايوب خان نومېدی، لور ئې محمدزۍ نومېد چي خورا مېړه مخي او پوهه ښځه وه.د مېداد نيم لمسيان او کړوسيان اوس په روزگان او نيم ئې د سويلي پښتونخوا په کوټه ښار کښې آباد دي. دده په اړه بشپړ مالومات زما په ناچاپ کتاب (د لوی کندهار نامتو کورنۍ) کښې سته.

۳-   بوغره: بوغره توری د هلمند و دوو لاسي کښل سوو ولو ته هم کارېږي، زاهد پښتو-پښتو سيند  بوغره  داسي مانا کوي: بوغره، ځينځير، خاوره، کوډل، غار، چادري، کورګی، کرښه، بوقره:۱۱۶مخ. قلندرمومند په درياب کښې ليکي: په افغانستان 

کښې ځينځير، پوړوني، او خاوري ته هم «بوغره» وايي: درياب ۱۷۸مخ پېښور چاپ ۱۹۹۴ع

۴- غازي عبدالله خان د احمدشاهي دفتر دمشر روښندل خان زوی دئ چي دافغان انگرېز په لومړۍ جگړه (۱۸۳۸-۱۸۴۲ع) د ملي مبارزينو د پاڅون په هغه غونډه کښې ئې مشرتوب کړئ چي ډېر تاريخپوهان ئې د کابل بېړنۍ لو جرگه بولي چي د انگرېزانو او شاشجاع پر خلاف جوړه سوې وه،  دئ له اره د کوږک د ختيځي سيمي وو چي وروسته ئې هلته يوه برجوره کلا جوړه کړې ده، نوموتي انګرېز سيلاني چارلس مِيسن په ۱۸۴۰ع کال کښې ليدلې ده، دئ په خپلو يادښتونو کښې کاږي"..دا کلا اتلس خوني، يو محرير، نهه پياده، يو خاکروب ( ځاي جاروکوونکئ ) او شپږ سپاره لري. بازار د کلا په جنوب کښې پروت دئ ، ۵۹  دوکانونه لري، بازار يو چوهدري ( يو ډول د بازار استازي چي په خوا به دده په لاس د بازار ماليه ټولېده او دولت ته به ورکول کېده خو دی به له ماليې خلاص وو ) دوه دلالان لري، له افغان سامان څخه پر يوه روپي درې پايې ټيکس اخستل کېږي، اوبه له يو څاه څخه اخيستل کېږي چي يو هندو ( پنجايت ) په۸۰۰ هندي روپيو کښلی، د بازار په سهېل کښې د انګرېزانو يوه هديره سته چي شاوخوا دېوال او ۱۵ قبره لري. د عبدالله خان په اړه بشپړه ليکنه د ليکني مجلې په راتلونکې ګنه کښې کتلای سئ.

۵-     بابک صاحب: بابک صاحب ښادېزی سيد دی، لمسيان ئې د ارغسان د قوغي دسيمي نامتو مشران باقي جان او غني جان اغا وه ( په ډبرۍکښې هم د بابک صاحب په نامه ځاي سته چي د باقي جان پلار پکښي ښخ دئ، چي هغه هم په بابک صاحب مشهور دئ ) د غني جان زوی حاجي عبدالنافع جان اغا دئ چي په (چينه=د بابک صاحب سره نژدې) ښخ دي، اوسري (اخري) کس ئې عبدلحليم جان اغا نومېږي چي په کوټه کښې اوسي.

۶-  ګلستان:کيرو په خپل کتاب ( پټان ) کښې د ګلستان په اړه کاږي"..ګلستان خان چي پر نامه ئې د کوږک د غره په لمن کښې يو کلی هم سته  د زمان خان او شاشجاع په ملګری کښې مړ سو. دی اڅکزی وو او په ځوانمردی او وفاداری کښې ئې ساري نه درلودئ او يو وخت په پېښور کښې د شاشجاع والي هم وو چي د پېښور خلګ ئې تر اوسه په ښه نامه يادوي"و ګورئ: Caroe,  olaf, The Pathans:1957 Landon, Macmillan and Company Limited,and New Yaor: St. 

Martin's press, Inc., 1958

ويل کېږي چي د  ګلستان نامتو کارېز چي تر پښينه پوري ئې سيال کارېز نه وو، همدغه ګلستان خان چي لا دا وخت د پېښور والي وو په سرکاري ډول کښلئ(۱۸۳۹ع) چي وروسته ئې کلی هم د ګلستان په نامه سو چي اوس (۲۰۱۵ع) پوره اولسوالي د ګلستان په نامه ده، خو د ( انور خان اڅکزی په خاطرې ) کتاب کښې مرحوم محمدعلم بڅرکی ګلستان اڅکزی بولي خو وايي د اوسنيو حميدزو په سجره کښې نسته؟

۷-   کوټه او پښين ګزيټر(جغرافيايي قاموس) ۱۹۰۵ ع کال 

۸-    لوی احمدشاه بابا ته د ژوندپه وروستيو شپو ورځوکښې دپزي خوراړه ( سرطان ) ناروغي ورلوېدلې وه. دتداوۍ واری چي ئې تېرسو، نو د طبيبانو په مشوره د توبې سيمي ته ولاړ ځکه د هغه ځای هوا يې دناروغۍ له پاره مناسبه تشخيص سوې وه، بابا د (۱۷۷۲ع=۱۱۵۱هـ ش=۱۱۸۶هـ ق)کال د لومړۍ خور ( ربيع الاول ) په دومه د پنجشنبې په ورځ ځاښت د توبې په لمن ( مرغه ) کښې د عاشېزو شپشيون برج ته نژدې په يرغکۍ کلي کښې د خپل يوه کومندان په کور کښې وفات کړئ.

  ۹-   د انورخان اڅکزی خاطرات ( د محمدعلم بڅرکي اثر) د احمدشا ابدالي خپرندويه ټولنه-کابل افغانستان۱۳۸۹هـ )   

۱۰-   په دې مشرانو کښې د عبدالهادي رېشا پلار او معصوم هوتک نيکه حاجي عبدالغني (اکو لالا) د مولوي عبدالروف کاکړ زوی مولوي عبدالواسع اخندزاده، نورمحمد شاه اغا او نور ډېر مشران وه چي هر يوه خپل بيرغ درلود، نورمحمد شاه د وهابشا اغا زوی د کندهار دسدوزو د کوڅې اوسېدونکی وو، وای دئ پر امان الله دوني ګران وو چي له ځانه سره به ئې پر يوه غوري کښېناوی.د هوتک صاحب د خولې چي زموږ په کور کښې دغزا د کال بيرغ تر دا وروستيو وختو پوري لا پروت وو.

۱۱-   کندهار د تاريخ په اوږدو کښې ؛د مطيع الله روهيال ټولونه (د کندهار د اطلاعاتو کلتور رياست چاپ۱۳۸۴هـ) د حاجي بابا مصروف ليکنه

۱۲-    يو اردو ژبی ليکوال عبدالقادرشاهوانی بيا په تاريخ بلوڅستان کښې د ده مرګ له غره ايله کېده بولی او وايي چي دا څانوژنه نه وه.

۱۳-   ده د خپل ژوند اړوند څو کتابچې ليکلي چي د ( زما ژوند او ژوندون په نامه چاپ سوې : ۲۰۰۴ع کوټه) لومړۍ کتابچه

۱۴-    قاضي ملاعبدالسلام اشېزی په ۱۸۷۸ع کال دملاحبش اخوند په کاله کښې  زېږېدلی، په ۹۶کلنۍ کښې په ۱۹۷۴ع کال د جنوري پر ۲۶مه په حق ورسېد، د ده يو جنجالي شعري ټولګه يو وار انګرېز په اور سوځلې، چي ده به تر مرګه يادول، د سوسن چمن په نامه سمه نخسه ئې تر اوسه لا نه ده چاپ، ده ته د کوږک ستوری هم ويل کېږي. د ده پنځه زامن پاته سول:ملا يحي،شمش طالع،هاتف اخوندزاده، عارف اخوندزاده، اصف اخوندزاده.په دی کښې طالع اخوندزاده يولس شعري ټولګي لري.

 

 

 

 

 



 

FaLang translation system by Faboba