ليکوال:  ډاکټر باقي درانی

د مجلې ګڼه: دويمه

د مجلې د چاپ نېټه: جولائي ستمبر ۲۰۱۴

تخليق او د نظرزاويه

 يوه ورځ چرته روان وم چي لۀ لري خال غوندي يو څيز راته ښكاره شو، ورو ورو راغټېدی او راغزېدی لګيا ؤ- فكر مي كاؤ چي ځناوردی كه موټر دی او كۀ څه بل شی، چي رانزدې كيږي او غټيږي- څو شېبې مي همدغه منظر په نظر كي ؤ او دومره مي سر پرې خلاص شو چي لارۍ ده او يا بس دی  راروان دی- زۀ په خپل كار پسې پر خپله لار روان وم ځكه په څۀ بل فكر مشغول شوم- وروسته چي مي پام شو دا وړوكی غوندي څيز يوه اوږده غوندي بلا وه راغزېدله  تېرېدله- دا لومړی ځل ؤ چي ما رېل ګاډۍ ليدلې وه- دكچنيوالي دغه واقعه مي ځكه را په ياد شوه چي بحث د نظر د زاويې دی- كله چي مي رېل ګاډۍ له لري نه كتلې وه نو ډېره وړه غوندي وه او چي لږ نزدې شوه نو بيا غټه ښكارېده- همدغه شان چي مخامخ مي ورته كاتو نو لارۍ يا بس غوندي معلومېده خو چي كله يې اړخ راڅرمه شو نو ډېره اوږده راته ښكاره شوه- ځكه نو د يوۀ څيز حقيقت د نظر په سمه زايه پوري اړه لري- رېل ګاډۍ هغه وخت صحي پېژندل كيږي چي د اړخ له خوا وكتله شي نۀ چي مخامخ، ولي چي مخ يې د بس يا لارۍ نه څۀ بېل غوندي څيز نۀ دی- د دنيا د هر يوۀ څيز حقيقت د يو كس د نظر په زاويه پوري اړه لري- مثلاَ يو تخليق چي كله چاته ښـــۀ ښكاري  ضروري نۀ دی چي دبل كس په نظر هم ښــۀ وي، ترڅو چي د دواړو د نظر زاويه په دغه اړه يوه نۀ وي- 

هركس د حق، ريښيا او ښېګڼي وضاحت پر خپل انداز كوي، خو دغه انداز يې تر ډېره حده هماغه وي كوم چي په دغه سيمه كي د دغه وخت د نورو خلګو هم وي- يعني د ټولني دغه عمومي نظر  د خپل وخت دفكري روَيو عكاسي كوي- د تخليق كوونكي تړاو هم  د خپلي ټولني سره وي ځكه يې نو په تخليق كي ټولنيز رنګ له ورا ښكاره وي- چونكي پخوا خلګو ته دسفر دومري اسانۍ نۀ وې او نۀ د ابلاغو دومره ازادي ورته وه ځكه نو د هري سيمي د خلګو د ښۀ او بد معيار بېل بېل ؤ- د دغه عمومي نظر سره سره په ټولنه كي د خال خال بينا خلګو د فكر دائره  ورو ورو پراخېده لګيا وه- دوى د ژوندانۀ د داسي لاري په تلاش شول چي د خلګو و ژوند ته غوره معنا وركړي، د دوى فكر خپلو بُنيادي مسئلو ته راواړوي او حتمي ترجيحات يې وضع كړي- فلسفه د همدغو حتمي ترجيحاتو سره د وفادارۍ ضابطه ده چي موخه يې د خپلو ستونزو د هوارَولو په اړه د يوۀ مستحكم او بلكل صفا مېكېنيزم  شعوري تلاش دی- 

د قام روښان مستقبل په دې پوري اړه لري چي مخكښان، پوهان او ليكوال يې د نظر زاويه سمه كړي او په سمه توګه دخلګو رهنمايي وكړي- د خپل فكري مكتب له نوی سره تشكيل وكړي او د استدلال لاره خپله كړي، ولي چي د فلسفې مرام خو د ټولني د وراسۀ پر بنسټ معقوليت پېدا كول دي نۀ چي يوازي بېلا بېل اصولونۀ وضع كوَل- ځكه خو نامتو جرمن فلاسفر امانويل كانټ  وايي چي1:



”The business of phiolosophy is not to give rules, but to analyse the private jugements of common reason”.             

يعني د فلسفې موخه اصولونه وضع كول نۀ دي بلكې د عام استدلال د انفرادي فېصلو تجزيه ده-

نظريه د همدغه صفا مېكېنيزم د عملي كولو سكيم دی چي يوكس د ټولني د ښېګڼي په هلو ځلو اماده ساتي- په ټولنه كي د بدلون په اړه عِلمي او عَملي اړخونه دواړۀ تر بحث لاندي راوړي او  په اولس كي معاشره سازه انساني خود شعوري وده په كوي- يعني  فلسفه د ژوندانۀ د هغه ستر تناظر نوم دی چي د حقيقت په خوا د مثبت  طرزِعمل ښوونه كوي او غوره بدلون ته لار خلاصوي- د تخليق په فلسفه كي د نظريې بُنيادي ټكی د نظر زاويه ده چي د منزل پخوا د صحي سمت ښوونه كوي او د لاشعوري تخليقي تندي سره سره د تخليق كوونكي وشعوري تلاش ته د دليل په قوت مقام او استحكام وربخښي- ځكه نو په تخليقي عمل كي هم د ټولني  د ښېګڼي په حقله د نظر زاويه سمَول تر هر څۀ مهم كار ګڼل كيږي-  


د ټولني د نوروكسانو په شان تخليق كوونكی هم د يوۀ نۀ يوۀ خاص فكر سره تړاو لري- دغه فكر تر هغه وخته ورته ”سم“  ښكاري تر څو چي دی ورسره متفق وي- خو كه چيري په يوه او يا بله وجه د دۀ ورسره اختلاف پېداشي نو بيا هماغه فكر ورته ”غلط“ ښكاري- ځكه نوصحي او غلط يا ښــۀ او بد حتمي نۀ شي ګنل كېداى- كوم تخليق چي يوۀ كس ته نن سم ښكاري، ضروري نۀ ده چي سبا هم ورسره متفق وي- ځكه خو تخليق كوونكی خپل تخليق هم په وارو وارو بدلوي رابدلوي، تراشي يې چي په يوه غوره او بېله بڼه يې خلګو ته وړاندي كړي-

دلته  يو سوال دا دی چي د سم او چپ معيار به يې څۀ وي؟ د دغه سوال يوازينی ځواب دی“دنظرسمه زاويه”- صحي تخليق همېشه هغه دی چي ده تخليق کوونکي خپل ضمير په مطمئن وي، زياترو خلګو ته سم محسوسيږي، انساني فكر يې مني او په صفا ټكو بيانېدلاى هم شي- كه تخليق كوونكی تعليم يافته وي نو د خپل نظر په باب بېلا بېل دليلونه  وړاندي كوى او كه يې تعليم نۀ وي نو د څۀ استدلال بغېر هم په خپل نظر د يوۀ يا بل فكر سره دخپلي وفادارۍ اظهار كوي، كوم چي دی يې سم ګڼي- تخليقي ذهن كله كله د پردې په آخوا څيزونه هم تربحث لاندي راوړي لګيا وي- ولي چي دی د يوې داسي خيالي دنيا په تلاش وي چي تر دې لمخه دۀ ليدلې نۀ وي  او نۀ يې په ظاهره د فكر او دانش په دايره كي ښكاري-


بل سوال دا دی چي د نظر زاويه كله اوڅنګه ”سمه“ ګڼل كېداى شي؟ د انساني نفسياتو2 په ګچه احساس، فكر، او تجربه د نظر د زاويئې د سموالي درې مهم ټكي دي- كله چي په انساني ذهن كي دغه درې واړه پر يوه كرښه برابر راشي نو بيا يې په سموالي كي څۀ شك نۀ پاتيږي- 

د احساس  فلسفيانه بحث كۀ هرڅۀ دی خو د نفسياتو په رڼا كي داسي برېښي چي احساس د روح هينداره ده- كه څوك د يوۀ تخليق  په اړه په دې فكر كي وي چي دا صحي دی او كۀ غلط، نو دي دا وګوري چي محسوسييږي څنګه؟ كۀ څۀ هم احساس په ټولو خلګو كي يو رنګه نۀ وي او نۀ څيزونه په دومره آساني محسوسېدلاى شي، خو بيا هم داسي ښكاري چي كوم څيز يا عمل څومره زيات محسوسيږي هغومره وحقيقت ته نزدې وي- حقيقت خو دا دی چي په لفظونو، تقريرونو او تحريرونوو د احساس بيانولو حق نۀ ادا كيږي- دا واړه محدوده دي او په هغه شان د احساس اظهار نۀ شي په كېدلاى څنګه چي يې يو كس په خپله محسوسوي- احساس خو بس احساس دی ، محسوسيږي بَيانېدلاى نۀ شي- د احساس تلاش خو په خپل درون كي هم په ډېرمُشكل كيږي، بيان خو يې تش يو بهرَنی جُزوي غوندي شی دی- د انسان په درون كي چرته ډېرلري ښايي چي يو ځاى د حقيقت كور وي او خپل احساس سړی ټول عمر د همدغه حقيقت په تلاش كي سرګردان كاندي-  

 فكرځان لره له احساس څخه بېل يو داسي څيز دی چي د نظر زاويه اړه پرې لري- دا د انساني ذهن يو داسي مخفي قوت دی چي د الوت په آخري حد يې پخپله انسان هم خبر نۀ دی- وسعت يې كايناتي دی او كاينات يوه لامتناهي سلسله ده- فكر او احساس زياتره سره پر څنګ څنګ وي-  فكر د تجربې په رڼا كي نوي نوي امكانات را مخته كوي لګيا وي- په خيالي كرښو او تصويرونو بېلا بېلي زاويئې تر نظر لاندي راوړي- د يوۀ داسي كائينات تَخَيُلي جوړښت كوي چي تر دې لمخه انسان نۀ وي ليدلی- د حقيقت په تلاش كي چي كله احساس او فكر دواړه سره ملګري شي نو بيا دانش يا عقل بلل كيږي- د احساس د آس جِلؤ چي كله د فكر په لاسونو كي وي نو سمه لار په آساني مومي او كه داسي نۀ وي نو بيا څۀ معلوم چي چرته به ځي، د تېروَتني امكان يې زيات شي او ژوندون دلويو لويو ستونزو سره مخامخ شي-

 
تجربه هم د نظر د سمي زاويئې مُهم ټكی ګڼل كيږي ولي چي د اوچت فكر كاركردګي د انسان په تجربه پوري اړه لري او تجربه په اصل كي هماغه څيز ده چي يو كس يې لمخه علم لري- دغه علم انساني ذهن د بېلا بېلو حواسو په ذريعه حاصلوي او په ياداښت كي يې خوندي ساتي- علم طاقت خو دی مګر حكمت هم ورلره ضروري دی او حكمت په فكر پوري اړه لري ځكه نو دا درې واړه عوامل د نظر د سمي زاويې تعيُن  كولاى شي- فكر او احساس دواړه چي پركومه نُقطه مركوزه كيږي هغه تجربه ده او ”دنظر زاويه“ پرهمدغه ټكي جوړيږي- ځکه نو فكر، احساس او ياداښت (تجربه) د انساني ذهن هغه مهِمي درې حِصې دي چي د ادراك يا كوګنشن3 په نامه يو مربوط فكري نظام جوړوي- كه چيري دغه زاويه سمه وي نو بيا په مُرَوجه توګه دانش هم ګڼل كيږي- دغه خاص زاويه د منزل پر طرف د تخليق كوونكي، لوستونکي او نقاد  سره سره د هر هغه كس لارښونه كوي كوم چي ويښ وي او دحق او رشتيا په تلاش كي د سړيتوب په اوږده سفر راوتلی وي- د نظر دغه زاويه لكه چي په رياضي كي د جيومېټرۍ د بېلا بېلو شكلونو د جوړښت موجب وي همدغه شان په آرټ او فلسفه كي دمنزل په خوا د يوۀ صحي سمت ښوونه كوي-  لكه وړاندي چي يې ذكر وشو د ژوندانۀ په اړه د خلګو دنظر زاويه يو رنګه نۀ وي- دا زاويه د احساس، فكر او تجربې پر بنسټ بې شمېره شكلونه لرلاى شي او لري يې- دانش څۀ دی؟ كه د چا خيال وي چي دا د نظر زاويه ده نو زۀ فكر كوم چي نۀ،  دانش يوازي ‘دنظر زاويه’ نۀ ده بلكي  “د نظرسمه زاويه” ده- ددې مثال لكه په  توره شپه كي د رڼا دی چي  څيزونه صفا په ښكاري،  ښۀ په ايسي، او يو له بله بېل په پېژندل كيږي- يعني د بېلا بېلو څيزونو جوهر په ظاهريږي- دا د سړي و ژوند ته يوه بېله معنا وركوي، د هغۀ وشعوري تلاش ته د استدلال په قوت اِستقامت بخښي او يو خاص اهميت هم وركوي- اوچت فكر په درون كي دخوښۍ او خوند احساس را پاڅوي، ژور احساس د ميني او ښايست مظهر ګڼل كيږي، او پراخه تجربه د انسان په تخليق، تحرير او تقرير كي  پختګي راولي- دارنګه د نظرزاويه په همدغو درو واړو عواملو؛ فكر، احساس او تجربه اړه لري-  كله چي د چا د نظر زاويه سمه شي نو بيا معقوليت مومي، حقيقت ته غاړه ږدي، د اعتدال لاره خپَلوي  او رشتيا وايې- 


كه څۀ هم “فكر” په عمومي توګه و عقل ته نژدې ښكاري خو لكه چي مخكي بحث ورباندي وشو، عقل يې مثبت اړخ دی- همدغه شان ” احساس” له جذبې څخه بېخي بېل شی دی- جذبه د عقل ضد ده او احساس يې ملګری، ځكه يې يو له بله توپير لازمي ګڼم- په جذباتو كي خو زياتره غلطي فېصلې كيږي ولي چي د جذباتو تړاؤ د كس د جِبِلت سره دی، نۀ چي داحساس سره- خلګ په جذباتو كي هغه كارونه وكړي چي بيا ټوله عمر ورباندي پښېمانه وي- احساس خو يو مثبت څيز دی چي د پنځو واړو حواسو )ليدنه، څَكنه، اورېدنه، بُويَونه او محسوَسونه( تر مجموعي اثر لاندي راپاڅيږي او بيا د تجربې په موجودګۍ كي، دفكر په راهنمايي دنظر زاويه سموي- همدغه دنظرسمه زاويه ده چي دټولني ويښ زلمي تناؤ شلَولي خواهِشونه او جذبات په كنټرولوي- معياري تخليقونه په كوي، د حق او ريشتيا طلب په جاري ساتي او د انسانيت تر معراجه د رسېدو په هلو ځلو وي- انګرېز فلاسفر جان لاك4 واي:


It is one thing to show a man he is  in error , and another to put him in possession of the truth                                   

معنا دا چي يو څيز كه سړي ته دا ښئي چي دی پر غلطي دی نو بل ورته د حقيقت لارښونه هم كوي- د حق او ريشتيا په طلب كي په فكري او عَملي توګه د تخليق كوونكي ځان پېژندنه، ويښتيا، قام ژغورنه، دين دوستي، انسانيت او خداى پرستي ټول د نظر په همدغه زاويه پوري اړه لري- كله چي د تخليق كوونكي د نظر زاويه سمه شي نو بيا په ژوندانۀ كي ذهانت، دليل، عزت او آزادي مهم ګڼي، ورسره ورسره داجتماعي فكر پر اساس د هېواد د بقا او دخلګو د ښېګڼي هلوځلو ته دوام وركوي- تخليق يې ماورائيت مومي- په تحرير او تقرير كي يې ولوله، تحريك او تهديه ښكاري-
 اوس په نړۍ كي خلګ د نوو نوو فكري مسئلو سره مخامخ دي، په زياته بيا په هغو سيمو کي چيري چي اوږدۀ او تباه كن جنګونه دوام لري- چرته چي وطن د نوو نوو فِتنو ځالۀ ښکاري او چيري چي تخليق كوونكي او پوهان د جنګ پرستو تر جبر لاندي د فكر په ټال دي ځنګيږي- چرته چي حق ته حق ويل كبيره ګناه ده او د ريشتيا ويلو كمه سزا مرګ دی- چرته چي يوې خواته د سپېځلو خلګو د ويني سودا كيږي او بلي خوا ته د دې دور “سوداګر” د ايمانونو سوداګاني د سروزرو په طوقونو كوي لګيا دي، هلته غني خان5 دا سوال كوي چي:

     د دې سرو د طوق بدل كښې


  څنګه دين او ايمان ور كړم؟ 

په ټولنه كي د تخليق كوونكو سره سره عام خلګ اوس همدغه جبر او ظلم ويني او اثر ترې اخلي لګيا دي- په دغو حالاتو كي دلته د ټولني هر يو وګړی د ذهني پرېشانيو سره مخامخ دی- ځكه يې نو يوې خواته پر فكر او احساس بېلا بېل اثرات ليدل كيږي او بلي خواته دا نوي نوي تجربې هم پر تخليق او تخليق كوونكو اثرات پرېږدي لګيا دي- په دې حال كي نو د تخليق كوونكو مايوسي او ياسيّت پرستي لويه ګناه ده، ولي چي دا د قام ستونزي نوري هم زياتوي- يوازينۍ سمه لار همدغه دنظرسمه زاويه ده چي تخليق كوونكي دټولني د زلمو جذبات په كنټرولولاي شي او په معياري تخليقونو د حق او ريشتيا طلب جاري ساتلاى شي-

د دغو كړكېچنو حالاتو د دې سيمي پر سپېڅلو خلګو د سياسي، معاشرتي او معاشي اثراتو سره سره بېلا بېل نفسياتي اثرات هم ليدل كيږي- د خلګو په كردار كي يو عجبه غوندي بدلون راروان دی- زاړۀ دوديز او ټولنيز ارزښتونه په ډېره كمه موده كي خلګو له لاسه وركړل، اوس نه خو وروروالى پاته شو اونۀ انسانيت- داسي ښكاري چي اوس يوازينی ارزښت د پېسې دی، نور هر څۀ له منځه ولاړل- د پېسې دپاره فراډ، غلا، اغوا او قتل هيڅوك هم اوس عار نۀ ګڼي- اورپُوكي او ځانمرګي غوندي ډېري  بدۍ چي مخكي كله هم په  ټولنه كي نۀ وې ليدل شوي، اوس چي هر لوري ته وګوري په كثرت سره ليدل كيږي- نتيجه يې د بې يقينۍ په شكل مخته راغله- اوس دا حال دی چي څوك د چا په يوه خبره هم يقين نه شي كولاى- ځكه نو سوال دا دی چي څۀ كول پكار دي؟ آيا دا د تاريخ جبر دی ګلوو به يې، او كه څۀ بله لار هم شته؟ ځواب يې دادی چي كه د نظر زاويه سمه شي نو د فكر، احساس او تېرو تجربو پر بنسټ په همدغو كړكېچنو حالاتو كي د غوره بدلون امكان شته- د دې سيمي خلګو ته احساس شته چي د بهرنيو مداخلتونو په وجه ټولنه د انتشار ښكار ده، خو اوس د تېر مهال د تجربې په رڼا كي د فكر كولو ضرورت دی چي د نظر زاويه په سمه شي او د غوره بدلون د هلو ځلو پېلامه شي- د اجتهاد ضرورت  اديبانو په هر دور كي محسوس كړی دی خو په دې سيمه کي يې پر ساينسي كرښو  كله هم د پرمختګ لاره نۀ ده ټاكلې- رحمان6 بابا هم خپله شاعري د هغه وخت نوی اجتهاد ګاڼۀ، ځكه خو وايي: 

چي دا نور شاعران  كاندي هغه  نۀ  كا

رحمان كړی نوی نوی اجتهاد دی

ادب د ژوندانۀ د تفهيم سره سره د ټولني اصلاح  هم كوي- تخليق كوونكو لره د خلكو داسي فكري تربيّت كول پكار دی چي معقوليت پكښي را پېدا كړل شي او معقوليت هغه حقيقت دی چي د استدلال په قوت په ټولنه كي اعتدال راپاڅوي- همدغه په ټولنه كي د سماجي انصاف غوره لار ټاكلاى شي- ستر فكر په علم او تجربه پوري اړه لري چي تړاو يې شاته د ياداښت سره دی - علم كه د تاريخ وي كه دمذهب ، كه د ساينس وي او كه د ټېكنالوژي، پر فكر او احساس اثرات لري- د علم او تجربې ټول يادونه د انسان په ياداښت كي خوندي وي او ورو ورو د دۀ په فكر كي غوره بدلون راولي لګيا وي- علم او تجربه په انساني فكر كي معقوليت پېدا كوي او د استدلال په قوت په ټولنه كي اعتدال وده په كوي- د معقوليت تقاضا داده چي په ټولنه كي د خلګو و ژوندانۀ ته تر پېسې ډېر زيات اهميت وركړل شي. او همدغه معقوليت دی،ولي چي ژوندون يو داسي نعمت ديي تر نورو ټولو نعمتونو خوږ دی- د علم او تجربې پر بنسټ انساني فكر پختيا مومي، احساسات يې بدليږي، په رويه كي يې معقوليّت راځي او استدلال يې ورو ورو پر حق او ريشتيا مبني شي- او كه بيا څوك يو داسي تخليق وكړي چي بنسټ يې پر ريشتيا ولاړ وي نو ماورائيت، ښكلا او خوند به يقيني پكښې ښكاري- كله چي په دغو واړو عواملو د تخليق كوونكي د نظر زاويه سمه شي نو بيا دی د ياسيّت له تورو تيارو رابهرشي او همه وخت ددې حقيقت اظهار كوي لګيا وي چي د ژوندون په فلسفه كي دانسان دا عارضي ژوند هم په هره توګه د قدرت يو ستر نعمت دی او حفاظت يې په هره توګه يوه مهمه فريضه ده- همدغه د پوهني فلسفه ده، دانش دی او سمه لار ده-

د تخليق كوونكو د نظر په سمه زاويه او پر دغه بنسټ ولاړ په معياري تخليقونو، په ټولنه كي د ميني سره سره اعتدال او معقوليت ته فروغ وركړل كېداى شي- ژبه د اديب د داخلي تخليقي قوت د اظهار تر ټولو مهمه ذريعه ده- دا شعوري او لاشعوري دواړه اجزا لري- يوې خوا ته اديب په خپله خوږه ژبه په خلګو كي د ښكلاوو، مسكاوو، خنداوو، خوشحاليو، سياليو، ننګونو، اتڼونو، خوښيو او دغه شان نورو جذبو تصديق كولاى شي- بلي خواته د اديبانو، شاعرانو او فنكارانو د نظر په سمه زاويه د اولس د درد، غم، اوښكو  او اسوېليو احساس هم ژوندی ساتل كېداى شي- د ټولني د درد عميق احساس په زلمو كي د قام مينه راپاڅوي او دغه مينه يې د سړيتوب تر منزله رسوي- هغه ويښ زلمي چي د نظر زاويه يې سمه وي او د ټولنيز درد تر احساس لاندي دځوانو جذبو ستاينه هم كوي، په دې آګاه وي چي دپاخه آرټ او لټرېچر اهميت څۀ دی او د زړه له قومي يې قدر او احترام څومره مهم دي- دوى د ژونګ د اجتماعي لاشعور د تصّور سره سم2 دا فكر كوي چي يوكس هم له خپلي ټولني څخه بېل نۀ دی او ټولنيز ارزښتونه ساتل د تخليق كوونكو سره سره ددوى هم مهمه فريضه ده- 


د معياري تخليقاتو تر اثر لاندي، د نظر په سمه زاويه دټولني هر يو كس7 ”سړی” كېداى شي- دمعقول ضبطِ نفس ابلاغ اوحمايت په کېدای شي- دارنګه د ټولني د يوشمېر وګړو  په اعمالو كي درندتيا راځي- ځكه به نو د غلا، اغوا، فراډ، قتل او جنسي بېراه روۍ څخه ډډه كوي- که تخليق کوونکي پر ساينسي کرښود ذهن په قوت د تخليقي تندي د تسکين هلي ځلي وکړي نو به يې په تخليقاتو کي د همه واړو ټونيزو ارزښتونو او مذهبي قدرونو داحترام عکس وي- كوم څه چي په ټولنه كي بد ګڼل كيږي هغه به بد شمېري او هر هغه څۀ چي خلګ يې ښه ګڼي هغه به ورلره ښۀ وي- خو ورسره ورسره به د هغو بدو رَويو د اصلاح هلي ځلي هم کوي دکومو له کبله چي ټولنه د انتشار سره مخامخ وي- د سم نظر ليكوال خو  د معاشرې د اصلاح په غرض  تمام غلط رسمونه  او رواجونه هم په معقوله توګه او د استدلال له لاري تر بحث لاندي راوړي لګيا وي- ورو ورو يې له ټولني لري كوي او يا يې د معقوليت په دايره كي دننه راولي- د سم نظر دغه مخلص او آګاه ليكوال نۀ دچا عزتِ نفس مجروح كوي اونۀ يې په ټولنه كي د جذباتو خلاف د څۀ  اِشتعال حمايت كوي- په ټولنه كي د دوى هر اختلاف د معقوليت په دايره كي دننه وي-

په تخليق، تحرير او تقرير كي د نظر په سمه زاويه دځان تر انفرادي  ګټو او ذاتي موډ  دقام واجتماعي ګټو ته زيات اهميت حاصل دی- كه څۀ هم د فطرت تقاضا داده چي” اول ځان بيا جهان”خو دا تر يوۀ حده معقوله ښكاري، ترهغه وروسته بيا څۀ معنا نه لري- هغه حد يې د يوۀ كس تر بُنيادي ضرورتونو پوري دی- كله چي يې د خوراك، څښاك، پوښاك او استوګي ضرورت پوره شي نو بيا اصل اهميت د قام د اجتماعي ګټو شي- كه په يوۀ كار يا يو عمل كي ذاتي ګټه وي او د قام په نقصان تماميږي نو معقوليت دادی چي دغه كار دي ونۀ شي- بلي خواته كه بيا يو عمل داسي وي چي قام ته يې ګټه رسي او د ځان فايده پكښي نۀ ښكاري نو بايد چي په هره توګه تر سره شي ولي چي دغه قام ژغورنه هم د تخليق كوونكو په ګډون د ټولني د هر وګړي فرض دی- تخليق كوونكي لره تر انفرادي آزادۍ وروسته د ټولنيزي آزادۍ غوښتنه او بيا پر هره سطحه د انساني آزادۍ او بشري حقوقو د احترام ابلاغ د نظر په سمه زاويه ممكن دي-

تخليق كوونكی بايد چي د بشري حقوقو له  اهميّته ښۀ خبر وي، ولي چي هر انسان ته د انسان په نظر كتل د نظر سمه زاويه ده- خو بشري حقوق هم خپله دايره لري او تر دغه دايره دباندي بيا سماجي او سياسي كشالې ترې جوړيږي- كه څۀ هم د نظر په سمه زاويه د بشري حقوقو او انفرادي آزادۍ صحي حدونه ټاكل كېداى شي خو په ټولنه كي د فرد آزادي همېش د بل د عزت پر سرحد ختمه ګڼل كيږي- هر يوۀ تخليق كوونكي ته د هر رنګه وينا بشپړه آزادي شته او ورسره ورسره دلاس غورځولو هم، خو دغه آزادي يې هلته ختمه ده چېري چي د بل د پوزي حد شروع كيږي- همدغه شان  په اجتماعي ژوند كي د نورو قامونو سره د ورور ولۍ پر اساس تړاو او د هغوی د حق ساتنه د نظر په سمه زاويه ممكنه ده-


د ادب تاريخ ګواه دی چي شاعرانو او اديبانو همېش د خپل وخت پر سياست  څۀ نۀ څۀ مثبت اثرات پرېيښي دي- د آګاه تخليق كوونكو په نظر واك په زور تر لاسه كول په هيڅ توګه هم جايز نۀ وي- واك په ګډه دنظر سمه زاويه ده او هم دغه د بقا لار ده- واك په زور خو بربادۍ ته بلنه وركول دي- په دې دور كي د واك په اړه يوازينۍ معقوله لار جمهوريت دی ولي چي نوري لاري بېلا بېلي ستونزي رامنځ ته كوي او دنيا يې هم نۀ قبولوي- د سم نظر تخليق كوونكي د معاشرتي، مذهبي او سياسي آزدۍ بشپړحمايت كوي، خو په ټولنه كي د بېلارۍ اجازت نۀ وركوي او نۀ د سياست پر نامۀ د خلګو د ټېكسونو دغلط استعمال حمايت كوي- ولي چي دولتي وسائل د قام امانتونه دي او حفاظت يې قامي فريضه ده- امن په انصاف او مساواتو پوري اړه لري چي ابلاغ يې په غوره تخليقاتو ممکن دی- په زورهيڅكله هم امن نۀ شي راتلاى- زور ټولني ته اور وَلګوي او انصاف ورباندي اوبه اچَوي- تخليق كوونكی په غوره تخليقي فن پارو د انصاف او برابرۍ كاروان پر مخ بېولاى شي خو دا هم يو حقيقت دی چي انصاف او برابري همېشه د كمزورو غوښتنه وي، زورَور خو ورته كله هم ځان اړ نۀ ګڼي- په دې حقله د افلاطون يو قول  براين مېګي، د ” د فلسفې په نكل” يعني The Story of philosophy 
 کي داسي رانقل کړی دی8:


The weak are always anxious for justice and equality, the strong pay no heed to either                                          

معنا دا  چي كمزوري هر كله وانصاف او برابرۍ ته پرېشانه وي، زورور دغه دواړه هيڅ هم نۀ ګڼي-


كه څۀ هم دتخليقي عمل پېل د كس په داخل كي كيږي خو دا بېلا بېل خارجي محركات هم لري- بېلا بېل داخلي او خارجي وقوعات يې موجب ګرځي- د تخليق كوونكي د تخليق تړاو د خپل وخت، پېر يا دور سره هم وي- په كوم  پېر كي چي تخليق كيږي  د هماغه دور رنګ پكښې ليدل كيږي- لكه چي تاريخ د خپل مهال د حالاتو پته وركوي همدغه شان ادب د خپل دور هينداره بلل كيږي چي پكښې د ټولنيزو، ملكي او عالمي حالاتو عكس ليدل كېداى شي- د نظر په سمه زاويه د نړۍ د نورو هېوادونو سره د داسي اړيكو ساتلو ابلاغ كېداى شي چي هدف يې د معقوليت پر بنسټ خپلي دولتي ګټي هم وي- معقوليت يې بايد چي پر دې بنسټ وي  چي د ملت هر وګړی تر انفرادي ګټه وقامي ګټو ته زيات اهميت وركړي7، د تخريب لاري ونيسي او د تعمير په هلو ځلو وي- په  تخليق کي اوچت معيار ساتل دفرد دبګړۍ او د قام دبېرغ په مثال دي- د تخليق کوونکو مُهم اخلاقي فرض دا هم دی چي په تجارت کي د ناجايزه ګټي  غندنه وکړي او  په كارو بار كي د ديانتدارۍ درس ورکړي-

حقيقت دا دی چي تخليق کوونکي د خلګو د ښېګڼي په حقله د نظر په سمه زاويه د قام رهنمايي كولاى شي- دا رهنمايي يوازي د سياسي خلګو ذمه واري نۀ ده بلكي د پوهانو، ليكوالو او اديبانو هم ده- د ملي ورورولۍ تقاضا دا ده چي د عقيدې، نسل او جنس پر بنسټ په خلګو كي تفريق ونۀ شي بلكي اصل اهميت و علم، اهليت، قابليت اوهنر ته حاصل وي چي د ملت د پائښت او پرمختګ ضمانت په وركړ شي- چونكي د قامونو د ترقۍ او د خلګو د ښېګڼي كيلۍ تعليم او ټېكنالوژي دي، ځكه يې د ترلاسه كولو هلي ځلي د تخليق کوونکو هم  مهمه فريضه ده-


امن د دې وخت تر ټولو مهم ضرورت دی ولي چي په ټولنه كي دغوره بدلون لار د توپك په زور انقلاب نۀ دی بلكي سړيتوب او غېرمتشدد قامي تحريك دی- دا صحي ده چي تخليق په وينه كښې جوش او ولوله  راپېدا كولاى شي- د ستر تحريك موجب ګرځېدلاى شي او په خلګو كي د قربانۍ جذبات هم راپارولاى شي- خوكه يوازي جذبات او احساسات د تحريكونو پوړي په لاسو كي ونيسي نو به د منزل پته ترې وركه وي- ولي چي د منزل لار خو د نظر په سمه زاويه وړَله كيږي او دغه زاويه د احساس سره سره په فكر او تجربه پوري هم اړه لري- ټولنه خو د انقلاب د خواهش سره سره د معقوليت او استدلال تقاضا هم كوي- په انساني ذهن كي خو  احساس هم همېش پر دوو متضادو مشتمل وي لكه  ښۀ او بد، خواږۀ او تراخۀ، سپين او تور، پوست او كلك- بلي خواته فكر، ياداښت، ادراك، ژبه او نظر د انساني ذهن هغه اجزا دي چي احساس ته د منزل پته وركوي، كنې دا خو د بهاندو اوبو په شان په هره خوا بهېدلاى شي- ځكه نو د حكومتي نظام په توګه په هېواد كي د جمهوريت غوښتنه او ساتنه د هماغو پوهانو، اديبانو او ليكوالو وظيفه ده د كومو چي دنظر زاويه سمه وي- جمهوريت كه هر څومره ناتوانه  وي خو بيا هم  تر آمريت په هره توګه غوره  نظام دی، ولي چي دا دخلګو په ټاكنو پوري اړه لري او خلګ كه يو وار تېروزي نو بل وار احتياط ضرور كوي او سم انتخاب ته چمتو هم وي- پر عالمي سطح د دنيا د سلامتۍ او بقا د ټولو هلو ځلو حمايت كول د آګاه تخليق كوونكو مرام وي او همدغه د دې وخت تقاضا ده- د نړۍ د تباهۍ خواهش په منفي فكر كي وده كوي، د تخليق كوونكو مثبت فكر خو دبقا لاري لټوي- د امن او سلامتۍ هلي ځلي د نظر په سمه زاويه پوري اړه لري او هغه هم د بشري ارزښتونو پر بنسټ – 


لنډه دا چي انساني ذهن  د دماغ غېر مادي برخه ده- فكر، احساس او ياداښت (تجربه) يې مهِمي حِصې دي چي د ادراك يا كوګنشن په نامه يو مربوط فكري نظام جوړوي- عقل د دغه فكري نظام مثبت اړخ دی چي د انسان په رَويه يعني عمل او ردِعمل كي توازن پېدا كوي- د يوې وقوعې تر اثر لاندي، د فكر احساس او تجربې پر بنسټ په عمل كي معقوليت پېدا كول د نظر سمه زاويه ده- وقوعه خارجي هم كېداى شي او داخلي هم- خيال، وسواس، خواهش، تصوّر، توجه، ګمان، يقين او جذبه هر يو ذهني وقوعه كېدلاى شي- هره وقوعه په ذهن كي دننه د يوۀ بشپړ فكري عمل برخه ده چي په تواتر سره د نظر پر زاويه اثرات پرېږدي لګيا وي- دبېلګې په توګه سخت تنقيد تخليق کوونکي لره يوه وقوعه ده چي د فکر تارونه يې څېړي- دی دا تاثر ترې اخستلای شي چي  نقاد ورسره ډېر بد وکړل- دا رنګه يې په ذهن کي د غم او افسردګۍ احساس راپورته کيږي- په عمومي توګه يې په رويه کي بدلون راځي او د نقاد سره ماڼی کوي- ردِعمل يې داکېدلای شي چي خښم  وکړي اوجګړه ترې جوړه شي- خو که تخليق کوونکی تجربه ولري او د خپل مقام ادراک ورته وي نو بيا دی مثبت ردِعمل ښکاره کوي، د خپل تخليق بېرته جاج اخلي او د دغه تنقيد يو معقوله ځواب لټوي- دغه معقوليت يې د نظر سمه زاويه ده چي د فکر او احساس سره سره تجربه هم پکښې برخه لري او د کوګنيشن يا ادراک تر نظام لاندي يې په سمه پايله رسوي-د بېلا بېلو وقوعاتو دغسي لامتناهي سلسله او ورسره تړلي فكرونه، احساسات،  رويه، عمل او ردِعمل په نفسياتي توګه درَويې څرخ بلل كيږي- دا په ټولو خلګو كي يو شانتي نۀ وي بلكي په رفتار كښي يې تېره و پاته  او په جوړښت كي يې څۀ نۀ څۀ توپير په آساني سره ليدل كېداى شي- د هر تخليق كوونكي په ذهن کي د رَويې څرخ په همدغو عواملو پوري اړه لري- همدغه شان وقوعات ورباندي اثرات كوي لګيا وي- د بېلګې په توګه په ښار کي د بم چاودنه يوه وقوعه ده چي د تخليق کوونکي پر فكر ډېر بد اثراچوي او درد يې دی په شدت سره احساسَوي- ددۀ فكر  تر ډېره حده شعوري څيز دی او احساس يې لاشعوري- تخليقي تنده يې هم د غم او افسردګۍ په شان يو لاشعوري احساس دی چي د بېلا بېلو وقوعاتو تر اثر لاندي ويدۀ فكري نظام راويښَوي او په موډ كي يې بدلون راولي- ځكه نو د دۀ په موډ کي دغه بدلون يوه تخليقي رَويه ده چي په نتيجه كي يې بيا په درون کي د تخليقي عمل پېل كيږي- تخليق د دغه عمل حاصل دی چي د مثبت او منفي اړخونو اړه يې په اصل کي د نظر په زاويه پوري ده- دا زاويه يې شعوري كره كتنه ده چي د دۀ بشپړ فكري نظام پكښې برخه اخلي او د ادراک په موجودګي کي بيا سموالی مومي- ځکه نوصحي تخليق هماغه دی چي سم محسوسيږي، ضمير په مطمئن وي، فكر يې مني او په صفا ټكو بيانېدلاى شي- 


                                                     اخځليك

پالسن فرېډريك،” امانو وېل كانټ؛ د دۀ ژوند او نظريه” 

       
(Paulsen, Friedrich. Immanuel Kant, His Life and Doctrine)    

            اېنګر ١٩۶٣ 

ډاكټر باقي درانى ،  ” تخليق او نفسيات”  درې مياشتنۍ پښتو مجله

        ”  ليكني ”  جلد نمبر ١ شماره نمبر ۴ ، پښتو اكېډمۍ كوټه  ، ٢٠١۴  

اېنډرسن جان،  كاګنيټيو سايكالُوژي، (Cognitive Psychology) 

            څلورم  ايډيشن،  فري مېن  ١٩٩۵


4.    جان لاك، (An Essay Concerning Human Understanding)
 

           ” د انسان پر دانش يو ه مقاله ” ،  آكسفورډ يونيورسټي پريس ، لندن


5-    غني خان، ” د غني كليات ”  

           دقومونو او قبايلو وزارت،  د نشرياتو رياست ١٩٨۵ 


6-  عبدالرحمان بابا ”د رحمان بابا كلياتط، دانش خپرندويه ټولنه ، 

  
     پېښور ، سريزه حنيف خليل ٢٠٠۵،


7-   ډاكټر باقي درانى ،  ” دفكر ټال”  صحا ف  نشرياتي  موسسه


           كاسي روډ كوټه ، ٢٠١٣ 


8 -  براين مېګي، ”د فلسفې نكل ” (The Story of philosophy )
 

          ډارلينګ كينډرسلې (ډي كې ) كتابونه ، ٢٠٠١                          




 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba