سلطان زخپېل

ژبه که څه هم په لغوي اعتبار د خبرو اترو، نطق، اقرار، يو نوم ګڼل کېږي، يا که څوک ورته د يو بل سره د تماس ذريعه وايي. يا دا چي ده لفظونو ذخيره پخپله لمن کښې رانغاړي خو زما په خيال له دا سره سره تر ټولو ښه او غوره اړخ يې دا دی چي د سوچ کولو او ری وهلو يوه ډېره په زړۀ پوري پېمانه ده، ځکه خو زياتره څېړونکي په دې عقيده دي چي د يوه انسان قامي ژبه هغه وخت په ښه توګه وده کولای شي، چي څوک د خپل سوچ دپاره خپله ژبه په کار راولي، او ورپسې د عمل ښکلې جامه ور واغوندي.

په دې لړ کښې چي تر دا وخته پوري ژبوهانو د ژبي او سوچ په باره کښې څومره تجزيې وړاندي کړې دي له هغه څه دا په ښه ډول څرګندېږي، چي د ژبي يرغمال کېدل يعني پر يوه ژبه باندي بله ژبه تپل دا معنا ورکوي چي د هغه قام يا وګړو پر سوچ باندي د بنديز لګولو دپاره دغه ذريعه پکار راوستل شوې ده، او د خپلو ناوړو خواهشاتو د تکميل، او د هغه يرغمال ژبي ويونکي خلګ د ځان طابع ګرځول دي.

د تاريخ له پاڼو څه څرګنده ده چي د حاکم او محکوم په منځ کښې اول ګام دا اوچت شوی دی چي د محکوم ژبه له منځه يوسي، د نړۍ د مقتدر قوتونو خاصه دا پاته شوې ده، چي کله له محکوم څخه د ژبي قوت واخستل شي، نو د محکوميت پړۍ لار نور هم وغړول شي ځکه چي په دا ډول د دغه محکومي طبقې په سوچ باندي يو ډول قدغن لګول وي.

لکه چي پورته ذکر وشو چي ژبه يوازي د رابطې او تماس ذريعه نۀ ده بلکې دا د  تاريخ هغه درنه پنګه ده چي يو نسل يې و بل نسل ته ورسپاري که چېرته دغه قومي امانت و راتلونکي نوي کهول ته نۀ وسپارل شي نو هغه قام او د هغه قام د وګړو تعلق له خپل تاريخ سره وشلېږي.

او بيا دا قام له خپلي ماضي څخه بې برخي پاته شي، شايد هم دغه د بدبختۍ هغه اول پړاؤ دی له کوم څخه چي د محکوميت پېل کېږي.

د ژبو پلټونکي د خپل تحقيق په رڼا کښې دا خبره په ګوته کوي چي دا وخت په نړۍ کښې بېخي ډېري ژبي د ورکېدو په حالات کښې دي، د ژبپوهانو په خيال پخوا په نړۍ کښې غالباً شل زره ژبي ويل کېدې. يعني د ژبو دغه تعداد موجود ؤ. خو ورو ورو دا سلسله تر دې ځايه را ورسېده چي نن يله تر شپږ زره لږ بالا ژبو خپل وجود برقرار ساتلی دی.

د يونيسکو په يوه رپورټ کښې دا خبره په ګوته شوې ده، چي که چېرته د ژبو د خوندي کولو په هکله ګړندي ګامونه وانه خستل شول نو ډېر ژر به له نړۍ څخه غالباً درې زره ژبي نوري هم په ورکېدو شي په بله معنٰی به دا نړۍ له درو زرو ثقافتونو څخه محرومه شي، او دا ډول به د نړۍ د ثقافتونو په ګېډۍ کښې د ژبو په اړوند درې زره ګلان خازه شي ظاهره ده چي د ګلونو دغه ګېډۍ به دومره پيکه او بې رنګه شي، چي دغه نيمګړتيا به يې هيڅ څوک نۀ شي پوره کولای. 

ولي په دې کښې چي بله کومه مهمه خبره منځ ته راځي هغه د څېړونکو په نزد د ماحولياتو په اړۀ هم ډېره درنه اغېزه رامنځ ته کوي دا ځکه چي د ماهرينو په خيال د ژبي او ايکو "سسټم" تر ميان بېخي ډېر کلک تړون موجود دی.

اوس به راسو د ماهرينو و دې پلټني ته چي دا يوه ژبه څرنګه د ورکېدو په حالت کښې ده، ژبپوهان وايي چي په شمالي اسټريليا کښې يوه ژبه ده (امر ډاک) Amurdak چي پر ګرده نړۍ باندي يې دا وخت ايکي يو ويونکی  چارلي مانګولډا پاته دی او د دغه ايکي يوه ويونکي عمر هم تر څلوېښت کاله اوښتی دی اوس که د يوه ساعت دپاره دې ته فکر وکړو چي يو سړی لګيا دی خو په ګرده نړۍ کښې يې څوک په ژبه نۀ پوهېږي، هغه که خواږه خواږه اشعار زمزمه کوي هم څوک پرې نۀ پوهېږي که طنز و مزاح کوي هم ملګري نۀ شي پيدا کولای او که په جذباتي انداز سره د خپلو خيالاتو او احساساتو اظهار کول غواړي، نو هم ورباندي څوک خوند نۀ شي اخستلای. ګوا د يوې ژبي يو ويونکي او د هغه عمر هم تر څلوېښت کالو بالا.

وړاندي مي اشارتاً وويل چي د ژبي ورکېده هيڅکله هم پخپله نۀ کېږي بلکې د دې دپاره ډېري منصوبې او هڅي کارول کېږي، ولي چي د يو ژبي ختمېده يوازي د الفاظو يا محاراتو له منځه څه وړل نۀ وي که وګورو د داسي منصوبو په پس منظر کښې دغه سوچ کار فرما وي چي د دغه قام اصل شناخت سوچ او د قامي شعور ځلا، له منځه يوسي ځکه چي د هر قام د وګړو د قامي سوچ ريښې د هغو له ماضي سره تړلې راغلې دي، او د هغوی د پر مختګ انقلابي منصوبې ته هم دغه سوچ اوبه ورکوي، ځکه خو بالا دست قومونو تر ټولو له مخه دا هر څه هر څه شنډول غواړي.

مطلب دا چي ژبه په بنيادي ډول يوه سياسي مسئله ده په نړۍ کښې هغه قامونه دا وخت تر ټولو قومونو زيات زورور بلل کېږي، کومو قامونو چي خپله ژبه په هره منډه کښې مَړَه او په علمي پنګه بار کړې ده.

په دې کښې چي بله کومه مهمه خبره منځ ته راځي هغه دا ده چي د پرېدۍ ژبي ويونکي و خپلو خيالاتو او احساساتو د اظهار دپاره کله هم هغه ابلاغ نۀ شي تر لاسه کولای کوم ابلاغ چي پخپله ژبه کښې ممکن دی، په پرېديو ژبو کښې که هر چا ډېر څه ليکلي دي خو هغه مقام ته نۀ دي رسېدلي د کوم مقام چي هغه ځان مستحق بولي.

هر کله چي کومه ژبه د هغه قام وګړو تر معراجه رسولې ده نو ښه سائنسدان ښه پوهان او ښه باشعوره انسانان يې و خپل چاپېريال ته ورکړي دي. هم دغه وجه ده چي د يو قام د ورکېدو دپاره دا لامل پکار راوستل کېږي، چي ژبه ترې واخستل شي پرېدۍ ژبه پر وتپل شي، او بيا هغه ګرد عمر په څه ليکلو او ويلو کښي د کنفيوژن ښکار شي.

د ماهرينو دا څېړنه هم پر خپل ځای پاملرنه غواړي کوم چي وايي په نړۍ کښې هغه ژبي بېخي له منځه وزي کومي ژبي چي يوازي د وګړو د ويلو ذريعه وي او په هغه ژبه کښې د ليک او لوست Written Tradition سلسله نۀ وي موجوده. 

حقيقت دا دی چي د ژبي تر ټولو ښه سانته او روزنه د حکومت په چوکاټ کښې کېدای شي، دلته چي تر دا وخته پوري له علاقائي ژبو سره کوم سلوک روان دی له هغه څه دا څرګندېږي چي ډېري غير سرکاري ژبي له خطر سره مخامخ دي، ځکه ليک او لوست په نورو ژبو کښې کېږي د معاش ژبي نوري دي، پښتو صرف د عوامو د ويلو ژبه ده. په تعليمي نظام کښې يې ځای نشته په دا وجه موږ ټول په دې نتيجه رسېږو چي دلته کښې زموږ ژبه هم له خطر سره مخامخ ده ځکه چي د ليک او لوست هيڅ بندوبست  ورکي نۀ دی شوی.

ژبي هر وخت د رياست په سربراهي کښې وده کوي ځکه رياست خو د مور غوندي وي او هره مور غواړي چي د خپل اولاد و ژبي ته وده ورکړي خو دلته  د مېرني سلوک په وجه د ژبو جوړه شوې ګيډۍ د ډېرو ښکلو ګلانو له رنګ او بوی د نشتوالي په وجه نيمګړې ده پکار ده چي له پښتو سره سره و نورو غير سرکاري ژبو ته خپل جائز مقام ورکړل شي. 

 

 

 

 

 



FaLang translation system by Faboba