اسرار دطورو
د قامونو د ترقي او سوکالۍ دپاره د علم و هنر چراغونه بل ساتل نهايت ضروري دی. علم که الهامي وي که تجرباتي مفيد انسانيت دی. الا شيطاني علم چي د حق او صداقت نۀ بغاوت ته انسان لمسوي او فساد ته لار سموي. د سکاټ لينډ يو فلسفي David Hume(۱۷۷۶- ۱۷۱۴) دا نظريه وړاندي کړه چي ټول علم د شعور ياSense د تجربې نه شروع کېږي، د صداقت پېژندګلو د شهادت يا دليل په زور کېږي، دا نظريه تر يو حده صحيح ده خو شعور او تجربه هم په يو مقام بې وسه شي. يو هوښيار او تجربه کار سړی به دا حقيقت ومومي چي منير د لرګي نه جوړ دی او لرګی د شيوي يا شيشم دی، خو دا حقيقت به ونۀ مومي چي شيوه څه حقيقت لري دا د څه نه او څنګه جوړه شوه. دا تجربه او تجزيه يا مشاهده د شيشم د لرګي صفتونه معلومولای شي او بس نو ځکه زۀ او زما په شان په اربونو خلګ د وحي الهام او مافوق الفطرت قوتونو قائل يو.
بنا په دې زۀ د قرآن کريم نۀ زده کړه کوم چي دا عقيده لرم چي الله پاک په هر څه عالم دی، قرآن بيا بيا دا صراحت کړی دی. په سوره البقره آيت ۲۳۱ کښې وايي:
وَاتَّقُوا الله وَاعْلَمُوا أَنَّ الله بِكُلِّ شَيْءٍ عَلِيمٌ سوره البقره ايت ۲۳۱
نو بيا الله پاک د خپل علم نه څه برخه بني ادم ته ورکړې ده. او پېغمبران علهيم السلام يې خصوصاً په علمونو ممتاز کړي دي، حضرت آدم عليه السلام ته يې ټول اسما تعليم کړل. حضرت سليمان عليه السلام ته يې د نورو علومو سره سره منطق الطير هم زده کړ حضرت يوسف عليه السلام وايي:
وَعَلَّمْتَنِي مِنْ تَأْوِيلِ الْأَحَادِيثِ سورة يوسف آيت ۱۰۱
او تا ماته د خوبونو د تعبير علم راکړ. ( سورة يوسف آيت ۱۰۱)
ملائک وايي:
سُبْحَانَكَ لَا عِلْمَ لَنَا إِلَّا مَا عَلَّمْتَنَا سورة البقرة آيت ۳۲
پاکي تا لره ده موږ ته بس هغومره علم حاصل دی څومره چي راته تا زده کړی دی".
د قرآن علم هم د الله عنايت دی فرمايي:
الرَّحْمَنُ . عَلَّمَ الْقُرْآَنَ سورة الرحمن آيت ۱- ۲
ډېر مهربان، الله، چي د قرآن تعليم يې ورکړی دی.
خَلَقَ الْإِنْسَانَ -- عَلَّمَهُ الْبَيَانَ سورة الرحمن ۳- ۴
انسان يې پيدا کړ او د بيان تعليم يې ورکړ.
عَلَّمَ بِالْقَلَمِ سورة العلق آيت ۴
د قلم بذريعه يې علم ورکړ.
داسي معلومات يې ورکړل چي د هغې علم ورته نۀ وو.
الله پاک بني ادم ته صنعتونه وښودل په سوره الانبيا آيت۸۰ کښې وايي:
وَعَلَّمْنَاهُ صَنْعَةَ لَبُوسٍ لَكُمْ لِتُحْصِنَكُمْ مِنْ بَأْسِكُمْ سورة الأنبياء ايت ۸۰
د حضرت داؤد عليه السلام ذکر کوي چي د يو داسي لباس کاريګري مي ور زده کړه چي تاسو په جنګ کښې د يو بل نه بچ کوي". دا صنعت د زغرو جوړول وو. الله پاک ورته اوسپنه نرمه کړې وه، نن هم د کاريګرۍ او د صنعتونو د علم ضرورت دی. چاچي اوسپني، هواګاني، برق او برېښنا اوبه او نمر په قابو کښې راوستل، علم او هنر يې زده کړ، هغوی حاکمان شو، بريالي شو، ترقي يې وکړه، تشي د خلې په ډوزو چا پر مخ تګ نۀ دی کړی، محنت، مشقت به کوې تحقيق او تجسس به کوې تاسو له الله عقل، شعور، لاس، پښې، سترګي او نور قویٰ درکړې دي، دا د کار او زيار او د غور او فکر دپاره دي، علم او هنر به حاصلوې، نو د الله پاک د منشاء او رضا په لار به د ژوند خواږه خورۍ. دا علم به تا حقيقت ا و صداقت ته رسوي. ترقي او عروج به کوې. قام ته او نړۍ ته به فائده رسوې.
علم يو نور دی. علم بني ادم نوراني کړی. داسي نوراني چي نوراني مخلوق ورته د الله پاک په حکم په سجده پرېوتل. الله د هر عالم د پاسه عالم دی د اسمانونو او د ځمکي نور دی. نو د علم په ښودلو خوشحالېږي. د حضرت محمد ارشاد دی: په بخاري شريف کښې ۲۷- ۵ شمېر حديث شريف دی د حضرت عثمان نه روايت دی: چي نبي وفرمايل:
خيرکم من تعلم القرآن وعلمه
په تاسو کښې غوره هغه دی چي قرآن يي زده کړ او د هغې تعليم يې ورکړ.
قرآن علم د جمله علومو د زده کړي ترغيب ورکوي. عالمان د افاق والنفس د علومو حصول د الله پاک د نعمتونو او رحمتونو تذکير ګڼي. الله پاک انسان ته خطاب کړی وه، چي زر به ورته په کائنات کښې خپلي نخښې وښايم. د دې نخښو لټون يو مفيد عمل دی.
د اسلامي دارالعلومو د جديد يونيورسټيو، کالجونو، سکولونو او ټولو فنونو، هنرونو، د زده کولو او د تحقيق او ريسرچ ادارو مساعي قابل قدر دی. دا انسانيت ته فائده رسوي، علم او هنر د تخريب او فساد دپاره پکار راوستل، د ابليس او د هغه د زامنو کار دی.
عالمان، استاذان او د تعليمي ادارو منتظمين د قدر وړ دي، نا اهل خلق دوی سره بغض او عناد ساتي، او کوم حاکمان چي د قام د عالمانو او پروفيسرانو زړونه ازاره وي، هغه حاکمان د خپل عزت دښمنان وي، ځکه چي د اهل علم حضراتو ازارول د علم او هغه په لار کښې ازغي او سکروټي کرل دي. د قامونو د ترقي د پاره د علم د چراغونو بلول او بل ساتل لازم دی.
په مردان کښې ګڼ شمير تعليمي ادارې کار کوي. پرائيوټ ادارې هم شته سرکاري هم په دې ادارو کښې د خالص اسلامي علومو درسګاوي هم سرګرم دي او عموماً د قام په خيراتونو زکوٰتونو چلېږي. د جديد علمونو پرائيوټ ادارې په تجارتي بنيادونو خدمت کوي او سرکاري تعليمي ادارې د حکومت په مالي مرسته لګيا دي کار کوي.
په ۲۰۰۸ کښې دلته د عبدالولي خان يونيورسټۍ د اجرا کار نامه وشوه، د صوبې وزير اعلٰی يو ځوان محب وطن خدمتګار ثابت شو. اول رول پروفيسر اجمل خان صاحب د دې منصوبې پراجيکټ ډائريکټر مقرر شو، بيا په جولائي ۲۰۰۸ کښې پروفيسر احسان علي صاحب ته دا منصب وسپارل شو، يوه کمېټۍ جوړه شوه. په ۳۰ دسمبر ۲۰۰۸ اسلام اباد د عبدالولي خان يونيورسټۍ د قيام اجازت ورکړ، دغه وخت محترم اويس غني صاحب د پوهنتون چانسلر وه. په ۲۵ فروري ۲۰۰۹ هغوی باقاعده حکم جاري کړو، او په ۲۱ مارچ ۲۰۰۹ پروفيسر احسان علي صاحب د پوهنتون وائيس چانسلر مقرر شو په اپريل ۲۰۰۹ کښې د يونيورسټۍ افتتاح وشوه.
دې پوهنتون د ژوندي مشر او مخلص معاونينو په برکت د اغاز نه د عمارتونو جوړولو او د تعليم فروغ ته کار وو. مردان د مردانه عزم او همت د ځوانانو او بوډاګانو ښهر دی. لس تدريسي شعبې په ۷۳۴ طالب علمانو جينکو او هلکانو ابادي شوه او زر تر زره دا تعليمي شعبې ۳۱۱ فيکلټو ته ورسېدی، نن دلته په شلګونو عالمان استاذان په تدريسي او انتظامي خدمت کښي سرګم عمل دي. د دوه سوو نه زيات پروفيسران پي ايچ ډي، ايم ايس او ايم فل دي په دوی کښې ګڼ شمير صاحبان په ترقي يافته ملکونو کښې د پوهنتون او نورو ادارو په تعاون پي ايچ ډي کوي. په يوکې، جرمني، امريکه، پرتګال، سډني، فرانس، ائرلينډ، قبرص، روس، ترکي او په ملک دننه د عبدالولي خان يونيورسټۍ زامن د علم و هنر په بېلابېلو شعبو کښې لګيا دي نوراني فيوضات تر لاسه کوي، پخپله د عبدالولي خان پوهنتون په غېږ کښې هم په سائنسي علومو او نورو ضروري فنونو کښې د پي ايچ ډي مشقت جاري دی. په اسلامي علومو کښې هم طالب علمان او سکالران تحقيق کوي، دا يونيورسټۍ به د پروفيسر احسان علي صاحب او د پوهنتون د پروفيسرانو او منتظمينو په برکت ډېر زر يو مثالي اداره شي، د علم چراغونه بل ساتل د قام نيک بختي ده. قامونه د علم و هنر په سبب اسمان ته خيږي.