عارف تبسم 

ليک کول يو انفرادي صلاحيت دی او دا صلاحيت هر هغه څوک تر لاسه کولی شي چې په رسمي يا غېر رسمي توګه د خواندګي يا ليک لوست هنر زده کړي ، خو تخليقي ليک کول، څېړنه او تحقيق کول ، تنقيدليکل او تاريخ له يو انتقادي نقطه نظر سره وړاندي کول هغه صلاحيتونه دي  چي قدرتي دي او په مسلسل مشق ، رياضت او کمټمنټ باندي نور هم جوت کيږي . تر دې عمل تېرېدونکي ليکوال شاعر و اديب ، محقق ، نقاد او مؤرخ ګڼل کيږي . په يوۀ ليکوال کي د تخليق ، تحقيق ، تنقيد او تاريخ څېړني صلاحيتونه په ډېر مشکل سره ليدل کيږي . يا بيا ډېر داسي ليکوال شته چې هغه په دې څلور واړه مېدانونو کي ليکل کوي خو په يوه نا يوه مېدان کي يې د جوهر او هنر نيمګړتياوي رابرسېره شي. 

خو نن چې زۀ دلته د کوم شخصيت ذکر کوم هغه په دې څلو واړه مېدانونو کي ليکل کوي خو د خپل تخليقي جوهر او تحقيقي هنر په تاله يې چې هر څۀ تللي او وړاندي کړي دي هغه نۀ يواځي د تخليق او تحقيق تقاضې پوره کړي دي بلکه په دې مېدانونو کي د يو مکملي او نوي اضافې په توګه منل شوي دي . زموږ دې تخليق کار چې شاعري کړې ده نو يواځي يې رديف ، قافيې او بحر په يوۀ بل نۀ دي سره پرله پوري کړي بلکه د دوئ شاعري رجحان سازه پاته شوې ده . په غزل کي د دوئ د نوؤ نوؤ تجربو تقليد د دوئ بې شمېره هم عصره شاعرانو کړې ده . د تحقيق په مېدان کي زموږ دې محقق يواځي معلومات نۀ دي راغونډ کړي بلکه هر څۀ چې يې راغونډ کړي دي د هغه تجزيه يې کړې ده او له نوؤ اضافو سره يې وړاندي کړي دي او د پښتو د تحقيق پانګه يې پرې زياته کړي ده . هم دغسي چې زموږ دې نقاد کله په تنقيد قلم پوري کړی دی نو د هغه تر تنقيد لاندي چې هر څوک راغلی دی د هغه د فکر او فن مخفي اړخونه يې را برسېره کړي دي او د تنقيد منصب يې په صحيح معنا تر سره کړی دی .  زموږ دا ليکوال يو مؤرخ هم دی او دوئ تاريخ يواځي د واقعاتو د وقوع پزير کېدو د عمل په توګه نۀ دی ليکلی  بلکه دوئ د هغه واقعاتو له سرکاري فايلونو بيا له هغه واقعاتو سره د تړلي کردارونو تر اولسي مآخوذونو پوري هم ځان رسولی دی . د دې تخليقي جوهر او تحقيقي هنر خاوند يو داسي شخصيت هم دی چې د قلم او فن په مېدان کي د سلګونو ځوانانو روزونکی اود هغو د صلاحيتونو د را برسېره کولو د پاره INSPIRATION  دی . 

د سيد خېر محمد عارف هم لکه د نورو ډيرو ليکوالو له قلم سره اول  تخليقي تړون د شاعري له لاري پيدا شوی دی .  په کوم وخت کي چې عارف صاحب د ځوانۍ  باد وهلی ؤ هغه زمانه کي په بوري کي د بانډارونو محفلونه ډېر تاودۀ  ؤ نو ځکه دوئ د بانډاري سندرو په تخليق کي هم خپله برخه اچولې وه  او نن څۀ پنځه پنځوس کاله پس هم په بوري کي چې کله د بانډار محفل وي نو د عارف صاحب د ځوانۍ هغه سندري ويل کيږي . دا بانډاري سندري خو عارف صاحب  د دې محفلونو د تاودۀ ساتلو د پاره ليکلې خو د عارف صاحب اصل ميدان باقاعده شاعري وه او له غزل سره د دوئ عشق ؤ . د ۱۹۶۰  د لسيزي په لمړي کلونو کي له غزل سره د عارف صاحب عشق د يو بل پړاؤ په خوا روان شو . بيا هغه وخت د ارواښاد سعيد ګوهر نزدې ملګرتيا او د پروفېسر ربنواز مائل په قربت کي دوئ نۀ يواځي د خپلي شاعري د ملکې د بناؤ سينګار له پاره نوي رنګونه کشيد کول شروع کړو بلکه د هغه تاريخ ساز ادبي تنظيم بنسټ يې هم کښېښوولو چې نن هم د پښتو ادبي ملګري لورالايې په نوم د خپلو فعاليتونو له کبله په لر او بر پښتون وطن کي پېژندل کيږي . عارف صاحب او ګوهر صاحب به هغه وخت په ګډه په غزل کي نوي نوي تجربې کولې ، په يوه بحر او رديف او قافيو کي به د دوئ غزلي په اولس او نورو اخبارونو کي څنګ په څنګ چاپېدلې . زۀ په ډاګه دا وايم چې د دوئ پس بيا د هغه وخت ډيرو شاعرانو د  دوئ له تجربو د شاعري زده کړه کوله ، ځکه خو بوری او لورالايې د نوي شاعري  په اړه د يو مرکز په توګه و پېژندل شو او تر اوسه پوري په پښتو شاعري کي د لورالايي يو جلا او منفرد رنګ قايم دی. د لورالايې ددې مرکزي مقام په ګټلو کي د عارف صاحب بنيادي رول پاته شوی دی . 

 له ننه پنځويښت کاله مخ کي موږ چي کله شاعري پېل کړې وه  نو به مو د عارف صاحب د شاعري ډايرياني کور ته را سره وړلې او په وار وار به مو لوستلې .  عارف صاحب شاعري کړې ډېره خو چاپ کړې يي لږ ده . نن عارف صاحب د شاعري يو چاپ کتاب د " دېوالونه ويښ دي " په نوم لري چي زما په خيال  د دوئ د شاعري چټانګ برخه به وي . 

عارف صاحب غزل هم ليکلې ده او نظم هم او په دواړو کي د دوئ خپل رنګ له ورايه ښکاري . د دوئ په شاعري کي د فکر او هئيت په اړه نوی رنګ ليدل کيږي  . په فکري اعتبار که يوې خوا ته دوئ د حسن و عشق و بيان ته په ساده ټکو کي نوې ځلا وربخښلې ده نو و بلي خوا ته د دوئ په شاعري کي د وطن درد او ناوړه پېښو اظهار هم په داسي پېرايه کي بيان شوی دی چي لوستونکي او اورېدونکي يې په خپل زړۀ کي محسوسوي . د عارف صاحب د شاعري يو څو بېلګي: 

د يوه وږي دانې يو ، دواړه بېل بېل اڼل کيږو 

 دواړه ګوتي د يوه لاس يو، دواړه بيا لاس او ګرېوان يو

څلور څلور په څلو لارو يې څلور ځايه کړو   

خدايه د کور سړی د کور په حساب نۀ پوهېدو

هره لمحه يې لکه ګټی ښور په فکر غواړي 

ژوند يو قطار دی چې پکښې دي په سوونو ليکي 

ما ول چې وران به کړم د تور نصيب ليکلي توري   

په شان د سترګو له تحريره سره تلم راتلمه

سم سړی وم ، سم درسره کوږ شومه           

شنې لښتي! کاږه دي په ايمان کي شته

وچ پر ځای ولاړ د ظرف دليل نۀ دی        

کاڼي ورول نۀ دي د غرۀ په واک

لکه ښۀ ناول تر پايه مي ساتي په تجسس کي

يار هغه دی ورته ګورم، راته کاندي کيسې نوي 

خبره دا نۀ ده چې اور يې په کور چا پوري کړو 

خبره دا ده چې پرېدی پور له تربوره کاږي

نۀ د خپل ذات تر ايسار وځي نۀ دنيا ته ګوري

خلګو بدل کړ خپل جهان ، پښتون هغه په هغه

کومه بلا وه په کلا را ګډه شوې خدايه      

نری نری زګېروی د کور په ټولو خونو کي ؤ

ږغ مي نۀ رسي و تا ته، ولوېدم و داسي څاه ته، ووايم څۀ و دنيا ته

فکر وړی يم وځان ته، چې د جسم و زندان ته، زۀ رڼا شم که تياره شم

سيد خېر محمد عارف د تحقيق د پاره د فوکلور يا اولسي ادب ميدان ځان ته غوره کړی دی . هغه د جنوبي پښتونخوا د اولسي شاعري تر ټولو مهمه صنفونه "کاکړي غاړي" او د "اتڼ ناري" نۀ يواځي راغونډي کړي دي بلکه په دې اولسي شاعري کي يې د باقاعده ادب بڼي د لټولو هڅي کړي دي . " د غاړو ادبي کړۀ وړۀ " د عارف صاحب هغه زيار دي چې يوې خوا ته يې په سلګونو غاړي خوندي کړي دي نو و بلي خوا ته يې د غاړو د مختلفه اړخونو او ددې سيمي د اوسېدونکو له ژوند ژواک سره يې د هغه د تړون تنقيدي او تجزياتي جاج  هم اخستی دی . دا کتاب موږ ته د غاړو د ارتقايي عمل سره سره هغه اړخونه هم را څرګندوي چې هغه په باقاعده ادب او شاعري کي ليدل کيږي . زما په خيال په کاکړي غاړو رنګه اولسي شاعري کي د باقاعده شاعري فني اړخونه  څېړل او د هغه ادبي کړۀ وړۀ را برسېره کول د عارف صاحب د تحقيق کارنامه ده.  ددې تړون په اړه څېړنه تر دې له مخه بل چا نۀ ده کړې ځکه خو "د غاړو ادبي کړۀ وړه" د پښتو په څېړنو کي يوه نوې اضافه ده . د يو تحقيق بنيادي مقصد هم دا وي چې هغه نۀ يواځي خوارۀ وارۀ معلومات سره را غونډ کړي بلکه د هغه معلوماتو په اړه څۀ داسي مواد هم را برسيره کړي چي تر دې له مخه منظر عام ته نۀ وي راغلي . 

د عارف صاحب د تحقيقي هنر هم دغه سټايل  د هغه په يوه بل تحقيقي زيار "د اتڼ ناري" نومي کتاب کي ليدل کيږي . دلته هم عارف صاحب په سلګونو د اتڼ ناري يا د اتڼ غاړي را غونډي کړي دي . خو ددې هر اړخيزه تاريخي، کلتوري او ټولنيز جاج يې هم اخستی دی . دلته هم دوئ د اتڼ او د ډهول د قسمونو، د ودونو او نورو خوشحاليو په موقع او د جنګونو په مهال د ډهول وهلو په اړه په زړۀ پوري بحث کړی دی . او له دې سره سره يې په دې نارو کي د منظر کشي  او د هغي وخت د حالاتو په عکاسي باندي ښۀ تجزيه وړاندي کړې ده . په دې کي شک نشته چې عارف صاحب خپل هر تحقيقي زيار هر وخت له نوؤ اضافو سره وړاندي کړی دی . 

نن چې کوم خلګ پښتانۀ د ترهګر په نوم يادوي او يا د ټول قام اميج د يو دهشتګرد قام په توګه وړاندي کوي که هغوئ د عارف صاحب د کاکړي غاړو او د اتڼ د نارو کتابونه و لولي نو به هغوئ په دې سوچ مجبوره شي چې د يو قام عام اولس د کاکړي غاړو غوندي اجتماعي تخليقي عمل برخه وي، هغوئ چې د ډهول او اتڼ سره تر حد زياته مينه لري، په غاړو او د اتڼ په نارو کي د خپلو نازکو احساساتو، ميني، خپلوي او خوشحالي څنګه اظهار کوي هغه قام هيڅکله هم ترهګر نشي کېدی .

هم دغسي سيد خېر محمد عارف په "زموږ غازيان او شهيدان" کي د پښتون قام د هغه اتلانو تاريخ راغونډ کړی دی چا چې په جنوبي پښتونخوا کي  د انګرېزانو له غلامي څخه د آزادۍ د پاره نۀ هېرېدونکي هڅي کړي دي او خپل ژوند يې په وطن قربان کړی دی . دلته هم عارف صاحب صرف واقعات نۀ دي راټول کړي د هغه واقعاتو او د هغه وخت د حالاتو تنقيدي جاج يې هم اخستی دی  چې دا رنګه اتلان پکي زيږي او د خپل قام او اولس د تشخص د پاره مبارزه کوي. عارف صاحب ددې کتاب دويم ټوک هم ترتيب کړی دیاو په دې ټوک کي يي د هغه شخصياتو اصل څيره هم څرګنده کړې ده  څوک چې د تاريخ په مسخ کړي بڼه کي د اتلانو په نوم ياديږي خو په اصل کي د هغو کردار د قام او اولس د ګټي خلاف پاته شوی دی . د يو تاريخ دان کار هم دا وي چي هغه دي د تاريخ په اوږدو کي د تيرو شوو واقعاتو او شخصياتو حقيقي تصوير و اولس ته  وړاندي کړي . هم دغه د عارف صاحب د تحقيق او تاريخ ليکني بنيادي وصف دی چي دوئ نۀ خو له مصلحت پسندۍ څخه کار اخلي او نۀ تاريخ د دربار د پاره ليکي .  د تاريخ ليکني دا يوه لويه الميه پاته شوې ده چي هر وخت په دربار کي او د دربار په خوښه ليکل شوی دی ځکه خو موږ ته ډېر داسي تاريخونه په مخه راځي چي مسخ شوي دي ، د دربار او د هغه وخت د حکمرانانو په خوښه ليکل شوي دي.  هغه تاريخونه ډېر کم دي چي د اولس له پلوه ليکل شوي وي او په هغه کي د اولس ماضي هم هغسي خوندي کړل شوي وي لکه څنګه چې هغه تېره شوې وي. دا خوبي موږ د عارف صاحب په ليکلي  تاريخونو کي وينو چي دوئ يواځي په درباري حوالو اکتفا نۀ ده کړې د تاريخ تر اولسي سرچينو يې ځان رسولی دی او بيا يې هغه د خپل ليک برخه ګرځولی دی .  

د تاريخ نويسي  دا خوبي د عارف صاحب په يو بل تاريخي زيار "ترين او ترينو" کي ليدل کيږي . دلته هم عارف صاحب د ترين قبيلې د تاريخ په اړه موجود ټول مواد چڼلی دی ، په شاهرګ او هرنايي کي د خپل تېر کړي وخته څخه  ګټه اخيستې ده، د ترينانو له معتبرينو څخه يې معلومات اخيستي دي ، له عام اولس سره د ترين او ترينو لهجې په بابله ږغېدلی دی ، د ترينانو د ژوند کړۀ وړۀ ، او د هغو لهجه يې ښۀ مشاهده کړې ده  . بيا يې دا کتاب ليکلی دی . ګوا موږ دا ويلی شو چې  عارف صاحب  د يو ښۀ تاريخ نويس غوندي د عام اولس له Local Wisdom  هم کار اخيستی دی .  ځکه خو دا زيار موږ ته د ترين قبيلې د مختلفه ښاخونو د تاريخ سره سره د ترينو لهجې ځانګړتياوي هم را ښيي او ورسره اووه سوه هغه ترينو توري هم وړاندي کوي چي د لهجې په اعتبار بيل خو د ساخت او معنا په لحاظ د پښتو ژبي سره ټينګ تړون لري .  زما په خيال د عارف صاحب دا زيار دا خوبي هم لري چې د نورو څېړنو دپاره لاري پرانيزي . يقيننا دا زيار هغه ګنجايشونه پيدا کړي دي چې د هغه په اړه نوري څېړني مينځ ته راشي . 

د يو شاعر ، محقق او مؤرخ سره سره عارف صاحب يو نقاد هم دی .  د نقاد په حېث تر اوسه  پوري د دوئ د مقالو څۀ ټولګه لا چاپ نۀ ده خو وخت په وخت په بيلا بېلو مجلو کي د دوئ کومي تنقيدي مقالې چاپ شوي دي له هغه څخه د دوئ د تنقيدي مهارت ښۀ اندازه لګېدلی شي .  په دې مقالو کي موږ ليدلی شو چي که په څۀ موضوع يې خپل فکر وړاندي کړی وي او که يې بيا د يو چا د فن تنقيدي جاج اخيستی وي نو هلته يې د تنقيد د منصب پوره پوره حق ادا کړی دی . د عارف صاحب د تنقيد انداز تاثراتي نۀ دی ، دوئ په صحيح معناد چا فن او يا د يوې فنپارې فکري او فني ځانګړتياوي او نيمګړتياوي په ګوته کړي دي . تنقيد د چا د فن او فکر داسي پوسټ مارټم وي چي په کي د يو چا د جوهر او هنر داسي پلټنه کيږي چي هغه اړخونه يې هم را برسيره شي چې د عامو لوستونکو څخه وډر وي . په پښتو ادب کي چې زياتره تنقيد ما لوستی دی هغه يا خو د مبالغي تر حده له ستاينو ډک ليک وي  او يا بياد چا په ليک کي يواځي د خاميانو د رابرسيره کولو عمل ته د تنقيد نوم ورکول کيږي چې زما په خيال تنقيد کم تنسيخ او تنقيص زيات وي . خو عارف صاحب په خپل تنقيدي ليک کي له دې دواړو عملونو څخه ځان ساتلی دی او په صحيح معنا يې د تنقيد ليکلو هڅه کړې ده .

د عارف صاحب په تخليقي ، تحقيقي ، تاريخي او تنقيدي جوهر او هنر کي يو داسي مشترک قدر دی چي د يو تخليق کار، محقق ، مؤرخ او نقاد په حېث د دوئ په هر ليک کي ليدل کيږي او هغه قدرمشترک د فکر سوچه والی او قلمي ديانت دی . دوئ چې هر څۀ ليکلي دي په يو سوچه فکر او ايمانداري باندي يې ليکلي دي – د دوئ په ليک کي د ايمانداري او شرافت چې کوم اظهار لوستونکي ليدلی شي هم هغه ايمانداري او شرافت د عارف صاحب د شخصيت بنيادي وصفونه دي . دا ښۀ تخليق کار ، محقق ، مؤرخ او نقاد يو ډېر لوئ انسان هم دی ، يو انتهايي مخلص ملګری دی ، د يو پلار رنګه شفيق استاد دی اويو ذمه واره ، ايمانداره او فعاله ادارا جوړونکی هم دی .  دوئ له خپلو دوستانو او ملګرو سره په ډېر اخلاص خپله ملګرتيا پاللې ده او او تر اوسه يې پالي . د يو استاد په توګه دوئ په سلګونو ځوانان روزلي دي او د زده کړي په دې عمل کي يې کله هم خپل علم او هنر نۀ دی ځيني سپمولی . دوئ هر وخت د ادارو په جوړولو کي مهم رول لوبولی دی . د پښتو ادبي ملګري لورالايي له جوړولو څخه بيا ددې تر نظارت لاندي بې شمېره قامي او بين المللي غونډو جوړولو تر شا د عارف صاحب فعاله کردار او قايدانه صلاحيتونه پاته شوي دي . او نن چې دوئ د پښتو اکېډمۍ کوټي کومه ذمه واري په سر اخيستی ده نو د خپلو ملګرو په شمول يې د اکېډمۍ د فعاله کولو وظيفه هم په ډېره ايمانداري او ذمه واري تر سره کوي . عارف صاحب کله هم ادارې د خپل ذات د پروجېکشن دپاره نۀ دي استعمال کړي . دا د دوئ د شرافت انتها ده چې د څۀ صلې د توقع  بغېر يې د ژبي او ادب و خذمت ته ملا تړلې ده او له تيرو څۀ پنځه پنځوس کلونو راسي دا خذمت کوي . که څۀ هم د دوئ ژوند د روزګار له خواريو ډک پاته شوی دی خو له قلم سره يې خپل تړون و شلېدلو ته نۀ دی پرې اېښی . عارف صاحب به نوکري د سرکار کوله خو چاکري به يې د پښتو کوله . د دوئ دفتر به د ژبي او ادب او د ځوانانو د روزني مرکز ؤ. د دوئ په دفتر کي به د سرکاري کار تر څنګ مشاعرې ، سيمينارونه او ادبي ناستي زياتي کېدلې . زما ښۀ په ياد دي چې د دې ټولو ناستو او غونډو د چايو او بسکټو خرچه به عارف صاحب له خپله جېبه کوله . دوئ کله هم خپل وخت او خپل وسايل د ژبي له خذمته نۀ دي سپمولي . 

سيد خېر محمد عارف يو داسي ملنګ شخصيت دی  چې هر وخت د نمود و نمايش له اثره ليري پاته شوی دی او تر اوسه پوري ليري ځيني اوسي . دوئ هر وخت د يو Back Bencher  رنګه چرته شا ته ولاړ وي خو د هري Show   په کاميابي کي د دوئ رول همېشه مرکزي وي .  بې شمېره ځوانانو د ژبي او ادب د چوپړ د دې انداز اغېز له عارف صاحب څخه اخيستی دی او نن په ادب کي ډېر فعاله کردار ادا کوي . د عارف صاحب شرافت او ايمانداري او د ژبي د خذمت دې جذبې په ټوله پښتونخوا کي دوئ ته د عزت او احترام داسي مقام ور ګټلی دی چي هر څوک د عزت په سترګه ورته ګوري . ادبي دنيا ده، سياسي مېدان دی او که اولسي ډګر دی ، هر چيري د عارف صاحب د شرافت منونکي او هغه ته بېخي زيات احترام لرونکي موجود دي . دا عزت او دا مقام په ژوند کي ډيرو کمو خوش نصيبه خلګو ته ور په برخه کيږي . و عارف صاحب ته احترام لرونکو او د دوئ د ادبي خذمتونو برملا اعتراف کوونکو دا خبره ثابته کړې ده چي پښتون مرده پرست قام نۀ دی هغوئ خپل مشران او د ژبي او ادب خذمتګاران په ژوند ستايي . 

 زۀ پخپله په دې خبره ډېر وياړ کوم چي زۀ  د عارف صاحب په روزنه کي پاته شوی يم . ما له دوئ څخه نۀ يواځي د شعر و ادب رموز زده کړي دي بلکه د شرافت او ايمانداري ژوند مي هم زده کړی دی. ما د خپلي هلکواني او ځوانۍ هغه وخت د عارف صاحب په تربيت کي تېر کړی دی په کوم وخت کي چي يو معمولي لغزش د يو ځوان ژوند په چپه خوا وړلی شي . زۀ ډېر خوش نصيبه يم ما ته د عمر په هغه برخه کي د عارف صاحب روزنه نصيب شوه . خدای دي و عارف صاحب ته اوږد او صحتمند ژوند ورکړي  چي دوئ هم دا رنګه نۀ يواځي د ژبي او ادب نور خذمت وکړي بلکه د نورو سلګونو ځوانانو د پاره هم  رول ماډل و ګرځي . (آمين)

 



FaLang translation system by Faboba