د تاريخ پاڼه
د پښتونخوا
د 1930ء واقعات
ليکوال: پرفيسر ډاکټر محمد زبير حسرت
يادګيرنه: دا واقعات ماته د ډاكټر خالد خان خټک نه تر لاسه شوي دي چي هغوئ ځان سره په ١٩١١ء كي د لندن برټش ميوزيم لائبرېرۍ نه راوړي وو ليكونكی يې نۀ دی معلوم خو داسي برېښي چي هم په دغه مياشت او كال كي ليكلي شوي دي او د پمفلټ په شكل كي چاپ شوي هم دي ځكه نو فېرنګيانو دغه نسخه ضبط كړې وه او د ځان سره يې خوندي ساتلې وه. د دې ادبي خدمت دپاره زۀ د ډاكټر خالد خان خټک او پروفېسر ډاكټر فضل رحيم مروت (وائس چانسلر باچاخان پوهنتون چارسده) ممنون يم او د ليكنې په ذريعه يې خپل پښتون اولس ته د قامي امانت په توګه سپارم. پروفېسر ډاكټر محمد زبېر حسرت
دا كتابچه
دا كتابچه د 23 اپرېل 1930ء نه شروع كېدونكو ظالمانه واقعاتو باندې مشتمله ده او چشم ديد واقعات معلومېږي. د مصنف نوم پرې نشته او حكومت ته دوكه وركولو دپاره پرې "قانون بزم ادب د پښتو" نوم وركړلی شو خو حكومت پوهه شو او په ١٩٣٠ء كي يې ضبط كړو. اصل چاپ نسخه په برټش لائبرېرۍ لندن کي موجوده ده. (د چاپ كتابچې سائز 5 انچ × 7 انچ دی) او دا په لكشمي آرټ سټيم پرېس كي چاپ شوې ده.
د قسمت ليكلي:
اګرچې دا قومي تحريك په سرحد کي د ډېرې مودې نه ؤ لېكن داسې سختې واقعې پكښې د 1919ء نه مخكښې بالكل نۀ وې راغلې او هرڅۀ ډېر په ارام وو. اګرچې ډېر نازك نازك حالتونه راغلي وو لكه د پرنس آف وېلز بائيكاټ چي په هغې کي هم مولانا محمد علي جوهر چي كوم وخت سرحد ته راغلی ؤ نو په هغه وخت کي هم د حكومت نه خلق ډېر متنفره شوي وو خو بيا هم هر څۀ خېر صلاح شو. هغه وخت د پوليس افسران هم لږ د انسانيت په طريقه پوهېدل لېكن دا ځل د حكومت واګې چونكې ډېر د يو كمينه لكه د اېس. منګر په لاس کي وې نو ځكه 23 اپرېل باندې مونږه داسي خوني نظاره وليده.
د ليډرانو ګرفتاري
چونكې كانګرس دا فېصله كړې وه چي په 23 اپرېل به سحر په شراب خانو پكټنګ شروع كوؤ نو د دې دپاره حكومت د پېش بندۍ نه كار واخست او چي څۀ ليډران وو هغه يې په دوه ويشتم او درويشتم اپرېل په شپه باندې ونيول. د دوي د ګرفتارۍ خبر په ټول ښار کي خور شو. خلق ځای په ځای غونډ شو او جلسې يې وكړې او په ښار کي يو عام هړتال شو نو د پوليس تاڼيدار سره د شلو سپايانو د كانګرس دفتر ته لاړو ولې چي د يو دوؤ كسانو ګرفتارۍ پاتې شوې وې.
هغه دوؤ كسانو هلته د كانګرس د دفتر مخكښې يو لويې اجتماع ته تقرير كولو چي تاڼېدار ورغی او د ګرفتارۍ وارنټ يې ورته وښودلو نو هغوي ورته ووې چي لږ صبر وكړئ. هغوي صبر وكړو او يوه شېبه پس هغوي تقرير ختم كړو نو په خوښه ورسره روان شو او په لارۍ کي كښېناستل. چي يادګار له راورسېدل نو ټول خلق ډېر ولاړ وو او لارۍ نۀ شوې تللی. خلقو تاڼېدار ته عرض وكړو چي هغوي خپل ليډران په جلوس کي بوتلل غواړي. ټاڼېدار د هغوي عرض منظور كړو او جلوس كابلۍ ته روان شو او ښۀ په خوښۍ سره هغوي كابلۍ تاڼې ته دننه شو.
جنګي موټرونه او ډزې
د پېښور مجسټرېټ خان بهادر سعدالله خان چي هغه تاڼه کي هغه وخت ناست ؤ، ډپټي كمشنر ته يې ټيلي فون کي ووې چي باقي كوم (ليډران) پاتی وو هغه ښۀ په ارام سره ګرفتار شو.
نو اګرچي خلق د دروازې نه بهر ډېر ولاړ وو خو دا څۀ د حېرت او پرېشانۍ خبره نۀ وه او نۀ د فوځ د امداد ضرورت ؤ.
سلېمان رپورټ
په دغه وخت کي چي دا دومره خلق ولاړ وو د پوليس اسسټنټ سپرنټنډنټ مسټر سايون د پوليس لائنونو نه امداد راوست او پخپله په اس باندې سور ؤ. كوم وخت چي هغه خلقو ته په شل قدمه كي رانيزدی شو نو د هغۀ اس وويرېدو ځكه چي شپږ اوؤ زره خلق غونډ ولاړ وو او د انقلاب چغې يې وهلې.
نو چي د دۀ اس وويرېدو نو دی مخ په بېرته پوليس لائن ته يواځې روان شۀ. جېلخانې سره ورله ډپټي كمشنر مټكاف مخې له په موټر كي راغی چي هغه هم ښار ته روان ؤ. مسټر سايون ورته ووې چي يواځې مۀ ځه! حالات ډېر خراب دي او د حفاظت پته نۀ لګي. هغۀ هغه دم په جنګي موټرونو پسې حكم ولېږلو. جنګي موټرې راغلې. مټكاف په وړومبي موټر كي ښار ته ننوت او درې ورپسې روان شو. يو ګورا په موټر سائېكل د وړومبي جنګي موټر نه ښار ته په داسې رفتار راننه وت چي شپږ اوؤ كسه يې د پايو لاندې راغلۀ. ورپسې جنګي موټر راغی او هغه هم د هغوي دپاسه تېر شۀ. خلق ټول اخوا دېخوا وتښتېدل لېكن كوم وخت چي خلقو وليدل چي د هغوي وروڼه په وينو رنګ په دروازه کي د موټر د لاندې پراتۀ دي نو هغوي په دؤ راغلل چي راوئې باسي. په دغه وخت كي پرې افسر حكم وكړو او باړونه يې پرې وچلول.
د موټر سائېكل سور
كوم ګورا چي په موټر سائېكل سور ؤ، هغه چي په دروازه راننوتو نو د دوؤ موټرونو په منځ كي راغی او وړومبي موټر سره يې ټكره وخوړه، راپرېوت او مړ شۀ.
په دغه وخت کي دوي په مشين ګنونو په قصه خوانۍ كي دوهمه كربلا جوړه كړې وه. ځای په ځای د مړو او د زخميانو ډېري پراتۀ وو، بازار ټول په وينو رنګ ؤ.
په دغه وخت كي خبر د خلافت دفتر ته راورسېدو چي په "قصه خوانۍ" كي قتل عام وشو. د خلافت كمېټۍ زر زر رضاكاران راغونډ كړل او د راوړلو سامان يې ورله وكړو. هغوي به د ګولو په هغه باران كي تلل او مړي به يې د هغه ځای نه د خلافت دفتر ته رارسول. ټول مړي دوي د خلافت دفتر ته راورسول. بيا يې زخميان لېډي ريډنګ هسپتال ته راوړل لېكن دروازې بندې وې نو د ډاكټر خان صاحب هسپتال ته يې يوړل. په دغه وخت كي رضاكارانو نور مړي راوړۀ د مړو تعداد نور هم زيات شو. د دې دپاره افسرانو دا ووې چي اوس د خلقو نه پټېدل پكار دي نو عامې ډزې يې شروع كړې. يعني په رضاكارانو يې هم ډزې شروع كړې او پنځۀ كسان يې ترې نه مړۀ كړل. او مړي يې ټول په هسپتالي موټرونو كي واچول چي د هغوي نن ورځې پورې چا ته پته معلومه نۀ شوه چي څۀ شو او كوم خوا يې يوړل.
د رضاكارانو ويشتل، چا چي د خپلو زخميانو او مړو خدمت كولو، د داسې تهذيب يافته قوم دپاره ډېره د شرم خبره ده.
دا خلق وائي چي مټكاف په سر باندې په ګټه لګېدلی ؤ خو دا بالكل غلطه ده. هغه چي كوم وخت تاڼې ته ختلو نو په پاوړۍ كي يې درز وخوړو او تندی يې زخمي شو. بيا يې چارج كېرو ته وركړو.
ځان ځان له ډزې
اوس كار د كېرو او اېس. منګر په لاس كي راغی. دواړه په تېز طبيعتۍ كي مشهور دي او دواړه د هر هندوستاني ذاتي دشمنان دي نو اوس چي دا دواړه يو ځای شول نو د صلحې طمع بالكل قطع شوه. حالت نور هم خراب شو. سمدستي ګوراګان، ګوركا، ډوګره او سكهان يې ښار ته راننه وېستل او په بې لاسو بربنډو خلقو يې ځان ځان له ډزې شروع كړې او دې ظالمانو د وړو او د زړو هېڅ خيال ونۀ كړو. ډېر ماشومان يې په ګولو باندې وويشتل.
كوم وخت چي ډزې لږې كمې شوې نو چي كوم زخميان وو هغوي ځانونه ګوټونو ته وښويول لېكن د ګوراګانو د تېزو نظرونو نه ونۀ وتل. هغوي وليدل چي دوي كي لا روح شته نو بيا يې پرې ډزې شروع كړې چي كوم ځای كي به زخمي وخوزېدۀ سمدستي به يې وويشتۀ او مړ به يې كړو. كه به يې سر خوځولو نو په سر به يې ويشتو. اخر دا چي څۀ زخميان پراتۀ وو د ټولو يې فېصله وكړه.
د حېوانيت كارونه
اوس به پكښې خاص خاص خبرې ښكاره كړم چي هغه د وړومبو نه علاوه، دوي زياتي څۀ كارونه كړي دي.
١. يو سړی ؤ چي د هغۀ د دوؤ كالو زوی په غېږ كي نيولی ؤ، روان ؤ چي يو ګورا وليدو او هغه ماشوم زوی يې ورله په غېږ كي وويشتو. چي د پلار د غېږې نه پرېوت او مړ شو. كوم وخت چي پلار د خپل زوي د راوچتولو دپاره ورښكته شو هغه يې هم وويشتو. پلار او زوی دواړه په يو ځای مړۀ شول.
٢. يو ماشوم بچی د نهو كالو زخمي په بازار كي پروت ؤ چي اېس. منګر پرې ورغی. هغه وړوكي دی د لمن نه ونيولو چي بچ مې كړه. منګر ترې خپل ځان خلاص كړو او هغه يې هلته په ځای پرېښودو.
٣. پنځۀ د خلافت رضاكارن چي هغه د زخميانو اوړلو لپاره راغلي وو هغه ګوراګانو هلته د مرګ په ګولو وويشتل.
٤. د قصه خوانۍ د بازار نه اخوا دېخوا په كوڅو كي خلقو پسې به يې منډې وهلې او ويشتل به يې.
٥. يو زخمي په سړك پورت ؤ چي يو تاڼېدار پرې راغی، هغۀ اوچتولو چي ګوراګانو منع كړو.
٦. دوه زنانه يې وويشتې دا خيال يې نۀ كولو چي يره دا خو زنانه دي.
٧. په زخميانو او مړو كي ډېر خلق ډېرې ډېرې ګولۍ لګېدلي وو يعني دا د دې خبرې ثبوت دی چي دا ډزې د خلقو د خورولو دپاره نۀ وې بلكه څومره چي د هغوي خوښه وه ويشتۀ يې.
٨. يو بربنډ فقير په بازار كي په سړك پروت ؤ چي د هغۀ يو لاس لګېدلی ؤ او وينې ترې نه بهېدلې چي يو ګورا پرې راغی او هم په هغه ځای باندې يې وويشتو.
٩. د زخميانو علاج چي كوم وخت ډاكټر خان صاحب وكړو او پټۍ يې پرې ولګولې نو بيا يې لېډي ريډنګ هسپتال ته يوړل خو دروازې ټولې بندې وې. په دغه وخت كي هغه مسټر كاب (د ښار اسسټنټ كمشنر) له ورغی او ورته يې ووې چي دوي دې هغه لوئي هسپتال ته يوړلی شي. هغۀ ورته ووې چي دا خلق د همدردۍ لائق نۀ دي.
١٠. ډېر خلق د شپې په هسپتال كي مړۀ شوي وو ځكه چي په وخت هسپتال ته رسېدلي نۀ وو.
١١. په كوم وخت كي يې چي خلق ټول بند كړل او هيڅوك يې بهر ته نۀ پرېښودل نو دغه ساعت كي دوي ټول زخميان او مړي په هسپتالي موټرونو كي واچول او داسې طرف ته يې يوړل چي بالكل هډو پته يې ونۀ لګېده او دا د هېرېدو خبرې نۀ دي.
مړي يې پټ كړل
ورپسې د شپې ټوله شپه په ښار كي ډزې اورېدی شوې. سحار د ښار نه بهر او په ښار كي دننه ځای په ځای وينې پرتې وې خو مړې نۀ وو.
ډېر خلق وو چي هغوي د بري امام صاحب مېلې ته تلي وو. كوم وخت چي واپس راغلۀ د هغوي پته ونۀ لګېده. په څليرشتم تاريخ (٢٤ اپرېل ١٩٣٠ء) ښار كي د دولسو بجو پورې فوځونه ولاړ وو او چا به چي څۀ كول، اختيار ؤ ورته. په لار كي به څوك تېرېدۀ، وهل به يې او كنځل به يې. دغسې يو طاقت ؤ. حكومت له پكار دي چي په بې لاسو، بې پښو رعايا باندې ظلم وكړي؟ او د يورپ د تهذيب نه چي كومه توقع كېدی شي نو هغه هم دغه كېدی شي. كم از كم كه نور څۀ نۀ وي نو زمونږ د فائدې دپاره خو دي كنه.
دا د ٢٣ اپرېل ١٩٣٠ء او د ٢٤ اپرېل ١٩٣٠ء كارونه دي. داسې كارونه نۀ دي چي د خلقو به هېر شي.
چي كوم وخت دا خارجه فوځونه ووتل خلقو بيا جلسې شروع كړې او خلافت والا يې مجبور كړل چي د كانګرس كار په لاس كي واخلي. خلافت والا مجبور شول او دا اعلان يې وكړو چي آئنده به په شراب خانو پكټنګ د خلافت رضاكاران لګوي. او په جلسه كي يې دا تجويزونه پاس كړل چي د قصه خوانۍ نوم دې "شهيدي بازار" او د كابلۍ دروازې نوم دې "خوني ګېټ" كېښودی شي. او دا تجويز خلقو پير بخش وكيل ته ووې چي پېش يې كړي. پير بخش دا تجويز پېش كړو او عطا الله جان دوېم ميونسپل كمشنر د دې تجويز تائيد وكړو.
اګرچې په قانون كي دوي ته پوره اختيارات وو چي داسې تجويز منظور كړي مګر كېرو دا چرته منله. سمدستي يې پيربخش راوغوښتو او ورته يې ووې چي خپل تجويز دې واپس واخلي. هغۀ ورته وې چي زۀ د خلقو نمائنده يم، خلقو مقرر كړی يم نو ما خو به د خلقو خيال ساتۀ. بيا ورته كېرو ووې چي د دولسو زرو روپو ضمانت راكړه. هغۀ ورته ووې چي نۀ ضمانت دركوم او نۀ تجويز واپس كوم. پس د هغې نه يې هغه يو كال قېد كړو. او بل عطا الله جان چي هغۀ د تجويز تائيد كړی ؤ هغۀ لاټېمر راوغوښتو او دپكې دړكې يې پرې وكړې او پرې يې ښودو.
دوېم تجويز د خلافت او د كانګرس په جلسه كي دا پاس شو چي په قصه خوانۍ كي د شهيدانو په ياد كي يو يادګار جوړ شي، هغه منظور شو.
عاشق حسېن مېوه فروش سمدستي چنده غونډه كړه او په قصه خوانۍ كي يې يو يادګار جوړ كړو او ميونسپل ته يې درخواست وركړو چي هغوي دې د سنګ مرمرو اعلیٰ يادګار په دغه ځای جوړ كړي. په هغه يادګار باندې دا حروف ليكلي وو
"به يادگار شهيداں آزادي هند ٢٣ اپريل ١٩٣٠ء"
څو ورځې پس عاشق حسېن ګرفتار شو او هغۀ ته يې دا دهمكي وركړه چي تۀ ووايه چي دا يادګار ما په خپلو پېسو جوړ كړی ؤ. كه نۀ وي نو په دفعه ٣٠٢ كي دې چالان كوؤ او سزا ته غاړه كېږده.
هغه خوار مجبور شو او د شپې يې عاشق حسېن په لارۍ كي قصه خوانۍ ته راوستو. څۀ ګوري چي چارچاپېره سنګين چړهاؤ سپايان ولاړ دي. دۀ ته يې ووې چي يا دا يادګار وران كړه يا ځان وران وشمېره.
هغه مجبوره شو اګرچې نۀ وو پكار ځكه چي په داسې ځای چي سر لاړ شي هغه لاړ نۀ وي. د هر چا خپل خپل خيال دی
هغۀ ګنتري راواخسته او يادګار له يې ګوذارونه وركړل بيا خو ولاړ وو "كوڅه ډب" بالكل هغه ځای يې په اوبو ووينځلو او خښتې وغېره يې قلعه بالاحصار ته يوړې.
د ښار خوشي كېدل
اوس لا بله يوه عجيبه خبره واوره متل دی چي د سحر په بانګ كي مې نوې ټپه واورېده.
په پنځويشتم اپرېل ١٩٣٠ء افسرانو حكم وركړو چي د ښار څومره پوليس دی ټول دې په تاڼو كي بند شي، بهر دې نۀ راووځي. تر دې حده پورې چي د سړكونو نه هم پوليس لرې او ملك خالي شۀ.
دا افواه په ښار كي خوره شوه چي حكومت د كلو خلق راغوښتي دي او ښار پرې لوټ كوي. سپايان څنګه نشته.
خلق ټول وځغلېدل او د خلافت دفتر كي جمع شو چي پوليس نشته او په ښار خدای خبر څۀ بلا راتلونكې ده.
د خلافت كشر صدر د پوليس انسپكټر له لاړو چي پوليس ولې بائيكاټ وكړو. هغۀ ورته ووې چي زۀ به درته اوس پوليس راولېږم. حالانكې هغۀ بالكل راونۀ لېږلو. بيا د ميونسپل كمشنر اسسټنټ سپرنټنډنټ پوليس له لاړو او هغۀ ته يې د پوليس دپاره ووې.
هغۀ ووې چي ما سره خو حاضره پوليس نشته دی البته زۀ به افسران بالا ته اطلاع وركړم. هغه ځای نه ورله ځواب راغی چي پوليس والا ډېر ستړي شوي دي، هغوي دومره دا كارونه نۀ شي كولی فی الحال دې انتظام خلافت او كانګرس وكړي.
په دغه وخت كي په ښار كي دا خبره مشهوره شوه چي ښار باندې ډاكه راځي. د ښار دروازې د يولسو بجو پورې لرې وې حالانكې نور كله به اتۀ بجې بندېدلې. رضاكاران راغلل دروازې يې بندې كړې او ټوله شپه به يې ښار كي ګشتونه لګول په دروازو رضاكاران ولاړ وو، كوڅو كي رضاكاران. دا د رضاكارو شاهي درې ورځې وه چي پوليس والا راغلل او خپل كار يې په لاس كي واخستو.
د ښار بندېدل
دا عمومًا قاعده ده، قانون قدرت دی چي همېشه طوفان راځي نو وړومبی څۀ وخت دپاره هوا ودرېږي.
سر تارمن بولټن په ٢٩ اپرېل ١٩٣٠ء چارج وركړو او "لاټيمر" راغی. په څلورم تاريخ د مۍ د مياشتې ١٩٣٠ء سحر د ښار خلق چي راپاڅېدل نو كوڅه كوڅه كي فوځيان ولاړ وو. څوك يې بهر نۀ پرېښودل. او داسې سختي يې پرې راوړه چي زمكه اسمان يې پرې يو كړل او كوم وخت چي دوي ښار دوباره محاصره كړو نو افسرانو مباركبادۍ يو بل له وركړې لكه چي دا ښار ترې نه خلافت والو يا كانګرس والو په زور اخستی وي.
هم په دغه ورځ يعني په څلورم تاريخ (٤ مۍ ١٩٣٠ء) كاغذونه تقسيمېدل او پكښې دا اعلان شوی ؤ چي كانګرس او نوجوان بهارت سبها د قانون نه بهر (خلاف قانون) وګڼلي شو او په دفترونو باندې فوج حمله وكړه. هلته كي چي څومره (خلق) ناست وو هغه يې ګرفتار كړل او باقي بغېر د كاغذونو نه نور هر څۀ چي وو ټول يې وسېزل او په دفترونو كي فوځيانو ډډې ووهلې.
تر اوسه پورې خلافت والو ته حكومت هيڅ نۀ وو وئيلي. خلافت به خپل رضاكاران لېږل او پكټنګ به يې لګولو. اول خو يې ورته غږ نۀ كولو خو بيا يې نيول او ښۀ به يې وهل خو قېدول به يې نه. څۀ ورځې خو داسې كار وچلېدو خو خوند يې ونۀ كړو نو فوځيان او پوليسان ورته يو ځای شو.
كار خو د اېس. اېس. منګر په لاس كي ؤ. هسې كه به يې سړی د خياله چپ راغی سمدستي به يې ګرفتار كړو.
ډاكټر ګېلاني چي نۀ د بهارت سبها او نۀ د كانګرس ممبر ؤ ګرفتار شو. ډېر سفېد پوشه ونيولي شول او ډېرو وهل او كنځل وخوړل.(كم از كم د تهذيب تقاضا هم دا كېدلی شي).
د محاصرې سختۍ
يو دوه ورځې خلق بالكل بند وو، بيا پس د هغې نه به د سحر اتۀ نيمې بجې به يې دروازې لرې كولې او څلور نيمې بجې به يې بندولې. په دغه وخت كي به خلقو دكانونه پرانستل او خپل كارونه به يې وكړل. په څلورنيمې بجې مازيګر به سوارۀ او پياده ټول راغلل، دروازې به بندې شوې او خلق به يې په مخه واخستل. دكانونه به ټول بند شو، بازارونه به خالي شول او خاص كر د قصه خوانۍ نه به د فټ بال چمن جوړ كړی شو. د څلورنيمو بجو مازيګر نه پس به پكښې فټ بال كېدو.
دكانونه هم د فوځيانو په اختيار كي وو. خاصكر د مېوې دكانونه خو به يې فېصله كړي وو د هغو خو دروازې وغېره نۀ وي. نو چي ښار به خوشی شۀ، ګوراګان به راغلۀ او مېوه جات وغېره به يې خوړل.
ډېر د لُونګو دكانونه لوټ شوي وو. ګوراګان خو لُونګۍ نۀ په سروي نو هغوي به بيا په څلورو څلورو شپږ شپږ انو په فوځيانو خرڅولې.
دغه حال ؤ او دغه كارونه وو چي كوم د ٢٣ اپرېل ١٩٣٠ء نه شروع شوي وو يعني دوي دا سختۍ په ښاريانو داسې كولې لكه چي په قصه خوانۍ كي جوړ ګوراګان په مشين ګنونو باندې قتل شوي وو.
د سلېمان كمېټۍ
په دغه وخت كي اخبارونو زور ولګولو چي يوه جرګه دې مقرره شي چي په هغې كي دې څۀ د حكومت سړي وي او څۀ د قوم. چي لاړ شي او د دې معاملې تفتيش وكړي. حكومت هغه جرګه جوړه كړه او د ښار خلقو په لاندينو خبرو نامنظوره كړه
١. دا جرګه صرف د ٢٣ اپرېل ١٩٣٠ء د واقعو تپوس دپاره مقرره شوې ده.
٢. په ښار كي هغسې فوځيان ناست وو او خلق به ازادۍ سره ګرځېدلي نۀ شو.
٣. اكثر خلق چي په هغه موقعو موجود وو نو يا قېد وو يا حوالات كي وو.
٤. په دغه جرګه كي صرف د حكومت سړي وو.
٥. اګرچې حكومت دا وعده كړې وه چي ګواهانو ته به څۀ نقصان نۀ رسي بيا هم د خلقو اعتبار نۀ كېدو ځكه چي تامن. بولټن دا وعده هم كړې وه چي شراب خانې به بندې كړم او د ٢٤ اپرېل ١٩٣٠ء د واقعې ټول خلق به پرېږدم. د دۀ هغه وعده پوره نۀ شوه. د خلقو اعتبار پاتې نۀ شو ولې چي اعتبار په شريف سړي پاتې كېږي او د دې وجې نه خلقو د ګواهۍ دپاره نومونه نۀ وركول.
بيا هم چي كوم وخت سلېمان كمېټي راغله نو هلته كي چي كوم وخت خان بهادر سعدالله خان د عمرزو،سټي مجسټرېټ او سېد علاؤ الدين شاه سب انسپكټر چي بيانونه وركړل، اګرچې د حكومت سړي وو لېكن منصفان وو نو د سلېمان كمېټۍ والاؤ سترګې وغړېدې او هغوي ته دا معلومه شوه چي هر څۀ چي دي د حكومت نه دي. ټول ورانی د حكومت نه دی.
مور او ځامن
دا هم دغه ورځې وې چي سلېمان كمېټي د تفتيش دپاره راغلې وه او هغوي لا تفتيش كولو چي دپاسه پرې په يو دېرشم مۍ ١٩٣٠ء يوه دړدناكه واقعه پېښه وه چي سردار ګنګا سنګهـ سره د ښځې او د درې وړو بچو ټانګه كي ناست ؤ او په كابلۍ راننوتو. د يو نيم كال بچی د ښځې خوا ته پروت ؤ. ټانګه لا يو څو قدمه نۀ وه تلې چي په دې كي ډز شو.
دوه واړۀ بچي پرې ولګېدل او هغه دم مړۀ شول. او مور يې هم زخمي شوه. هغه دواړه ماشومان او مور يې هسپتال ته يوړل. كوم وخت چي دا ډز وشو خلق راغونډ شول. ګوراګان راغلل او خلق يې اخوا كول او په سنګينونو به يې وهل.
په يوه شېبه كي شپږ اوؤ كسه په سنګينونو وهلي هسپتال ته نور هم راغلل. په دغه وخت كي حكيم عبدالجليل مسټر كېرو له لاړو چي هغه مړي او زخميان دې خلقو ته وركړلی شي چي هغوي خپل انتظام وكړي او دا اجازت يې هم واخست چي جنازه به په جلوس كي په ښار كي ګرځي.
د جنازې په جلوس ډزې
جلوس يې د دهرم ساله نه چي هسپتال سره نزدې وه راواخست او په زرګونو مسلمانان، هندوان او سكهان ورپسې وو.
جلوس يې په يادګار وروست او يادګار نه داسې په كريم پوره بيا په ګهنټه ګهر او چي ګهنټه ګهر ته نزدې شو نو شپږ دېرش ګوراګان ورله مخې له راغلۀ. هغوي جلوس ودرولو او ورته يې ووې چي بس نور وړاندې مۀ ځئ. د جلوس په مخكښې ګنګا سنګهـ او حكيم عبدالجليل وو او هغوي ورته كاغذ وښود چي مونږ د كېرو نه اجازت اخستی دی چي مونږ به په ارام جلوس په ښار كي ګرځوؤ. هغوي وې ښه ده خلقو ورله لار وكړه خلق هم روان شو او دوي هم. خو چي كوم وخت دوي د خلقو په مينځ كي شو نو دغه وخت دوي باړ وچلولو نو هغه وخت چي د څومره خلقو پُوره راغلې وه، څۀ مړۀ شول او څۀ زخميان شول.
پس د هغې نه د ميونسپل كمشنران غونډ شو او هغه چيف كمشنر ته لاړل چي فوج دې ښار نه وباسه. ولې چي تر كومه فوج په ښار كي وي داسې به نورې واقعې هم راشي. لېكن هغۀ ورته په ځواب كي ووې چي ډېر يې ښۀ وكړل ولې چي خلقو د هغوي نه ټوپكې تښتولې او هغوي د خپل حفاظت دپاره ډزې كړي دي.
نو دغه د پېښور ښار حال ؤ او داسې ظلمونه به كېدل.
دوېمه حصه
(د پېښور ضلع)
د "عبدالغفار خان" ګرفتاري
هم په دغه ورځ چي په ښار كي كربلا جوړه شوې وه "عبدالغفار خان" د نحقۍ تحصيل سره ګرفتار شۀ او واپس يې د چارسدې تحصيل حوالات ته ورسولو. مياں صاحب احمد شاه او شهيد حاجي شهنواز خان، عبدالاكبر خان د عمرزو، سرفراز خان سالار دا ټول يې ګرفتار كړل. او په چارسده كي يې جمع كړل.
دا خبر زر ملكونو كي خور شو چي عبدالغفار خان ګرفتار شو نو يكدم عالم راوچلېدل. په شېبه كي تقريبًا پنځوس زره كسان راجمع شول چي د خپل قوم ليډر سره همدردي ظاهره كړي.
مياں صاحب جعفر شاه حوالات ته ورننه وت او هغوي سره يې خبرې وكړي. بيا راووتو او خلقو ته يې ووې چي ټول د خپلو اصولو پابند اوسئ.پام كوئ چي تشدد ونۀ كړئ او ځئ ټول په اتمانزو كي (چي د چارسدې نه دوه ميله لری دی) جمع شئ.
خلق ټول لاړل او په اتمانزو كي جلسه شول. شپه تېره شوه، صبا شو خلق بيا يو په دوه راجمع شو حكومت هم ډېر چست دی. رساله او پلټن راورسېده او په قبرونو كي مورچه شو. او ګرفتاران يې په لارۍ كي كښېنول. او مردان ته يې بوتلل چي هلته كي ترې يې ضمانت وغوښتو. هغوي انكار وكړو ټول يې درې درې كاله قېد كړل.
د حكومت دغه خيال ؤ چي دا دومره خلق د خپل خان د خلاصي دپاره راغلي دي ځكه يې ورپسې فوځونه راوستل. كه هغوي چرې رښتيا دې پسې راغلي وی نو ای حكومته! تا ته پښتانۀ نۀ دي معلوم خلاص كړی به يې نۀ ؤ؟
خو هغوي په خپلو اصولو باندې چلېدل او ځكه هر څۀ په ارام تېر شو.
د پړانګ او د بابړې محاصره
د جون په وړومبي تاريخ فوځ د پړانګ چارسدې او د بابړې محاصره وكړه. واړه قومي كاركنان ګرفتار شو او سخت سخت كارونه يې پرې شروع كړل. هغه كارونه چي پخوا په كومه زمانه كي به وحشيانو كول يا يې ډېرو اصحابو سره كړي دي چي په تودو شګو كي به يې ښخ كړل. په سرو غرمو به يې كښېنول، تودې ګټې به يې په سر كېښودې او دې غريبانو پښتنو به هر څۀ زغمل. په پړانګ كي يې چي كوم ظلمونه كړي دي داسې ظلمونه شايد چي هغو وحشيانو هم نۀ دي كړي.
په اتمانزو كي يې په خلقو ګټې ډېرۍ ته خېژولې او يو ګنبد يې د ګټو پرې جوړ كړو. چي كوم وخت تيار شو نو يو فوجي افسر په غصه كي خلقو ته داسې ووې چي "دغه دی ستاسو الله اكبر ما ښخ كړو، دغه به تر عمره ولاړ وي كه وران شي مونږ به يې بيا جوړوؤ".
دا به مونږ ته يو شی رايادوي او هغه به د انګرېزانو د تهذيب يو ښكاره مثال وي چي مونږ دې ته ګورو نو تر قيامت ورځ پورې زمونږه به د دوي نه كركه پېدا كېږي. دا د يو تهذيب يافته قوم د خولې نسخه ده:
زمونږ نعره تكبير به ولې ښخ وی
كه په مونږ كي د خالد په شان ځوانان وی
د كورونو تالاشۍ وشوې، خلقو ښۀ ډبول وخوړل. نۀ به څوك د كلي نه وتی شو او نۀ به ورته ننوتی شو. د زميندارانو غلې بربادې شوې، ګني يې خراب شو، وچ شو او څۀ فوځونو برباد كړل. په پړانګ او بابړه كي خو به په كوڅو كي ګرځېدل، د كورونو نه به يې بهر نۀ پرېښودل.
د مونځ وخت پنحۀ منټه ؤ، خلق به لا په مانځۀ ولاړ وو چي د وروستو نه به پرې فوځيانو ډب ډب جوړ كړل او كورونو ته به يې شړل.
يو هندو د چارسدې په سيند كي لامبل. يو انګرېز د طبيعت د ازادۍ دپاره وويشتو او مړ يې كړو.
د ډېرو مزدورانو واړۀ واړۀ بچي د لوږو نه مړۀ شول ولې چي مزدوران، مزدورۍ له بهر نۀ شو تللی.
د قرآن مجيد سوځول
په پنځلسم تاريخ د جون د مياشتې د خدائي خدمتګارو په دفتر په اتمانزو كي فوځ حمله وكړه. د دوېم سالار يعني د رب نواز خان زمانه وه، هغه په خپله موجود ؤ.
سره د ډېرو وهلو ګرفتار شو. نور هم ډېر كاركنان پكښې ګرفتار شو او وهل يې وخوړل. ډېر مظلومان يې د كوټې نه راوغورځول. دفتر ته يې اور ورته كړو او پكښې يې زمونږ پاك قرآن مجيد وسوځولو.
د څلورو كالو يو ماشوم بچی يې د كوټې نه راوغورځولو. يو ګورا يو بل ماشوم هلك باندې د سنګين ګوذار وكړو خو هغه يو پوليس والا بچ كړو او ګوذار يې په خپل لاس باندې واخستلو.
د څاروو راوستل
په كومو ورځو كي چي حكومت په مهمندو باندې ګوله باري كوله نو د شبقدر په خوا كي دوه سركاري لارۍ خلقو وسوځولې. حكومت په هغې كي ديارلس كسان ګرفتار كړل او پنځۀ زره روپۍ يې شبقدر كلی جرم كړو.
بيا په دغه ورځو كي قُلي خان له يو مهمند چي نوم يې غلزی ؤ خط راولېږلو چي دا لارۍ ما سوځولي دي ځكه چي ما ته د حكومت يو سړي بد رد وئيلي وو. د دې خط په وجه هغه ديارلس كسه خدائي خدمتګاران خلاص شو او جرم يې ور نۀ كړو ځكه چي دوي وې چي دغو خلقو مهمندو سره تعلقات ساتلي دي او مدد يې وركړی دی.
نهۀ شلې څاروي يې ترې نه راوستل او بيا يې مياشت پس پرېښول. اكثر څاروي زخميان او خوار شوي وو. لنګې غوا پكښې وچي شوې وې. د خدائي خدمتګار چي نوم يې محصل خان ؤ اوس درې كاله قېد دی. حجره يې هم ورله وسوځوله او په درمن كي دانې پرتې وې هغه يې هم ورله وسوځولې.
لُوټ مار
په شپاړسم تاريخ د "ساول ډېر" كلي محاصره وشوه، درمندونه يې ورله ټول تباه كړل او په كورونو كي يې ورله ټول لوښي لرګي مات ميرات كړل، كټونه يې هم د غريبانو مات كړل.
د څليرشتم تاريخ او د اوؤ ويشتم تاريخ په مينځ كي كوټه، تور ډهېر او يار حسېن دا ټول د فوځونو ډك پراتۀ ؤ.
ځای په ځای پكښې درز دروز ؤ. په مرغز نومې كلي كي د پنځوس كورونو تالاشي واخستلې شوه او چي څۀ د زنانه ؤ كالي وغېره وو، ټول فوځيانو وتښتول، عېن چي بړستنې او تولايانې يې هم يوړې. وائي چي دردمندونه يې ورله ونوستل او د خاورو تېل يې پرې واړول. جامې يې د خلقو په كورونو كي وشلولې او يو قرآن مجيد يې په سنګينونو كي وشلولو او بيا يې په زمكه باندې وغورځولو. په يو كم دېرشم تاريخ د جلبۍ محاصره وشوه هغوي سره يې هم دغه چل وكړو لكه څرنګه چي يې د هغوي نورو وروڼو سره كړی ؤ.
د اكبر پورې د بازار لوټ كول
په دوه ويشتم تاريخ د جون د مياشتې چي هر كس په ارام ؤ، دكانداران په مزې سره په اكبر پوره كي ناست وو او خپلې سوداګانې يې خرڅولې چي ناګهانه د شرقۍ دروازې نه پنځوس تنه راننوتل، هغوي ټول بالكل د ملېشاؤ په وردۍ كي وو.
هغوي پښتو وئيله او د ډېرو غوږونو كي والۍ هم وې.
به هر رنگی كہ خواہی جامہ می پوش
من انداز قدت را می شناسم
ډېرو خلقو چي دوى وليدل نو وتښتېدل. او د ډېرو دا خيال ؤ چي دوي زمونږ د حفاظت دپاره راغلي دي. هغوي خوارانو ته څۀ پته وه چي په سپينه جامه كي غلۀ راغلي دي.
زر زر ملېشاؤ والا دروازې بندې كړې او يو څو ډزې يې اخوا دېخوا وكړې بيا يو دوه كسان هندوان يې ونيول چي د يو نوم "كانشي رام" دی او د بل نوم "ګنېش داس" دی. (وئيل يې) چي هله! مال راته وښايئ، چا كره ډېر مال دی؟ اول خو هغوي انكار وكړو خو اخر چي په وهلو يې خمبيره كړو نو د يو (څو) كسو نومونه يې ورته وښودل، د هغې نه پس هغوي لوټ شروع كړو او اوؤ دكانونه او څلور كورونه يې لوټ كړل.
كوم وخت يې چي لوټ مار وكړو نو خلقو ته يې ووې چي كه چا ډز وكړو نو ټول كلی به وسوځوؤ او كانشي رام او ګنېش داس ته يې وې چي دې خلقو ته ووايئ چي ډز ونۀ كړئ.
دوي په دغه كلي كي دوه نيمې ګېنټې تېرې كړې لېكن د بهر نه هيڅوك رانۀ غلل چي غريبان خلق يې د هغوي نه خلاص كړی وی.
اګرچې تاڼه نزدې وه او خلقو تاڼې ته خبر وړی ؤ خو تاڼې نه څۀ خبر رانغی. او غريبو خلقو ته د شپږ دېرش زرو روپو تاوان ورسېدو.
بيا راغلۀ او لږ مال اسباب يې مسلمانانو دكاندارانو ته انعام كړۀ خو هغوي بيا هغه مال هندوانو له وركړو.
چي كوم وخت دوي د كلي نه ووتل نو نيمه ګېنټه پس تاڼه دار سره د سپايانو راورسېدو. سبا له نور حاكمان هم راغلل او څۀ تپوسونه وغېره يې كول.
دا ډاكه په سياسي ډاكو باندې مشهوره ده چي د حكومت دلاسه شوې وه او د دې دپاره ډېرې وجې دي چي مونږ په هغې وايو چي دا د حكومت د طرف نه وه.
١. اكبر پوره د سرحد نه ډېره لرې ده نو بيا څنګه دا ډاكوان راغلل او لوټ مار يې وكړو او حكومت سره هډو مقابله ونۀ شوه؟
٢. تر اوسه پورې يو سي. آئي. ډي والؤ دا پته ونۀ لګوله چي دا ډاكوان د كوم قوم نه وو.
٣. د ملېشاؤ په وردۍ كي وو او غوږين ٣٠٣ (تهري ناټ تهري) ټوپكونه ورسره وو.
٤. د هغوي د شكلونو نه معلومېده چي سركاري فوځ دی.
د دې ډاكې مطلب دا ؤ چي حكومت غوښتل چي هندوان او مسلمانان به سره په خپل مينځ كي وران شي.
داسې يوه حمله دوي په پېښور هغه ورځ كړې وه چي خلافت والا او كانګرس والا په دروازو باندې ولاړ وو خو خلافت والا به ګرځېدل نو ټول كار په خېر تېر شۀ.
مرفي قتل
په كومو ورځو كي چي فوځونه په خپلو حملو كي مشغوله وو، مسټر مرفي په ګوجرو ګړهۍ باندې ورغی. هلته جلسه كېده. دۀ پرې درز دروز جوړ كړل، وهل ټكول يې شروع كړل او په خلقو پسې په هجوم كي ورګډ شو. لېكن خوش قسمتۍ سره واپس راونۀ وتو(فېصله يې وشوه).
اوس درته لاندې څو خبرې ليكم چي هغه اېس. منګر چي آئي. جي (انسپكټر جنرل) ؤ، ليكلي دي او بيا د هغې جواب ورله مرزا يعقوب بېګ ښۀ په اعلٰى طريقې سره وركړی دی:
اېس منګر:
مرفي يو وړوكي له ډب هم نۀ ؤ وركړی او هغوي ته يې د جلسې د ليدلو اجازت وركړی ؤ البته هغۀ پوليس ته حكم وركړی ؤ چي خلق په لرګو وهئ.
مرزا يعقوب:
دا ټيك ده چي مرفي به په خپله څوك وړوكی نۀ وي وهلی ولې كوم وخت چي پوليس دخل شروع كړو نو هغه وخت به هغۀ واړۀ هم په كي وهلي وي او دغه وجه ده چي د خلقو وينې جوش وخوړو او مرفي بيا رانغی.
مسټر اېس منګر:
وائي چي مرفي سره بالكل بل څۀ نۀ وو.
مرزا يعقوب:
زۀ حېرانېږم چي دی څنګه په خپله خبره تسلي بخش دی. زما نه دۀ ته ښه معلومه ده چي طماچه د پوليس د وردۍ يوه حصه ده، خاصكر د افسرانو دپاره نو بيا څرنګه هغه بغېر د طماچي ؤ.
اېس منګر:
وائي چي هغه د وړومبي قطار نه چي خدائي خدمتګار ولاړ وو، ويشتلی شوی دی.
مرزا يعقوب بېګ:
كه چرې سرخ پوشو داسې كار كولو نو هغوي به هغه وخت كړی ؤ چي كوم وخت كي د هغوي ليډر خان عبدالغفار خان ګرفتار ؤ. لېكن هغه وخت هغوي ونۀ كړل نو په دغه وخت كي هغوي بيا ولې كاؤ.
دا معلومه شوه چي مرفي د غېر علاقې د سړي دلاسه مړ دی نو كوم وخت چي جلسه خوره شوه نو مرفي بيا مړ موندی شۀ. د هغې نه وړومبی پته هيچا ته هم نۀ وه.
د ټكر حادثه
په اتۀ ويشتم تاريخ د مۍ د مياشتې د ټكر محاصره وشوه، حجرې او بنګلې يې ورله وسېزلې. كورونه يې لوټ كړل.
د كور اسباپونه وغېره يې لوټ كړل او مات او خراب يې كړل. درمندونه وغېره يې ورله وسوزول. دانې يې ورله ونوستلې او كوم وخت چي خلق د اور د وژلو دپاره راغونډ شو نو هغوي يې په مشين ګنونو باندې والوځول. شل كسه پكښې مړۀ شول او څلوېښت كسان پكښې زخميان شو.
چيف كمشنر دې خبرې له ډېر پرتوګونه جوړ كړل خو بې فائدې ځكه چي د كلو خلقو په فوځيانو باندې اور غورځولو. ځكه پرې دوي مشينونه وچلول لېكن دا بالكل غلطه ده. ځكه چي كه هغوي چرې داسې كړی وی نو پكار وو چي په فوځيانو كي هم څوك زخميان شوي وی، هغوي كي يو زخمي نۀ ؤ. ګرفتاري خو حكومت ښۀ په قلاره كولې شوه خو مطلب يې تباهي او بربادي وه.
د چارسدې پكټنګ
خدائي خدمتګارو د چارسدې په شراب خانه باندې د پكټنګ دپاره دكاندار ته اطلاع وركړه. كوم وخت چي دكاندار خبر شۀ نو هغۀ دكان بند كړو او هغۀ ووې چي زۀ به شراب بالكل نۀ خرڅوم چي په هغې باندې زما قوم ته خفګان رسي.
حكومت په زبردستۍ سره راوست او په دكان يې كښېنولو چي تۀ به دكان كي خامخا اوسې كه نۀ وي نو په سنګينونو دې وژنو او بيا يې ځای په ځای پهرې د ملېشاؤ او د پوليس ودرولې.
دا دكان په يوه تنګه كوڅه كي دی او (ملېشا او پوليس يې) د هغې خواوشا مقرر كړل.
خدائي خدمتګار چي به راتلل نو د شراب خانې ته رسېدو نه وړومبی به يې ګرفتارول او يا (ځنې) به په ډېر مشكل سره ورورسېدل. په وړومبۍ ورځ خو يې ووهل او دباؤونه يې پرې ډېر تېر كړل.
په دوېمه ورځ به يې بيا نيول او يو كوټې ته به يې ننوېستل. هغه كوټه كي يوه تخته پرته وه، په هغې به يې څملول او جامې به يې ترې نه ټولې وشلولې او بيا به يې په تخته باندې اړولي (اُلټه) واچول.
څلور كسه به ترې يو خوا ودرېدل او څلور بل خوا او بېنتونو ته به يې وړاندې كړل. تر دې پورې چي ډېر پكښې بې هوشه شو. او په دې كي بيا د شلمې صدۍ د برطانيې د قوم يو نالائقه زوی جېسمن پرې راغی او هغۀ به د هغوي څيزونه ونيول، تاؤ به يې كړل ورله او بيا به يې ورته ووې چي تاسو جينكۍ يئ، تاسو ته د دې ضرورت نشته او په هغه حالت كي به يې د كوټې نه بهر وغورځول.
كوم وخت كي چي به يې دوي دغه ځای وغورځول نو بيا د هسپتال څۀ انتظام نۀ ؤ نو په هغه وخت د افغانانو د جرګې ممبرانو يو هسپتال ورته زر جوړ كړو چي هغې كي به يې علاج كېدۀ.
لېكن هغه هسپتال د چارسدې اسسټنټ كمشنر په دفعه ١٤٤ (دفعه يو سل څلور څلوېښت) كي بند كړو او ورته يې ووې چي زخميان د چارسدې هسپتال ته راوړئ. هغوي هم دغسې وكړل. مريضان به يې هسپتال ته راوړل چي سحر ته ورپسې برېلي صاحب راغی. هغۀ چي دا حالت وليدو نو سمدستي يې حكم وكړو چي دا د هسپتال نه بهر وغورځوئ. هغه غريبانان يې د هسپتال نه بهر كړل او په سړك باندې به بيا پراتۀ وو. بيا ورله په ښار كي خلافت والو انتظام وكړو او ډاكټر خان صاحب به بيا د هغوي علاج له تلو او هغه ټول ښۀ شول.
دا زمونږ حكومت دی او دا د هغوي چال چلن دی. بيا هم پكښې څوك خوار شوي راپاڅي او دا وائي:
ہم كو بہت ہی پیارا :: یہ بادشاہ ہمارا
ریلیں دوڑائیں اس نے :: ڈاكیں چلائیں اس نی
ہم كو بہت ہی پیارا :: یہ بادشاہ ہمارا
چي د دې كارونو د ليدو نه پس هم د دوى تعريف كوي، هغوى له شرم پكار دی او يو ځل به د هغوي هم چرته پېشي كېږي، لعنت دې وي پرې تمت.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ