ژباړه: کمال خان شېر ني

 

د ډيورنډ کرښه چي افغانستان او برطانوي هند سره بېلوي د دې کرښي د ګردو اوږدو په اړخ کښې پرته يوه سيمه هم دومره نومياتې نۀ ده، لکه چمن. دغه وړاندينۍ، وړکې، برطانوي چوکۍ چي له کوټي څخه برابر اتيا ميله لري ده د دې قطبي خوا سيمي د افغانستان او برطانوي هند بريد (وېش) ټاکي. څله چي په دې سيمه کښې د وېش کرښه له غرونو کښته پر هواره پر هغه ډګر چي تر کندهاره پروت دی، تېرېږي او چمن د هغه درې کونجَه وړې مځکي پر څوکو پروت دی. له کوټي تلونکي مسافر چي د کوږک څوکه ته ورسېږي نو مخامخ خورا شانداره ننداره ويني کښته تر ميدانه پوري دا لومړۍ يو څو ميله خورا هورېته شېوګي ده، غرونه لڅ، او پرښي پرښي دي. ځای پر ځای ښويئدلې خاوره سړک ماتوي. د غرونو له لمنو څخه مخ په وړاندي تر څو چي سترګي ليدلای شي يوه هولناکه وېړه، هواره پرته ده، چي هيڅ کرونده نۀ پکښې ښکاري. د غرونو په لمنو کښې په جوت وړاندي ليد کښې خورا ګڼي، د خټو جونګړي، ځای پر ځای غوټي خورا ډېري ښکارېږي، خو ورور ورور دا بيا ورکي شي، او هر شی د بور رنګه ريګستان په خړ پړتيا کښې ډوب شي، د دې دښتي په مېنځ کښې د ونو او باغونو تور او بره شين ټاپی چمن له ورايه ښکارېږي، دا نخلستان اګر که وړوکی دی، خو خوندمن دی، د سوهېل لوېديځ لوري پخوا د کوچنيو پرښو غونډيو يوه لړۍ ده، چي شايد په انګلستان کښې به دا غرونه بلل کېږي، دا سلسله کونچائي بلل کېږي، د دغي شاته په روڼه او صفا ورځ د سره رېګ يوه اوږده غاړه د قطب او سهېل په لوري غزېدلې ده. او ښه پر مخ د قطب پر خوا بيا له ريګنو څخه کوچني غرونه سرونه راپورته کوي، ــــــــــــــ عين په مينځ کښې د افغان قلا سپين بولدک خاورين دېوالونه هم ليدلای شي، چي د کندهار پر سړک له چمن څخه پر څلور ميله پرته ده، د غرونو پر کږ لېچنو کښې چي کشته ور شوه کېږې او بيا سيخ چمن ته ورځې. دا د کوټي چمن سړک دی، له کلونو راهسي پر دې سړک روزانه د سړو او ښځو تګ راتګ بې د څه وېري او لاس وهني شوی دی. خپله چمن کښې هم د سپينو (فرنګيان) د ګرېږن او د افسرانو د کورنيو څه ابادي شته. خو کله هم څۀ داسي پېښه چي د هغوی د روز مره ژوندون په خوند کښې يې څه بد خوندي راوستلې وي، کله کله د قبائلو د خپل مينځي ښخړو له کبله خو به دا غوره وګڼل شوه چي د څه لنډي مودې لپاره دا سړک بند وساتل شي، مګر هسي پر ټولو وېښ د چمن غوندي د امن او صلحي ځای بل نۀ وه. خو برسيره پر دې اوس چي د کومي پېښي حال زۀ وړاندي کوم هم پر دغه سيمه او پر پرانستي سړک په سپينه ورځ دا پېښه وسوه.

زۀ د خپلي سرکاري وظيفې په ترڅ کښې چمن ته شېوه شوی وم او زما مېرمن خورا اټغلانده وه Anxious چي چمن وويني او د افغانستان پر ممنوعه مځکه خپلي سترګي وغوړوي. موږ هلته کښې شپه تېره کړه، پخواني دوستان مو وليدل او څه نور نوي دوستان مو وموندل. ګهيځ مهال موږ وېش ته په موټر کښې ولاړو. او هلته مو تصويرونه اويستل، زما مېرمني (سي) د ويش پر ډبره په دې راوڅرخېدله، چي بيا دا وويلای شي چي دا افغانستان ته تللې ده، ديوتاګان برسېره پر دې زموږ پر چورتونو Fancies  خندا کوي، وروسته ګهيځ ما يو چا ميجر (F) سره وليدل دی په خپله وظيفه کښې بوخت و. د سيفل انجينئير دنده يې لرله او تلوار يې و چي کوټي ته وختي ورسېږي، د غرمې د خوندمني ډوډۍ خوړلو وروستو ما او (سي) خپل سامان په موټر کښې چمتو کړو، او د کور پر خوا رهي شو، څله چي زموږ موټر څه اړي لرله، نو له دې کبله موږ تر ټاکلي نېټي څو ساعته لمخه رهي شو، چي د اتيا ميلو واټن تر تياره کېدلو پخوا په رڼا ووهو. دا ورځ ښه توده وه، سره د دې چي دومره باد وه، چي ځښته ګلکوټي (Stiffling)  هم نۀ وه، له هواري څخه چي ور ور د غرو لمني لوړېږي، موږ پورته ختلو موټر څه ناشوني اړي کوله. او سم کش يې نۀ کولو. او موږ  بيا بيا درېدو، چي بيرته يې برابر کړو، له چمن څخه لږ مخکي يو موټر تر موږه په دوړه تېر شو، او ما وليدل چي ميجر ايف هم د کور پر لوري رهي شوی ؤ، موږه رو رو پرله پسې څکېدلو او له درو بجو لږ وروستو تر هغه څو د خټو کوټنيو او کروندې تېر شو، چي زوړ چمن بلل کېږي، چي د وېش د چوکۍ څخه اته ميله دی، دلته کښې سړک نېغ پورته کېږي او د اور ګاډي له بند سره جار وزي، موږ پر يوه وله (Corner) ديو جګ پېچومي پر خوا وګرځېدو زما پام په انجن کښې اخته وه چي (سي) ناببره وويل هله سړک ختم شو، زۀ د دې ګای په دې حيران کړم چي اوس خو موږ غرونو ته ختلو. او موږ چي دلته راڅړېدلو نو موږ په سړک ډېري کرشېدلي مځکي او پر هغو د تېرېدلو ستونځي ليدلې وې، ما پورته وکتل او د  (F) موټر مو وليدو چي د سړک په مينځ کښې د ډبرو ليکه ته ولاړ و، زۀ د هغه شاته ودرېدلم. چي وګورو څه پېښه ده، موږ لا موټر سم نۀ و درولای چي د سړک له دواړو غاړو له ديوالونو د سړو بڼې (Figures) راښکاره شولې تر څو سيکنډو موږه حيرانتيا دومره بد ګير کړو چي هيڅ خوځ مو نۀ وکړو. د موټر يو بل اړخ ته درې درې سړي ولاړ وه، دوی ځايي سړي و، او خپل ويړ اوږده څاراني کالي يې په غاړه وه، مګر د دوی له کارتوسو ډکي قمر پټې خورا د کار او برابري وې دوی په ځيږو غونيو پر موږ خپل توپکان نيولي و، درې نور سړي له څه توپکو سره په بېړه را وغورځېدل او زموږ د موټر دروازې يې پرانستلې.

 که زۀ دا ووايم چي زۀ حيران او اوتر شوم نو دا به پيښې د حالت ليږول وي هر څه داسي نابوده او په ساده توګه وشو چي زۀ وچ کلک دې ته اړ شوم چي خپل ټوله سوچ او فکر سره يو ځای کړم چي د پيښې په حقيقي معنا پوهـ شم. دغه وو چي پر لويه لاره او په داسي سيمه کښې چي له کلونو راهسي قابو شوې وه، چي له فوجي چهاوڼۍ يو څو ميله ليري او هغوی ته مخامخ ښکاره، په روڼه ورځ بريد کوونکو موږ درولی وو. سختره خو بيا دا وه چي زما مېرمن هم راسره وه، همدغه وو چي په يوڅو لمړيو شېبو کښې خورا خوړجن سوچونه زما په مغزو کښې راپورته شو.

نيت څه وو؟ غلا؟ او په غلا کښې خو ښې بد خونده پيښي هم راتلای شي؟ لسمه دغه وژنه وه؟ مګر دا کېدلای شي چي په دې نۀ وو چي دوی لمړی موږ و درلو؟ پښتونه کېدلای شو! ما اټکل کولای شو چي په تېښتونه کښې څومره سخيرې راتلای شي. ولي چي بريد کوونکی غړی تر ډېره مودې چمن ته نږدې نۀ شي تم کېدلای. او د دې واړو کېدو امکانات نونو  چي خپله زما لپاره څه پائلې کېدلای شي؟ زما د ميرمني لپاره هغه څو چنده وي. زما په ذهن کښې څه دغه ډول ګډي وډي اندېښنې ګرزېدلې او شا و خو خوځښت وو. کوم سړی چي زموږ د موټر دروازو ته راغلي وو. هغو موږ تر مړوندونو ونيولو او دباندي کش کړو. دا ښکاره وه چي هيڅ ډول نټه او زور نۀ يواځي بې ګټي بلکې بايد هم نۀ وو. ځکه نو زۀ له موټره څوړ شوم او "سي" ته مي وويل چي په ما پسې شي. کوم سړی چي دا تر لاس نيولی وه، له هغه يې ځان ليري راوڅکاوه، او په ماپسي سړک ته راغله. زما خپل موټران ابراهيم تر سترګو شو چي خپله هم پښتون چي له موټره يې را څوړ کړو، موږ يې پر سټرک پر دېوال کښته ورهي کړو. او کښته په شيله کښې يې رهي کړو. ما په غدۍ والو خپل سامان وغوښتلو او ځان ته مي تسلي ورکړې.

ما او "سي" لاس په لاس په شيله کښې رهي وو او دوی موږ پوري وهلو. څه شپېته اويا ګزه وړاندي موږ يو داسي وله ته ورسېدلو چي له سړکه او له شا خوا نيمي او دا او نهام شو. دلته کښې موږ ايف وليدلو چي پر يوه پر ښه لاس تر شا تړلی ناست وو، او اوس يي دوی لاسونه خلاصول. بله مخه نۀ وه نومو ځان بړدانه يسا وه، غدۍ والو زما تلاشي د کومي درستې لپاره اخستله او ما ايف ته د "سي" پيژندګلوي وکړه او دواړو په اشارو سره ومنله زموږ سړی ابراهيم او نوره غدۍ راورسېدله. نور ځد يې زموږ نيوونکو په حيرانتيا څارلو نۀ وکړو. د ايف سامان رولږ څه زموږ هغه رارسيدلی وو. ابراهيم د "سي" د کاليو بيګ اخستی وو. زموږ پر خوليو يې خړې پګړۍ وتړلې او "سي" يې هم په يوه سپېره ټکړې کښي وپوښتله چي د دې خپل هوسا کالي پټ سي. بيا نو ټوله ډله په بېړه پر نامعلومه خوا رهي شو هغه څوک چي د وېش بريد نۀ پېژني هغه د هغه يون چي زموږ ورته مخه وه هيڅ اټکل نۀ شي کولای. دا ټوله سيمه که هغه غر دی که هوار ډګر له بوټو لڅ لغړ او پرښن (Hocky) دی.

ټوله مځکه او ګړۍ ږغل (Shale) او تيرنی ځېږنی کاڼي ځای په ځای کريابه وا ښه او د هغو په منځ کښې د تېرو اغزنو او ټولو مې ولاړي دي. له غرونو بې شمېره وړې وړې شيلې چي د ګڼ اورښت اوبه پرکښته ته رابهوه په دي وېجاړه کښې سره جار وتلی دی. د دغو شيلو تل ږغل او کاڼي وي يوه کوچنۍ ډله په دغو شېلو کښې تر ميلونو پوري له خلګو پټ يون کولای شي، د کال دغه نېټه خورا توده او وچه وي نو تګ ډېر اوړن او ګران وي، له درو تر پنځو بجو پوري نېټه د ورځي هغه سخترين تود مهال وي او موږ په دې ښه پوهـ وو چي زموږ مخته خورا ډېر ميلونه تګ دی.

"ايف"  تر موږ بختور وو ولي چي دۀ پرانستی قميص لنډ نيکر او جرابي او ګوټونه اغوستي وو. د "سي" پر سر ښه پېړه او پنډه سپينه خولۍ وه. لنډ لستوڼړی هوسا کالي يې په غاره وو او د جګو پوندو نړۍ موچڼي يې په پښتو وې. برسيره پر دې د دې  د حالت په دې اوړن وو چي دا لا د کوټې له پينځو تر سپېر زور فټو د لوړې و وچي هو سره نۀ وه روږدې شوې. او خپله زۀ نو ما له لمړيه سره دا پخه وګڼله چي زۀ په سختره کښېوتم. له کوټې موږ له هغه پرپډ څخ هدستي وروستو رارهي شو چي د شهنشاه د زيږېدني د ورځي په وياړ وشو. ځکه نو زما د وردۍ، ګوټونه په پښتو وو او هغه هم نوی نوزي نو له دې کبله د مخ په وړاندي يون څندو خوند نۀ راته ښکارېده.

موږه د هغي پهريدار په هله ځله ښه په چټکو ګامونه رهي وو له نمړيه سره موږ داسي تيز رهي وو او لاره دومره اوړ نۀ وه چي زۀ دې ته اړ شوم چي "سي" سره کومک وکړم او "ايف"  دستي زموږ مرستي ته راغلو. دستي چي څنګه موږ رهي شولو، د غدۍ مشر څوک خير محمد چي موږ په بېلا بېلو ته د ابراهيم په ذريعه کرې (Message) راولېږلې، چي موږ بايد هيڅ وېره او ورهم نۀ وکړو، ولي چي دا يوه عامه کاروباري معامله وه، هغه دا هم ويلي وو چي د ميم صاحبې پهار په جوته سيمه کښي يو اس هم سته. خپله خير محمد مخکښي وو او دا نوره غدۍ څوک څرک (Scouts) وو باچا د څارونکو دنده لرله او هم زموږه پهره داران وو. دغه ورو  تنۍ ډله د غدۍ هغه بدعوني او ځېږه وګړی وو. دوی زموږ له سوکه تګ څخه خوابدي شول او پر موږ يې هلي لرلې او پوري وهلو زموږ دغه پټڼ (Protest) چي له يوې ميرمني سره موږه خپل تر وسه پوري ګريدي رهي پر دوی هيڅ اغيزه نۀ کوله. اخير کا موږ په ملا چيغه وکړه او هغه ته مو خواست وکړو چي تا زموږ  د ځاني ژغورني تسلي راکړې وه. له ښه مرغه د دې ښه اثر وشو. اګرچه کله کله به چا ياغي بدرګچۍ زموږ د ګړندي کولو سختي کوله او د توپکو کنداخو به يې پکارول. بېښتره د هغو يې ناروا سختي ملا او د غدۍ نورو مشرانو قالو کړلې.

زموږ د لمړي يوه ميل تګ موږ د اورګاډۍ پر ليکه دوه ځلې وخي وخيرل (Crossed) او يو ځلې ګزيل لاندي تېر شو. پر دغه شيبو به زموږ برمته کوونکي په تېره ډله او دوی به پر موږ لا زياته سختي کوله. د دوی په ګز تر ويشه پوري دغه واټن د دوی لپاره ځښته د وېري او ورهم وو. دغه وو چي د غدۍ هغه سخته تر ټوونکي او ځېږ نمونې سړي ماته په ماته ګوډه اردو او په پسته ژبه دا سپينه ګړه چي کله افغانستان ته ورسېدلو بيا به تاسو ته هيڅ ستونزي نۀ وې. چمن او د هغه باونه له ورايه ښکارېدل او زموږ هيله مې سترګي په تلوسه بيا بيا پر هغه خوا غوړېدلې. د دې ګای اګاهي چي زموږ قدرتي پناه ګاه دومره جوت پروت وو او موږ ښه په امامه او سوکه ليري بيول کېدو، سړی خورا بې سده کولو، سم د سره زموږ د ذهني ورهم له کبله زموږ د ستوني او غاړي وچي او ژبي لړپ ودرېدل دا زۀ د "سي" او ځان له خوا و اتيم د اوښتي غرمې نمبر و چي بې نوه باد او هغې ريګنې سيمي چي موږ پکښي رهي وو دغو ټؤلو زموږ هغه ګلګوټه حالت تور پسې زياتولو. حقيقت دا دی چي زموږ د ګړد بند په دوران کښې موږ دغه د وچو ستوبو حالت بد محسوسولو. اوبه چي به مو وڅښلې هم يو ماري عارضي توپير به وو او لس منټه پسته به موږ تر هغه بد تر وو، د سړي د خپلو برمته کوونکو دومره زغم اممبر داشت د کست  (Envied) وړ وو. د څه نيم ساعت له سميله (مزل) وروستو ما وليدل چي يو سړی زموږ هغه تهر ماس را اخستی وو چي له شيدو ډک وو. ما هغه وغوښتلو او دستي راکړل شو. موږه درې سه وو لږ څه وڅېښل دې موږه خورا هوسا کړلو.

"يف" له څه کبله ټکڼي (Excited) شانته وو چي هغه وخت موږ نۀ په پوهېدلو هغه په دې پوهـ وو چي له کوټي تر چمن پوري روزانه اور ګاډۍ به هم په دګه شېبو کښې د کوږک تر سرنګ راوزي همدغه وو چي کله موږ وروتني پلا د ريل تر ليکه پوري وتلو، ايف ګاډۍ وليدلو چي سزلې تم ځای (سېشن) ته رارسېدلو. د "ايف" ټکڼي توب په دې لا زياته شو چي يوه سړي په دوربين کښې زموږ پر لوري وکتل. او همدغه شيبه يو څوک د تار په تمبه ختلو لکه چي به پر تار څه خبره کوله، لکه چي موږ ته وروشو پته ولګېدله حقيقت دغه وو چي زموږ د برمته کولو لمړنۍ خبر د ريل ګارډ ته رسېدلې وه، هغه پخپل دوربين کښې شا و خوا سيمه په موږ پسي څارلې وه او د تار پر تمبه يې سړی په دې خيژولی وه چي ښه وېړه څارنګه وکړي څله چي موږ يې نۀ وليدلو نو ه بېړه چمن ته تللي وو چي دا خبره هلته ورسوي.

موږ به برابر تر يوه ساعته (ګهنټه) تللي وو چي اوړن تګ او تودوخي پرسي بده اغېزه وکړله، موږ ملا وبللو او هغه ته مو وويل چي "سي" تر ابده ټپ ده او نوره نۀ سي پائيدلای هغه زموږ د دې خبره نه ومنله او هغه خپل د اس بول يې تکرار کړلو. يو څو منټه وروسته يوه هلک ښکاره شو، هغه پر اوښ دوه ګوډي اوبه بار کړې رارهي وو، غدۍ دا اوښ ونيولو او څه په نيمه خوا يې وس وکړؤ چي "سی"  پر اوښ سوره کړي. اوښ ماغيړي کوله او لتي يې وهلې. ځکه موږ پر يوه ښکارندي ځای وو نو له دې کبله هغو دا کوښنه پرېښودله، څه پنځلس منټه پسته "سی" له ستومانۍ په ټپه ودرېدله موږ يوه ژوره شيله ته ورسېدلو او دلته ملا موږ ته د دمې اجازت راکړو. موږ يې پرې ايستله او هغه ته يې څه نوري شدې ورکړې چي يو منټ دوه کښې "سی" برابره شوه.

په دې دوران کښې دوی اوښ او هلک بيا ونيولو، اوښ يې چو کړو او د "ايف" بستره يې پر اوښ په پړي وتړله، "سی" مو پر اوښ سپره کړله يو څو منټه پسته موږ پر مخ رهي شولو، "سی" پر اوښ پر بستره ناسته وه او ما او "ايف" د دواړو اړخو هغه تکيه ساتله، دا اوښ له هغو ډېرو اوښانو څخه هغه لومړی وو خو چي خدای موږ ته رابرابر کړو، او زموږ سختري يې څه هوسا کړې. "سی" هسي هم دا وخت ډنګره وه، په مټه چي دا زموږ د برمته کېدلو له صدمې څخه بد حاله شوله، نو زموږ د څلورو مياښتو د بچي چي په کوټه کښې وه وير په مخه کړله، په ځښته دوده ورځ وړنه مځکه په وچ زور ګړندي تګ ته اړه وه، ناشوده دا ده چي "سی" څرنګه دا دومره په پښتو راغله، دغه خدای رالېږلی اوښ دا له څه نا معلوم قسمت څخه وژغورله. برسېره پر دې چي پر اوښ بار د اوبو ګوډي زموږ د ټولو لپاره د ژوند زيری و.

    هسي هم په عام ښه حالت کښې هم څه د پاسه يوه ګهنټه کښې پنځه ميله وهل ښه تګ دی، او موږ دا په ځښته سختو شرائطو کښې تر سره کړو، دا زموږ دسميله (منزل) هغه لومړی پړاؤ دی او دلته بايد موږ شاته وګورو چي له "ايف" سره چي موږ يو ځای کېدلو پر دۀ څه تېري شوې وې، دی هم نا ببره نيول شوی ؤ. دی چي د سړک له ډبرين خنډ سره مخامخ شوی وه نو موټر يې درولی و چي وګوري چي څه پېښه ده، سړک ته جوت په خځه کښې ناستو سړو له موټره په زور راڅکولی ؤ، د دۀ ډرائيور ته يې ويلي و چي موټر په شيله ور رهي کړي او مات ګډ يې کړي، ډرائيور ورته ويلي دي چي دی د موټر په چلولو سټ نۀ پوهېږي، بيا نو غدۍ يو ټائر په چاړه څيري کړلو، سامان يې په چټکي سره بوږ کړو، او له ځانه سره يې واخستلو، په دغه دوران کښې د غدۍ ځني سړو "ايف" کښته شيلې ته کښته کړی وه، دواړه لاسونه يې په يو پټکي ور تړلي وه هر کله چي دوی له سړک څخه ولوره کښې خوندي نهام شو، نو دوی له "ايف" څخه پوښتني ګرېږني پېل کړلې، لومړی تپوس د هغو دا وه، چي دی برطانوی دی که نه؟ دويمه پوښتنه يې دا وله چي په دۀ پسي نور موټران هم رارهي وه که نه؟ د دې دويمي پوښتني هغې په کلکه دا جواب وکړو چي نور موټران په دۀ پسي نۀ وه، د دۀ ډرائيور محمود خان څخه يې هم پوښتنه وکړله او هغه هم دا جواب وويلو، کله چي سامان کښته راوړل شو نو دوی د سامان په پلټنه بوخت شو، دا وخت "ايف" ته دا وېره ولوېدله چي زموږ موټر راونه رسېږي، سره له دې چي "ايف" ته دا پته نۀ وه چي زما واده شوی دی، بلکې دا ګومان يې وه چي مازي چمن له له کومي ميرمني سره د خوند په چکر رهي وم، "ايف" دوی ته مشوره ورکړه چي سړک ته دومره جوت پاته کېدل خطرناک وو، دوی دا مشوره خوښه کړله دستي يې سامان سره واخستلو، او دی يې له ځانه سره رهي کړو، دوی په مټي رهي شوي ولو چي لوړ په غره کښې د دوی څارونکي زموږ موټر وليدلو او دوی ته يې خبر ورکړ او دوی دستي په شا وګرځېدل، او د موټر سړک له دواړو غاړو سره يې مورچې ونيولې، لږ شېبه وروستو دوی له موږ سره بيرته وګرځېدل، چي د خپل يون قيصه پر مخ وايي: هغه شېبه ته به بيرته ګرځو چي کله موږ "سی" پر اوښ سپره کړله، د دې دستي اغېږه دا وه چي موږ ټوله څه نا څه ډاډه او تسلي شولو، عام کورنۍ اوښ دومره ګړندی نۀ وي ځکه نو د ګردي ډلي تګ خورا سوکه وو، البته چي به څه ضرورت پېش شو نو به ګړندي تللو، تر څو چي کېدلای شو موږ به د شيلې په تل کښې نهام تللو، بې له هغه وخته چي خپل د منزل مخه به مو د لوېديځ لوري ته سموله نو به له شيلې دباندي د واټن څخه د پوري راوتلو لپاره راووتلو، اګر چي د شيلې له تل څخه موږ نۀ شوای ليدلای مګر موږ به هرو مرو د ډېرو هغه کوټنيو له غوټو سره په څنګ کښې تېر شوي ولو چي په دې سيمه کښې خورې ورې دي، خو هيڅ چېري هم موږ څوک سړی نۀ وليدلو د سيمي وګړي خو راغلي پراته وو. حقيقت دا دی لکه چي پر سړک کارکونکي يوه قلي هغه زموږ د نيولو د سړک خنډ ته نږدې ځای باندي وروسته راته وويل؛ چي بريد کونکي پښتانه وو. او که چېري يو پښتون وغواړي چي هيڅ څوک يې نۀ وويني، نو يې څوک نۀ شي ليدلای.

 له پنځو بجو لږ وروستو موږ يوه ډله وليدله چي يوه کرونده کښې يې کار کولو، کوم اوښ چي موږ نيولی وو دغه ډلي له يې اوبه وړلې. له دوی سره مخامخ يو ځای کېدلو خورا های و هوی جوړ کړلو غدۍ دستي د کرونده ګرو او زموږ په مېنځ کښې سره خوره شوه، کرونده ګر په تش لاس وو، د ګرونده ګرو مشر ملا ته مخامخ شو او ملا ته يې سخت الواغ (Protest) وکړو، دا بايد ووايو چي د دې مشر پټن ملا ته دومره د اوښ په نيولو نۀ وو، بلکې پر دې وو چي د دۀ په سيمه کښې صاحبان برمته شوي وه، ولي چي کوم دود سر رابرټ سنډېمن چالو کړی وه د هغه له رويه د سيمي قبيله په ګډه د هري هغي بدي بېکاره ذمه داره وي چي د هغوی په ټاپي او حد کښې پېښه شي، د دې مشر پلټن او الواغ ګوره چي هغه په رښتيا وو يا مازي زموږ د ګټي لپاره وو، څه چندو اغېزه نۀ وکړله او موږ رو رو له هغه مشره او د دۀ له ډلي سره په مخ رهي شولو.

اوس زموږ لاره خورا بد خونده او ستومانه ونکې وله، ځای په ځای به موږ د اوبو څښلو لپاره ودرېدلو خو په دې مو چندو ارام نۀ شو موندلای، دا اوس څرګنده وه چي موږ د وېش بلي خواته بيول کېدلو او دا په دې د خواشنۍ خبره وه، چي زموږ خوښي کېدل د افغان حکومت په مرستي کېدلو او د ختيځ سفارت کارۍ څۀ اوږد غړند شانته کار وي، "سی" ښه ګزاره کوله اګر چي موږ ټولو وس کولو چي ځان ورينی وساتو خو ږغيدا بېخي لږه سوله، د اوښ څکونکي هلک چي بيرته تللی وو نو هلته يې دا ويلي وو چي موږ ښه وريني وو، مګر حقيقت دا دی چي موږ هسي ځان ورنی ښکارولو، دا وخت زما ډرائيور ابراهيم راغلی او ماته يې وويل چي موږ غدۍ په دې برمته کړي وو چي برطانوي حکومت د دوی درې غوايه د ناغې په توګه بيولو وو وروسته ماته دا پته ولګيده چي د ابراهيم په اردو کښې د بهائي توری ما بېل ګڼلی وه بهر حال زما دغسي تېر وتني هغه وخت موږ څه وخندولو غدۍ پر دې هم سره ږغېدله چي "سی" به هغه شپه چمن ته ولېږي، هم به زموږ د خوشي کولو شرطونه ورسره بيان کړي، "سی" په دې تجويز خورا پريشانه شوله او ما هم دا چندو خوښ نۀ شو، بهر حال دوی هم د ښه سنجښ پسته دې نتيجې ته رسېدلي وه چي دا به د يو قيمتي او ارزښتناکه برمتې له لاسه ايستل وي، بيا هم په دې هکله هيڅ نه واورېدل د شپږو بجو پر محال غدۍ بيا ټکنۍ شوه، ډېر غوړمبی او اشارې او چېړنه يې سره وکړله، اخېر کار نور ټوله پاته شولو خو له دوی درې تنه اوښ ته جوړېدلي وه چي ښه يې ګړندۍ کړي، داسي ښکارېدله چي د ليوز يوه سوره ډله چي له چمن څخه رالېږل شوې وه، او موږ يې ليدلي وه، او په موږ پسې شوي وه، زموږ د خلاسوني هيله موږ په دې نۀ لرله چي د ليوز او د غدۍ د ښنتي په صورت کښې به موږ هرو کښيو تلو او دا کېدون هم پکښې وه، چي که غدۍ ماته اړه شي، نو شايد زموږ غاړي پرې کړي بهر حال د ليويز ډله په شمېر کښې دومره پياوړي نۀ وه چي له غدۍ څخه ښتني پرېکړي او نتيجې ته يي ورسوي، دوی په غدۍ ډزي وکړې، او غدۍ ورته پرېوتله پر هغوی يې جوابي ډزي وکړلې، دا ډزي ډوزي برابر لس منټه لګيا وې، په دغه موده کښې يې موږ په يوه زوره شېله سم تراټ ته اړ کړلو، دا شېله څه د قطب لوري ته ګرځېدله او موږ په دغه کښې تر ښه ځايه ګړندي ولاړو، کله چي د شېلې تل رابرسېرنی شو نو موږ د ليويز د ډزو په مينځ کښې راغلو، او تر يو څو منټه پوري ګولۍ زموږ شا و خوا لګېدلې، له ښه مرغه هيڅ تاوان پېښ نۀ شو او ليږ شېبه وروسته ډزي بندي شولې او دا څرګنده وله چي موږ اوس وېش ته جوت کړو، د پېشي له قبله زموږ بدرګه لږ شوله د دوی مخکي يوه بد غونې ځيږه کوله او هغه دا کلکه په تيلې وه چي موږ د وېش هغه خواته خوندي ورسوي، دوی په څه ليري واټن کښې څه غونډيانو ته ګوته ونيوله او وويل چي هلته به موږ له خيره سره دمه او ارام وکړو، موږ برابر شل منټه په منډه راغلي وو، "سی" د ذهن او بدن دواړو له خوا بېخي ستومانه وله، "ايف" ځکه چي د اوښ بل اړخ ته وو نو ما دی ليدلای نۀ شو خو ښکارېده داسي چي دی ښه رهي وو اګر که زما پر ځان دا ګمان وو، چي زۀ بايد ښه تر ډېره بيداره ووسم مګر اوس مو خپل ځان بېدرکه ستړی ګڼلو يو څه موده خو زۀ خپل دې پريڼ (Detarmination) بوتلم، چي له  "سی" بېل نۀ شم خو له دې سره دا وامونه هم مل وو چي که زۀ له تګه ولوېزم نو زما پای به څه شي، څه نيم ساعت پسته زموږ مخته  د يوه سخر له شا څخه څه سړي راښکاره شول چي درسته يې لرله، زموږ ډله ښي اړخ ته وڅرخېدله او زموږ بدرګ چيانو له ليري څخه له هغو څخه څه ږغا وکړه او هغه يې پر دې سځ کړو، چي کار به نۀ رالری.

موږ ته وروسته دا پته ولګېدله چي دا يوه افغاني چوکۍ پر وېښ وله، نو له دې موږ دا هم و اټکوله چي اوس برطانوي لشکر موږ نۀ شي خلاسولای موږ ټوله قامونه سوکه او رو کړلو ما د ابراهيم په وسيله د غدۍ مشر ته دا ورسوله چي تر ابده ټپ يم او پر مخ نۀ شم تلای، هغه څه اوښانو ته ګوته ونيوله چي څه نيم مل ليري وو او دا بول يې وکړو چي هلته به ما پر يوه اوښ سور کړي، کله چي موږ هلته ورسېدو نو داسي ښکارېدله چي هغه د خپل بول د پاللو نيت نۀ لري، بيا ور ياده شوله او هغه دا ومنله چي هغه دا اوښان نۀ شي نيولای، د غدۍ پاته سړي زموږ تر شا ښکاره شولو او دا پرېکړه وسوله چي د هغه انتظار به کوو هغوی په څه پنځه منټه کښې راورسېدل، ټوله ډله سره له غدۍ ښکارندي ستړي ستومانه وو، "سی" له اوښ څخه سوړه سوله، او بېخي اوتره ښکارېدله، "ايف" موږ ته جوت ارام کولو څنګه چي زۀ کښېنستلم زما په دواړو پوندو کښې ځښته سختي خوږمني څټکي پورته شولې او څه شيبه بېدرکه خوږ راباندي تېر شو، زما ډرائيور زما د ګوټونو په ايستلو بوخت شو، خو بدرګې هغه وترټلو. غدۍ په خپله بريالي بريد څه اسوده شوله او د دوی په منځ کښې بد نظمي راغله، زموږ کوم سامان چي له موږ سره وو هغه يې سره پرانستلو، او هر څه يې سره وشندل. "سی" زموږ د لاري د خوړلو ډبی پرانستلو، او څه مېوه يې په دې نيت راو ايستله چي موږ به تازه کړي خو يوه سړي د دې له لاسه دوړه کړلو، او په ناشوده خندني غوني يې وخوړلو. دوی د "سی" يو د چاکليټو ډبی هم سره وپلټلو، د ابراهيم دپاره دا هشت و مشت بېخي د سهلو نۀ وو، "ايف" دا پېښي نۀ وليدلې، او زۀ بې وسه وم ابراهيم دوی خورا وترټل. او ورته وويل چي يو ښه مسلمان داسي شيان نۀ خوري، هغه له چاکليټو سره نابلد وو، بيرته يې د ټيم په ډبلي کښې چخ کړو.

زموږ د دوو ورځو د سمېله (مزل) زموږ دغه اوسنۍ د يوه ساعت تګ ځښته بد خونده وو ملا خورا په مشکل خپل سړي په خپل واک کښې ساتلای شو، د "سي" په غاړه څو غمي وو، زما و د دې د واده ګوتي په ګوته وه، او زما له خوا دې ته د واده سوغات هم ورسره وو، دا شيان يې ګرد له دې واخستلو خو ملا ته ما سخت (Threat) پِټن وکړلو او هغه شيان يې بيرته راکړلو، له ما څخه سره څه پيسه که وه، هغه يې وغوښتله ما خپله جيبي کتابچه وپلټله، په هغې کښې څه نۀ وه، نو ما وويل چي زما پيسې غلا شوې دي، پر دې خورا چېړنه وشوله، اخير کار ما خپلي پيسې په بل جيب کښې وموندلې او هغه ملا واخستلې. زموږ د جېبونو يې ښه کرته تلاشي وکړله، د "سی" غميان يې بيا واخستل او بيا ما په هی او هوی بيرته تر لاسه کړولو. له دې قبله ما ملا رابللو هغه ته مي دا ګېڼه ورکړله او ورته ومي ويل چي دغه شيان دي دی په خپله زما دپاره خوندي وساتي، هغه ومنله او داسي ښکارېدل چي زما په خواست يو څه غره غوندي شوم، دا پرېکړه شوې وله چي زۀ به له "سي" سره پر اوښ سفر کوم زۀ بيا پر ځای د دې چي هسي پر ګرومجن انتظار وخت تېروو نو ما ملا و هڅاوه چي رهي شو هغه دستي زما خواست ومنلو. اوښ راوستل شو او "سی" مخکي او زۀ د هغې تر شا په هغه اوښ سپور سولم ما او "سی" دواړو داسي ګڼله چي زموږ و "ايف" ته شا وګرځوله خو هغه په ډنګه زموږ اندېښنې په دې ردي ګړې چي موږ دواړه ټپ او د تګ نۀ وو. غدۍ اوس ځان خوندي ګڼلو، او د څه بريد دپاره يې څارنه نۀ کوله، موږ سوکه سوکه رهي وو، لمر پرېوتلو رڼا ورکه شوله، په ليري واټن کښې د شا و خوا کلو د بلو اورونو رڼاګاني ښکاره شولې څله چي موږ پټه خوله رهي ولو. نو ځکه زموږ ذهنونه د خپل راتلونکي حالت په باره کښې بوخت وه د ژر خوښي کېدلو هيلي مو اوس ګرجني شولې. پر يوه شي زما کلک باور وو چي د هند حکومت او د بلوچستان واکداران به يوه انګليسي مېرمن تر خپله وسه د بريد کونکو په لاس کښې يوه شېبه هم زياته نۀ پرېږدي.

خو برسيره پر دې زموږ وړاندي ډېري لوړي او ژوري ولې، برابر اتنيمي بجې زموږ وړاندي مخامخ ډېرو بلو اورونو دا ښييله چي دا يو کلی دی، غدۍ وويل چي هم دغه ځای زموږ د شپې د ټيکي وو د څه ارام او دمې هيلي زموږ خوا څه ښه ورينه کړله. ولي چي دا زموږ دستي اړتيا وله او دغسي زموږ نور غمونه څه شاته شول. د غدۍ څه په ترتوس او احتياط و کلي ته ور جوته شوله. خو ژر په دې پوه شو چي هر څه سم او خيريت دی موږ د کلي پر څنډه دېره شولو، له ستومانۍ وچ کلک موږ له وښه څوړ شولو. او هغه ځای ور ونګورېدلو(Hobbled) چېري چي دوی زموږ دپاره پر ځای کجړان هوارول، موږ درې واړه پر کجړان پرېوتولو او شکر مو وکړو، چي هر څه چي وي پر هغه خپل ستړي ستومانه غړي (اندامونه) ارام کړو، زموږ دوو نوکرانو او غدۍ والو تر وسه زموږ د هوسائي او ارام خيال وساتلو زموږ د ميلې په ډبلي کښې څه چای وو، دوی ته مو د اوبو د ايشولو وويل، د حيرانو کليوالو ګڼه ډله راغونډه شوې وه او موږ يې ځير ځير کتلو، له دوی څخه يې يو دستي په دې پسي ولېږلو، غديوالو هم زموږ پر څنګ د خپلي ناستي د ځاينو په سمولو بوخت شولو. لوړه ښه روڼه سپوږمۍ وه، او شپه ښه سړه او خوند منه وه.

کله چي موږ سنګونه ولګول نو غدۍ وال په نيم بګار (دائره) موږ ته مخامخ کښېنتسی په لومړي ځل موږ ته دا پته ولګيدله چي "ايف" د ځايي پښتو ژبي سره ښه بلد دی، او دی له ملا سره په ږغا شو، "سی" زما د پښو په اندېښنه سوله، او د محمود خان او ابراهيم په مرسته  په څه مشکل زما فوجي ګوټونه و ايستل، زما جرابي په وينو لړلي وې. او کله چي زما پښې له هغو را و ايستلې نو زما دواړه پوندي سرې او پرهار وې، او ويني ځيني بهيدلې، ابراهيم څه تودې اوبه راوړلې او "سی" زما پښې را ومنځلې. هيڅ ډول پټۍ نۀ وه، خو له ښه مرغه د "سی" د کاليو په بيګ کښې څه پاک رخت وو. څه د مخ کريم د يوې نامتو کمپنۍ، نو له دغو يې کار واخستلو، ملا او د هغه ملګرو خورا په دلچسپي دې ته کتل له پټۍ تړلو وروسته ملا زما لاس په خپل لاس کي ونيولو او خپله همدردي يې له ما سره بيان کړه، او دا بول يې وکړو چي سبا به تاسو ګردو ته اوښان پيدا کوم.

دغه وو چي زموږ چای راورسيدلو، چای مو څښلو چي "ايف" ته له ملا دا معلومه شوله، چي موږ له دې لپاره برمته شوي يو چي د هغوی يو څو مشران چي بلوچستان حکومت بنديان کړي وو هغه دي خوښي کړل شي، دا مشران په تېر پسرلي د څه تورونو له کبله بنديان شوي ولو، افغان برطانوي د وېش کرښه په دې سيمه کښې د بېلو بېلو قبائلو د حدونو د خيال ساتلو په بنياد نۀ ده تللې. او دا کيدلای هم نۀ شي د دې کرښي پايله او نتيجه وه چي د اڅکزي قبيله د وېش په دواړو خواوو تر ډېرو ميلونو پوري پرته وه، زموږ تښتونکي اڅکزيانو ؤ. اوس بنديان شوي سړيان که ازدو (اګرچه) برطانوي ريات وو بيا هم د اڅکزی له هغه پښې څخه وو چي د برمته کونکو د کلي خان ځنې وو، بلکې د هغو نږدې خپلوان وه، ځکه نو دا د برمتې کار دومره ناوړه او بېځايه نۀ وه، خو ايا د بريد حقيقي موخه هم دغه وه که څنګه؟ دا به تل يوه د اټکل او اندازې ګای وي، ملا "ايف" ته دا هم ويلي وو چي موږ په دې کلي کښې په دې تم شو، چي هر څو ډېر ستړي وو او دا چي زموږ د تللو حقيقي ځای د لويديځ لوري د دوو ساعتو د سميله (منزل) پر واټن وو، دا وو چي د شيدو چای راوړل شو، دا په ايښيدلو شيدو کښې د چای پاڼي اچول شوې وې، او پېروی هم په ګډ شوی وو، زموږ په سفري خوراکي ټوکرۍ کښې مو څه  ويسکي وموندله نو دې چای کښې مو څه ګډه کړله، زموږ له برمته کېدلو پسته دغه شېبه زموږ لپاره د خوند خوښۍ يوه موقع وه، کله چي موږ له چای چښلو ورهيدلو نو پر خپلو بيديائي بسترو وغږېدلو. "سی" ته مو زما او د "ايف" په منځ کښې خوندي ځای ورکولو. او خپلو نوکرانو ته مو زموږ د پښو خواته ځای جوړ کړلو، موږ د سړو ګڼه ته خواست وکړلو چي له موږ څخه څه ليري شي، هغوی سم دستي د ماښام په لمونځ بوخت شولو، تر دې لمخه تر لمر لويدو په محال هم پر لمانځه درېدلي وو، او د اسلامي ټاکلو رواياتو سره سم يې په جمع لمونز کړی وو، زموږ لپاره دا خورا ښکلی منظر وو، واقعيت دا دی چي د دوی د دغسي مهذهبي په پاک بازۍ د مظاهرې او د دوی د برمتې او ناتار اړخ مو نۀ شو سره لګولای. برابر يولس بجې دوی ته څه ډول ډوډۍ راوړل شوه، دوی موږ ته هم څه راکړله، زۀ او "سی" دومره بې درکه ستړي وو چي هيڅ خوړلو ته مو زړۀ نۀ کيدل، "ايف" په څه ځايي ډوډۍ خوړلو لګيا شو، خو ژر يې پرېښودله، تر څه وخته دا سړي سره وږغېدل او سوکه سوکه ويده شولو، څه ناوخته مهال ملا دوه سړي د کلي پر دوو مخو د څارني لپاره وټاکل، بيا له يوه بله سړيه سره له ډېري ږغېدا وروستو موږ ته جوت پرېوتلو، قدرتي خبره وه، چي موږ ته خو تر ډېره نۀ راغلی، سره د دوی د ښه سلوک زموږ اندېښنې بيا هم وي، چي د دې پاته وحشي سړو په مينځ کښې به د يوې سپيني مېرمني پای څه وي، کوم يوه سړي سره چي ملا ښه ناوخته ډېر وږغېدلو هغه زموږ شا و خوا تر ډېره وخته بې تګاوه وګرځېدلو. اخېر کار يې يو بل څوک را ويښ کړلو،د دوی له ږغېدو ما دا واټ کړله چي دی د "سی" د چوکيدارۍ لپاره ټاکل شوی وو. اخير کار موږ د څه اوتر او غوټه غوټه خوب لپاره ځانونه واچول، شپه څه عجبه غوندي سړه وه او مځکه هم څه چندو بستره نۀ وله.

دا بل ګهيځ وختي کېمپ پر پنځه بجې په خوځښت شو، "ايف" دوی ته ويلي وو چي موږ به تر اوو بجو بيدېدلو ته پرېږدی او هغو دا ورسره منلي وو. خو وروسته دا پرېکړه شوې وه سحار وختي به رهي کېږو، چي د ورزي د دودوخي څخه خوندي شوو وروسته موږ وليدل چي دا مو ښه وکړلو، ښه وخته رهي شولو. موږ په خورا ټنګه وغوښتل چي موږ ته به هرو مرو چای راکوی، او دوی ومنله، دوه اوښان يې راوستل او د کجڼانو پنډي کجاوې يې پر جوړي کړلې، زۀ او "سی" يې پر يوه اوښ او "ايف" سره له څه سامانه يې پر بل اوښ سواره کړلو. د سحار لمونځ دوی په ګډه وکړلو او په پاو کم شپږ بجې موږ بيا رهي شولو، د کلي ګڼه ډله و موږ ته په مخه ښه ويلو ته راغونډه شوې وله. د ټولو په تېره د ښځو د دلچسپۍ نخښه "سی" وله. دا کېدون لري چي شايد "سی" هغه لومړۍ سپينه ښځه وه چي دوی دومره جوته ليدلې وه، د دې هيڅ کېدون او امکان نۀ وو چي زۀ بيا ګوټونه په پښو کړمه ابراهيم په خوښي ماته خپلي څپلۍ راکولې کله چي به موږ په پښو تللو او د دې ډول د اوښ د سوارۍ لپاره د څه په پښو کولو هيڅ اړتيا نۀ وه. "سی" د اوښ د سوارۍ له کبله  توبېره (Stiff) او ستومانه وه "ايف" داسي ايسيدو لکه چي توان او طبعيت يې پر ځای شوي وي، زموږ د سميله سفر برخه زموږ په حالاتو کښې ښه خوند منه وه. ښه سړزګي او تازګي وه په کومه ناوه چي موږ ور ننوتلو ښه شنه او کرونده وله موږ د کرونده ګرو د ډلو په خوا کښې تېرېدلو او هغوی به موږ د حال احوال لپاره درولو. دا کرونده ګر ښه دوستانه او خوشحاله ايسيدل خو د "سی" دپاره د دوی ځير ځير کتل څه ګران وه اوس دا محال چي موږ رهي وو نو غدۍ وال خورا وريني وو، ګپي او ټوکي يې سره کولې. او سندري يې ويلې، موږ په يوه ښه خوليې (Fertile) مځکه کښې ورننوتلو زموږ جوت کيڼ اړخ ته د کنچای د دنګو غرونو لړۍ وه، چي د دې يادونه ما يو ځل مخکي هم کړې وله، و موږ ته مخامخ پر څه واټن د سرو دېګجنو غونډيانو ټيټه غاړه وله، دوی ويل چي د کنچای په غرونو کښې سره زر وو، او موږ ته يې دوې ټوټې راښکاره کړلې چي هلته مندل شوي دي. موږ پر يوه ژوره خوړه پوري وتلو، د دې خوړي پر لوړو ژورو کښې پر اوښ تلل څه اړ وو په تېره د "سی" لپاره. زما مخته خورا هورېته ناسته وه، ليږ وروستو غدۍ يو مار ومندلو، او مړ يې کړلو پرون غرمه هم په لاره کښې دوی يو مار موندلی او موړ کړی وو. لږ څه وروسته موږ څه تم شو او غدۍ والو د غره په اړخ کښې يو څه درې سوه ګزه ليري يو سپين ځای باندي د نخښي ويستلو سيالي سره وکړله، داسي معلوميدله چي دوی د مړدکيو هيڅ کمبوت نۀ لرلو، لکه پر وېش چي په بېشتره داسي وي او دوی په خوند ډزي ډوزي وکړلې.

ورو ورو  موږ د کونچائي د غرونو د لړۍ د پای له ختيزي د ختيزي له خوا سره راجار وتلو او ناوه اوس د سهيل لويديځ لوري پر خوا د غرونو او ريګونو غونډيانو په مينځ کښې پرته وه، کله چي موږ سحار رارهي کيدلو نو "سی" په دې خوشحاله وه چي دوه زاړه ټکري يې پر ځان د يخنۍ لپاره جار ايستلي ولو، خو اتو بجو ته تودوخي ډېره زياته شوه، د اوښ د دوو ساعتونو سوارلي زموږ پرونۍ ستوماني او بدني کلکوالی بيرته راپيدا کړل، اوس زموږ په ناوه کښې په لوړه رهي وو او د سحار تازه هوا موږ ته نۀ رارسېدله. اوس موږ لوږه او تنده محسوسوله اخير کار موږ ښۍ خواته پر يوه داسي لاره رهي شولو چي په ريګجنو غرونو اوښتله، له هغه محاله چي موږ د کونچالۍ له غره سره را جار وتلو نو  "ملا"  هڅه کوله چي خپل سړي په دې پوه کړي چي اوس کلي ته نږدې کېږو، نو موږ بايد چي په فوجي نظم سره په ليکو کښي تګ وکړو، دوی دغسي وکړلو او موږ ته يې يقين راکړلو چي اوس موږ خپل پړاؤ ته خورا جوتي يو سره له دې چي موږ يوه ريګجنه سيمه ته پوري وتلو، خو زما دا ارام هيلي راپورته شولې، ما څه خپله ليدلي او څه مي اورېدلي ولو چي د ويش کلي به څه ارام او څه اسوده وي، او د مېلمنو د حجرې ښه خيال ساتل کېږي، څه پاو کم ميل موږ په ريګجنه اوږه وختلو اخير د ډزو باړ او د سړو د کاغ بيغ څخه موږ داسي وګڼله چي کله راغلی کله چي موږ د غونډۍ څوکي ته ورسېدلو نو موږ هم کلی وليدلو او زما د خوښۍ هيلي ولاړې په هوا شولې.

دا کلی د ريګجنو غونډيانو په مينځ کښې او اولس د استوګي جونګړي پکښې ولې. خو دا له ورايه ښکاره وله چي زموږ برمته کونکي د کومي پاونده پښې له ښاخه وو. او هغوی داوږدې مودې د اسوګني لپاره ځايونه نۀ وه رغولي. زما هيله د خټنيو خښتو څخه رغېدلې او د ګردي بام د کورونو وو، خو موږ د لرګيو پر ټيټنيو تمبو ولاړ وو او په لښتو غنو او وښو پټي کوډلو ته مخامخ شولو هغه د ټولو نۀ لويه کډله هم تر پنځه پوټه جګه او و مخ شل پوټه څلور کونجه نۀ ښکارېدله. دغه کوډلو سړي ته    هغه د عربو د کږديانو يا د اسرائيلي مشرانو د رېګ د کورونو د وسائني احساس هم نۀ ورکولو. سپېره خواله خواري او هوکه ستومانۍ موږ ته ځير ځير کتل او د ژوند د ارام د هوسائي هيلي مو مړې شولې.

برسيره پر دې موږ دومره بې درکه ستړي وو چي پر دې مو هم شکر و ايستلو چي هسي د ټيکي يو ځای ته ورسېدلو، زموږ اوښان يې هغه تر ګړدو کچنۍ سمڅه مخته چو کړلو، او چټک چټک يې په کوډله کي کجړان او سروږدونه برابر کړل، موږ وچ توبير له اوښ څخه راسوړ شو، "سی" نۀ شوای تلای او زما هم څه چندوني خوند نۀ وو، خو موږ دواړه يو د بل په مرسته د هلکانو او ښځو له جار وتلي ډلو څخه په نګرېدلو (Hobble) د کوډلي يوه کونج ته ورسېدلو او پرېوتلو. "ايف" پر موږ پسې راننوتلو زموږ دواړه نوکران او غدۍ وال زموږ د سامان رابوږولو او د ننه راوړلو اخته وو، بيا ګرده ډله کوډلي ته راننوله، کښېنستل او موږ ته يې هرکلی وويلو.

زموږ دا نوی کور برابر دولس فټه اوږد او اوه فټه پسورور وو، د کوډلي نس څه شپږ يا نهه انچه کښته کيندل شوی وو، او له فرښه تر بامه څه څلور نيم پوټه جګه وه. او شا و خوا ګردۍ جوړه شوې وه، د کوډلي دېوالونه چي له لښتو او وښو جوړ شوي وو بېخي زاړه او بېدرکه خيرين وو. د ديوالونو کومبړ تر روغ ديوالونو زيات دی، کوډله د زړو لرګيو پر اډانه هريته (جګه) درول شوې وه، کومبړ يې د ګونيو په زړو ټوټو بند کړی وو په ځينو کومبړو کښې يې وچي څرمني مونډلې وې. کجړان او سروږدونه پاک خو وو مګر سروږدان داسي ايسيدل لکه چي په خاوره يې سخلي وي، ټوله کلی په يوه دوړن ريګجن ځای کښې جوړ شوی وو. او دا دوړي زموږ د کوډلي هر کونج او هر چاک ته راننوتلي وې. لنډه يې دا چي موږ پر دوړو پراته وو. دوړه مو په سا کښې تېروله، خوړله او څښتله، پر دې سرباری زموږ د بې ارامۍ دپاره د مچانو هړوز وو، چي په دې کښې بېشتره هغه ـــــــــــــ ډول وو.

د چاپير چال  د دې ټولو شيانو پته موږ ته رو رو ولګيدله، زموږ هغه لومړنی سوچ د څه څښلو وو، او دستي موږ سره د چايو ږمنه وسوله، بله اندېښنه زما دا وله چي يو څه داسي څيز ومومم چي له "سی"  څخه مچان په وشړم، "سی" له ستومانۍ توبېره وچه او له سختي تندي بېحاله پرته وه ما "ايف" ته وويل چي له دوی څخه له کومي وني يو څانګه وغواړي، خو داسي ښکارېدله، چي داسي شی نۀ په کلي کښې او نۀ په دې سيمه کښې وو، چای راغلې دا د پښتنو چای وې، بې شيدو او ځښته خوږې ولي بيا هم يې د څښلو وروستو موږ ټول تازه او هوسا کړو، زموږ دکډلي دباندي ګڼلي ښځي سره راټولي شوې وې، او په دوی کښې يوه زړه بوډۍ چي پر تندي يې د زرتارو څه ځړونګي ځوړند وو، په څه ګنډلو بوخته وه، بوډۍ په يوه زړه غنه يو زيړ بخوند بېرغ ګڼډلی وو، دا يې د مچانو د شړلو دپاره راکړلو ولي چي څانګه مانګه نۀ پيدا کېدله، موږ په خورا مننه دا واخستله او پکار مو کړله دا اوس هم زموږ د برمتې د پېښي له نورو يادګارونو څخه يو سوغات راسره دی.

ټول هغه ديوال برابر تر يو نيم ساعته پوري له موږ سره په کوډله کښې ناست وو، د دوی چيلم له موږ سره خورا دوستانه وو، او پر دې سره ږغېدل، چي زموږ د هوسايني او ارام لپاره څه څه پکار وو، ملا دا بول وکړو، چي بله ورځ به زموږ يو نوکر له خپلو يو دوو سړو سره پر اوښ چمن ته وليږي، موږ خپلو دوستانو ته خطونه ليکلای شو، او هر څه چي زموږ په کار دي هغه راغوښتلای شو، او هغه به په لارۍ کښې لاندي ناوې ته راورسولای شي، زموږ د مجلس په مينځ کښې د کلي خان راغلی دَئ يو جګ پياوړی او مزی سړی وو او په خپله ځواني کښې د سهيلي افغانسان اتل غېږ باز اوسيدلی وو، دی اوس د پاخه آنډي (عمر) وو. او په خورا وياړ يې ويل چي دی اوس نيکه څه بلکې غوره نيکه دی. خو کله چي دی زما د خوږمنو پښو په حال خبر شو نو ځښته اندېښمن شو، نو چي هغه دا واورېدل چي له ما سره د پښو ګوټونه يا مچڼي نۀ ولې، نو هغه خپلي غټي عربي غوندي کپۍ (موچڼي) له خپلو پښو و ايستلې او ماتي وړاندي کړلې، خو له بده مرغه زما پوندي دومره ژوبلي وې، چي ما هيڅ نۀ شو په پښو کولای.

ګهيځ بريځر ته واوښتلو خو زموږ کور به نۀ وو، له کوډلي څخه دباندي وتلو هيڅ هڅه نۀ کوله بل که د پاته کلي نور وګړي چي بېشتره ښځي او هلکوانو هم زموږ پر کوډله شا و خوا راغونډ شول، او تر کومبړونو بې موږ ځير ځير څارلو، اخير کار موږ په ډاګه وويل؛ چي موږ ارام کول غواړو، دوی دستي ولاړ شول، او رهي شول، خپلي کورنۍ يې له ځانه سره بوتلې، او موږ يې ارام ته پرېښولو، د لومړۍ سحار په ږغا وو، او چېړنو کښې د "ايف" ونه خورا څرګنده او کله کله به يې زموږ د دلچسپي څه شيان راته بيانول، خو د "سی" لپاره دا ورسې او ږغاوي په دې سخته ستومانونکي وې چي په دې موده کښې به بېشترو سړو دې ته ځير ځير کتل، څومره موده چي موږ په دې قرار ګاه کښې وو، وخت بې وخته به سړي زموږ کوډلي ته د پوښتني او دوستانه ګپي دپاره به راننوتل او د ساعتونو دپاره به راسره ناست وو، د "سی" لپاره دغه د خلوت کمبوت او د سړو دې ځښته ډېر کاته بېخي يو عزاب شو، برسيره پر دې د دې غاړه له تېري شپې څخه وچه او خوږمنه وه، او اوس دردمنه پړسېدلې وه.

کله چي  موږ په خپلو کي يوازي  سره پاته شولو نو به د خپل حال په سمولو او برابرولو بخت شو زموږ دواړه نوکران زموږ لپاره د ستايني وړ خدمتګاران ثابت شول او ښه په ورين تندي زموږ د هوسائي لپاره هن په هغه کارونو هم لګيا وو، چي دوی هيڅ ورسره بلد نۀ وو، چای ته چي به مو کله هم زړۀ وسو راپيدا کېدلو او څه ايښيدلي اوبه به مو هم ځان ته پيدا کړلې د څښلو په هره پياله کښې به په پای کښې رېګ رو مرو وو، او ځان له به يې ځانګړی خوند لرلو، خو سره د ګردي نا اسودګۍ دغه څښتل زموږ د اسودګۍ او تازګۍ يوازينۍ وسيله وه، زموږ کوډله ژر يو تنور وګرځيده، او موږ مړاوي په کښې پراته وو او په مړاوي لاسونو  به  مو  مچان له ځانه شړل، د دې مچانو داسي بد نېشونه وو چي زموږ تر ښو پونډو کاليو به هم زموږ بدن ته تير شولو.

غرمه چي زۀ دباندي ووتلم او د غدۍ هغه زموږ ډېر يار باشه غړی مو ومندلو، "ايف: ويلي وو چي دوی به موږ ته خواړه راکوي، خو ما سړي ته وويل چي موږ وږي يو، او دستي هم څه خوړلو ته چمتو يو، سړی لږ شان ته حيران خو بيا هم ولاړو، چي وګوري څه کېدلای شي، پايلی يې دا راووتله چي ټوله کلی زموږ کډلي ته په دې راغونډ شو، چي وګوري څه پېښه ده، دلته "ايف" دوی ته زما غوښتني سمي دمي بيان کړلې او دا يې هم ورته سپينه کړله چي سپين پوستي وګړي تمامه ورځ په ډېر خوړلو  روږدي دي، دوی په دې څه اوتر او پريشانه شول، چي تر ماښام له مخه هم موږ څه خورو خو په خپلو کښې د څه چېړني وروسته يې راته وويل چي اوس دستي به دوی شيدې (پوی) مستې او مړۍ راوړي. تر نۀ څه دغه هم ښه وو. خو موږ هګۍ هم وغوښتلې، خو دوی په خپل کلي کښې چرګي نۀ ساتلې او له ښۀ مرګه يو ميل قدر ليري د دولس هګيو څرک ولګيدو او هغه يي موږ ته راوړلې، او موږ هغه کلکي و ايشولې.

لږ وروستو يې په خاورينو لوښي کښې شيدې راوړلې دا د ميږو او بوزو پر له ګډي شيدې وې، خورا ښې وې، موږ دوې دوې يا درې پيالې وڅښلې او نوري مي په ترماس کښې خوندي کړلې مړۍ چي راورسيدله نو دا څه دوه فټه پسروره، ګردۍ، نرۍ څپټي (چپاتي) وو، مستې هم څه خوند مني نۀ وې، لومړی مو نۀ وخوړله البته يوه يوه هګۍ مو وخوړله او ښه خوند يې وکړلو، زموږ په خوراکي ډبلي کښې يو انناس لا پاته وو، د دې نيمی مو هم پسي وخوړلو، زموږ برمته کونکي زموږ د خوړلو پر وخت راته ناست وو، دغه وخت "ايف" خپل دوه شيان لکه يو جيبي چاکو او خپله ګړۍ بيرته تر لاسه کړل، زموږ دواړو يوه ګړۍ او شل روپۍ ورکي ولې هغه يې نۀ راوړلې. "ايف" د خپل ډرائيور محمود خان څخه پوښتنه وکړله چي د هغه شيان ورک ولو هغه په ګرومجنه طور وويل چي زۀ د ګهړۍ وس نۀ لرم، او تاته تر اوسه ماته د تېري مياشتي تنخوا لا نۀ ده راکړې نو ځکه زما هيڅ شی ورک نۀ دی.

له خوړلو وروسته موږ راغلو سړو ته مو بيا اشاره وکړله چي موږ ته د لږي مودې لپاره يوازي پرېږدی، هغو د خپل طبعي ښه خوی له رويه دستي رهي شولو، بيا نو موږ خپلو درملنو او نور د اودس د اوبو و کار ته چي څومره کېدلای شو توجو وکړله، "سی" زما په پوندو کښې څه نور ټپونه وموندل او د هغو په درملنه بوخته شوله، د اوښ د ډېري سوارلی له کبله مو د دې خپل ټپونه حالاتو ته پرېښودل. ولي چي دې په دې ښکارندويه چاپېريال کښې د کاليو و ايستلو  خوا نۀ کېدله، زما د پوندو ټپونه د دې د مخ د کريم له برکته د رغېدلو پر حال وو ځکه  نو اوس دا پرېکړه وسوله، چي وچه پټۍ به پر لګوو او دلته مو بيا د مخ له پوډره څخه کار واخستلو. پر "ايف" د لاري د ستونزو څه برسيرنی اغېز نۀ ښکارېدی. له دې پسته موږ د غرمې تېرولو لپاره ډډي ولګولې.

لانګ فېلو په خپله ځلېدنکې سندره کښې د وخت سست تګ داسي بيانوي: ورور ور سوکه سوکه کلونه يو په بل پسې اوښتل؛ خو دلته زموږ دپاره د منټونو تېرېدل هم خورا غمېدلي وو، په دې دوړو او ټکنده ګرمۍ کښې پراته وو، د کوډلي دوړن څپر او د نمر له لمبو څخه مو ځان نۀ شو ژغورلای، په داسي حالاتو کښې د پنځو منټو تېرېدل هم آبد ښکارېدلو، په دې خواشني کښې خوب چېري راتلی، ولي بيا هم به کله يو کله بل يوه غوټه ډوب ويده شو ملا و موږ ته ويلي وو، چي موږ به لس ورځي له ده سره يو، منټونه دومره سوکه او رو تېرېدل چي موږ خپلو ګړيو ته هم نۀ شو کتلای. کله چي به د خوب غوټه راباندي راغله، نو له وېرونکو خوبونو څخه په سرپ د حقيقت عزاب ته راويښ شو، مچانو خو پېوسته په مخه کړي وو، او نور د خدای جينجي او خزندې چي په مځکي کښې يې ځانونه ښخ کړي ولو دا مو بخت وو، چي تر اوسه لا هغو خزندو څخه خوندي پاته وو، چي د سړيو په لږ مهذبو توکمونو کښې بېشتره وي، (سپږي) له غرمې وروسته بيا ټوله کلی زموږ د خير خيريت پوښتني ته راغلی موږ چای وغوښتلې، او دستي راوړل شوې. "ايف" له دوی سره په دغو چېړنو اخته شو، چي سبا ته به څنګه له چمن څخه خپل د ضرورت شيان راغواړو، پر دې پرېکړه وشوله، چي د چمن فوجي کمدان ته به په ليک بوخت شو ټوله ډلي د "ايف" ليکنه په ډېره توجو کتله، دلته ملا هم خپل پنسل او قلم را و استل او په څه حساب کتاب ليکلو اخته شو، موږ په ګډه د خپلو ضروريات يو فهرست د خپلوانو لپاره څه پېغامونه وليکل، او ابراهيم ته مي خپل کاغذونه ورکړ، دی به سبا ته په اوښ چمن ته تللو، د سړيو ځير ځير کتلو بيا هوکه کړو، ځکه نو موږ له دوی څخه يوه پرده وغوښتله، چي د کوډلي د "سی" لمخه يې راوځړوله دوی خورا چټکه پرده راوړله او سړي له دې اشارې سره خورا په خوښي او نرمي له موږه څخه ولاړو څه ښځو او هلکوانو بيا موږ سره د ليدلو هڅه وکړله، په "ايف" زموږ جند له هغوی خلاص کړلو، دا مهال پنځه بجې کېدونکې وې خو د ګرمۍ د کمبوت هيڅ نشي نشانې نۀ ښکارېدلې، ولي چي زموږ شا و خوا جاروتلی رېګ ښځته ډيره تودوخي لرله، څه يو نيم ساعت نور موږ په دې ترټلې ګرمي کښې پراته وو، په مټي کله چي موږ څه خاشه لړزګي محسوسه کړله نو دباندي ووتلو، زما او د "سی" تګ ځښت خوږمن وو، او په جبر وو، د غونډۍ څوکه ته برابر پنځوس ګزه واټن ووهل کښېنستلو، او په څه قدري ساړه باد مو شکر و ايستلو.

د کلي وګړي موږ ته جوت په يوه بګار (دائره) کښې سره راغونډ وو، او يوه سړي تر موږ لاندي څه غره شانته پر خپل آس سپور رهي وو، داسي ښکارېدله چي څه د سات تېري ننداره لګيا وه و "ايف" دورې ورغلو چي وګوري څه نقل دی لږ شيبه وروسته داسي برېښېدله چي د بګار (دائرې) شا و خوا سړي د دوی په منځ کښې لګيا ننداره خورا په خوند څاري، ځکه نو زۀ هم ليدلو ته ورغلم، خورا په يار باشه توګه يي ماته په دائره کښې ځای راکړو، څه ګورم چي "ايف" او ملا د نېزه بازۍ په لوبو بخت دي، او په ميدان کي د وښو او د خاښو مږوی ځانته ټومبلی دی، ماته يې وويل چي لوبه "ايف" پله ايستلې وه. او ملا يې هم په شاګردي کښې اخستی وو، ملا ته يې د شرط لګولو هم ست کړی وو، خو هغه نټه کړې وه، لږ شېبه وروسته موږ ننداره کتل پرېښوول او خپلو کښې د دې دوو ورځو پر پېښو سره وږغېدلو او د خدای ګماني اندازې مو ولګولې، چي څه کېدلای شي.

 ماښام اونمي بجې دوه سړي توپک په مټه پر خړ آس سپاره کلي ته راغلو، کليوالو نۀ د هغه تود هرکلی وکړو، نۀ يې څه بد و ايساو او هغه سپور د کلي په غوټه ور ګډ شو، دوی تر ډېره پوري په چېړنو او بحث سره اخته وو، ابراهيم چي له دوی سره پر څنډه وو موږ ته زموږ د ماښامنۍ د ډوډۍ د تيارۍ په بهانه راغلو، دۀ راته وويل چي دغه سپور د سپين بولدک له قلا څخه په دې راغلی وو، چي کلي والو ته دا ووايي، چي که بله ورځ موږ بيرته نۀ وسپارل شو نو کلی به وسوځوي، او کليوال به ټوله ووژني، دا زموږ لپاره هغه لومړۍ نښه وه چي دباندنۍ نړۍ زموږ د ږغورلو په لټه کښې وله خو زموږ چندو باور په دې نۀ راتلو چي ټوله معموله بېخي ګرجنه وه او څه اميد مو نۀ ليدلو موږ پرېکړه کړې وه چي موږ به له کوډلي دباندي وديږو، نو نوکران لګيا شو چي زموږ بسترې هواري کړي.

 موږ دغسي سوکه په ارامه ناست وو چي ناڅاپه يو انګوهڼ (Commotion) او چيغي پورته شولې، دوه سړي له بګار (دائرې) څخه راجلا شو، او په تراټ کلي ته ور ننوتلو، دائره په اړ و دوړ کښې ماته شوله، ځينو خپلو توپکو ته لاس کړو، او ځينو کلي ته منډه کړله د څه شېبې لپاره زما دا سوچ وو چي په دوی کښې کومه د ننۍ ښخړه پيدا شوله، خو "ايف" چټک دا خبر ومندلو چي په لاندي ناوه کښې دوه موټران او په هغو کښې برابر شل درستئيز (وسله وال) سړي ښکاره شوي وو، د دې ګای تصديق د هغه سړي له چيغو وسو چي د کېمپ ته د راتلونکو لارو څخه وشو د کلي وګړي خورا په چټکي سره را بوږ (Collected) شول. پر موږه يې يو ساتونکی چوکيدار وټاکلو او نور په سم فوجي ترتيب کښې په خپرېدونکي تياره کښې ور رهي شو، دا قدرتي وه چي موږ خورا ټکڼي (Exceted) شولو، کېدلای شو چي دا کومه داسي ټولګۍ وي چي زموږ د دستي خوښي کولو لپاره راغلې وي؟ ايا دا کېدلای شو چي دا ټولګۍ زموږ د خوشي کېدلو لپاره زور هم پکار کړي؟ بله دا چي زموږ د دوی په زور د خوشي کېدلو ګای په دې نۀ وو خوښ چي د زور ازمويني په صورت کښې موږ په خپله په خطره کښې لوېدلو. بهر حال موږ بې له دې هيڅ نۀ شو کولای چي سوکه کښېنو او وګورو چي څه کېږي موږ ډوډۍ وغوښتله د کلي اصلي ملا راغلی او په اندېښمنه توګه يې زموږ خيريت وپوښتی او زموږ د ځاني ژغورني او سلامتيا تسلي يې راکړله.

اخير کار زموږ ډوډۍ راورسېدله، "ايف" موږ ته ښه په ټنګه وويل چي خپل ځانونه ښه ماړه کړو ولي چي موږ په دې نۀ شو پوهېدلای چي په راتلونکو څو ساعتونو کښې څه پېښېږي په سپټو (چپاتياني) کښې تيلې غوښه زموږ وړاندي کښېښودلې زموږ نوکرانو دا هم وويل چي ځبونه (شوروا) راغلې او زموږ په پيالو کښې راتوی کړله، موږ د ښې ډوډۍ خيال زموږ زړونه خورا خوشحاله کړلو، خو ارمان چي مو وڅکله کُلمې مو خولې ته راغلې شورا سره د دې چي ښه توده وه مګر دومره ټنګه وله لکه د موټر تېل، او خوند يې هم څه ناشوده وو، غوښه بيا وچه کلکه او ډنګره وه زموږ سره د مږ ږمنه شوې وه، مګر غوښي د اوزې (بوزې) وې، "سی" خورا وس وکړلو چي څه وخوري خو نۀ کېدل، ما خو سټ لاس نۀ وروړلو، "ايف" ښه په اهمت و خوړلو ته اړم وو، او موږ به يې هم را وګمارولو. په پای کښې بيرته هغه سړي سر يوه ايشېدلې هګۍ ته راغلو. زموږ بخت وو چي زموږ د ويسکي ځيرمه لا څه وله او موږ يو يو جام واړولو.

چي له خوړولو او رهيدلو فارغ شو نو څه سړي مو وليدل چي زموږ قرار ګاه ته رارهي وو دی بېشتره د کلي سړي وو او له دوی سره شپږ ناولده سړي وو ټوله سړي په دائره کښې کښېنتسل او د لږ ږغاو وروسته ملا موږ ته درې تنه مشران راوړاندي کړل، دوی له موږ سره خورا تود روغبړ وکړ او زموږ د روغتيا او خيريت پوښتنه يې وکړله دوی وويل چي دوی ملکان دي، دوه د افغانستان او يو له چمن څخه او دوی زموږ د خوښي کېدو او رهائي لپاره راغلي دي، زموږ طبعيتونه په دې ګای خورا تازه شولو، ملکانو وويل چي دوی به زموږ له برمته کونکو سره خورا ډېري روسې او ږغاوي کوي، دوی بيرته د سړو کچارۍ ته ورغلو، او د چمن ليويز يو سړی يې له موږ سره پرېښوودلو موږ درې واړه خورا خوښ بينه او وريني شولو، ليويز والا زموږ د خپلو پوليټکلانو او د افغان واکدارانو ډول ډول هوکې (افواه) موږ ته بيان کړلې هغه دا هم وويل چي د افغانستان باچا په خپل سر په دې باره کښې لګيا دی، موږ پر دې سره وږغېدلو چي ايا اوس په دغه شپه به رهي کېدل ښه وي او که سبا سحار پوري انتظار وکړو، پرېکړه مو د سحار د تګ وکړله، او "سی" پر دې خواشينې شوله ښه خو به دا وله چي موږ په داسي خوشبينو او داسي چېړنو کښې له سره اخته شوي نۀ وای، برابر څه نيم ساعت وروسته ملکان بيرته راغلو دوی په ځان خورا غره ايسيدل. موږ ته يې وويل چي ستاسو د خوښي کولو بندوبست په دې شرط پوري تړلی دی، چي موږ به په يوه اقرار نامه دستخت کوو چي د کلي د خان بنديان شوي خپلوان به دستي له بنده څخه ايله کيږي، او د کلي يو شمېر سړي به د هند د حکومت له دغه دغه ښکاره ټاکلو تنخوا ګانو باندي په نوکريو لګېږي، په پښين کښې په هغه ماجت (مسجد) چي برطانوي حکومت د سياسي وجوهاتو پر بنياد تړلی وو بيرته خلاصيږي، دا يې هم سپينه کړله چي د خان بندي خپلوان به افغانستان ته راوړل کيږي، او له دغه پسته به تاسو خوښي کېږی موږ د دوی خبري د ختيځي سفارت کارۍ ايله يو پړاؤ وګڼلو او د دوی تجويزونو مو په دې بنياد رد کړلو چي موږ د داسي اقرار نامې لاس ليکلو له سره واک نۀ لرو، لږ شېبه مو له دوی سره دليلونه وويل، دوی بيرته د نورو ږغاوو او رسو لپاره ولاړل او موږ په دې تسلي چي سبا ته به موږ ايله کېږو په خپلو کښې په خبرو شو.

تر ډېره د دوی د ږغاوو او ورسو ازانګې موږ ته رارسېدلې لکه تېره شپه يو چوکيدار پر موږ شا و خوا ګرځېدلو شپه بيا شه سړه وه، موږ ويدېدلو ته پرېوتلو خو خوب مو ويښ ويده غوندي وو. دا زموږ ذهني پريشانۍ له کبله نۀ بلکې د بې آرامۍ له کبله وو، که نور څه نۀ وو، هم خو دا ښکارندويه نښي خو وې، چي زموږ د بيرته پيدا کولو لپاره څه کار خو لګيا وو، هغه هيلي چي د تېري شپې پيشو راپارولې وې، موږ هغه له خپلو زړونو څخه ايستلو ته چمتو نۀ وو.

پر دې ځای به دا غوره وي چي موږه هغه موده ته سترګي واړوو چي کله په چمن او کوټه کښې زموږ د نيوکي خبره معلومه شوه نو هلته څه څه شوني وو او زموږ د خوشي کولو لپاره څه څه ګامونه اخستلي شوي وو.

داسي ښکاري چي زموږ د نيولو ته ځای لوړ پر سړک د ځای سړو کليان د سړک په رغولو بوخت وو. سره د دې چي زموږ د پيښې ځای له دې قلپانو په غره کښې الميا وو ولي چي دوی له موږه څخه درې څلور سوه ګزه لوړ لګيا وو، ډېر کېدون دا کېدلای شي چي غر يې ښه وختي موقعه ته رسېدلې وه او دغه کليان يې ډارولي وو چي غلي و اوسي، د دې کليانو جمعدار چي پر دوو تشو موټرانو راغلي نو سره د دې چي دی هلته جوت نۀ ورغلو، خو د ايف موټر يې له ورايه وپېژندلو، ولي چي د دې سيمي د سړکانو ټوله کارد ايف تر څارنه لاندي وو، دا جمعدار دستي د ريل سټېشن ته ورغلو، خو چي دی سټېشن ته ورسېدلو هغه وخت ګاډۍ رهي شوه خو دۀ په خورا چپاندي او پوهنه ګاډۍ ته د دريدلو بېرغ ورپولو او د ريل ګارډ (محافظ) ته هغه څه وويل چي دۀ ليلي وو، ګارډ هغه وو چي د ټيليفون د تمبې له لوړو څخه يې په دوربين کښې زموږ د ليدلو هڅه کړې وه، او بيا ګا په پوره تيزتګ چمن ته رسيدلی وو او برابر مازيګر څلور نيمي يې زموږ نيولو خبر رسولی وو.

زموږ د نيولو ځای دستي په بېړۍ توګه فوج د دې لپاره لېږل شوی وو چي د پيښې له ځايه سره شا و خوا اسميه ښه کره و پلټني او دا وګوري چي موږ وژل شوي خو نۀ وو، د وېش پر لوري د ليويز دستي د دې لپاره لېږل شوې وې، چي زموږ تر وړاندي اړولو مخه ونيسي د پيښې خبر کوټې ته په ټليفون لېږل شوی وو. تر لږ څه وخته پوري د دويم موټر درک ښه نۀ وو معلوم د خوله پوښتنو ګوږنو وروستو دا يقيني شوې ولي چي دغه زموږ موټر وو، بکتر بندي ګاډۍ دستي له کوټې چمن ته استول شوې وې. د ضلع پوليټکل ايجنټ په بېړه چمن ته رسيدلی وو، همدغه ماښام د اسانو سپورو دسته په ګاډۍ کښې له کوټې رالېږل شوې وه او دا بل سحار وختي چمن ته رارسيدلې وه د ځای څارندو يانو افسر له اتنيا درستيئزو سپاهيانو سره دوې بجې رارسېدلی وو او دستي د شا و خوا سيمو په پلټنو بوخت شوي وو، يوه هوائي جهاز ته حکم شوی وو چي له پاسه څارنه وکړي او زموږ درک ولګوي د خو څله چي دا پته نۀ وله چي موږ پر کوم لوري بيول شوي وو نو دا څه بې نتيجې کار ښکارېدلو ماښام مهال ته ښه باوري او يقيني دا خبره رسيدلې وله چي موږه تر وېش اووښتل شوي وو. 

       دا بله ورځ ځښته ډېري سياسي هلي ځلي لګيا وې او ځای افغاني واکدارانو ته وړانديزون شوي وو چي موږ دستي خوشي کړل شو، دوی ته دا هم په ټنګه ويلي شوي وو چي زموږ ځاني خوندي ساتنه دوی بايد تر هر څه لمړی په خيال کښې وساتي، افغان حکومت خپله په معاملاتو کښې چپه ونډه اخستې وه، نادر خان باچا زموږ په مرسته کولو ډېره خواشينی ښودلې وه، ولي چي د دې پيښې له کبله  حکومت هند په وړاندي د دۀ خپل حثيت بد وړ ده ښکارېده، قندهار ته يې د تار په ذريعه حکم لېږلی وو چي موږ بايد دستي خوشي کړل شو، کنه وو ځښته سختي به ورسر وشي، د دغو ټولو هلو ځلو پائله دا وه چي ملکان دغه کلي ته راغلي وو چېري چي موږ بنديان ساتلي شوي وو، د جمعې په سحار د جون پر شپږم تاريخ په کېمپ کښې بيا انګوهڼ وو، لومړی لمنوځونه وشول او بيا موږ ته وويل شو چي له کلي دباندي به زموږ د خوشي کېدلو په باره کښې جرګه کېږي، موږ ته دا پته هم ولګېدله چي د کلي خان ملا خير محمد او يو بل سړی به جرګې ته ورځي، او دا نور پاته وګړي به پر کلي د بريد او زور مخنيوی کوي، برابر شپږ بجې ټوله رهي شول يو وسله وال سړی د کلي ځای ملا او يو بل زوړ سړی زموږ  ساتني لپاره پرېښودل برابر اوه بجې هغه سړي چي زموږ ساتنه يې کوله موږ  ته راغلی او وې ويل چي لاندي په ناوه کښې زموږ لپاره څه ښه خواړه تيار دي، موږ ورته وويل چي دلته يې راوړه خو هغه د چېړنو او دليل بازۍ هڅه کوله. خو اخير کار دا ځني ښکاره شوله چي خواړه هغه وخت موندلای شو چي موږ داسي داسي د سپارښتني کاغذ لاس ليک کړو چي د کلي سړي به د سرکار په نوکري کښې لګېږي څله چي له موږ څخه څه بول او قول نۀ بلکې يوازي سفارښتنه غوښتل کېدله، نو موږ نوره چېړنه پرېښودله. "ايف" کاغذ او پنسل راواخستل او ليک وشو او موږ يې لاس ليک کړلو، په ليک کښې مو دا هم ياده کړله چي زموږ ناشته په دې پوري اړه نۀ لري، څه ليږ وروستو يوه سړي دوې ژړي مړۍ يو دبلی کوچ او يو دبلی سګرېټ راوړلو. دې سړي وويل چي دَی له پنځو نورو سړو سره له چمن څخه قاضي زموږ په پلټنه پسي او موږ ته د څه خوراک رارسولو دپاره رالېږلی وو، دا بيا موږ ته وروسته پته ولګېدله چي دا قاضي د سيمي پوليټکل ايجنټ وو. دې سړي دا هم وويل چي هغه موږ ته د برابر شپږ ديرس ساعتونو سميله (مزل) پسته رارسېدلی وو، او د هغه پنځه ملګري په لاره کښې له دۀ څخه ورک شوي وو، له هغو څخه زموږ لپاره يو ليک هم وو، د دې سړي د ګپي دا وروستۍ برخه رښتنې وه که نۀ. خو کوم شيان چي دۀ موږ ته راورسول، دغو ښه خوند وکړل، بيا نو موږ هم هلته دباندي دغه مړۍ کُچي او يوه يوه پخه هګۍ وخوړله او بيا په کوډلي ته ننوتو چي له ټکنده لمره څخه ځان خوندي کړو.

دا ورځ بيا ځښته ګرمه وه لمر بېخي ايښېدلی وو او د کوډلي کومبړان لا پسي وِيت شوي وو، کله چي به مو د کومبړانو د بندولو هڅه وکړله نو د دوړو خف به پورته شو. نۀ د مچانو په شمېر کښې او نۀ د هغو د نېښنو په زور کښې څه کمبوت وو. تېره ورځ چي نری باد چلېدلو او نن کرۍ ورځ هغه باد پسي زياته شو. او د دوړو خوپ پورته وو. ځکه نو موږ دې ته اړ وتلو چي د کوډلي کومبړان څومره چي کېدلی شو هغه بند کړو. او د دې پايله دا وه چي په کوډله کښې دننه باد ټپ بند شو. برسيره پر دې له دباندي نړۍ څخه د څه شوو او ورېښتنو خبرو حال تر موږه نۀ رارسېدی. زموږ پر عصابو دغه يو بده اغېزه وه ځکه موږ بې وسه پراته وو، او د ګومان آسونه به مو زغلول، چي څه به کېږي، څله چي د کلي سړي په نوره پېښو اخته وو نو د کلي رمې اوتَوَی د څړ دپاره بيديا ته نۀ وه تللې نو د وريو او سرليو د سات تېري بله مخه نۀ وه، دلته هلته په ترپکو بوخت وو، پر کوډله به لوړ وختل زموږ کوډله په تېره د دوی په دې وجه چي ټيټه وه، نو به د هغو زموږ پر کوډله لاندي باندي دربی وو، موږ د کلي د چای توښه لا وختي تمامه کړله، او اوس موږ ته يوازي اوبه پاته وې دا اوبه د غره په څنګ کښې له يوې چينې چي دوه ميله ليري وله، پر ګوډو کښې پر اوښ راوړلي کېدلې، په سر کښې د چينې اوبه خوپاکي ولي مګر دلته چي به راورسېدلې نو نۀ به پاکي وې او نۀ به يې خوند سم وو.

دا نن ورځ چي په رښتيا د ښحو ورځ وله سره د دې چي د کلي ملا او زموږ څارونکي به سره د دې چي د کلي ملا او زموږ څارونکي به د بيا بيا زموږ د پوښتني او خيال ساتلو لپاره به موږ ته راتلل. خو د کلي ښځي چي مېړونه او باداران يې تللي وو، نو دوی خپل خورا ښه کالي او ګېڼې شالونه اغوستي موږ ته د ښکارولو لپاره ډلي ډلي راتللې. دوی زموږ لپاره د دلچسپۍ وړ په دې ولې چي دوی به دلته کښې په يو څو نرانو کښې چي دوی به يې شړلې هيڅ چورت نۀ وهلو. دوی د کوډلي په پای کښې سره ټولي ناستي ولې، او موږ يې په خورا دلچسپي کتلو، په دوی کښې څه ښځي له پنجاب څخه وې، او هغوی ډېره هڅه لرله چي له موږه هندي ژبه واوړي، موږ هندي ورسره ويله، خو دوی دومره زورېدلې چي جواب به يې لا نۀ راکولو.

هغه مشري زړې چي موږ ته يې د مچانو شړلو ببوری رغولی وو هغه په کوډله کښې څه رادننه وله او موږ هغې ته دننه راتللو بلنه ورکړله. له ښه مرغه له "سی" سره خپل د ګنډ بوخڅۍ وله. نو دا زموږ د کوچني زوی لپاره د لوی سخانو په مرسته د وړينو مزيو څخه د کاليو په رغولو بوخته شوله. د کليو ښځو په دې کښې ځښته ډېره دلچسپي ښکاره کړله. "سی" څه د ايف په ژباړنه او څه د خپل کار په مرسته زړې ته د رغولو چم وروښودلو، زړې څۀ وس وکړ خو نۀ شوه په پوهيدلای. ټولو ښځو په کټ کټ خندل حقيقت خو دا دی چي سره له دې چي زړې دا منل چي دغه د وړيو مزيو په ستونو سره جار ايستل ښه او ګټور کار بللو. مګر په زده کړي کښې يې چندو زيار په دې نۀ کولو چي د دې په ګومان دا کار د صاحبانو د ښځو لپاره وو، او د دې غوندي خواران بايد چي دا کار نۀ وکړي.

د دغو سات تېريو باوجود دا ورځ بېخي اوږده شوله، ډېري ګرمۍ بې ارامۍ زموږ د خوړلو اشتها مړه کړله، بله دا وه چي موږ بيا د خوراکي سامان په هکله هم څه پريشانه نۀ وو، څه مړۍ کُچ او يوه يوه هګۍ لا له موږه سره وه. خو خواته مو نۀ کېدله، د پروني ماښام د اړ دوړ له کبله مو هغه تجويز پرېښودلو چي څوک سړی به د څه سامان راغوښتلو دپاره لېږو، کوم سړي چي دا څه ليږ سامان رارسولی وو هغه ته مو يو ليک ورکړی وو، چي په هغه کښې مو خپل ضروريات ليکلي وو او هم مو خپل پېغامونه  ــــــــــ موږه دا هيله لرله چي سړی به دا ليک چا ذمه دار سړي ته رسولی وي، هغه واقعي چي رسولی وو، او هم هغه ماښام يو موټر په سامان ډک له چمن څخه را استول شوی وو، خو له هر څه باوجود موږ له دې اوښتي نېټي له کلي څخه دباندي چي څه کېدل په هغه نۀ وو خبر. پرون ماښام چي کومي هيلي زموږ راپارېدلې وې هغه ټولي په هوا شولې.

چي خواړه نۀ وي د اوبو کمبوت وي، او سخته ګرمي او ترټلی او خيرن چاپېريال وي نو د انتظار شېبې خورا وغمېږي زموږ په خپلو کښې ږغا ټپ شوله، سره له دې چي په موږ کښې کله يو کله بل د ږغېدو کوښنه وکوله، ورو ورو موږ په دې پټه خوله شو، چي کېدلای شي خوب مو څه دمه کړي، مګر دوړو او مچانو دې ته هم نۀ پرېښودلو. پر موږ ګُرَم او پرېشانۍ را جار وتله، څنګه چي وخت په درنې پيښې رهي وو، او موږ ته هيڅ نوې خبر نۀ رارسېدلی نو موږ ژر د خوشي کېدلو هيلي ورو ورو مړاوي شولې. سړي راتللو او بيرته تللو، او "ايف" به دوی سره ږغېدلو، ولي هيڅ خبره به مو نۀ موندله کېدله، او اوس دا درد لا نور پسي اوتر شو، او دا ستومانۍ او درد ګړوبه کړله زۀ خپله هم د پښو د خوږو له کبله بېخونده وم، ماښام شو او له دې سره څه سوړ باد پيدا شو، موږ هم خپل هغه د پرون غوندي ريګجنو غونډيانو څوکه ته وختلو. څه موده خپلو کښې په دې سره وږغېدلو او اندازې به مو زغلولې چي زموږ په هکله دا اوږدې ورسې او مرکې چي چېرته ليري به رواني وي څه څه شوي وي، د کلي زاړه او واړه موږ ته جوت سره راغونډ شول او ليږه شېبه پسته "ايف" دوی ته ورغلی.

برابر اوه بجې به ولې چي خوځښت لګيا شو، او موږ يوه ډله سړي وليدل چي له ناوې رارهي وو، دغه دی چي اخير کار څه درک ښکاره شولو او څه نوې ومومو چي څه شوي دي، او څه به کېږي، زۀ په بېړه "ايف" ته ورغلم او هغه ته مي وويل چي دی دغو سړو ته د "سی" د ورهمجن حالت پر ټکي ټينګار وکړي، چي د دې هرو مرو څه چاره وشي، که نۀ وو زموږ به غاړي خلاسي وي، او د پايلي کړه به پر دوی وي کله چي موږ دا وليدل چي راتلونکي ډله بشپړه د کليوالو وله نو زموږ زړونه ډوب شول هغه د پروني ماښام زموږ خواخوږي ملکان په ډله کښې نۀ وو.

دوی کلي ته راورسېدل او خير محمد دستي موږ ته راغلو او موږ ته يې دا اشاره وکړله چي د ږغا دپاره په بګار کښې سره راغونډ شو، دوی خورا دروند ښکارېدل او دا نور هم څه تر له وتلي ښکارېدل، کله چي ګرد په بګار کښې کښېنستل نو خير محمد وويل چي دوی کرۍ ورځ سره وږغېدل، خو هيڅ پريکټره ته نۀ ورسېدل، هغه دا هم څرګنده کړله چي دوی په اوړن حالت کښې دي. او هرو مرو به سخت ګامونه اخلي، هغوی وويل چي يا خو به دوی هم دغه ماښام موږ پر اوښانو سپره وي او په درې څلور ورځو کښې به مو د ريګستان بيديا ته وړي او يا به موږ هرو مرو د خوشي کيدلو په بدله د تاوان شندلو په اقرار نامه لاس ليکونو کوو.

موږ په ځښه اوړن ځای کښې راګېر وو موږ ته تر اوسه پوري د دباندنۍ نړۍ هيڅ خبري نۀ وې معلومي، او په عامو حالاتو که مو هندي حکومت دغسي د برمتې د تاوان شندلو اقرار نامې نۀ خوښوي، او د دې دپاره دليلونه هم وو. بلي خواته "سی" وله. چي اوس لا هم څه ډېره ناروغه وه. نو دا به بېخي لېونتوب وو چي دغه د ريګستان د سيمي مزلونه سټ په سوچ کښې راولو، ولي چي د دغه سميله (سفر) ستونځي به تر هغه ځښته زياتي ولي کومي چي تر اوسه موږ ګاللې ولې، زموږ په جواب کښې يوه خاښه هم شک نۀ وو. که ازدوګړد سره دغه تاواني پيسې موږ په خپله پرېکولای هم شوې بحر حال موږ دا  تپوس وکړلو چي دوی څومره روپۍ غواړي.

د خان او خير محمد له لږ څه پس وروسته يې لس زره روپۍ يا د اوسني نرخ په حواله اوه سوه شل پاونډه وټاکل، زۀ په خپله پر دې څه حيران غوندي شولمه ولي چي يوه ښځه د دوی په لاس کښې وله نو دوی تر دې درې چنده او څلور چنده روپۍ غوښتلای شوې، خو "ايف" د دوی په دودونو ښۀ پوه وو نو ځکه يې دا نومړۍ بولۍ نۀ ومنله او دوی ته يې د يوه سپاهي د ژوند په ستونزو تقرير وکړلو، که لږ څه چنو وروسته دوی ته اته زره روپۍ او بيا پنځه زره روپۍ ته راټيټ شول، له دې وروسته زموږ د خوښي کېدلو په شرطونو ږغا وسوله، موږ به سره له سامان او نوکرانو خوندي او سلامت چمن ته رسول کېږو، غدۍ دا ومنل بله دا چي تر څو پوري چي نۀ وو خوشي شوي تر هغو به دوی ته هيڅ روپۍ نۀ ورکول کېږي، خير محمد دې ته هم چمتو وو چي دوی به د اقرار نامې تر رويه پر شل ورځي کښې دغه روپۍ په کوټه کښې واخلي دوی دا لا هم وويل دوه موټران اوس هم په ناوه کښې موږ د وړلو لپاره ولاړ دي. پر دې موږ حيراني ښکاره کړله او د ثبوت لپاره مو دا وړانديز وکړلو چي زموږ يو نوکر پرېږدی چي هلته ولاړ شي او وګوري پر دې دوی وچه نټه (انکار) وکړو. خو يوه نابلده سړي ته يې ګوته ونيوله چي دا سړی د هغه يو موټر ډرائيور دی موږ له هغه تپوسونه وکړل، او هغه يې تصديق وکړو خو موږ بيا هم د موټرانو په شتون او موجودګي باندي شکمن وو.

 دغه ږغاوي لګيا وې، چي د غدي يو سړی ماته راغلی او خپل توپک يې راکړو، او څه په وياړ يې وويل چي دا انګرېزي توپک دی، ما وليدل چي واقعي توپک په هند کښې جوړ شوی وو. او و سړي ته مو د توپک د جوړښت نېټه ور وښودله. بيا نو د پاته نورو شوق راوپارېدو. يو يو ماته راتللو او خپل توپکان يې راشودل، ځيني د روس ځيني د جرمني او اطاليه جوړ وو. خو ډېر پکښې انګرېزي وو. ليږ پکښې د قبائلو خپل جوړ وو، د خپلو خواشنيو برسيره موږ پر دې ټکي ومسېدلو چي دوی له يوې خوا لګيا وو، او موږ ته يې خورا په يار باشه توګه خپل توپکان راښکاره کول او بلي خواته يې له موږه په سپيره زور روپۍ غوښتې.

اخير کار د "سی" له غميو پرته پر نورو ټولو ټوکو پرېکټره وشوله زموږ او د خير محمد په اړيکو کښې د لومړي او يواځني ځل لپاره خېر محمد داسي خويه وکړله چي هم به د دۀ خپل وګړي او موږ هم هغه بې ننګي ګڼو، خير محمد وويل چي غمي له دۀ څخه ورک شول او چي کله دی په خپل ننګ وپوښتل شو، هم دی په خپل ګای ټنګ ودرېدلو، دا ښکاره شوه، چي خان ته دې غميو د شتون خبره لومړۍ نۀ وه شوې، ځکه نو دی هم په ږغا راګډ شولو، څله چي دا شېبه موږ په ځښته ډېر ذهني کش مکش کښې وو نو موږ دا پريکټره وکړله چي اوس به په دغه معامله نور دليل بازي نۀ کوو. او بيا ته به يې پرېږدو، دغسي پېښي موږ د خپلو برمته کونکو او د دوی په بول پاللو په باره کښې لا زياته په پريشاني او وسواس کښې واچولو.

اخير کار اقرار نامه يې په وليکله او فقره په فقره لومړۍ "ايف" په خپله او بيا ابراهيم دوی ته وژباړوله. خير محمد او "ايف" دغه تړون سره وګڼلو او بيا "ايف" او ما لاس ليک کړل، د برمته کونکو په خواست "سی" هم لاس ليک کړله، خير محمد په قرآن لوړه وکړله چي دی به د خپل لوړي د تړون پابندي کوي. زموږ سامان په هم دغه موله کښې رابوږ شوی او زموږ په خوا کښې پروت وو. کله چي تړون ليک دوی ته وسپارل شو نو دوی د تګ تياري ونيوله. د "سی" لپاره يو آس راوستلو. "سی" وويل چي ته د تګ نۀ يې. ته په سپور سه. اخير کار موږ دا پرېکړه وکړله چي ښه به دا وي چي سره يو ځای پر مخ سره روان شو.

لس منټه وروستو موږ رهي سولو زموږ نوکرانو او څه غدۍ والو زموږ سامان اخستی وو، او نور کليوال له موږ سره بدرګه رهي "ايف" چي له دغو وګړو سره بلد وو او د دوی ژبه يې زده وه، خورا باوري وو خو زۀ او "سی" اوس هم شکمن وو، چي د دې هر څه تر شاه به بل پټ چم وي، په دې خو موږ ژړه ولو چي که دوی موږ روغ رمټ ونه سپارلو نو داتړون ليک به بې ګټي وي، څه پاؤ کم ميل قدر واټن چي موږ په نيم ساعت کښې په رېګ کښې تللو دا زموږ دپاره ځښته ډېره د خواشنينۍ او شک وخت وو، کلي چي موږ د سره رېګ د اوږې څوکي ته ورسېدلو، او لاندي په ناوه کښې مو يوه لارۍ او موټر وليدلو بيا مو څه چندو هيله نۀ شوه، "سی" زما او د "ايف" په مينځ کښې وه او موږ رو رو پر اوږه کښته ور شېوه شو. او دلته ګڼ نوي ناولده سړي موندل.

موټر هغه ډېر له سړو ډک وو، خو د شا ځای يې چټک زموږ لپاره خالي کړلو، او موږ ور وختلو، پر دې دومره تهذيب مو هم شکر و ايستلو، له ډرائيور سره د مخ پر سيټ يو ډنګر مشر سړی ناست وو، چي خورا ګڼ کالي يې په غاړه وو. موږ ته يې وويل چي دی د سپين بولدک حکيم دی چي د کندهار او چمن په مينځ کښې د ټولي سيمي ګورنر دی. "ايف" ډرائيور پيژندلو چي د چمن د ليويز جمادار وو او زموږ نوکران او سامان يې په لارۍ کښې ځای کړلو، بيا نو حکيم او خير محمد ښه ډېر سره وږغېده، د ږغا په مينځ کښې اقرار نامه خير محمد حکيم ته ورکړله، او هغه د خپل قميص په جېب کښې ومنډله، "ايف" د دوی په ږغېدو په دې نۀ شو پوهېدلای چي دوی په رازدارانه توګه په پس پس سره ږغېدل. وروستو دې حکيم خورا اوږد تقرير وکړلو، خو "ايف" په دې پوه نۀ شو، ولي چي دا ژبه څه بل ډول وله.

کليوال او د موټرانو سړي ګرد په موږ راجار وتلي وو ږوږ يې وو او اشارې يې کولې، د دې وګړو دا لوړ ږغ او ږوغ مازي د هغوی د روږدي (عادي) دودهـ برخه وه خو "سی" تر اوسه په هندوستان کښې دومره نۀ وه اوسېدلې چي د هغوی د اولسي وګړو په تېره بيا د ويښ د وګړو په ږغا کښې د خواشنيی او خاص تبلۍ (Politness) په مينځ کښې په توپير پوه شي، بله دا چي هغه په دې هم نۀ پوهېدله چي دا نابلده وګړي بيا څوک وو، او موږ هم د پېښو د فشار له کبله "سی" ته د دې سپيناوی نۀ شو کولای، چي دا نابلده سړي د افغاني فوج زموږ لپاره بدرګه وله خو حقيقت دا دی چي د افغان فوجي سپاهيانو د وردۍ او غدۍ والو په کاليو کښې موږ توپير هم نۀ شو کولای، بهر حال موږ دا غوره ګڼله، چي ښه به دا وي چي موږ ژر رهي شو، دا وو چي د "ايف" له لږ خاښه ګومارلو وروسته موږ رهي سولو، يو افغان سپاهي زموږ د موټر له يوې خوا سره پر پائيدان ولاړ وو بلي خواته يو مشر سړی، چي خړه غوندي وردۍ يې وو، او خولۍ يې پر سر وه، دغه سړی چي توپک يې هم په موټه وو، موږ ته بيا پته ولګېدله چی دی برابر د يو نيم سلو عسکرو کومندان وو چي زموږ د خوښي کولو دپاره رالېږل شوی وو دی له موږ سره خورا دوستانه وو او وس يې کولو چي څه لږ هندوستاني چي د دۀ زده وله هغه موږ ته راښکاره کړي.

زموږ سميله او سفر څه چندو خوند مند نۀ وو سره له دې چي موږ دا وخت اندازا د دوستانه غوندي سړو په لاسونو کښې وو، خو زموږ تېرو ترخو تجربو اوس لا هم موږ په هيڅ چا باور کولو ته نۀ هڅولو په کومه ناوه کښې چي موږ پر کښته شيوه رهي وو، په دې کښې د ريړۍ نشانونه لا نۀ ښکارېدل، ځکه نو موږ د پسو د پلونه په لار رهي وو، په لاره کښي کندي کپري او شيلې بيا بيا راتللې او موږ په موټر کښې يو پلوه بل پلوه ته ور غړېدلو کله چي موږ لويه خوړه ته ورسېدلو نو د پوري وتلو لاره راڅخه ورکه شوله، له دې کبله موږ له موټره څخه څوړ سولو، چي موټر د خوړي د بلي غاړي پر پېچومي وخېږو، د برابر د پاؤ کم يو ساعت له سفره وروستو موږ يو افغانۍ چوکۍ ته ورسېدو، چي هلته د دوی په وينا يو برطانوي پولټيکل افيسر له موږ سره وويني کله چي موږ چوکۍ ته ور جوت سولو، نو هلته مو ډېري لارۍ ګڼه وسله وال سړي وليدل. دا هغه افغاني عسکر وو چي زموږ د خوشي کولو لپاره زموږ د برطانوي افسرانو له خوا له چمن څخه په راوستلو سپکو شاورليټ ګاډيانو کښې رالېږل شوي وو، له موږ سره په موټر کښې افغان کپتان وويل چي دی د دغه عسکرو کمانډر دی، دۀ دا هم وويل چي ما به عسکر د کلي په شا و خوا راګرځول او تاسو به مو په سپيره زور خوشي کولاست. خو حکيم داسي ګڼله چي په دې کښې زموږ ژوند په ورهم (خطره) کښې لوېدلو، زۀ په حقيقت کښې د حکيم شکر ګزار سولم.

کله چي موږ ورسېدو نو د چمن اې سي د دغه ځای سياسي افيسر زموږ هرکلي ته راوړاندي شو، دی خپله له ناغه افغان وو، نو ځخه دی د دغو ږغاوو دپاره وړ سړی وو، چي پايله يې زموږ په ښه کېدل شو، دۀ له ځانه سره زموږ لپاره د ويسکي يو بوتل هم راوړو چي د دغه په مرسته زموږ مړاوي ارواحونه څه بيرته په ځای سول. له دې پسته اي سي او حاکيم په مينځ کښې اوږدې خبري وسولې، موږ په دې هيله په موټر کښې دننه ناست ولو چي ږغاوي ژر ختم شي، او موږ تګ ته پرېښودل شو، زموږ دلته رارسېدلو سره سم دستي افغاني سپاهيان په ليکه کښې درول شوي وو، او د بګل د ږغ سره يې موږ ته سلامي وکړله، له دې وروسته هغوی بېرته ګرد پر موږ په دلچسپي سره راکوړه سول د دوی ږغ او ږوغ او د خپلو نورو د پنځو هواسو د څرګندولو ډول بېخي بد خونده وو. په زياته د "سی" لپاره لږ شېبه وروستو "اي ای سي" پوښتنه وکړله چي ايا موږ پر څه تړون ليک (اقرار  نامه) د څه ږمني لاس ليکونه کړي وو، او موږ "اي ای سي" ته وويل چي له موږه په زور دا اقرار نامه اخستل شوې وه، هغه په دې ډېر اوتر او پريشانه سو، دۀ دا هم وويل چي دۀ موږ ته دوه ليکونه د دې لپاره را استولي وو، چي موږ خبرداره کړي چي هيڅ ډول ږمنه لاس ليک نۀ کړو. موږ چي په کوم حالت کښې وو که د دۀ ليکونه موږ تر لاسه کړي وای هم نو په کومه ګُرګو چي موږ راګير وو نو له دې څخه د وتلو مخه زموږ لپاره ډېره وړنه وه، خو دې وينا ته هيڅ اړتيا نۀ وله ځکه نو موږ و دۀ ته سپين رښتيا وويل، دۀ پر دې ټوله پېښه ډېري بخښني و غوښتلې بيا دۀ و موږ ته وويل چي به موږ ټوله سپين بولدک ته د دې دپاره زو. چي هلته به د افغانانو له خوا زموږ د سپارولو دودهـ پر ځای شي، دا زموږ دپاره اخيري ګزار وو. "سی" بېدرکه ستړې وه او تر اوسه يې دا باور نۀ کېدلو چي موږ تر ابده خوندي يو، کومي سختري چي "سی" تر اوسه پوري ګاللې وې، او بيا يې هم په خورا همت ځان بيدارول نو دا بايد ډېر ژر بيرته تهذيب ته رسېدلای وای، او دا هم ضروري وله چي زما د پښو څه چاره وشي. سپين بولدک دولس ميله لري وه او اوس توره تياره وه موږ خورا خوشيني ښکاره کړله، خو بله مخه نۀ وه، بهر حال دا ږمنه يې راسره وکړله چي له بولدکه څخه به ما او "سی" سيخ چمن ته بوزي که نۀ وو زما دلته کښي د بلي بې آرامه شپې ګومان هم وو.

برابر اتنيمي بجې به وې چي موږ بيا رهي شو، اوس اي ای سي خپله موټر چلولو. اوس ټپه تياره وه، او د لاري هيڅ رهود نۀ ښکارېدلو له موږه څخه څه نيم درځن بسونه له سپاهيانو ډک روان وو، د بس په ډرائيورانو کښې هغه څوک چي ښه قابو ډرائيوران وو هغه دا نور بسان سره له موږه په تيزه مونډه اخته کړي ولو د درې ساعتونو دا سفر سم د ليوني خوب وو، پرته له دې چي موږ په يوه ځښته اوړنه سيمه کښې رهي وو، چي په هغه کښې به په روڼه ورځ هم لاره موندل خورا ګران وو، له موږه څخه به بيا بيا لاره ورکېدله او موږ به ځښته اوړلو سيمو ته مخامخ کېدلو. د رېګ په خوپ کښې پر وړو بوټو له پاسه په شېلو کښې لاندي باندي ختلو، څوړېدلو او رهي وو، د خدای په مځکه به داسي خنډ نۀ وو، چي نۀ شو ورسره مخامخ ـــــــــ بيا بيا په مځکه کښې ښخېدلو او لارۍ به درېدلې سپاهيان به موږ پوري وهلو يا به يې له مځکي سپک اوچت پورته کولو، "ايف" د زور او لار شودني يو ناشوده نمونه وو، هر کله چي به موږ ځښته بد ښخ شولو نو دۀ به د سړو واک ځانته ګړلو، او په چغو او زور به يې موږ برته راپورته کړلو. د خوارکۍ "سی" بېخي خوند نۀ وو، سفر نۀ تمامېدونکی  ښکارېدلو.

اخير کار يوو لس نيمي بجې ستړي ستومانه، وږي تږي، سپين بولدک ته ورسېدلو، زموږ موټر يې د حکيم استوګن زی ته ودرولو. تر څو چي حکيم له کندهار څخه د ټليفون په مرسته زموږ د چمن ته د ليږلو اجازت اخستلو، موږ په موټر کښې دننه شل منټه ناست وو پر موږ هک پک د افغانانو ګڼي ګوڼي چي الوتلي وو، په شور درب کښې تېر شول د حکيم کوچنی زوی زموږ کومک ته راغلو موټر ته راوختلو او خپل واک يې څرګندولی، چي سړي له موږه لري وشړي اخير کار يې موږ ته وويل ، چي "سی" او زه سيخ چمن ته تلای شو، او "ايف" به تر هغو دلته کښې وي راپاته مراسم به پر ځای کېږي، "ايف" دغه په خورا ورين تندي او د قربانۍ په جذبه ومنل "سی" او زۀ اي ای سي د خپل سفر اخيري پړاؤ ته رهي کړلو. بيا هم څه خنډونه وو او د درولو سره مخامخ کېدلو، تر څو چي موږ تر سپين بولدک ور واوښتلو او د چمن پوري دا څلور ميله لاره نو پر کنډ کپر سړک تېره کړه، پر وېش باندي پولټيکل ايجنټ سره د چمن د فوجي قوماندان زموږ هرکلي ته ولاړ وو، دلته موږ په يو ښه اسوده موټر کښې سپاره کړلو، او هلته يې ورسولو، چېري چي خورا مېلمه پال وګړي زموږ هر کلي ته چمتو وو، دا وخت نيمه شپه وه، هم دغه هغه مناسب ځای دی چي دا بيا پر بس کړو، د هغو ډېره مهربانيو چي له موږ سره په چمن او کوټه کښې وسولې، بيان به ځښته ډېري پاڼي به ډکي کړي، بله دا چي د دغه بيان بېخي ځاني او ذاتي دی او د خپلولو وړ نۀ دی. "ايف" په سپين بولدک کښې بې خونده شپه تېره کړې وه، ګهيځ چمن ته راورسېدو او په هم دغه ورځ کوټي ته ولاړو، موږ يوه بله شپه او ورځ په بستره کښې په پورتي تېره کړله او په دا بله ورځ په يو ځانګړي او په خصوصي ګاډۍ کښې ولېږلو. کله چي د بولدک حکيم څو ورځي وروسته زموږ لاس ليک کړی تړون حکومت ته وړاندي کړل شوی، زموږ حکومت د هغه بول پالنه کړې وله، د "سی" د غميو معامله څه وړنه ثابته شوله، او د هغو د بيرته تر لاس کولو دپاره اوس لا هم ږغاوي لګيا دي، له بده مرغه دا زموږ لپاره د ځښته ډېر جذباتي ارزښت وړ وو. او زموږ لپاره د دغه هيڅ بدل نۀ وو بهر حال د هيلو سر چينې خوابدي دي. او کېدلای شي چي موږ هغه بيا تر لاسه کړو.

 

بليک ووډ او زامنو لميټډ کمپنۍ

په برطانيه کښې چاپ کړو

               

 

OOO

 

FaLang translation system by Faboba