ليکوال:سليم بنګښ
د مجلې ګڼه: څلورم
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر - دسمبر ۲۰۱۴
زۀ په خرفقان کي د سمندر په غاړه ولاړ يم ماته په سمندر کي هغه پښتانه ښکارېږي کوم چي په جتو کي راغلي دي او دلته په سمندر کي غرق شوي دي.
کاروانونه، قافلې، جتې دا ټکي په يوه معنا کي استمالېږي. په خوا به چي پښتانه يو خوا يابل خوا تلل راتلل نو د قافلو په شکل کي به تلل. دغو قافلو ته به کاروانونه هم ويل کېدو . دغه قافلې به پياده يا په خرو کچرو اسونو او اوښانو راوانې وې. يورپ پورې خلق تلي دي خو چي کله دا خلق د عربو په طرف روان شول نو دغو کاروانونو ته د جتو نوم ورکړې شو .
پښتون هر وخت په سفر کي پاتې شوې دی. او د پښتنو په اولسي ادب کي ځائ په ځائ د دې ذکر هم شوې دی . لکه چي
تۀ په کاله خوشاله اوسې
په ما د څاڅي د دکن زاړه څپرونه
او کله کله ورته چنغلې هم ټپه کړې ده چي
مسافري په بې غمۍ کړه
ترله د خپله په نامه دي ناسته يمه
او د کرمې په دي سندرې کي خو د يوه پښتانه د پهانسي کېدو ذکر هم دی چي نوم يې محمد نزير دی هغه خپل د ترۀ زوی په چاړه وهلی ؤ چي
خېژه محمد نزيره
غرغره لکه د بصرې په مېدانونه
خو دغه سفر خو مخکښي بغېر د پاسپورټه ؤ . دا به د ١٩٦٧ خوا او شا ورځې وې چي پښتانه په دې پوهه شول چي پاسپورټ يو دستاوېز وي او په دې د بهر ملک سفر کېږي . خو د پښتنو دپاره د پاسپورټ جوړول څۀ اسان کار نۀ ؤ . او بيا د لرې لرې کليو خلګ خو بېخي په دې نۀ پو هېدو چي پاسپورټ څۀ وي.
په خوا به هر څوک روان شول د بمبۍ د کلکتې او د بصرې سفرې به يې کولې. دا متل به کېدو( چي هندوستانه په چارې ودانه ) نۀ يم خبر چي کله نه،يا کېدای شي چي دويم عالمي جنګ نه ورستو حا لات بدل شو او په تګ راتګ بندېزونه ولګېدو د هر ملک حد معلوم شو نقشې جوړې شوې او د ملکونو تر مېنځه تګ راتګ لږ ګران شو . د ترقي يافته ملکونو حدونه مخکښي نه معلوم ؤ خو دلته په سهېلي ايشيا کي حالات د يورپ په شان نۀ ؤ دا چي کله انګرېز راغلی دی نو دې طرف ته پام ګرځېدلی دی . د پاسپورټ دپاره به دڅه روپو د سيکورټي په شکل کي جمع کول ؤ او فيس يې خپل ؤ. زمونږ خلګ خو ډېر غريبان وو هغوی سره دومره روپۍ نۀ وې چي پاسپورټ يې جوړ کړی وای.
په دغو ورځو کي په قطر او په اماراتو کي تېل ( پېټرول ) راوتلي ؤ. دنيا نه خلګ د عربو په طرف روان وو . د پښتنو په مزاج کي خو هسي هم سفر ؤ او بيا يې عربو سره روحاني تړون هم ؤ ، غريبي هم وه نو عربو ته د تلو يو غږ پورته شو . هر کور نه کسان روان شو نۀ يم خبر چي هغه اولنی سړی څوک ؤ چي هغه اولنۍ جته عربو ته بېولې وه. خو چي چا درې څلور سوه روپۍ پېدا کولی شوې نو هغۀ د عربو تګ ته ملا وتړله . تنکي تنکي زلمي روان شول که چاته اجازت نۀ و نو هغه په پټه ځان يارانو سره تيار کړی ؤ. روپۍ به يې په پور راخستې خو تلو به، يارانو دوستانو نه به يې لږې لږې روپۍ رواخستې . ديارلس کلن څوارلس کلن تنکي ځلمي به روان و هغوی به سکولونه او مدرسې پرېښودې او د عربستان تګ ته به يې ملا وتړله . عربو ته به جتې تلې . تقرېبًا هره مياشت به جته راوانېده .د ډېرو جاتو حال به راغلو چي نيول شوي دي يا پوليس ورباندې ډزې کړي دي ځني جاتې به تېرې هم شوې. هر چا به جاته نۀ شوه بېولې د جاتو د بېولو به مخصوص کسان وو. هغوی به هر کس نۀ کمې زياتې سل روپۍ اخستې . هغوی ته به لارې معلومې وې . زمونږ په علاقه کي به متوجاتې بېولې. الياس ټلوال چي جاتې کي چا سره لاړو د هغۀ نوم بالا جي و ځکه يې ويلي ؤ چي
نۀ د کمبل شته نۀ ټکاله جي
چرته ورک شوې بالا جي
په هرې جاتې کي به کم او زيات درې سوه کسان وو . دغو کسانو به اجازت واخستو خپلو پردو نه به يې بخښني وغوښتې لکه چي په مرده ژړا کېږي دو مره ژاړه به وشوه سندرې به اويل شوې ( د خوشالۍ او د خفګان په موقعه دواقعې مناسبت سره سندرې ويل کېږي چي په هغو کي د خوشالۍ يا د درد ټپې وي ) او ټولو کسانو به ځان سره د اوبو پتکې يو څادر ، وړه، مالګه، مصالحه او نور د سفر سامانونه او څۀ روپۍ راواخستې . ځني کسانو به ځان سره ګوړه پياز او وچه ډوډۍ هم راواخسته چا ته به کور والاو رنځوخۍ ( وړو نه پخېږي خواږې وي تر ډېره موده پورې نۀ خرابېږي ) هم پخې کړې.چا ته به يې پخې اګۍ هم ورکړې. چا ته به يا رانو دوستانو خپلو خپلوانو هم څۀ تيار کړي ؤ. چا به پخې اګۍ راخستي وې چا به وچه حلوا پخه کړې وه، چا به نغدې روپۍ ورکړې چي پکار به يې شي. بهر حال هر چا به خپلو يارانو ته د وس مطابق څۀ څيز راوړی ؤ.
هرڅوک به مور پلار جتې سره تلو ته نۀ پرېښودو خو غرېبي دومره وه چي هر چا به په اور ځان اچولو خو د څۀ ګټلو کوشش به يې کولو. ډېرو کسانو په کراچۍ حېدراباد کي خرکاري کړي ده خو د دوو پېسو د ګټلو کوشش يې کړی دی. دا جتې به ټل سره نزدې د درو ميلو په فاصلې بلندخېلو نه په زړو زړو ټرکونو کي د بنو په طرف تلې . بلند خېلو کي بنګش اوسي خو په اورکزئي اېجنسۍ کي راځي او نرمه لهجه لري ولي د نورو بنګشو لهجه سخته ده . بلند خېلو پورې به ياران دوستان خپلوان جتې سره پياده تلو هر څوک به خپل ملګري سره روان ؤ په بلند خېلو کي به يو بل ته غاړې ورکړې او رخصت به يې واخستو . د جتې کسان به په بسونو کي نۀ شو تللي ولي چي کرايه به زياته وه. دا جاته به په ټرکونو کي لکه د ګډو بزو تله. کسان به ډېر وو نو يو په بل به ناست وو. د خوځېدو ځائ به نۀ ؤ. اول به بنو ته د شمالي وزيرستان د عېدک په لارې په کچه سړک لاړل. بيا به بنو نه په ټرک کي دغه د جاتي خلګ په کچه لارو ډېره اسمعيل خان ته لاړل. ځائ په ځائ به ټرکونه بدلېدل. د جاتې کسان به ټرکونو نه ښار نه به بهر کوزېدل چي کله بي مشر ټرک راوستو نو دوی به په بل ټرک کي سواره شول او هلته نه به د سندهـ په طرف په ټرکونو کي روان شول. پاخه سړکونه نۀ ؤ او که بيا ؤ نو ډېر کم ؤ. شپه ورځ به يې مزل کولو. چي کله به سکهر ته نزدې شو نو لار به يې بدله کړه. سکهر ته به نۀ تلل بلکې خوشي ځنګل ته به يې جاته بوتله او يا به يې د روړۍ د سټېشن په خوا کي د څپرونو په هوټلو کي دېره کړل چي هغه وخت دا ځايونه دومره اباد نۀ ؤ . دغو کسانو به پخلی په خپله کولو. وړه به يې نغښتو او ترکاري به يې پخوله. د دغې جاتې مشر به دغه جاته بل مشر ته چي سندهی به ؤ وسپارله خو جاتې سره به په خپله هم ورسره ؤ. د جاتې مشر به اول دغو خلګو نه خپل فيس اخستی ؤ. که بيا چاسره روپۍ کمې وې نو مشر به ورسره ګزاره هم کوله يا به يې ورته اووې چي کله ورسېږې نو بيا به يې راکړې. دلته د يوه کردار ذکر کول غواړم هغه ځني دکانداران وو چي کوم کسان به دوبۍ ته لاړل او واړه به يې پرېښول نو دغو دکاندارانو به د دغو خلقو کورونو ته خرڅ ورکولو چي بيا به دوی روپۍ وګټلې نو دغو دکاندارانو ته به يې راولېږلې. ډېرو کسانو سره پاتې شوي هم دي. خطونه به هم د دغو دکاندارانو په نومونو راتلو هغوی به بيا کورونو ته رسولو.
سندهـ کي به جاته ځنګلو ته بوتلې شوه. په ځنګل کي به جاتې واړولو دلته به يې شپې کولې او د جاتې مشر به په ټرکونو پسې ګرځېدو او داسي به بيا زاړه زاړه ټرکونه پېدا شو. سندهـ نه به هم کسان جاتې سره ملګري شو او ماته خو الياس الدين ټلوال خبره کوله چي په جاتې کي مونږ سره سکهر نه ښځي هم ملګري شوي وې. اعلان به وشو چي ځان سره اوبه او د خوراک سامان راواخلی. اوبه به مو راوخستې او د خوراک په سامان کي به چڼې او څۀ نور د خوراک لکه وچه ډوډۍ يا نور داسي خوراکي سامان چي د خرابېدو وېره به يې نۀ وه راواخستې شو. د نن سبا غوندي پېک شوي سامانونه نۀ ؤ چي کلي نه به کوم خوراکي سامان راخستي شوي ؤ، هغه به ختم شوي ؤ او داسي به دغه جاته د بلوچستان په طرف روانه شوه. شپه ورځ به مزل کېدو. جاته به يا خو کوټې ( د کوئټې ښار نه به ليري چرته خوشي ځايونو ) ته لاړه او يا به يې دګوادر خوا ته ځان رسولو. ټرکونه به ودرېدل مخکښي به نۀ سړک ؤ او نۀ به د ټرک د تلو لارې وې. د ګوادر لارې هم کچه وې او که بيا پخې لارې وې هم خو جاتې به په پټه په کچه لارو تلې. هلته به ټرکونو نه کسان کوز شو او پيا ده مزل به شورو شو. کسانو سره به اوبه او د خوراک سامان ؤ. د جاتې مشر به هدايات ورکولو چي اوبه ډېرې کمې استمالوی او خوراک ډېر کم کوی. خو ځني کسان يا خو نيازبين وو او يا به بې فکره وو هر څۀ به يې بې وخته ختم کړو. بيا به يې تندي نه ژبي راوتي وې. د خوراک درک به هم نۀ ؤ. ډېرو تنکو ځلمو به ژړل نه به چا لوږه برداښت کولای شوه او نۀ تنده. اخر به جاته د ګوادر غرونو ته ورسېده. دلته به جاتې دمه کوله او د جاتې مشر به لانچونو پسې ګرزېدو. د ورځې به جاته په غرونو کي پټه نا سته وه. دنګ دنګ غرونه به ؤ چا به ويل چي په دغو غرونو کي پېريان اوسي د غرونو سرونه به داسې ښکارېدو لکه چي پېری ولاړ وي. ابادي بېخي نۀ وه. د اوبو درک به نۀ ؤ او د جاتې کسانو ته به د ګرزېدو اجازت هم نۀ وو، ولي چي د پوليس کسان به په سپينو جامو کي ګرزېدل او جاتې به يې نيولې. ډېر کسان به د شپې ورک شول يا به پاتې شول خو چي د چا ملګري وو هغه به يو بل نه خبرېدل. ګرمي به وه مياشي به وو او د خوراک او د اوبو به ډېر تکليف ؤ. کله کله به چرته نزدې کلی ملاؤ شو نو بيا به په کسانو کي سا راغله د اوبو درک به ولګېدو. که چا سره روپۍ وې نو هغه به د خوراک سامان هم واغستو. ګنې کسان به بيا اوبو پسې ګرځېدل چي چرته به اوبه ملاؤ شوې نو زېری به وشو. جاتې به اوبه وڅکلې او خپل پتکي به يې هم اوبو نه ډک کړل. هغه اوبه به د څکو نۀ وې خو مجبوري به وه. داسي به هم کله کله وشول چي ځني کسان به د اوبو د لاسه بيماران هم شول. کله کله به کسانو مجبورًا د سمندر ترخې اوبه وڅکلې چي هغې نه به هم په دوی بيماري ولګېده نو بيا علاج چرته ؤ. داروګان خو د سره چا پېژندو هم نه.
په ګوادر کي هم ابادي نۀ وه. يوه کس خبره کوله چي ما ته ځائ نۀ دی ياد خو زموږ جاته يوه شپه د هندوانو په پټي ورغه، ښۀ وږي او تږي ؤ هندوانې مي پرې کړې هغه کچه وې خو موږ وخوړې چي مالک يې راغلو نو موږ روپۍ ورکړې هغه نه اخستې خو موږ په زوره ورکړې.
د جاتې مشر به لانچونو پسې لاړو او يا به حالات خراب ؤ يا به لانچونه نۀ وو نو د جاتې مشر به بيا ورپسې ايران ته هم واوښتو چي کله به لانچونه پېدا شول نو هغه به د جاتې کسانو دپاره کم ؤ خو دا کسان به لکه د ګډو او د بزو وروختل او يو بل د پاسه به ناست ؤ. د لانچ ډرائيور به چغې وهلې چي ځائ نشته خو په نشته څوک پوهېدل. ما ته يوه تن خبره کوله چي په سټه ( قد ) ورکوټی ؤچي شپه وه ( لانچونه به د شپې راتلو ) زۀ به يې لانچ نه راګزارولم خو زۀ به بيا ورختم ملګرو به مي چغي وهلې چي دا زموږ ملګری دی بيا به يې پلار موږ نه تپوس کوي ويل يې چي ټولي اووه ورځې مزل ما د لانچ په تختې کړی دی. دا مزل به اووه ورځې و خو کله کله به لسو پنځلسو ورځو ته هم واوښتو. ما ته يوه ملګري اسلام ګل حاجي خبره کوله چي زۀ ډېر ورکوټې لاړم. ويل يې چي موږ د سمندر په غاړه سامان سره د شپې روان ؤ لانچ ته ورتلو نو د سمندر په غاړه کوني کبر crabs لوی لوی غارونه کړي وو. موږ به په هر قدم دغو غارونو کي غورځېدو پاسېدو . خو چي کله ځائ ته ورسېدو نو لانچ په سمندر کي ولاړ ؤ. يوه وړه کشتۍ وه چي په چپو به تله، موږ وروختو خو ما تا کس دا نصيحت کړی ؤ چي تۀ وړوکی يې په سمندر کي کشتۍ اوړي راوړي چي کله د تا طرف ته اوچته شي نو لانچ ته ټوپ وهه . وائي چي زۀ چي کشتۍ کي کښېنستم نو چي څنګه لانچ ته ورسېدم او چي څنګه زما طرف اوچت شو نو ما کشتۍ نه ټوپ وراواهلو خو دومره تېز ټوپ مي اواهلو چي هغه د لانچ د کمرې دروازه خلاصه وه زۀ نېغ لاندي پرېوتم خوږ شوم، خوکه خوږ وم نو موږ په خوږو څۀ پوهېدو. کسان راپسې ګرځېدو تربوران مي هم راسره وو. ما ورته اووې چي زۀ کوټه کي لاندي يم. ډېر کسان کوټې ته راکوز شو پاس هم په لانچ کي ځائ نۀ ؤ. يو وړوکی غوندي لېټرين په کي ؤ چي هغه هم صحيح نۀ ؤ. په لانچ کي د شپېتو يا اوويا کسانو ګنجائش وو او موږ په کي دوه سوه کسان ناست وو. سمندر مست شوی ؤ، طوفان ؤ، ټولو به ازانونه کولو او کليمې يې ويلې لانچ به اوبو شل فټه اوچت کړو او بيا به اوبو ته راګزار شو. د جتې کسانو د لانچ ډرائيور ته اووې چي موږ واپس کا، خو هغه کله منله. سمندر کي نور جهازونه هم وو. څپو به اوچت کړل بيا به يې راګزار کړل. داسي به ښکارېده لکه چي جهازونه ورک شول خو بيا به راڅرګند شول. زۀ وېرې نه لانچ ته پاس نۀ يم راختلی. په اخري ورځ د سحر غرونه کسانو ولېدل خوشالي جوړه شوه نو زۀ هم د ترۀ ځامنو پاس راوغوښتم چي کله راوختم او د سمندر څپې مي وليدې نو ډېر ووېرېدم خو ناکام ؤ. لوئ لوئ لکه د مېخو مايان به د لانچ په خوا کي ګرځېدل. کله کله به مستۍ نه په سمندر کي څپو سره اوچت شول او بيا به په زور او په درز راپرېوتل، هغو نور هم وېرولوم. لانچ پسې به زېړ زېړ ماران رمې رمې روان وو. موږ ته به يې په لانچ کي يوه پياله يخې وريځي په ورځ کي يو ځل راکولې او لږې غوندې به يې اوبه هم راکولې. اخر موږ د خرفاقان غرونو ته ورسېدو. لانچ ودرېدو او زۀ هم د لانچ په تختې ولاړ يم شپه ده خو غرونه مخامخ ليدی شي. زۀ انتظار کوم چي هم هغه شان کشتۍ به راځي او موږ به په کي سوارېږو. چي دي کي د لانچ يوه کس ديکه راکړه او سمندر ته يې ګزار کړم دا ښه وه چي لامبو مې زده وه ګنې غرق وم ډېر کسان داسي غرق شوي هم وو. ما لامبو شورو کړه او وچي ته مي ځان اووېستو. د جاتې کسانو په غرۀ باندي ختل شورو کړو. هر يو منډه وهي خو موږ ملګرو فېصله وکړه چي دلته به لږ دمه شو بيا به ځو. موږ هلته نه لږ راکوز شو نو دلته يوه باغيچه وه. باغيچې کي د اوبو لختی بهېدو اول خو مي ځانونه په اوبو ماړۀ کړل.، بيا هلته لږ اوده شو. ستړي وو اوده شو د سهار دوولس بجې راويښ شو. زر زر مي مخ لاس اوينځل او روان شو په باغيچې کي يو چوکيدار ؤ چي بدو عرب موجود ؤ خو موږ نه نۀ ؤ خبر. په لار روان ؤ چي يوه ګاډۍ لېنډ کروزر راغلو موږ هغه سره سودا جوړا کړه چي پنځه کسان يو دوبۍ ته ځو هغوی اومنله . د ګاډو ډرائيورانو ته به پته لګېده چي جاته راغلي ده نو هغوی به په روډونو ګرځېدل روډونه نۀ ؤ کچه لارې وې. ګاډي والا موږ اول فجيرې ته راوستو د دوی کور هم په فجيره کي ؤ. موږ يې کښېنولو. کهجوري يې راوويستې. موږ وږي وو داسي ورباندي لګيا شو لکه چي سړي ته ډېر ښه خوراک ملاو شي. په دې کي د بلديې ګاډې راغلو چي ډرائيور يې زموږ يوه کليوال پېژندو. هغه ورمنډه کړه چي دا خو فلانی دی ډرائيور چي هغه وليدو نو په غېږ کي يې ونيوو. زموږ ملګري ورته خبره بيان کړه چي موږ بېګاه په جتې کي راغلو او پنځه ملګري يو هغه ټولو سره ستړي مشي وکړه او بيا يې دېرې ته بوتلل. په اماراتو کي به د پښتنو دېرې وې ډېر کسان به ورکي وو خپل لنګري به يې ساتلو د دېرې به يو مشر و ټول انډيوالانو به د هغه مشر خبره منله هغه به حساب ساتلو د خوراک او د څښاک ټول انتظام به هغه کولو خو د انډيوالانو مشوره به په کي شامله وه. هره دېره کي به سلو پوري کسان ؤ. هغه موږ ته هم اووې چي ستا سو يو کليوال هم موږ سره په دېره کي دی چي هغه خبر شو نو هغه ځائ ته بوتلو . د ډوډۍ وخت نۀ ؤ خو هغه کسانو ته اووې چي ډوډۍ پخه کړی. هغويې په چپاتيو د پخولو شورو وکړه او موږ به وچ وچ او ګرم ګرم خوړل دا اندازه هغه کسان لګولی شي چي چا پنځلس ورځي ډوډۍ نۀ وي خوړلې. چي کله مي ډوډۍ وخوړه نو هغه موږ په فجيرې کي ايسار کړو. دوه کسان موږ سره د بل کلي ( کاهي) وو. هغوی غوښتل چي موږ دوبۍ ته ځو. زموږ کلي وال د لېنډ کروزر ډرائيور ته اووې چي استاد موږ درنه روپۍ نۀ غواړو خو دغه دوه کسان به دوبۍ ته ورسوې او په دوبۍ کي به يې اکبر هوټل سره کوز کړې. په دې وخت کي دوبۍ کي په چوک کي دوې هوټلې وې يو اکبر هوټل ؤ او يو هوټل د قدر په نوم ؤ نوره دوبۍ تقربًا دشته وه. په فجيرې کي يو دکان د نائي ؤ چي پښتون ؤ او يو د قصاب دکان ؤ هغه به هم چرته دوو يا درو ورځو کي يو پسه حلالولو. د خوراک والا يې څوک ؤ او يو لېنډ کروزر به فجيرې نه دوبۍ ته تلو هغه کي به د بېګنی سيټ نېولو او سحر به بيا ډرائيور کور ته ورتلو او هغه به يې کور نه اوچتولو. سړکي نۀ وې بس په دشتو کي مزل ؤ. موږ په فجيرې کي څو ورځې ايسار شو بيا موږ دوبۍ ته روان شو.
دغو جاتو کي ډېر کسان په لاره کي مړۀ شوي دي ( الياس راته ويل چي څوک به مړۀ شول هغه به موږ په لاره کي پرېښولو او څادر به مي ورباندي خور کړو. ولي چي د وړلو يې هيڅ چل نۀ جوړېدو ) يا به چرته جاته ونيول شوه . ځني کسان به په نورو ملکونو کي لکه څۀ جاتې به په افغانستان تلې هلته نيول شوي دي ځني په ايران کي نيول شوي دي ځني اماراتو کي پوليسو نيولي دي. ځني کسان به په لارو کي ورک شول يا به کسان په ډزو کي مړۀ شول بيا به يې د راوړلو څوک نۀ ؤ. څوک به جاتو نه دشتو کي پاتې شول مړۀ به شول. ځني کسان به چي نۀ شو تللی هغه به ځني کليو کي پاتې شول. په چا به لانچونه غرق شول . او څوک به چي کله ورسېدل نو په کوزېدو کي به غرق شول. خو داسي کوڅه به نۀ وه چي په هغې کي به يو نيم کس په دې سفر کي مړ شوی نۀ ؤ . په دې دوران کي ډېري عجيبه عجيبه معاملې پېښې شوي دي لکه د دغو ورکو کسانو ښځي به ناستې وې هغه به چا نۀ شوې په نکاح کولی . کوژدن به يې شوې وه د هلک پته به ورکه وه او جينۍ به ناسته وه . چا به بل ته نۀ شوه پۀ نکاح کولی. دې نه نورې ډېرې معاشرتي ستونځي پېدا شوي دي. لس لس کاله به دغه ښځي ناستي وي بيا به که چرته وادۀ شوې وي نو وي به ګنې ناستي به وې. چي کله به جاته ورسېده نو بيا به خپلوان کسانو پسې ګرځېدو نۀ خو ټېلي فون ؤ او نۀ څۀ بله زرېعه وه. پاکستان ته به صرف خط او کتابت کېدو که څوک بياموندې شو نو خط کي به يې ذکر وشو . چي څوک به ورسېدل نو هغوی به اولنی کار دا ؤ چي کور ته خط وليکي. کله کله به لانچ په طوفان کي ګېر شو. يوه اولسي شاعر بختي ګل استاد لانچ چي اور واخيستو نو يې اوويل چي
مېنځ سمندر کي په لانچ اور ولګېدو
مرګ مي مخامخ ليدو
په صدقه کي چا غوڅکی منلو
چا به سنډا چا به چيلی منلو
پېټرولو اور و په اوبو کله مړېدو
مرګ مي مخامخ ليدو
په اماراتو کي که ګرمي هر څومره ډېره وه او بجلي هم نۀ وه الياس وائي چي موږ به چي ډيوټۍ نه راغلو نو کټ به مي د دېوال سوري ته راوړو او ارام به مي کولو هغه دېوال به مي هم لرګو نه جوړ کړی ؤ. د دېرې مشرانو به د کشرانو ډېر خيال ساتلو. کار به يې ورته پېدا کولو خرڅ به يې ورکولو او د اخلاقو خيال به يې هم ساتلو. په هري جاتې کي به سلو نه تر درو سوو پورې کسان وو. دا به چي د چا دېرې ته ورغلل هغوی به ساتل روپۍ به يې ورکولې . پښتنو ډرائيورانو به چي پوهه شول نو د جاتې کسان به يې مفت دېرو ته رسولو . دا هغه وخت ؤ چي امارات ټوله شګه وه. عماراتونه نۀ وو د لرګو نه جوړو دېرو کي به پښتانه اوسېدل. بجلي نۀ وه هغه سخته ګرمي يې برداښت کړې ده خو بيا يې هم خپل کلچر په عربو کي هم ساتلی دی. په اخترونو کي يې بلبلې اچولي دي. اتڼ يې کړی دی اختر يې لکه د کلي نمانځلی دی . خپلو معاملاتو هوارولو دپاره يې مياشتنۍ چنده غونډه کړې ده. که بيا څۀ کشاله پېښه شوې ده هغه يې په جرګه خلاصه کړې ده. خپل پښتانه مرده ګان يې کليو ته رالېږلي دي او ورسره يې په لکونو روپۍ هم رالېږلي چي د هغي مرده بچي ورباندې لوی شي. د هر کس ځان ته کيسه ده . څوک ايران نه لاړ دي څوک ګوادر نه څوک کراچۍ نه. په هر چا ښه تکليف تېر شوی دی . ځني کسان چي اوس هم ژوندي دي هغوی خپل تکليفونه بيانوي . چي کله به کلي نه څوک راغلل نو په مسافرو به ډېر ښه لګېدل، ورنه د کلي د وطن پوښتني به يې کولې. چا به چي کلي نه د خوراک څۀ څيز راوړی ؤ نو په مزه مزه به د دېرې ټولو ملګرو ډېر په مينه خوړلو.
يو ځل چا د توريو (تورۍ) تخم کلي نه راوړي وو، د دېرې ملګرو ورته ځمکه برابره کړه او په دېره کي وکرولو تورۍ وټوکېدې تاکونه يې وکړو،چي څوک به دېرې ته راتلو نو اول به يې تورۍ لېده ګوټ به يې په کي کولو اوبه به يې ورکولې سره به يې ورته اچوله . په دېره کي هر کس ورته خوشال ؤ چي د کلي تورۍ دي که تورۍ ونېسي نو په عربو کي به د کلي تورۍ وخورو. د نورو دېرو کسان به چي راغلل نو هغوی به هم د دغې دېرې کسانو ته وېنا کوله چي ګورې موږ پرې اونۀ باسۍ په موږ يې هم وخورۍ . توريو تورۍ ونيوې . د دېرې ملګرو دا فېصله کړې وه چي په يو ځائ به يې پخوو . اخر يوه ورځ چي د چټهۍ ورځ وه تورۍ پرې شوې. غوښه په کي واچول شوه په اور باندي شوې . د دېرې ملګري ډېر خوشال دي چي نن به د کلي تورۍ پخېږي. چي څوک به دېګچي ته ورنزدې کېدو باورچي به په چمچۍ ګزار ورکولو چي اوس نۀ . اخر پخې شوې دستر خوان وغوړېدو. ډوډۍ سلاد کېښودی شو نورو دېرو نه هم کسان راغلي دي توريو نه پلېټونه ډک کړی شو خو چي دوډۍ ورپوري کړی شوه نو هغه تورۍ داسې ترخې وې لکه ذهر او يا لکه د سمندر ترخې اوبه ټولو کسانو دخولو نه نوړۍ وغورځولې حلقونه يې ترخه شول . او نوره ترکاري يې راوغوښتی شوه. د عربو خړې شګي که نن په لوړو لوړو بلډونګونو باندي بدلې شوي دي که دغه وطن نن اباد دی په دې کي د پښتنو وينه شامله ده . پښتون چي يو ځل اماراتو ته لاړ دی بيا ورنه په مرګ راغلی دی.
او د زنکدن په وخت کي يې دا ټپه کړې ده چي
د مسافر يار زنکدن دی
مخ يې وطن ته کړی چي سا يې وخېژينه
ښځي يې په کليو کي پاتې دي او دوی په يواځي ځان سفر کړی دی
او دلته يې ښځي دا ټپه کړې ده چي
مسافر تۀ شوې خواره زۀ شوم
خواره د مورشه چي دوبۍ ته د لېږينه
او کله کله خو يې دا هم ويلي دي چي
خدايه د قطر بادشا مړ کړې
په شته مېړو کي جوني کونډي ناستي دينه
خو بيا يې دا هم ويلي دي چي
قطر ته مه وايه چي ړنګ شې
قطر کي شته د هر وطن زېړي ګلونه
خو افسوس چي تر ننه پوري دوی ته د اماراتو شهرېت نۀ دی ورکړی شوی او د دوی هغي محنت ته چي کوم دوی د اماراتو په ابادولو کي کړی دی هم په هغه شان نۀ دي لېدلي شوي . شايد چي داسي لېکونکي به پېدا شي چي هغوی بيا د دوی دلته په راتګ ليکل وکړي . دغه پښتانه اسټرېليا ته هم لاړ دي خو د اسټرېليا لېکونکو ورباندي ليکل کړي دي او د هغو کورېنيو نن د اسټرېليا په اکانومي کي لويه برخه ده .
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ