سليم بنګښ

 د پښتنو پۀ معاشرې کښې د نائي کردار ډېر اهم دی نايان څوک دي او دا رسم کله نه شورو دی د دې اندازه نۀ لګي . خو د نائي زموږ پۀ معاشرې کښې ډېر اهميت دی. اوس خو نايانو لوی لوی دوکانونه سقاوې جوړي کړې دي د سر او د ګيرې د وېښتو سمولو ډېره  مزدوري اخلي . خو پۀ خوا بۀ د نائي پۀ کلي کښې هېڅ قسمه نغدې روپۍ نۀ وې  . د کلي خلقو  بۀ هر کور  ځان ته نائي ساتلو چې اوس هم شته .  چي څوک  د چا نائي شي نو هغۀ بۀ د هغي نائي نائيک وي لکه   ( الف  ) نائي دی او ( ب ) ځان ته ونېوؤ نو دا ( ب  ) ئې نائيک شو . او نائيک بيا نائي ته هم ميني نه نائيک وائي دواړه د يو بل نائيکان وي . د نائيک دا توری پۀ بل ځای کښې هم استمالېږي يعنې پۀ ځنې وختونو کښې ځنې خلق بل کلي ته لاړ شي هلته زوراور سړي ته لوخې ورکړي نو چي چا لوخې ورکړي وي هغه همسايه شي  او دا بل ئې نائيک  بلل شي . نايان ډېر کارونه کوي  او پۀ هغو کارونو  پوهېږي  هم . پۀ خوا بۀ نائي پۀ غم ښادۍ کښې يو کلک ملاتړ و. لکه  ځېری بۀ نائي کولو چي د چا بۀ زوی يا نوسې وشو نو هغۀ بۀ نائي راوغوښتو چي تۀ فلاني فلاني کلي ته لاړ شه اوپۀ فلاني فلاني زېری وکه  چي د فلاني زوی شوې دی د زامنو ډېر قدر و ښحو بۀ ټپه کوله: 

چي ما وئيلې خدائې منلې  

 زۀ بۀ د پنډې خېلخانې مېرمنه ومه 

 دا زېری يو رسم و چي چا ته بۀ نائي ورغلو نو هغۀ ته بۀ د ځان اهميت معلوم شو چي فلانې ما سره خپلوي کوي نو ځکه ئې پۀ ما زېری وکړو او چي چا بۀ ورباندې زېری کولو دې ته بۀ پته وه چي فلانې زما پۀ خوشالۍ خوشالېږي . نائي بۀ لاړو هغۀ بۀ هر هغي کس باندې زېری وکړو چي د چا بۀ ورته نائيک وئيلي و، که هغه پۀ خپل کلي کښې و او که  پۀ بل کلي کښې .  هغو خلقو بۀ نائي ته پۀ زېري  کښې روپۍ ورکړې چي هغه بۀ هم زېری بللې شو لکه فلاني دومره زېری راکړو يعنې د زېري روپۍ ئې راکړې يا فلاني  سل روپۍ زېری  راکړو . نائي بۀ راغلو نائيک ته بۀ ئې اووی چي فلاني دومره روپۍ راکړې دي او فلاني دومره فلاني دومره روپۍ هم راکړې او جوړا کپړې ئې هم راکړې  . نائيک بۀ هغه روپۍ لېکلې چي کله  بۀ بيا هغي چا کره هلک پېدا شوې  نو بيا بۀ دوی هغه هومره  روپۍ د هغوی نائي ته ورکولې يا بۀ ئې   زياتې  هم ورکولې. دا روپۍ بۀ د نائي وې خو نائيک ته بۀ ئې ښکاره کولې . او نائيک ته بۀ دا اندازه لګېده چي فلانی پۀ ما څومره خوشال دی . نائي بۀ د سنت خبره هم کولو . نائي بۀ د قاصد کار هم کولو هغۀ بۀ د يوۀ دېښنۀ ( دشمن  )  پېغام بل  دېښنۀ ( دشمن  ) ته رسولو او د دښمنانو پۀ دې جوابونو کښې بۀ سخت جوابونه هم و خو نائي باندې بۀ چا لاس نۀ وچتولو . نائي بۀ د وادۀ او د غم ډوډۍ هم پخوله . لوی  لوی دېګونه بۀ ئې پخول. عمومًا بۀ ورېژې ( کېچړې ) وې چي ميو ( مۍ )  سره بۀ ګډې پخېدې اوس هم پخېږي او اصيلو ( د غواؤ غوړي )  غوړو سره بۀ خوړل شوې . او نن سبا ئی هم خلق دېسي  غوړو سره خوري . لوی لوی تربل جوړ وي پۀ مېنځ کښې ئې ژور ځای جوړ وي هغۀ ته هم مېنځ وائي پۀ هغي ژور ځای يعنې مېنځ  کښې غوړي وي کسان ورباندې راتاؤ وي پۀ غوړو کښې مړۍ ډوبوي او خوري ئې دومره خوندور خوراک دی چي ورنه بېخي سړی نۀ مړېږي. د تر بل مېنځ ښۀ لوی وي چي دوه سېره غوړي پۀ کښې راځي چې غوړي کم شي نو کسان ولاړ وي هغه ورته اصيلو تاؤدو غوړو نه مېنځونه ډکوي  . بله د مزې خبره دا ده چې څوک ډوډۍ وخوري نو لږه ډوډۍ کور ته هم وړي ګول ئې تاؤ کړي غوړو کښې ئې ډوبه کړي چي ورته ( سونډه ) ويلای شي  پۀ يوۀ تربل پنځويشت دېرش کسان مړېږي. چي کله ډوډۍ وخواړې شي نو تربل ټول مېنځ سره  غواړو نه ډک بۀ د نائي وي هغه بۀ ئې کور ته وړي . هر نائي بۀ ځان سره  تکړه نايان ملګري کړل او ډوډۍ بۀ ئې پخه کړه  د نايانو خپله کښې هم ښۀ اتفاق وي ټول يو بل سره ودرېږي . چي پۀ کوم لرګي بۀ  ئې وريژې لړلې هغه لرګې يا څمڅۍ بۀ پلنه وه او چرې بۀ بلل شوه . نايان د ولېمې ډوډۍ هم پخوي پلاؤ ترکاري خو نن سبا خلق د ولېمې دپاره پاخۀ کسان راولي  . پسۀ يا ګډ بۀ هم نائي حلالولو څرمن او ارمېږ ( څټ ) بۀ د نائي وۀ  او پخلې بۀ هم د نائي پۀ غاړه وو. د چا چي زوی وشوی هغۀ بۀ نائي ته خپله حصه ورکوله چي بَرخه بلل شي پۀ وادۀ بۀ هم برخه وي .  که بيا د چا خور لور وادۀ شي نو بيا بۀ د ځلمي دِ کوره برخه وي چي هغی  ته ( ټوټي) وائي دا روپۍ  بۀ د دي  وی چي د ناوي سېنګهار بۀ نائڼې کولو ګنې اوس ئې نه کوي پۀ بېوټي پارلر کښې جوړېږي  خو ټوټي ضرور نائي اوس هم اخلي که څوک ښار ته راغلي دي خو نائي ورپسې راځي او ټوټي غواړي  . ډول بۀ هم نائي غږولو او ننه د ښځو پۀ مېنځ کښې بۀ ئې ډول غږولو خو اوس کور د ننه ډول نايڼه غږوي. د ورا پۀ موقعه بۀ ډېر و نايانو ډالونه غږول او سرني بۀ هم ورسره نائيانو  غږولو  د نائي بۀ پۀ وادۀ کښې خپله برخه  وه او چي کومې روپۍ بۀ پۀ مېدان پرېوتې هغه بۀ هم د نايانو وې . د وادۀ شورو نه واخلې تر اخېره پورې به نائي کار کولو د وليمې ډودۍ نه علاوه نورې ډوډۍ بۀ د نايڼې کار و نايڼې بۀ پخلې کولو او اوس ئې هم کوي. نايانو بۀ مجلسونه ( بنډارونه ) هم کول  . پۀ خوا بۀ سندرغاړي نايان و ډول باجه به دوی غږوله او هلکان بۀ هم د دوی ګډېدل خو هغي وخت  دومره بې حيائي نۀ وه . د چېغی ډول بۀ هم نائي وهلو.چي  پۀ کلي کښې بۀ څۀ مسله پېښه شوه يا بۀ دکلي جنګ شو نو نائي بۀ د چيغې  پۀ سر کښې سره د ډالۀ  روان و  او د چيغې د طرف تعين بۀ هم نائي کولو. ډېرو خو بۀ پۀ کښې سرونه هم بايلودو . 

چرچل  په خپل کتاب ملاکنډ فيلډ فورس کښې يوه واقعه لېکلي ده چي پۀ يوی غزا کښې يو ډولکې مار داسې ډولکی غږاولو  چي د هغۀ د ډالۀ پۀ تاپ بۀ غازيان جنګېدل پېرنګيانو ته ئې ښۀ نقصان ورسولو نو پېرنګيانو  ښۀ نښه وېښتونکې پۀ الوتکه کښې بمبۍ نه رااوغوښتو چي دغه ډولکې مار ژوندی ونېسي خو کله چي ډولکې مار پۀ ښي لاس ولګېدو نو پۀ ګڅ  لاس ئې د ډالۀ وهل شورو کړو چي پۀ ګڅ لاس ولګېدو نو لاستی ئې پۀ خلۀ کښې ونېوؤ او ډول ئې وهلو اخر ئې مړ کړو ژوندی ئې ونۀ نېوؤ د چرچل دا خواهش وۀ چي ژوندی ئې ونېسي او پۀ خپل فوځ کښې ئې بهرتي کړي .

 د مرګ خبر هم نائي پۀ سر وو  هر کلي ته بۀ ئې خبر وړلو مخکې خو ټېلي فونونه نۀ و ، نو که باران وه او که ګلۍ ګرمي وه که يخني پياده وه او که اس يا ګاډی دا کار د نائي پۀ سر وو ټول تفصيل بۀ ورسره و . د زېري او د غم خبر پۀ موقع بۀ خرچ خو نائيک ورکولو خو شپه بۀ ئې چي چېرته راغله کوله بۀ ئې هر چا بۀ شپه ورکوله. نائي د هلکانو  سنت هم کولو پکۍ به ورسره وی سنت به ئې وکړو اېره بۀ ئې ورباندی واچوله هلک بۀ خدای جوړ کړو . د مخوص ځائې د نېولو دپاره بۀ يو لرګې و چي هغۀ ته بۀ ئې ختنه کرکه وئيلو او  ورسره د لرګي صفا سلائي هم و  چي سلائي بۀ بلل شو  هلک ته بۀ ئې تربل پۀ څټ واړولو هلک بۀ ئې پرې کېنولو او سنت بۀ ئې کړو څو ورځو کښې بۀ جوړ شو . نايانو به د ناوي برخه هم وړله . چي کله بۀ جېنۍ وادۀ شوه نو د پلار کور نه بۀ ورته درې ورځې ډوډۍ ورتله   دا بۀ د پلار لۀ کوره َبرخه  بلل شوه چي ورته نمر ځې هم وئيل شو . چي د چا بۀ چاسره ښه بده ګډه وه يعنې چال چلن بۀ ئې وو نو هغوئې کره بۀ ئې چائی ډوډئي هم نائي يا نائڼې وړلې چائې  بۀ ئې ورته پۀ کشري کښې اېخي وی او نائڼې بۀ يوړې . يعنې نائي او نائڼې دواړو بۀ پۀ غم ښادۍ کښې  کار کولو. خوانې بۀ د وادۀ کور ته وړل شو  دا بۀ يا خو چي څوک وادۀ کښې شامېلېدې هغوی وړلو يا بۀ ئې د نائي پۀ لاس لېږلو يعنې پۀ وادۀ ښادۍ کښې خپله حصه اچول و. چي چا بۀ خوانې يوړو نو هغوی ته بۀ د واده د کور والا برخه ورکوله چي هغه بۀ جوړاوه يا بۀ روپۍ وې او ورسره بۀ د خوراک څېز هم و   خوشال خوانې ياد کړې دی وائي: 

خاص و عام دې  طمع  کړي بخره  به  مومي

لوی وادۀ، لويه خوړه، لوی ئې خونی دی

                                                           خوشال بابا

يعنې چي چا کره بۀ ښادي وشوه نو بيا بۀ خپلوانو خوانې ورلېږلو چي پۀ هغو کښې بۀ ورېژې چرګې او نور د خوراک سامان هم وو . او نمرځې به هم د نائڼې ذمه واري وه يو خو هغه نمرځې شو چي ناوي پسې بۀ ئې درې ورځې ډوډۍ وړله نو دغه هم نمرځې بلل شي  چي د چا بۀ چي کژدن شوی وۀ هغه جېنۍ بۀ چي کور نه چا کره ښادۍ ته لاړه نو د ځلمي کور والا بۀ بيا جوړه او نور د سېنګهار سامان د خوراک سامان مېوه وغېره ورلېږل چي هغه بۀ بيا د جېنۍ د کور والا وېشول ځکه خو خوشال وائي چي: 

سپينه خُله ئې و ما راکړه وې مې موړ شوم

وې ئې خواره وږيه دا خو نمريځی دی

                                                            خوشال بابا

نمرځې بۀ د نايڼې  پۀ لاس ورلېږلې شو چي پۀ دې بۀ د ناوي د کور والا  نائڼې ته روپۍ ورکولې . نائي بۀ د نائيک وېښتۀ او ګيره هم جوړاوله  او هېڅ قسمه معاوضه بۀ ئې نۀ وه . او که چا بۀ روپۍ ورکړه نو بيا بۀ نائي ورته ښکاره کوله چي رااوبخښه دا زما حق نۀ کېږي. د نايانو بۀ پۀ کال کښې دوه ځله پۀ فصل د هر چا پۀ سر يو  اوګې غله وه.  يعنې څلور سېره غله بۀ  پۀ ژمي او پۀ اوړي  د نائي وه .   ددرسمندو اوګې زيات دی . اوګې د پېمائېش يوه پېمانه وه . متل دی  (چي اوږې که ډېر پټ شي په رېشې څرګندېږي) .

نائي بۀ دم او دارو هم کولو عمومًا بۀ د مار دم دوی کولو . واړه واړه جراحي بۀ هم نائي کوله . ښکر بۀ هم نائې لګولو داسې نور ډېر کارونه بۀ نائي کولو . جرګې مرکې بۀ هم ځنې ځنې نايانو کولې  . پۀ سيالونو کښې بۀ هم نايانو ډالونه غږاول   . سحر نه  واخلې تر ماښامه پورې بۀ غږېدل . د ډوډۍ يا د خېرات خبر بۀ هم نائي پۀ ذمه و دا د هغې وخت خبره ده چي د کارډونو چاپ کول نۀ و . بيا چي کارډونه راغلل نو د وادۀ کارډونه به هم نائي وېشولو او د ښادۍ وېنا بۀ ئې هم کوله . نائي  بۀ د وادۀ ځلمي سره پۀ دېره کښې هم و  دا دېره بۀ د وادۀ ځلمي او د هغۀ يارانو پۀ ګډه تېراوله چي تر څو بۀ وادۀ نۀ و تېر شوې نو ځلمې او د هغۀ ياران بۀ پۀ يو ځای کښې دېره و دوی بۀ دلته پخلې کولو ډالونه بۀ غږېدل مجلسونه بۀ و دا خرڅ بۀ د ځلمي يارانو کولو  . چائې اوبۀ پخلې خدمت مېلمه د هر څۀ د نائي پۀ غاړه و . ډولکې ماران بۀ هم نائي پېدا کول . چي بيا بۀ کله د نائي او د نائيک تر مېنځه اختلاف راغې نو نائي بۀ نائيک پرېخلو هغۀ بۀ بل نائيک ونېوؤ او نائيک بۀ د بل نائي غم وکړو . که زۀ دا اوايم چي  لوی همدرد او د غم ښادۍ  ملګرې نائي نه بل څوک نۀ شي کېدای نو غلطه بۀ نۀ وي . پۀ غم ښادۍ  کښې نائي سحر مانځۀ سره راغلې وي او خدمت ته کلک ولاړ وي . نايان د نورو پښتانو پۀ شان کلو کښې پاخې برخې او شامېلات لري . پۀ ځنې قومونو کښې نايان نيشته بلکې خپل خلق ئې د نايانو کار کوي . خو بيا هم ښۀ ډولکې ماران پۀ کښې ضرور موجود وي . ځنې پښتانۀ د خپلو خپلوانو لۀ لاسه  هم نايان شوي وي .واړۀ د مېراتې لۀ وېرې نه لاړ وي او  د خوراک پۀ خاطر  نايانو سره ملګري شوي وي چي اوس ئې خلق نايان بولي . نايانو سره ئې  رشتې کړې دي  . ډېر داسې نايان هم شته چي پښتنو سره ئې رشتې کړې دي او د قومونو مشرولي ئې هم کړې ده . نايانو پښتنو سره دشمنۍ هم کړي دي او پاللي ئې هم دي . که کلي ته مېلمه مسافر راغلې دی نو پښتانو سره ئې سم خدمت کړی دی ډوډۍ ئې ورکړې ده هر قسمه پښتو ئې پاللي ده . ډېر نايان داسې هم دي چي هغوی خپل کسب پرېخې دی او نور کارونه ئې نېولي دي . بېخي داسې نۀ ښکاري چي دوی چېرته نايان ؤ. نن سبا نايانو اماراتو کښې ډېرې روپۍ ګټلې دي . د ملک پۀ لويو ښارونو کښې ئې لوړې لوړې پلازې جوړې دي . اوس هغه نايان نۀ دي پاتې . خو ځنې نايانو د پلار نېکۀ کسب اوس هم نۀ دی پرېخې .

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba