ليکوال: حبيب الله کاکړ
د مجلې ګڼه: څلورمه
د مجلې د چاپ نېټه: ۲۰۱۴
حبيب الله کاکړ
انساني فکر د تخليق په سفر کي څۀ داسي تصورات د خيالاتو برخه کړي دي چي وجود يې د طبعيياتو او ما بعد طبعياتو تر منځ د تشکيک په داسي انتها: ولاړ وي چي وجود يې منل له سائنس او له عقله د وتلو مترادف وي خو له وجوده يې انکار د تخليق د رموزاتي او تکنيکي خونده انساني تفکير بې برخي کول وي. حتماً، ښاپېرۍ د انساني ټولنو د فولکلور هغه معنا ده چي خواږه يې تقريباً هر انساني ذهن په خپل ماشمتوب کي څټلي دي خو د تحقيق پر بالښت يې ذکر هسي نۀ دی شوی لکه د ذوق پر مړوند. ښاپېرۍ تقريباً د انساني کلتور په هر فولکلور کي وجود لري، خو چيري يې ذکر محض په نقلونو افسانو او په شاعرۍ کي وي او چيري د مادي فولکلوري ارټ برخه ده چي عکسونه يې د مندراتو پر دېوالونو او د بتانو په شکل کي هم ژوندي دي. له پارسي ادبياتو نيولې د سنسکرت او د يونان تر داستانونو په څۀ نا څۀ ډول د ښاپېرۍ تصور يې ژوند کړی دی، په جرمن کي د في، په سپېنش کي د هډه په عربي کي جنية په پارسياتو کي د پرۍ او په هندي کي د پري د اصطلاح تصور د دې ژبو ادب ته يقيناً، هم ښکلا ورکړې ده او هم يې د انسان د تخيل او تفکير په ارتقاء کي موثر کردار لوبولی دی. دلته که څۀ هم د علم النفس (Psychology) پوهان په دوو برخو کي تقسيم کيږي چي د ښاپېريو نقلونه (FairyTales) اثر د ماشوم په ذهن ښه اغېزه کوي که نه، که څۀ هم څۀ پوهان ورته منفي نظر لرونکي دي خو اکثر ورته ښه نظر لرونکي دي، جرمن شاعر شيلر د ښاپېرۍ د نقلونو په حقله وايي چي فېري ټېلز او فرضي داستانونو (Myths) دواړو ازلي سوالونه پورته کړي دي.
دنيا په اصل کي ده هم د څه؟ زه به په دې دنيا کي ژوند کوم هم په څۀ ډول؟ زه په حقيقت کي يم څۀ او زه ولي يم؟ خو د دې سوالونو چي کم ځوابونه مذهبي فرضي داستانونو کړي دي هغه حتمي دي مګر د ښاپېرۍ د نقلونو ځوابونه امکاني دي چي د فلسفې تخميني شکل خپله وي او د انسان فکر تفکير ته هڅه وي.
هم دغه وجه ده چي يو بل ځای د ښاپېرۍ د نقلونو په حقله زياتوي چي د فېري ټېلز کوم چي ماته زما په ماشمتوب کي ښودلي شوي دي معنوي ژورتيا تر هغه سبق ډېره زياته ده کم چي ماته زما ټول ژوند راکړی.
د ښاپېرۍ تصور که څۀ هم اوس شعري تشبيهاتي يا ادبي ذوقي شکل اختيار کړی دی خو دا تصور اوس هم په ټولنيز لاشعور کي ژوندی دی. محض تصور هم نۀ بلکې د ښاپېرۍ په وجود باندي يقين په ډېرو ټولنو کي وجود لري. په ۱۹۹۵ کي بريډجټ کليري (Bridget Cleary) نومېدونکي ښځه خپل خاوندپه دې عقيده قتل کړ چي دا د دۀ خپله مېرمن نۀ وه بلکې د دې په شکل کي ښاپېريانو پرۍ راوړې وه، د ښاپېرۍ د وجود تصور اوس هم په ډېرو سيمو کي شته خصوصاً په أيرلېنډ، ايسلېنډ، ناروې،او سکاټ لېنډ کي. خو تصور يې د شرقي ښاپېرۍ په تېره بيا د پښتني فولکلور د ښاپېرۍ له تصوره څۀ توپير لري. چي شرقي ښاپېرۍ زياتره له بني آدم سره د ميني او د عشق جمالياتي تاريخ لري خو غربي فولکلوري ښاپېرۍ کله د روګي Witchy په شکل د بني ادم د ښمنه څرګندېږي. د پښتني فولکلور ښاپېرۍ د ښځينه ښائست کمال تصور کېږي، چي استوګنه يې په چين او کوه قاف کي په شاهي قصرونو کي وي، او ظهور يې اکثر د اوبو پر چينو ويالو او په ګودرونو بني ادم ته کېږي. ښاپېرۍ که څۀ هم ښځينه پرۍ ګڼل کېږي خو د پېريانو هره ښځه ښاپېرۍ نۀ وي. په پښتني فولکلوري نقلونو کي د پېريانو د ښځي عام تصور هم شته. په پښتو کي د ښاپېرۍ په څېړنه چنداني کار نۀ دی شوی نۀ يې د حقيقت پلټنه شوې ده البته ښاغلي عبدالباري جهاني د: “دېب او ښاپېرۍ د پښتو په فولکلوري نقلونو کي “ تر ټايټل لاندي په لر او بر مجله کي په کال ۲۰۱۰ کي د دېب، پېري او د ښاپېرۍ په تشريح څۀ رڼا اچولې ده، ښاغلی جهاني د ښاپېرۍ پښتني انځور معرفي کوي چي ليکي : ښاپېرياني، چی په فارسي ادبياتو کي پري ورته ويل کېږي او په شاعرانه ژبه کي ډېره زياته ښکلا په پري پېکر، پري وش او يا پري چهره افاده کېږي، د انسانانو سره نيژدې او يا په تاريکو او متروکو ځايونو، کنډوالو او د امبارونو پر کوټو ژوند نۀ کوي. هغوی له ښارونو څخه ډېر ليري، د غرونو او ځنګلونو په مابېن کي په شاهي قصرونو او ښکليو باغونو کي اوسېږي.
ښاپېرياني کله کله کليو او ښارونو ته راځي. ځينو انسانانو ته ځانونه ښيي او کله چي بنيادم ورته وګوري نو سمدستي ورباندي مين شي خو دا د يوې سپيني کوتري په څېر ورڅخه الوزي او دلته نو د سوځنده او تقريباً ناممکني ميني افسانه پېل شي. کله کله ښاپېرياني د انسانانو ښارونو او کليو ته ورځي او چي يو ښايسته ځوان يې خوښ شي نو بيا تقريباً هره شپه او يا کله کله په هفته کی يوه ټاکلې شپه ورته راځی او کرۍ شپه له خپل مين بنيادم سره تېروي.
زما مقصد دلته د ښاپېرۍ پېژندنه يا د هغې ذوقي رنګونه تشريح کول نۀ دي، زه غواړم چي د ښاپېرۍ د حقيقت او د مجاز يا د ښاپېرۍ د انځور جاج واخلم چي انساني ذهن ته دا تصور ولي راغلی دی؟ د ښاپېرۍ فولکلوري نقلونه او مذهبي فرضي داستانونه اوس د علم د مختلفو څانګو برخه دي او په بېلا بېل نهج يې څېړنه کېږي خو تقريباً په ټولو د سېژمن فرائيډ او کارل جانګ د افکارو اثرات پراته دي. که څۀ هم د تعليمي ماهرينو له دې خبري انکار نۀ شي کېدلای چي د ښاپېرۍ نقلونه د انساني ذهن اوله درسګاه پاتي شوې ده چي انسان ترې تعليم اغستی دی، چي د لارښودني په حېث د يو مشکل کار د حصول او په انسان کي د همت مردۍ را پارونه يا د ماشومانو د نړۍ په خوږو پوهول او هغه ته دنړۍ د شر او خېر تشريح په داسي ژبه کول دي چي دۀ ته له شر او ضرر رسونکي څېزونو د ژغورلو فکر هم او له خېر او د نړۍ له ښائست سره د ميني درس هم ورکړي. خو دا هم حقيقت دی چي څۀ داسي انځورونه هسي د انسان ذهن ته نۀ دي راغلي. د دې شاته يا د دې تصوراتو يو تصديقي وجود هم شته چي يو انسان ته د ښاپېرۍ او د پېرۍ د ديوتا او د دېوي، او د فرشتو ظهوراو د هغه انسان د مشاهدې دې تجربې ته د لفظونو تصوير له وخته سره د خلګو د څۀ مبالغې او کمي سره دې د يو نقل او فرضي داستان شکل اختيار کړی وي او يا دا عکسونه د انسان د ذهن د تخليق سرمايه وي چي څنګه د انساني ذهن د تخليق په ارتقاء کي رول لوبولی وي. هسي يې د انساني سماج رواداري او مساوات ته نقص هم ورکړی وي لکه د مثال په توګه که موږ په نسواني نظر((Feminist Approach د انګريزۍ د لنډي کيسې د خوبولي ښائست (Sleeping Beauty) سليپنګ بيوټي جاج واخلو چي له کلونو پس د باچا په کور کي يوه ښکلې شهزادګۍ کېږي او ديارلس ښاپېرۍ يې د زوکړي د لمانځني ورځي ته راځي چي هره ښاپېرۍ ورته خپله تحفه ورکوي او دولسمه ښاپېرۍ ملکې ته وايي چي په پنځلسم کال به شهزادګۍ دوک (Spindle) يا (سرخی) ته لاس وروړي او دا به له بده مرغه مري د لمانځني په هال کي شور په دې خبره جوړېږي هن تر دې چي ديارلسمه ښاپېرۍ راځي او ورته وايي چي مري به نۀ خو سل کاله به ويديږي باچا د ملک ټول سرخي سېزي شهزادګۍ چي پنځلس کلنه کېږي يو ورځ يواځي ځنګل ته ځي او هلته په يو ښائسته مانړۍ کي يوه بوډۍ سرخی ورکوي شهزادګۍ په ژوند داسي شی نۀ وي ليدلی چي لاس ور وړي په سل کلن خوب پرېوزي بيا د کلونو پس د يو بل ملک شهزاده راځي او په شونډو يې شونډي ږدي له سل کلنه خوبه يې پورته کوي. دلته نسواني نيوکي په داسي انداز کېږي چي د نرانو ټولني خپل جبر په داسي درسونو ژوندی ساتلی دی چي يوه پنځلس کلنه پېغله يواځي له کوره بهر نۀ پرېږدي او يواځي وتل د پېغلي د دې مرګ تصور کوي، او دويم دا چي د يو نر د شونډو ږدل د پېغلي ژوند ګرځي او ښځه محض د شهوتونو ناوي او ګوډۍ ((Slut Dollجوړوي. او د ملکې بې اولادي د هغې د پرېشانۍ او له کلونو پس د باچا په کور کي د زوکړي خوشحالي ښځه دې ته جوته کوي چي د دې د کور خوشحالي په بچي راوړنه کي ده.
اوس که د مثال په توګه هم دغي يا د پښتو په نقلونو کي د ښاپېرۍ له پهلوانانو تکړه زلميانو يا شهزادګانو سره د عشق په يو مارکسټ نظر جاج واخيستل کېږي د ټولني د عدم مساوات او د باچا په محل کي د ښاپېريو خندا وي د باچا او د سرمايه دار د محل په دبدبه او په رونق کي نور زياتوالی کوي، په نقلونو کي د ښاپېريو ظهور يو شپون مزدور ته ولي نۀ کېږي چي په مست زر زرين اس سپور شهزاده ته کېږي؟ ښاپېرۍ د ملکې محل ته د شهزادګۍ په بلنه راځي، خو د کونډي په جونګړه کي د يتيم د لوږي سلګۍ نۀ اوري؟
بهر کېف! د ښاپېرۍ د نقلونو تشريح له هره اړخه ممکنه ده چي اوشي، خو له نفسياتي پلوه چي يې د نفسياتو پوهان او يا د فرائيډ د نفسي تحليل او د کارل جانګ د ټولنيز لاشعور په رڼا کي چي څنګه انتروپولوژسټان تشريح کوي د ښاپېرۍ د حقيقت او مجاز څرګندونه کوي.
مخکښي له دې چي زه منظور نظر نقطې ته راشم غواړم چي د فرائيډ د نفسياتو په نړۍ يوه لنډه رڼا واچوم چي د فرائيډ د نفسياتو په کړکېچنه نړۍ کي خپلي موضوع ته د مقصد نقاط راوړو.
د انساني شخصيت نفسياتي ساخت:
انساني شخصيت واقعي يو داسي حقيقت دی چي په برخو يې وېشل ګران کار دی، دا سم د يونان د فلسفې غير منقسم جز دی خو ورباندي د پوهېدلو په حيث فرائيډ دی په درو برخو کي وېښي، چي اول ته ائي ډي (Id) دويم ته اِيګو(Ego) او دريم ته سپر اِيګو(Super Ego) وايي. ائي ډي د نفس هغه اوله مرحله ده چي فرائيډ يې ازاد او سرکش حرکت ګڼي، د انسان د نفسياتي ساخت دا هغه حصه ده چي د دنيا له حقايقو له دړده او له مصيبته بېخي ناخبره او باغي ده، د دماغ دغه محرک هيڅ قانون هيڅ کلتور هيڅ روايت نۀ تسليموي، د ده کار صرف د غوښتل شوي څيز حصول او لذت دی، د عمر په لحاظ فرائيډ دې محرک ته څلور کاله ږدي لکه چي ماشوم په اول څلور کاله کي موږ ګورو چي دی هر څۀ غواړي دی اور ته هم لاس اچوي چي وږی شي، دی د فطرت يو قانون هم نۀ مني، نۀ د انسان مذهبي او کلتوري روايات مني، دويم محرک د اِيګو دی چي ورته د زدکړي مرحله (Learning Stage) هم وئيلې کېږي چي د ائي ډي د تربيت په حېث له رواياتو، مذهبي قوانينو او ټولنيز عناناتو زده کړه کوي او ائي ډي تر مناسب وخته پوري په بېلابېلو طريقو قراروي دلته که يو طرف ته انساني نفسيات د ائي ډي او د کلتور د رواياتو په جنګ په تفکير بوخت کېږي، او د دوی تر منځ د مصلحت کوشش کوي خو بل خواته انساني نفسيات ټولنيز رنګ اخلي چي د کلتور، مذهب او سماجي رواياتو پلوي شروع کوي او د ائي ډي سرکشي د رواياتو تابع کوي نو غوښتل شوي څيز او خواهش ته په رواياتو کي لاره ګوري، لکه خوراک څښاک او سېکس ته، هم د دغو رواياتو زدکړي دی د رواياتو تر عقلاني کولو رسوي چېري چي اخلاقيات، تمدن، او تهذيب وده کوي دغي مرحلې ته فرائيډ د سپرايګو نوم ورکوي کوم ته چي موږ ضمير وايو. لنډه دا په اوله مرحله کي انسان مکمل ازاد او په دويمه کي دی د رواياتو په جال کي ګيرېږي او په دريمه مرحله کي دی د رواياتو مبلغ ګرځي او هغه جال په دلايلو مضبوطوي، نور يې هم عقلاني کوي چېري چي بيا اخلاقيات زېږي. د انسان د نفسياتو دا درې محرکات دي د دوی له ژونده سره مخامخي سوچ، فکر، مختلف تصورات، انځورونه دوی د ذهن په درو کوټو کي ږدي کوم ته چي فرائيډ شعور، تحت شعور او لا شعور وايي. شعور د نفسياتو هغه حصه ده کومه چي په روزمره ژوند کي هر وخت بېداره هوسي، هر څۀ چي موږ نوی زده کړو موږ ته ياد وي، چي لږ هېر لږ ياد يا هېر او زر راياد شي دا څيزونه زموږ په تحت شعور کي وي، چي بېخي هېر شي لکه شل کلنه زړه کيسه چي کله موږ ته راياده شي د دې مطلب دا دی چي دا زموږ په ذهن کي يو ځای وه خو ورکه وه، خو اوس راپورته شوه، د دې داسي مثال دی لکه اوبو چي پر سر د واوري کاڼی اغستی وي چي د سر حصه يې بېخي ښکاره وي چي کله هم نۀ ډوبېږي، دويمه هغه حصه وي چي کله ډوبېږي او کله پر سر راځي، دريمه هغه حصه ده چي بيخي ډوبه وي، اول ته شعور، دويم ته تحت شعور او دريم ته لاشعور وايي، لکه په لاندي ورکړل شوي چارټ کي چي موږ ګورو.
د انسان د نفسياتو اول محرک ائي ډي ازاده او د هر څيز غوښته بغير د څۀ کوششه او منډي کوي خو د انسان د نفسياتو دويم محرک اِيګو هغه قراروي، چي ته چي څۀ او څنګه غواړې هغه په دې طريقه نشي، نو دلته دی د وصول د پاره د اِيګو په تفکير بوخت شي، خيالي نړۍ دلته وجود ته راځي، د خراسان د غره پر څنډه ناست په ويشه د سپيني مانړۍ خوب ليدل، په ګلونو کي ګرځېدل، له نرۍ ملا، سپينو سينو او اوږدو تورو زلفو سره لوبېدل دا ټول د ائي ډي د قرارېدلو يو ذريعه وي چي اِيګو يې کوي، او يا کله کله ورسره په جنګ شي او دخواهشاتو پر سريې پښه ږدي او دباو يې کړي دغه ټول خيالات لاشعور ته ځي، څۀ ته چي فرائيډ (Unfulfilled Desires) نامکمل خواهشات وايي. نۀ پره کېدونکي خواهشات او دباو کړل شوي خواهشات يا خو د خوبونو برخه شي او يا د داسي ذهني او خيالي انځورونو برخه شي . بياخو يا محض د يو انځور په حېث په لاشعور کي کښېني او يا د لفظونو شکل اختيار کړي لکه چي موږ په فولکلوري نقلونو کي ګورو چي يو وګړي له درستي باچهي سره په جنګ، له دېبونو سره په جنګ، له ښاماره سره په جنګ، خپلي هغي محبوبې ته ځان رسوي کومه چي دۀ ته په خپل ګاونډ کي د دۀ ټولنيز حېثيت او د ټولني روايات نۀ ورکوي نو دی په خپله خيالي نړۍ کي ځان هېرو جوړوي، د ځان حېثيت لوړوي او د غمازانو سره جنګېږي او يا دغه تصورات ده ته په خوب کي راځي، په خوب کي راتلونکي څيزونه د فرائيډ مطابق د انسان نۀ پره کېدونکي يا دباو شوي خواهشات دي.
اوس که د فرائيډ د نفسياتو په دې څېړنه کي ورته وګورو ښاپېرۍ محض د انسان د نۀ پره کېدونکي شهواتي خواهشاتو تخليق دی، چي د مختلفو ژبو د فولکلوري ارټ برخه شوې ده، ده دې خبري دروندوالی په دې نور هم کېږي چي په کومه ټولنه کي چي سېکس ته څۀ ازادي او د نر او ښځي اختلاط وي هلته د ښاپېرۍ تصور په دېوي بدلېږي. لکه د مثال په توګه د جاپان د مذهبي داستانونو،اميتراسو اومي کامي “(Amaterasu Omikami) : په اسمان کي برېښودونکي: اود امريکا د لکوټا) Lakota) قبيلې د مذهب “پټيسکا وين”(Pteskawin) يا (pte Ska Win) چي معنا يې ده په سپين کټي سوره ښځه چي د جاپان د شېنټو مذهب او د امريکا د لکوټا مذهب دېوياني دي، دلته د ټولنيز بندش، او د رواياتو پابندي په نسبت د هغو کلتورونو څۀ کمه ده په کومو ټولنو کي چي د ښاپېرۍ تصور د فولکلور برخه ده. دلته که څۀ هم د افلاطون تشريح د حسن ازلي کېدلای شي چي انسان د حسن ازلي پر لور کشش لري، چېري محض د ښاپېرۍ او چېري د جاپان په فطري ښايست کي، له زرغونو غرونو د اوبو ابشارونو نه د انسان تخليقي حس په اسمان کي برېښېدونکي د اميتراسو اومي کامي په لور ځي دا به ممکنه وي چي د افلاطون د حسن ازلي کشش به وي، خو سائنسي او نفسياتي څېړنه يې سبب د فرائيډ مطابق نۀ پره کېدونکي خواهشات دي چي د انسان په لاشعور کي پراته دي. د فرائيډ سائيکالوژي ته لويه ورکړه د لاشعور وه که څۀ هم باقيات يې تر دې له مخه هم د نورو فلسفيانو په فلسفو کي وجود لري خو دۀ چي کومه سائنسي څېړنه وکړه دا تر دې له مخه نۀ وه شوې، له لا شعوره يو قدم مخکښي تلونکی د فرائيډ شاګرد کارل جانګ دی چي د لاشعور پر ځای يې د ټولنيز لا شعور اصطلاح وکاروله. کارل جانګ د انفرادي لاشعور په ځای دلته د مجموعي يا ټولنيز لاشعور Collective Unconsciousness)) ذکر کوي، چي پکښي د ټولني ګڼ شمېر وګړي خپله برخه اچوي. وه څۀ ته چي جانګ ارکيټايپس (Archetypes) وايي. د جانګ مطابق دغسي خيالي انځورونه د ټولني مختلف وګړي يوله بله سره شېر کوي او د ټولني په لاشعور کي کښېني. دی درسته ټولنه يو نفسياتي ساخت او يو ژوندی ساخت ګڼي او د دغه ټولنيز لاشعور د ارکيټايپس اثرات د دې ټولني په ټولو وګړو پرېوځي.
غرض دا چي انسان د خپلي نړۍ ښائست، او د خپل چاپېريال ښه او بد په خپله خيالي نړۍ کي پرله اړوي، چيري چي دی د خپل ائي ډي د قرارولو دنده پېل کوي هم هلته د يو مبلغ په حېث د ټولني د ذهنيت د بدلولو په خيال تشبيهاتي، او سمبوليک ژبه کاروي، لکه د ارسطو د قياس شعري غوندي چي و غواړي چي له يوه څيز کرکه تبليغ کړي د هغه څيز تشبيه له داسي څيز سره وکړي چي کرکه يې په ټولنه کي مسلمه وي خو که يې مينه تبليغول مقصد وي د ټولني له محبوبه څيز سره يې تشبيه کړي، دلته خبره اوږدېږي او موضوع د اديبياتو بحث ته اوړي د لنډولو په خيال موږ وئيلای شو چي ښاپېرۍ له ښځي سره د ميني دکمال انځور دی، او د ښځي د ښائست د خيال انتهاء ده. زما په خيال د ښځي دوه تصوره د ټولني په لاشعور کي پراته دي چي زه يې لنډيز په دا متل کوم چي :
نۀ له ګرانه سره کوت سته نۀ بې ګرانه کوت سته .
له ښځي سره چي کوت نۀ وي نو يې تصوير روګي وي، او چي بې ښځي کوت نۀ وي نو يې تصوير ښاپېرۍ وي. نر له ښځي سره په کرکي کي ښځي ته د روګي او له ښځي سره په مينه کي ښځي ته د ښاپېرۍ عکس تراشلی دی.
ماخذونه
Bruno Bettelheim Uses of Enchantment: The Meaning and Importance of Fairy Tales in 1976.
BenjaminRadford.com. December 10, 2012
Angela Bourke: The Burning Of Bridget Cleary: A True Story
http://www.larawbar.net/23027.html Larawbar.com 2010.11.28
Jacob Grimm, Wilhelm Grimm :Sleeping Beauty and Other Fairy Tales (United States: Dover Publication, Inc. 1991)
Sigmund Freud: The Interpretations of Dreams (New YorK: 2010)
Michael Ashkenazi: Handbook of Japanese Mythology(California: 2003)
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ