ليکوال: ډاکتر علي کميل قزلباش 
د مجلې ګڼه: ۲
د مجلې د چاپ نېټه: اپريل جون ۲۰۱۴

 د خټك په قبيله كي اول كس چي پخپل كمال او صلاحيت يې د خپل وخت مغل باچا جلال الدين اكبر توجه د ځان په خوا را وګرځوله يو عام سردار، ملك اكوړي وو. (۱) ملك اكوړي د يحيٰ خان، يحيٰ خان د شهباز خان او شهبازخان د خوشحال خان پلار وو. (۲)

دا هم هغه خوشحال خان دی چي نن د ستر خوشحال خټك په نامه نه صرف د پښتانه ملت بلكې د ادب د دنيا دپاره د فخر او سرلوړۍ سرمايه ده. 

د هېوادمل د تحقيق مطابق خوشحال خان د 1022ه،ق د كال د ربيع الثاني مياشت او د 1617 عيسوي د مئ يا جون په مياشت كي په اكوړه كي زېږېدلی دی. (۳)

د خوشحال د تعليم او ماشوموالي په هكله د تاريخ پاڼي د ويلو دپاره هيڅ نه لري، د هغه د آثارو په حواله دومره ضرور ويلی شي چي هغه د خپلي زمانې مروجه علوم و متعلقه ژبي زده كړې وې. يعني هغه د اسلامي علومو سره دنياوي علوم هم حاصل كړي وو او د پښتو علاوه د هغه وخت لويي علمي ژبي فارسي او عربي هم زده كړې وې او له آثارو يې دا هم معلومېږي چي د فارسي د علمي مخزن نه يې په ښه توګه استفاده كړې وه. په دستارنامه كي د خپل يوه استاد ذكر په دا ډول كوي چي: 

"زموږ استاد شاه اويس صديقي ملتانی ډېر معتبر سړی وو".(۴) 

د خوشحال خان خټك اول واده په اتلس كلني كښي شوی وو، د ودونو تعداد يې نه دی معلوم خو هېوادمل د كامل مومند په روايت ليكي چي: 

"خوشحال خان خټك څو ودونه كړي وو د نكاحي مېرمنو سربېره ده په حرم وينځې هم درلودې، له دغو مېرمنو او وينځو يې د شپېتو شا او خوا زامن او يو دېرش لوڼي زېږېدلې وې"(۵)

د خوشحال خان په غاړه د سردارۍ طوق هغه وخت ولوېد كله چي د دوئ پلار د يو سفزو سره په جنګ كي زخمي شو. د درې ورڼو او دوو ترونو په موجودګۍ كي د سردارۍ دستار د دپه سر كښېښودل شو او په ښكاره ټولو دا فيصله وهم منله. خوشحال تر دې له مخه هم د جنګونو او شخړو په كار اخته وو، خو د سردارۍ پس دا مسائل نور هم زيات شول او دا د خپل وخت نابغه او عالم شخصيت د مقام او منصب په سطحي اهدافو كي ضائع شو. ده ته نه صرف دا مسئله ورپېښه وه بلكې ډېر زر د حاسدانو د حسد هم ښكار شو او د دښمن د لاسه د خپلو ترونو په ملګرتيا دی د سردارۍ له منصبه د زندان تر تيارو ورسېدو. خو دغه په علوي صفاتو پسوللى قهرمان كله ماته منله. د دۀ په هكله به د اقبال دا شعر شايد چي ډېر صادق وي چي وايي:

ہو حلقہ   ياران تو بريشم كى طرح نرم

رزم  حق  و  باطل ہو تو فولاد ہی مومن      (۶)

 

يا د خوشحال خپله نظريه چي وايي:

 

ځوانمردي په سرشندل په زر شندل شي

كه ځوانمرد يې راوړه خوی د مرتضٰى  (۷)

 

د خوشحال سره د اورنګ زېب اړيكي هم په ابتدا كي بدي نه وې حتٰى چي هغه ورته اضافي انتظامات هم سپارلي وو، خو دا سلسله تر ډېره نشوه پاتې او دا چي خوشحال ولي بندي شو؟ مؤرخينو ډېر وجوهات ليكلي دي، خو حقيقت دا دی چي د خوشحال هيڅ خطا نه وه لكه چي وويل شو چي د حاسدانو د حسد اور وو چي خوشحال پكښي لمبه شو، خو زما په خيال دا په دې ښه وشو چي كه داسي نه وائ شوي نو د نن دغه ستر خوشحال به دومره ستر نه وو لكه چي دی، يعني دا رښتيا دي چي:

عدو شود سبب خير گر خدا خواهد

 

د خوشحال خان دا سارت ذكر د ده پخپله شاعري كي په تفصيل او صراحت سره راغلی دی او محققينو او مؤرخينو هم په لږ ډېر اختلاف سره د دۀ  د اسارت كال 1074هـ ق او درهايي كال يې 1079 ه ق ليكلی دی او د ده دا سارت مدت څلور كاله نهه مياشتي ذكر شوی دی چي په پېښور، دهلي، راجستاني (رنتنبهور) او آګره كښې پرې تير شوی دی.

دلته زما بحث د خوشحال په سياسي او قبايلي ژوند زيات انحصار نه لري، بلكې د هغه د شاعرانه عظمت سره مي سروكار دی، ولي چي زموږ محققينو د ده په سياسي ژوند او حماسي شاعري باندي زيات بحثونه كړي دي چي يو نقصان يې دا دی چي د خوشحال د شاعري نور ډېر اهم اړخونه او د هغه علمي او په لوړو انساني اقدارو مشتمله شخصيت تر ګړځونو لاندي شوی دی، بهرحال پس له بنده د خوشحال عزم دا دی چي:

پس له بنده دی دا عزم

د خوشحال په خاطر جزم

 

يا نيولی مخ كعبې ته

يا مغلو سره رزم  (۸)

 

او داسي هم نه وه چي بس د ذاتي عناد په بنياد مغلو سره په شخړه اخته شي بلكې هغه خو د يو مومن انسان په څېر وايي:

د فساد نيت مي نشته خدائ حاضر دی

خپل ساعت به تېروم عمر اخر دی

 

اطاعت د اولوالامر ځكه نه كړم

خليفه د زمانې په زړه كافر دی  (9)

 

او بيا د خوشحال توره او د مغل لښكري دي چي وقتاً فوقتاً سره مخامخ كېږي، خو د خوشحال په قدر پښتانه كله پوه شول او د خوشحال جنګ نه صرف د پښتانه دپاره وو. بلكې هغه خود د تاريخ د نورو ريښتوني مبارزينو غوندي د وخت د كافر زړه لرونكي خليفه خلاف د جهاد توره ايستلې وه. او د دې قهرمان هم هغه انجام وشو چي د تاريخ د نورو ريښتوني قهرمانانو د وخت د مردم ناشناسو يا د منصب او منصبدارۍ هوسيانو دلاسه شوی وو. او خوشحال د دې ټولي منظرنامې پس چي مغل، خلګ په ملك و مال او منصبونو باندي اخلي، باوجود پخپل عزم قائم وو او دا يې ويل چي:

 

مغل واړه په ارمان د انتقام دي

د خوشحال د سر په فكر صبح و شام دی

 

د مغل تكيه په زر، په ملك و مال ده

د خوشحال خټك تكيه په ذوالجلال ده  (10)

 

او بيا دغه خوشحال وو چي تقريباً يوويشت كاله يې د مغل سره سر په سنګ وهلی دی او دا مرحله يې هم ښه په مردانګۍ سره تر سره كړې ده. د دې ستر سړي د لويي يو دليل دا هم دی چي كه په تېر عمر كښې يې د مغل په خدمت كښې خپله توره استعمال كړې ده نو د هغه د پښېمانۍ اظهار يې هم په ډاګه كړی دی لكه چي وايي:

 

په ځوانۍ كښې اوده وو په زوړوالي

د خوشحال سترګي بيداري شوې له خوبه  (11)

 

اګرچه يو وخت داسي راشي چي خوشحال خان د مغل سره د هغه رقم مبارزې نه لاس واخلي كومه چي د ده نږد د پښتانه په ګټه تمامېدله يعني "يا مغل له مينځه ورك يا پښتون خوار" خو دی و مغل ته تسليم هم نه شو. هرڅو كه و ده ته دوباره د منصب او مقام وركولو كوشش هم د هغو له خوا شوی وو. ولي چي د خوشحال او  پښتانه د ماتي دپاره د كابل د حاكم امير خان په ذريعه د پښتنو مشران واخيستل شول او تر دا حده چي د خوشحال ډېر نږدې ملګري هم په هغو خلګو كښي شامل وو. (12)

بلكې صرف دا هم نه، د ده د خپلو زامنو نامردي او د عمر او صحت بې وفايي هم سؤب شول چي خوشحال يې د پښتانه د عظيمي سرفرازۍ او يووالي د كار نه دستبردارۍ ته مجبوره كړ او ده د دې مبارزې نه يې لاس واخيستو خو په ډېر افسوس او تاسف باندي يې دا د زړه په وينو لړلې مصرعې وليكلې:

 

د بې ننګو پښتنو له غمه ما

لويي پرېښوه ونيوله كمه ما

 

هغه ملا مي چي په هوډ سره لوئ غر وو

په ناكام كړه و مغل ته خمه ما

 

هم د بخت و ما ته شا شوه هم د خلګو

په مغل كړه ځكه مخ له همه ما

 

كه مي لاس وې په رضا به مي كښې نه شول

د مغل په لوري دوه قدمه ما

 

دا الم مي هيڅ الم سره سم نه دی

كه ليدلي دي هزار المه ما  (13)

 

د اورنګ سره د خوشحال د مزاج نا هماهنګي هم له اوله وه يعني داسي نه وه چي ده د مغل د منصب د حصول په مقصد پسې هر څه له لاسه وركړي وو بلكې داسي څه ضرور وو چي د اورنګ په هكله يې دی بد دله كړی وو ولي چي وايي:

 

نه لا بند نه په زندان وم

چي د ده مذمت خوان وم  (14)

 

د اورنګ زېب په هكله د خوشحال نظر، يا به دا ووايو چي د ده اصلي څهره د خوشحال په شعرونو كښي څنګه تصوير شوې ده. دلته به يو څو شعرونه د خوشحال را واخلو او دا هم نه چي خوشحال د اورنګ زېب په مخالفت د قهر او غصې په وجه د شعري ښايست او فن عظمت له لاسه وركړی دی بلكې په هر هر بيت كښي شعري عظمت پخپل مقام برقرار دی او موږ د خوشحال هم د دې لويي و عظمت معترفه يو. هغه وايي:

 

تفاوت د خپل پردي ورباندي نشته

كه يې ګورې اورنګ زېب باچا ګمراه دی

 

كه نيت وته يې ګورې يو يزيد دی

كه طاعت و ته يې ګورې اهل الله دی  (15)

 

او د ده د قلندرانه مزاج عكس هم د ليدلو وړ دی چي وايي:

 

چي سړې شلومبې يې څښم په وخت د اوړي

باچاهي د اورنګ زېب ده زما غړكه  (16)

 

چي منصب مي د مغل خوړ يو ملك وم

چي منصب د مغل نشته اوس ملك يم  (17)

 

عشقه ته تر اورنګ زېب بادشاه بهتر يې

چي خوشحال دي په عالم كښي سربلند كړ  (18)

 

هغه خوشحال چي وايي:

 

د افغان په ننګ مي وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشحال خټك يم (19)

 

د پښتنو د عظمت د قائل كېدو باوجود د هغوئ د كردار نه ګيله مند دی او پخپله شاعري كښي ځای په ځای پښتانه او د پښتانه قبائلو مذمت كوي، څو ښكلي شعرونه د مثال په توګه:

 

هره چاره د پښتون تر مغل ښه ده

اتفاق ورسره نشته ډېر ارمان

 

كه توفيق د اتفاق پښتانه مومي

زوړ خوشحال به دوباره شي په دا ځوان  (20)

 

پښتانه په عقل پوهه څه ناكس دي

كوټه سپي د قصابانو د جوس دي

 

اوښ له باره پخپل كور كښي ورغلی

په اولجه د اوښ د غاړي د جرس دی  (21)

 

ځني څه لويي دعوې لرم په زړه كښي

ولي څه كړم چي پښتون واړه بې ننګ دی (22)

 

دغه د سترو او لويو دعوو او ارادو خاوند انسان د زمانې د ناقدرۍ او د قام د ناشناسۍ له وجي د عمر په اووه اويايم كال كښي په ډېر حسرت او ناكامۍ سره د كال 1100هـ ، ق او د 28م ربيع الثاني يعني په 20م فروري 1689ء كښي په حق ورسېږي. هر څو كه تراوسه  موږ د شاعر خوشحال ذكر كړی دی خو اوس به په باقاعده توګه د دې نابغه او جهاني شاعر د شاعري نه خوند واخلو چي په هره حواله يوه درنه، په تول پوره، آفاقي، ژوندۍ او هر اړخيزه شاعري ده، ولي چي:

دا رنګيني معنې چيري دي خوشحاله!

چي را درومي لكه ګل په بياض ستا  (23) 

په پښتو شعر چي ما علم بلند كړ

د خبرو ملك مي فتح په سمند كړ  (24)

 

خوشحال خان د توري استعمال په ديارلس كلني كښي يعني د شعور د خامۍ په عمر كښي كړی دی خو د شاعري آغاز يې په عين شعوري عمر كښي كړی دی لكه چي وايي:

په شل كاله كښي دېګ زما د شعر په اور بار شو

په دا دور مي پوخ كړ چي شپېته كاله مي تللي (25)  

 

يعني د شل كالو عمر د شعور او د ذهني بلوغت عمر دی، د خوشحال دا سنجيدګي نه صرف د شعر په هكله ده بلكې په پښتو نثر كښي هم د ده د قلم عظمت مسلم دی، چي ډېر روښانه مثال يې "دستارنامه" ده. 

داسي هم نه چي صرف هم دغه اثر دی بلكې نور آثار يې هم په نثر كښي كښلي دي لكه "زنځيرۍ" "هندكونامه" "بياض" "ساعتنامه" او "بازنامه" (چي په فارسي ژبه يې كښلې ده) دغه ډول يې په شعري آثارو كښي د ديوان علاوه (چي په غزلياتو، قطعاتو، رباعياتو، قصايدو او فارسي شاعري مشتمل دی) بازنامه، فراقنامه، سواتنامه، فضل نامه، فالنامه، طب نامه، نام حق او اخلاق نامه شاملي دي. هرڅو كه محققين د ده آثارو شمېر له پنځوسو نه بيا تر درېنيم سوه پوري ذكر كړی دی. خو تر اوسه چي تر لاسه شوي دي هغه هم دغه پورتني آثار دي. يو څو آثار چي صرف نومونه يې تر موږ پوري رسېدلي دي په هغو كښي "هدايه، غنايه او آئينه" شامل دي، دغه ډول د خديجه فيروزالدين په تحقيق فرحنامه، كفايه، رياض الحقيقت، د سورة يوسف تفسير او د خوشحال خپله سوانح هم د ده په وركو آثارو كښې شامل دي. (26)

د خوشحال د شاعري انداز منفرد دی، هغه پښتو شاعري ته نوې روح ور بخښلې ده. هغو انساني ژوند ته له مختلفو اړخونو په نظري او تنقيدي سترګه كتلي دي او د هغوئ په شاعري كښي د تاريخ او تمدن څهره هم ليدل كېږي. (27) 

د استاد حبيبي په وينا خوشحال خان په پښتو كښي د يوه ستر مكتب بنياد كښېښود چي د خوشحال د سبك په نامه پيژندګلوي لري. دې سبك پښتو شاعري ته وسعت وركړ. دې سبك نوي قالبونه پښتو شعر ته وركړل. په ادبي توګه دا سبك تر ټولو ارزښتمند سبك دی، ولي چي هم په معنوي لحاظ او هم په فني او ادبي لحاظ تر ټولو بهتر دی. (28)

خوشحال چونكې د فارسي شاعري نه زيات اثر اخستی دی نو ځكه يې په شعر كښي هغه عرفاني بڼه هم شته چي د فارسي د عرفاني شعراء خاصه ده.  د حمديه كلام د مثال دپاره به په دې يوه شعر اكتفا وكړو چي:

 

د خوشحال ويل اومه دي لائق ستا د صفت نه دي

ستا په فضل به پخېږي دا اومه ويل احده!  (29)

 

او د نعت دغه ښكلي شعرونه واقعي چي د يوه روحاني احساس فضا لري:

 

خانه زاد بنده كمين يم   ::  هم بې توانه هم بې زوره

 

توان او زور مي واړه ته يې :: بې تا نه پيرم په توره

 

بد غليم راته پر څو دی  ::  له غليمه مي وژغوره

 

ته شفيع د قيامت يې   ::   خوشحال وساته له اوره(30)

 

د عارفانه ادراك دپاره د صوفياوو په دغه آفاقي نظر مشتمل شعر ته به وګورو چي خوشحال هم عقيده پرې لري:

له دوه اويا مذهب سره به ساز وكړې له دله

خوشحاله! كه خبر شې په رښتيا د عشق له كشه (31)  

 

او دا هم د عرفان الٰهي يو ښكلې نكته ده چي:

 

هر وېښته چي په صورت باندي ليده شي

كه پرې ځير شي د شناخت ور به درته واز كا (32)

 

عارفان د سر په سترګو ګوتي كښېږدي

د خپل زړه په سترګو ګوري تماشا كا  (33)

 

هرڅو كه خوشحال خټك ته يو باعمله صوفي نه شو ويلی خو دا ويل به بې ځايه نه وي چي كه څوك د عرفاني دنيا په هر توګه تړون لري د هغه مينه به د حضرت علي او د هغه د كورنۍ سره ضرور وي ولي چي د تصوف د ټولو سلسلو مركز هم دغه هستي ده. د خوشحال په شاعري كښي هم د اهليبيتو مينه د هغه د عقيدې اظهار په ډېر واضح توګه كوي، هغه د حضرت علي نه بيا تر دولسم امام حضرت مهدي پوري د ټولو مدحه د هغو د صفاتو او مقاماتو په اساس كړې ده. په بېلابېلو ځايونو كښي د حضرت علي د مدحې علاوه د حضرت فاطمه الزهرا او د اهليبيتو ستاينه شوې ده خو دلته به صرف په دې يوه مثال اكتفا وكړو چي وايي:

كه په كار دي ده د خدائ پېژندګلي

پيروي د محمد كړه د علي  

 

محمد چي هغه راز يې په معراج كړ

يكايك وو، و علي و ته جلي

 

محمد، علي چي دوه ويني په سترګو

په دا كار كښي احولي ده احولي

 

د زړه زنګ په بل صيقل نه لري كېږي

په دوستي يې د علي ده مصقلي

 

د علي د آل دوستي د ايمان زړه دی

څوك دي شك په دا په زړه نه راولي

 

د علي د آل په مدح كښي جنت دی

د خوشحال خټك په دا ده تسلي  (34)

 

خوشحال چونكې يوه باعمله انسان وو، نو هغه د قرآن نه هم د عمل اړخ اخذ كړی دی، هغه د فقط تلاوت او د ثواب دپاره د قرآن سره تړون نه خوښوي:

 

چي ترس يې د زړه نه وي نه عمل لري د نېكو

په دا يې نظر مه كړه چي په ياد لولي قرآن  (35)

 

او د هغه په نظر قرآن داسي كتاب دی چي د هغه تعليمات انسان د مايوسۍ د تيارو نه لري ساتي او د اميد و رڼا ته يې سپاري:

 

په "لاتقنطوا" تكيه ده

ګني اور اوري تور تم دی  (36)

 

دغه د لاتقنطوا نظريه لرونكی شخصيت د "لاتحزن ان الله معنا" په آيت هم ټينګ ايمان لري او دغه نظريه چي كله په انسان كښي پخه شي نو هغه د "لاتخف" په كليمه باندي هم ايمان راوړي او دا هغه مقام وي چي د خوشحال غوندي "ننګيالی" د زمانې په زړه كښي خپل ځای جوړ كړي او د تاريخ په پاڼو كښي جاويداني مقام ته ورسي. (هسي هم زموږ خوشحال شناسانو د ده صرف په دې نكتې باندي دومره زيات ايمان راوړی دی چي نور اړخونو ته يې هډو پاملرنه نشته).

 

د افغان په ننګ مي وتړله توره

ننګيالی د زمانې خوشحال خټك يم  (37)

 

او دا شعر:

 

په جهان د ننګيالي دي دا دوه كاره

يا به وخوري ككرۍ يا به كامران شي  (38)

 

مكمل د اسلامي تعليماتو تصوير دی يعني دا نه چي د خوشحال ننګيالی د جنګ و جدل دپاره تيار ناست دی بلكې د هغه نږد د انساني ارزښتونو پالنه په اصل كښي ننګياليتوب دی، نه چي د انساني ارزښتونو او انسانيت وژنه، هم دغه نكته ده چي د خوشحال پس يې (بالخصوص ننني) اكثره قوم پرستانه شاعري كونكي شاعران محض د جذباتي نعره بازۍ ښكار كړي دي چي د خوشحال د مسلك د اصل روح نه د بې خبرۍ په وجه ده.

سر دي درومي مال دي درومي پت دي نه ځي

د سړي د چاري كل خوبي په پت ده  (39)

 

ننګيالي چي د همت توره تر لاس كا

ډېر لښكر يې تر همت پوري كاروان دی (40) 

 

په ښاغليو جهان ارت دی

په ناوليو باندي تنګ  (41)

 

د دې ننګيالي د دې ټولو خبرو باوجود انساني بڼه او د انساني مينې جذبه په دې ژوندۍ پاته كېږي چي هغه د كبر و غرور نه ښكار كېږي بلكې د عجز و فقر لمن نيسي.

 

چي د تخت د پاسه ناست دی صاحبي كا

د دروېش په زړه كښي هيڅ نشته هوا  (42)

 

بلكې په هر څه كښي د هغه قادر مطلق د كرم او په هغه د تكيې ننداره كوي نو ځكه په يقين سره پخپله لاره سفر جاري ساتي.

 

د ګمان لړۍ په تار په تار خورې كا

د يقين اندېشه به تر بيضا ده  (44)

 

كه دي زړه دی چي دی واړه جهان خپل شي

درته وايم له همه جهانه تښته (44)

 

خو دغه تېښته له خپله ځانه تښتېدل نه دي بلكې په ځان كښي سفر كول دي يعني بې نياز او غني ګرځېدل د جهان په مقابله او عجز و انكسار او پېژندګلوي د ځان په هكله:

مرد هغه چي همت ناك بركت ناك

د عالمه سره خوښ په زيست و ژواك

 

چي خبره د پستي د بلندي شي

په لويي لكه اسمان په پستي خاك  (45)

 

د خوشحال د شاعري دغه اړخ چي د جرات او همت او مردانګي درس وركوي په ډېر تنوع او وسعت سره مخ ته راځي خو داسي هم نه ده چي د هغه په نږد د مرد پېژندګلوي مبهمه وي، بلكې ډېره واضح او په پاكيزه شكل كښي ليدل كېږي. دا ساده او سېڅلی تعريف وګورئ:

 

مرد به نه شي په ګفتار

څو پيدا نه كړي كردار

 

مرد به غم د خپل هنر كا

نه د زر نه په دينار

 

نامرد فخر په نسب كا

مرد نه مور لري نه پلار (46)

 

او دا تصوير وګورئ چي څومره شفاف او د عظمت رنګونه پكښي دي:

 

مردان نن جنګ كا آشتي سبا كا

چي سره كښېني صلح و صفا كا

 

څو يې ژړا وي، هومره خندا وي

څو يې جفا وي هومره وفا كا  (47)

 

مردان هغه چي همت ناك دي

د ننګ په كار كښي چست و چالاك دي

 

كار چي آغاز كا انجام يې فرض كړي

په زړه هم پاك دي په خلۀ هم پاك دي  (48)

 

يا دا چي:

 

سر دي درومي مال دي درومي پت دي نه ځي

د سړي د چاري كل خوبي په پت ده  (49)

 

 

دغه ډول د شخصي آزادۍ په هكله، چي هم پخپله د اجتماعي آزادي اساس وي، خوشحال يو واضح نكتۀ نظر لري او دا هغه وقار دی چي د تحفظ دپاره يې د تاريخ ننګيالو خپل ځانونه قربان كړي دي.

 

چي د بل تر لاسه ورغی د بل شو

مرد به خپل لري د خپل فكر زمام  (50)

 

زموږ د ننني سياسي ابترۍ فضا د دې شعر په آئينه كښي څنګه ښكاري؟

 

خدائ چي ورك كا ښه مړونه په اولس كښي

پېښوي هغه اولس و ته بيا ننګه  (51)

 

هم په دې موضوع څو شعرونه نور چي د خوشحال د ذهن و فكر عكاسي په نور ښه رنګ كښي كوي:

 

كه د كسب و د روزګار نه يې نه مرد شته

د نامردو ډوډۍ مه خوره ځان خفه كړه  (52)

 

پس له مرګه ښخ د مرد له قدم ښه يم

ګور مي مه ښه د نامرد له ګوره سم  (53)

 

او دې نكتې ته د رسېدلو دپاره شايد چي د ډېر بحث و تمحيص ضرورت نه وي چي داسي نظر لرونكي په هر اړخ كښي د خپل نظر او د نظريې حقيقت ژوندی ساتل غواړي لكه چي خوشحال په ځناورو كښي زمری خوښوي او په پرندګانو كښي په باز مين دی:

 

فراغت دي مبارك شه د ګيدړو

د مزري د غاړي بخره دی ځنځير

 

يا يې ځای په سردرو چي ليده نه شي

د مزريو يا وژل دي يا ځنځير (54)

 

خوره خوروه له خپلو لېچو

مزری دا كا چي روئيدار دی (55)

 

لكه څنګه چي زمری د ځناورو باچا ګڼل كېږي هم دغسي باز هم هغه پرنده دی چي ټولو كښې باوقار او قدرمن دی:

 

چي مكان يې ناپيدا نښان يې نشته

څوك به څه غواړي د سپينو باز وهوتي (56)

 

غلينواز چي هنر نه لري آزاد دی

باز په دواړو پښو بندي دی له هنره (58)

 

تر باز نه لاندي كړې د كارګه هويه

باز به را نه وړي كارګه ترې بويه

 

كه د مزري سره ياري آغاز كا

كوم خوئ بۀ واخلي د مزري سويه (58)

 

وايي مومن بايد چي د خپل عهد د مروجه هتيارو نه ليس وي. خوشحال د خپل وخت د هتيار توره د همېشه ژوندي هتيار قلم سره خوښه كړې ده:

 

يا د سپينې توري مرد شه يا عاشق شه

چي يادېږي په بدلو په سندرو  (59)

 

خو د توري معنوي مفهوم هم له ده نه دی هېر، لكه چي وايي:

 

عاشق هر زمان غزا كا

په تېره توره د "لا"  (60)

 

خوشحال شاعر وو او د عاشق زړه خاوند، ظاهره ده چي په ښايسته څيزونو هم مين وو، په دې ښايسته څيزونو كښي د ګل حيثيت ډېر زيات ښكاره او مسلم دی، خو د خوشحال دلته هم خپله نظريه نه ده هېره. هغه د څه عام غوندي ګل صفت او ثنا نه كوي بلكې د يوه داسي ګل چي هغه د عشق، مړاني او عظمت علامت ګرځېدلی دی او هغه ګل دی د خاټول چي لاله ورته ويل كېږي:

 

په چمن كښې رنګارنګ ګلونه ډېر دي

د زړۀ داغ مي د لاله د زړه نصيب شو (61)

 

په درون د عاشقانو نظر وكړه

د لاله غوندي د داغ سره زاده دی (62)

 

او دا شعر خو پخپل ځای د لاله د استعمال په حواله يو شاهكار شعر دی ولي چي نور شعراء لاله ته د شهيد سره، يا شهيد ته د لاله سره تشبيه وركوي خو دلته په څه بېل انداز كښي خوشحال د لاله د عظمت اظهار كوي:

 

زړه داغدار غرقاب په وينو لاله ګل وته وګوره

هيڅ شهيد را وړی نه دی له ازله كفن هسي(63)  

 

خوشحال خټك هم د هر انسان غوندي چرته چي د څه څيزونو په دلائلو خوښونكی وو، هم دغسي د څه څيزونو دپاره د نفرت او كركي جذبات هم لري، خو هغه هم د شعر روايت او انساني او اخلاقي ارزښتونو په بنياد، يعني تر ټولو اول خو هغه د ځان خوښي نفي كوي او د دې خلاف دی چي هم ټولو فساداتو بنياد دی، هغه وايي:

 

په كردار توره مشكڼه يې خوشحاله!

په ګفتار سره د سپينو دورو وېښ يې (64)

 

كله چي هغه د ځان په هكله هم داسي په ډاګه تنقيد كوي نو بيا به څنګه كېږي چي هغه د بل چا دپاره رعايت او ګنجائش وباسي او هغه هم كه شېخ او ملا شي چي د دين په نامه يعني په بدترين خيانت ګوتي پوري كوي:

كه شېخان كه عالمان دي

پرې باور نشته ټګان دي

 

په كتاب خوځوي شونډي

د عمل خوني يې ډونډي (65)

 

 

د ملا د دين فروشي په هكله داسي احتجاج هم كوي:

 

مدعي ملا چي ډېر علم حاصل كا

دی چي علم په دنيا پلوري باطل كا (66)

 

يا دا چي:

 

سر په سجده كښېږدي وايي مونځ كوم خوشحاله!

زړه ته نظر نكړي پكښي څو لات و منات دي  (67)

 

او د دې منافقانه رويې يوه بله څهره هم د پارسايي په لباس كښې ويني:

 

شېخ به كله عاشقي له لاسه پرېښوه

لاس و دست يې نه رسېږي پارسائي ده (68)

 

د حضرت علي قول دی چي: "زه د خدائ عبادت نه د جنت په هيله او نه د جهنم له ويرې كوم بلكې په دې چي هغه د دې لايق دی".  خوشحال چي په شاعري كښي يې د حضرت علي او د "نهج البلاغه" تعليماتو ډېر اثرات دي په دې شعر كښي د همدغسي نظريې طرفداره ښكاري:

 

زاهدان چي مونځ روژه كا جنت غواړي

ما خوشحال د مزدورۍ عبادت نه زده  (69)

 

بلكې د عملي ميدان نه د فرار او صرف د مصلې سره د تړون هم خلاف دی، لكه چي وايي:

 

د خوشحال د هغوئ لار سره جدا ده

چي يې غواړي په مسواك په مصلٰى كښي  (70)

 

او د رندۍ مسلك طرفداره په دې دی چي:

 

كله رند غوندي ملا واقف دراز دی

د كتاب د مسئلو زبان دراز دی  (71)

 

لېكن باوجود د دې چي پخپله د قبائلو له اهمو سردارانو وو چي د كلي نفسياتو مطابق غرور او تكبر خپل حق ګڼي. يو مخ په خاكساري، فقر او دروېشي فخر كوي:

دا راحت لكه د فقر د پوزي دی

دا راحت نشته په تخت و سلطنت

 

چي كالي يې پاتې نه شي مرده شوی ته

خدايه وركړې و خوشحال هسي رحلت  (72)

 

او دا هم د ده يقين دی:

 

د تخت دپاسه ناست وي صاحبي كا

دروېش په زړه كښي هيڅ نشته هوا  (73)

 

او دغه د دروېشي د بادشاهي په خوند خبر څوك د بندګي او غلامي نه هم سخته كركه كوي:

 

آزادي تر بادشاهي لا هم تېری كا

چي د بل تر حكم لاندي شي زندان شي  (74)

 

آزادي ده په ساده سپينه جامه كښي

خلاص له غمه د زربفت و د ميلك يم

 

د وښو جونګړي هسي را ته ښې شوې

وايي ناست په محلونو د آهك يم  (75)

 

كه بادشاه دی په زندان كا غم به نه وي

د آزادو آزادي ده له السته (76)

 

او د دې آزادي خوښي انسان چي د خپلي آزادۍ او وقار دپاره په هرڅه اور لګوي، د چا منت باري هم ځان له يو قيد او ننګ دی چي په هيڅ صورت يې نه خوښوي او وايي:

د سفله منت به هيڅ دانا وا نخلي

چي خبر يې په خصلت شي په عطا هم

 

د منت دارو كه مرم په كار مي نه دي

كه علاج لره مي راشي مسيحا هم

 

د فرشتو امين منت دی په دعا كي

لاجرم ورځني پټه كړم دعا هم  (77)

 

او هم دغه مسلك چي د منت د دارو نه هم مرګ بهتر ګڼي، انسان د همت كوشش او تدبير و خوا ته پاروي او د هر عمل دپاره د اسباب په وږو تكيه كوي:

 

اول ښه شهپر پيدا د الوتو كا

بيا له پسه الوته كا و اسمان ته  (78)

 

خو له دې سره بايد چي د اميد لمن هم د لاسه پرې نږدي چي:

 

د شپې څښتن دي سحر ته ګوري

كندي پرې وخيزي د سبا ستوري

 

هيڅوك دي طمع اميد پرې نه كا

باران پر تږيو كښتونو اوري  (79)

 

او په بې همته خلګو باندي د تعجب پېرايه بيا په څومره ښكلي انداز وړاندي كوي چي:

 

زه حيران يم په دا خلګو نه پوهيږم

تږي مري ولاړ تر حلقه په درياب كښي  (80)

 

ولي چي دی د دې نظريې قايل دی، چي:

 

بې دولت چي له دولته دی محرومه

دا يې واړه په همت كښې دی تقصير

 

خپل تدبير له لاسه مه پرېږده خوشحاله!

كه كارونه حواله دي په تقدير  (81)

 

او هم دا چي:

 

كه طالع او هنر دواړه سره كښېږدې

زه خوشحال به پكښي ونيسم هنر  (82)

 

او چي كله څوك هنر خوښ كړي نو هغه د نورو دستګير وي نه چي دستنګر، هم په دې خوشحال د ځوان په هكله وايي:

ته د چا و جام ته هيله اميد مه كړه

حريفان دي باده نوش وي ستا له جامه

 

د كنكاش د پرخاش ښه ځوانان پيدا كړه

چي پرې چار د ملك و مال شي انتظامه  (83)

 

او دا فيصله هم د خوشحال ده چي:

 

په جهان كښي كه ځوانان دي هم هغه دي

چي و سختي و ته ونيسي ځانونه  (84)

 

  او كله چي موږ د خوشحال خان خټك د دې ټولو نظرياتو له څنګه د انسان او انسانيت په هكله د ده نظر ولټوو، نو په ډېره اسانه به تر دا ورسو چي هغه په كلي توګه د انسان د عظمت، لويي او د احترام قايل دی، يعني هغه انسان ته، كه عظمت وي او كه حقارت په دواړو آئينو كښي ګوري. لكه چي وايي:

 

كه لويي مي د اسمان سره سيالي كا

په پستي تر تورو خاورو نه بتر يم

 

و باطن و ته مي ګوره كه دانا يې

په ظاهر صورت كه هرڅو محقر يم (85)

 

او دا حديث چي: "هر چا چي خپل ځان وپېژندلو هغه خپل خدائ و پېژندلو" هم د خوشحال نه نۀ دی پټ، هغه هم د دې آفاقي قاعدې قايل دی او وايي:

 

عارف سړی هغه دی چي يې شناخت وشو د ځان

د ځان په معرفت كښي معرفت دی د سبحان  (86)

 

د خوشحال خان خټك د شاعري ګڼ اړخونه دلته ذكر شول خو كومه اهمه نكته چي د ده د شاعري د ښايست باعث هم ده او ورسره د ده د لويي يو اړخ هم ثابتوي هغه ده، د ده عشقيه شاعري، يعني داسي نه ده چي خوشحال (لكه چي د پښتو اكثرو محققينو او نقادانو معرفي كړی دی) بس توره را اخستې وه او د سرونو د مينارونو په درولو كښي ورته تسكين وو. بلكې قلم يې هم همېشه د دې مقصد دپاره په كار را وستی دی. حقيقت خو دا دی چي دی يو د عشق له عناصرو جوړ انسان وو او مينه يې د ژوند اساس هر څو كه د جنګ په شخړو اخته كړی شو، خو له اصلي فطرت نه څوك كله اوښتې شي او په جار دا وايي چي:

د خوشحال خټك له عشقه ګفتګو شي

چي په لوښي كښي څه وي هغه تر توی شي (87)

 

او د حافظ شيرازي هغه خبره چي "هرګز نميرد آن كه دلش زنده شد به عشق" تكراروي او په پښتو ژبه داسي وايي:

 

چي له عشق سره ژوندي دي هغه نه مري

چي بې عشقه ژوندي ګرځي مړه هغه  (88)

 

او د عشق په كليت او همېشګي هم داسي يقين لري:

 

په جهان به هيڅوك نه وو كه عشق نه واى

دبدبه د عشق قائمه تر قيامت دی  (89)

 

او هم د دې عشق  په صدقه خوشحال د انسانيت هغه معراج ته رسېږي چرته چي انسان صرف انسان دی، نه چي سپين او تور يا مسلمان او نامسلمان:

 

چي څه درد د عشق لري ترې به زارېږم

كه مومن دی كه كافر دی كه جهود دی  (90)

 

دا خبره چي خوشحال د سردارۍ او مشرۍ د مصنوعي دنيا په مقابله كښي د عشق ارت او ساده جهان زيات مرغوب او په زړه پوري ګڼي په دې شعر كښي ليدلی شو چي:

 

عشقه! ته تر اورنګ زېب باچا بهتر يې

چي خوشحال دى په عالم كښي سربلند كړ (91) 

 

او دا هم وګورئ چي وايي:

 

نمر په ګوتو پټوی نه شې خوشحاله!

هيڅ منكر مه شې د خپلي عاشقي (92)

 

د خوشحال د عشق هم په هغه مرحله دی چرته چي عاشق د خپل "زه" يا "ما" نه لاس اخلي او هغې دنيا ته ځي چرته چي له ځانه بې خبري عين خبر دی. د شېخ سعدي په وينا: 

 

آنرا كه خبر شد خبر باز نيامد

 

خوشحال وايي:

 

څه خبر يې چي اول په عشق كښي څه ځي

په اول ديدن يې ځي له سترګو ما  (93)

 

انسان همېشه د سكون او قراري په طلب كښي بې سكونه وي، خو كله چي د عشق په اصل پوه شي نو بيا خپل هم دغه بنيادي او اهم نعمت سكون هم تر هغه جار كړي او په داسي خبرو پيل وكړي چي:

 

په قراره قراري كښي عالم خوښ دی

ما دي خدائ لري د عشق په شر و شور كښي (94) 

 

او په دې شر و شور به ولي فخر نه كوي چي هغه و دې نكتې ته رسېدلی دی چي:

 

زه د عشق په ګنج توانګر يم كه نور خلګ

ټولول د زر و مال متاع و پول كا  (95)

 

وايي چي:

 

دا د عشق د ګدايانو هسي چار دی

چي د فقر په جامو كښي محترم دی (96)

 

او دا هغه پېښه ده چي د انسان د عمر د ارابې سفر يو مخ بدلوي، يعني په دې لاره كښي د ځوانۍ او زوړوالي تصور له مينځه ځي او لكه د يوه تجربه كار فنكار چي څو عمر ورباندي تېرېږي نور يې كار كمال ته رسېږي:

 

د خوشحال خټك په كار باندي حيران يم

مينه لا ورباندي زور شوه چي زړېږي (97)

 

داسي هم نه چي دا كار لكه د مغلو د منصبونو اسانه او بې ارزښته دی بلكې دا خو د دردونو او رنځونو په سرمايه ترلاسه كېدی شي او خوشحال په دې ښه خبر وو:

په جهان كښې چي څه رنځ او څه محنت وو

هغه واړه سره ټول شول عشق يې نوم شو  (98)

 

لېكن خوشحال د رنځ او غم په هكله هم عارفانه نظر لري او هم دغه نظر او عقيده وه چي دی يې د سطحي خلګو په ټولنه كښي باوجود د ټولو مشكلاتو ژوندی او باهمته وساتلو، ځكه خو وايي چي:

 

فرشتې دي كه پېری دی غم يې نشته

چي يې غم لره پيدا كړو دا سړی دی  (99)

 

او دا چي:

 

غم يې نه دی بې حكمته پيدا كړی

د نامردو مرد په مينځ كښي غم محك دی (100) 

 

په غم باندي د حوصلې او صبر سرمايه د هر چا د وس خبره نه وي تر څو چي د عشق غوندي ستر عرفاني استاذ نه ولري، كله چي دا مرحله ته ورسي نو هله بيا دا خبره كولی شي چي:

 

واړه زړونه فراغت وي په شادۍ كښي

چي په غم كښي مردا نه شي زړه هغه  (101)

 

د خوشحال خان د ښايست ګلونه ډېر دي چي په يوه مقاله كښي يې د خوشبوي اظهار ممكن نه دی نو ځكه به خبره هم دلته رالنډه كړو چي:

 

لكه په تا كښي شته نشته په چا كښي

نه په كانونو نه په دريا كښي

 

درېغه خوشحال خټكه! درېغه

چي تل به نه وې په دا دنيا كښي (102)

 

 

 



 

 

حوالې

 

(1)  خوشحال خان خټك (كامل) ص 8

(2)  تاريخ مرصع، ص 254

(3)  ننګيالی د زمانې، ص 13

(4)  دستارنامه، ص 39

(5)  ننګيالی د زمانې، ص 168

(6)  كليات اقبال (اردو) ص 558

(7)  ارمغان خوشحال، ص 686

(8)  ايضاً ،  ص  706

(9)  ديوان خوشحال خان، ج 1، ص 417

(10)  ارمغان خوشحال، ص 974

(11)  ديوان خوشحال، ج 1، ص 207

(12)  خوشحال خان خټك او د ده ادبي مكتب، ص 27، 28

(13)  ديوان خوشحال خان، ج 1، ص 178

(14)  فراقنامه، ص 97

(15)  ارمغان، ص 695

(16)  ايضاً، ص 6

(17)  ديوان خوشحال، ج. 1، ص 594

(18)  ارمغان خوشحال، ص 6

(19)  ايضاً، ص 26

(20)  ديوان خوشحال، ج، 1، ص 84

(21)  ارمغان خوشحال، ص 558

(22)  ايضاً،  ص 559

(23)  د خوشحال كليات، ج- 1، ص 5

(24)  ارمغان خوشحال، ص 5

(25)  د خوشحال خان كليات (حبيبي) ص 800

(26)  خوشحال خان خټك (حيات و فن) ص 389

(27)  اردو جامع انسائيكلوپيډيا، ج، 1 ص 

(28)  پښتانه شعراء، ج- 1 ص 27، 29

(29)  ارمغان خوشحال، ص 29

(30)  ايضا -  ص 374

(31)  ننګيالی پښتون، ص 144

(32)  ايضاً، ص 147

(33)  ايضاً،   ايضاً

(34)  ارمغان خوشحال، ص 637

(35)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 189

(36)  ايضاً  .  ايضاً

(37)  ارمغان خوشحال، ص 26

(37)  ايضاً ، ص 38

(39) ايضا، ص 13

(40)  ايضاً، ص 50

(41)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 447

(42)  ايضاً  ،  ايضاً ص 79

(43)  ايضاً  ،  ايضاً  ص 288

(44)  فراقنامه، ص 62

(45)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 52

(46)  ارمغان خوشحال، ص 379

(47) ايضاً ، ص 109

(48)  ايضاً ، ص 293

(49)  ايضاً ، ص 513

(50)  ايضاً ، ص 51

(51)  ايضاً ، ص 693

(52)  ديوان خوشحال ، ج- 1 ص 333

(53)  ايضاً، ايضاً ، ص 166

(54) ارمغان خوشحال، ص 39

(55)  ايضاً،  ص 324

(56) كليات خوشحال، ج- 1 ص 469

(57)  فراقنامه، ص 67

(58)  ارمغان خوشحال، ص 203

(59)  ارمغان خوشحال، ص 280

(60)  ديوان خوشحال، ج- ص 54

(61)  ارمغان خوشحال، ص 529

(62)  ارمغان خوشحال، ص 627

(63)  ايضاً، ص 647

(64)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 447

(65)  فراقنامه، ص 96

(66)  ارمغان خوشحال، ص 115

(67)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 106

(68)  ارمغان خوشحال، ج 523

(69)  ايضاً، ص 537

(70)  ايضاً، ص 637   

(71)  ايضاً، ص 636

(72)  ايضاً ، ص 56

(73)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 79

(74)  ايضاً ، ايضاً ، ص 645

(75)  ايضاً ، ايضاً،  ص 25

(76)  ارمغان خوشحال، ص 346

(77)  ايضاً ، ص 72

(78)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 24

(79)  ايضاً ، ايضاً، ص 60

(80)  ايضاً ، ايضاً ، ص 345

(81)  ارمغان خوشحال، ص 40

(82)  ايضاً ، ص 67

(83)  ايضاً ، ايضاً ص 42

(84)  ديوان خوشحال، ج- 1 ص 435

(85)  ايضاً ، ايضاً ص 596

(86)  ارمغان خوشحال، ص 472

(87)  دستارنامه، ص 30

(88) ارمغان خوشحال، ص 54

(89)  ايضاً ، ص 421

(90)  ايضاً ، ص 421

(91)  ايضاً،  ص 599

(92)  ايضاً ، ص 602

(93)  ايضاً ، ص 317

(94)  ايضا ،  ص 613

(95)  ايضاً ، ص 312

(96)  ايضاً ، ص 590

(97)  ايضاً ،  ص 619

(98)  ايضاً ، ص 629

(99)  ديوان خوشحال، ج- ص 661

(100)  ارمغان خوشحال، ص 594

(101)  ايضاً ، ص 594

(102)  ايضاً ، ص 628

 

 

 

كتابيات

 

(1) اردو جامع انسائيكلوپيډيا، جلد 1، چيرمين، جسټس، ايس اې رحمٰن، شېخ غلام علي اينډ سنز لاهور، موسسه فرينكلين، نيويارك، اشاعت اول 1987.

(2) ارمغان خوشحال خان خټك، مقدمه، سيد رسول رسا، يونيورسټي بك ايجنسي، پشاور، اشاعت دويم، 2001ء.

(3) پښتانه شعراء، جلد اول، مولف، عبدالحی حبيبي، پښتو ټولنه، كابل 1345هـ 

(4)  تاريخ مرصع، افضل خان بن اشرف خان هجري بن خوشحال خان خټك، تصحيح كامل مومند، يونيورسټي بك ايجنسي پېښور.

(5) خوشحال خان خټك، مولف كامل مومند، اداره اشاعت سرحد، پشاور، 1951.

(6) خوشحال خان خټك (حيات و فن) ډاكټر خديجه فيروزالدين، ترجمه، ډاكټر اقبال نسيم خټك، اكادمي ادبيات پاكستان، سال 2004ء

(7) خوشحال خان خټك او د ده ادبي مكتب، دكتور عارف عثمان، د افغانستان د جمهوريتو د علومو اكادمي، كابل، كال 1362هـ ش.

(8) د خوشحال خان خټك كليات، جلد اول، د افغانستان د علومو اكادمي، كابل، حوت 1359هـ

(9) د خوشحال خان خټك كليات، مقدمه، علامه عبدالحی حبيبي، قندهار، 1317هـ .

(10) دستارنامه، خوشحال خان خټك، پښتو اكيډمي پشاور يونيورسټي، پشاور 1991ء.

(11) ديوان خوشحال خان خټك، ترتيب و تدوين، حاجي پردل خټك، اداره ثقافت سرحد، پشاور. 

(12) فراقنامه، سريزه او سمون، سرمحقق زلمی هېوادمل، پښتون كور (بن) جرمني، 1380.

(13) كليات اقبال (اردو) علامه محمد اقبال، اقبال اكادمي لاهور، بزم اقبال، لاهور، اشاعت دويم، 1994ء.

(14) ننګيالی پښتون، مهتمم، محمد اكبر معتمد، پښتو ټولنه، كابل، 1345.

(15) ننګيالی د زمانې، سرمحقق زلمی هېوادمل، د افغانستان د كلتوري ودي ټولنه، جرمني، 1380

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba