ليکوال:
د مجلې ګڼه:څلورم
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر - دسمبر
دسمال
فاروق سرور
كوم سړی چى دا مهال زما و مخته په پانسۍ ځړېږي، هغه خوار په ډېر اذيت كي دی، چارچاپېره خاموشي ده، د توبو او خوف عالم دی، د جېل كاركونكي او زۀ په رډو سترګو و سزا كېدونكي ته ګورو، حلقونه مي وچ دي، زړونه مو په درزي دي، د هر يوه مخ تك سور دی او په انتظار يو چي كله به دی مري، خو په هغه كي لا ساه شته، وجود ئې كپېږى، په رسۍ شاوخوا څرخ خوري، پشې غورځوي او دمرګ په غوټو اخته دی.
موږ ټول په زړو كي دعاوي كوو چى دی دي زر له دې زواله ووزي او ختم دي شي. اوس چي څنګه د هغه بدن بې دمه شي او په پنډي سوتلۍ كي حركت بند شي، نو موږ شكر وكاږو او د جېل كاركونكي دغسي ورمخته شي، د هغه له غاړي رسۍ وباسي او پرې ئې باسي . اوس يو بل كار كونكی زر زر ور مخته شي چى زنه يې وروتړي، خو دا څه، د جېل خلګ به مړي سموي چي هغه جګ راكښېني او سترګي خلاصي كړي . ټول دغسي چيغه كړي او شاته وغورځي . و پانسۍ كېدونكي ته په حېرانتيا ګوري چى دغه بلا خو نه ده، ددۀ خو ساه ختلې وه، دی څرنګه بېرته ژوندی شو، خو هغه سړی چي مخ يې تك ښين اوښتی وي او دړدونه لوبه ورباندي كوي، په ډېر تكليف اوبه وغواړي .
اوس و هغه ته زر زر اوبه وركړل شي، جېلر خورا وار خطا وي او ماغزه يې كار نه كوي چي دا څۀ وشو او دی څۀ وكړي، بيا هغه دغسي و خپلو خلګو ته امر وكړي چى بيرته يې رسۍ په غاړه كي ورواچوی او را وې ځړوۍ . دا رنګه يو ځل بيا د بندي په غاړه كي د پانسۍ تڼاو واچول شي او هغه راوځړول شي، خو كمال دی چى هغه په وار وار پانسۍ كېږي، خو مري نۀ او دغه خبره ما او د جېل ټول كار كونكي زيات پرېشان كړي. هر يو و بل ته په حېرانتيا ګوري او وائي چي دا څۀ دى، ولي دومره سخت مرګه دی او په برخه يې دومره ډېر اذيت ولي دی.
اوس د لږ ساعت دمخه ننداره زما و سترګو ته جګه ودرېږي او تېر وخت را په ياد شي. زه چى كومي لوى خوني ته وروستل شم، كه څۀ هم دا يو كوچنی غوندي هال وي خو خورا ښكلی وي او ډېري كرسۍ پكښي پرتې وي، تشي او خالي كرسۍ . دلته زۀ په يوې چوكۍ كښېنم، له دې سره سم، يو ځوان غوندي سړی هلته راوستل شي چي په ځولنو كي بند وي او زما له څنګ سره يې د جېل كار كونكى كښېنوي .
دغسى دجيل مشر را ښكاره شي چي د بند ډېره ښكلې وردۍ يې په تن وي لويه خېټه او پنډ برېتونه يې وي او په څهره يې خورا بې حسي ښكاري . هغه وماته په سترګو كي وګوري چي ته ددې ځوان په وېنا دلته راغوښتل شوی يې چي د دۀ د خواهش مطابق ددۀ وصيت وليكې، له دې سره سم يو بل كار به هم كوې چي ته به ګواه هم جوړېږې .
"د څۀ ګواه "زه پوښتنه وكړم .
"دا به وروسته دروښيو . "هغه ومسېږي او پنډ پنډ شونډان يې چي سګرېټو تك تور اړولي وي، ما ووېروي .
بندي ځوان چي په تازه ځوانۍ كي وي، خورا ښكلی وي،جګه پوزه او غټي سترګي يې وي، خورا په فكرونو كي ډوب وي. زۀ پوښتنه ورڅخه وكړم چي ته ما څۀ پېژنې او څۀ وصيت كول غواړې، څۀ دداسي كار دپاره بل څوك نه ؤ .؟
هغه پر مخ مسكا راولي چي ته يو وكيل يې، يوه اهمه وظيفه دي ده، له دغه سوبه ما راوبللې . زما د صدرۍ په دبانديني جېب كي چي كوم دسمال ټك وهلی دی او دا ته چي دغه وخت ورته ګورې، دغه وماته زما مور راكړی ؤ چي دا مهال زما په حال ډېره غمجنه ده،ژاړي او دعاوي راته كوي . زما يوه محبوبه هم ده چي دا وخت د هال دباندي ده، بس د اخيري ديد دپاره يوازي دا راته راغلې ده بلکه اجازت ورکړل شوی دی، ظالمانو بل څوك نه پرېښول او هغه نازنينه زما په مرګ ژاړي، بس ته به دا دسمال اخلې، هغې ته به يې وركوې او د وكيل په حېث به نړۍ په دې هر څۀ بلکه جبر خبروې .
تر دې د مخه چي هغه وماته دسمال راكړي يا زۀ د دۀ څۀ وصيت وليكم، د خندا ږغ شي چى د يو څو تور پوشو خلګو وي، د ټولو په لاسونو كي د شرابو بوتلان وي، كاږه واږه كېږي، نشه غوندي وي، سترګي يې د انار د دانو په شان سرې وي او راشي زما و څنګ ته كښېني. داسي ښكاري لكه چي ټول د جېلر دوستان وي. په داسي حال كي بندي وماته په غوږ كي د خپلي ميني او محبوبې كړه وړه راوښيي چي زۀ ښه سر ورباندي خلاص كړم .
له دې سره سم په ناولدو كي، يو د تورو جامو خاوند پوښتنه راڅخه وكړي چي ښه نو ته هم د پانسۍ نندارې ته راغلی يې . د هغه له خولې څخه د شرابو خورا زيات بوئي راځي چي په ما ډېر بد ولګي، خو زه ږغ نه وكړم . "نه "جېلر ځواب وركړي "دی به دلته د ګواه په حېث وي چي پانسۍ قانوني شي، ولي چي دی وكيل دی.
له دې سره سم جېلر خپلو خلګو ته اشاره وكړي، هغوی د سترګو په رپ كي ځوان ولاړ كړي، د كرسيانو مخامخ پر سټېج يې وخېزوي، په يو كوچني مېز يې ودروي او په غاړه كي د رسۍ تڼاو ورواچوي چي په لوړي پنكې را ځړېږي .
"دا څرنګه پانسۍ ده "زه له ډېرى حېرانتيا په جېلر ناره كړم " بل ددې سړي جرم څۀ دی؟ ددۀ د مرګ امر چېري دی، مجسټرېټ ولي نشته، د هغه موجودګي خو په داسي وخت ضروري وي، بل څوك ډاكټر هم نه ښكاري چى دده صورت مناسب او روغ جوړ وګڼي او د مرګ اجازه وركړي.
" دا دی تۀ وكيل ناست يې، هر څۀ تۀ يې،قانون يې قانون، د بل چا څۀ ضرورت دی. ټول شرابيان او جېلر وخاندي .
"زما سره دا اختيارات نشته چي د چا پانسۍ قانوني كړم، بل دا را وښيه چي كوم عدالت دی سزا كړی دی، نوم يې څۀ دی، ډېتهـ وارنټ يې چېري دی، ولي نه ورته ويل كېږي، خو هر مجرم ته د مرګ و مخته د هغه جرم او ورباندي لګېدلي تور ورښوول كېږي، بيا د قانون مطابق كه دی قاتل دی، نو د مقتول عزيزان چېري دي، كېدای شي چي هغوی يې معاف كړي، په اخيري وخت كي زړۀ ورباندي وسوځي.
ستا په څنګ كي چي دغه تورپوشى ناست دى، دوی ټول د مړي خپلوان دي، هسي جزباتي شوی يې او خلګو ته نه ګورې يا دي نظر خراب دی. جېلر د پسخند په ډول وخاندي .
اوس چي زۀ خپل په څنګ كي د تورو جامو و خاوندانو ته يو وار بيا په ځير نظر وګورم، نو د ټولو مخونه داسي وي لكه د دېبانو، لوئ لوئ د غوئي غوندي سرونه، پړسېدلي بد مخونه چي پراسرايت ورباندي خور وي، د اوښانو غوندي غټ راځړېدلي شونډان او په سترګو كي يې يو عجبه شيطانت لوبي كوي، دا شی ما وار خطا كړي او خوله راباندي راشي .
جېلر بندي ته وائي چي د مړي له عزيزانو څخه معافى وغواړه، كېدای شي چي وبخښل سې او بيرته دي ژوند په نصيب شي .
"چى ما څۀ كړي نۀ دي، ولي زارۍ ورته وكړم، كه د دوی تور عزيز زما له وجوده مري، نو په دې كي زما څۀ قصور دی، دا خو د خوشحالۍ خبره ده، د فخر خبره ده . "
"بكواس مه كوه، يو دي مړی كړی دی او بل ورباندي نازېږې هم . جېلر ورباندي وخشمېږي.
د بندي دغه زړورتيا ما حېران كړي چي ګرسره نه خو له مرګه وېرېږي او نه د بل په مرګ يا قتل پښېمان وي .
اوس زۀ ولاړ شم او خورا په جزباتو كي يو وار بيا چيغي كړم چي دا سزا غېر قانوني ده، داسي مه كوی، مه قانون په لاس كښى اخلی او مه ملنډي ورباندي وهی .
خو تر ما دمخه جېلر خپلو خلګو ته ووائي چى د بندي لاسونه او پښې په رسيو كلك ور وتړی. د هغه د بندي په معافي نه غوښتلو او ضد تر اوسه خوا بدی وي او د مخ ګونه يې بدله وي .
دا خو هال دی، د پانسۍ ځائ خو نه دی، هلته خو ګړۍ وي، تمبه ولاړه وي، لويه رسۍ وي چي سړی په تكليف مړ نه شي او په اوله جټکه په بې هوشۍ کي ختم شي، دلته خو به دا خوار په تكليف شي، ولي چي سوتلۍ خورا كوچنۍ ده، دئ خو به بې هوشه كېږي هم نه او د مرګ بد اذيت به زغمي .اوس زه په زوره زوره په دغه ظلم چيغي كړم .
" هال د نندارې دپاره وي، ځكه نو موږ دلته دنيا ته ددې بدبخته او مست مرګ ورښكاره كول غواړو چي په خپل عمل نه دی شرمنده، خلګ عبرت ځني واخلي او ددۀ وروسته د چا جرات نه وي چي د دۀ غوندي بد وكړي، بل كه دئ په دې خوږېږي، نو له يو مجرم سره داسي كول څۀ جرم يا زياتوب نه دی، وګوره هال څومره ډك دی، ډېر خلګ بلکه دنيا د دۀ و نندارې ته راغلې ده او بل دلته كوچنۍ كوچنۍ كېمرې هم دي چي پاته دنيا به يې په خپلو ټېلي ويژنانو هم ويني او توبې به كاږي . جېلر ووائي .
اوس چي زه په هغه لوئي خوني نظر واچوم چي يو ساعت د مخه يې ټولي چوكۍ خالي وې، نو عجبه ده هغه كرسۍ بيا د سترګو په رپ كي ډكي شوي وي او په ټولو خورا ډېر بلكه بې شمېره خلګ ناست وي، خو كمال دا وي چي ننداره كونكي هم ټول تورپوشي وي، د دېبانو غوندي خوفناكه، د غټو سرونو خاوندان چي دا وخت ولاړ وي، په زوره زوره د پانسۍ نارې وهي او د ښامار غوندي پشار يې ځي. د هال و داېولو ته چي وګورم، نو هلته هم خورا بې شمېره كېمرې لګېدلي وي، وړې وړې كېمرې چي سره کوچني بلبان يې وي . ما زيات وارخطا كړي او دغه ځائ د يو جادوګر راته وښكارى، د يو ظالم جادوګر .
اوس كړپ شي، هغه مېز په لغته ووهل شي چي بندي ورباندي ولاړ وي او د جېل كاركونكی ځوان په پانسۍ راوځړوي. دا مهال هم خاموشي شي او هم مېز لېري چپه پروت وي، خو دا څه، قېدي مري نۀ، لږ ګړی خو بې دمه شي، خو هره پلا چي يې له غاړي رسۍ راوباسي، نو سترګي خلاصي كړي، اوبه وغواړي او دا ډول د اوبو وروسته ټول حېران كاركونكی بېرته رسۍ په غاړه كي ور واچوي او دغه عمل په وار وار كېږي .
د ځوان په نۀ مړېدو تور پوشي خورا بد خشمېدلي وي، په خپلو ځايو ولاړ وي، په هال كي شور او ژوژ وي، د ټولو د غويو غوندي پنډ او ډډ ږغونه وي، خورا په جزباتو كي وي، په زوره زوره مټان په هوا كي غورځوي او نارې وهي .
"مرګ، مرګ، مرګ ."دغه هر څۀ ما زيات وار خطا كړي او مخته د سټېج په خوا ور تېر شم بلکه ورمنډه کړم .
دې پلا چي ځوان ته اوبه وركول كېږي، نو ناڅاپه د هغه نظر زما په وار خطا څهرې پرېوزي، هغه ومسي او وماته اشاره وكړي چي نږدې راشه .
زه هم دغسى د جېلر په اجازه ور مخته شم، كله چي په سټېج ور وخېزم، نو هغه په ډېر زهير انداز كي راته ووائي چي زياتي له دغه ځايه ځه ولاړ شه ګنې دغه ننداره به تا مړ كړي، هسي هم خلګ داسي بدي نندارې نه شي زغملی، بس ځه. بيا هغه په خپلي صدرۍ كي و ټك وهل شوي دسمال ته اشاره وكړي چي هېر دي نه شي، دغه خو خامخا بلکه ضرور يوسه ولي چي ددغه كار دپاره خو ما ته را بللی وې، دباندي اوس هم زما مينه، پر ما زهيره ناسته ژاړي، زما زړه وائي چي هغه به نه وي تللې، هو هو دا زما يقين دی، بس دغه دسمال به هم هغې ته وركړې، خو هاں ته به د وكيل په حېث دا هر څۀ ناروا نړۍ ته ضرور ورښيې او دا هم چي دغه خلګ به دغه رنګه بې وسه او ستړي وي، چيغي به وهې خو زۀ به نه مرم، مرګ به نه راته راځي، ټول عمر به ژوندی يم، بس زياتي اوس وزه .
زما زړه ډېر دړد وكړى چي خوار له دغه ظلمه را خلاص كړم، خو د دومره ډېر مخلوق و مخته ځان بې وسه راته وښكاري او دا هم كه ما لږ احتجاج د عمل په صورت كښى وكړی نو د جېل كاركونكي به مي دباندي وغورځوي يا كېدای شي چي تورپوشي دېبان خپل خشم پر ما وباسي چي دا مهال د لېونو په شان په چيغو وي، له خولو يې ځګونه راوزي او دربی يې ځي .
رښتيا هم دا وي چي له ما په رښتيا دا هر څۀ نه زغمل كېږي، دغسي ورمخته شم، دسمال د ځوان د صدرۍ د دبانديني جېبه راواخلم،خو دا څۀ هغه په يو بل نيښتي دوه دسماله وي، د يوه رنګ او ځوان بېرته ووائي چي يو يوسه او يو پرېږده، ولي چي په دوی کي يو هم زما د ژوندي اوسېدو دپاره ضروري دی ګنې مړ به شم .
زه دغسي وکړم، له سټېجه په تېزۍ كښته شم او دغسي له هاله په منډه راووزم . دغه مهال په ما خورا خولې را رواني وي او وجود مي په لړز وي .
دباندي توره شپه وي، مخامخ د جېل تور ګېټ بند ولاړ وي چي خورا غټ وي، نحوست له ورايه پكښي ښكاري او د جېل له دېوالو لږ لېري شااوخوا غرونه داسي وي لكه هلته چي يو لوئ جنګ روان وي او بد اور بل وي چي له ډزو او شوره يې داسي ايسي لكه چى دغه شخړه ډېره خوني او خوفناكه هم وي، دغه ننداره ما زيات خوفزده كړي .
دا څه، ناڅاپه د بندي لړزانده مينه رامخته شي چي سترګي يې له اوښكو ډكي وي او كټ مټ هغه كړه وړه يې وي چي ځوان راښولي وي. واه څومره ښائست وي د هغې وجود کي چي ګرسره سترګي نه ورباندي روڼېږي، يو اسماني تقدس وي د هغې په حسن كي. دا شی ما نور حېران كړي، زړۀ مي وغواړي چي په وار وار ورته وګورم او د ستړيا نوم نه واخلم، خو تر دې دمخه چي زه به څۀ ورته وايم او د بندي حال به وركوم، هغه زما له لاسه په تېزۍ سره دسمال غوټه كړي .
عجبه ده څنګه چي هغه دسمال واخلي، دغسي يو عجبه غوندي بدلون راشي، په غرو كي روان جنګ يودم ودرېږي، ټكان او ډزي بندي شي او اور يې چي چار چاپېره پكښي بل او خور وي، له خپلو خوفناكو لمبو سره ورك شي. دا څه، اوس يوه زلزله غوندي شي، مځكه شور واخلي، درزئ شي او دجېل ګېټ په داسي دربي سره خلاص شي لكه يو طاقت چى يې ووهي. له دې سره سم زه خپل شاوخوا بې شمېره بندي خانې ووينم چى د بدرنګو او خيرنو قفسانو غوندي وي، دراوزې يې دغسي په يو لوئ ږغ سره په خپله خلاصي شي، د بنديانو يو بهير ځني راووزي، د ټولو په پښو كي ماتي ځولنې وي، له خوشحاليه ډكي نارې وهي او په منډه له جېله دباندي راوزي چي زنځيرونه مات شول، زنځيرونه مات شول، موږ ازاد يو .
په داسي حال كي يو بل قيامت هم زما تر سترګو شي، د پانسۍ د هال خلاصي د اوسپني دروازې په درزي او بد ږغ سره، په خپله بندي شي، دننه د دېبانو پكښي چيغي شي، داسي ښكاري لكه هغوی چي له هاله راوتل غواړي، خو نه شي راوتی، ټول دروازې په زوره زوره وهي، خو هغه داسي كلكي وي چي ګرسره خلاصېږي نه . اوس د تور پوشو داسي بد او زړه لړزونكي چيغي او پشارۍ شي، لكه يوه بلا چي په ګډه سوې وي يا لکه دننه چي زهرجن اور بل شوی وي، وژني يې او د ښامار غوندي په بد مرګ مري، عجبه ده، ټول ژاړي هم، واويلاوي هم كوي او بد حال يې جوړ كړی وي چي څوک خو دي دروازې خلاصي کړي، خو داسي څوک نه وي.
اوس ماته خندا راشي، ولي چي د ځوان محبوبه يوه ګوګوبختكه وي چي دا مهال په ازاده فضا كي خورا لوړه اولوزي، وزري وهي او د خپل محبوب هغه غټ دسمال يې په خوله کي خورا خوند ورسره كوي چي د سره رنګ وي، د سحار باد لوبي او بازۍ ورسره كوي او خورا په مستۍ سره رپېږي.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ