حبيب الله کاکړ

پر روحانيت اوتخليق باندي د څه ليکني څخه مخکښې هرومرو په ‌ذهن کښې سوال راګرځي چي موږ روحانيت وايو و څه ته؟ بېشکه څه تصور خو په ذهن کښې شتون لري چي د روحانيت د اصطلاح په اورېدلوسره  زموږ ذهن و يوه لوري ته بيايي خو د روحانيت له ټکي څخه چي و ذهن ته کوم تصور غزوني کوي، د هغه تصور بيانول ګران وي، رښتيا هم داسي ده چي د روحانيت ډسپلن ته که کتنه وکړو، نو بيانول يې هم څه مشکل برېښي. په خپله د روح ټکی په ځان کښې د راز لويه نړۍ لري چي لا يې له مخه پړونی نه دی پورته شوی.  سوال دا نه دی چي بې له مذهبه هم روحانيت وي او که نه، سوال دا هم نه دی چي په خدای باندي له ايمانه بغير هم د روحانيت تصور کېدای شي کنه ؟ يا د روحانيت د خدای په تصور باندي  انحصار شته او که نه؟ سوال دا دی چي که د روح د وجود نه انکار وشي، بيا به د روحانيت څه مانا وي، او که د روح له روايتي معنا څخه سرغړونه وشي، نو بيا به د روحانيت تصور شتون ولري که نه ؟ ځکه نو په روحانيت باندي له دې پلوه خبر کول، چي د روحانيت له تخليق، آرټ او په خاصه توګه له شاعرۍ سره تړون  څه ډول کيدای شي؟ تر دې وړاندي يو ځل د روحانيت هغه معنا لټول لازمي ګڼم، په کومه معنا چي روحانيت په عصري ليټرېچر کښې مفهوم لري. روحانيت د مذهبونو په نړۍ کښې د مذهب له رسمي، روايتي  اندازه څخه وتل، د ژوند، او کائناتو د نور د هغي چشمې ننداره کول دي، له کومي څه چي ژوند، او کائناتي ښکلا وجود مومي. دغه ښکلا چي مذهبونو په ساده ژبه کښې د خدای، الله، يهوا، ايلوهيم، يزدان، بګوان، برهمن، دهرماکايا، او په نورو مختلفو نومونو کښې بيان کړې ده، خو مذهبي وګړو په خورا سطحي نظر اخستې ده، په مذهبي روحانيت کښې سوال په دغه ذات د رسمي ايمان نه بلکې د هغه دکتني، مشاهدې کوني يا د هغه د وجود د تجربې (experience of God’s existence) کړني دي. له مذهبي چوکاټه په دې خوا د سائنس او ارواپوهني  (psychology) له کبله دروحانيت مطلب په ژوند کښې مقصد او معنا لټونه ده . د نوموړي ارواه پوه ويکټر فرېنکل په قول په ژوند کښې د معنا لټوني قوه (force) د انسان بنيادي خوځنده(motive) قوه ده چي په انسان کښې د ارزښت حس زېږوي. لهذا روحانيت موږ  ته د ځان پېژندنه، او په ژوند کښې ارزښتونه راکوي د څه په ذريعه چې موږ ژوند کوو. هم دغه ارزښتونه موږ ته په ژوند کښې د څه کړني وس راکوي  لکه اينسټاين چي ويلي وو: زه هڅ داسي خاص استعداد نه لرم، زه فقط په جذبه سره لټونکی يم، په جديد نفسياتو کښې روحانيت دحقيقت له لټون سره د جنوني غوندي تړون نوم دی. يا په بله معنا نړۍ چې موږ ته څنګه ښکاري، تر دې زياته له رمزه (mystery) ډکه ده، د روحانيت په وسيله موږ کولای شو چې د نړۍ له رازه اشنا شو، لکه د آينسټاين خبره چې مغرب کُوم ساينس لاس ته راوړی دی هغه   په دوو مهمو ټکو ولاړ دی، يو د يونان يوکلېډين د جيومټري (Euclidean Geometry) رسمي منطقي نظام، او بل په تجرباتي منظم سيسټم سره د علتونو له يو بل سره د ارتباط د معلومولو امکان، څوک دي دې ته نه حيرانېږي چي يو داسي غوندي اختراع د چين ځيرک وليانو ولي تر لاسه نۀ کړه، بلکې د حيرانولو خبره خو دا ده چي ډول ايجادات لا پخوا شوي دي. لڼده دا چي د ارواپوهني په نوې سائنسي اصطلاح کښې د روحانيت مانا د روحانيت تر مذهبي معنا زيات پراخه ده، په څه کښې چې ده سيکولر هيومنزم هم برخه شته. اوس نو که موږ د روحانيت او تخليق په اړه د شاعرۍ د ارتباط په لټون کښې شو، نو په دې حقله خو دومره څرګنده ده چي د اويستا څخه نېولې تر ويدي سرودونو پوري د مذهبي ليک او ږغاوو فطرت شاعرانه دی چي تاريخ يې له درې زره کاله څخه تر پنځه سوه کاله مخزېږدي پېړيو پوري رسېږي. خو د تاريخ تر ټولو زوړ ليټريچر چي د شاعرۍ او د روحانيت په ارتباط باندي يې رڼا اچولې ده هغه د پلېټو (افلاطون) د ايون (Ion) ږغا ده چې پکښې د سقراط او ايون Ion تر مابين د شاعرۍ او د شاعرۍ د تلاوت کونکو په فطرت باندي زوره وره وراسه شوې ده. ايون د يوناني شاعر هومر (Homer) د شاعرۍ نوموړی تلاوت کونکی وو (Rhapsode)، چي د اېسکلېپيوس (د شفا او د طب خدای) له مېلې څخه ستونېدونکی وو چي له سقراط سره په وراسه شو. سقراط له ايون سره په دې وراسه ډېر هغه څه وويل کُوم څه چي د فلسفې او ادب تر منځ د افلاطون په ليکونو کښې د بدۍ رنګ واخست. د سقراط په خيال آرټ او شاعري له سره تخليق نه وو، سقراط د لرغوني يوناني مذهب د موهوماتو (myths) په رڼا کښې په مېګنټ انالوجي (مقناطيسي تشبيه) کښې زياتوي چي شاعرفقط د خدايانو تشريح کوونکی وي. د سقراط په خيال شاعر په اصل کښې هغه څه وايي کوم څه چي د ده دننه روح د شاعرۍ له دېوي ميوز (Muse) څخه بوڼکی قبلوي، يعني پر شاعر باندي فقط يو وجداني کيفيت راځي چي کله د شاعرۍ دېوي ميوز د ده په روح باندي نازله شي، دی چي په دې مهال څه وايي دا فقط د ميوز د يوه  بوڼکي ژباړه وي . په دې مهال دی له چاپيرياله وځي او خپل حواس بائلي، هر هغه څه يې تر شونډو وځي کُوم څه چې يې روح په دې وجداني کيفيت کښې محسوسه وي. دغه کيفيت ته سقراط دenthusiasmos حالت وايي، چې معنا  يې په وجد، لېوالتيا او په لېونتوب سره کېږي. سقراط زياتوي چي د ساز او شاعرۍ دېوي  د مقناطيس په حيث شاعر په ځان پوري نښلوي، او  تۀ  ايون د يو رېپسوډ په حيث بيا په شاعر پوري نښلې. د دې دليل دا دی چې تۀ ايون چي کله د غم قصې (تراژېډي) اورېدونکو ته اوروې په تا د غم او ژړا کيفيت راځي او چي د حماسې نظمونه اوروې نو يو هېجاني کيفيت ته ننوځې حالانکې نه خو په دې مهال په غم کښې يې او نه د جنګ په هغه کيفيت پوه يې له کُومه څه چې هومر ږغېږي، او حقيقت خو دا دی چې هومر د دې نظمونو ليکلو په مهال په هم دغه کيفيت کښې وو هغه هم د دې څه کامل ادراک نه درلود. هغه هم د روح هغه بوڼکي ته لفظونه ورکول کُوم دننه بوڼکی چي د ده نه ميوز اخستی وو. د سقراط او افلاطون په فکر اصلي نړۍ د تصوراتو ده، چېري چي د څيزونو تصورات پراته دي، د خارج نړۍ د هغه مثل، يا نقل دی او آرټ او شاعري د خارج د څيزونو نقل دی. د لنډيز په توګه سقراط او افلاطون له سره آرټ او شاعري تخيلق نه ګڼي، فقط د بهرني څيزونو نقل او عکاسي يې ګڼي. هغه هم داسي چي شاعر د دې عکاسي کړني په مهال د حقيقت له نړۍ چي د تصوراتو نړۍ ده وځي او د يو لېوالتيا کيفيت  ته ننوځي. اوس سوال دا دی چي دغه د لېوالتيا کيفيت څه دی؟ له دې وړاندي چي موږ د دې لېوالتيا يا د دې وجداني کيفيت نفسياتي څېړنه کوو دلته د پلېټونس ( Plotinus 204-270 AD) ذکر لازمي ګڼم چې اثر يې د منځني دور په ټولو شاعرانو خصوصاً د ټولو مذهبونو په روحانيت شوی دی. پلېټونس په دوه سوه څلورم کال کښې په داسي وخت کښې په مصر کښې پيدا شو چېري چي د بطليموس سوتر(Ptolemy Soter 323-283) د اسکندريه په ښار کښې کلتوري تکثيريت (cultural pluralism) د سقراط او افلاطون فلسفه لا له مخه د فارس او هند له عرفاني نظرياتو سره ګډه کړې وه. دغه تکثيريت د پلېټونس له زوکړي وړاندي امونيوس سکاس (Ammonius Saccas) غوندي فلسفيانو ته زوکړه ورکړې وه د چا اثر چي د پليټونس د تفکر فلسفه ترتيب کړه. د پلېټونس د فلسفې چي په نولسمه پېړۍ کښې په نوافلاطونيت باندي ونومول شوه، مغز يې د پلېټونس د تجلې نظريه ده . د ده په خيال نړۍ او ژوند له درو څېزونو څخه وجود ته راځي، چي اول مقام پکښې د ذات احد دی. له ذات احد څخه عقل او له عقل څخه روح، او له روح څخه  لمر، سپوږمۍ ، او ټول فلکي اجرام لکه د بهېدني په حيث وجود ته راځي. دغه روح ته جهاني، يا هرځاييز (universal soul) روح ويل کېږي. له هم دې روح څخه لکه د لمر د ووړانګې په حيث د انسان لَوَړنی روح پېدا کېږي، دغه لوړ يا علوي روح چي کله ماده ته ننوځي نو لاندنۍ روح يې سفلي بلل کېږي. د لاندني روح په ماده کښې قيد کېدنه د هغه له لَوَړني مقام څخه لاندي رالوېدنه ده. د بسيط او نوري فطرت په وجه دغه لاندنی روح په ماده کښې دړد او بېقراري محسوسه وي. د بېقراري مقصد يې خپل اصل او مبدأ ته بېرته لوړه ختنه ده. دغي بيقراري ته پلېټونس د عشق نوم ورکوي، او صوفيان ورته د عشقِ حقيقي د فراق  د دړد او بېقراري وايي، او بيرته و خپل اصل ته د تلني په اساس د دې قصې پېل رومي پخپله مثنوي کښې داسي کوي، چې د روح تشبيه له شپېلۍ سره ورکوي، اود شپېلۍ دړدېدونکی ږغ د بانسونو دځنګله په فراق کښې د شپېلۍ فرياد دی، چې نر اوهم  ښځه ژړوي. او لا نوره هم په ضد ده چې په فراق کښې لا نوره شلېدلې سينه غواړي، چې دعشق دړد بيان کړي. رومي د انفرادي روح، له عالم ارواح څخه بېل په جسم کښې قيد ګڼي. او په مادي نړۍ کښې د دړدونو داستان اصلا دغه فراق ګڼي.

بشنو از نی چو‍ں حکایت می کند وزجدا یہا شکایت می کند

کز  نیستان  تا  مرا   ببریده   اند ازنفیرم مرد وزن نالیده اند

سینہ خواهم شرحہ شرحہ ازفراق تا بگویم شرح درد اشتیاق 

هر کسی کو دور ماند از اصل خويش جوید روزګار وصل خویش

اوس خبره د قيدي روح د خلاصوني ده، چې په عربي کښې ورته صعود وايي. د پلېټونس په خيال تفکر (meditation) د دې دپاره لومړی مهم شرط دی. دا تفکر اول له ځان (the Self) څخه شروع کېږي او په ترتيب د خارجي فطرت (external nature) او د فطرت د ښائست په غېږه کښې د حسن لټونه، او د ښائست په باريکي د هرځاييز روح په پېژندني، د هغه څرک په ځان کښې د ليدني، او د لاندني روح له لوړني روح سره په  يو ځای کېدو سره تمامېږي. په هندو روحانيت او تصوف کښې د اتمان له براهماتمان سره، د بودا د نروان  معنويت تقريباً له هم دغه يو ځای کېدني عبارت دی. په مذهبي روحاني ډسپلن کښې په دې تفکر کښې د ذکر هم برخه ده. د فکر کړني په مهال کښې د مفکر په فطرت کښې د تجلياتو ننداره او د هغو تجلياتو وړانګې په ځان کښې د ليدني چي څه کيفيتونو ته مفکر دننه کوي، دې ته د اروا پوهني په اصطلاح او د دين په فلسفه کښې مذهبي يا روحاني تجربات (religious experiences) وايي. دا تجربات داسي نه دي لکه چي حواس خمسه يې په خارج کښې کوي او حواس خمسه يې باطنه، په مجموعي توګه عقل يې ترتيب کوي، داسي علم ته د روحاني ډسپلن په اصطلاح کښې د مادياتو علم ويل کېږي. روحاني ډسپلن په انسان کښې پټ نور هم داسي صلاحيتونه په کار راولي، چي انسان ته هغه علم ورکوي کُوم څه چي په دې ټولو حواسو او عقل نه شي حاصيليدلای. دغو وسيلو ته په اسلامي تصوف کښې لطايف سته يا شپږ لطايف ويل کېږي.  نفس، قلب ، روح، سر، خفي، او اخفا‌‌‌ء. په تصوف کښې د تفکر پيل د نفس له پېژندني څخه کېږي، چي د ذکر او فکر په توسط، نفس له لاندي درجې د نفس اماره څخه په ترتيب، نفس لوامه او نفس مطمئنة ته رسي . نفس بنيادي طور د مادي صفاتو مجموعه ده چي انساني روح له عشق حقيقي څخه د مادي ميني په لوري وړي. هم دغه د انساني روح د قيد وسيله ګرځي. د صوفي ډسپلن کار د دې نفس تزکيه کول دی، چي نفس په تصفيه کيدلو شي، نو دلته قلب فعاله کيږي. قلب د صوفيانو په خيال د رباني ميني دروازه ده، خو څه صوفيان قلب د نفس او د روح د جنګ ميدان بولي. په دريمه درجه کښې روح، چي د زياتو صوفيانو په خيال غير مخلوق، د انسان په ښي اړخ کښې د قيد په حيث پروت دی، په قلب کښې  چي رباني مينه نفس ته ماته ورکوي، دی له قلب سره مخامخ د سينې په ښي اړخ کښې زانګه (vibration) غوندي کوي. دغه زانګه په ترتيب سره له وخته څلورم ؛سر؛ فعاله کوي، د سر فعاليت انساني شعور (conscious) عالم امثال ، او د لوح محفوظ له رازونو اشنا کوي . د سر خصوصيت دا دی چي دا د خوب په حالت کښې هم فعاليت لري. د عالم امثال د رازونو اشنايت انساني شعور له مادي کيفتونو څخه دومره بې برخي کوي چي د پنځم لطيف، د خفي فعاليت دی د يوالي  (unification)احساسولو ته رسوي . د يوالي حس (intuition of unity) اخېري لطيف  اخفا‌‌ء ته وده ورکوي څه چي د تصوف په اصطلاح  کښې نقطه واحده يا باريکه نقطه بلل کېږي. دا مقام د تجلياتو  احساسولو هغه مقام دی چي رباني تجليات او لافاني  وړانګې يې بې له څه توسطه باندي اوري. دغه تجربات چي کله په لفظونو کښې نغښتل کېږي نو کله د وحدت الوجود (pantheism)، کله د وحدت الشهود(panentheism)، کله د احديت (monism) رنګونه اخلي. زما په خيال دغه اصطلاحات نثر، ادب او بيا فلسفې د نظرياتو او افکارو تر حده راوړي دي، ماته داسي ښکاري لکه چي داسي ټکي د نظريو نومونه نه بلکې د هغو تجربو نومونه دي کوم څه چې منصور، جنيد، ابن عربي، ګورو نانک، ميرابۍ، بهګت کبير او رومي په خپلو روحاني تجرباتو کښې محسوسه کړي دي.  هم داسي ښکاري لکه چي د غني مقصد هم دا وو چې ،

منصوره ځکه خو په دار وختې 

د اشنا راز چي د حجرو له يوړو

اوس که موږ دلته د روح د دې روايتي تصور پلټنه د اروا پوهني په رنړا کښې کوو نو دا خبره د فکر وړ ده چي په سائنسي څېړونو کښې د لافاني روح دغه تصور له سره وجود نه لري،  بلکې حقيقت خو دا دی چي د روح تصور  په خپله په مذهبونو کښې هم يو له بله ډېر توپير لري، د سامي مذهبونو، يا د مشرق وسطٰی (Middle East) مذهبونو لکه: اسلام، عيسائيت، او يهوديت د روح په  هقله تقريباً يو بل ته نږدې تصور لري، په لېري مشرقي  (Far East) لکه کنفيوشينزم، تاوزم  او شنټو کښې يې  بل تصور دی. د مشرقي يا هندي مذهبونو لکه: هندوازم، جېن ازم، او بودزم کښې يې بل تصور دی، بلکې د بودا د درسونو بنياد خو د روح د وجود مخالفت دی. خو د مقدمې ږدلو په حيث چي زه د دې ټولو مذهبونو تر منځ تر څه حده د روح په  هقله  متفقه نقطه ږدم هغه به دا وي، چي روح، اروا يا د بودا شعور، په انساني جسم کښې د ژوند بخښلو هغه قوه، يا ترِزګه ده چي له خارجه په انساني جسم کښې داخيلېږي. دا به موږ د روح روايتي تصور وګڼو، خو د سائنس په نړۍ کښې په انساني جسم کښې داسي قوه خو شته چي جسم ته ژوند ورکوي خو دا قوه له دباندي راځي،  نۀ  له  دننه، په ارتقائی مراحلو کښې په جسم کښې پورته کېږي. دغه بحث تر اوسه لا تکميل شوی نه دی، خو د حياتياتو په موجوده لاسته راوړنو کښې ځواب دويم دی، چي نۀ  دا قوه له دننه شنه کېږي. بلکې دې قوې ته په سائنسي ژبه کښې سائيکي (psyche) چي څه خلګ يې په ساه سره ژباړي خو زما په خيال په پښتو کښې به يې غوره ژباړه اروا وي. سائيکي د نفسياتو په نړۍ  کښې په ساده ژبه د دماغ عمليت دی (Brain Function). د دماغ عمليت د نيورو سائنس او سائيکوبائيولوژي په  څېړنو کښې  د  روګر والکاټ سپيرې (Roger Wolcott Sperry 1913-1994) تحقيق په دوو مهمو برخو راسته (right) او چپه (left)  کښې وېشي، چي په راسته اړخ کښې، ساز، سُر، رنګونه، روحانيت، تخليق، مذهب ، انځور ګري  او آرټ، او په کيڼ يا چپه اړخ کښې، ژبه، د ژبي ګرائمر، نمبرونه، رياضي، جيوميټري، تحليل ، سائنس او منطق پراته دي.

د دماغ دغه دواړه "اړخونه" منځنۍ لاره له يوه بله سره مربوط کوي، ځکه نو دغه دواړه عملونه چي که څه هم له يوه او بله په فطرت کښې توپېر لري، خو په يو هم آهنګه  متوازي کښې تر سره کېږي. اوس د ماحولياتو او دخارج په تجرباتو پوري ده چې په څنګه ماحولياتو کښې دماغ وده کوي او د هغه اثر د دماغ پر عمليت هم اثر کوي، خو دغه اثر د ښي اړخيزه هم کېدای شي، او چپ اړخيز هم. د ارواپوهانو خيال دی چي کله چي دماغ په انځور ګري کښې د مثال په توګه بوخت شي، چې څومره دی له چپ اړخه توجه پر ښي اړخ مرکوز کوي هغومره  يې په انځور کښې کمال پيدا کېږي، هم دغه د مثال د روحانيت او شاعري دی. د ارواپوهني له پلوه مذهبي تجربات اصلأ د هغه ډسپلن نتيجه ده چي د څه په وسيله يو صوفي خپل چپ اړخ د بې شمېره تذکرو، مراقبو، او تفکر په وسيله خاموش کړی وي او دماغي عمليت يې پر ښي اړخ مرکوزه کړی وي، نو دغه تفکر چي کله کمال ته ورسي دلته دی د خارجي نړۍ شاته، نور، ښکلا، سُر، امن او سکون محسوسه وي. دغه تجربه چې کله کمال ته رسي انساني دماغ له مادي تکثيريت څخه وځي، په کائناتو کښې نه بيانېدونکی يوالی محسوسه وي. د هغه يو سائنسي مثال، د ډاکټر جول بولټ ټېلر  د خپل دماغ قصه ده چي په خپل کتاب (My Stroke of Insight: A Brain Scientist’s Personal Journey) کښې کړې ده. نوموړې  ډاکټره د هارورډ ميډيکل سکول په تحقيق کښې  نوو زده کؤونکو ته د انساني دماغ په حقله درس ورکاوه، چي په لسم دسمبر1996 په سهار دې ته درس ورکول شو. هغه ده دې دماغ په چپ اړخ کښې د ناڅاپه ناروغي راتلنه وه چي د دماغو په چپ اړخ کښې يې تر څلور ساعته پوري ويني بهېدلې.  دا ليکي چي څلور ساعته پوري چي د دې د دماغ چپ اړخ کار پرېښودلو، دې ته يوه خاص غوندي تجربه وشوه. چي دا د حال، ماضي او د راتلونکي له فکره ووتله، دې ته  د ژوند هيڅ نه وو ياد، خو  بس ځان يې داسي محسوسولی لکه چي دا د کائنات حصه شوه، د يو خاص غوندي يوالي، د يو خاص امنيت او تجلي  خلا وه چي دې پکښي بې د مادي وجوده لامبو وهله . اغلې ډاکټر ټېلر خپله تجربه د صوفيانو د مذهبي تجربو سره مقائسه کوي او زياتوي چي دې ته چي کُومه تجربه وشوه، دا هم هغه تجربه ده کُومه چي د روحاني ډسپلن (Mystic) په کمال کښې صوفيانو ته محسوسېږي. زما په خيال د غني ليوني نظم  “خمار”  د هم دغسي روحاني تجرباتي سفر، يا د چپ اړخ د ويدېدلو او د ښي اړخيز په خلايي ښکلا د لامبو وهني قصه ده لکه چې وايي.

چې      نشه   شمه     د   خپله   ځانه   وځم   لکه وځي چي تنزري د پنجرې نه 

مست زړګی له غمه دارنګه اوچت شي لکه پورته سر کړي ګل د هديرې نه

دروند وجود مجبوره تن مکان کښې پرېږدم او د خيال په ښاپېرۍ باندي شم سور

د اووم اسمان په لور يې کړم روانه لټوم د ژوند چينه د رڼا کور 

اوس که موږ د خپلي موضوع راغونډولو په لټون شو، د سقراط د يوناني موهوماتي (mythical) ميوز اصلاً د شاعر د چپ اړخ دماغي فعاليت ايسارول دي چي په نتيجه کښې يې د ښي اړخ فعاليت له  عادي فعاليته وځي او تر حد زياتېږي په دې کيفيت کښې دی حتماً له چاپېرياله وځي او د ښي اړخ په تفکير کښې د ښه  نه ښه خيال جوړوي، دغه خيال چې د لفظونو په اهنګ کښې راځي شاعري کېږي. هم دغه وجه ده چې صوفي چې هم کله د چپ اړخ فعاليت ايسار (control) او د ښي اړخ په فعاليت کښي ورک شي د ده دغه خيالي سفر هم اکثر د شعر ژبه اخلي. د خوند خبره خو دا ده چي کله شاعر او صوفي د ښي اړخيز تفکير د سفر د امنيت دغه جمالياتي قصه چپ اړخ ته راوړي، چپ اړخ يې تحليلوي، خو ادراک يې نشي کولای چي دغه خيال، دا افسانه، دا انځور، دغه قصه له کومه راغله؟ د اروا پوهني په رڼا کښې که د روحانيت او تخليق دا سفر يو مذهبي سړي کړی وي، هغه يې الهام، او  وجدان ګڼي، او د روح له هغه سفره سره يې تړي، چېري چې د ده قيد روح لکه د طوطي په حيث له پنجرې وځي او د هرځاييز روح او حسن ازلي د چنارونو د سيل قصه پنجرې ته راوړي  او مادي عقل او مادي دماغ ته يې اوروي. او که دا سفر يو سيکولر غوندي سړي کړی وي هغه به دا راز، د صوفيانو د لوح محفوظ نه، بلکې د فرائيډ له لاشعوره به يې ګڼي. او چېري چي د فلسفې شوخي ښي اړخيز تصورات  په شعري ژبه کښې د شرابو په ذکر کښې  نغاړي، هلته نو په شرابو فقط د دماغ د کيڼ اړخ فعاليت مجذوبه کول وي، چي د مادي احساساتو څخه واته او سفر د دغه جمالياتي نندارې په لور وشي. لکه دخيام او يا لکه غني  چي په دې شعر کښې وايي.

راشه راشه لېوني له 

جام اوچت که مسلمان شه

د رندانو په مذهب شه 

جنتي په دې جهان شه



FaLang translation system by Faboba