م – ر -  شفق

پيدائښت ۶ جنوري۱۹۴۵  ـــــــــــــــ وفات ۳۰ اګست ۲۰۱۴

مجبور سوراني:  ښاغلی مجبور سوراني د يو قلار، نېک پرهېزګار او خوښ ګفتار علمي ادبي شخصيت نوم ؤ. شاعر او نثرنګار ؤ، بنو کښې د پښتو ژبي او ادب سرګرميو دوام ورکولو کښې مجبور سوراني مرکزي کردار ادا کړی ؤ. او د پښتو شمعې ته به يې هر څنګه حالاتو کښې د لري بري پتنګان راغونډول. د يو اديب او شاعر مقام پېژندلو او "حفظ مراتب" خيال ساتلو، احساس يې نوي کهول ته وربخښلی دی.

د مجبور سوراني، تنقيدي شعور او د ذمه وارۍ احساس ته زما پام هغو څو کرښو راګرځولی ؤ چي د "قند مردان" د دويم دور، شپږمه ګڼه کښې د محترم عبدالرحيم مجذوب يو غزل سره د ياد ګېرني په توګه چاپ شوې ده. دۀ ليکلي دي:

نثر نګار او نقاد: ښاغلی مجذوب نۀ يواځي د پښتو بهترين نظم ګو شاعر دی بلکې د پښتو بهترين غزل ګو هم دی.

بيا وضاحت کوي:

دا غزل ما د مجذوب نه د بنو ادب نومي کتاب دپاره اخستی ؤ خو د سنسر د سنګينو پابندو له کبله دا غزل د بنو ادب زينت نۀ کړی شو او دغسي د بنو ادب پنځويښتمه صفحه سپينه پاتې شوه.

په اوږد بحر کښې ويلي شوي د مجذوب صاحب د دغه غزل يو څو شعرونه د ياد تازه کولو لپاره تاسو ته وړاندي کوم.

چاک مي لمن خوله مي ګنډلې ښۀ وه، خو زړۀ يې سوړ نۀ شو په دا عاقبت لاس د ظالم مي تر ګرېوان ورسيد که چپ شي څو پوري به چپ شي سړی ځای په لېمو کښې ورله ورنۀ کړو موږ، يوسف مو خرڅ کړو په ارزانه بيعه ستوري بڼو ته د افغان ورسيد که چپ شي څو پوري به چپ شي سړی که محتسب باندي تارخه لګېږي، ستائي خواږه خواړه د می ميخواران ايله مجذوب تر خپل بيان ورسيد، که چپ شي څو پوري چپ شي سړی کال ۲۰۱۰ کښې چي د بنو ادب په نوي شان کښې شائع شو نو ښاغلي مجبور سوراني صاحب د خپل تنقيدي شعور او ادبي زمه وارۍ څرګندونه په دې الفاظو کښې کړې ده:

" ما د ترتيب مسئله د عمر په لحاظ سره حل کړه، البته طاهر کلاچوي صاحب اګرچي د عمر په لحاظ لسم نمبر دی خو د طاهر صاحب ادبي مقام دومره اوچت دی چي څوک هم ورنه انکار نۀ شي کولای، او د بنو په ادب د دوی دومره زيات احسان دی چي د هغې نۀ سترګي پټول به د نمر د سترګي نۀ انکاروي ځکه زۀ د دې کتاب ابتدا د طاهر صاحب د نوم نۀ کوم. هم دغه رنګ ښاغلی عبدالرحيم مجذوب چي  د عمر په لحاظ دوه ويشتم نمبر دی خو د بنو په ادبي تحريک کښې د دوی هلي ځلي د بنو د ادب د ارتقا لوی سبب دی او د بنو په اديبانو او شاعرانو کښې يې د تنقيد فن متعارف کړو او ادب کښې يې د جانان د غم سره سره د جهان غم هم ځای کړو. په دې سبب زۀ د ښاغلي مجذوب صاحب نوم د بنو په ادب کښې په دويم نمبر ليکم ......(بنو ادب ص ۱۵- ۱۶ کال ۲۰۱۰)

د دې اقتباس وړاندي کولو نه زما مقصد دا دی چي مجبور سوراني صاحب څومره په خوږ د بيان اختصار او باوقار انداز کښې د لوی همعصر اديب او شاعر مجذوب صاحب د ادبي مقام مننه کوي خو ورسره پخپله هم د يو ذمه وار نقاد په توګه لوستونکو سره همکلام دی.

اوس بنو ادب کښې (ص: ۴۳) چي د عبدالرحيم مجذوب صاحب غزل شامل دی دې رديف هم سړی دی.

داغ دپاسه داغ د اس په ځلي د کشته چراغ

تېره زمانه چي کله کله يادوي سړی

ښکاري به مجذوبه! بوالهوس ته چي دا لوبي دي

مينه ده مشکله هر سړي لره چي وي سړی

(ص۴۴) د بنو ادب

ملاقاتونه: سوراني صاحب سره زما څو ملاقاتونه پيښور کښې مرکزي اردو بورډ کښې شوي وو، سوئيکارنو چوک کښې د بورډ ريزيډنټ ډائريکټر مولانا فضل معبود صاحب مرحوم (د حوارو) له به وزګار وخت کښې تلم راتلم.

د کتابتون نۀ به مي څه لږه ډېره اسفتاده کوله او  مولانا صاحب مجلس کښې به ځينو اديبانو، شاعرانو سره پېژندګلو هم وشوه، دغو کښې مجبور سوراني صاحب سره ليده کاته شوی وو، زما دلچپسي ورسره په دې هم زياته شوه چي د پښتو سپېڅلې غزل ويونکی شاعر مطيع الله قريشي صاحب يې په رشته کښې وراره ؤ.

زړۀ مي ستا د زلفو نۀ چي ستا رخسار ته ورسيد

ښکار لکه له دامه شو ازاد انګار ته ورسيد

عام د سپرلي ګل ؤ خو حاصل د پسرلي دی اوس

ګل چي ستا د ذلفو نۀ زما دستار ته ورسيد

(مطيع الله قريشي)

زلفي او رخسار : زلفي او رخسار د مجبور سوراني شعري مجموعه دغه موده کښې د طباعت په کاليو ښائسته شوې وه اباسين ارټس کونسل د کال (۱۹۷۵) غوره کتاب په توګه په اول انعام نمانځلی ؤ چي بيا پېښور پوهنتون او ګومل پوهنتون (ډېره اسماعيل) د پښتو ايم اې نصاب کښې شامل کړی ؤ.

 د زلفي او رخسار د ادبي اهميت زياتولو لپاره د پښتو استاد پوهاند پريشان خټک دا يوه جمله د سند حثيت لري. ليکي:

"د پښتو ادب د يو استاذ په حيثيت زۀ په ډاګه دې ويلو ته تيار يم چي د ځينو شعرونو په حقله يې په شرح کښې که لوی مقالې هم ويلي شي نو مفهوم به يې پکښې راغونډ نۀ شي.

 مجبور سورانی صاحب: د زلفو او رخسار خبري پخپله داسي کړې دي:

ګېر چي تصور مي تل د زلفو پېچ و خم کښې دی

ولي به يارانو، د زندان خبري نۀ کوم

 

دا چي د رخسار نۀ دي رنګينه شاهراه جوړه کړه

ما خو درته وې چي د هجران خبري نۀ کوم

 

ښه شوه د مجبور غزل ګوئي نۀ چي خبر شومه

بيا به په سرحد کښې د ايران خبري نۀ کوم

د يوې صدۍ د ادب هنداره: د مجبور سوراني بنو ادب ستائلي شوې ادبي تذکره ده، اوس چي دا په دويم ځل (۲۰۱۰ ) کښې سره د نوې اضافو چاپ شوې ده، او د بنو د نوي دور نوي شاعران اديبان پکښې ځای شوي دي نو دا د ۱۸۹۳ کال نه ۱۹۴۰ پوري د کال ۱۹۴۱ تر کال ۲۰۱۰ پوري او د کال نۀ تر کال پوري په دريو دورونو مشتمل تذکره ده، اهميت يې نور زيات شو او بېشکه چي دې ته د بنو د شاعرانو اديبانو په حواله د يوې صدۍ د ادب هنداره ويلي کېدی  شي.

ادبي خدمات: د عملي ادبي هاندو هڅو نۀ يو طرفته به د پښتو ادبي مجلو کښې د مجبور سوراني يو شمېر مضامين او د مقالې وخت په وخت چاپ شوي دي. مياشتنۍ اباسين کښې شائع شوې يوه مقاله زما له نظره تېره شوې وه، دا د نعت شريف تاريخي ارتقا په بابله د مجبور سوراني صاحب يو ځانګړی او په دې موضوع پښتو کښې ناوياته ليکنه وه. د عقيدت ګلونه نعتيه کلام په  ۱۹۹۹ کښې رڼا لار ۲۰۰۳ کښې چاپ شوي کتابونه دي، د تاريخي يو څو پاڼي هم د مجبور سوراني يوه ادبي ګلدسته ده، چي د پښتو په مينه والو يې پيرزو کړې ده.

د اسلام معاشي نظام: د اسلام معاشي نظام په بابله د مجبور سوراني يوه مقاله کال ۱۹۸۷ کښې کتابي بڼه کښې  د مينه والو نظر ته هر کلی ويلی دی د معاشي نظام دا يوه خاکه او سرسري جائزه ده چي سوراني صاحب پخپل فکر د قرآن پاک او احاديث نبوي  د لوستني په رڼا کښې تياره کړې او ترتيب کړې ده هر کله چي اسلام د الله پاک غوره کړی دين دی او د انساني ژوند دپاره تر قيامته مکمله ضابطه ده، نو ظاهره ده چي معاشي نظام او د اقتصادي معاملو څانګه هم د اسلامي نظام حکومت يوه تړلې برخه ده، مجبور سوراني صاحب پښتو مقاله کښې د اسلام معاشي نظام په حقله خدوخال (کړه وړه) څرګند کړي دي او د اسلامي فکر معاشي ماهرانو او عالمانو اديبانو ته يې بلنه ورکړې ده چي د اسلام معاشي نظام يوه خاص د بحث موضوع وګرځوي، خو تر کومي چي په يو ملک کښې په سوچه معنو کښې اسلامي معاشي نظام جاري کېدل ممکن نۀ دی. مجبور سوراني صاحب هم منلې ده چي د دې کاميابيدو دپاره ضروري ده چي ګړد ماحول او معاشره په اسلامي رګ کښې رنګ کړی شي او د اسلام ګړد اصول جاري کړی شي.

يو علمي او مذهبي شخصيت: ښاغلی مجبور سوراني، د يو شاعر او نثر نګار په حيث بنو کښې او د پښتونخوا نورو سيمو کښې هم پېژندګلو پيدا کړې وه، خو د شخصيت يو اهم اړخ د درناوي خاص وصف يې دا ؤ چي دی يو ديني عالم او مدرس ؤ، او په دې حېثيت کښې يې تر خپله وسه د اسلام او اسلامي تعليماتو خپرونه کړې ده. د دۀ پوره او سم نوم عبيد الله ؤ. د خپل نوم په مناسب يې د خپل خوږ دين، رڼا خپرولو کښې علمي کار کړی دی. او کله چي د دۀ پلار محترم مولانا عبدالحق سوراني وفات ( ۱۹۸۰) شو، نو مجبور سوراني د پلار په علمي مسند کښېناستو، په دې حواله يې کامياب پر مختګ وکړو، او د د رس و تدريس حلقې ته يې د ديني مدرسې شکل ورکړلو چي اوس د جامعه حقانيه سوراني په نوم ديني خدمات تر سره کوي.

د اسلامي علومو ابتدائي او د درس نظامي کتابونه يې د خپل پلار مولانا عبدالحق نه ويلی ؤ چي د علاقې يو جيد عالم دين او منلی شوی فقه ؤ، بيا د بنو ښار "معراج العلوم" کښې داخل شو. څه لږه موده يې د اکوړه خټک جامعه اسلاميه کښې هم سبق ويلی ؤ، او اخير کښې يې د احاديثو دوره کال ۱۹۶۷ کښې د لاهور جامعه اشرفيه کښې کړې وه.

د سوراني استاذان: د عبيد الله مجبور سوراني د ديني پوهي او علمي درنښت اندازه ښه په اسانه د دې نه هم لګيدی شي، چي د دې د کومو کومو استاذان نه زده کړه او استفاده کړې وه، دغو کښې د دوی والد صاحب مولانا عبدالحق سوراني د بنو معراج العلوم مدرسان او د هندوستان پاکستان د لويو عالمانو استادانو، استاد مولانا محمد رسول خان هزاروي هم شامل دی د چا نه چي يې  ترمذي شريف لوستی ؤ. دغسي بخاري شريف يې د مولانا محمد ادريس کاندهلوي نه ويلی ؤ، او ترمزی شريف يې د مولانا عبيد الله انور نه لوستی ؤ، دا ټول هغه پياوړي عالمان دي د چا عظمت ته چي يوه زمانه په عقيدت او احترام سلام کوي دومره لويو او پاکيزه عالمانو سره نسبت او نزديکت هم د مولانا عبيدالله مجبور سوراني مقام د عزت بام ته رسوي په ګور يې نور شه، او زۀ ورته د ښکلي جاويد احساس په الفاظو کښې نيکي پيرزويني وړاندي کوم. 

ظرف ته يې ګوره له بدرنګو هم مخ نۀ اړوي

ذوق ته يې ګوره کړي د ښکليو استقبال ائينه

حوالې:

بنو ادب

د اسلام معاشي نظام  

 

 

 



FaLang translation system by Faboba