مولانا عبدالخالق مندوخېل
زموږ د سيمي د ادب په بهير کښې خو د شاعرانو، اديبانو، ليکوالانو او عالمانو تذکرې او ژوند ليکونه زيات ليکل شوي دي خو د تاريخي اثارو قلمي نسخو او کتب خانو پر احوال تذکرې، تحقيق او څېړنو ته ډېرو کمو محققنو او څېړنوالو پام لرنه کړې ده. اهل علم و دانش په دې حقيقت پوهـ دي چي د تاريخي اثارو او قلمي نسخو پلټنه او څېړنه د هغوی پېژند ګلوي او د خپرولو هڅه د علم و ادب په تاريخ او ارتقا٫ کښې ډېر لوی قدر و ارزښت لري. ځکه چي مخطوطات د علم و دانش هغه مېراث دی چي اسلافو راتلونکي نسلو ته پرېيښی دی، د نيکونو د دې علمي ورثې ساتنه و احيا٫ پر نوي نسل قرض او فرض ده. په دې احساس څه کرښي پر کاغذ کښلو ته اړ شوم. زۀ په دې ليکنه کښې د مولوي رحمت الله مندوخېل په کتابتون کښې د پښتو د قلمي نسخو په باب يوه لنډه پېژندګلوي او يادونه وړاندي کوم که څه کمي ولري نو هغه د ځان کم علمي ګڼم، اهل علم بې را په ګوته کړي.
مولوي رحمت الله مندوخېل (زوکړه: ٫۱۸۹۵ ، وفات: ٫۱۹۸۵) زموږ د سيمي لوی عالم، فاضل، فقيه، محقق، تاريخ دان او مصنف د ګڼو تصانيفو تېر شوی دی. د دۀ کتب خانه د دې سيمي يوه لويه او تاريخي کتب خانه ده، ډېر ناياب و نادر تاريخي دستاويزات، نقشه جات، آثار، مثلونه او قيمتي کتابونه دلته د نوموړي د عالم فاضل زوی مولانا عبدالحی مندوخېل تر نګرانۍ لاندي خوندي دي. له چاپي کتابو علاوه د قلمي نسخو يوه ښه درنه ذخيره هم دلته ساتل شوې ده. دغه خطي نسخې په عربي، فارسي، پښتو، اردو او انګرېزۍ ژبو کښې پر بېلابېل علومو او فنونو لکه تفسير، حديث، فقه، اصول، لغت، تصوف، تاريخ، فلسفه و کلام، طب و جراحي، عروض و مواريث، منطق و حساب، نحو و صرف، بلاغت و معاني، نجوم و فلکيات، ادب و شاعري باندي محيط دی.
دلته کم و بېش (۳۰۰) څخه زياتي قلمي نسخې او تاريخي اثار خوندي دي.
زۀ مشکور او احسان مند يم چي فاضل استاذ مولانا عبدالحی مندوخېل چي په خپله هم د تاريخ او تاريخي اثارو او مخطوطات شناسي د علم درنه خزانه ده، په وريني تندي، استاذانه شفقت او علمي سخاوت سره يې موږ ته د قلمي نسخو په باب لار ښونه وکړه او د کتلو اجازه يې راکړه.
په دې لړ کښې لومړی د هغو قلمي نسخو يادونه کوو چي له هغو څخه نوي تاريخي حقائق او معلومات څرګندېږي:
(۱): ديوان هِرا ـــ احمد شاه بابا:
دا د احمد شاه بابا د ديوان هغه خاص قلمي نسخۀ ده کمه چي د شاه افغانستان "سرکاري کاتب (State secretary) يعقوب" په خپل لاس ليکلې ده. نو دا د احمد شاه په ژوندانه ليکل شوې سرکاري و تاريخي نسخه ده.
له دې نسخې دا تاريخي حقيقت هم څرګندېږي چي د احمد شاه بابا د ديوان اصل نوم "ديوان هرا" دی که څه هم دا د ديوان احمد شاه بابا په نوم چاپ دی خو اصلي نوم يې "ديوان هِرا" دی. د دې قلمي نسخې په پای کښې کاتب يعقوب داسي ليکي:
"نسخه ديوان هرا تصنيف احمد شاه دُرِّ دَرَان خَلدَ اللهُ مُلکه و سُلطانه، کاتبه يعقوب ۱۱۸۳ هـ "
د دغه تاريخي حقيقت ذکر په احمد شاهي دوره کښې ليکل شوي تاريخي فتاویٰ "فتاویٰ احمد شاهي" هم کړی دی. د فتاویٰ مصنف د شاه ستاينه د کتاب په خطبه کښې داسي کړې ده:
"هم عالم دی هم شاعر دی
په نکتو کښې ډېر ماهر دی
چي د دۀ ديوان هرا دی
په تحقيق سره هيرا دی
تر هيرا بلکې فائق دی
مشتمل په دقائق دی"
(فتاویٰ احمد شاهي ص :۴)
په پورتني ذکر شوي توکي کښې دا دعايه کلمات "خلد الله ملکه و سلطانه " (خدای دي د دۀ باچهي او سلطنت تل اباد لري) څخه هم دا څرګندېږي چي دا قلمي نسخۀ هغه مهال ليکل شوي ده چي "بابا" لياز مندی او پرشاهي تخت ناست دی.
(۲): د مهمو تاريخي حقائقو د څرګندوني په اړؤند دويمه مهمه قلمي نسخه د اخون دروېزه بابا د "مخزنِ اسلام" خطي نسخه ده. پر دې نسخه د فاضل محقق مولانا عبدالحی مندوخېل دغه لاندي ليکل شوي نوټ د غور لائق دی، دی ليکي:
"د مخزن اسلام دغه قلمي نسخۀ درې سوه څلوېښت (۳۴۰) پاڼي باندي خپره ده او ډېره پنډه نسخۀ ده، په مقابل کښې چي يې د مخزن چاپ شوې نسخه ګورو هغه يو سل شپېته (۱۶۰) پاڼي ده حالانکې د چاپي نسخې کچه (سائز) د دې قلمي نسخې تر کچه کم دی. بله دا چي د چاپي نسخې چي کم عبارتونه په "تذکره صوفيائے سرحد" کښې راغلي دي هغه د دې قلمي نسخې له عبارتو څخه ښکاره بدل دي. نو په مخطوطه او مطبوعه متن کښې واضح فرق موندلی شوی دی پلټنه يې ضروري ده."
د "مخزن" درې نوري قلمي نسخې هم په دې کتابتون کښي شته چي يوه په کښي د ملا عبدالغني زوی د ملا شير خان کاسي کيتر استوګن د دارالاامان ملتان په ۱۱۷۰ کښې لاس ليک ده.
(۳):٭ د قلمي نسخې نوم : فوائد الشريعه ٭ د مصنف نوم : اخون قاسم
٭د کتابت نېټه: ۱۱۲۵ هـ ٫۱۷۱۳ ٭د مخو شمېره: ۷۰۰
٭ کچه: ۷ × ۱۱ انچ ٭ موضوع: دين او اخلاقيات
دا قلمي نسخه د کاغذ، کتابتَ ښايست او پر هره پاڼه د بېلابېل نقش و نګار او ګل کارۍ په لحاظ سره د ښائست و کمال يوه ځانګړې نمونه ده. دا درې سوه کلن ۳۰۰ لرغونې تاريخي اثر پر ديني و اخلاقي مباحثو خپور په زيبايش و ارائش کښې نغښتی د فن خطاطي و خوشنويسي او له کتابه سره د ميني يو عجبه شاهکار دی. چي داسي نسخۀ مي تر اوسه چېرته نۀ وه ليدلی.
(۴): ٭ د قلمي نسخي نوم: ذخېرۃ القُرّا٫ (منظوم) ٭د مصنف و کاتب نوم: نۀ دی معلوم
٭د کتابت نېټه: ۱۲۱۵ هـ ٫۱۷۹۹ ٭کچه : ۴×۵ انچ
٭د اشعارو شمېره: ۹۶۵ ابيات ٭موضوع: علم تجويد او قراۃ
د نسخې د پای اشعار دا دي:
اوس خاتمه د دې کتاب
ګوره ته مومي ثواب
جوړ شوي دي قاري له اصل
د دې کتاب پنځه ويشت فصل
نه سو بيت دي اي ياره!
پنځه شپېته ورسره شماره
زردو سو پنځلس کال
د کال هجرت پوره زما لال
نوم يې ذخيرۃُ القُرا٫شه
جوړ برای عند الله شه
کڼي ذخيره د اخرت شي
خاتمه مي پخيرت شي
(۵): ٭د قلمي نسخې نوم: ديوان مرزا ٭ د مصنف نوم : فتح خان عرف ميرزا انصاري
٭د پاڼو شميره: ۱۱۰ ٭د کتابت نېټه: نۀ ده ليک
٭ کچه : ۶ × ۹ انچ
دا نسخه د سر او پای له خوا څو پاڼي نيمګړې ده د سر پاڼي پر مخ يې مولوي رحمت الله مندوخېل دا نوټ ليکلی دی:
"فتح خان عرف ميرزا انصاري يوسف زی په ۱۰۴۰ هـ ٫۱۶۳۰ په دکن کښې شهيد شوی دی".
(۶): ٭د قلمي نسخې نوم: مجموعه: (۱): معجزات (منظوم) ۲: تفسير سورۃ
الضحٰی (منظوم) (۳) واقعات حسن حسين
٭د مصنف نوم: سيد تاج محمد زوی د حسين د ډبرۍ د علاقه ګوسه
(ژوب) اوسيدونکی ٭ د تصنيف کال : ۲۵ صفر ۱۲۱۵ هـ ۲۲ جون ٫۱۸۳۵
٭ د تصنيف کال : ۲۵ صفر ۱۲۱۵ هـ ۲۲ جون ٫۱۸۳۵
د نسخې د پای اشعار دا دی:
"اې فقير تاج محمد زړۀ بيدار کړه په اميد يې زړۀ د فضل د ديدار کړه
په اميد يې زړۀ د فضل د ديدار کړه
د سلطان حسين فرزند يمد عبدالصمد دل بند يم
د عبدالصمد دل بند يم
او په اصل قريشي يم
په قريش کښې فاروقي يم
په نسب د پېغامبر يم
په عمل کښې کور کر يم
سمه ګوسه زما وطن دی
ډبر يې زما مسکن دی
اعلٰی جد مي هوښياره
د مانو پکوټ وه پاره"
(۷):٭د قلمي نسخې نوم: زين الحلم (منظوم) ٭د مصنف نوم: نۀ دی ليک
٭ د مخونو شمېره: ۳۰۰ ٭ د تصنيف نېټه: نۀ ده ليک
د ړومبي سر اشعار يې دا دي:
چي پښتو شه عين العلم
نوم يې جوړ شم زين الحلم
هر پښتون د پر عامل که
خاص کاکړ چي نکه ظلم
زموږ د پلټني په اندازۀ دغه قلمي نسخه د ملا عبدالکريم کاکړ تصنيف ښکاري.
علامه عبدالحی حبيبي ليکي:
"د عبدالکريم اخندزاده يو پښتو منظوم کتاب "زين العلم" د عربي "عين العلم" ترجمه ده چي قلمي نسخې يې بېخي لږ ميندلي کېږي، دا کتاب ده په ۱۲۳۴ هـ (٫۱۸۱۸) منظوم کړی دی".
(پښتانه شعرا٫، ج ا، ص : ۲۸۹)
په دې ذکر شوي توکي کي پوهاند حبيبي د دۀ د کتاب نوم "زين العلم" راښيي او د مذکوره بالا قلمي نسخې په اشعارو کښې مصنف و شاعر خپله د کتاب نوم "زين الحلم" يادوي، نو توپير راغلی. زموږ په ناقص خيال دا د حبيبي صاحب تسامح کېدلای شي او دا هم امکان لري چي دا نسخه د بل مصنف کتاب وي، پلټنه غواړي.
(۸):٭ د قلمي نسخي نوم: ترغيب المُصَلّي (منظوم) ٭د مصنف نوم: اختر محمد
٭د کاتب نوم: حبيب الله ٭د تصنيف نېټه: ۱۲۸۶ هـ / ٫۱۸۶۹
٭موضوع : د پاکۍ او نمانځه مسائل په نظم کښې ٭ کچه : ۸×۱۶ انچ
(۹):٭د قلمي نسخې نوم: معراج السالکين (پښتو منظوم ژباړه د منهاج العابدين د امام غزالي)
٭ د شاعر مصنف نوم: حبيب الله ٭ د تصنيف نېټه: نه ده ليک
(۱۰): ٭ د قلمي نسخې نوم: نه دی معلوم خو منظوم نسخۀ ده
٭د مصنف و کاتب نوم: نۀ دی معلوم
٭د مخونو شمېر: ۸۰ ٭د تصنيف نېټه: نۀ ده ليک
٭موضوع: فقهي مسائل ٭ کچه: ۵ × ۶ انچ
د ړومبي سر او پای څه پاڼي يې ضائع شوي ديَ. د پای اشعار يې دا دي:
"بيهقي کتاب وګوره
وه يې وينه زما وروره!
چي يې نمونځ که بې امام
ته سَحار ته ماښام
دغه کلی مرګ روا دی
که يې زوړ که يه برنا دی
محمد دغه ويلي
نور د وژني هغه کلي
که باور د نيسي وروره
مجموعه کتاب وګوره"
(۱۱):٭ د قلمي نسخي نوم: قصه يوسف و زليخا ٭مصنف: عبدالقادر خټک
٭د تصنيف نېټه: نه ده ليک ٭ کچه: ۵× ۷ انچ
دا پنډه مجلده نسخه ده. د پای شعر يې دا دی:
شکر شکر کتاب تم شد يا د له زړۀ د فکر کم شد
(۱۲): د قلمي نسخې نوم: مجموعه رسائل: (۱) نعمتونه (۲) نور نامه
افغاني (نثر) (۳): مناجات پيرو
ستګير منظوم
٭ د مصنف نوم او نېټه: نۀ ده معلومه
د نمبر ۳ نسخې د پای اشعار دا دي:
محمد ګل فقير زهير دی همېشه د ځان په وېر دی
ستا کرم ته په زير زير دي
(۱۳):٭د قلمي نسخې نوم: منتخب (منظوم)
٭د شاعر و مصنف نوم: حسين
٭د پاڼو شمېره: ۳۰۰ تقريباً ٭د تصنيف نېټه: نۀ ده ليک
٭موضوع: واقعه معراج، معجزات
د پای اشعار يې دا دي:
منتخب کتاب تمام شه
څما زړه له غمه خلاص شه
ليکن حسين بيا په ژړا شه دا تقصير يې پر زړه خار شه
اي عافي عفو وه کړينه
ما غريب ته و بخښينه
(۱۴):٭د قلمي نسخي نوم: نۀ دی معلوم خو منظوم نسخه ده
٭ د شاعر نوم: حسين ٭د مخونو شمېره: ۱۱۶ ٭ د اشعارو شمېره: ۱۶۰۰ ٭موضوع: قصص الانبيا او فضائل ٭کچه: ۶× ۱۰ انچ
د اشعارو نمونه:
"دا حسين دی له خوارانو
خاک پای ده عالمانو
د حق بينو صالحانو
چي دوی دي له صاف دلانو
(ورق سوئم)
(۱۵): ٭د قلمي نسخې نوم: بابو جان (منظوم نسخه)
٭کاتب: محمد بن حافظ عبدالحليم
٭د کتابت نېټه : ۱۱۸۹ هـ ٫۱۷۷۵ ٭د پاڼو شمېر: اندازاً ۴۰۰ اوراق
٭ کچه : ۶× ۹ انچ
۱۶: ٭ د قلمي نسخي نوم: رشيد البيان ٭ کاتب: نۀ دی معلوم
٭د پاڼو شمېر: ۴۱ اوراق ٭ د کتابت نېټه : نۀ ده ليک
د رشيد البيان پنځه نوري قلمي نسخي هم دلته شته
۱۷: ٭ د قلمي نسخې نوم: مفتاح الفرائض (منظوم)
٭د شاعرانو مصنف نوم: علي محمد کاکړ
٭د تصنيف نېټه: نۀ ده ليک ٭د پاڼو شمېر: ۴۶ اوراق
٭موضوع: د وراثت ٭ کچه: ۴× ۷ انچ
د پای اشعار يې دا دي:
" زۀ غريب علي محمد يم
کم غلام د لوی احمد يم
زۀ منشاد کاک شجر کړم
څکه تل و دې ته جر کړم
دوه چشمان د رب قرآن کړم
وسيله يې پهرآن کړم"
(۱۸):٭د قلمي نسخي نوم: نۀ دی معلوم خو د تصوف پر موضوع منظوم کتاب دی. پر خړ کاغذ ليکل شوي غير مجلد نسخه ده.
٭د شاعر د مصنف نوم: شير محمد ٭د تصنيف نېټه: نۀ ده معلومه
(۱۹): ٭ د قلمي نسخې نوم: معراج نامه (له فارسي په پښتو ژباړل شوي
منظوم نسخۀ)
٭ د شاعر نوم: غلام محمد ٭د تصنيف نېټه : ۱۱۱۵ هـ / ۱۷۰۳٫
٭ د مخو شمار: ۵
۲۰: ٭ د قلمي نسخې نوم: قصه غل او قاضي (منظوم)
٭د شاعر و مصنف نوم: نۀ دی معلوم
٭د کاتب نوم: اسماعيل ولد ملا عبدالجلال باۃ زييے
٭د کتابت نېټه: ۱۲۹۲هـ / ٫۱۸۷۵ د پاڼو شمېر : ۲۸۰ اوراق
د پای اشعار يې دا دي:
"پظاهر کښ دا قصه ده
ياره! تاته مسخره ده
کي ښه مطالعه کړي
مطالعه هم دا قيصه کړي
نصيحت پکښ مضمر دی
ما ويلی مختصر دی"
(۲۱): ٭د قلمي نسخې نوم: د ملا جان محمد کاکړ ديوان
٭د تصنيف نېټه: ۱۲۱۰هـ / ٫۱۷۹۵
٭کتابت د : حافظ خان محمد ٭ د مخونو شمېر: ۱۵۹
(۲۲):٭د قلمي نسخې نوم: نۀ دی معلوم ٭کاتب: ګل محمد برائے پاس
خاطر سيد خان مندوخېل
٭د تصنيف نېټه: ۱۳۴۷هـ / ۱۹۲۸ ٫
٭موضوع: تصوف، مناجات او تعوذات
(۲۳):٭د قلمي نسخي نوم: لغات عيني مترجم په پښتو
٭مصنف و کاتب: نۀ دی معلوم
٭د پاڼو شمېر: ۲۵
٭د تصنيف نېټه: نۀ ده معلومه
دا د فقه (حنفي) مشهور درسي کتاب کنز الدقائق د عربي شرح عيني
(البيوع) د ګرانو ټکو او لغات پښتو ژباړه ده.
(۲۴):٭د قلمي نسخې نوم: عمل د لاري مل
٭د مصنف نوم: مولوي رحمت الله مندوخېل
٭د مخونو شمېر: ۳۶۰ ٭ کچه : (۲۰×۳۰) س م
٭د تصنيف نېټه: ۱۹۶۵- ۱۹۶۲ ٫ ٭کاغذ: بياض رجسټر
٭موضوع: فطريات، عقليات، اخلاقيات، عبادات، تاريخ و سير،
علوم وفنون
(۲۵): ٭د قلمي مسودې نوم: مجموعه فتاویٰ و قضايا (پښتو واردو)
٭ د مصنف نوم: مولانا عبدالحی مندوخېل
٭ د تصنيف نېټه: (۲۰۰۰- ۱۹۸۱)
٭ موضوع: فتاویٰ او شرعي فيصلې
له ذکر شوي قلمي نسخو علاوه د تاريخي اثارو په لړ کښې بايد يادونه وکړم چي څه تاريخي لرغوني تورې، تاريخي لرغوني سکې او د ډاک د قديم ټکټونو درنه ذخيره هم دلته خوندي ده.
د ليکني په پای کښې دا شعر ته پام وکړی: شاعر وايي:
تلک اثار نا تدل علينا فانظر وابعد نا الی الاثار
ژباړه: دا پاتي اثار زموږ نښاني او نقشونه دي چي موږ در شيي نو له موږه
وروستو بيا زموږ و نښانيو ته ګوري.