ارزو زيارتواله

د مجلې ګڼه:۱۳مه

 د مجلې د چاپ نېټه : اپريل تا ستمبر ۲۰۱۷

ډېر وخت چرت وهم چي دا بازاري او ښاري ماحول چي څومره قدر له کليوال ماحوله چپ دی، دغومره ئې زاړۀ نومونه او کلتور هم پرې ايښی دی. کله چي و کليوال ماحول ته وګورم نو هلته به له نامې ايښولو سره خامخا يوه خاطره تړلې وه خو د ماحول په بدلېدو سره هغه ټول شيان يو مخ له منځه ولاړو. د مثال په توګه به زموږ مشرانو ګپه کوله چي کله به د چا کره زوئ وزوکېدی نو د هغه کهاله سپين سرې ښځه به پر لوړ بام يا لوړ پوټي ودرېده، درې واره به ئې په زوره زوره نعرې کړې.

کاڼو بوټو واورئ د فلاني زوئ زوکړی دی

 د زېږېدلو په درېيمه ورځ به ډېر کوچنيان سره راغونډ کړل شو. د ناري انتظام به د کور والا کړی ؤ. ملا به نشرح شروع کړه چي د هر بيت په آخري کښي "سبحانه منېراني" راتله او هلکوانو په زوره زوره ورباندي "امين" نعرې وهلې. هم دلته پر زوکړي هلک نوم هم کښېښول شو. د ملايانو په قول د هر کتابي نوم خپل فضائل او برکات وو.

هلک چي به په کومه خونه کښي زوکړی ؤ، د کور سپين سري د هغې خوني پر دروازۀ يا له دروازې سره نزدې پر دېوال باندي په نيل باندي " سواستيکا" نشان جوړ کړی ؤ. 

خو بل طرف ته دا هم ؤ چي د پاوالو په کور کښي چي به چېرته په کوم موسم يا په کومه مځکه او مېنه باندي زوئ يا لور وزوکېده نو د هغه موسم و حالاتو مطابق به نوم ورباندي کښېښول شو. مثلاً په کومه سيمه کښي به د اومانو موسم ؤ او په هغه سيمه کښي چي به کله هلک پېدا شو نو د هلک نوم به اومه کښېښول شو. په کومه موسم کښي چي به باران ؤ نو د هلک نوم به باران شو او کله کله چي به په غرونو کښي د سور ساندي ګلان غوړېدلي وو او د چا لور به پېدا شوه نو به ئې نوم سورسانده ورباندي کښېښوو. هم دغه که به د کډو اړولو پر ځائ د ګونګانو بوټي شنۀ وو نو هلته چي به هلک وزېږېدی د هغه نوم به ګونګه يا نانګه کښېښول شو. خو له دا سره سره ځيني داسي نومان هم ليدل کېدل لکه خزان، پسرلی، ګلاپ، خاټول، ګل تفراز يا نور. 

بل پېښه دا هم وه چي کله به د جمعې په ورځ زوئ پېدا شو نو هغه به جمعه خان شو. چي په هفته به وزېږد هغه به هفته خان ؤ. کله کله به د هلک د زېږېدو مياشت هم د نامۀ ايښودلو سوب شوه يعني که به هلک په روزه کښي وزو کېدی نو روزي خان يا رمضان ؤ او يا به د وطن سره د عقيدت په وجه کابل شاه، هرات خان او اجمير خان ؤ.

د نومونو په ايښودلو کښي يو بل دستور دا هم ؤ چي که به د چا اولاد نۀ پائيدی نو که به ئې لور پېدا شوه د هغې نوم به پائندۍ کښېښول شو او که به هلک ؤ نو نوم به ئې پائندی يا پائنده خان کښېښوو.

تر دې لا هم عجبه دا وه چي د چا به پرله پسې ډېري لوڼي پېدا شوي وې نو د هغه کور سپين سري به د بلي لور په راتګ سره د هغې نوم يعني دغه نوي زېږدلې انجلۍ نوم (بله نسته) کښېښوو او يا به ئې ورباندي (بي بي تمامه) نوم کښېښوو.

اوس هم چي چېرته که د پښتنو ډېر پخواني نومونه سره يو ځائ کړل شي نو ډېر عجوبه او له ډېرو رسوماتو سره تړلي نومونه به رابرسېره شي. چي ډېر خلګ به ئې بې معنا نوم ګڼي، خو په هغه کښي د خپلي زمانې او ماحول سره تړلي څۀ نه څۀ خاطرې ضرور وي. فکر کوم چي د پښتنو هر فعل هر کار او هر هنر وېنا ډېره ښائسته وي. که هغه دودونه، دستورونه دي که درنې مرکې دي او که هغه نومونه دي. د وړاندي ذکر شوو نومونو علاوه کله چي به په يوه کور کښي ماشوم يا ماشومه پېدا شوه، نو ډېر په خوشحاله کېدل، که به چېرته د ځوان مور او پلار ژوندي وو نو نوم به ئې د نيکه يا انا په خوښه ؤ. د هلک پلار يا مور له شرمه پر خپل زوئ يا لور قطعاً نوم نۀ ايږدي او چي ملا صاحب ئې ايږدي نو ارو مرو به کتابي نوم ؤ. نيکه يا انا چي پر کښېښو نو هغه نوم به يا خو و دوئ ته ډېر خوند ورکوی يعني خوښ به ئې ؤ او يا به په اخستلو کښي اسانه ؤ. ډېرو بيا د بوټو، قيمتي ډبرو او مرغانو نومان هم ايږدل. لکه چي پورته مي ذکر وکړو چي که به د يو چا اولاد نۀ پائيدی نو به پائند او پرته د مرغانو نوم لا هم په کښېښوو. د دوئ دا عقيده وه چي دا بيا پاته کېږي. 

له دې علاوه ځيني نومان داسي دي چي هغو ته د نياز نومان وئيل کېږي. د  نياز نوم به اکثره مور په خپله خوښه پر خپل زوئ کښيښو او يا چي به يو کورته ناوګۍ را وادۀ شوه نو هغې به د پښتنو د رواج  مطابق د کور د ځوانانو او پېغلو نومونه د احترام په خاطر اخستل. يعني چي په عمر کښي تر دې لږ غټ يا ئې همځولي وو، نو ناوي به دوئ ته د عزت و احترام ورکولو په خاطر هغه د دوئ له شخصيت يا ښائسته نوم ورباندي ايږدي. که چېري يوه ناوې د کور پر غړو نومان نۀ ايږدي نو د هغې نۀ يوازي دا چي په خپل کور کښي نۀ وي بلکې په ټول ټبر کښي نۀ وي نو ځکه دا هيڅ امکان نۀ لري چي يوه ناوې دي پر ايندرورو، لېورو، لېورزيانو او لېورزيو نومان نۀ کښېږدي. له دې علاوه د کور خلګ پر ناوې هم نوم ايږدي يا خو بيا ناوې ناوکۍ، ناوکو، يا ناوګي ورته وائي. يا بيا بل ښه نوم. ناوې چي کوم نومان کښېږدي پر بعضو خلګو هغه نوم پوخ شي. ځکه چي بيا ئې  وړوکي هم په دغه نوم بولي نو بيا ئې اصل نوم د چا په ياد لا نۀ وي. اول کور کښي بيا محله کښي او بيا ټول شناخته وال په هغه نامۀ ورته وائي. د نياز نوم ښائسته وي ځکه ئې په اورېدو هغه کس ډېر خوشحاله کېږي. نو ناوې حتٰی الامکان کوشش هم دا کوي چي د کور هر غړی له هغې خوشحاله وي. ګوا دا د باهمي احترام يوه غوره نمونه وه.

 د نياز نمونه او د هغوئ معناوي. 

لونګين:د لونګين معنٰی د غاړي هغه هار وي چي له تورو خوشبو دارو  لونګو جوړ شوی وي او د پېغلانو ډېر خوښ وي. په يوه اولسي سندره کښي ئې تعريف داسي خوندي دی.

پروت دی لونګين پر ځيګر بوئ ئې ځي د مشکو عنبر

کله کله ناوکۍ هم دغه نوم پر خپل ليورزي يا بل فرد باندي کښېږدي.

اغا مير:اغا و ښه او شانه خلګو (سيدانو) ته وئيل کېږي او د مير معنٰی د ټولۍ سر. دا په عمر کښي غټ او شانه لېوره باندي له نازه ايږدي.

ژړ ګل:د ژړ ګل معنٰی خو ښکاره ده چي له رنګه ژړ وي، نو هم دا نوم ورته غوره بولي.

 ګل مير: دا هم شانه نوم دی چي د عزت او احترام پر طور ئې باندي ايږدي .

اغا ګل:اغا و سيد او ګل له ګلانو سره تشبيه کوي.

شير اغا: يو زړور دلاور او په خوئ شانه ته شيراغا وئيلی شي.

ګران اغا: له ډېره ګرانيه ورته اغا وائي.

باچا ګل: په خوئ باچا او په رنګ د ګل.

جان اغا: جان د اردو ټکی دی له ګرانيه ايښول کېږي.

شهزاده: د باچا و زوئ ته وئيل کېږي چي په خوئ کښي له ټولو جلا وي.

خيالور: چي څوک پر خيال من وي پر ځان ګرځي نو له نيازه ورته خيالور وئيلی شي.

نازک: چي نری نری او ښائسته جوړ وي نو د نازک په نوم ئې بولي.

توريالی: په کالۀ کښي يو نيم زړور او سور سترګی هم وي چي په توريالي ئې مسمٰی کړي.

بريالی: د بريالي معنٰی هر ځائ کښي کاميابه، ډېر خلګ جادوئي شخصيت لري چي همېشه کاميابه وي نو بريالی خو په ارزي چي پر کښېږدي.

زمريالی: يعني زړور، بې باکه داسي نومان اکثره پر واړۀ ايږدي.

نوميالی" يعني نيک نامه.

ننګيالی: ننګ کولو والا.

ګل لالا: يعني په شان د ګل ورور.

کوشنی لالا: يعني کشر ورور.

سپين لالا: په رنګ سپين په خوئ د ورور.

ګل اغا: په رنګ ګل په خوئ شانه. يعني دروند مُنډی.

منډۍ:د انجونو ځيني د نياز نمومان او معناوي.

تور پېکۍ: هغه پېغله چي پر تندي ئې بېښتان پرې وي نو په تور پېکۍ مسمٰی شي.

شين خالۍ: اکثره انجوني پر مخ خالونه وهي. که په کور کښي داسي ايندرور ولري نو شين خالۍ به ارو مرو ورته وائي.

بوره: که له رنګه لږکۍ تور بخونه وي نو هم توره بېخي نۀ ورته وائي بوره ورته وائي.

سپينه: چي په رنګ سپينه وي نو هغې ته به هم دغه وائي.

ښائسته: له هره لحاظه پوه او پرکشش ته ښائسته وائي.

غنم رنګه: د غنم رنګي معنٰی هم غنمي رنګ والا.

بادام ګله: په رنګ سپينه او نرۍ جوړه ته بادام ګله وائي.

چنار ګله: ښه جګه نرۍ درخته چي لري و هغې ته چنار ګله وائي.

شيرين جانه: دلته فارسي لفظ خوږ او په ښان د ځان شيرين ګله.

دا هم مرار خوږه او په شان د ګل.

باجي ګله: باجي اردو لفظ په معنٰی د مشري خور او ګل رنګي وائي.

ببو: دا هم د نياز نوم دی.

کوکو: و مشري ته وائي.

خيالوره: چي پر ځان ګرځي خيال کوي. 

نازکه: معنٰی نرۍ جوړه.

نازنينه: له نازه زړۀ ته نزدې.

ژړه: چي له رنګه تکه ژړه وي.

غونډه: غونډه چي نۀ جګه وي نۀ نرۍ وي او لږ کښي صورت منه وي.

خماره: خماري سترګو والا.

وړه: له عمره کمه.

خورګله: خور د ګل په رنګه.

خورجانه: خور لکه ځان.

خورکۍ: د خور د نياز نوم.

خوّرکه: هم دغه رنګه.

د مور او خواښي د نياز نومان.

ادکه، ادکو، مورکۍ، مورکه، مورجانه، ادې، ادې ګله، ادې جانه، بي بي.

د پلار يا خسر د ناز نومان.

بابک، بابو، بابا، داجي، بابکو، بابا جان.

دا وو د پښتني نياز  نومو يوه مختصره غوندي جائزه، خو زۀ په ډېر افسوس سره دا وايم چي نن سبا هغه رواجونه اوس مخ په ورکېدو دي، چي وينې  نو د فلمي اداکارانو يا کرکټرانو نومان به پر ايښي وي. اوس خلګ په لونګين او غنم رنګي شرمېږي. په دې بابا او لالا خندا ورځي، سپينه پښتنه به وي ځان ته به امي، باجي يا ممي وائي. د مورکۍ خوسم درک ګار دی. يا امي ده يا ممي د نورو قومو نومونه ځان ته خوښولو کښي فخر محسوسوي. ځکه خو دا وايم چي خدايه! کوم ځائ ته راغلو لا به و کوم ځائ ته رسېږو.

 دا تحرير مي په دا وجه وکئ چي که چېري څوک ئې وويني، وې وائي، لږ  ئې و ځان ته پام راوګرځي. زما په خيال چي د پښتنو او پښتنو مېرمنو دغه نومونه که څه هم ډېر فرسوده معلومېږي خو په دې کښي زموږ د معاشرتي اقدارو درنه پنګه خوندي شوې ده. موږ که ځيني داسي رسومات خوندي وساتو کېدی شي د سبا محقق نور څه پکښي ولټوي. 

 

FaLang translation system by Faboba