ليکواله:نورجهان كاكړه
د مجلې ګڼه: دريمه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر - دسمبر ۲۰۱۴
د بلوچستان پوهنتون، پښتو څانګې تاريخي پس منظراو تحقيقي زيارونه
پېژندګلوي:
په بلوچستان كي بلوچستان پوهنتون لومړۍ او يواځينۍ پوهنتون دى چې له خپل ابتدا څخه ئې د دې سيمې علمي، ادبي، ثقافتي، تاريخي او د معاشي ودې او پرمختيا په ډګر كي بې شانه خدمات تر سره كړي دي. هم دغسې په ۱۹۷۴ څخه را په دې خواپه بلوچستان پوهنتون كي پښتو د بلوچي او براهوي تر څنګ پاكستان سټډي سنټر كي پرانستل شوه، په ابتدا كي دا د ډائركټر پاكستان سټډي سنټر له خوا اِداره كېدله. مګر ورستو په كال ۱۹۹۲ء كي دا درې واړه شعبې د پاكستان سټډي سنټر څخه را جلا كړل شوې او د فارميسې څانګې په تهـ خانه كي په يؤ كوشنى غوندې دفتر کي فعاليتونه شروع كړل شول. خو په دسمبر، ۱۹۹۴ كال كي بيا دې درې واړو څانګو ته جلا جلا حيثيت (به لحاظې ودانۍ) وركړل شو. او په مارچ، ۱۹۹۵ء كي دا څانګې په بشپړه توګه د ارټس فيكلټۍ (بلاك) په ودانۍ كي ورله د مكملې څانګې د فعليتونو په څېر ځائ وركړل شو. لكه د مخه په اِبتدا كي ذكر كړل شوى چي د دې درې واړو څانګو يعني پښتو، بلوچې او د براهوي اِدارت يا مشرتوب له شروع څخه د محترم پوهاند ولي محمد خان سيال كاكړ په ذمه وو.(خو دلته دا يوه خبره د توجو وړ ده چي د پښتو څانګې له باني اِركانو څخه يو ستر او د قدر وړ استاد پروفېسر سيدعابدشاه عابد هم شامل دى چي د پښتو څانګې د راجلاكېدو وروسته يو څۀ موده هم هلته په پاكستان سټډيز كي پاتې شو مګر د ۱۹۹۶ء څخه پسته د هغۀ خدمات بېرته پښتو څانګه ته را واړول شول) بيا كله چي دا څانګې ځله جلا كړل شوې، نو د پښتو څانګې اِدارت يا مشرتوب هم هغه شان د محترم پوهاند ولي محمد خان سيال كاكړ ته اوسپارلې شو او دا سلسله تر څلور دسمبر، ۱۹۹۸ء كال پورې هغۀ جاري اوساتله. پس له دې تر اكتوبر، ۲۰۰۶ء پورې دغه ذمه واري محترم نذر محمد پانيزي اِسسټنټ پروفېسر تر سره كړه، چي د هغۀ د ريټائرمنټ وروسته بيا دغه ذمه واري پروفيسرډاكټر نصرالله جان وزير ته اوسپارل شوه. او هم دغسې د هغۀ بعد بيا دا ذمه واري د جنوري، ۲۰۱۱ء نه تر جنوري، ۲۰۱۴ء پورې د ډاكټر نصيب الله سيماب ترسره كړه. مګر په اوس مهال كي يو ځل بيا د دويم وار د پاره دغه وظيفه د پروفېسر ډاكټر نصرالله جان وزير سره ده. خو د پښتو څانګې د تاريخي بهير په دې درشل كي بايد هېره نۀ كړو چي د دې څانګې څخه د ماسټر په سطح لومړي محصلين په كال ۱۹۷۹ء كي فارغ شوي، د دې تر مخه به يواځې د فاضل، اديب او عالم په سطح كورسونه لوستل كېدل. هم دغسې وروستو په كال ۱۹۹۷ء كي د ايم فل او كال ۲۰۰۴ء څخه د پې اېچ ډي په سطح تحقيقي كارونه شروع كړل شوي دي. چي په اوس مهال كي له دې څانګې څخه پينځه ايم فل او څلور د پي اېچ ډي سكالر فارغ كړل شوي دي، مګر د دې پرته نور څلور د پي اېچ ډي سكالران به ډېر زر هم دغه درجې ته ور لوړ شي او نهـ ويشت نور د ايم فل سكالران اوس د تربيې په حالت كي دي.
“VISION WITHOUT ACTION IS A DAY DREAM.
ACTION WITHOUT VISION IS A NIGHT MARE”
VISION;
په ادبياتو، تاريخ، انتروپالوجي، ژبپوهنه او په يو شمېر نورو مواردو كي پښتو ژبه او پښتون ملت له نړۍ سره په سيالۍ كي اودرول او په ذهني او فكري توګه د پښتنو صلاحيتونو ته وده او پرمختيا وركول او د نړۍ له يو شمېر پوهانو، محققينو او ژبپوهانو سره د پښتنو پوهانو او محققينو روابط پيدا كول او د پښتو ژبې او ادب په ډګر كي چټكې پرمختياؤ ته زمينه برابرول، د دې څانګې لوړ مرامونه دي.
MISSION;
Professionalism;
د ننني دور د سائنس او ټېكنالوجۍ د غوښتنو او د ماركيټ د تقاضو په مطابق انساني وسائل د تحقيق په بڼه په كار راوستل.
د محصلينوروزنه او تربيه زمونږه قومي، ملي او مقدسه وظيفه ده.
Discipline;
د خپلو مشرانو قدرداني كول،د وخت اِحساس او شعور ته متوجه كېدل.
Team work;
د خپلو مشتركه اهدافوپه خاطر له يو بل سره مرسته او په اړ وخت كي يو بل ته لاس وركول
Waste conscious;
د وخت، وسائلو او د هڅوتحفظ يقيني كول
Merit;
د اِستعداد په تله د اهليت او معيار قدرداني كول
Equal opportunities;
د مذهب، قوم، رنګ و نسل او بې د جنس د اِمتيازه هر چا ته د قدراو عزت په سترګه كتل
Honesty;
اِخلاص او سخته خواري كښل
تكړه ادب پوهـ او پښتو ته مختص داسې كسان تياورل چي د راتلونكي وخت علمي او صنعتي ضروريات د پښتو په حواله په نظر كي اوساتي.
د سائنس او ټېكنالوجې، د صنعت و حرفت او د تحقيقي اِدارو له پاره با اِستعداده محققين تيارول.
نو په دې حواله سره پښتو څانګه دې ته اماده ده چي په پښتو ادب، پښتون تاريخ او ثقافت كي علمي لارې چارې محصلينو ته ور برابرې كړي.
Performance of the Department:
له تېرو دېرشو كالو راهيسې پښتو څانګې په زرهاو شاګردان فارغ كړي، چي اوس په بيلا بيلو اِدارو كي خپل خدمات وړاندې كوي. بيا د 1997ء كال څخه را په دې خوا په پښتو څانګه كي د ايم فل او پي اېچ ډي په سطح د تحقيقي كار په نتيجه كي يو شمېر محققين هم ميدان ته راوتلي چي ثمرات ئې په پوهنتون او نور علمي اِدارو كي ښكاره دي.
د پښتو څانګې د اوس مهال د استاذانو فهرست:
Sr. No Name Designation Qualification
1 Prof. Dr. Nasrullah Wazir Professor/ Chairperson PhD
2 Dr. Naseebullah Seemab Associate Professor PhD
3 Dr. Javed Iqbal Iqbal Assistant Professor PhD
4 Dr.Faizullah Panezai Assistant Professor PhD
5 Mr. Qari Abdul Rehman Lecturer PhD in progress
6 Mr.Barkat Shah Kakar Lecturer PhD in progress
Program of Studies Offered:
پښتو څانګه د ايم اې، ايم فل او پي اېچ ډي په سطح د دوو كالو پروګرام كي شاګردان روزي. چي د ايم فل په پروګرام كي ۲۹ او د پي اېچ ډي په پروګرام كي ۴ شاګردان لري. پرته د دې له دې څانګې څخه د ايم فل په پروګرام كي كُال پينځه او د پي اېچ ډي پروګرام څخه ۴ شاګردانو ته اسناد وركول شوي دي.
په سهيلي پښتونخوا كي د پښتو ادب يوه لنډه جائزه:
د تاريخ په اوږدو كي پښتو قوم د نړۍ له هغه لورغنې قومونو څخه دى چي د تاريخ په كتابونو كي لكه: رګ وېدا او مهابهارت، د هيروډوټ په سفرنامه، د هيون تسانګ په سفرنامه او د البيروني وغېره په اثارو كي واضح څرك موندل كېدلى شي.
خو د اِسلام د مخه د دې قوم د ژبې او ادب كوم واضح او څرګند اثار له تر اوسه نۀ دي پيدا كړل شوي. د دې اثارو د لاس ته نۀ راتلو په باب د ادبياتو په تاريخ كي ډول ډول مفروضات وړاندې كړل شوي دي چي د هغو دلته يو ځل بيا راوړل پرته له تكرار نۀ بله كومه خاص معنا نۀ لري. البته د اِسلامي دورې راوروسته د پښتو د رسم الخط د اِبتدا په حقله چي كو م روايات راوړل شوي دي هغه څۀ دا ډول دي لكه:
"په پښتو كي هر نمونه ليك د لږ ډېر تغير سره په هم هغه رسم الخط كي كولې شي، په كوم كي چې اُردو يا فارسي ليكل كېدلى شي، اِلبته د دې دپاره د نسخ طريقه زياته خوښوله شي، وئيلې شي چې دپښتو دا رسم الخط د محمود غزنوي په زمانه كي د حسن مېمندي په وېنا قاضي سيف الله وضع كړى وو. او د ’ ځ ‘، ’ څ ‘، ’ ږ ‘ او ’ ښ ‘ مخصوص د پښتو اوازونه او په ’ ټ ‘، ’ ډ ‘، ړ او ګ ته ئې مخصوص د پښتو صورت وركړ، كوم چې تر ننه په هم هغه شكل سره مروج دي".(۱)
خو د پښتونخوا د نورو سيمو په نسبت په سهيلي پښتونخوا كي د پښتو ادب تاريخ هغومره لوغونى نۀ دى لكه څومره چې د قطبي، وسطي او په بره پښتونخوا كي محسوس كړل شوى. ځكه په دا سيمه كي د پښتو ادب د ودې او پر مختيا هلې ځلې زياتره د هند د وېش يا د پاكستان او هندوستان د تقسيم څخه را په دې خوا ليدلې شي او هغه هم هغه وخت كله چې عبدالعلي اخوند زاده، ملا عبدالسلام اشيزئ، اختر محمدثاني او قاضي اموجان ترين وغيره رنګه نومتو علماؤ او اُدباؤ پښتو شعر او ادب خوا ته متوجه شول، هم له دغو علماؤ څخه عبدالعلي اخوندزاده بيا هغه نوموړى عالم دى چې د هغۀ د علم دوستۍ او له پښتو ادب سره د شغف له كبله د پښتو ژبې او ادب شاهكار تاريخي دستاوېز د محمد هوتك بن داؤد ’’ پټه خزانه‘‘ ده چې هغۀ خوندې ساتلې وه. خو د پاكستان جوړېدو را په وروسته په دا سيمه چې څۀ ډول اِبتدائي هلې ځلې كېدلې، د هغې په حقله ښاغلى عبدالكريم بريالى داسې ګويانه دى:
ژباړه: ’’ ترقي پسندانو ؤ نوي نسل ته نوى شعور او نوى چاپېريال مخې كښېښود، شعري ساخت او د شعر په موضوعاتو كي بدلونونه رامنځته كېدل او سوكه سوكه د ادب په اصنافو كي د زمانې رنګ په خپله لمن كي را ونغښتلو. له دې طبقې سره وابسته شخصياتو د شلمې پېړۍ تر نيمائۍ پورې په صحافت كي او د مجلو په اِجرا كولو سره د پښتو ادب په ترقۍ كي لويه ونډه ترسره كړه چې له هغو څخه يو ستر سياسي مبارز محمد ايوب خان ا چكزئ، عبدالصمد خان اچكزئ، كمال خان شېراني او ډاكټر خدائيداد خان وغېره خاص د يادونې وړ دي ‘‘.(۲)
خو پرته د دې ځينې نور ليكوالان چې په دا سيمه ئې د پښتو ژبې او ادب په ښېرازه كولو كي ستر كردار ادا كړى له هغو نه : عبدالخالق نورستاني، عبدالخالق تارڼ، فاروق شاه سمائلزى، سلطان محمد صابر، ولي محمد خان سيال كاكړ، پروفيسر سيدعابد شاه عابد، سعيد ګوهر، ربنواز مائل، خېرمحمد عارف او يو شمېر ځينې نور د يادونې وړ دي.
هم په دغه تسلسل كي كله چې ۱۹۵۶ء كي كوټه راډيو سټېشن پرانستل شو او د پښتو خپرونې ورڅخه پېل شوې نو له دې سره د سيمه ايز ادب د ودې او پرمختيا چارې لا پسې ګړندۍ شوې. په دې سلسله كي د راډيائي ډرامو تر څنګ د شعر او شاعرۍ او د پښتو مضامينو لړۍ هم توند والى واخيست. په دې لړ كي هغه ليكوالان چې د راډيو له لارې ئې د پښتو ژبې او خدمات ته دوام وركړى له هغو څخه د يو څو شخصياتو نمونه په دې ډول دي لكه : ارواښاد عبدالقدوس دراني، عبدالصمد دراني، يوسف ګل وردګ، ډاكټر خدائيداد، فضل احمد غازي، عابدشاه عابد او ځينې نور يادولى شو. او هم دغسې كله چې په كال ۱۹۷۴ء كي په كوټه كي د پاكستان ټيلي ويژن خپرونې پېل شوې نو له دې سره پښتو خپرونو بالخصوص د پښتو ډرامو په وده كي ګټه ور ګامونه واخيستل شول.
د پښتو څانګې تحقيقي زيارونه:
پښتو څانګه د كال څخه را په دې خوا د يوې خالص تحقيقي مجله ’’ تكتو‘‘ په نامه خپروي، كومه چې يوه خالصه تحقيقي مجله ده. تر اوسه پورې د دې مجلې لس ګڼې په پرلاپسې توګه چاپ او دوه نورې ئې د چاپېدو په مرحله كي دي. دا مجله په دوو ژبو خپل مضامين خپروي، لومړۍ او زياتره مضامين ئې په پښتو او دوم په انګرېزي ژبه. د دې مجلې د افاديت او د اهميت وړ خاص نقطه دا ده چې دا مجله د پاكستان هائر اېجوكېشن كمېشن له خوا په باقاعده ډول منظوري لري ( رېفرنس لېټر نمبرئې په دې ډول دى:
Reg: No.DD/SS&H/JOOR/2011/112. Dated: 24th August, 2011. او ISSN: 2075 – 5929 لري) او د هغوئ په مالي مرسته او تر نګراني لاندې چاپېږي. پرته له دې د دې يو خپل اِدارتي بورډ هم دى چې په هغه كي د ملكي اُدباؤ څخه پرته په بهر ملكونو كي پوهان هم شامل دي. د تكتو ريسرچ جرنال تر مخه په پاكستان كي يواځينۍ تحقيقي جرنال د چې د پښتو اِكېډمۍ پېښور له خوا خپرول كېدۀ درې مياشتينۍ’’ پښتو‘‘ جرنال ؤ. مګر پس له دې بيا تكتو تحقيقي مجله ته دا اِعزاز ور په برخه دى چې دا په پاكستان كي دويمه شپږ مياشتنۍ تحقيقي مجله دي چې په دوو ژبو يعني په پښتو او انګرېزۍ كي تحقيقي مقالې خپروي. دې تحقيقي مجلې له خپل ابتدا څخه تر اوسه يو شمېر ګټه ور تحقيقي مواد د پښتو ژبې او ادب مينه والو ته ور وړاندې كړي دي، بلكې كه دا ووائيو چې د دې مجلې د اِجرا له كبله دپښتو ژبې او ادب ډېرو مينه والو ته د پښتو ژبې، ادب، تاريخ، ثقافت، اولسي ادب او يو شمير نورو خواوو كي د كار كولو يوه ښه زمينه ور برابره كړې ده. د دې لومړى ستر مدير د پښتو څانګې مشر پروفېسر ډاكټر نصرالله جان وزير او مدير ئې ډاكټر نصيب الله سيماب وو. دې مجلو كي تر اوسه پورې چې د پښتو او انګرېزۍ په برخه ګړد مضامين يا مقالې د ستاينې وړ دي مګرد مضمون د اِختصار په حواله كه موږ له دې څخه يو څو خاص مقالو څېړنه اوكړو نو ترتيب وار هغه څۀ دا ډول جوړېدلى شي.
تكتو لومړۍ ګڼه جنوري تا جون ۲۰۰۹ء : د دې مجلې د پښتو په برخه كي د نوموړي ادب پوهـ ښاغلي عبدالكريم بريالي مقاله ’’ علامه اِقبال د خوشحال بابا وصت چېرې ولوست‘‘ده دا يوه ډېر ګټه وره علمي او نوې موضوع ده چې ښاغلي بريالي صاحب په ډېرو كره او مدللو معلوماتو په رڼا كي دا موضوع روښانه كړې ده. هغۀ د دې معلومات له پاره كومه منابع چې په كار راوستلې دي هغه څۀ په دې ډول ده :
’’ هغۀ خپلو زامنو او دوستانو ته خصصي هدايت كړى ؤ چې د دۀ وفادار پاتې شوي وو او د ژوند په ستړو او ستومانيو كي نيملګرتيا ورسره كړې وه. دا وصيت كړى ؤ چې دوی (هغه يعني خوشحال بابا) داسې ځائ پټ كړي چې د هغۀ په خپلو الفاظو كي د مُغل د فوځونو د اسانو سوو او ګړځونه د دۀ په قبر نۀ پرېباسي. او بل دا چې د دۀ قبر پټ وساتي چې مغل د هغۀ بې حرمتي ؤ نۀ كړي. د هغو دنامه چې سخته ويره ئې ځنې كوله، چې دهغۀ د كورنۍ د تورې د لاسه په ژوند كي ددوی زورور فوځ داسې تيت و پرك شوى ؤ لكه د طوفان په مخ كي حسڼي‘‘ (۳)
او د خوشحال بابا په حقله د علامه اِقبال هغه نظم چې :
قبائل ہو ملت کی وحدت میں گم
کہ ہوں نام افغانیوں کا بلند
محبت مجھی ان جوانوں سی ہی
ستاروں پر جو ڈالتی ہیں کمند
مغل سی کس طرح کمتر نہیں
کوہستان کا یہ بچہ ارجمند
کہو تجھ سی ای ہمنشین دل کی بات
وہ مدفن ہی خوشحال خان کو پسند
اڑ کر نہ لائی ہان باد کوہ
مغل شہسواروں کی گرد سمند (۴)
هم دغسې د دې ګڼې د انګرېزۍ په برخه كي د ښاغلي احمدشاه دراني مقاله Maulana Rumi and Mwlawiyyah order ده چې په دې كي ښاغلي محقق د مولنا رومي د ژوند حالات، تصوف او په تركيه كي دتصوف حال، صوفي ايزم او د صوفي لاه پاره كړن لارې په باب ډېر ګټه ور معلوماتي مواد تر بحث لاندې نيولي دي.
تكتو جولائي – دسمبر، ۲۰۰۹ء : په دې ګڼه كي كل شپږ د پښتو او څلور د انګرېزۍ مقالې شاملې دي. خو د دې په پښتو په برخه كي د پروفېسر ډاكټر نصرالله جان وزير’’ پښتو افسانه په سهيلي پښتونخوا كښې‘‘ د قدر وړ مقاله ده. په دې مقاله كي د افسانې په ابتدا و پس منظر بحث شوى بلكې په پښتو ادب كي د لومړۍ افسانې په باب هم ډېر ګټه ور مواد څېړل شوي دي. په تېره د موضوع په مطابق بيا په سهيلي پښتونخوا کي د پښتوادب ابتدا او د پښتوافسانې د ابتدا په حقله چې دلته كوم مفروضات او يو څۀ څېړنې شوې دي د هغو په نيمګړتياؤ باندې په علمي او تحقيقي بڼه په دلائلو سره كره او مستند بحث هم راوړل شوئ چې د هغو په اساس دلته په دا سيمه د پښتو افسانې ابتدا د ارواښاد فاروق سمائلزي د افسانې ’ بدل ‘ څخه شروعات شوى.
هم دغسې د ګڼې د انګرېزۍ په برخه كي د محترم استاد بركت شاه كاكړ مقاله: “Reflection of Pashtoonwali in the Folk Poetic Genre Kari Gharrhi” ده. دا مقاله د كاكړۍ غاړو په اهميت، تاريخي پس منظر او فني جوړښت پرته په دې كي د پښتونوالۍ په اقدارو باندې ډېره غوره مباحث لري. كوم چې يقيناً د اولسي ادب منيه والو ته يوه نوې موضوع ور پېژني.
تكتو جنور. جون، ۲۰۱۰ء : په دې ګڼې كي د پښتو اوؤ مقالې دي مګر د موضوع د نوعيت، د ادب او ادبيت، تاريخ، فولكور، ثقافت، ژبپوهنې يا د تحقيق له رويه كوم خاص مواد په كي نۀ دي څېړل شوي خو د انګرېزۍ په برخه كي كه كومه خاص مقاله يادېدلى شي هغه ارواښاد ډاكټر شېرزمان طائزي د ژوند او فن په موضوع د ښاغلي ډاكټر ميا سهيل اِنشا مقاله ده.
تكتو جولائي – دسمبر ۲۰۱۰ء : په دې ګڼه كي د پښتو اوؤ مقالې او د انګرېزۍ په برخه كي درې مقالې راوړل شوي دي خو له بده مرغه كه ووائيو چې د انګرېزۍ په برخه كومه داسې خاص موضوع نۀ ده راوړل شوې چې هغه دې د پښتو ژبې او ادب سره نېغ په نېغه يا بالواسطه كومه خاص علاقه و لري. خو د پښتو مقالو په برخه كي د ښاغلي ډاكټر ميا سهيل اِنشا مقاله: ’’ په شلمه پېړۍ كي پښتو ژبې او ادب باندې د سياست اثرات‘‘ ده. د دې مقالې په داخل كي چې څۀ طرح مواد څېړل شوي دي د هغو اندازه موږ له دې څخه اخذ كولى شو چې: هم دغسې په دې ګڼه كي د پښتو په برخه كي بله مقاله د ښاغلي ميا سهيل اِنشا صاحب ده. ميا صاحب په دې مقاله كي پښتو ادب په درې بيله بيلو دورو كي ځله وېشلى دى. لكه
لومړنۍ دوره د ۱۵۵۰ – ۷۴۸ء پورې
دويمه دوره د ۱۸۷۶ء – ۱۵۵۰ پورې
درېيمه دوره د ۱۸۷۶ء څخه تر اوسه پورې
ميا صاحب د دورو درجه بندي په افغانستان په حواله بيا په دې ډول كړې ده لكه په افغانستان كي چې هغۀ دا ډول ښودلې ده:
د روشنفكرۍ پړاؤ ۱۹۴۶ – ۱۸۷۶ ء پورې
د بيدارۍ پړاؤ د ۱۹۷۸ء – ۱۹۴۶ء پورې
د انقلاب پړاؤ د ۱۹۹۲ء – ۱۹۷۸ء پورې
يو منځ مهال پړاؤ تراوسه – ۱۹۹۲ء او هم دغسې هغه پړاؤ چې د ملك څخه بهر يادېږي.
په پاكستان كي دغه پړاؤنه بيا په دې ډول ياد كړل شوي دي لكه:
د ازادۍ نه مخكښې پړاؤ ۱۹۴۷ء – ۱۸۷۶ء
د ازادۍ نه پسته پړاؤ ترا وسه – ۱۹۷۴ء (۵)
تكتو جنوري – جون، ۲۰۱۱ء : د دې ګڼې د پښتو په برخه كي دوولس مقالې شاملې دي چې له دغو څخه د ډاكټر ميا سهېل اِنشا مقاله ’’ د اراباب معزالله خان مومند زمانه او ژوند‘‘ ده. په دې كي نوموړي محقق د ارباب معزالله خان مومند د ژوند او اثارو په باب ډېر قيمتي او تاريخي پلټنې كړې دي. او د دې ګڼې د انګرېزۍ په برخه كي د ښاغلي ډاكټريارمحمد مغموم مقاله: ‘‘Sufi Poetry and the Reformation of Society’’ ده.
تكتو جولائي – دسمبر، ۲۰۱۱ء : په دې ګڼې کي د پښتو كل لس مقالې او د انګرېزۍ په برخه کي څلورمقالې شاملې دي. خو د دې د پښتو په مقالو کي د پروفېسرډاكټر نصرالله جان وزير مقاله: ’’ پښتو ناول په سهېلي پښتونخوا کي ‘‘ د يادونو وړ مقاله ده چې د دې سيمې د ادب او ادبي جائزې پرته په دا سيمه كي د پښتو نثر او فكشن په حواله ډېر په زړۀ پورې مباحث شوي دي. پرته له دې په دې كي د ناول په تعريف و توضيح، په نړۍ كي د ناول اِبتدا، د ناول په هونراو فن، په پښتو كي د ناول ابتدا په حقله او بيا بالخصوص په سهيلي پښتونخوا كي د ښاغلي ناظرصادق لومړى پښتو ناول ’ وچه لښته ‘ د لومړيتوب او د دې ناول په فني ساخت او مقام په حواله ډېر ګټه ور تنقيدي بحث شوى. پرته له دې په دې مقاله كي د سهيلي پښتونخوا په ځينو نورو ناولونو هم د فن او تكنيك په حواله هم ډېر مفيد معلومات وركړل شوي دي. ښاغلي محقق په دې كي د ناظر صادق ناول ’ وچه لښته ‘ په حواله خپل اِختلاف څۀ دا ډول ښودلى:
’’ ځكه نو وچه لښته چې د يو مكمل ناول اړتياوې نۀ پوره كوي، نو بيا خو د سيمه ايز ناولونو په تذكره كي د دې د اوليت مقام په باب خو هم سواليه نشان راپورته كېږي، له دې كبله كه دې ته اوږه افسانه او يا ناول نما وئيل شي نو هم به بې ځايه نۀ وي‘‘. (۶)
پرته له دې ځينې نور ناولونه لكه د ارواښاد افضل شوق ناول ’ پروني مخونه ‘، د ښاغلي رحمت الله رحمت د ناولونو سيريز لكه ’ محبت ولې ورك شو‘او د ښاغلي فاروق سرور ناول ’ سګوان‘ هم په دې مقاله كي تر بحث لاندې راوړل شوي دي.
تكتو جنوري – جون، ۲۰۱۲ء: د دې ګڼې د پښتو په برخه كي يوولس مقالې شاملې دي خو په دې كي د موضوع او د موادو د اهميت د تناظرپه حواله سره غوره تحقيقي مقاله: ’’ د پښتو لومړۍ افسانه په پشين كه قندهار كښې‘‘ د محترم عپدالكريم بريالي صاحب ده. په دې كي ښاغلي عبدالكريم بريالي صاحب دا دعوىٰ لري چې كه چرته د قلندر مومند د پښتو افسانه په حقله دعوىٰ منل كېدلى شي نو بيا خو هغه قصه چې د اميردوست محمد خان ته تركستان د سفر په وخت اروول شوې وه، بيا خو نو هغه تر دې د مخه ده. ځكه نو پكار ده چې د پښتو افسانې بنياد نو هم له هغه ځايه و حسابل شي نۀ چې د لړم پېرنګې له پښتو افسانې څخه. په دې كي د افسانې په فن او په پښتو كي د افسانې په بنيادونو ډېر خونده ور تحقيقي او علمي بحث شوى، كوم چې نۀ يواځې د نويو محققينو له پاره بلكې د پښتو ادبياتو تاريخ څېړونكيو له پاره هم يو ډېر په زړۀ پورې مواد په لاس وركوي. پرته له دې په دا ګڼه كي د پښتو بله مقاله د محترم ډاكټر جاوېد اِقبال ’’ د اميرنواز جليا، د درد ډرامې څېړنه ‘‘ ده. چې په دې كي هغۀ د پښتو ډارمې د ابتدا او د ارواښاد اميرنواز جليا د درد د ابتدا په حقله تاريخي تېروتنو ته خاص پام ورګرځولى او هغه نيمګړتياوې چې د دې ډرامې په پس منظر كي پېشې شوي، ډېر په تفصيل سره او په كره دلائلو سره څېړلي دي. د درد ډرامې د ابتدا په حقله ډاكټر جاوېد اِقبال يو ځائ داسې ليكي:
’’ دغه خور ور بحث په نتيجه كي مونږ وئيلى شو چې درد ډرامه په كال ۱۹۳۲ء كي نه بلكې د جون ۱۹۳۰ء نه تر دسمبر ۱۹۳۰ء په منځومانه كي ليكلې شوې او ضبط شوې ده خو دا خبره لا مزيد تحقيق غواړي چې ذكر شوې ډرامه انګريز حكمرانو په كال ۱۹۳۰ء په چاپ شوي شكل ضبط كړې ده كه د مسودې په شكل ؟ ‘‘. (۷)
تكتو جولائي – دسمبر، ۲۰۱۲ء : په دې كي هم دوولس د پښتو مقالې دي چې له دوو څڅه د ډرامې د تاريخ او تاريخي پس منظر په حواله اهمه مقاله د ډاكټر ميا سهيل انشا مقاله : ’’ د درد او خدائي خدمتګار ډرامو په حقله تاريخي تېروتنې ‘‘ كي ښاغلي ډاكټر ميا سهېل انشا د ه د ډاكټر جاوېد اِقبال په تحقيقي مقاله يو څۀ نورې اِضافې او معلومامت وړاندې كړي دي او دا ئې په ثبوت رسولې ده چې د ارواښاد اميرنوازجليا پښتو ډرامه ’ درد ‘ د ليك زمانه ۵ مارچ، ۱۹۳۱ء ده نۀ چې د دې نېټې كومه وروسته ليكل شوې ده. په دا باب هغه ليكي چې:
’’ په مارچ ۱۹۳۱ء كي يو ځل بي د كالج نظم و ِبط ګډ وډ شو. دغه كال د مارچ په دريمه نېټه پوليس د اسلاميه كالج د سېكنډ ائير اميرنوازجليا نومې يو طالب علم د بغاوت ترغيب وركونكو كي پمفلټ د چاپ كولو په اِلزام كي د كالج په اِحاطه كي اونيولو. د دې پمفلټ يا كتابګي نوم ’ درد ‘ ؤ چې پښتو ژبه كي شائع شوى ؤ. په اووم اپرېل د يو حكم تر مخه حكومت د دې كتابګي ټول جلدونه ضبط كړل‘‘. (۸)
تكتو جنوري – جون، ۲۰۱۳ء : د دې ګڼه پښتو برخه كي لس مقالې شاملې دي، په تحقيق مبني او علمي مقالې دي لكه په دې كي د اهميت وړ مقاله: د ډاكټر عبدالله جان عابد ’’ د كاظم خان شېدا د دېوان چاپي متون تنقيدي جائزه‘‘ ده. او د دې د انګرېزۍ په برخه کي درې مقالې شاملې دي.
تكتو جولائي – دسمبر، ۲۰۱۳ء: په دې ګڼه كي د پښتو شپاړلس مقالې د ي چې يو شمېر مقالې ئې بيا ډېرې ارزښتناكې او په علمي معلوماتو مبني دي لكه په دې كي د ښاغلي ډاكټر لياقت پابان صاحب مقاله: ’’ د محمدصديق پسرلي په غزل كي عقلي او حسي تشبيهـ ‘‘، د ډاكټر عبدالله جان عابد مقاله: ’’ په پښتو كي د تدوين متن روايت‘‘ او د پروفېسرډاكټرنصرالله جان وزير مقاله: ’’ د وزيري لهجې دود‘‘ د يادولو وړ دي. د دې د انګرېزۍ په برخه كي بيا درې مقاله شاملې دي چې له دو څخه يوه د تصوف په موضوع د پې اېچ ډي سكالر او د پښتو څانګې استاد عبدالرحمن كاكړ مقاله:
‘‘The process conflict Resolution and the Rule of Sufi Saints in a Study of Pashtoon Culture’’ ډېرګټه ور او علمي موادو لري.
د پښتو څانګې نورې خپرونې: كه څۀ هم پښتو څانګه خالصتاً د درس او تدريس يوه څانګه ده او له تحقيق او تحقيقي خپرونو ته خاص مختصه نۀ ده مګر د پوهنتون د تېر وائس چانسلر بريګېډئر (ريټائرډ) اغا احمد ګل له دورې څخه كله چې د ايم اې هلكانو له پاره په باقاعده ډول د تحقيق يوه پرچه شامله كړل شوه نو له دې سره محصلينو د پاره د تحقيق په ډګر كي لا نور مخ په وړاندې كورسونه د شروع كولو مواقع برابرولو انتظاماتو جائزې اخيستل هم شروع كړل شول. دغسې بيا په وروستو وختو كي دا لړۍ لا پسې ګړندۍ كړل شوه. چې د دې په نتيجه كي د پوهنتون د نورو څانګو د فعاليتونو په درشل كي پښتو څانګه هم د دې جوګه شوه چې د درس او تدريس تر څنګ د تحقيق او د علمي او ادبي د اثارو د خپرونو په لړ كي هم ګټه ور ګامونو پورته كړل. په دا لحاظ پښتو څانګې تر اوسه شپږ كتابونه تر چاپ راتېر كړي. چې د هغو تفصيل څۀ په دا ډول دى.
پښتو په انګرېزي مصدري وېښود
(Dictionary of Pashto–English Infinitives )
د دې كتاب ليكوال نوموړى ليكوال محترم لطيف جان بابى دى، دا د دې كتاب دويم ځل چاپېدنه ده، چې د پښتو څانګې له خوا په ۲۰۱۱ ميلادي كال په خپله د محترم لطيف جان بابي په مال مرسته سره چاپ كړل شوى. ۲۶۴ صفحاتو باندې مشتمل دى او موضوعات ئې هم د سرليك له عنوان څخه څرګند دي چې د پښتو مصدرونو په احوالو بحث لري.
پښتو نوم (اسم) : (د نوم ډولونه، ښځينه او نرينه نومونه )
Pashto Noun Kind of noun, The noun (Gender)The noun (Number) The noun(Cast) د چاپ نېټه ئې هم دغه د بره مذكور كتاب د چاپېدو له نېټې سره برابر دى اوليكوال هم محترم لطيف جان بابى دى. موضوعات ئې د سر موضوع څخه څرګند دي، چې په ګرائمر پورې اړه لري. ټول ۱۷۷ صفحات لري.
سرګمپدنيانې: Notations
د موسيقۍ او د موسيقۍ د راګونه په اړه معلومات په دې كتاب كي څېړل شوي دي. ټول ۱۱۲ صفحات لري، د چاپېدو نېټه ئې جولائي، ۲۰۱۰ء كال ده. هغه څوك چې له موسيقۍ سره علاقه لري د پاره دا ډېر ګټه ور او د قدر وړ كتاب دى.
د خان شهيد عبدالصمدخان اڅكزي علمي او ادبي خدمات: د چاپېدو نېټه ئې مۍ ۲۰۱۲ء كال ده. كل ۱۸۹ صفحات لري. په دې كتاب كي د خان شهيد په اړه منعقد شوي سيمنيار مقالو ته د كتاب بڼه وركول شوې ده. چې د عوامي نېشنل ګوند مشر د ښاغلي اصفر اچكزي په مالي مرسته او تعاون سره تر چاپ راتېر شوى.
فخرِافغان باچاخان: دا هم د خان عبدالفغارخان باچاخان د سيمنيار د مقالو مجموعه ده چې د پښتو څانګې له خوا منعقد شوى وو او هم د ښاغلي اصفرخان اچكزي په مالي مرسته چاپ شوى.
د تحقيق لارښود: د تحقيق او د تحقيق د لارښودنې په اساس د ښاغلي خليل الرحمن المعروف خليل باور يو ډېر په زړۀ پورې تحقيقي زيار دى چې د تحقيق په ډګر كي او له تحقيق سره ربط لرونكي محصلينو له پاره په پښتو ژبه يو ډېر ګټه ور كتاب دى. د چاپ نېټه ئې ۲۰۱۲ء كال ده، او په ۳۳۱ صفحاتو مشتمل دى.
يوه تنقيدي جائزه: مګر اوس كه د پښتو څانګې دغه فعاليتونه يو څۀ قدر د تنقيد په سترګه اوځيرو او هغه هم محض په دا غرض چې د دې څانګې د روښانه سباؤن د لا ښۀ كولو هيلې لا را څرګندې شي. لومړۍ كه موږ د څانګې له خوا خپرېدونكې تحقيقي جرنال تكتو په تنقيدي نظر څېړنه كوو نو د هغې لنډيز څۀ دا ډول بيانولى شو لكه :
د دې جرنال هره ګڼه او په دې ګڼو كي هره مقاله تر ډېره حده د ستائنو وړ ده مګر بيا هم يو څۀ نيمګړيتاوي په كي شته لكه : د دې د كمپوزنګ په چارو كي ګڼ شمېر تېروتنې لېدل كېږي. يعني په دقيق نظر سره د اِملا او رسم الخط چارو ته پام نۀ ده وړ شوې ده. پرته له دې ځينې مضامين يا مقالې داسې دي چې هغه بېخي ډېر سطحي او عاميانه معلوما خوروي. بل دا چې له يو محقق سره سره د معاون محقق يا ورسره د دريم محقق نوم هم ياد كړل شوى، ګوره چې دا دانسته كار دى كه نادانسته. زما په فكر په ادبياتو كي پرته له لسانياتو، كلتور او فولكلور په نورو مواردو کي دا نمونه كار به كوم خاص ګټه ور نۀ وي. پكار دا ده چې له دغه ډول پرېكټس څخه اِجتناب وكړل شي. د دې مجلې په اِدارتي بورډ کي كه څۀ هم اكثر نومونه ډېر د قدر وړ دي مګر بيا يو څۀ داسې دي چې هغه په خپله اِدارتي بورډ كي خو شامل دي مګر تراوسه په دې مجلې کي د هغوئ كوم يو مضمون يا مقاله نۀ ده چاپ شوې. د تحقيقي موضوعاتو په لړ كي د ګرائمر، لُغات، ژب ښودنه، تاريخ او فولكلور خوا ته بېخي ډېره لږه توجه شوې ده. پرته له دې تنقيدي موضوعاتو ته هم كومه خاص پام لرنه نۀ ده شوي سوائې د يو څو نامتو مشرانو اديبانو چې په دې لړ كي د خوند او معلوماتو ډكې مقاله ور اِضافه كړې دي. د خپل دې مضمون په اخر كي دا ووايم چې د دې مجلې د انګرېزۍ برخه دې يا خو له مينځه اوايستله شي او يا دې د پښتو موضوعات په ګټه تمامې كړل شي. نۀ چې غېرمتعلقه مواد دې په كي را يو ځائ كړل شي.
خو په مجموعي توګه كه موږ د دې رساله يو تاثر وړاندې كوو نو هغه دا چې: په داسې حالاتو كي چې پښتو ژبه په علمي او ادبي ډګر كي له زښتو حالاتو سره مخ ده، بيا هم د داسو تحقيقي او علمي مجلو اِجراد پښتو ژبې او ادب د خدمت په ډګر كي يو نيك پال دى. ځكه چې له يو څۀ څخه د شتون هيله كېدى شي نۀ چې د نيست څخه څۀ لاس ته راتللى شي. يعني له خام موادو څخه پاخۀ، كره او تِللي مواد حاصلېدلى شي. په دا اساس موږ ترې په دا هيله يو چې نۀ يواځې د دې مجلې بلكې دا رنګه يو لړ نورو مجلو په اِجرا كولو سره به د پښتو ادب په چمن زار كي رنګا رنګ ګلونه را وټوكېږي.
په بلوچستان پښتو څانګه كي د درس او تدريس، تحقيق او علمي كارونو پرته يو لړ نورې سرګرميانې لكه: د هر كال په مناسبت په بيله بيلو موضوعاتو سيمنارونه او كانفرانسونه، مذاكرې او د مشاعرو اهتمام هم كولې شي. پښتو څانګه د خپلو محصلينو د پاره د لا زياتې مطالعې او د تحقيق په لړ كي مرستې د پاره ځانته يوه سيمنار لائبريري هم لري چې تر څۀ يوې اندازې څلورزره كتابونه د پښتو، اردو، انګرېزۍ او فارسۍ په بيله بيلو موضوعاتو موجود دي. پرته له دې يو بل ټكى ده چې په پښتو څانګه كي د چېرمين پښتو څانګه پروفېسرډاكټرنصرالله جان وزير په هڅو د ’’د خان شهيد عبدالصمدخان اچكزي‘‘ په نامه د ډيجيټل لېب د پرانستو په مرحله كي ده، چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د دولتي غړو لكه: د ښاغلي محترم وليم بركت صاحب،(دلس لكهاكالدارې) دښاغلي محترم نصرالله زېري ( پينځه لكهاكالدراې)،د مېرمن محترمه عارفه صديق (پينځه لكها كالدارې) او د مېرمن محترمه معصومه حيات ( لس لكها كالدارې، مګر تر اوسه ئې مالي مرسته بشپړه نۀ ده ) په مالي مرسته پرانستل كېږي.
حوالې
(۱) سلطان محمد صابر، ’’ ادب او ثقافت وادئ بولان مين‘‘، بزمِ ثقافت كوټه، يكم نومبر، ۱۹۶۶ء، مخ: ۱۴
(۲)عبدالكريم بريالى، ’’پښتو ادب بيسوين صدي مين‘‘، قلم قبيله، اپرېل، ۲۰۰۰ء، مخ ۵۳.
(۳) په حواله فرام دي سليكشن اف دي پوئټري اف افغان لندن، ۱۸۶۲ء، ري پرنټ پاكستان، ۱۹۷۸ء مخ ۲۶۹ او د تكتو مقالې حواله: مخ ديارلس
(۴) بالِ جبرائيل به حواله تكتو مخ ۱۳
(۵)ميا سهېل انشا، تكتو ۲۰۰۹ء مخ ۶۵ – ۶۶
(۶) تكتو جولائي – دسمبر، ۲۰۱۱ء. مخ ۱۳
(۷) تكتو جنوري تا جون، ۲۰۱۲ء. مخ ۹۹. ۱۰۰
(۸) تكتو جولائي دسمبر ۲۰۱۲ـء. مخ ۱۱ .
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ