فرشته محمدنسيم
د مجلې ګڼه:۱۳مه
د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷
هسي خو دا د هر مورو پلار فريضه ده، چي هغه له اولي ورځي څه خپل اولاد ته صحيح تربيت ورکړي. دا تربيت نۀ يوازي دا چي د معصومانو حق جوړېږي، بلکې و معاشرې ته د يو باشعوره فرد ورسپارل په معاشره کښي د مثبت بدلون سوب هم وي، او بله دا چي هم دغه د نن ماشومان سبا د قوم د معمارانو ځائ نيسي. په دې وجه د نړۍ د هر مهذب قام کوشش دا وي چي هغه و خپل نسل ته د تهذيب علم او ژوند تېرولو داسي لاره وټاکي چي هغه د قامونو په قطار کښي يو مهم رول ولري او په علمي هنر پسوللی قام وي.
خو له بده مرغه زۀ چي به کله مکتب ته تلمه. نو زما په لاره کښي به ځائ په ځائ د کچرو او بدبو داره پلاسټکانو داسي ډېرانونه وو چي ډېر خلګو به و خُله ته رومال نيولی ؤ، چا به ما سک اچولی ؤ. تر دغه کچره دانونو به تېرېدل. خو زۀ به اکثره په دې چرت کښي وم چي دغه کچره خو هم د دغه ځائ اوسېدونکي اچوي، ټپ موجود وي خو دغه بدنما ګند ورته شا و خوا غورځېدلی وي. ايا موږ به د ښاريانو په حېث خپله ذمه داري کله پوره کوو؟ ځکه چي دغه لاري او کوڅې خو زموږ لاري او کوڅې دي. ايا دا زموږ اخلاقي او وطني فريضه نۀ جوړېږي چي خپل ښار د خپل کور غوندي صفا وساتو. زموږ پېغمبر حضرت محمدﷺ خو په واضح ډول دا پېغام راکړی دی: چي اطهورو شطر الايمان صفائي د ايمان جز ده. خو موږ د ټپ پر ځائ دغه ګند کچره او بدبو داره پلاسټکان پر لاري غورځوو او د خپلي معاشرې د وګړو هيڅ خيال نۀ ساتو. بلکې له دغه تعفن او مچانو څخه چي کومي ناروغياني منځ ته راځي هغه خو لا بېله خبره ده او بيا چي کله په دغه وجه نالياني بندي شي، اوبه روډو ته راشي نو د هر چا دپاره د عذاب سوب وي. خو بل پلو ته د وير خبره دا ده چي په هم دغه کچرو کښي زموږ د معاشرې نازک نازک هلکان چي د معاشرې په وګړو کښي به د چا وروڼه وي، د چا به بچيان وي او د خپل مور و پلار د مستقبل د اميدونو مشالونه به وي. هغه خېرني پښې، خيرن لاسونه په دغه کچره دانونو کښي د مور او پلار او يا د کور د نورو وګړو دپاره د ماښام د ډوډۍ ګټلو په خاطر، دلته د "رزق حلال" په تلاش کښي وي. تېلۍ ئې را اخستي وي، له يوې کچرې څخه و بل ټپ ته ورځغلي. زۀ چي به ورته په چرت کښي شوم نو ډول ډول اندېښنې به مي پر زړۀ چاپېري شوې. دغه ماشومان يو له بله سره چي به کله لمر څريکي ته ولاړ وو او زموږ د تېرېدو لار به هم دا وه نو د دوئ يو له بله سره سپکه ږغا به زۀ دې چرت وهلو ته مجبوره کړم، چي يا خدايه! زموږ دغه ماشومان خو هم د چا زامن دي. د چا وروڼه دي. د يو خاندان سره به ئې تعلق وي. نو د دوئ مستقبل به خدائ مۀ کړه د حبيب نالې د وګړو په شان وي، کوم چي د معاشرې پر تندي يو بدنما داغ او د سماجي ژوند د تباه کولو باعث دي.
دلته يوې خوا له د سرمايه دارانو، افسرانو او په لوئ لوئ بنګلو کښي د اوسېدونکو خلګو بچيان په هغه ادارو کښي روزل کېږي چي د مياشتي ورباندي د لکهونو روپو خرڅه راځي. هغه به په راتلونکي وخت کښي چرته پر کرسيو ناست وي د سرو او سپينو خاوندان به وي. عزتونه، موټران، بنګلې، نوکران به ئې وي. چي څه ئې زړۀ غواړي هغه به کوي. د خپلو اختياراتو سره به مينه کوي او بيا به خپل دغه اختيار د پيسو ډېرولو په هنر بدلوي او د خپلو ذمه داريانو درس به ئې هېروي.
زۀ دا منم چي د کچرو په دې بدبو داره ټپ کښي دغه ماشومان د مجبورۍ له کبله لګيا دي. هيڅوک هم پخپله خوښه خپل بچيان دوزخ ته نۀ اچوي. خو د خپلوانو د نس ډکولو دوږخ دا د قام ماشومان او د نوي نسل ګلان دې ته مجبوره کړي دي چي له بدبويانو، مچانو او ګند په مابېن کښي د روزۍ لټون وکړي ايا دا د دوئ قسمت دی؟ ايا د دوئ په بخت به تل دغه ګند، ټپ وي؟ ايا دوئ به د معاشرې په ښو وګړو کښي نۀ شمېرل کېږي؟
دلته به د نورو ترقي يافته ملکونو ذکر پرېږدو اسلامي قانون يا دستور ته به راشو. رسول الله مبارکﷺ خو دا و خپل امت ته درس ورکړی دی. چي علم تر لاسه کړی. که څه هم دا علم په صين (چين) کښي وي. علم پر هر مسلمان نر او ښځه باندي فرض دی. خو نن په هر ځائ کښي د علم د فراواني او د تعليم ورکولو سلسله د دولت پغاړه وي. د يو ذمه دار دولت د خپل وطن و ماشومانو ته تعليم ورکول د هغه فريضه ګڼل کېږي. خو دلته لا دا سلسله نيمګړې پاته ده.
البته يوه خبره دا ده چي که چرته دغه طبقاتي سلسله هم داسي روانه وي چي يوې خوا له لکه چي ذکر مي اوکړو د هم دغه نسل او عمر هلکان يو ډول ژوند تېروي او بلي خواته دغه محرومه مجبوره او نتلې طبقه او د هغې ماشومان وي. نو لا محاله به له تضاداتو څخه شخړي زېږي.
پکار ده چي موږ د يو باشعوره قام په حېث د خپل دولت په مرسته يو داسي لار راوباسو چي د نوي نسل دغه ماشومان په علم وپسولل شي. و ماشومانو ته علم او انصاف ورکول د يو جمهوري حکومت جمهوري ذمه داري جوړېږي. او که چرته د دغه ډول ماشومانو صحيح تربيه ونۀ شي، و دوئ ته ښۀ روزنه نۀ ورکړل شي نو دا سبا له د سماجي او معاشرتي ناسور يوه داسي نخښه وي چي بيا به ئې مخ نيوی ګران شي.