سليم بنګښ
د طاهر بونېري صيب نوم ما اؤرېدلی و. د کراچۍ د شاعرانو پۀ فهرست کښې يو ښکاره نوم دی . خو پۀ ٢٠٠٦ کښې د سوئېلي پښتونخوا پۀ صحت افزا ځائې زيارت کښې صادق ژړق او د هغوئې د ادبي غورځنګ ملګرو يوه عالمي غونډه جوړه کړي وه . پۀ دي غونډې کښې دنيا نه د پښتو پوهان راغلي و. طاهر بونېرې هم دي کانفرنس ته کوئټې نه راغلې و دلته مې پۀ اول ځل طاهر بونېري سره ملاقات وشو . يو ساده باده ځلمې ډېر مينه ناک او ډېر ځېرک ، خاموش د نرمې لهجې څښتن او پوهه کس و . ما داسې محسوسه کړه لکه چې ما پۀ سوئيلي پښتونخوا کښې خپل کليوال سره ملاقات شوې وي . پۀ کوټه کښې د ځلاند اخبار اېډېټر و . دوئې مونږ نه د ډاک پته واخسته چې کله بيا مونږ واپس پېښور ته راغلو . نو دوئې بۀ مونږ ته باقاعده ځلاند اخبار رالېږلو . بيا پۀ مېنځ کښې رابطه پرې شوه . خو چې کله زۀ مېنګورې ته يوې ادبي دستورې ته لاړم نو دوئې سره مې هلته ملاقات وشو . رابطه بيا شورو شوه .طاهر نۀ يواځې شاعر دی بلکې نثر نګار مترجم او صحافي هم دی . څو پورې چې د دوئې د شاعرۍمجموعې زړۀ کښې د ساتلو څوک دي تعلق دی نو دا خبره صحي ده چې د طاهر صيب زياتره مضامين عشقيه دي . خو زما دا خيال دی چې هر شاعر يا اديب پۀ خپل ليک کښې يواځې يوه موضوع نۀ ځايوي بلکې د هغۀ پۀ کلام کښې هر قسمه مضامين موجود وي ولې چې هغه هم د دي ټولنې غړې وي هغه خپل چاپېرچل نه ځان نۀ شي خلاصولې . دا بېله خبره ده چې د هغوئې پۀ کلام کښې چې کوم مضامين زيات وي پۀ هغو مضامينو باندې ياد شي. که مونږ د رحمان بابا دېوان وګورو نو هغه که هر څو يو صوفي شاعر و خو هغه خپل چاپېرچل نه لا تعلقه نۀ دی پاتې شوې . هغوئې د جمال خان واقعې باندې لېکل کړي دي. اورنګزېب باندې ئې هم تبصره کړي ده. خپل حالات ئې هم څرګند کړي دي د پولې پټي خبرې ئی هم کړي دي عشقيه شاعري ئې هم کړي ده . همدغسې خوشال بابا چې د پښتنو ملي شاعر دی خو ډاکټر اقبال نسيم ئې پۀ جمالياتو د پي اېچ ډي ډګري اخستي ده. نو مونږ هم د طاهر پۀ دي مجموعې کښې هغه ټول رنګونه وينو کوم چې زمونږ ټولنې سره تړلي دي. طاهر بونېرې ډېره مطالعه لري ډېر ګرزېدلې دی دوئې پۀ کراچۍ کښې شاعري کړي ده . دا وجه ده چې طاهر افريدي ورباندې پۀ زړۀ پورې لېکل کړي دي هلته دوئې د محب وزير د رياض تسنيم د قېصر افريدي او د نورو لويو شاعرانو پۀ څنګ کښې پۀ غونډو کښې ناست دی . دوئې پۀ کوئيټې کښې هم وخت اړاولې دی او د اخبار اېډيټر پاتې شوې دی دلته ورته د ربنواز مائل صيب غوندې لوړ لېکوال چې د لورالائي د مکتب سرخېل دی سره د ناستې او د زدکړې موقعه ملاؤ شوي ده . دي نه علاوه چې د دوئې پۀ کتاب ربنواز مائل صيب ، رحمت شاه سائل صيب ، طآهر افرېدي صيب ، رياض تسنيم صيب او د اسماعيل ګوهر صيب غوندې استاذانو لېکل کړي دي . او ځنې مشرانو خو دا هم وئيلي دي چې دوئې ورسره باقاعده خط او کتابت هم کړی دی نو دي نه دا څرګندېږي چې طاهر بنېرې وړوکې سړې نۀ دی دوئې ډير څۀ زده کړي دي دوئې د ما بعد جديديت مضامينو نه خبر دی . ځکه خو ئې کلاسېکيت سره سره د جدت څرک پۀ کلام کښې جوت موجود دی ټولو ئې شاعري ستائيلي ده .
زړۀ کښې د ساتلو څوک دی د طاهر صيب د شاعرۍ مجموعه ده طاهر که عشقيه مضامين بيان کړي هم دي خو پۀ داسې انداز ئې بيان کړي دي چې سړې ئې پۀ خوند نۀ مړېږي لکه
مړۀ راکتل اؤ بېرته مخ اړاول
پۀ تا کښې څومره فنکاري ده ياره
هره خندا د دې عدن باغونه
هره ادا د شاعري ده ياره
پۀ دويم شعر کښې خندا او د ادا د ټکو تکرار ځان ته پۀ شعر کښې خوند پېدا کوي داسې شعر پۀ فني کمالاتو کښې حسابېږي .
شاعر پۀ لاندېنيو شعرونو کښې ډېر پۀ ښکلي استعاراتي انداز ځنې د راز خبرې داسې کوي چې څوک پرې اعتراض هم نۀ شي کولې او خبره هم ډېره د کار خبره کوي لکه:
اوس خو نازي او شوراوي ازم اقرار وکړو چې
د کليسا خدايان د سر دپاسه سر نۀ پرېږدي
يا دا شعر
کوم جادوګر ، ړنګ کړو، د برلن دېوال
ستورو ته ، پالګر ،د جرمني کاتۀ
وئيل کېږي چې ژبه د يو قوم د ژوند دپاره ډېره ضروري ده . ژبه د يؤ قوم د ثقافت،د يؤوالي،د سوچ اؤ فکر اؤ د ملي ژوند ترجمانه وي. دا زمونږ بدبختي ده چې مونږ خپله ژبه رجعت پسنده ګڼو او د ترقې پۀ لاره کښې ئې غټ خنډ بولو د پښتو ژبې پۀ حوالې سره طاهر وائي چې
خپل بچي مو ،خپله ژبه لوستی نۀ شي
ولسونه پرګنې راپورې خاندي
پۀ خپلو پښتنو حکمرانانو څومره ښکلې او پۀ نوي انداز کښې تنقيد کوي . پښتو خو ساده باده بې سواده غريبو کلي والو ژوندۍ ساتلي ده چې څوک بۀ دولت مند شو نو هغۀ بۀ فارسي شورو کړه او ساده پښتانۀ بۀ داسې متل وکړو چې ماړه خېټه پارسي وائي نن هم پښتو هم هغو پښتنو ته پاتې ده چې څوک ځائې ته رسېدلي دي هغوئې اول خپله ژبه بدله کړي ده دا شعر ئې وګورئ
پارسي وائي پارسي لېکي
د پښتون حکمراني ده
پۀ دي شعر کښې طاهر د موجوده دور پۀ هغو ناخبرو او د هېڅ بې هېڅه مخالفت کوؤنکو مفتيانو باندې زبردست طنز کړې دی وائي چې
خدايه چې بيا مې کوم ښۀ کار کړې دی
دا چې مې بد د ښار مفتيان يادوي
د طاهر فکر دا دی چې مونږ د نفرت قدرونه بدل کړو او د نفرت پۀ ځائې پۀ زړونو کښې د مينې کر وکړو انداز ئې ډېر ښکلې دی .
مينې پۀ زړونو کښې کرل غواړي
د ژوند قدرونه بدلول غواړي
طاهر زياتره د معاش يا د فن پۀ لټون کښې پۀ کراچۍ پۀ کوئيته ګرځېدلې دی د سفر احساس ورته شته ځکه ئې پۀ کلام کښې د سفر ذکر ډېر زيات راغلې دی خو بيا هم د مطلب پۀ خبره کښې د تغزل خيال هم ساتي
هلته بۀ څوک کوي همزولو ته زما خبرې
ستا د وطن پۀ طرف ګورم اشنا ودرېدمه
زۀ که نۀ وم پۀ دي کلي کښې ملګريو
بلوئ د ژوند ډېوې چې خدای رڼا کړي
دلته د نورو وطنونو خلقو ځان اباد کړو
د دې وطن پېغلې بې وسه او زلمي مسافر
دلته يوۀ مسافر خپل محبوب نه ګېله هم کوي چې
يا بۀ لۀ مينې نا اشنا وي يا بې رحمه دي ډېر
سړې د زړۀ پۀ رنځ اخته کړي او بيا ځي مسافر
پۀ لاندېني شعر کښې طاهر صيب وائي چې هغه خلق بۀ پۀ بل ځائې کښې ښکلي څنګه ګوري چې دلته ورته نۀ شي لېدې
هغوئې بۀ خاؤرې د ښکلا نه مزې واخلي هلته
چا نه چې دلته کښې هم ښکلو ته کتل پاتې دي
خو دلته بيا د سيد خېر محمد عارف صيب غوندې حياناک خلق هم شته وائي چې :
تا بۀ د تحرير غوندې پۀ ښکته سترګو ګورمه
تا ته بۀ جانانه زه د تا پۀ مخ کښې نۀ ګورم خېر محمد عارف
حميد بابا وائي چې
لکه سر د پسۀ پۀ اوور غاښونه سپين که
ما ته هم لۀ ډېره غمه خندا راغله
پۀ لانديني شعر کښې طاهر د بېوسۍ انتها کړي ده دا شعر بېخي د حميد بابا د شعر پۀ نوي انداز کښې تشريح ده
مونږ پۀ ړومبي ځل د ژړا سپېرۀ دستور بدل کړو
مونږ پۀ وړومبي ځل د يو بل پۀ بې وسۍ وخندل
و ښکليه کور کښې وايه د سادين غنم غوبل کړئې
چې زۀ او تۀ د شپې پۀ درمندونو کښې وسېږو
دلته کښې طاهر د ښکلي وخت خبره کوي چې غوبل بۀ و او ځلمو بۀ پۀ کښې مستۍ کولې نن د غوبل او د درمند توري پۀ ورکېدو دی ډاکټر فضل رحيم مروت صيب خبره کوله چې ما بچي نه تپوس وکړو چې لؤ څه ته وائي نو بچې مې راته اووې چې مينې ته لؤ وائي نن سبا خو هر څۀ پۀ تهرېشر کېږي اوس د اشر او د غوبل او د لؤ خبرې ورکېدونکي دي
طاهر پۀ دي پوهېږي چې پښتو داسې ښکاره مينې ته څوک نۀ پرېږدي دلته که هر څو خبره د مينې کېږي خو د پښتني اقدارو خيال بۀ هم ساتلې شي .
طاهره يار وئيل چې دومره مه لېونې کېږه
پښتو ده او پۀ ډېرو بندېزونو کښې اوسېږو
دا بل شعر ئې هم د لوستو دی
چا د يو بل غېږ کښې مونږ لېدلي يو ؟
چا درته وئيل چې مونږ بۀ مړۀ کړي څوک ؟
پۀ دي شعر کښې ډېره بې ساختګي ده ډېره رواني او موسېقي ده . او پۀ موجوده زمانې يو ښکلې او رېښتونې طنز دی
خلق د خوند دپاره اؤري د دړدونو قېصې
ساده اشنا پۀ ما او تا د دړدېدلو څوک دي
دا بل شعر ئې هم د لوستو دی
لېونۍ خور اوربل راټول کړو پۀ بلۍ کوزه شوه
وئيل ئې دلته چا ته پورته د کتلو څوک دي
پۀ دي لاندې شعر کښې ښکلي انځورګري شوي ده . داسې شعرونه د طاهر پۀ کلام کښې شته دي
هاغه دي ټېکونه ټېکري پړق وهي
هاغه دي پۀ غرونو کښې واښۀ کړي څوک
دا شعر ئې ډېرو څرګندو معنو سره ډېرې معنې پټې هم لري د خپلې غلطۍ اعتراف کوي خو بيا ورته جواز هم لټوي لکه چې
دومره پوهېږم د زړۀ سره چې خطا روان يم
خو ځول سېلۍ ده او تيارۀ ده سمه لار هم نيشته
د طاهر بونېري شاعري ډېره ساده روانه برجسته ، فکر ، تغزل او غنايت نه ډکه ده . ګډ وډ بحرونه ښکلي رديفونه ښکلي قافېئ ښکلي استعارې او تشبېهات لري . خو چې کله طاهر پۀ شعر کښې پۀ زوره مقصد ځايوي نو شعر ئې لږ بې خونده شي . طاهر د غزل شاعر دی او د غزل د لېکلو پۀ چل هم پوهېږي . کله کله د رديف او د قافيې پۀ وجه د شعر فني هيت ته نقصان ورسي پۀ ځنې ځايونو کښې ئې د لهجې او د املې د غلطۍ پۀ وجه د شعر ابلاغ هم ګران شي . طاهر صيب پۀ کلام کښې پۀ ځنې ځايونو کښې د خپلو ملګرو رنګ هم لېدې شي بيا هم طاهر د غزل يو کامياب شاعر دی
د طاهر صيب پۀ مجموعې کښې ښکلي نظمونه هم شته لوستونکي ته دا فېصله ګرانه شي چې نظم ئې ښۀ دی که غزل . هغه د لوړو محلونو خوا کښې ، د پير زاده باچا پۀ ياد کښې ، تضمين ئې ښکلي نظمونه دي دوئ دوه ښکلي نعتونه هم پۀ کتاب کښې شامل کړي دي پۀ کار وه چې دغه نعتونه د کتاب پۀ اول کښې راغلي وه . د دوئې پۀ کتاب کښې د بلائي ټس د درو نظمونو ترجمه هم شامله ده . ترجمه هم يو لوئې فن دی د نورو ژبو د کتابونو که هغه د سائنس وي که د فکشن که تخليق يا د تنقيد وي پښتو ته ډېر زيات ضرورت دی .
بلائي ټس چا چې نن نه شپږويشت سوه کاله مخکښې د يونان پۀ يوۀ غرئيز. کلي کښې ژوند کاؤ . د دوئې دا درې نظمونه کوم چې طاهر ژباړلي دي يو د مور نصيحت دويم ورک شوې خط او دريم رېښتونې مرګ دي د مور نصيحت نظم کښې وايي چې کله زۀ د سپوږمۍ پۀ شپه بهر ځم نو مور مې زما پرتوغاښ ته دوې کلکې غوټي ورکړي ما ته اکثر وائي چې د پېغلو جېنکو سره لوبې کوه ماشومانو سره لوبې کوه زلمو هلکانو خبرو ته توجۀ مه ورکوه پۀ نيمکښو دروازو کښې بهر مه ګوره يو ماښام بۀ راشي چې د تا بېولو ته بۀ پۀ دروازې کښې ډولکي او باجې غږېږي
پۀ بل نظم ورک شوي خط کښې وائي چې افسوس ما نه د جانان خط ورک شوې دی که دغه خط چا وموندو نو زما مور ته بۀ ئی ولولي نو هغه بۀ ما د خوئيندو پۀ مخ کښې ووهي که دا خط نرينه وموندو نو هغه بۀ ما نه مينه او مهرباني غواړي که دغه خط د چا ښځې پۀ لاس ورغې نو ( وئ خدايه تۀ مې پرده پوښ شې ) نو هغه بۀ ټوله دنيا خبر کړي
دغو دوؤ نظمونو نه دا اندازه لګي چې نن نه شپږويشت سوه کاله مخکښې هم د زناناؤ د حيا تصور و . او د اول نظم پۀ اخرې حصې کښې دروازې ته د ډول باجې والا راتلل خو اوس هم پۀ سوئيلي اېشيا کښې شته ګنې پۀ پښتانو کښې خو دا رسم موجود دی .
پۀ دريم نظم رېښتونې مرګ کښې وائي اې اېفرودائتي د تا دا خوښه وه چې زما ښائيست د ختم شي زړۀ راښکونکي زلفې مې ورکې شي ؟ چې ائينه وګورم نو نۀ مسکا نۀ هغه شوخ رنګ او نۀ ښائيست دا زۀ دومره زر پۀ څلوېښتو کالو کښې ختم شوم ما ته داسې ښکاري چې پرون پېدا شوي يم اې نۀ فنا کېدونکې کېپروس ما خپل کټ شوي وېښتۀ ستا دپاره پرېښي دي .
پۀ دي نظم کښې بلائي ټس د پرې کړې شوؤ وېښتو ذکر کوي . اکېډمي ادبيات پۀ پېښور کښې د پښتو هندکو او د کهوار ژبو پۀ مناسبت سره يوه غونډه جوړه کړي وه پۀ هغې غونډې کښې پۀ فوک ادب چې پۀ هغو کښې ټپه ، ماهيه او د کهوار يو اولسي صنف اشور جان شامل و مقالې اوراول شوي وې د کهوار پۀ اشور جان باندې قاضي عنايت يوه مقاله اؤراولي وه هغۀ د يوۀ پخواني اشور جان ذکر کښې وئيلي و چې يوې مور لور ته اووې چې ستا خاوند ډېر ښکلې دی نو لور ورته اووې چې مورې زۀ ډېره ښکلي يم زما ښکلي زلفې چې د ورځې زما پۀ ټټر ځانګي او د شپې مې کټ نه ځوړند وي نو خاوند خپلې ښځې ته اووې چې د تا زلفو نه خو زما ږېره وفاداره ده ما سره بۀ قبر ته ځي او د تا زلفې خو بۀ د مرګ پۀ وخت پرې کېږي او هغه بۀ دلته ساتلې شي . دا اشور جان پنځۀ سوه کاله د قبل مسيح اشور جان دی دا وخت سکندر ( ٣٥٦ – ٣٢٣ ق م ) دغې علاقې ته نۀ و راغلې د دي اشور جان مطلب دا و چې د ښځو وېښتۀ بۀ پۀ مرګ پرېکېدل او ساتلې بۀ شو . دومره زاړو نظمونو نه مونږ ته دا پته ولګېده چې تهذېبونو يو بل نه ډېر څۀ اخستي دي . او يا دغه تهذيبونه يوبل سره نزدې پاتې شوي دي چې تحقيق غواړي . طاهر بونېرې د کار کولو صلاحيت لري امېد دی چې دوئې بۀ د پښتو دپاره نور هم ډېر کار وکړي .