مدير اعلٰی
ده مجلي چاپ نيټه: اکتوبرتا مارچ ۱۸-۲۰۱۷
دا دی نن د "ليکني" ګڼه په داسي حالاتو کښي ستاسو درنو لاسونو ته در رسولو په تابيا کښي يو، چي په ټول وطن کښي سياسي هلي ځلي شروع شوي دي. د انتخاباتو راتګ دی، سياسي ګوندونه، خپل د رښتيا او دروغو عمل و خپل اولس ته وړاندي کوي. د الزام تراشۍ او دشنام ترازۍ، د کاڼو باران په زوره زوره اوري. چاله چي موقع په لاس ورغلې وه، هغه صفائي وړاندي کوي. څوک چي له سره نوې برخه غواړي، هغه خپل مړي له ګوره راکاږي. چي دا ئې کړي دي، او دغه د امن لاره ئې راته جوړه کړې ده. خو په دې کښي د مزې خبره دا ده، چي د تېروتنو د احتساب خبره هيڅوک نۀ کوي. ښۀ به دا وائ چي د تېروتنو په رڼا کښي د مثبت سوچ او فکر، يوه داسي زاويه منځ ته راغلې وائ، چي هغه د سبا د پاره د نوي منزل د تعين سوب وائ.
خو دلته هيڅوک د رښتيا وئيلو جوګه نۀ دي.بلکې کوم خلګ چي په اخستلو او پلورلوکښي برخمن دي، پر هغه هم پرده اچول کېږي. ممکن دی چي د ځينو زورورو خلګو په وجه هغوئ و دې درانه بار ته غاړه نۀ ايږدي. يا په دې کښي يو څه بل مصلحت ويني. خو د جمهوري نظام د استحکام د پاره به و خپلو پلورل شوو ملګرو ته سزا ورکولو په اړه به دا د خود احتسابۍ يو داسي قدم وائ چي د سبا سر لوړي او جمهوري ګټه به پکښي له ورايه څرګنده وه.
هسي خو موږ ته خپل د تاريخ هغه بې خونده پړاؤنه معلوم دي چي په شپه شپه ريپبلکن پارټۍ جوړه شوه. او تر سهاره د ټولو عوامي نمائندګانو رائې يا خو اخستل شوي وه او يا وربدل کړل شوې وه، نۀ نظريه پاته وه، نۀ خدمت او نۀ د رښتنې نمائندګۍ جذبه پاته وه، بس د خپل تاريخ تر مخ يوه مينځل شوې سپينه صفا تختۍ پرته وه. چي د هغې ابتدا به بيا له سره له الف نه شروع کېده.
ورپسې د يحیٰ خان د دور انتخابات هم اوشو چي پايله ئې زموږ و مخته پرته ده. خو زما په خيال چي اصل مسئله د جمهوري عمل د ساتلو ده. او د دغه عمل د ساتلو طريقه کار ، خپل منشور او خپل عمل او د هغه له رويه د خلګو څه رايه تر لاسه کول دي. دا يو منل شوی حقيقت دی چي په دروغو، بهتان او ښکنځلو باندي د جمهوري اصولونو و اساسي ټينګښت ته تاوان رسېږي.
نور خېر، د پښتني سيمو په سياست کښي د جمهوريت د ښکلا او استحکام جرړي اوس هم نا موزه دي. دلته چي د روايتي اعتدال کومه سليقه له پېړيو پېړيو څخه را روانه وه، هغه د پرديو د تشدد د پرچار په وجه په داسي رنګ ولړل شوه چي د دوئ خپل پخواني قبائلي او معاشي نظام له مځکي ووهل شو. او مابېن ته داسي خلګ راغلو، چي تر جمهوري او سياسي عمل زياته په تشدد خوشحاله دي او دا هم حقيقت دی چي تر يو حده پوري دغه پرېدي رنګ، د ټولني په سائيکي کښي هم غزوني کړي دي.
نو په داسي حالاتو کښي د اقتدار و لوبي ته تر رسېدلو له مخه موږ بايد هغه ټولنيز مضمرات هم په نظر کښي ونيسو، چي تر خېر زيات د شر ونډه پکښې ده. په بله معنا دلته چي کومه سياسي لوبه روانه ده، د هغې له اجتماعي اثراتو څخه خلاصون ناممکن دی. خو چي کله موږ د ميډيا له لاري په يو بل پسې پراپېګنډه واورو، او لا دا چي په غونډو کښي د هغوئ د وېناګانو سلسلې ته پاملرنه اوکړو، نو دا راڅرګنده شي چي ژوندي خو ژوندي دي، ياران خو مړي هم له ګوره راکاږي. او ورباندي تور لګوي. هله مي و زړۀ ته ولوېږي چي دلته خو د لوړو اخلاقي اقدارو جنازه تر انتخاب لا له مخه وتلې ده. نۀ يم خبر چي په انتخاباتو کښي به څۀ کېږي.
وئيل دا غواړم چي زموږ د قامي ژوندهر اړخ په دغه ناروا ټوکو ټپاکو باندي ژوبل شوی دی. دلته که يوې خوا له مذهبي جنون، د بې ګناه انسانانو په وينو سرۀ لاسونه وياړ ګڼي، نو بلي خوا ته د لکهونو انسانانو، له منځه وړل، کورونه وران،ځوانان بې درکه، په يوه او بله بهانه و بهته خورۍ ته دوام ورکول دی. زياته له دې حالاتو څخه غريو نيولي اوښکي، چيغي، ژړا او بلغاکي بې اثره شوي دي. او د دې د مداوا کولو علاج تر خبرو پوري محدود شوی دی. بس موږ يو، هغه بې بارانه اور شيندونکی شين اسمان. او د ټکنده غرمې لمر دی. تر ليري ليري پوري نۀ د سائې اميد شته، او نۀ د ستړو منزلونو څه د هوسا کېدو لاره شته. البته دا يو احساس دی چي تر منزله به ورسو. دا يوه تلوسه ده. چي دغه تاکي ورغوي اود پښو تڼاکي به مي رنګ راوړي. هم دغه تصور دی چي د پرېدي څراغ په طمع د کور و تيارو د اميد په طمع ګورو.
خو کله چي قامي کاروان د ملي وحدت لاره خپله کړي، د شخصياتو په نامۀ له کرسۍ ګټلو څه ډډه اوکړي، د حالاتو ادراک اوکړي، او د يو رسېدونکي منزل تعين اوکړي، نو بيا شايد چي موږ د ژوندي قامونو په قطار کښي د خپلي قافلې د جرس په اواز، په يوه خُله او يوه زړۀ باندي روان شو. خو دا ځکه راته ناممکنه ښکاري چي موږ ګټه او وحدت د بل په خُله غواړو. او خُله هم هغه خُله ده چي موږ کتلې هم ده او ازمويلې هم ده.
او ورسره دا هم چي موږ د نورو د مفاد د پاره د ورور ګرېوان شکول خپله ملي فريضه ګڼو.. جواز، دليل، غېر جانبداري، پر معروض باندي په سړه سينه بحث کول ، د مثبت او تعميري تنقيدد وړاندي کولو په هندار کښي، و زړونو ته د لار پېدا کولو پر ځائ، د تعصب، نفرت او تربګنۍ، په کښت کرلو بوخت يو. نۀ پوهېږم چي دغه چوڼ او پر دغه لار باندي واقتدار ته رسېدل به زموږ د زخم زخم قامي وجود مداوا وګرځي که نۀ؟