رحمت بي بي اڅکزۍ

فوکلور د اولسي ژوند هنداره ده په دې هنداره کښې موږ د ټولني د وګوړو ارزښتونه، انګيرني، دودونه، ورځي، شپې او د ژوند تېرولو لاري چاري ليدلای شو. د فوکلور اصطلاح په اول وار د يو انګليس پوه (W.J.Thoms) تهامس له خوا په ۱۸۴۶ کښې استعمال کړل شوې وه. دغه اصطلاح يې د انګلستان د پخوانيو دودونو، خرافاتو، سندرو، کيسو متلونو او نور ډېر دغه رنګه شيانو دپاره په کار راورستلې وه.

دغه د فوکلور اصطلاح بيا د يورپ نورو ژبو ته هم لاره ومونده او بيا د نولسمي پېړۍ د نيمي وروسته انګلستان او بيا د امريکې متحده ايالاتو او جرمني، فرانس هم دا رنګه ډېر نوروکښې د دا کار دپاره موسسې جوړي شوې.

د فوکلور کليمه د دوو برخو څخه جوړه شوې ده، اول  (Folk) چي خلګو ته وايي او (Lore) د زده کړي په معنا راځي. 

په دا اساس فوکلور د خلګو زده کړي يا اولسي پوهي ته ويل کېږي.          د اولسي پوهني لمن ډېره پراخه ده، چي د اولس دودونه، عادتونه سندري، کيسې، پوښاک او نور ډېر شيان پکي شامل دي.

اولسي ادب د ټولني د ادب هغه برخه ده چي د خلګو پر ژبه جاري وي د يوې خولې څخه و بلي خولې ته رسېږي او لومړی جوړونکې يې نه وي معلوم؟

د پښتو اولسي ادبيات بېلابېل توکې لري، چي په نثر کښې يې نکلونه، متلونه، قيصې او نور شامل دي هم دغه ډول يې د نظم په برخه کښې يو شمېر برخي دي لکه غاړي، لنډۍ، ټپې، سروکې، چيغيان، انګۍ، ساندي، د اتڼ نارې وغيره شامل دي سهيلي پښتونخوا ته دا وياړ په برخه دی چي دلته د پښتو يو ځانګړی اولسي صنف چيغان يا انګۍ ويلي کېږي. چي په نوره پښتنخوا کښې د دې هيڅ وجود نۀ شته.

انګۍ د پښتني فوکلور يوه ځانګړی او سمسور صنف دی دغه سندري په زراؤ کلونو وړاندې پېل شوي او خوله په خوله تر موږ راورسېدلې دي.

د تاريخ په اوږدو کښې پښتنې ښځي د يو فعال او متحرک قدرت په توګه په اقتصادي، سياسي، اجتماعي او کلتوري برخو کښې خپل نقش پر مخ بيولای او خپل نومونه يې په تاريخ کښې ثبت کړي دي.

پښتنې ښځي د خپل ټولنيز جوړښت په وجه او د خپل کلتوري ارزښتونو په اساس په کرهڼه او مالداري کښې د نارينه وو سره سمه برخه اخستې ده او د هغه سره سره  يې د کور او د اولادونو روزنه هم کړې ده. د دې علاوه يې د استعمار او زور زيادتي په ضد په مبارزو کښې پښتنې ښځي د مبارزو په لومړي ليکه کښې ولاړي وې.

لنډه دا چي پښتنو ښځو تل د خپل کور خپل وطن او خپلې ټولني په مقابل کښې خپل پوره مسئوليت درک کړی دی او تر خپله وسه يي خپل فرض تر سره رسولی دی خو افسوس دا دی چي د معاشرتي نا انصافيو او ځينو ناوړه دودونو او زور زيادتيو له امله د ټولني دا فعاله برخه تل د محروميو او کړاونو سره مخامخ شوې ده. او د دوی پر هر ډول حقوقو يې سترګي پټي شوې دي، د خپلو حقوقو دپاره ښځو همېشه اواز پورته کړی دی، په دغه اوازونو کښې يو مهم اواز د انګيو د صنف په شکل کښې هم دی.

 د پښتني فوکلور د دا صنف زمانه موږ نه شو ټاکلای خو البته دومره ويلای شو چي د انګيو ويلو سلسله د دودونو له پېل څخه وروسته پېل شوې ده په دغه رنګ د پښتو اولسي ادب دغه پانګه خپله سرچينه له پښتني ودو څخه اخلي، د پښتني فوکلور په دغه صنف چي د ښځو سره اړه لري په هنداره کښې موږ د پښتني ښځينه احساساتو ډول ډول انځورونه ليدلای شو. په دغه انځورونو کښې يو له پښتني ښځو سره د تر سره شوو ظلمونو په ترڅ کښې يو وېره ونکی انځور ولور دی چي حساسو پښتنو ښځو يې ناروا ظلم ډېر په خوند تر سيم کړی دی او موږ يې په انګيو کښې له ورايه ليدلای شو:

د سپيني خو ني پر  وره انګار

و دي نړېږي بوری بازار

لکه مينايم تل په چغار

چي خرڅه کړګي يم ظالم پلار

څه به يې کومه که وي سردار

نه مي جوړېږي د زړۀ پرهار

انګۍ د پښتني فوکلور هغه برخه ده چي په خپل چوکاټ کښې يو ځانګړی سکښت او جوړښت لري.

په فني اعتبار د انګيو د مسريو په جوړښت هيڅ پابندي نۀ شته دا په ويونکې پورې اړه لري چي دا خپل جذبات او احساسات په څو مسريو کښې بيانولای شي په دغه وجه بعض انګۍ لنډي وي او بعضي بيا اوږدې وي. البته انګۍ يو خاص وزن اهنګ لري دوی اکثره د رديف له قيد څخه ازادي وي خو د قافيه پابندي پکښي موجوده وي. 

په انګيو کښې له نوې تهذيب د مصنوعي رنګارنګيو څخه لېري په غرونو کښې اوسېدونکې نالوستي انجوني له هغه ظلم او بې انصافۍ څخه پرده لري کوي کومه چي د هغي د واده د فيصلې په وخت د دې ورور، پلار، اکا يا يو بل چا د دې سره کړې وي.

خلګ يائي مه زاړه زړا روا ده

خندا د نجونو په نيمه خوا ده

د پلار پر کور مي د يو سحار دی

و ګورستان ته څوړيدنګ ګران دی

د ګور ستانه بيا ختنګ ګران دی  

پښتنو ښځو په انګيو کښې هر اړخ څېړلی دی د خپلوانو د بيورو د ټولنيز جبر او دا ډول د يو شمېر ناخوالو سره سره يې مذهبي مشران (ملايان هم نه دي پرې ايښي چي هغوی داسلامي اصولو د شرعي احکامو او فقهي اړتياؤ يعني د ""کف"" (په هره معنا يو د بل سيال او برابر) پر ځای تش د دود، دستور، رواج له مخي د نکاح پر وخت لاس پورته کړي دا نه ګوري چي زوم د ناوې د شرعي اصولونو مطابق وړ دی که نه. ځکه نو پوه پښتنه په انګۍ کښې د دغه ظلم په ضد خپل جذبات دا ډول بيانوي:

د سپيني خوني پر وره غنم

شنکۍ کوتره وم والوتم

پر هره پاڼه به پريوتم

زۀ له باچا نه وېرېدم

توپک يې ډک کی ؤ يې ويشتم

په مړه يې نه کړم رنځوره يې کړم

و لوی کاله ته يې اړه کړم

زۀ و ملا اکا ته ښيرې کړم

زۀ به تر مرګه اوسوز کوم

د شرعي کف خلاف يوه پښتنه ښځه و رو و ناروا ته سپين پښتانۀ  دا ډول رابولي:

دا د سپين غره په سرکښې برېښنا

پښتنو وکی حال له ملا 

په کم مذهب يم ورته روا

زۀ يې ورېره  يم دی مه اکا

د اسلامي ټولني او انساني جامعې دا يو منلی حقيقت دی چي د واده کولو دپاره به د زوم او ناوې برابري، د هغوی د کورنۍ برابري او دا ډول په ټولنه کښې د هغوی د نوم او نشان برابري سره ورته وي، خو د دې برعکس پښتنې انجوني و زاړۀ سپين ږيري ته واده شوې وي نو پښتنو ښځو د دغه ظلم په ضد په انګيو کښې فرياد دغسي کړی دی:

زړۀ که رابد دی د لاله رابد دی

زړۀ که راښه دی د بابا راښه دی

په ماهي غوښتی د ځان واده د ی

و تربورو ودری و کچارۍ

توپک رواخۍ توري څنډۍ

دی مه نيکه دی زۀ يي لمسۍ

له دغه مضمونه يوه بله انګۍ په دې ډول ده:

بابا وچ مه سې زما له ازاره

لکه لرګی د نغري پر غاړه

زۀ د نه لويه کم نه هوښياره

په پردي کورکښې به يم اريانه

په انګيو کښې د انساني نفسياتو مطابق پښتنو ښځو د پرديسۍ ځان خوړونکي احساس يادوني هم کړي دي دغه يادوني ځان خوړونکې جذباتي کړه وړه لري.

د بر نيمي سر کښې مه دونه

مرغان راوځي په کتارونه

بابک ورکړي دي سلامونه

يايي سلام يايه پر خوارو لوڼه

خواري دي نه لري ارمانونه

په ما پسي کلپ دي بې کنجۍ ورونه 

د پردېسۍ يوه بله انګۍ:

سپينه ده خونه سپين يې غابونه

مورکۍ مه پاته نازک مه ورڼه

بابا واده کړم په لويه غرونه

له پرديسۍ څۀ کړم فريادونه 

غمونه جوړ کړه په زړۀ داغونه

اوښکو مه جوړ کړل په مخ رودونه

اوس يې څارمه د غرو سرونه 

د هوا مرغان به وږغومه

د ادې حال به ځينې کومه

بابا ظالم دی وېره يې کړمه 

بخښښ به زۀ نه ورته کومه

مامي يايې چپ که نه چپ کومه

نن مي واک خپل دی چي و زاړمه

زۀ تر هغو به چيغي وهمه 

چي له بابا له کوټې وتمه

مخ به راپټ کم وبه درمه 

څه وکم خدايه چاره ده کمه؟

د ولور له ظالمانه دود چي د زيات رقم په بدل کښې يوه ښه ښائسته نجلۍ پر يوه معذوره، اتياکلن سپين ږيري يا يو هيروئني ته ورکړل شي، په دې باب هم پښتنه انجلۍ داسې فرياد کوي:

د سپيني خوني پر ورۀ دودونه

تر خوله مي وزي ساړه اهونه

نه مه ادې شته نه مه وروڼه

بابک اخستي شنه بنډلونه

د بل واده دی ويني خوبونه

زۀ يم روانه خالي لاسونه 

يوه بله انګۍ:

خورکۍ مېلمه دي مرګی هورې شو

نجونه خرڅېږي خرې و غوئي شو

د خوارو لوڼو په زړا نه دي

مندي پلرونه راته مري شو

پښتانۀ په بدي کښې انجوني ورکوي د دې مقصد دا وي چي دا بدي په خپلوي بدله شي خو حقيقت دا دی چي په بدي کښې ورکول شوي انجوني سره بېخي ناروا سلوک کېږي او ژوند يې تر مرګ بدتر وي:

د سپيني خوني تر مخ غنم

زما نصيبه ورک د سه نوم

له ميږو وزو د زۀ سمه کم

بد کاکو وکا زۀ زوبله شوم

چي په بدي کښې ورکړګې يم

د ډول سرنا په نڅا کښې خلګو

حلاليدو له به زۀ ورځم

په انګيو کښې پښتنو ښځو د خپلوانو بېورې هم يادي کړي دي هغه بېوري که د پلار د خوا دي که د مور، د ورور له خوا دي که د تربور له خوا دي پر انګيو کښې يې خورا جالبه محاسبه شوې ده.

هوس د وچ سه بليا وهلې

سپيني کوتري د ويستلې

په سپينه ږيره په څلور سترګو

دام د ورخور کی کښې دي ايستلې

غوښي د ځان خوري لوان پلرونه 

سيپرې ما چي بوغي وهلې

راشئ په انګيو کښې د دغه ناروا ظلم په ضد د پښتنې ښځي د جذباتو چيغي په يوه بله انګۍ کښې په دې ډول واورو:

ادکې وخورې د ګوتو ستوري

د ګوتو ستوري د سترګو ستوري

په لوړ سهار د تيارولم

لکه  حاجي د مکې په لوري

حاجي لا ښه دی حج يې قبول شي

په ما به نوري نړاندي ږغل شي

 دغه رنګه سرۍ چي يو نا وړه دود دی پښتنې انجوني د هغه په باب هم داسې اواز کوي:

د سپيني خوني تر مخ ماخۍ

بابا ور کړګې يم پر سرۍ

په ما يې راوړه ښه ناوکۍ

کښې يې نو له پر ښه نيالۍ

اوس ما ورباسي سخته ګړۍ

نه مي بالښت سته نه مي نيالۍ

پغور به راکي پردۍ ټولۍ

يايې څۀ در وکو بابا مورکۍ

جواب به څۀ کړم زۀ خوارکۍ 

په دې کښې شک نسته چي فوکلوريک ادب د هغو صفا هندارو څخه دي چي د يوې ټولني د اقتصادي سياسي او کلتوري جوړښت، دودونه، ادب، عادات، د ژوند دستور، معيارونه او داسې نور ډېر پکښې منعکس کېږي، ځکه دا ترانې او شعرونه د هغو خلګو له خوا ويل کېږي، او ويل شوي دي چي د يو خاص حالت او کېفيت او خاص طبقاتي محلوظاتو تر اثر لاندې خپل احساس او د خپل زړۀ خبري تر خوله راوباسي تکلفي او تصنعي بڼه نه لري دا نه سياسي او درباري ضرورت دپاره ويل شوي يې او نه د چا خوشحاله ولو يا د چا د خوا بدي کولو دپاره ويل شوي وي دا يوه صفا او سوچه منبع وي چي د ټولني عکاسي کوي.

 

ماخذونه

 

انګۍ د نيمي نړۍ فرياد ابوالخير ځلاند پښتو ادبي کاروان سره غوړګۍ کوټه اپريل ۱۹۹۴

انګۍ پروفيسر ولي محمد خان سيال کاکړ پښتو ادبي بورډ کوټه ۱۹۸۷

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba