انفرادي کردار او قامي طاقت
(Individual Character and National Strength)
ليك: سائين کمال خان شېراني
ژباړن: سلطان زخپېل
د سائين کمال خان شېراڼي دغه مضمون د دويم جنګ عظيم په وخت کي د اسلاميه کالج پېښور څخه د خپرېدونکي مجلې خېبر د جنوري ۱۹۴۴ کال په ګڼه کي خور شوی ؤ. د دغه انګرېزي مضمون پښتو ژباړه ستاسو په خذمت کي په دا سوب وړاندي کوو چي د هغه وخت په شان نن هم زموږ ټولنه و انفرادي او اجتماعي کردار سازۍ ته اړتيا لري. د ښاغلي قادر آغا مننه کوم چي هغه د سائين کمال خان دغه انګرېزي مضمون د پښتو ژباړي دپاره و موږ ته وسپارلی. مدير
انسان چي کله هم په فطرت کي د بېلابېلو اثراتو د سوب معلومولو تابيا کړې ده، نو هغه وخت يې هم دغه يکي يو اثر په ګوته کړی دی کوم اثر چي تر نورو اثراتو زيات اغېزمن او غالب وي، ځکه يې و دغه يوه اثر ته د وجي يا د سوب نامه ورکړې ده او دغه نور اثرات يې بېخي هېر کړي دي.
د مثال په توګه کله چي يو سړی له زينې څخه ولوېږي او مړ شي نو له زينې څخه لوېدل د دۀ د مرګ لامل يا وجه ګڼل کېږي او يا بيا دا چي کله يو سياسي تحريک و خپل هدف ته د رسېدلو، برياليتوب تر لاسه کړي نو د هغه وجه د دغه تحريک د يو ښه، او پوه لېډر قيادت او د هغه شخصيت ګڼل کېږي. منم چي دا به تر ډېره حده پوري رښتيا وي، خو مکمل رښتيا نۀ شي ورته ويل کېدلای.
دا هم ويل کېږي چي د قامونو د پرمختګ او ارتقا دپاره د مادي او صنعتي ترقۍ ښو کارخانو، د غټ وسلوال فوځ سره تړلې وي، او دا درې واړه يې د ترقۍ لامل ګڼل کېږي. هو زۀ دا هم منم چي دا به ارو مرو د قامونو د خوشحالۍ او ترقۍ اسباب وي، خو تر څو چي د قامونو په افرادو کي کردار نه وي او د دوی و کردار سازۍ ته پاملرنه، نۀ وشي نو د اصلي قامي طاقت او ترقۍ امکان به بېخي کم ښکاري. ځکه چي کردار سازي د يو ملک او قام د جوړېدلو تر ټولو غټه ذريعه ګڼل کېږي. دا په دې چي د فرد کردار له افرادو سره تړلی وي، او له انفرادي کردار څخه اجتماعي کردار زيږي. هم دغه لامل له يوه باوقاره قوم د سر لوړی سوب وي، ځکه چي له فرده څخه تر افراد او له افرادو څخه قام جوړېږي.
تر څو چي د قام د وګړو اخلاقي کردار سازي ونه شي صرف عادي ترقي قومونه له تباهۍ او بربادۍ څخه نۀ شي ږغورلای، وجه يې دا دۀ چي کوم عمارت له خام او کمزوري موادو څخه جوړ شوی وي هغه عمارت تر ډېره پوري د موسم د سختيو او طوفانونو مقابله نۀ شي کولای.
حقيقت دا دی چي په کمزوري او خام مواد باندي جوړ شوی عمارت به تل کمزوری وي. موږ په نړۍ کي داسي هيڅ قام نۀ شو په ګوته کولای چي د هغه د وګړو کردار دي پست او لوېدلی وي او دغه قام دي تر ډېره پوري د سيالو قامونو په قطار کي پاته شوی وي که چېري يو قام غواړي چي تر ډېره پوري دي ژوندی او د سيالۍ په تاله تللی قام پاته شي نو هغه دي د خپلو وګړو پر کردار سازي باندي کار وکړي او هغه ټول اوصاف دي پکښي پيدا کړي کوم چي په يو عظيم قام کي موندل کېږي.
پر انفرادي کردار سازي باندي د زياته زور ورکول څخه زما مطلب هيڅ کله هم دا نۀ دی چي د قام اجتماعي شعور او پر مختګ څۀ خاص اهميت نۀ لري خو زۀ په يقين سره دا خبره کوم چي د قام وګړي چي رېښتوني، ايمانداره، زيرک، زړور او يو له بله سره د يو والي جذبه لرونکي او په قامي سوال او ګټه باندي پوه وي او د لوړ کردار خاوندان وي، نو هغه د يو ستر قام د جوړښت سبب ګرزي له دې ويلو څۀ زما اصل مطلب دا دی چي يوازي د يو څو راهبرانو لوړ کردار قامونه د کاميابۍ منزل ته نۀ شي رسولای د مثال په توګه د اوسني هندوستان د يو څو رهبرانو کردار خو ډېر لوړ دی خو که موږ قامي ترقي او خوشحالي غواړو نو زموږ هر وګړی به په ځان کي د ښه اخلاقو او لوړ کردار پيدا کولو ته اړتيا لري.
د نړۍ د هري سماجي ادارې مشران او پروګرام لرونکي فلاسفران پر دې خبره سترګي نۀ شي پټولای چي و دوی ته د ښه نظام چلولو دپاره، او پر اصولونو او قوانينو باندي د عمل کولو دپاره، د ښه نظام ضرورت پيدا کېدی شي، خو دوی په دې هم پوه دي چي د دې ښه نظام او قوانينو په عمل کي د راوستلو شاته د ښو انسانانو ضرورت دی. صرف د انسانانو نۀ بلکې د لوړ کردار د خاوندانو ضرورت دی. د دنيا نظام صرف د ښو قوانينو او اصولونو په وجود کي د راوستلو په اساس نۀ چلېږي، بلکې د هغه کردار سازو وګړو په اساس چلېږي څوک چي له زړۀ پر دغه قوانينو باندي عمل کوي.
زما په خيال هر قسم حکومت هغه که جمهوريت وي، که هغه امريت او که سوشل ازم وي صرف د قوانينو او اصولونو د موجودګۍ له کبله کاميابي نه شي تر لاسه کولای، تر څو چي د ښو او لوړو کردارونو خاوندان وګړي دغه قوانين په عمل کي نۀ راولي. حکومتونه هغه وخت کاميابه کېږي چي افراد د دوی پر جوړ شوو قوانينو عمل وکړي، او دا عمل هغه وخت د منلو وړ شي کله چي کردار ورسره ملګری شي.
هر کله چي افراد د قامونو د قسمت فيصلې کوي او قامونه هم د خپل وجود د بقا لپاره هلي ځلي کوي، خو هر وخت په سخترو کي د قام د سختۍ امتحان له فرد څخه اخستل کېږي، او و افرادو ته ورسپارل کېږي.
د کوم قام افراد چي سختي زغملای شي، جدوجهد کولای شي، صبر لري، د اميد لمن له لاسه نۀ ورکوي، پر قامي ګټه يقين لري، د مشکلاتو د ګاللو توان لري، د قربانۍ دپاره هر وخت تيار وي، نو هغه وخت يو ښه او مغزن قام ثابتيدلای شي. ځکه خو وايو چي افراد قامونه جوړه ولای هم شي او قامونه له منځه وړلای هم شي.
د دې اوسني جنګ له د تباکاريانو او بدبختيانو څخه دې غافله انسانانو ډېري زده کړي وکړې، او هم په دغه زده کړو کي يې يوه اهمه زده کړه دا هم ده چي د جنګ په کاميابۍ کي د افرادو کردار خاص رول لوبوي. د سطحۍ ذهنو خاوندان و دغه جنګ ته د وسائلو او د کارخانو جنګ وايي، ليکن خو موږ وليدل چي اټلي يو منظم حکومت ؤ، ډېري کارخانې، ښه وسله وال فوځ، او وسائل يې درلود، کوم ته چي د قام د طاقت اسباب ويل کيږي خو اټلي بيا هم نسکور شو، او له شکست سره مخامخ شو. ان تر دې چي د هټلر غوندي تکړه ملاتړ او د جرمن ملګرتيا هم له بربادۍ او تباهۍ څخه خلاص نۀ کړو. تر څو چي مو سوليني کامياب وو تر هغه وخته پوري اټاليانو د دۀ مرسته کوله، خو چي کله اتحاديانو و دوی ته دهمکۍ ورکړې او د دوی پر ښارونو يې پرله پسې بمبارۍ وکړې نو اټاليانو د خپل ناموزه کردار واګي له لاسه ولوېدې او شکست يې وخوړ.
له اټاليانو سره د هيڅ قسم مادي وسائلو کمي نۀ وه، خو د کردار پستۍ، يا لوېدلي کردار، دغه قام تباه کړ، هم دغه سوب دی چي کردار سازي د قامي طاقت دپاره تر هر څۀ هر څۀ زياته ضروري ګڼل کېږي، او هم دغه لوبه دلته نزدې له ايرانيانو سره وشوه کله چي اتحاديانو پر ايران باندي د حملې کولو دهمکۍ ورکړه نو د دوی د خپل کردار د شکست ورېخت له کبله حوصلې پستي شوې وې، لاس يې پورته کړل او د هيڅ قسم مزاحمت کوشش يې نۀ وکړ. خو و بلي خواته د برطانيې او جرمني واضح فرق د ليدلو وړ دی دواړو پر يو بل باندي څلور کاله پرله پسې بمبارۍ وکړې، خو دا هر هوائي بريد د هغوی په افرادو کي نور استحکام پيدا کړ.
موږ که د برطانيې و توسيع خوښونکو او د ملک ګېرۍ و عزائمو ته په هر نظر ګورو خو دا خبره د منلو وړ ده چي د برطانيې د افرادو په کردار کي هر هغه څۀ شته کوم چي د دوی د قامي مقصد دپاره ضروري وي دوی له خپل قام او مشر تابه سره مخلص دي په خپل ځان باندي د خپلي خاوري او خپل قام سره په تړون باندي کلک يقين لري، او د دوی د خپل کردار په ادا کولو او قامي مقاصدو باندي هم ښه پوه دي. د خپلي پوهني او دا خپل کلک يقين دغه خلګ د خپل قامي مقصد دپاره هري قربانۍ ته هر وخت تيار ساتلي دي.
هم دغه رنګه که خلګ د هټلر او نازيانو په هکله هر نظر لري خو د هغوی له حوصلې او مېړاني څخه انکار نۀ کېږي دوی په خپل کردار کي هغه ټول خصلتونه لري، کوم چي د يو ستر قام په جوړېدلو کي رول لوبوي.
زۀ دا خبره يو ځل بيا غبرګول غواړم چي زما له خبرو بايد دا اندازه نۀ واخستل شي چي مادي وسائل د قامي ترقۍ او خوشحالۍ دپاره ضروري نۀ دي. بلکې زۀ دا هم وايم چي هر قام و مادي وسائلو ته اړتيا لري، لا دا چي هر ډول مادي وسائل بېخي ډېر ضروري دي، خو هغه وخت، چي د قام افراد د دغو وسائلو په کار راوستلو او له دې څۀ د کار اخستلو باقاعده توان او صلاحيت ولري. خو له دې سره سره په اخر کي يو ځل بيا دا ويل ضروري ګڼم چي مادي وسائل هغه وخت د قامونو د عروج سوب ګرځي، چي د قام په وګړو کي د دغه وسائلو سره سره ډېر لوړ او ښه کردار هم وي، په دې کي شک نشته چي د قام د قسمت فيصله د باکرداره خلګو او وګړو پر کردار باندي انحصار لري.