ليکوال:حبيب الله کاکړ
د مجلې ګڼه:دريمه
د مجلې د چاپ نېټه:جولائي ستمبر
په انساني ټولنه کي بيلي بيلي ژبي ډېر داسي اصطلاحات پکښې دي چي هغه ځان له مفهوم لري خو مابعدالطبيعاتي وجود يې په ذهنونو کي مختلف تصورات پيدا کوي. چي سائنسي څېړنه (Empirical study ) يې د سائنس له دائرې وځي او نه سائنس څه الات ورته جوړ کړي دي. خو څه اصطلاحات داسي وي چي مفهوم يې مابعدالطبيعاتي هم نه وي، موږ جسماني وجود هم په تصوراتو کي ورته لرو خو بيا يې هم د حقيقت پلټنه نه وي شوې. زما په خيال روګي هم يو داسي اصطلاح ده چي وجود يې جسماني دی ، هم يې هغه نقلونه د څه نه چي موږ د روګي تصور اخلو دا د ټولني برخه څرګندوي ، په مختلفو ټولنو کي د ژبي او د مذهب د مختلفو شکلونو له سوبه به د روګي هم مختلف شکلونه وي خو عمومي تصور يې تقريباً يو دی. د روګي نخښي، روګي ته نزدې يا د څه ليري مشابهاتو سره په ډيرو ژبو کي موندلای شي. د روي تلفظ په کاکړۍ لهجه کي په روګې سره کيږي. څه خلګ روګي بلا يا بليا ته وايي خو حقيقت داسي نه دی. د روګي تصور تقريباً په هره ټولنه کي شته. په پښتو کي روې، روګي، محسود ورته نخره وايي، په هنګو ، باړاچنار او کُرمه کي ورته ؛ ششکه ؛ وايي. په چترالۍ ژبه کي ، ګور، ورته وايي. په ګلګت کي د واخي ژبي ويونکي خلګ يې واګد بولي. اردو ته د چړېل لفظ د هندۍ له لاري له سنسکرته راغلی دی، په سنسکرت او تاميلي کي ورته چړېل (चुडेल) وايي. په انګليسي ژبه کي witchy woman روګي ته، ورته خويونه لري، شيکسپئير په خپل کتاب Macbeth کي د درو ويچي پېغلو ذکر کوي، خو اصلاًwitchy جادوګري ښځي ته وايي ، wicca هم په دغه مځکه کي د وکا مذهب د پاره کارول شوی دی چي جادو يې مهمه برخه ده چي ښځينه يې جادو زده کوي او دا يې يقين وي چي د جادو په ذريعه د نر په ټولنه کي خپل غصب شوي حقونه ښځو له راوړي. او دا يې يقين وي چي د جادو په ذريعه ، جديد نسواني تحريک يو خواته که په وکا مذهب نيوکي کوي خو بل خوا ورسره يو مضبوط ربط هم لري. خو کله د انګريزۍ ادب فولکور Midwife هم داسي تشريح کوي چي روګي ته نزدې کيږي. چي اصلا د دايي دپاره کارول شوی ټکی دی چي په شپه به له د شځينه بيماريو د تداوي په غرض له کوره وتلې، د هغو دايانو په کردار کي د تهمتونو هم بېل باب دی. د عربۍ ژبي د اديباتو افسانوي برخه د ، فانتة, ساحرة, او الحزيون, ټکي ورته استعمالوي، چي ډېر صفات يې روګي ته ورته دي. په عبراني فولکور او يهودي مذهبي داستانونو کي د ؛ ليلث؛ ټکی د اولډ ټسټامنټ (تورات) په يسعيا کتاب کي راغلی دی چي د شپې شيطان، او روګي ته په نزدې معنا کي کارول شوی دی، هم دغه ته نزدې تصور او ليليتو Līlītu ټکی د مصر په زاړه مذهبونو کي کارول کيدی. په انګريزي کي د هېګ ټکی د جرمني له هيګزوسا Hagzusa او د ډچ ژبي د Haghtesse نه اغستلی شوی دی، چي د شپې په بد شکل کي څرګندېدونکي بوډۍ ښځي ته وايي ، د جرمني په داستان: هانسل او ګرتل : کي څرګنديږي.
په شپه کي د څرګندېدونکي ښځي تصور تقريباً په هره ټولنه کي شته، خو شکلونه يې لکه چي مي مخکي وويل د کلتور او د مذهب د مابعدالطبيعاتي اختلافاتو په سبب يو له بله مختلف دي. کله په ښائسته او حسين رنګ کي څرګندېږي چي ظهور يې عموماً د ټولنو ښايسته ، تکړه او طاقتورو زلميو ته کيږي ، چي د خپل حسن په دام کي يې د نرينه طاقت اوبه او وينه باسي او هم په هغه شپه يې بوډا کوي. لکه چي د هندوانو د چړېل تصور دی. د چترال او د ګلګت په سيمه کي په غزر او پونيال کي اوس هم ډير مضبوط تصور دی، چي ميلمه يواځي د ګور له ډاره نه ويدوي، دوی يقين لري چي بوډۍ ښځي د شپې ناولده ميلمه خوري. خو دلته په بد شکل کي په شپه کي څرګندېږي.
د بشر پوهني له تحقيقاتو څخه څرګندېږي چي د انساني ټولنو رسمونه، رواجونه عموماً يو و بل ته نزدې دي، د يو ټولني هر رسم په څه نا څه شکل کي په بله ټولنه کي شته. هم داسي تصورات يې هم په څه نا څه شکل کي وجود لري. روګي زما په اند يو داسي تصور دی چي وجود يې په هره ټولنه کي پاتې شوی دی.
زه راځم خپلي موضوع ته چي روګي ده څه ؟ حقيقت يې څه دي؟ داسي تصور ولي په هره انساني ټولنه کي وجود لري؟
دې ته به څوک فلسفيانه ځواب د وهم پرستۍ superstition په څېړنه کي ورکوي ، څوک به يې د نفسياتي ناروغۍ سبب ګڼي، چي دغه انسان ناجوړه دی څوک چي وايي چي ماته د روګي ظهور وشوی. خو زما په خيال که د کلتورونو د تاريخ پلټه وکړل شي، نو دا يو حقيقت ډېر واضح څرګندېږي چي ښځه عموماً په تاريخ کي په ډېرو داسي ګناهونو ګناه ګاره شوې ده چي پکي د دې خپله هيڅ عمل نه وي. د قبايلي ديني او ملي شخړو په بريد کي نر د قوي زويانو غوښته کوي، که مور زوی راوړي خو نېک بخته ګڼل کيږي او که لور راوړي نو بدبخته ګڼل کيږي. دغه تصور په هره ټولنه کي پاته شوی دی، د حمل د څرګندېدلو سره سم د ښځي په زيارتونو کي د منتونو رسم له هنده تر ايرانه ، له ايرانه تر مصره بيا د افرېقي تر قبايلو موجود دی. د نر د زوکړي دعا او مناجات هر مذهب درس کړي دي. بل اړخ ته د؛ کالۍ؛ په دوران کي ښځه د مختلفو مذهبونو کلتورونو بېل باب دی. د اسقاطِ حمل د دړد ويري هم ښځه د مختلفو حالاتو په درشل درولې ده. د وچي مېرمني حالت خو کله ښځه ډېرو خطرناکو نتيجو ته رسولې ده. په نجد کي د ضرار بن ازور په هند کي د شيخ سليم چشتي په بلوچستان کي د شاه وساما مزارونه هم د داسي ستونزو حل ګڼلی شوی دی. په سنسکرت کي زوی ته پتر، وايي چي معنا يې : له دوزخه څه د نجات ورکونکي: ده. د هندوانو عقيده ده چي له مرګه پس که زوی د پلار شرير ته اور ورکړي نو روح به يې د سمسارا له قيده ووځي او له براهماتما سره به يو شي. ډېر وخت د قحط ، او وباء شاته بد روح او دېبان ګڼل شوي دي ، چي خېټه به يې په نيل، او په، جزاير ارداپ کي په پېغله ښځي مړېدله. هم دغسي تصورات د روګي سره پاتي شوي دي. په هندوانو کي به کله ښځي د اسقاط حمل د دړد له ډاره خپلو ملګرو ته ويل چي دا به له مرګه پس چړيل شي، ولي چي په هندوانو کي به عقيده دا وه چي کمه ښځه چي د اسقاط حمل په دوران کي مړه شي هغه به چړيل وي. ډېر وخت به هغه مېرمن چړيل کېدله چي د خاوند نافرمانه به وه. هم داسي به ديوداسۍ (د بت مينځه) چي پنډت ته به يې ځان په مينه نه سپارلو چړيل کېدله. د حمل په دوران کي د هائسټريا (hysteria) ناروغي چي درملي يې تر ۱۹۳۰ پوري په آپرېشن کېدله ، او د رحم مرض ګڼل کيدی. وروسته دا د سيژمن پرائيډ له تحقيقه پس نفسياتي ناروغي وګڼل شوه چي سبب يې نا ډوله سيکس وو. د سيکس او د نفسياتو تر منځ ډېر ژور تعلق دی ، په ډېرو کلتورونو کي د روګي تصور داسي معلوميږي لکه د هوس په حالت کي د ميني په تلاش کي چي وځي. په عربي کي "قرينة " ورته وايي چي هغو زلميو ته ځان رسوي څوک چي نرينه طاقت لري. په انګريزي کي دې ته نزدې تصور “ succubas” دی چي که څه هم له روګي لري دی چي مابعدالطبيعاتي خزنده يې ګڼي چي د ښځي په شکل کي راځي اوsuccubas له لاطيني ژبي وتلي دی دا ورته ځکه وايي چي انساني شهوت را پورته کوي. خو د ميډ وايف د څه داستانونو او د ټولنو په کرکو او کږنو کي موږ دا هم نه شو رد کولای چي د خاوند د کرکي او په کور کي د دې د مينزي حيثيت دي دا دې ته جَوتهَ کي چي د نفسياتي او جسماني د څه قرار په حيث له کوره د څه په لټون کي ووځي.
دا خو د روګي هغه تصور دی کم چي په پاسه ذکر شوي ټولنو کي دی. پاته شو د پښتنې ټولني ذکر ، ممکنه ده چي څوک يې د پاسه ذکر شوي تصورات سره مقايسه وکړي يا يې په نوي او بل فکر تشريح کړي خو زه ورته په ټولنيز کيفيت کي ګورم، د مختلفو ټولنو آرټ ، موسيقي، شاعري ، د حسن پرستۍ په غېږ کي چي څنګه د ښځي په تصوير کي د شاپېريو عکسونه او انځورونه لري، داسي د ښځي په کرکه کي د روګي تصوير هم تراشي. د ښځي زړه د لاطينۍ د ژبي د متل په رڼا کي د رازونو درياب دی. چي د ټولني د ردعمل په وېره کي دا خپله په دې نه پوهيږي چي دا ولي داسي ده؟ زه دلته د روګي په نوم يوه منظومه قصه راوړم چي ما پکي هڅه کړې ده چي زه چي څومره په روګي پوهېږم چي روګي څه ده؟
د سره ټمک ژمي د شپې په ميان کي
د نغري پر غاړه ناسته جيلۍ
سکروټي کاژي پر منګول يې کيږدي
په زمزمه لکه وهي کراسته جيلۍ
په خوله کښې ټک وکړي د وني زالګي
شي په خندا پر ملا کږه سي جيلۍ
کله سکروټي مړه کوي په اوښکو
کله ژوندۍ شي کله مړه سي جيلۍ
ببر وشتان يې د بلا ننداره
خو پر ځيګر يې لونګين پروت وي
له تورو سترګو يې وحشت وريږي
خو په کاته کي يې ګبين پروت وي
تر شونډو وباسي نازک غاښونه
د تن تڼاکي ويلوي په تشکير
پر زخم زخم تن يې ګرځي لوګي
بس خو بس خپل جسم سېزي په تشکير
زما په کجڼ کي تن خله خله شو
ورته څه ووايم که نه ووايم؟
ډار مي په ستوني کي ګونګۍ کړه چغه
ژبه مي شله شي چي څه ووايم
داخپل بدن ليا ويلوي په تشکير
ليا هم په خپل بدن اخته ده جيلۍ
خدائګو له کمه مو کيږدۍ له راله ؟
خدائګو انسان که خځنده ده جيلۍ
دا ده چي ګوډي ته ولياړه شوله
دا چي ويښه يې ادکه کړله
ادکي زه په غېږ کي ونيولم
په ډار غوښته له بابکه کړله
راشه د وير سايه يې وشه پر سر
له کوره بيا د راوتلې جيلۍ
نور دي يې تور پښې لاحد وخوري
ليا د بې شرمه ليا سپين سترګي جيلۍ
بابا ليا خپل لوړ په لاس ولياړ وو
چي يې پر آسپه سپور لور رالی
د ده يې پښه ليا په ځيګر کي وله
هم يې مېړه هم يې خوسر رالی
د دې ويښتان د دوی منګولي سولې
بڼه بڼه د ښکار کوتره سوله
لکه له خوبه چي را پرته شي اوس
داسي غمجنه او اوتره سوله
وي د دې تسی د خوسر پلته
ببر ويښتان خوره خوره شي جيلۍ
د لور خوله يې له ځګو ډکه وي
ورته په پښو کي په سجده شي جيلۍ
له خوله يې توري ويني و بهيږي
وي يې د غاړي لونګين په وينو
په شړپېدو لکه سلګۍ چي غوړپي
رونړه څهره د اباسين په وينو
دا ده په آسپه پورې وتړله
دا ده په لسو پښو رهي شوه جيلۍ
ساړه ساړه کاڼي يې خيزي تر پښو
په توره شپه پټه واهي شوه جيلۍ
مامي ادې ته سترګي واړولې
مورجاني څوکه وه؟
سپين سترګي جيلۍ؟
ادکي زه په غېږ کي و نيولم
اېله له شپې د روګي سوګي جيلۍ
بابا ول زويه د روزې مژور ده
بس نوغه هی خدای
په روزي کي ورکړه
ويل يې دا د مکين خان لور ده
پروسږ کال يې په بدي کي ورکړه
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ