ليکوال:                              ډاكټرنصيب الله سيماب

 

د مجلې ګڼه:
د مجلې د چاپ نېټه:

 

د خان شهيد د رهنمائي خصوصيات

 

 

كه چيري موږ د نړيوال تاريخ مطالعه وكړو نو دا شى په نظر راځي چي ډېر كم خلګ داسې وي چي د قام او وطن په اړه فكر كوي او بيا هغه فكر ته عملي بڼه وركوي، او د تحريك په بڼه كي يې د قام او وطن د سوكالۍ او پرمختګ باعث ګرځوي. د دا رنګه خلګو شمېر ځكه ډېر كم وي چي دا صلاحيت خداداد(خدايي ورکړه) وي.الله پاك په هر چا كي يو داسي صلاحيت ضرور ايښى وي چي هغه په نړۍ كي د ژوند كولو دپاره وسيله ګرځي، څوك سائنسدان وي څوك ټولنپوه وي څوك اديب وي دا رنګه نور ډېر صلاحيتونه.كوم خلګ چي د تحريك باعث ګرځي په هغه كي دا ټول صلاحيتونه په يوه نه يوه بڼه كي موجود وي.ځكه نو د خپل قام او د ټولني دپاره د لارښود حېثيت لري.رهنمايانه كردار لرونكي خلګ په قامونو كي خال خال پيدا كېږي.

د قام رهنمائي په دوه ډوله ليدل كېږي يو مادي، بل روحاني. روحاني اړخ زياتره له دين سره تړل شوى وي او مادي اړخ له دنيا سره تړل شوى وي.د دې اختلاف مېنځ ته راتګ خپل تاريخ لري او تر شا يې خپل اغراض درلود، ځيني قامونه تر خپل لاس لاندې ساتلو دپاره دا وېش غاصبانه فكر لرونكو ډلو رامېنځ ته كړی دی.

 زما ليك په دې حواله نۀ دى بلكې دا خبره ځكه ضروري ګڼم چي د قام رهنما خلګ چي حقيقي رهنمائي په غاړه لري، دا شى په نظر كي ساتي، هغه د خپل قام د مزاج نباض وي، د خپل قام په ستونځو او ګټو خبر وي، او په دې هم خبر وي چي كومه نظريه زما د قام او وطن د قامي ژوند دپاره ګټوره ده. دا رنګه خلګ د قام دينوي او دنياوي دواړې ګټې په نظر كي ساتي، د دې ګټو په تناظر كي د خپل جدوجهد لومړۍ خښته ږدي، قام ته د خپلو ديني او دنياوي ګټو شعور وركوي. په دې يې پوه كوي چي د نړۍ سره د قامونو په مېنځ كي ژوند په كوم اصول په كار دي.

دا رهنمائي داسي خلګ، په دې خاطر نۀ كوي چي په خلګو كي د رهمنا مشر او پوه په څېر پېژندګلوي غواړي بلكې خپل ديني او قامي فريضه يې ګڼي. ځكه نو له چا څخه د څۀ خراج توقع نۀ لري.دا رنګه خلګ بيا قامونه په خپلو زړونو كي ساتي او د هغوئ افكار د خپل ژوند دپاره د لارښونې باعث بولي، دا رنګه خلګ د ټول قام ګډه شتمني وي، د هغوئ د افكارو سره اختلاف كېداى شي د هغوئ له طريقۀ كار سره اختلاف كېداى شي خو د هغوئ اخلاص او كار سره اختلاف كول د قامونو دپاره بې ګټې وي بې ګتې څۀ چي د قامونو د تقسيم باعث ګرځي.

زۀ نن د پښتون قام د يو داسې رهنما ذكر كوم چي هغوئ په خپل كار او اخلاص د پښتون قام د پرمختګ دپاره د رهنما حېثيت لري، لكه خان شهيد عبدالصمد خان اڅكزى. خان شهيد دا حېثيت ولې لري؟ راشئ چي لږ د دۀ پر ژوند نظر واچوو:

خان شهيد په داسې وخت كي سترګې روڼوي چي د پښتون قام او وطن له ډېر ستونځو سره مخامخ دى. د پيرنګي كاري وار يې پر وجود د وېش كرښه راكښلې وه او ورسره سره يې په فكري حواله هم د كرښې كښلو هڅې روانې وې، پښتو ژبه د خپلې بقا په جنګ اخته وه او اولس يې د غلامۍ په تيارو كي ژوند كاؤ، كلتور يې له منځه روان وو، د علم رڼا يې په ذهنونو كي خپلې وړانګې نۀ وې غوړولې، ځكه چي پښتون قام تل له داسې حالاتو سره مخامخ پاته شوى دى چي د قلم پر ځاى يې توره د بقا ضامن وه. دا د شلمې مېلادي پېړۍ د لومړۍ لسيزې حالات دي چي خان شهيد په كي پيدا كيږي. د وخت د تېرېدو سره سم د خپل خدا داد صلاحيت په وجه خان شهيد د حالاتو ادراك كوي، د قام او وطن ستونځې په نخښه كوي، كوم وخت چي غازي امان الله خان په 1928ء كي د چمن له لارې د اروپا په سفر ځي خان شهيد يې هم د هركلي په جم كي ولاړ دى. هلته چي خان شهيد كوم حالات ويني د خپلې غلامۍ او بې نظمۍ احساس ډېر په شدت ورته كيږي. خان شهيد وايي:

"ما چي دا وليدل نو ډېر خواشينى شوم او دې فكر واخستم چي موږ پښتانۀ او هندكيان ولې دومره سپك يو، په كار خو دا ؤ چي نن د پښتنو باچا د پښتنو خپل فوجي كنډك سلامي وړاندې كړې واى او كه نۀ هندكيانو به ورته كوله خو دا څۀ رنګه خبره ده چي سلامي انګرېز وركوي او هندكيان ولاړ دي د هغوئ بوټان پاكوي، دا هرڅۀ زموږ او د هندكيانو د مريتوب نتيجه ده".

عملي هڅې خان شهيد له كوچنيوالي لا پيل كړې وې خو څومره چي يې د عمر مزلونه وهل دغومره يې فكري مزلونه وهل، د پښتون قام او وطن پر حالاتو باندې يې غور كاؤ او د حل لارې يې سنجولې، د خان شهيد د ژوند د مطالعې څخه دا شى په ډاګه ښكاره كيږي چي هغه د پښتون قام دپاره كوم څۀ ضروري ګڼل، دا شى دۀ له هغو حالاتو څخه اخذ كړل كوم چي هغه وخت پښتون قام ورسره مخامخ ؤ.

لومړى دا چي پښتون قام بايد په علم منور شي، هغه كه عصري علم وي كه ديني علم، دا تنده يې لومړى په خپل ځان كي احساس كړه او د خپلو پيروكارانو دپاره يو مثال وګرځېدو، خان شهيد په خپل ژوند ليك كي ليكي:

"په ډيلي كي مي يو وخت مولانا ازاد ته وويل د يو څو تپوسونو دپاره كه اوزګار يې وخت راكړه. هغه راته وويل سبا سهار چي څومره وختي را رسېداى شې راشه، دى په دريا ګنج كي اوسېدئ او زۀ په سبزي منډۍ كي، سهار په درې بجې پاڅېدم هغه وخت ټانګۍ ټرام يا بله سواري هم نۀ وه نزدې څلور يا پنځۀ ميله په پښو لاړم، پر څلور نيمې بجې ورورسېدم هغوئ تيار ناست ؤ شنې چائې لا نۀ وې راغلې".

دا هغه عمل دى چي لارښود يې خپلوي او د خپل قام دپاره مثال ګرځي، په قول او فعل كي يې له تضاد څخه راګرځوي، خان شهيد دا ادراك كړى ؤ چي قام په قرآن باندې په حېث د مسلمان بايد خبر وي او دا خبرتيا بايد تر ملا او جومات پورې محدوده پاته نۀ شي ځكه يې د ابو الكلام ازاد د قرآن شريف تفسير د ژباړلو هوډ وكړ. او د پيرۍ او مريدۍ چي كومه سلسله په پښتون قام كي په غلطه طريقه روانه وه د هغه د لارښونې دپاره يې د امام غزالي كېميائي سعادت هم وژباړلو. دا رنګه يې د نړيوال ادب څخه "د ازادۍ افق" په نامه هغه ناول وژباړلئ چي د قام د ازادۍ په شعور كي اضافه وشي. دې رهنما خپل فكر ډېر په ښايسته انداز په درو مهمو برخو كي په كار راوستى او درې جلا جلا علمي سرچينې يې و ژباړلې لكه قرآن كريم، تصوف او ادب چي د ټولنې په جوړېدو كي مهم رول لري.

دويم د قام د ږغ رسولو دپاره تر هنده ولاړئ او د هر هغه چا سره يې وليدل چي هغه په دې كار كي له دۀ سره مرسته كولاى شوه، خپلو او پرديو ټولو ته يې ليكونه وليكل او د ازادۍ دپاره يې وهڅول، د پښتون قام دې رهنما د خپل قام دپاره د سوكالۍ په خاطر پر هر در ودرېدئ او خبره يې دلته نۀ پرېښوده بلكې د رسنۍ د اهميت او ادراك له كبله يې دې خوا ته توجه وركړه او د استقلال په نامه يې اخبار پيل كړ. د اخبار په سر مقاله كي يې په ډاګه وليكل چي اخبار به د سركار، سردارانو د ظلم په ضد ږغ پورته كوي او د بلوچستان د اولس ږغ د سياسي حقوقو غوښتنې به د هند كونج كونج ته رسوي، او داسې به د صوبې اولس د هندوستان او نړيوالو حالاتو څخه خبر ساتي، دا كار يې ځكه وكړ چي خان شهيد په دې پوهېدئ چي تر څو خپل اولس په نړيوالو حالاتو خبر نۀ كړي تر هغو پورې په خپل حال هم نۀ شي خبرېداى او نۀ د خپل حالت ادراك كولاى شي. د دې ستر مشر رسا فكر هغه وخت په دې رسېدلى ؤ چي د رسنيو كردار د قامونو په پرمختګ كي څومره مهم دى. د دې اهميت اندازه د نن له رسنۍ څخه كېداى شي. تاسو وګورئ نن چي كوم اهميت د حالاتو په جوړولو او ورانولو كي د رسنۍ دى بل هيڅ يو اداره يې نۀ لري.

دريم ژبه او كلتور:  د نړۍ هر قام چي پرمختګ كړى دى هغوئ په خپله ژبه كي د علم له لارې كړى دى. كوم قامونه چي غلام پاته شوي دي د هغو ژبه هم غلامه وي، ځكه پښتو هم له دې ستونځو سره مخامخ وه. غاصبو قوتو په بدل كي نورې ژبې پښتون قام ته په دې خاطر وركولې چي هغوئ له خپلې ژبې څخه پردي كړي ځكه چي انګرېزان په دې پوهېدل چي تر څو ژبه ورسره وي، بيا به يې تاريخ هم ژوندى وي او كلتور به يې هم په سالمه بڼه كي موجود وي، پر ژبه باندې وار كول د قام پر هره شتمني وار دى. كه تاريخ دى، كه كلتور دى، كه ادب هغه په ژبه پورې تړلى وي، د قام د پېژندګلوي تر ټولو ستره ستن ژبه ده، خان شهيد په دې هكله د پښتو ليك دود سره سره هر كار په پښتو ژبه كړى دى. هغه په دې حواله دومره حساس ؤ چي د بلې ژبې توري يې لا په پښتو كي نۀ خوښول، پر كلتور يې دومره ژور نظر ؤ چي په ژوند ليك كي يې له ورايه ليدل كيږي. د بېلګې په توګه مجلس، كونډه، ولور، تېښته او داسې نور رسم او رواج ته يې په حقيقت پسندانه سترګه كتلي دي. په دې اړه د خان شهيد كار ډېره څېړنه غواړي چي دلته يې احاطه نۀ شي كېداى.

څلورم د يو داسې تحريك دپاره پلېټ فارم غوره كول ؤ چي دا هرڅۀ په عملي توګه د اولس په ګډه ترلاسه كړي، ځكه چي په يكړ سر دا كار نۀ شو كېداى، د هغه دپاره يې په عملي كار لاس پورې كړ او د انجمن وطن په نامه يې لومړۍ خښته كښېښووه، دا رنګه يې اولس ته د خپل حق اخستلو دپاره دا پلېټ فارم هم وركړ.

خان شهيد په دې ټول جدوجهد كي د عمر زياته برخه په جېل كي تېره كړه، د خپلو بچيانو څخه ليري، د قام د بچيانو د سباؤن په خاطر يې خپل هرڅۀ قربان كړل، تر دې حده چي خپل سر يې هم وركړ. 

د دې ټول بحث څخه يوه پوښتنه را پورته كيږي چي موږ پر دې لومړۍ خښته څومره دېوال وهلى دى. قام ته مو علم څومره وركړى دى. رسنۍ څومره لرو؟ او هغه تر كومه حده د قام ملي، كلتوري، تاريخي او ديني ګټې ساتلې دي؟ ژبې مو څومره ترقي كړې ده او كلتور مو څومره پر خپل حال دى. 

خان شهيد خو د رهنما په حېث خپله ذمه واري پوره كړه، موږ ته يې كومه ذمه واري پرې ايښې ده او هغه موږ تر كومه حده پوره كړې ده؟ دا هغه پوښتنه ده چي بايد فكر ورباندې وشي.

كوم نهال چي خان شهيد لګولى ؤ او خپله وينه يې وركړې وه، د هغه ابياري څومره شوې ده، كه نۀ ده شوې، څۀ وجوهات لري؟ كه شوې ده نو اثرات يې ولې نۀ ليدل كيږي؟.

 

 

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba