ليکوال:رشيد احمد
د مجلې ګڼه: څلورمه ګڼه
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر دسمبر
د پښتو وړومبی ناول؟
لکه د پښتنو د تاريخ د پښتو ادب د تاريخ ځينې ډولونه اوس هم په تيارو کي پټ دي. او دغه اړخ ته سترګې نۀ دي اړول شوي. لکه د پښتو وړومبی ناول کوم يو دی او چا ليکلی دی. په دې حقله حتمي رائې او ثبوت کوم چا نۀ دى راوړى، او نه يوې داسې کسې ته اشارې شوې ده چي نۀ خو ورته څوک ناول وايي. نۀ يې ماحو ل دپښتنو دی او نۀ ئې د کردارونو نامې، په دې لړ کي ما د پښتو ادب او ځينې حوالو جاج اخستی دی او دغه حقائق مې څېړلي دي او د دې څېړنې په نتيجه کي دا خبره په ډاګه شوې ده چي دپښتو وړومبی ناول د نور محمد ترکي ليکلی ناول ''بې تربيته زوی'' دی .
د پښتوادب يوه لنډه ننداره
د پښتو ژبې ادبي پنګه ډيره خوره او ښه پراخه ده او پخپله لمن کي يې ډير څۀ رانغښتي دي..نورې ژبې او دهغې اديبان شاعران، ليکوال او څېړنکاران خپل تاريخ ته ډير اهميت ورکوي چي دا هر څۀ د راتلونکي وخت دپاره خوندي وساتي.
ولې دبده مرغه پښتنو دې اړخ ته ډيره کمه توجه ورکړې ده. لکه د پښتنو او پښتو ژبې د تاريخ په شان د دوی ادب هم په سواليه نښان اودريږي . لکه پښتانه څوک دي؟ پښتو ژبه دکومې ژبې سره يا کومو ژبو سره کلک تړون لري او تاريخ ئې څۀ دی؟ په دې باندې څۀ حتماً خبره نشته. هم دا رنګه زمونږ ادبي پنګه هم ده.
په پښتو ادب کي لکه د نړۍ د نورو ژبو خپل تاريخ اوس هم مرتب شوی او خوندي شوی دی. او په دې لړ کي د پښتو ژبې دارتقائي ادب جاجونه اخيستي شوي دي .پښتو ادب کي د هر صنف په حقله معلومات هر څو که کم دي ولې څۀ نا څۀ بيا هم موندی شي.او ديو څېړنکار تنده ماتولی شي. ولې يو صنف داسې دی چي په هغې کي لا تر اوسه دا نيمګړتيا مخې ته راځي او هغه د ناول ميدان دی.
پښتو ناول په وړومبي ځل کله چاپ شو؟ چا ليکلی وو؟ او بيا وړومبی طبعزاد ناول کوم يو دی؟
دا هغه سوالونه دي چي هر څوک د پښتو ادب پلټنه کوي، دا به ورته مخکښې مخکښې کيږي او تنګوي به يې.
که چرې مونږ د پښتو ادب يو جاج واخلو او هر څۀ د نظره تير کړو نو د ناول په ميدان کي به دا خبره ښه څرګنده شي چي د نن نه څۀ خوا و شا سل کاله اګاهو داستانونه خو موجود ؤ ولې ناول دنېشت برابر ؤ. او په دې لړ کي که چا قلم پورته کړی دی نو هغه په مشکله او ګرانه سره سل يا يو نيم سل کالو پورې لاړ شي او اخوا هيڅ هم نۀ وي.
محترم تقويم الحق کاکا خيل (١٩٨٥ء) پينځم کل اهل قلم کانفرنس کي پخپله يو مقاله '' علاقائی ادب مين روايت – پشتو'' کي وئيلي ؤ.
'' په پښتو ژبه کي د طبعزاد ناول د ودې نه اګاهو د مولوي نذير احمد دوه ناولونه ''مراءةالعروس'' او ''توبةالنصوح'' په پښتو کي ترجمه شوي ووی. وړومبی ميا حسيب ګل کاکاخيل د ''مراءةالعروس'' ترجمه د ''نقش نګين'' په نامه کړي وه. او د ''توبةالنصوح'' ترجمه ميا محمد يوسف کاکاخيل هم په دغه نامه کړي وه''
دميرمن ډاکټر انيتا اعظم (٢٠١٠ء) په خپله مقاله کي ليکي(مخ٢٣٧)
''نقش نګين '' ميا حسيب ګل کاکاخيل په ١٢٩٣ه کي پښتو ته را اړؤلی وؤ.په نقش نګين کي لکه د مولوي نذير احمد د نورو ناولونو د ښځو په تعليم او تربيت او په کور دننه د زنانوؤ په فرائضو ښکلی بحث شوی دی. ''
دا ميرمن وړاندې ليکي
'' په اول ځل دا کتاب په کال ١٩٥٧ء کي انوارالاشاعت بيرون کابلي دروازه پيښور چاپ کړی دی.او په هغه وخت د پښتو اوچت امتحان پښتو انرز او پښتو څوارلسم جماعت((BA په نصاب کي شامل کړی شوی وو.(مخ ٢٣٨)
د ''توبةالنصوح'' ترجمه چي ميا محمد يوسف کاکا خيل کړي وه د اشاعت کال يې ١٣٤٣ه يعنې کال١٩٠٥ء دی (انيتااعظم،٢٠١٠ء).
دروغ ليوني په ناول ''بي بي نوره'' په خپله مقدمه کي '' يوه نوې لار ادبي تجربه'' (مخ٢٧) کي محترم تقويم الحق کاکاخيل ليکي
''دواړو ازاده ترجمه کړې ده. دواړه کتابونه يې صرف ترجمه کړي نۀ دي پښتانه کړي يې هم دي.''
هغه ناولونه وو چي د پښتو ادب پوهان ئې په دغه صنف کي تسليموي او وائي چي دا دواړه اصلاحي ناولونه وؤ.نو دا يوه خبره خو جوته ده چي پښتو ادب ته ناول د اردو نه د ترجمې په لار راغلی دی.
دا ؤړومبۍ ترجمې هم معلومې دي،چاچي ترجمه کړي دي هغه هم معلوم دي او د چاپ کالونه يې هم معلوم دي.
پښتو ادب ته د ناول راتګ
دلته به داخبره د دلچسپۍ وړ وي چي دا ناولونه څنګه پښتو ته راغلل؟. په دې حقله ډاکټر راج ولي شاه خټک په خپله مقاله ''پښتو ادبي تحريکونه'' کي ليکى(مخ ٤٧١.٧٢)
'' د شلمې پيړۍ په شروع کي ميا نعمان الدين کاکاخيل چي د خپل دور يو ستر شخصيت وو او په دې پوهه وو چي علم په خپله مورنۍ ژبه کي ښه حاصلولی شي نو اعلان يې کړی وو چي څوک په پښتو ژبه کي کتاب اوليکي يا تاليف کړي زهٴ به په قدر د کوشش او اندازه د ضرورت او مناسب د مضمون حسب حيثيت خپل انعام ورکړم او د کتاب په اشاعت کي به ورسره مرسته اوکړم.''
نو ميا محمد يوسف چي د ميا نعمان الدين کاکاخيل خورئی وواو ښکاري چي دهٴ دغه کتاب هم د دغه تحريک له کبله ترجمه کړی ووٴ.هغه وخت ميا نعمان الدين کاکاخيل په لاهور کي اي ای سي وؤ.او دغه تحريک يې شروع کړو.او هم دغه تحريک د پښتو د نوي نثر نګارۍ د ترقئ سوب شو او پښتو ته نوي نوي ادبي اصناف راغلل.په دغه دور کي د ميا محمد يوسف کاکاخيل اوميا حسيب ګل کاکاخيل نومونه هم يوتاريخي حيثيت لري( راجولي شاه،١٩٨٩ء،مخ٢١١.١٢)
او هم د دغه کبله د پښتو ادب غيږې ته ناولونه راغلل.او دغه ترجمې نن په پښتو ادب کي د ناول پيژند ګلو ده.د دغه ترجمه شوي ناولونو نه يو (توبةالنصوح) په کال ١٩٠٥ء کي چاپ او خور شو.او بل(نقش نګين) لکه څنګه چې مخکښې ذکر شو د ډاکټر انيتا اعظم مطابق په کال ١٩٥٧ء کي چاپ شویاو خور شوی.د دغې نه وروستو بيا چا نۀ خو تر١٩٤٠ء پورې د ترجمې زحمت کړی دی او نۀ چا بل چا څهٴ بل ناول ليکلی دی.
په کال ١٩٤٠ءکي په کابل مجله کي په افغانستان کي د نور محمد ترکي د ناول ''بې تربيته زوی'' وړومبۍ برخه يا ټوک چاپ شو او هم په دغه مجله کي په راتلونکو ګڼو کي پرله پسې دوه ټوکه نور خواره (شائع) شو. او هم په دغه زمانه چي د دغه ذکر شوؤ ترجمه شوي نالونو نه وروستو بل کوم ناول چي چاپ او خور شو هم دغه د نور محمد ترکي ''بې تربيته زوی'' دی.
د وړومبي طبعزاد ناول په لړ کي د مغالطې پيل
محترم اجمل خټک (١٩٥٠ء) په خپله يوه اردو مقاله ''پشتو ادب'' کي د سيد راحت زاخيلي د سرخط لاندې ليکي(مخ١٣٩)
''کہا جاتاہے کہ سب سے پہلا پشتو ناول اور افسانہ اسی نے لکها ''
ترجمه '' وئيلی شي د ټولو نه اګاهو پښتو ناول او افسانه ده ليکلي.''
او بيا هم په دغه مقاله کي د ناول د سرخط لاندې ليکي (مخ١٨٣)
''چنانچہ سب سے پہلا ناول راحت زاخیلی کا نتیجہ عشق ہیں ''
ترجمه '' د ټولو نه وړومبی ناول د راحت زاخيلي ''نتيجه عشق'' دی.
هغه نۀ خو څۀ دليل راوړی دی او نۀ يې د دغه کتاب نور څۀ ذکر کړی دی او نۀ يې څهٴ بله حواله ذکر کړې ده.
بيا پروفيسر افضل رضا د ''راحت افسانې'' نومې کتاب چاپ کړو چي پکښې د محترم راحت زاخيلي افسانې راغونډې شوي دي . په دغه کتاب کي پروفيسر افضل رضا د ''سيد راحت زاخيلي او د هغه ادبي خدمات'' سرخط لاندې يوه په زړه پورې مقدمه ليکلي ده چي پکښې د هغه په حقله ډير معلومات وړاندې کړي دي. د دغه کتاب دوئيم ايډيشن په کال ١٩٨٩ء کي چاپ شوی دی . په دغه مقدمه کي پروفيسر افضل رضا په نولسم مخ د راحت زاخيلي د يو ناول ''نتيجه عشق'' ذکر کړی دی. او دا يې د پښتو وړومبی ناول ګرځولی دی او راحت زاخيلي ئې د پښتو وړومبی ناول نګار بللی دی. او بيا وروستو چي چا هم دغه لوستی دی نو هم دغه خبره يې وړاندې کړي ده . افضل رضا صيب د دغه ناول په حقله څۀ تفصيلي خبره نۀ ده کړې او نۀ يې په ناول څۀ رڼا اچولي ده .هغه په دې لړ کي يوه واقعه هم رانقل کړي ده چي دهغه نه علاوه بل چا نۀ ده ذکر کړي. هغه د دغه کتاب د ليکلو نيټه د کال ١٩١٠ء نۀ تر ١٩٢٠ء ښائي. شائد چي صحيح نيټه ورته هم نۀ وه معلومه نو دغه کلونه يې ځکه ياد کړي دي.
ډاکټر خالد خټک (٢٠٠٣ء) وائي چي د '' مارخي'' ناول د پښتو وړومبی طبعزاد ناول دی چي راحت زاخيلي ليکلی دياو په کال ١٩١٠ء کي شائع شوی دی.
ډاکټر محمد اعظم اعظم (١٩٨٧ء) د خپلې يو مقالې '' پښتو ادب او ناول'' په حاشيه ليکي چي (مياشتينئ پښتو،مخ ٢٦.٣٢)
'' پروفيسر افضل رضا ماته پخپله وئيلي وو چي دغه ناول چاپ شوی نۀ وو.''
نو اوس د دې نه دا معلوميږي چي پروفيسر افضل رضا ته چي کله دا معلومه شوه چي دغه کتاب نۀ دی چاپ شوی نو هغه ډاکټر محمد اعظم اعظم ته ښکاره کړه چي دغه ناول چاپ نهٴ دی او داسې يې په دې ډول د خپلې غلطۍ سمونه اوکړه.او چي ډاکټر محمد اعظم اعظم (١٩٨٧ء) وائي چي دغه ناول ''نتيجه عشق'' نۀ دی چاپ شوی نو دښاغلي راحت زاخيلي د پښتو د وړومبي طبعزاد ناول نګار حيثيت مشکوک کيږي. ځکه چي دا يو مسلم قانون دی.چي کوم کتاب چاپ نۀ شي نو دا د چاپ شوو او وړاندې شووکتابونو يا مقالو په مقابل کي نۀ شي راوړی کيدی او قابل قبول هم نۀ وي.
د دې خبرې چي کوم کتاب،مقاله يا څېړنه چاپ نۀ شي يا اولس ته يا يوې ادارې يا سوسائټۍ ته وړاندې نشي نو هغه بيا ديو بل تحقيق خير که هغه وروستو وي يا يو کتاب يا څېړنه چي ليکلی شوي وي خو اګاهو وي ولې وروستو د بل يو تحقيق يا کتاب يا مقالې نه اولس ته يا يو مجلې ته وړاندې شي او هغه ناچاپه که مخکښې ليکلی شوي وي بيا وروستو ګڼل کيږي.
په پښتنو کي لا تر اوسه د اولني طبعزاد ناول په حقله فيصله نۀ ده شوي. په دې لړ کي ډاکټر محمد اعظم اعظم(١٩٩٣ء) په خپله يو بله مقاله کي ليکي چې
'' په پښتو کي د وړومبي طبعزاد ناول په حقله فيصله لا تر اوسه نۀ ده شوي. په دې لړ کي د ښاغلي راحت زاخيلي د يو ناول ''نتيجه عشق'' يا ''ماه رُخ'' ذکر په بعضې ځايونو کي راغلی دی .چي دغه د پښتو اولنی ناول وو.خو متاسفانه دغه ناول ناچاپ شوی او ناياب دی.او داسې ښکاري لکه چي د راحت په ژوند دهغه نه بې درکه شوی وو.''
اوس به راشو او د دې خبرې جاج به واخلو چي پروفيسر افضل رضا پخپله ډاکټر محمد اعظم ته وائي چي دا کتاب چاپ نۀ وو نو بيا ورته ولې وړومبی ناول نګار وائي او داخبره ئې د راحت زاخيلي د افسانو مجموعې'' دراحت افسانې'' کي رقم کړي ده. نو دلته بائد مونږ نيټه د غور لاندې اونيسو. د ''راحت افسانې'' نومې کتاب مقدمه چي افضل رضا ليکلي ده په مخ ٣٨ باندې د مقدمې په اختتام کي ليکي
'' والسلام
پروفيسر افضل رضا ياسين خيل خټک اکوړی ١/١/٧٠.''
يعنې هغه دا مقدمه په وړومبۍ جنورئ کال ١٩٧٠ کي ليکلي وه.او بيا دډاکټر محمد اعظم مقاله په کال ١٩٧٨ء کي چاپ شوي ده.نو دا خو ظاهره شوه چي محترم افضل رضا صيب دغه مقاله د ډاکټر اعظم صيب د مقالې نه اته(٨) کاله اګاهو ليکلي وه .
پروفيسر افضل رضا صيب محقق او ليکوال وو په اتهٴ (٨) کاله کي دننه هغه ته د خپلې سهوې احساس اوشو يعنې چي د ښاغلي راحت زاخيلي دغه ''نتيجه عشق'' نۀ دی چاپ شوی نو هغه دا ضروري اوګڼله چي د دغه سهوې سمونه اوکړي.او د ډاکټر محمد اعظم د مقالې په واسطه ئې خپله صفائي هم وړاندې کړه او يو ادبي سمونه يې هم اوکړه.
اوس داخبره چي محترم اجمل خټک څنګه سهوه شو نو اول خو دا چي هغه هم انسان وو د بل چا نه به يې اوريدلي وي او يا به ورته راحت زاخيلي پخپله وئيلي وي او دا چي غلطي د انسان نه کيږي. يوه بله خبره دا ده چي محترم اجمل خټک خپله دغه مقاله په کال ١٩٥٠ء کي په ''اټک کی اس پار'' نومې کتاب کي خوره کړي ده .او د دې نه پوره لس کاله وړاندې په کابل کي د نور محمد ترکي ناول په کابل مجله کي خو ر شوی وو.او دهغې ذکر نۀ کولو وجه يا خوهغه ته پته نۀ وه او يا بل څۀ مصلحت هم کيدی شي. پروفيسر افضل رضا هم د کال١٩٥٠ء نه د ١٩٧٠ء پورې په دغه خيال وو. او بيا چي هغه ته د سهوې احساس اوشو نو ډاکټر محمد اعظم ته يې خبره په ډاګه کړه چي دغه ناول چاپ نۀ دی.او ډاکټر محمد اعظم اعظم د خپلې مقالې په حاشيه دغه سمونه خوره کړه.
ډاکټر راج ولي شاه خټک (١٩٨٩ء) په خپله مقاله'' پښتو ادبي تحريکونه'' کي په حاشيه ليکي(مخ٤٧١)
'' په دغه عصر کي د راحت زاخيلي يو ناول ''نتيجه عشق'' نوميږي .چي د ځينو محقيقينو دا خيال دی چي د چا بلې ژبې ترجمه ده.ولې اکثر خلق يې طبعزاد ګڼي''
اوس چي ډاکټر راج ولي شاه خټک دا خبره اوکړه چي ځينې خلق يې ترجمه ګڼي او اکثر يې طبعزاد ګڼي. نو هغه هم د کسر نفسۍ نه کار اخستی دی ځکه چي دا ټوله خبره په يوه مقاله کي د سهوې نه شروع شوې ده.او بيا افضل رضا صيب '' د راحت افسانې'' په مقدمه کي تکرار کړه . او د هغه نه وروستو نهٴ خو چا د دې څېړنه اوکړه او نهٴ يې چا جاج واخست او غالب ګمان هم دغه دی. نو اوس بايد مونږ د دې خبرې جاج واخلو چي په دې د ترجمې ګمان ولې کيږي.
''نتيجه عشق'' يوه ترجمه شوي قيصه ده كنه؟
مونږ به يوځل بيا د ښاغلي تقويم الحق کاکاخيل(١٩٨٥ء) په الفاظو غور اوکړو. هغه وائي :
'' پشتو ميں طبعزاد ناول کی فروغ سے پهلے مولوی نذیر احمد کی دو ناول ‘‘توبةالنصوح’’ اور ‘‘مراةالعروس’’ پشتو ميں طبع ہوچکی تھی. اسی طرح افسانوی ادب ميں بھى اپنی ماحول ميں لکھی ہوی افسانوں سے پهلے ترجمہ شده افسانوں کی اثار ملتی ہيں۔ صحافتی ادب کافی حد تک اردو ادب سے متاثر تھا اور انکی اچھى بری روایات مشترک نظر آتی ہيں''
ترجمه'' په پښتو کي د طبع زاد ناول د ودې نه اګاهو دمولوي نذير احمد دوه ناولونه''توبةالنصوح'' او '' مراءةالعروس'' په پښتو کي ترجمه شوي وو.دغه شان په افسانوي ادب کي په خپل چاپيريال کي د ليکلو افسانو نه اګاهو د ترجمه شوو افسانو نښې نښانې په لاس راځي. صاحافتي ادب د ډيره حده پورې د اردو ادب نه متاثره وو او ددې ښه او بد روايات په ګډه ښکاري.''
هم په دغه لړ کي مخکښې ليکي
''ناول کی روايت پشتو ميں دھیری دھیری ائى اور پنپ نه سکی۔ دو چار ناول لکھی گئی ایک بیسیار نویس ادیب نی ڈھر ساری ناول ایک ساتھ پیش کیی لیکن سچ يہ ہے کہ اس صنف کو عوامی مقبولیت حاصل نہ ہوسکی''
ترجمه'' د ناول روايت پښتو ادب ته ورو ورو راغی وده يې اونه مونده دوه څلور ناولونه ترجمه شول دوه څلور اوليکلی شول او يو بيسيار نويس ډير شی ناولونه يو ځائ وړاندې کړل.خو رښتيا خبره داده چي دا صنف په اولس کي مقبول نۀ شو.''
ښاغلی تقويم الحق په دغه مقاله کي د مولوي نذيراحمد د دؤ ناولونو ذکر کوي چي دا ترجمه شول او بيا وائي چي وړومبۍ افسانې هم د ترجمې په ډول پښتو ته راغلې او يو بيسيار نوي ډير شی ناولونه اوليکل.
نو اوس خو اول دا خبره چي که هغه د راحت زاخىلي ناول طبعزاد ګڼلی نو وئيلي به يې وو. او داهم وائي چي پښتو ته دوه څلور ترجمه شول نو دلته هغه د راحت زاخيلي دغه ناول ته هم د شک په نظر ګوري.بله خبره هغه وائى چي يو بيسيار نويس ډير ناولونه وړاندې کړل.نو تر دغه وخته يعنې د ١٩٨٥ء نه اګاهو د نور محمد ترکي د کال ١٩٧٧ء پورې پينځه ناولونه خواره شوي وو او د ځينې ناولونو خو دوه او درې ايډيشنې شائع شوې وې، د هغه نه علاوه ميا سيدرسول رسا هم په کال ١٩٨٥ء کي خپل پينځم ناول''مېخانه'' شائع کړی وو او دهغه نه علاوه د ډاکټر شيرزمان طائيزي هم څو ناولونه چاپ شوي وو. نو ښاغلي تقويم الحق چاته بيسيار نويس وائى ؟ د ځينې پوهانو خيال دی چي تقويم الحق کاکا خيل ميا سيد رسول رسا ته بيسيار نويس وئيلي دي،د ګل محمد بيتاب د وينا مطابق ډاکټر شيرزمان طائزي هغه ته وئيلي ؤ چي ماته اشاره ده . او که د انصاف خبره اوکړو نود دغو نه اګاهو د کال ١٩٧٧ء پورې د نور محمد ترکي پينځه ناولونه چاپ وو او تر دغه وخته خو د پښتونخوا دا برخه دومره هم بې خبره نۀ وه نو بيا خو دغه اشاره نور محمد ترکي ته هم مونږ ګڼلی شو.
''نتيجه عشق'' د شکونو په ګړدونو کي
د ګڼو پوهامو دا خيال دی چي ''نتيجه عشق'' يا خو چرته دبلې ژبې ترجمه ده او يا د دبلې کومې سيمې قيصه ده چي په پښتو شوي ده .
محترم تقويم الحق کاکا خيل(١٩٦٠ء، بي بي نوره) د مولوي نذيراحمد دناولونو د ترجمو ډير تعريف کوي ولې د راحت زاخىلي نوم نۀ اخلي.داځکه چي هغه دغه ترجمه ګڼلو او ناول يې هم نۀ ګڼلو ګنې نو هغه به ارو مرو پدې پوره بحث کړی وو. د دغه ناول کردارونه او قيصه د پښتني ماحول سره سم نۀ دي او دغه هم دې خيال ته وده ورکوي چي دا ناول چرته دبلې ژبې ترجمه ده. او راحت زاخيلي په هند کي هم ښه پوره موده پاتې شویوو. د ښاغلي تقويم الحق کاکا خيل د ''نتيجه عشق'' په حقله خاموشي د ډاکټر راج ولي شاه دې خبرې ته تقويت ورکوي چي د ځينې خلقو په ګمان دا ترجمه ده.
ډاکټر محمد اعظم اعظم (١٩٩٣) د خپلې مقالې په حاشيه ( مخ ٣٥٥) ليکي
''دا ناول وروستو په کال ١٣٦٣ ه ثور کي په افغانستان کي د'' ناول د مارخې'' په نامه چاپ شو.د ناول خاتمه په تمام شد حصه اول شوي ده.مطلب دا چي دويمه برخه يې هم لرله. اوس نو څوک چي د دغه ناول ذکر کوي نو هغوئ به ارو مرو دغه د افغانستان چاپ لوستی وي او هغه هم نيمګړی دی''.
دمصطفى کمال (٢٠٠٨ء)مطابق دا ناول په کابل کي په کال ١٩٨٢ء کي د زاخىلي د زيږون په سلمه نيټه چاپ شوی ووٴ.
ځينې پوهان دغه ناول د پښتنې ماحول پيداوار نۀ ګڼي لکه د ''نتيجه عشق'' په حقله ډاکټر انيتا اعظم(٢٠١٠ء) ليکي(مخ٢٥٥)
'' د دې ناول د قيصې د پلاټ بڼه د ناول نۀ زياته داستاني فن ته نزدې ښکاري سره ددې چي واقعات او کردارونه د حقيقي ژوند سره تړلي ښکاري ولې بيا هم د پښتنو په ماحول د حقيقيت ګما ن نۀ کيږي.د کردارونو نومونه هم پښتانه نهٴ ښکاري.شمس النظير،ماه رخ،او ماه رو دا دري واړه نومونه د د فارسې يا اردو داستاني ادب کردارونه معلوميږي.او بيا دغه لرغوني زمانه ( د شلمېپيړۍ اوله لسيزه) کي د پښتنو په سيمه د عاشق او معشوقې د ملاقات دپاره د اخبار (فرضي) چاپ کول او دا اخبار دفتر ته راتګ که ناممکنه نۀ وو نو دغير يقيني ماحول ګمان پيدا کوي''
نو اوس ددې بحث نه وروسته او ددې په نتيجه کي مونږ دا وئيلی شو چي يو خو د ښاغلي راحت زاخيلي دا ناول طبعزاد نۀ دی بلکه غالب ګمان دادی چي ترجمه ده ځکه چي نامې او ماحول د ناول دوه بنيادي لوازمات دي او هغه نا اشنا ښکاري . او دکورني ماحول بر خلاف دي او بله دا چي هم دغه پوهان ټو ل په جمع دا ناول نۀ ګڼي او په ناول کيدلو يې د شک څرګندونه هم کوي.
د پښتو وړومبی طبعزاد ناول
نو اوس دا خبره کره شوه چي ''نتيجه عشق'' د پښتو وړومبی طبعزاد ناول نۀ دی نو بيا راځئ چي اوګورو چي اوس دپښتو وړومبی طبعزاد ناول کوم يو دی ؟ او چا ليکلی دی؟
مونږ چي کله په دغه ټول دور نظر واچؤ نو مونږ ته صرف يو ناول مخې ته راځي چي هغه په کابل مجله کي په کال ١٩٤٠ء د مارچ.اپريل او اپريل . مئ په ګڼو کي په قسطونو کي خور شوی دی د نورمحمد ترکي ليکلی ناول '' بې تربيته زوی دی'' .
کله چي ددغه ناول درې برخې خورې شوې نو حکومت په دې پابندي اولګوله .خو ددغه پابندۍ وجوهات تر ننه چا نۀ دي ښودلي چي ولې په دې ناول بنديز اولګيدلو. دډيرو خلقو داخيال وو چي د اشتراکي نظرياتو د پرچار له کبله به داسې شوي وو. ولې داسې نۀ ده.ځکه چي ددې ناول کوم درې ټوکونه په کابل مجله کي خوراهٴ شوي وو اوس په کتابي ډول زمونږ په لاسو کي دي.صادق ژړک (٢٠١٤) د نور محمد ترکي دا ناول''بې تربيته زوی'' په ځانګړي توګه هم چاپ کړی دی او اوس ئې ''دنور محمد ترکي په داستاني کلياتو'' کي په دويم ځل هم چاپ کړی دی. دا ناول هيڅ داسې مواد نۀ لري چي په دې د بنديز سوب او ګڼلی شي.
دا ناول بې ''تربيته زوی'' يو اصلاحي ناول دی او هر څوک به ددې خبرې سره اتفاق اوکړي. چي په دېکښې هيڅ داسې يوه خبره نشته او د هغه وخت معاشرتي ژوندپكښې ښودلی شوی دی.او دايې وئيلي دي چي رحيم جان د پلار يو زوی دی نۀ يې نيا دی دځانه جدا کوي او نۀ ئې مور او ټول ئې د پلار سره جګړه کوي چي رحيم جان سبق نشي وئيلی دا نيازبين دی .او رحيم جان هم داسې بې تعليمه پاتې شي . ملګري يې ښه نۀ وي، مور اونيا ئي پلار ته حال نۀ وائي. په دې مغالطه كي وي چي وړوکی دی پوهه به شي او داسې هغه دپلار، محلت او کلي د خلقو دپاره د بې ارامۍ سوب شي.
نه پوهيږم چي بيا کومه خبره په دې ناول د بنديز لګولو سوب شوه. ځکه چي هېڅ داسې وضاحت يا ليکنه نۀ ده ترلاسه شوي چي ددغه سنسر وجه يې ښودلې وي.
دلته دا خبره د ذکر وړده لکه څنګه چي زمونږ ځينې پوهان لکه حنيف خليل (٢٠٠٠ء)او داسې نور بې د څۀ ثبوته دا خبره کوي چي نور محمد ترکي د اشتراکي اثر لاندې دا ناول ليکلی دی.نو هم داسې خبره به په کا بل کي شوي وي.او بغض معاويه کي به ئې د ناول په خوريدو بنديز لګولی وي.
دا يو ادبي سمونه ده چي مونږه يې په پرانستي زړه او فراخه ذهن سره اوکړو. او دا تسليم کړو چي د پښتو وړومبی طبعزاد ناول هم دغه دښاغلي نور محمد ترکي ''بې تربيته زوی '' دی .
د دې ناول نۀ خو په چاپ کېدلو کي څۀ ابهام شته او نۀ په طبعزاد کېدلو کي. ددې ناول کردارونه، رحيم جان، دهغه مور،نيا،او پلار خان بابا سوچه پښتو وائي او په پښتني ماحول کي ژوند کوي او دپښتنو دود دستور پکښې ښودلی شوی دی.
ناول ''بې تربيته زوی''
دا ناول که د ناول نګار د وينا مطابق هر څو نيمګړی دی خو بيا هم خپل مقصد حاصلوي. او پخپله نيمګړتيا کي پوره دی. په دې ناول کي د اولاد په تربيت او روزنه زور راوړی شوی دی. چي اولاد تعليم حاصل کړي نو خپل ژوند هم ښه تير کړي او دمور پلار نامه هم روښانه کړي او که په بد صحبت واؤړي نو د خپل کور څۀ چي د ټول کلي دپاره د بې ارامۍ سوب شي.
داسې ښکاري چي ناول نګار په هغه زمانه د پښتونخوا په نوروسيمو کي د پښتنو د بيدارۍ نه خبر وو او د هغې نه متاثره وو. لکه په دغه زمانه په کوزه پښتونخو کي د ازادئ تحريک روان وو او دلته د نوي نسل په تعليم زيات زور ورکؤل کيدلو لکه ''تحريک اصلاح افاغنه'' چي هر چرته يې مدرسې او سکولونه جوړول.نو ناول نګار هم په افغانستان کي دې طرف ته د اولس پام راګرځولی دی.
په'' بې تربيته زوي'' شوي اعتراضونه
ښاغلي حنيف خليل(٢٠٠٠ء) په خپل يو کتاب ''پښتوناول تحقيقي او تنقيدي جائزه'' کي ليکي چي ( مخ ٦٩)
'' بې تربيته زوی'' د ناول نګارۍ دفن له رويه انتهائي کمزورۍ لري''
او هم په دغه مخ وړاندې ليکي
'' بلکې داسې وئيل پکار دي چي د مارکس دنظرياتو شرح ده .په روس کي د دغه نظرياتو د ټولو نه لوئ شارح نوميالی ناول نګار ميکسيم ګورکي وؤاو په پښتنو کي نور محمد ترکي''
غالبا چي هم دا داشتراکي او سياسي شخصيت له سوبه د هغه ناولونو ته هم هرچا په دغه نظر کتلي دي او غالب ګمان هم دادی چي دهغه د سياسي نظرياتو له کبله د هغه په افسانو او ناولونو دغه چاپ اولګولی شو نو دلته چا بيا په خپلو ليکونو،کره کتنو کي د هغه د کتابونو ذکر نهٴ دی کړی .او اديبانو او ليکوالانو په جمع يو خاص خاموشي اختيار کړې ده .ولې بياهم زمونږ دغه ځينې مشرانو خاموشه اظهار کړی او محتاط ليکونه يې کړي دي.
اوس راځو دښاغلي حنيف خليل بې ځايه اعتراضونو ته چي هغه کړي دي. (1) وړومبی اعتراض هغه دا کړی دی چي دا ناول انتهائي فني کمزورۍ لري. (2) چي دا داشتراکي اثر لاندې ليکلی شوی دی.
د اعتراضونو جوابونه
(1) دوړومبي اعتراج جواب:
که چيرې ښاغلی حنيف خليل دا ناول پخپله اولولي نو بايد خپله فيصله بيرته واخلي ځکه چي پدې ناول کي د يو ښه ناول ټولې خوبۍ شته .دا ناول نيمګړی دی اود ناول نګار نور محمد ترکي د وينا مطابق په مکمل ډول نۀ دی چاپ شوی .
د ناول ’بې تر بيته زوی'' يو لنډ جاج
''د ناول پرانيسته د مقر دسيمې د پيژند ګلو سره شوې ده.د ناول مطابق، مقر د غزني او قندهار ترمينځه په لويه لار پرته يوه سړه، ښائسته، زرخيزه، د پريمانه اوبو او د ميوه دارو اونو نه ډکه سيمه ده .په دغه علاقه کي يو شتمن سړی وو
چي د ښه ډير جائداد مالک وو. په ټوله علاقه کي د يو نيک، خوږ زړي، ميلمه دوست او سخي انسان په توګه ياديدلو.
په دغه لار چي به څوک تلل او شپه به پرې راغله نو د ده ميلمانه به وو.د دې خان يوه ماشومه لور وه او يو زوی وو. دزوي نامه يې رحيم جان وه او دغه وخت د اووه(٧) کالو وو.دټول کلي اولس دغه ماشوم پيژندلو او دپلار په وجه به يې د ده قدر او عزت کولو.د رحيم جان مور، نيا او يوه ترور هم وو.
رحيم جان چي لږ لوئ شو نو پلار ته يې دوستان او خواخوږي د رحيم جان د تعليم خبره کوي. او وائي چي مکتب ته يې کښينوه چي ښه تعليم اوکړي او کوم نوم چي تا پيدا کړی دی چي هغه خراب نۀ شي.
کله چي درحيم جان پلار کور خبره کوي نو مور او ښځه ئي ډير شور جوړ کړي چي دده په مزغو به بوج راشي او اوس به دی بل کوم ځائ ته ځي.مونږ د دهٴ نه بغير يو ساعت نۀ شو تېرولی.چي دده غږ مو تر غوږو شوی نۀ وي نو ارام نۀ مومو.او هغوئ دومره زوګ جوړ کړي چي د رحيم جان پلار پښيمانه شي او دا اووائي چي نۀ به ځى. څه ورځې پس بيا هغه دغه خبره کوي خو دا ځل دډير سخت مخالفت سره مخ شي او هم دا رنګه رحيم جان لویٴ شي هغهٴ ته د مور او نيا ملګرتيا حاصله وي. د ورانو هلکانو ملګری شي او بدې چارې راواخلي.په کلي کي واړه وهي پردي باغونه شوکوي. دملګرو د لوفرو خرڅ دی د خپله جيبه اداکوي. او دغه شان پلار يې بوډاشي،نيا ئي مړه شي او مور ئي ډيره خفه وي.
يوه ورځ د بهر نه راشي. شپه ئي بهر تيره کړي وي د يو ملګري وادۀ کي ګډون دپاره بل کلي ته تلی وي او ټوله شپه يې ګډيدل کړي وي .خپلې کوټې ته ورشي او په کټ کي پريوځي سترګې پټې کړي . د ده دراتلو او ور د ګړب اوريدو سره يې کشره خور مورته وائي چي د رحيم جان لالا کوټې ته څوک ورغلو.موريې ورته وائي چي ورشه اوګوره چي څوک دي.دا چي ورشي د کوټې ور لرې کړي نو اوويني چي رحيم جان ملاست دی.دا ورته غږ اوکړي چي رحيم لالا ته يې .نو رحيم جان ورته قهر شي ورته وائي ورکه شه . دا بيا غږ کړي چي رحيم جان لالا پخير راغلې هغه له غصه ورشي راپسي او په خور پسې دؤ کړي هغه ترينه زغلي او چغه کړي. ده دسرنه رانيولي وي موريې ورپسې راشي چي لور ترينه خلاصه کړي رحيم جان لته راخوشي کړي او مور اووهي.هغه ا ولويږي او يوه چغه کړي . د رحيم جان سره غم شي چي ګنې مور مې مړه شوه.نو زر دکوره ا ؤځي او لاړشي و تښتي او بل کلي ته د خور کره لاړ شي.''
دا ناول د نور محمد ترکي د يوې مرکې تر مخه نيمګړیدی. ځکه چي نورې برخې يې نۀ دي خورې شوي. او مونږ ته هم دغه نيمګړی رارسيدلی دی.ولې بياهم په خپله نيمګړتيا کي پوره دی او خپل مقصد پوره کوي.
د ناول په تيکنيک باندې پوره دی، انداز يې بيانيه دی، پلاټ يې برابر دیاؤ قيصه اصلاحي ده.منظر کشي او واقعه نګاري په کي هم ښه برابر شوي دي،قيصه يې روانه او ساده ده. دهغه وخت دخلقو په حقله پکښې معلومات شته.کردارونه يې اصلي،حقيقي او اد امروزه ژوند کردارونه ښكاري . د قيصې د خوند دپاره پکښې مکالمې هم راوړل شوي دي او دهغه وخت دود دستور پکښې هم بيان شوی دی.په دې ناول کي د رحيم جان په کردار کي هغه ټول کارونه ښودلي شوي دي چي د بد او ناکاره صحبت زلمی يې کوي.
دا ناول د نور محمد ترکي وړومبی ناول دیاو طبعزاد دی،قيصه يې حقيقي ژوند ته نزدې ده
مفکوره يې داده چي د بچو روزنه او تربيت بايد په ښه ډول اوشي چي راتلونکی نسل د وطن په ترقۍ او قامي سوکالئ کي خپل کردار په ښه ډول ترسره کړي.
د دې ناول موازنه د هغه وخت د ناولونو سره کيدی شي بلکې د وروستو سره هم کيدی شي.په ديکښې د اشتراکيت هيڅ هم نيشته .د اولاد د ښه روزنې او تربيت زمونږ دين اسلام هم ترغيب ورکوي.
دا ناول دليکوال د وينا مطابق نيمګړی دی .خو کهٴ چاته دا پته نۀ وي او هغه دا ناول اولولي نو هغه ته به ارو مرو پوره ښکاره شي لکه چي قيصه په يولحاظ پوره شوې ده.خو که چرې د صاحبزاده ادريس صيب د''پيغله'' سره مونږ د دې موازنه اوکړو کوم ته چي ډاکټر محمد اعظم اعظم پوره ناول وئيلی دی.نو په ضخامت ''پيغله'' لوئې دی او په فني لحاظ سره د ''بې تربيته زوی'' نه کم دی. پيغله کي قيصه د نيشت برابر ده خو فلسفه پکښې ډيره ځائ شوي ده او په دې ناول کي قيصه د مقصد سره سمه روانه وي او پوره توجه ور کړی شوي ده. ٢.ددويم اعتراض جواب
که چرې ددې ناول دا پورته قيصه چي ما په مختصره توګه بيان کړه د کوم قسمه سياسي يا اشتراکي نظريه څرګندوي نو بيا خو ښاغلی نور محمد ترکي ګرم دی.خو داسې نۀ ده او په ديکښې د اشتراکيت هيڅ خبره نيشته بلکې د اولاد په صحيح تربيت يې زور راوړی دی.چي مونږ ته زمونږه دين هم د دې ترغيب راکوي.
ولې ښاغلي حنيف خليل خپله فيصله په پټو سترګو صادره کړي ده چي دا دكارل ماركس دنظرياتو شرح ده.
دلته يوه بله بد مرغي داده چي ډير خلق تحقيق او څېړنه نهٴ کوي خو چي چا څۀ اووئيل نو بس هغه پوره وي او هم هغه مخکښې بيانوي.داسې ډير مثالونه زه ښودلی شم.دښاغلي حنيف خليل په حوالې سره نورو هم ډيرو ليکوالو دغه خبرې مخکښې نقل کړي دي او بې څۀ تحقيقه يې بيان کړي دي.
د مثال په ډول ښاغلي احمد علي اسير هم ( پښتوناول او ناولونه ٢٠١٣ء) د حنيف خليل د حوالو سره مخکښې تلی دی. اوپخپله يې څۀ تکليف نۀ دی کړی . ددوي د نورو اعتراضونو يا غلط بيانو به زه په خپلو نورو مقالو کي په موقع او مناسبت سره په خپل راتلونكي كتاب '' پښتو ناول _سل كاله'' كي تبصرې اوکړم.
پکار خوداده چي يو محقق،څېړنکار،مقاله نګار دچا تحقيق او کار مخکښې دحوالې په ډول راوړي نو چي اول دا اوګوري چي دغه وړانديني محقق په څۀ مقصد خپله رائ ثبت کړي ده.نو بيا باي د داسې مغالطې وړاندې لاړې نۀ شي او سمونې يې وشي. ولې د بده مرغه په پښتو ادب کي داسې کم کيږي.وړاندينو محقيقينو د ډيرې عرقريزۍ نه کار اخستی دی ولې اوس داسې نۀ کيږي.
نتيجه
زموږ د دې ټول بحث نتيجه دا ده چي د پښتو وړومبی طبعزاد ناول د نور محمد ترکي نيمګړی ناول ''بې تربيته زوی '' دی.
ماخذونه
(1) افضل رضا، پروفيسر، دراحت افسانې،ناشر تاج کتب خانه محله جنګي پيښور،١٩٨٩ء،مخ١٩،
(2) احمد علي اسير، پښتو ناول، ناول او ناولونه(تحقيق او تنقيد):٢٠١ء،مخ
(3) تقويم الحق کاکا خيل، علاقائي ادب ميڼ روايت،پشتو:جون ١٩٨٥ء
(4) تقويم الحق کاکاخيل، نوی ادب يوه نوي لار،بي بي نوره:١٩٦٣ء،مخ
(5) ډاکټر محمداعظم اعظم،پښتو ادب او ناول، مياشتينئ پښتو، فروري _ اپريل ١٩٨٧،مخ٢٦ تا ٣٢
(6) ډاکټر محمد اعظم اعظم، پښتو ناول، پښتو ادب کي کردار نګاري:١٩٩٣،پښتو اکيډيمي پيښور،مخ
(7) ډاکټر راج ولي شاه خټک، پښتو ادبي تحريکونه، پښتو اکيډيمي پيښور،١٩٨٩ء،مخ ٤٧١
(8) ډاکټر انيتا اعظم، پښتو ناول، پښتو افسانوي ادب کي دښځېاولسي مقام او کردار:٢٠١٠ء،مخ.
(9) ډاکټر خالد خان خټک، ناول څۀ ته وائي، مياشتينئ پښتو:ستمبر.نومبر٢٠٠٣ء،مخ٥٤تا٥٩
(10) ډاکټر خالد خان خټک، د ١٩٠١ء نه تر ١٩٤٧ءپورې دپښتو د نثر ارتقاء،مياشتينئ پښتو،دسمبر١٩٩٦ء،مخ
(11) زرين انځور، د پښتو معاصر داستاني ادبيات، تاريخي انتقادي کتنه،٢٠١٤ء،مخ
(12) حنيف خليل،پښتو ناول تحقيقي او تنقيدي جائزه، باګرام پښتو ادبي جرګه پيښور:٢٠٠٠ء، مخ
(13) صادق ژړک، دنور محمد داستاني کليات،٢٠١٤ء کوئټه.
(14) نور محمد ترکي، بې تربيته زوی،٢٠١٢ء،کوئټه.
(15) رشيد احمد،دپښتو وړومبی طبعزاد ناول؟،٢٠١٤.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ