ليکوال: ډاکټر وکټر الفانو وچ سريانيدي (تاشکند)
ژباړونکی: عبدالکريم بريالی
د مجلې ګڼه: دويمه
د مجلې د چاپ نېټه: جولائي ستمبر ۲۰۱۴
خزانې او د تاريخ کړۍ
(۱۲۰۰ کاله قبل مسيح يوه لويه خزانه او نوادرات کله چي د تاريخ ورکي کړۍ يې سره ونښلَولې)
يو سپين ږيری افغان کرونده ګر د کښلي قبر په سر باندي غمجن ناست ؤ زما په راتګ سره يې سړه ساه وکښله او ولاړ شو او تر ليري پوري د غوړېدلي پمبو په فصل کي ورک شو دويمه او درېمه ورځ هم د دې سپين ږيري سره زما ملاقات د دې قبر په سر باندي وشو. دې پلا دی ولاړ نه شو او زما په ملګرتيا کي به تر ډېره پرېشان ناست وو ما د يوه ژباړونکي په مرسته له دۀ څخه دا پوښتنه وکړه چي دې قبر ته هره ورځ د راتګ او پريشانۍ وجه څه ده نو هغه راته وويل چي د هغه ښځي د دۀ ژوند ور تنګ کړی دی. هغه وخت چيغي وهي او ما ترټي چي دی يوازي د دې خاندان د غربت ذمه وار دی. "دۀ ته ولي دا معلومه نه شوه چي د هغه تر پښو لاندي د زرو او جواهرو خزانې پرتې دي."
ما هغه ته وويل چي د دۀ رنګه احمق کرونده ګر له دوو زرو کالو څخه په دې ميدانونو باندي راروان دی او داسي د هغو ښځو به هم دوئ هم داسي ترټل! دۀ په جواب کي وويل د دوئ په ژوند کي له دې غونډيو څخه داسي خزانې هم نه راوتلې.
هغه سړي سمه خبره کوله د سونې موندلو نغاره په ټول افغانستان کي خپره شوې وه د سونې په لټون د دې ځای د کتلو دپاره کليوال خلګ، سيلانيان او د افغان حکومتي خلګ به په پښو او په خرو سپاره مسلسل دې ځای ته راتلل.
دا خزانه د (تلي پاتي) په نوم د غونډۍ په اړخ کي له اتو قبرونو څخه راسپړدل شوې وه، چي په هغه کي دوه جنګيالي سړي او شپږ شهزادګياني د فن شوي دي. د زرو او جواهرو قيمت خو به د نړۍ له منډيو له نرخ څخه اندازه کيږي ليکن د دې خزانو د تاريخي اهميت اندازه د اثار قديمه او نوادراتو د ماهرانو کار دی.
دوه دوه نيم زره کاله وړاندي افغانستان ته يې د باختر نوم ورکولی په دې زمانه کي په باختر باندي د سکندر اعظم او د هغو جانشينان قابضه وو. په يوناني دور کي د باخترخپل سلطنت په وجود کي راغلی ؤ چي د هغه نوم باختريه ؤ، لاکن د تل پاتي په دې قبرونو کي چي کوم خلګ پټ وو هغه يوناني وو. باختري نه وو. په اصل کي دوئ د لوېديځ له خوا راغلي خلګ وو چي د يوناني باختريه خوشحاله سلطنت يې لوټلی.
د آسيا براعظم په دويمه خوا د چين د سرحدونو د سيمي قبائل په خپلو کي په جنګو اخته وو په دوئ کي د کوشان قبيلې خلګو زور ونيولی. دوئ بيا د "هڼ" قبائلو اتحاد د نمبر پريواته په خوا وشړل او کوشان د جنوبي سائبريا په پراخو ورشوګانو کي خپاره شول هلته د دوئ جنګ د ستهين قبيلو سره ولوېدلی. ستهين هغه خلګ وو چي په يو سل ديرش کاله قبل مسيح کي د منځنۍ اسيا په علاقه کي وارد شول. دا دواړه قبيلې يو له بل سره ګډي شوې او بيا دا خلګ تر آمو درياب راپوري وتل. دوئ تر شا د تباهي او بربادي د اثارو په پرته بل شی نه پرېښود. د دوئ وده او پراخوالی په وړو وړو شارونو او د چينو په باغيچو او په تجارتي لارو باندي په قبضه کولو کي وشوه. د کوشان خلګو په لاس لوئ لوئ ښارونه تباه او برباد شول او د دې سره سره د يوناني باختر سلطنت هم پامال او تباه شو.
کوشاني فاتحانو لومړی د ښاري ژوند يوناني تهذيب او ژوند ژواک څخه نفرت کولی لاکن ورورو د ژوند له بازيو او لهو ولعب سره اموخته شول. دوئ دغه ښارونه له نوي سره اباد کړل چي دوئ په خپله تباه کړي وو. د باختريه يوناني په کنډوالو باندي دوئ يو ډير لوی سلطنت جوړ کړی وو د يوناني باختريه په اوکوشان سلطنت په منځ کي د ډېري مودې په هکله تاريخ خاموشه دی. دا د مهذب او غير مهذب يا ترقي يافته او قبائلي ګروهونو تر منځ د جګړې او جنګ زمانه وه مورخين د افغانستان په تاريخ کي دا موده د تاريک دور په نامه شمېرلی ده لاکن د تلپاتي دې کيندلي او د قبرونو د اثارو د موندولو وروسته د تاريک دور څخه پرده پورته کړه.
خو دا د تلپاتي (شبرغان) غوندي څه شی وه؟ د زرو او جواهراتو څخه ډکي شهزادګاني دلته چا دفن کړې وې؟ د دې سوالونو ځوابونه نن په موږ ښکاره شوي دي.
۴۰۰۰ زره کاله قبل مسيح د باختر (بلخ) په ميدانونو کي لومړنی وار کښتګرو قبائلو قدم ايښی وو. دوئ دلته د آتش پرستي (د اور عبادت کولو) عبادت خانې جوړي کړې وې. دا غونډۍ هم د اتش کدې هغه اثار ښکاره کوي چي د زرګونو کلونو په منځ کي د دې معبد تعمير او جوړول په څو څو واره شوی وو. د خاورو دغه غونډۍ او د خاورو دغه ديوالونه په واروار جوړولو سره منځ ته راغلي ؤ چي اوس يوه لويه غونډۍ او څلي ښکاره کېدو. شپږ صدۍ دا غونډۍ د زمانې د تباهۍ سره مخامخ شوې وه. بيا دلته يو وړوکی کلي جوړ شوی وو. هغه کلی هم د وخت سره سم ختم شو او بيا څلور سوه کلونه نور تېر شول بيا د ٫۱۰۰ په شا و خوا کي دلته قبرونه جوړ شوي وو چي په هغه کي د دستکارۍ او زرګرۍ دفن و هنر نه يوازي هغه نادره نمونې بلکې د تاريخ هغه ټولي ورکي ورقي يې پرانستلې.
زۀ په کال ٫۱۹۶۹ کي په لومړي وار افغانستان ته ولاړم دا وخت ما د ماسکو د اثار قديمه په اداره کي کار کولی. زه په هغه ټولۍ کي شامل شوم چي د افغانستان يو شمالي سرحدونو په ميدانو کي يې د باختريه سلطنت د دفن شوو اثارو کيندنه او درک معلومولی. په پخواني دور کي د ورېښمو لار له دې ميدانو څخه تېره شوې وه. د روما سلطنت څخه راغلي قافلې د چين د دې ښارونو لوېديځه خوا يو لوئ ديوال چي چين يې محفوظه کړي وو هغه د دې لوی لاري څخه تېريدلې.
موږ خپل کېمپ په شبرغان ښار کي جوړ کړی وو. دا د وړوکئ ښار يا قصبه د کوه هند و کش په لمن کي د امو درياب د اوبه رو د بدلېدو حالت په دا صحرا کي موجود وو ما چي دا وکتلی نو ماته په منځني ايشيا کي د تاشقند هغه ځائ راياد شو چي هلته زۀ پيدا شوی وم چي دلته زما پلار د ښه مستقبل او سباؤن په خاطر له يونان څخه هجرت راکړی وو.
شبرغان غربت او بد حالۍ وهلی ښار وو خو دا زيارکښ ملک افغان قوم خپل د وطن افغانستان يو ښار جوړ کړی وو. د خاورو څخه جوړ شوي کورونه او ورسره د کپاس فصل او ورشو ګاني خپرې وې. د ښار په منځ کي تاجرانو د خپلو هندوانو او خټکو خرۍ جوړي کړې وې او په صبر سره و دې ته ناست وو کله به چي شپه راغله نو هر شی به پر ځای ساکت پاته شو خلګو به د خپلو همسايه ګانو سره په تياره کي خبري کولې. د وږو سپيانو ګلې به په دې کوڅو کي ګرځېدلې او د خوراک يو شی به يې لټولی. د افغانستان په تاريک دور کي به هم شايد د باختر خلګو هم داسي ژوند تېرولی. سحار چي به ټرکونه روان شول او د هغو دا انجونه څخه به چي کوم ږغ راپورته کېدئ نو دا احساس به چاکولي چي موږ هم په شلمه پېړۍ کي ژوند کوو. موږ تر نهه (۹) کلونو پوري د شبرغان په شا و خوا کي په دې غونډيانو کي کيندني کولې بيا موږ ټوله پاملرنه د يمشي تي لې په خوا ګرځولې وه چي په لومړۍ صدۍ عيسوي د تباه شوي ښار د ملبې او خاورو يوه غونډۍ وه. د ديوالو په منځ کي موږ يوه کلا وموندله چي غالباً د يوه شتمن سړي کور به وو چي له دې ښاري کور څخه به يې په دې وچه صحرا او په لمر سيځلی دغو غونډيو په شکل کي دا کلی چي اوس مرحوم شوی دی په دې باندي حکومت کولی بيا هم د دې حقيقت څخه انکار نه شي کېدائي چي دې پخوانيو قومونو به په دې ميدانو کي کښت او کرونده هم کوله.
زۀ د اوسپني له دور سره دلچسپي لرم. ما به د دغه دور د اثارو د لټولو د پاره د دوړو او ګرزد پروا کولو بغېر له يوې غونډۍ يا پوتي څخه تر بل پوټي پوري تګ راتګ کولی په اخر کي ماته د يوې غونډۍ پر سر د ګڼو وښو په منځ کي د لوښي يوه پرته ټکړه په لاس راغله. په منځنۍ ايشيا کي د کيندني او د هغه د تقابلي مطالعې وروسته ما د دې د قدامت اندازه دوه زره کاله ولګوله، په بل لوري زما نور ملګري د يمشي تي لې په کيندنه کي اخته وو. په دې دوران کي زه د يوه وړوکي ټولۍ په ملګرتيا د دې ساده غونډۍ پائي ته د پوره د رسېدو په کار کي اخته شوم.
د غونډۍ په پائي کي ماته د دريمي صدۍ قبل مسيح د يوه کلي اثار په لاس راغلو او زما اميد هم دغه وو لاکن د دې بر عکس د دويم تل لاندي د يوه عظيم عمارت اثار راووتل په دې عمارت کي د تمبو يو غبرګ قطار وو چي په منځ کي يې د خاورو د خښتو څخه جوړ شوي قربان ګاه وو چي په هغه کي د ايرو يو خور مښتي وو. په يقين سره ويلائي شو چي دا به ۳۲۰۰ کاله مخکښي جوړ شوی وو.
په کال ٫۱۹۷۸ کي موږ کيندنه شروع کړه نو هغه وخت افغانستان لمحه لمحه د کورني جنګ په لوري روان و د يوه نوي سوشلسټ جمهوري اعلان شوی وو. موږ د هيڅ قسم جنګ جګړې په منځ کي لوېدلي نه وو مګر يوه ورځ مسلح قبائل په اسونو سپاره، د صحرائي قزاقانو غوندي راغلل. دوئ د تلپاتي پي په شا و خوا راوګرځېدل او له موږ څخه يې د غصې په حالت کي تپوسونه وکړل. ويريدونکي کار کونکو خلګو له موږ څخه خواست وکړ چي موږ بايد له دوئ سره چپه او ناوړه خبره ونکړو او نه په يوه بحث کي ولوېږو ګنې دوئ به موږ ټول په ګوليو وولي موږ په ډېره خاکساري سره د خپل کار نوعيت کيندني او مقاصد ورته بيان کړل او دوئ ولاړو.
د ډېري زياتيدونکي خطرې باوجود موږ خپل د موندل شوي معبد په سحر کي ډوب وو. په کوه هندوکش باندي خپاره اووره هم ژور کېدولو د ژمي د يخ بادونه مسلسل روان او د زور زور باران د راتګ زيری يې کولی ځکه د نومبر د ۲۱م تاريخ باران موږ په دې مجبوره کړو چي تر بل ماپښين پوري کار وځنډه ؤ لاکن په دا بل سحار وختي موږ ته د اوسپني يوه پيتۍ په لاس راغله چي په هغه کي د اوسپني يو کور (پيچل شوې) شوی مخ لګېدلی وو. موږ سم دستي اندازه ولګوله چي دا پټۍ او مېخ به د لرګي د صندوق يا تابوت برخه وي چي د کفن د فن دپاره دلته ښخ شوی وو. ځکه نو په کيندنه کي زموږ نور شوق هم زيات شو. کله چي ورائي شوه نو يوه مزدور يو څرکېدونکي ګړدي ګولۍ ته اشاره وکړه د نودو خاورو د لوټو په منځ کي دا ګولۍ او ګړدي شی د سونې ؤ. موږ يو فوجي محافظ د ګواه په ډول راوبللی او د دۀ په موجودګي موږ دا ګولۍ راواخستله او د زړۀ د دربي سره سره د کار د بندولو پر ځائ موږ په نوره کيندنه بوخت شول. ډېر ژر زموږ د کودالونو او کولنګانو په منځ کي يو قبر راښکاره شو. په ډېر احتياط سره د کيندولو وروسته موږ تر پنځه ويشتو دېرشو کلو د عمر د دفن شوي يوې ښځي لاش لاس ته راغلی چي د کوپړيو په ګړديو سترګو يې موږ ته کتل. غالباً دا يوه شهزادګۍ وه د دفن کولو په وخت يې په کپړو او کاليو کي يو پر بل برسېره په زرو او جواهراتو ښائسته کړې وه دا زيورات او ملغلري د کپړې د ورستېدو وروسته اوس شا و خوا خپاره شوي وو، لاکن د دې شمېر دومره زيات وو چي د تاريک تاريخي دور دا زر زريني روڼائي موږ په حيرت کي واچولو.
د تلپاتي پي موندل شوي قبرونه اته (۸) دي:
۱: لومړی قبر د کوشان خاندان د يوه ستري کورنۍ د ښځي قبر دی چي ډېر اهم دی وخت د هغې هډ او پوست خوړلي وو لاکن د هغې زيورات او جواهرات د لاس د کار يوه بهترينه نمونه ده دا د هغه وخت د زدکړۍ او نمونه سازي خبرتيا ورکوي. وړي وړې ګردۍ ټکياني، غمی يو له بلي سره نښلولي د لاس کاري نمونې دي چي شايد ښځو د خپل کمر بند سره اوودلي يا ګنډلي تر ملا تړلي د وخت د تېريدو سره چي کپړه ورسته شوه نو دا ټولي ټکياني د هډو په ميان کي لوېدلي او سر بېره ګړز ورباندي پرېوتلی او پټي کړي يې وې. زموږ کارکوونکو له يخه په کږو ګوتو کي دا نوادراتو ته پر کاغذانو داسي ترتيب ورکولي لکه څنګه چي موږ د لاش سره په اړخ کي يا برسيره ښوول شوي موندلي ؤ.
۲: دوهم قبر له نورو قبرو څخه لږ لري يا بيرته وو په کومه غونډۍ کي چي دا قبر وموندل شو. مقامي خلګ ورته د سونې غوندي وايې لاکن دوئ ته د دې نوم ښوولو وجه هم نه وه معلومه د يوې واقعې څخه يو تړون پيدا کېدلائي شي ولي چي هلته د سونې وړې وړې ټکۍ موندل شوې وې، لاکن په يوه غونډ حالت کي وي د کروندې مږه کانو د يوه قبر څخه د سونې ټکياني يو ځای ښوولي وې موږه کان کله کله دا حرکت کوي. د دويم قبر د تلاش زر او جواهر ټول په خاوره ګډ شوي وو. داسي معلومېدله چي و مړې شوي ته د زيوراتو او ملغلرو څه جوړي شوې پنځه جامې ور اغوستې وي لکه شايد چي د يوې قبيلې مور وي.
۳: درېم قبر د يوې داسي نجلۍ وو چي عمر يې څوارلس يا پنځلس کاله ؤ، او د دې سره زيورات نه وو.
۴: په څلورم کيندل شوي قبر کي يو جنګيالی نارينه د هغه په ښي لاس کي توره ده او په وره نو کي يې دوه خنجر تړلي دي.
۵: پنځم قبر چي وکيندل شو هغه د يوې پيغلي ښځي دی. لاکن د دې هيڅ زيورات او جواهرات په نه ښوولو سره د يوې عام ښځي يا د مذهبي مشري د کېدو دليل دی.
۶: شپږم قبر د يوې داسي شهزادګي يا راڼي دی چي تاج يي هم په سر پروت دی.
۷: د اوم قبر د کيندولو وار چي راغی نو موږ افغانستان پرېښووی او ماسکو ته راغلو.
۸: اتم قبر باران په خپله رابرسېره کړي او خلاص يې کړي لاکن دا وخت زۀ په ماسکو کي يم.
موږ د کيندني پر ځاي د وښو د او د لرګيو کوډياني او څپرکي جوړي کړې وې خو د دې سره سره تر وړو در زونو داسي يخ راننوتلی چي زموږ ګوتي دا ډېر يخ کږې کړې وې خو بيا هم موږ کار جاري ساتلی وو. هر وړوکی شی به موږ ښه صفا کولی، د هغه فهرست به مو جوړولی. ماښام به د پروتي دپاره شبرغان ته تللو. له ماسکو څخه راغلي په ډبو کي بندي سيمياوي او غوښي به مو خوړلې چي ډېر کم به يي راکولو چي زموږ ضروريات يې نه پوره کول کله چي موږ په ٫۱۹۷۹ د مني په موسم کي بيا کار کولو ته راغلو نو يې کار بند کړی. هغه وخت موږ د کارکولو هغه پېټی او اوزار په لاسو کي هم نه شو نيولی. د کيندني له لاري په دې کنډوالو باندي موږ يو افغاني ګارډ هم درولی وو، او ټوله لاس ته راغلي د فيل د غاښو څخه جوړ شوي شيان او خزانې موږ کابل ميوزيم ته يووړې په فروري ۱۹۷۹ کال موږ له افغانستان څخه ماسکو ته ولاړو.
د باختر (پخواني افغانستان) د دې ثقافتي نوعيت د خزانې شهرت د ټولي نړۍ د اثار قديمه ماهرانو پوري ورسېدلي دوئ د دې خزانې موازنه او پرتله د (فرعون مصر) توت الخ امو له حرم څخه د سپړدلي خزانې سره وکړ. په پرتله کي دا خبره په ګوته کړل شوه چي د مرګ وروسته د ژوند د رواياتو د تعين سره سره په زرو او جواهراتو کي او د نورو مدفون مصنوعاتو د يووالي رنګ ليدل کيږي. لکه په يوه دور کي د فنون د معيار برابر شيان وي کله چي د دې په تنوع يا رنګارنګي باندي غور وکړل شي نو له هغه څه دا څرګندېږي چي په هغه دور کي د تجارت سلسله د مشرق او مغرب تر منځ قائمه وه.
د ګڼو علاقو او تهذيبونو د داو سيدله له ځائ څخه په راوتلي اثار قديمه کي دومره تنوع او نازکي او قدرت ډېر کم په سترګو ليدل کيږي.
د چين ائينې او رومن سکې او د سائبريا خنجر د دې مثال دی د تلپاتي پي څخه موندل شوي مقامي نن ياري د ګڼو تهذيبونو په يوه او بل باندي د اثراتو او اغېزي کول يوه ثبوت او د خولې ويلو او ستريو ليدلي يو ښه کار دی د د تلپاتي لې کلي څخه د يوناني محبت د يوۍ (راڼۍ) ايفرو ډائيټ کومه مجسمه موندل شوې وه په هغه کي د يوناني او رومن نن بت تراشۍ رنګه نزاکتونه هم موندل شوي دي.
لاکن په يوناني او د رومن سنګ تراشۍ په فن پارو کي کله هم د ايفرو ډائيټ وزرونه نه دي ورکول شوي چي هغه په باختري يوناني کي موجود دي. په تندي باندي د ټيک نخښه خالصاً د هندي کلچر علامت دی. داسي څرګنديږي چي د باختري زرګرۍ په فن کي يوه زرګر يوازي په مقامي فن باندي تکيه نه ده کړې بلکې د ګټو تهذيبونو تر ګډي اغيزي لاندي د خپلو فن پارو اظهار کړی وو او روايتونه او رواجونه يې سره يو ځائي کړي وو. د ايفرو ډائيټ دا مجسمه په شپږم قبر کي مدفون د هغې پيغلي شهزادګۍ په سينه باندي په دې قبر کي موندل شوی تاج هم د خپل ډول يو يوازنی تاج وو. د دې شپږ برخي دي او په ډېر توازن سره يو له بل سره تړل شوی دی دا تاج که د سر څخه پورته شي او په کپړه باندي خپور غوړېدلی شي او که بيرته سره راغونډ شي نو په پرس کي ځائېدلی شي.
د سونې يو داسي پسه (مَږ) تر لاسه شوی دی چي د هغه تر ښکرو لاندي کړې لګېدلي دي هسي هم د دې ټول اندامونه سره بيلېدئي هم شي او بيا سره روغولائي هم شي د نوادراتو په دې افغاني خزانه کي د محبت ديوتا کيوپډ مجسمه هم شامله ده چي هغه په يوه ډولفن باندي سپور دی.
ډېر داسي نوادرات هم موجود دي چي د هغه تعلق د يوناني ديومالائي کردارونو سره دی. غرض د دې ټولو دستکارۍ او خامګاري په ټولو زيواراتو کي د ګڼو تهذيبونه د يو ځائي کېدو يا سنګم بلل کېدائي شي.
د افغانانو د خانه جنګي له وجي په اثار قديمه او د هغه په قيمتي خزانه باندي د تيارو پرده غوړېدلې ده. هغه محافظ چي موږ په دي کنډوالو باندي لګولی وو. هغوئ د دې وروسته ټول لوټ کړل. ولي چي ډير داسي د سونې نوادرات او فن پارې د نړۍ په مارکيټونو کي د خرڅلاؤ په خاطر پراته ليدل شوي دي چي د هغه تعلق يوازي د تلپاتي لې څخه کېدلائي شي.
موږ خپله دريافت کړې خزانه په کال ۱۹۸۲ کي کابل کي کښېښووله او د هغه تصويرونه مي جوړ کړل چي په دې مضمون کي شامل دي.
د موندولو وروسته يوازي موږ د دې مولډ Mold يو فريم تيار کړی وو چي د هغو شا و خوا مي نور مواد نښلولی وو چي ساخت او ساحت (ګچه) يې وشي. په حقيقت کي دا خزانې د اثار قديمه نه د افغاني، روسي يا يوناني، د يوه حکومت ملکيت نه دي بلکې دا يو بين الاقوامي اثاثه ده او د تاريخ داسي کړۍ ده چي د هغه تعلق د ټول انساني نسل څخه دی.
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ