ډاکټر باقي درانی

انساني احساس د هغه داخلي ردِعمل نوم دی چي د يوې وقوعې تر ليدلو، كتلو، لوستلو يا اورېدلو وروسته د دۀ په ذهن كي راپاڅيږي-  په انساني احساساتو كښې له لويه سره څۀ فطري ترتيب نۀ وي بلكي د حواسو په ذريعه چي يو فرد كوم څۀ محسوسوي د هماغو په نتيجه كي په بېلا بېل انداز را اوچتيږي لګيا وي، ځكه نو احساسات تر ډېره حده وجذباتو ته نزدې ښكاري- په انساني ذهن كي د فكر په مرسته د دغو احساساتو نوی ترتيب اصل څيز دی- انساني ذهن همه وخت د احساساتو په نتيجه كي راپاڅېدلو خواهشونو، ګمانونو او خيالونو ته يو خاص نظم او ترتيب وركوي لګيا وي- 

تخليق د فكر او احساس تر منځ  په يوۀ معقول توازن پوري اړه لري- د فكر په حقله خو به په يوۀ بل مضمون کښې كښې وروسته څۀ نۀ څۀ وضاحت وکړو- اوس به د احساس په اړه څو غوټي خلاصي كړو- احساس په عمومي توګه يو داخلي څيز ګڼل كيږي چي تر ډېره حده صحي هم دی خو په فلسفيانه تناظر كي د خاريجي دنيا خبر ګيري هم حواس كوي- ځكه نو د آسانتيا دپاره ټول حواس تر بحث لاندي راوړل ضروري ګڼم ولي چي په ادب كي د خيال د صحت اړه په حواسو پوري ده-


انسان د ژوندانۀ په اوږدۀ سفر كي له خپلو منفي جبلي قوتونو څخه په علم، عقل او حواسو ځان را ايستلاى شي- يوې خوا ته د نفس جبر، د ماحول جبر، د فطرت جبر او د تاريخ جبر خلګ په جهالت كي شكېل ساتي بلي خوا ته دوى په فكر، احساس، علم او عقيده د دغو واړو جبلي قوتونو مقاومت كوي لګيا وي- پيرمحمد كاكړ1 وايي چي: 

د دنيا اهل  همــه واړه   نادان دي

نظـر كله پرجيغـه كړي  دانا خلګ

توروسپين  ونابيناو ته يكسان وي

د ښو بدو تميـز كاندي  بينا خلګ

كۀ څۀ هم د ژوندانۀ په فلسفه كي جبلت ځان لره يو ډېرمهم شی دی خو حقيقت د مربوط احساس نوم دی او حواس د خيال د صحت ضمانت وركوي- دا هم صحي ده چي كه عقل د خواهش د تسكين د پاره منطقي جواز پېش نۀ كړي نو بيا خواهش ته هم له عقل څخه د بغاوت كولو حق شته2- په ادب كي د خيال هغومره اهميت دی لكه چي د ښكلا او ميني دی او خيال دلته د فكر د يوۀ جُز په معنا اخستل كيږي- خيال په يوۀ حِس نۀ بلكي په همه واړو حواسو پوري اړه لري، ولي چي يو حِس له هره اړخه خيال هيڅكله هم نۀ شي كتلاى- د خيال د صحت بنسټ كه څۀ هم پر حواسو باندي دی خو د انسان داخلي احساس يې په تراشلو او سمولوكي ترهر څۀ مهم رول لوبوي- په انساني ذهن  كي د نظر د زاويئې اړه په احساس، فكر او ياداښت  پوري ده- احساس داخلي او خارجي دواړي برخي لري- خارجي حواس د راتلونكي وخت په حقله څۀ معلومات نۀ ښيندي بلكي د خوا وشا د ماحول د بېلا بېلو واقعاتو تفصيل راغونډوي او تر ذهن پوري يې  رارَسَوي- داخلي احساس بيا نوی ترتيب وركوي او د نظر زاويه په سموي چي د مستقبل لاره په وليدله شي- د احساس مسئله  داده چي د خوا وشا دماحول و بېلا بېلو واقعاتو ته هركس پر خپل انداز ترتيب وركوي او دا لازمي نۀ ده چي د يوۀ كس په ذهن كي د واقعاتو ترتيب هماغه شان وي لكه چي دبل كس دی- ځكه نو په ټولنه كي څوك زيات حساس ښكاري او څوك كم- يوازي داخلي احساس د انساني خوی يا روَيې په حقله حتمي څيزنۀ شي ګڼل كېداى ولي چي دا هم خپل يوحد لري-كه  څوك پر يوه واقعه تر هغه وخته يقين ونۀ كړي تر څو چي يې پخپله ونۀ ويني نو بيا به د هغې تجربې څۀ احترام پاته شي كومه چي نورو بې شمېره كسانو په لېدلو او كتلو حاصله كړې ده؟


د اجتماعي شعور څخه څوك انكار كولاى شي؟ د يوې سيمي د اوسېدونكو په ټولنيز فكري تشكيل كي بېلا بېلي كړني يا عوامل برخه لري او دغه عوامل د دغو خلګو ګډ ارزښتونه دي- كله چي معامله د ډېرو كسانو وي نو بيا حقيقت ومربوط ټولنيز احساس ته ويل كيږي- همدغه شان په ادب كي د خيال ښايست په ډېرو بېلا بېلو رنګونو پوري اړه لري او د خيال حقيقت مربوط ټولنيز احساس دی چي د اجتماعي لاشعور په بنسټ كي مُهمه برخه لري- خيال كله كله د الهام په مثال وي خو كله بيا د ادراك په تالۀ هم تلل كيږي- زما موخه و الهام ته پر ادراك فوقيت وركول هيڅكله نه ده بلكي د احساس او فكر بېل بېل حېثيت تسليمَول دي- 

  په هر يوۀ كس كي د انسانيت تر معنوي سطحي د رسېدو بې شمېره امكانات شته چي بُنياد يې پر ځان پېژندنه، آزاده اراده، غوره انتخاب او تخليقي قوت ولاړ دی2- تخليقي قوت د اجتماعي لاشعور سره تړلی دی چي په بنسټ كي يې مربوط ټولنيز احساس د نوو نوو خيالونو تشكيل كوي لګيا وي- د بېلګې په توګه په شاعرۍ كي د ‘ آمد’ پر وخت چي د شاعر كوم كېفيت وي همدغه يې په اصل كي خپل بېل احساس دی چي شاته يې مراندي د لاشعور سره تړلي دي- انفرادي لاشعور يې بيا د ټولنيز لاشعور سره تړاو لري چي دۀ ته د خپلي ټولني د درد محسوسَولو قوت وربخښي او په تخليق كولو يې خوښ او آماده كاندي-

 
هر كس د ټولني په جوړښت كي د يوې خښتي حېثيت لري خو فرق يې دادی چي خښته ژوند نۀ لري او فرد يې لري- تخليق كوونكی د خپل نفس په جوړښت كي دننه د انفرادي شعور او لاشعور سره سره اجتماعي شعوري او لاشعوري تــوَمنۀ  هم لري، ځكه نو د ټولني په تعمير كي مهم رول لوبولاى شي- تخليق كه څۀ هم د تخليق كوونكي خپل انفرادي عمل ښكاري خو په اصل كي يې اثرات ټولنيز دي ولي چي دی د ټولني سره نفسياتي تړاؤ لري-

 
داسي برېښي چي نۀ فكر او نۀ يوازي احساس د سترو ذهني صلاحيتونو بشپړه اِحاطه كولاى شي- فكر خو يوې خواته د فطرت د تسخير په سفر كي ګوَډ ښكاري او بلي خوا ته د خالق د وجود په حقله ړوند- هغه خو پرېږده، زياتره خو د عزم په غلامي هم خوښ وي- ولي چي په دغو اړو د انسان عقلي استدلال  بِلكل خام او سطحي غوندي ښكاري- كه څۀ هم عقليت يوه غوره فلسفه  ده خو د حواسو، عقيدې او علم ضروت هر وخت  ورته وي - ځكه خو وېل ډيورانټ3 وايي چي: 

”Logic is a poor hors d'æuvre for the feast of philosophy”  
  

يعني منطق د فلسفې په مېلمستيا كي يو معمولي سلاد دی- 

فلسفه د انسان د كم عقلۍ اوكم علمۍ لوى شمېر مثالونه وړاندي كوي- دا د منطق او علم سره سره د تاريخ، سياست، اخلاق، عدل، تصوُف، بقا او فنا واړو احاطه كوي لګياده- ځكه نو وعقل ته هر كله د عقيدې او حواسو ضروت وي- دا ځكه چي د عقلي منطق بنسټ پر ازلي حقيقتونو ولاړ دی او له هره كبله ساكت ښكاري مګر ژوندون يو متحرك څيز دی چي د احساس په بركت د قانون څخه بغاوت هم كولاى شي- فلسفه له ازله تر ابده د انسان او انسانيت پر بېلا بېلو اړخونو بحث كوي او د كائينات سره يې د تړاؤ پرنوعيت جُدا جُدا نظريئې وړاندي كوي- دا تر فطرت هم د بَره هستۍ په حقله خاموشه نۀ ده بلكي په ژوندانۀ كي د نور خوند پېدا كوولو په تكل او د وېري د تښتولو په موخه د مقصديت پر مړينه هم بحث كوي- دا په ژوند كي د قوّت او عزم پر اهميت د بحث كوولو پوره پوره صلاحيت لري او د احساس په قوت د مادي ژوند په تنګه دايره كي د انسان او انسانيت د عظمت دپاره كار كوي لګيا ده-


خواهش د يقين غوندي يوه بېله رَويه ده- دا د يوۀ غېر حقيقي خيالي څيز په حقله يوه داسي روَيه ده چي په څۀ خاص موخه د هغه څيز ترلاسۀ كول ضروري په ګڼل كيږي- دغه خيالي څيز د خواهش اصل منزل دی او په هره توګه يې حاصلول بُنيادي  مقصد ګڼل كيږي4- د بېلګې په توګه كه څوك دا وايي چي  “امن به راځي” نو دا خواهش هم كېداى شي او يقين هم- دلته خيال ‘امن’ دی، كه يې بنسټ پر تاريخي، سياسي او مذهبي وقوعاتو ولاړ وي نو دغه خيال يقين ګڼل كيږي او كه څۀ دا سي بنسټ ونۀ لري نو بيا خواهش دی- په خواهش كي د خيال  اهميت تر هر څۀ مهم دی خو ورسره ورسره يې د تر لاسۀ كوولو احساس هم دی چي په هلو ځلو يې څوك خوښ كاندي- خيال، يقين ، خواهش، تصور، توجه، ګمان، وسواس او جذبه واړه ذهني وقوعات هم كېدلاى شي- 

هره وقوعه په ذهن كي دننه د يوۀ بشپړ فكري عمل برخه ده چي په تواتر سره د نظر پر زاويه اثرات پرېږدي لګيا وي- په انساني ذهن كي د بېلا بېلو وقوعاتو لامتناهي سلسله او ورسره تړلي فكرونه او احساسات، په ساينسي اِصطلاح درَويې څرخ(Behavioural Cycle) بلل كيږي او دا په ټولو خلګو كي يو شانتي نۀ وي بلكي په رفتار كښي يې تېره و پاته  او په جوړښت كي يې څۀ نۀ څۀ توپير په آساني سره ليدل كېداى شي- د رَويې د دغه څرخ  پېل له تكليف، درد، جذبې، خواهش او بې قرارۍ څخه كيږي او ختميږي پر ډاډ، خوند، يقين او تسل5- كه د وقوعې بشپړتيا پر يقين او حقيقت باندي وي نو شعور بلل كيږي او كه داسي نۀ وي نو بيا لاشعور دی- خواهشونۀ زياتره لاشعوري وي6- تخليقي تنده يو احساس دی چي د يوې وقوعې تر اثر لاندي د فكر او تجربې په ګډون تخليقي عمل ترسره كوي- دغه تخليقي  عمل بيا يوه رَويه ده چي په انساني ذهن كي د تېرو تجربو په موجودګي کښې د فکري نظام يعني كاګنيشن يا ادراک  په بټۍ كي پخيږي او اړه يې په شعور او لاشعور دواړو پوري ده-

په انساني ذهن کښې د احساس، فکر او تجربې په مرسته چي کوم فکري نظام يعني ادراک  جوړېږي په هغه کښې په تواتر سره بېلا بېلي سانچې جوړېږي  چي د شعور او لاشعور دواړو په ګډون تخليقي عمل په ترسره کېږي. كله چي د يوې وقوعې  تر احساس لاندي  يو خيال په ذهن كي را وپاڅي نو بيا ګمان، وسواس، ياداښت، خواهش او اميد واړه ورسره مله شي او د يوۀ داسي تَخَيُلي شاهكار په جوړښت پېل وكړي چي تر دې لمخه يې شتون نۀ وي- په فكري نظام كي د خيال تشكيل، تزئين او د عملي كولو معقوله طريقه په تخليقي سانچو پوري اړه لري چي د تخليق کوونکي د مقام تعيُن هم په كيږي- يعني د وقوعې تراحساس لاندي د راپاڅېدلي هرخيال، په انساني ذهن کښې دننه  له هره اړخه جاج اخستل كيږي- بيا يې په ياداښت كي د خوندي شوي تېري تجربې په رڼا كي پلټنه كيږي ،  د تخليق کولو  فېصله ورباندي كيږي- د عمل ورباندي كولو پلان يې جوړېږي او په دغه حقله  دخواوشا دماحول په ګچه معقوليت پكښې را پېدا كيږي لګيا وي- لكه چي مصوّر د تصوير په بېلا بېلو سانچو كي رنګونو ته ترتيب وركوي لګيا وي همدغه راز تخليق كوونكی د فكري نظام په تخليقي سانچو6 كي خيالونو او تصوراتو ته ترتيب وركوي چي تخليق يې ښکلا په ومومي- يعني د انساني ذهن د تخليقي عمل په بنسټ کښې د دغو تخليقي سانچو ډېر زيات اهميت دی-



آيا موږ يوازي پر حواسو بشپړ اعتماد كولاى شو او كه نۀ؟ ددې سوال ځواب دومره ساده نۀ دی لكه چي ښكاري  ولي چي زموږ د حواسو د كار كولو يو حد متعيَن دی او ترهغه په آخوا بيا ورباندي اعتماد نۀ شي كېدلاى- د بېلګې په توګه سپوږمى په انساني نظر له ځمكي څخه يو روڼ ګېند غوندي څيز ښكاري چي حقيقت نۀ دی-  ساينسي حقيقت دا دی چي دا له خاوري جوړه ده او خپله هيڅ ځاني رڼا نۀ لري بلكي د لمر په رڼا روښانۀ ښكاري- يا بيا د ستورو مثال وګورئى چي پر آسمان د رڼو غميانو په شان ځليږي خو په حقيقت كي لوى شمېر يې په جسامت تر ځمكي هم غټ دي- مطلب دا چي يوازي پر حواسو اعتماد كول هغومره لويه غلطي ده لكه چي يوازي د فكر په رڼا تګ دی- ولي چي حواس تر يوۀ خاص حد په آ خوا صحي كار نۀ كوي- هلته نو بيا دفكر او تجربې په پرتَو او د نظر په سمه زاويه د حق او ريشتيا لار لټول کيږي- 

اخځليك

1-     پير محمد كاكړ، ʼ د پير محمد كاكړ ديوانʻ

        ترتيب او تصحي د عبدالرووف بېنوا، خپروونكی  صحا ف  

        نشرياتي  موسسه  كاسي روډ كوټه ،  ٢٠١١   

2-     ډاكټر باقي درانى ، ʼ دفكر ټالʻ    صحا ف  نشرياتي  موسسه
كاسي روډ كوټه ، ٢٠١٣ 

3-      ډيورانټ وِل ، The Pleasures of Philosophy      

         يعني ‘نشاطِ فلسفه ‘ژباړن   محمد اجمل،  فيكشن هاؤس 

         مزنګ روډ، لاهور، ٢٠١٠ –

4 -     برټرېنډ روسل ، (The Analysis of Mind ،        

         روټلېج (Routledge)      لندن ،  ١٩٩٢ 

5 -     لېنګر سوسنې، Mind:An Essay on Human Feeling 


          يعني ʼ ذهن: پر انساني احساس يو مضمونʻ 

          دوه ټوكې ، ١٩۶ – ١٩٢

6 -      لېنګر سوسنې، Feeling and Form يعني

         ٬احساس او سانچه،  ، ١٩۵٣
       

 

FaLang translation system by Faboba