ليکوال:   عبدالکريم بريالی

 

د مجلې ګڼه: څلورمه ګڼه 
د مجلې د چاپ نېټه: اکتوبر - دسمبر ۲۰۱۴

د تصوف په مسلک کي د روښاني تصوف څرک

 

 

 

دوې مياشتي کيږي چي د پوهاند ډاکټر پرويز مهجور خويشکي د "روښاني تصوف" مسوده راسره پرته ده په يو هفته کي مي ولوست او د څۀ ليکلو اراده مي وکړه، ګوره د قسمت دستور ته چي د رحمان بابا، حميد ماشوخېل، علي خان محمدزی، پير محمد کاکړ او عبدالعلي اخوند ذاده کاکړ د خپلو لوڼو د فرياد او خوارۍ انګازې مي داسي غوږو ته شوې څو تصوف د يوې هفتې د لوست نه بلکه د اوو کالو د پرله پسې مطالعې له خوند څخه وتړلم يو کال د تصوف، تعقل، معتزله او اشاعره سره تر نن ورځي پوري د وريښمو په پيچلي تار کي داسي بند او د فرار لاره مي لټوله، لکه اواښاد سيد عبدالغفور پرديس راته د بيلي لاري ايستلو وصيت کړی وو. د روښاني تصوف کتاب چي زموږ د دور د روښاني مسلک لوی عالم او محقق ډاکټر پرويز خويشکي ليکلی دی. خورا د علم او خواري ډک کار راته ؤ ايسېدلو د بايزيد روښان په خيرالبيان زما ليکنه درې کاله وړاندي چاپ شوې وه خو هغه د ځيني څېړونو او د متن په حقله زيات ممتر کز وو. مهجور صاحب د روښاني مسلک ټول بنيادي منابع څېړلي او ايډټ کړي دي چي يوازي د خير البيان دوهم ايډټ ته بايد دوی ځان تړلی وايي. دا ځکه چي د مولانا عبدالقادر د مسودې موندولو او د قاسمي مولانا عبدالقدوس د ژوري مقدمې لومړنی کار د مسودې وو. لوی استاد حبيبي صاحب د روښاني مسلک تهذيبي او سياسي اړخ څېړلی وو. کله چي سياسي مباحث منځ ته راشي نو بيا د روښاني مسلک علمي او فلسفي اړخ متاثره او بې خونده شو. يو اړخ د تاريک لاره غوره کړه او بل د روښان اړخ. د ارواښاد سيد تقويم الحق کاکا خيل ارواښاد قلندر مومند د سيد او مارکسي قوميت او مهدويت د عقيدې د يو والي يا مصلحت له رويه د دې سيمي د جغرافيه د سياست او د معاشي مفاد په خاطر د بايزيد روښان د تصوف سره ډير زياتوب وکړ. هر يوه خپله کلمه چسپوله .د جغرافيه هغه بله سيمه هم د متضاد  عقيدو او د پريديو تپل شوي نظريې د تهذب د خپل تعبير کولو لاره غوره کړه. بايزيد بيا هم نظر اندازه شوی دی. زما مشر استاد پوهاند ډاکټر عبدالقادر سليمان د پيښور پوهنتون استاد زما په کتاب خوندوره مقدمه ليکلې وه چي عربي فارسي او اردو لوی عالم دی او د عربي ژبي معيار يې هم تر مولانا عبدالقدوس قاسمي سره څنګ وهلی که څۀ هم د ډاکټر عبدالقادر سليمان شل پي ايچ ډي شاګردانو د قاسمي صاحب تر شاګردانو ډېر لوړ کارونه کړي دي. د مدينې او مصر، کندهار، کوټي او پيښوره فارغه استاد سليمان ليکي چي ما هډو پير روښان لوستلی نه دی ځکه راته مجهول دی. د مجهول دا کلمه د خوشحال خان له شعر څخه مستعار اخستلی شوی چي اوس مجهور صاحب مشکوکه کړه. د ډاکټر ميرولي مسعود مقصود المومين د تصدير او يوي اوږدې مقالې څخه هم د بايزيد د تصوف او فلسفيانه اړخ داسي مثبت يا کره علمي لوري په لاس نه راځي. ډاکټر سليمان د کا نديدا کاډميشين ارواښاد محمد ابراهيم عطائي ورور دی. هغه داسي اشاره نه ده کړې خو زه فکر کوم چي د بايزيد په دې نيمګړي تعارف باندي محض د انګريزي ژبي په اړولو که هغوئ ته يو منصب رسيدلی هم وي خو بايزيد محروم پاته شوی دے. يتيم او بيکسه او دا د بد نامي زمانې توري نشنليزم سياسي جاهلانو عاجز بايزيد روښان د خپلو اغراضو او سګولن دپاره پرېمانه په کار راوستلی دی. ډاکټر مجهور خويشکي د ديرشو پنځه ديرشو کلونو رائسي چي کوم زيار ايستلي دي هغه په تېره صدۍ کي هيچا او هيڅ حکومتي ادارې او حتٰی په عالمي سطح هم دومره بنيادي کار نه وو شوی. د حالنامې د ګسټيټنر چاپ هم د هغه سره مزاق ملنډي او سکه په خپل نامه کول وو. وروسته چي د حالنامې څۀ حال شوی دی فکر نه کوم چي هيڅ يوه محقق د موبد شاه (کاشميري) دبستان مذاهب دی صحيح لوستي وي چي هغه يو  آتش پرسته سيلاني عالم وروسته مسلمان صوفي ګرځېدلی او د واصل روښاني سره يې ملاقات شوی وو داسي بنيادي معلومات د بايزيد په پېژندګلوي کي او بيا ملا ارزاني خوېشګي ديوانونه يا ديوان چي ډاکټر مجهور ايډټ کړی دی. موږ ته د بايزيد د مسلک اصل سر چينې په لاس راکوي. له بده مرغه په تېره صدۍ کي ټولو مشرانو د هغو بنيادي منابعو څخه داسي کره اخسته او ژوره علمي څېړنه نه ده کړې. 

ډاکټر عبدالقادر سليمان ته روښان پير د مظلوم پير او تاريک پير تر منځ الو يزانده دی ولي خبره يې په نورو پري ايښې ده. ځکه روښان او تاريک دواړه نه مني او بايزيد مظلوم مني .د شلمې پېړۍ عربي عالمان د پير ابن تيميمه او پير محمد بن عبدالوهاب (ولو که دوئ له پيره کره که کوئ) په توحيدي ګرداب کي داسي لګيا دي خو دلته هم فلسفه د ابن تميمه د شلمي پېړۍ د عالمانو سره هم په مرکزي ايشيا او هم په شرق اوسط کي په عمل کي نه ده راوستل شوې او هم دغه خوږه او ترخه جګړه روانه ده چي اوس عينا د بايزيد روښان د دور منظر ښکاره کوي. جنګ جدال او تفکير د اسلامي تهذيب جرړي ايستلې دي.

تصوف په دې توحيدي ګرداب کي خپل سفر را شروع کړی دی. کله چي مي دا مسوده ولوستله، نو د ترکي يو عالمي ناول نګار ايليف شفق انګريزي ناول The Forty Rules Of Love مي لوستلی چي ددوي او شمس تبريز د ژوند ټوله قصه او تصوف د خدای ميني هغه بنيادي توري يې په ښائسته تار سره پيلي دي. خاص لکه دانتي چي د خپل کتاب اډاڼه ايښې وه. صوفي د قرآن د عبادت څخه خپل مقصد په فلسفيانه ډول را اخلي وروستنيو صوفيانو د قرآن د عبارت څخه خپل مقصد په فلسفيانه ډول را اخلي. وروستنيو صوفيانو د قرآن په ايتونو استد لال کاوه. لکه: وَمَا رَمَيْتَ إِذْ رَمَيْتَ وَلَكِنَّ الله رَمَى په ډول ايتونه د رومي او تبريز په پيغام کي استنباط نشته. 

صوفي واېی د قرآن د پوهېدولو څلور سيره يا ادواره دي. يوي ظاهري يا دباندني معنا ده چي خلګ پرې عمل کوي. دوهمه باطني ده چي د ننه حال دی او دريمه هم په باطن کي دننه دی او څلورم هغه دور دی چي د هغه دپاره توري نشته او نه د هغه اظهار کېدلی شي. درومي او شمس تبرېزي دوستي په دې شروع شوه چي حضرت محمد  صلعم لوی دی که بسطامي رح،له دې وروسته رومي شاعري شروع کړه او لوی صو في جوړ شو. 

دصوفي مسلک يا تصوف دې اصول ته وکتلی شي نو سړی حيران شي چي د تصوف لاره خو دې وروستنيو ټوله پرې اېښې ده. په هر دور کي د فلسفي او عقل سره د فقهي مسلک د حکومت او واک تر لاسه کولو هغه هڅه ده چي د دولسو سوو کلونو نه را روانه ده چي د تصوف او يقين لاره يې ګنجلکه کړې ده.

دوه درې نومونه به واخلو. بايزيد بسطامي، منصور حلاج، ابو الحامد امام غزالي مولانائی رومي ابن عربي او بل بايزيد روښان په دې لار کي هغه د کړاؤ کار کړی دی چي اسلامي تصوف او يقين (عقيده، تعقل) ورباندي فخر کولی شي. د اسلامي تصوف په تعبير کي زما مطالعه د مسلمانانو علمانو په باره ډېره يتيمه او خواره ښکاره شي کله چي مسلمان بايد فخر ورباندي وکړي. نکلسن چي په کال ۱۹۲۷ د کمبريج يونيورسټۍ په زوره له خپل سيټ څخه ايسته کړی وو نو د ريټائرمنټ موده يې اوه کاله پاته وه او تنخواه او پنشين يې هم ورکړی نه وو. دا مسلمانان ملکونه دي يو عالمي اعزاز ورلره اعلان کړی چي انګريزانو يوازي د اسلامي تصوف او علم او تهذيب په وجه دوی له نظره غورځولي وو.

دوهم رومي او غزالي او عمر خيام هغه شخصيات دي چي ټول يورپ او مغربي نړۍ د دوی د حقانيت په سحر کي مبتلا دي. د نن ورځي ايليف شفق چي د شمس تبريز او رومي د حکايت يا ديدن دپاره کوم ناول ليکلی وو هغه زموژ د تهذيب او د تصوف د عقيدي تر ټولو لوی شهکار دی. رومي د قونيه لوی عالم او يو بلا مقرر چي د بغداد او دمشق څخه خلګ ورتله. شمس د تبريز هم د هغه په عشق کي متبلا شوي او هلته يې د خپل لېونتوب درويشي او ملنګي په وجه مولانا رومي په ځان عاشق کړ او شاعري ورباندي شروع کړه سماع او رقص يې د ذکر برخه وګرځوله او داسي رومي د اسلامي تصوف هغه عظيم کردار وګرځېدلی چي نن د نړۍ په ټولو ژبو کي د رومي په تصوف ليکني کيږي. او د خدای سره د ميني هغه افاقي پيغام وړاندي کوي چي د تصوف اصل روح او د قرآن ټول توحيدي عناصر د هغو د ژوند او طرز فکر اصل ګيڼه ګرځېدلی ده.

بايزيد روښان د خپل عصر په هغو صوفي فلسفيانو کي شامل دي چي پورته ذکر شوي دي. دومره قدر فرق درومي او بايزيد تر منځ شته چي د رومي سره يو لکهـ شل زره موريدان د سماع په رقص اخته وو او د بايزيد روښان سره يو لک پښتانه د تصوف د ذکر سره په وسله بارمبارزه کونکي موريدان شامل وو. پنځه کاله بايزيد او پنځه کاله يې زوی امارت يا با چهي کړې وه، خو روښاني مسلک په يو سل شل کلونو کي په مستقله توګه د پښتنو په دې غرئزه سيمه کي پوره نفوذ درلودلی دی چي نن سبا د جنګ ميدان هم دی.

ډاکټر مهجور د تصوف د ټکي معنا او د تصوف د تاريخ څخه لومړۍ برخه داسي په درسي ډول را اخستې ده لکه دوی چي شاګردانو ته درس ورکوي. ځني منابع نيمګړی او ځني سر سري حوالي  د دستياب کتابونو څخه دي خو د کتاب منځ د روښاني تصوف د هغه اصل منابعو څخه يې واضح کړي دي. چي په کومو باندي د خويشکي صاحب د ميا تقويم الحق، قلندر مومند او مولانا قاسمي د اشتبهاتو يا اعتراضاتو په سختي سره ترديد کړی دی. که څۀ هم محقق به يو نظر ورباندي ضرور اچوي ولي چي داليکنه زړه ده او هر زوړ شی او موضوع دوهم نظر غواړي. کله چي د مهجور صاحب د روښاني ادب د ټکسټ او کتابونو کومه ژوره مطالعه کړې ده او کومي نکتې او اقوال او د هغه د تعبير دپاره د ارزاني او مخلص د بنيادي منابعو حوالې ګورم نو بې واره راته دا ليکنه د زړۀ د اخلاص او بايزيدي لټريچر تر ټولو اهم تحقيق څرګند شوی دی. زۀ حيران يم چي د دې پس بايد څوک ځان سره نه ملا نه ليکي او نه ډاکټر! ولي چي زموږ د تهذيب داسي د تاريخ شخصيات او کتابونه زموږ د نا اهلي او بې بضاعتي په وجه تر اوسه په تيارو کي پراته دي. يوه علمي يا هوائي اشبهاه خلګو ته دا هم شوې ده چي دا تصوف د چنګېز او تيمور د ظلم او بربريت په وجه راپورته شوي دي چي خلګو خانقاه غوره کړه. مګر د جنګ جمل او جنګ صفين په وخت خو هم خلګ خانقاه ته تللي وو!.

دا ګمان هم د ايمان زيان معلوميږي. دا ځکه چي د هم هغه دور رومي او هم هغه د مرکزي اشيا او شرق اوسط مرکز د تصوف د اثراو نفوذ څخه دومره نزدې پاته شوی دی. چي رومي نن په ټول يورپ باندي حکومت کوي او د هغه د خدای سره مينه د انسان سره مينه د نړۍ د ادبياتو اصل موضوع ده او د اسلامي تهذيب په مغرب کي  يوازي مثبت اړخ په رومي شمس تبريز او غزالي سره ژوندی دی. د بايزيد د تصوف او فلسفي څخه پوهانو يوازي د مذهبي عقيدې په اساس کار اخستی دی. د مهدويت راوروسته چي څۀ فلسفي عقيدې رامنځ ته شوي هغه ټول د سياسي محرکانو څخه يو څۀ تجاوز کړی دی. د عباسيه د دور عقل پرستان يا يوناني علم لرونکي تر ابن عربي پوري لوړ پوهان او عالمان وو. هسي يوه مذخرفه ملا به د نبوت دعوه وکړه او خلګو به پرې خندل. د مامون په دربار کي يوه ملګري ورته ويل چي فلانی سړی د نبوت دعوه کړې ده. دۀ وخندل او د تفنن او مسخرې په ډول يي صلاح وکړ چي درځه چي ويې ګورو. خليفه ورته ويل زما جامې ته واغونده او دا د فقير څيري جامې ماته راکړه او ور روان شو. ښه ملاقات وشو دوی ورته ويل چي موږ تا منو خو يو شی راوښايه چي د نبوت معجزه خو وي. هغه ويل زۀ هغه خلګ پېژندلی شم چي ماته راځي. خليفه ورته ويل نو په موږ کي څۀ وايي! هغه ورته ويل تا چي څۀ اغوستي دي ته هغه نه يې. او دۀ چي څۀ اغوستي دي هغه هم نه دی. خليفه پرګ  له خندا شين شو او وروسته يې په مسخرو کي ورته ويل صدقت انک نبي. رښتيا وايي چي ته نبي يې اخير دا خو د مسخري دود،وو سرزش وو،چي پخوانی خليفه ګان د تقویٰ داره عالمانو په ډول نه وو. داسي له مسلمه کذاب څخه رانيولی تر نن ورځي پوري د مزخزفانو يو اوږد تفصيل موجود دی.

بايزيد انصاري څۀ د نبي دعوه نه وه کړې چي د هغه دور باچا اکبر مغلي هم د مذهبونو سره چي کوم سياسي او مذهبي سلوک ساتلی دی هغه د خپل اقتدار تر حده وو. ډاکټر سليمان بايزيد ته يو پوه دانا، او د لوی فلسفي څښتن وايې چي تر خپل وخت لمخه پيدا شوی وو. د لږ علم سره هغه د تصوف د علم او د قرآن پوهني ټول مرحلې په نيمګړي حال کي لوستلې وې. خو د هغه څخه داسي سخته غلطي د عقيدې نه ده سر زده شوې. چي د لوستونکو او پوهانو څخه په تعبير کي ضرور غلطي کېدلی شي. هم داسي تعبيرونه ښاغلی ډاکټر مهجور په روښاني تصوف د اصل منابعو څخه څېړلی دی او د روښاني ريښې يې د وحدت الوجود او پخواني تصوف له اصل سره وړاندي کړی دی. لوستونکي په دې قائله شي چي بايزيد روښاني د مروجه تصوف په ښه اثر اخستلو سره خپل وجداني حال د نورو صوفيانو په ډول ورته يو مکمل شکل ورکړی دی. که رومي په رقص او سماع کي يوازي د وحدانيت او ميني لټون کوي نو د بايزيد روحاني کيفيت دپير کامل يا ورته انسان کامل ووايه سره د هغومره نزدېکت لري دا چي د اسماعيلي تصوف اثر خبره ځني پوهان کوي چي څۀ علمي بنياد يې نشته او نه په ټول روښاني لټريچر کي د هغه څرک شته. اثر اخستنه جلا خبره ده که روښاني تصوف ولوستل شي نو د وحدت الوجود سره ډير نزدې دی. امام رباني هم لومړی وجودي او بيا يې په هغه کي د شهود لټون کړی وو. د بايزيد مقامات د خراساني تصوف  يوه نخښه ده چي مهجور صاحب ئ تعين کوي. د قربت، وصلت، وحدت او مسکنت څلور مقامات د روښاني تصوف لوړ اعلٰی مدارج دی چي د بايزيد د روحاني سفر او د وحداني تخليق يو ځلانده موقف دی چي سر چينې يې د پخواني تصوف سره لګيږي. لوی اعتراض دا دی چي خپل اقوال ته يې کله کله حديث ويلی دی. د هغه استخراج که ونه شي نو هم د تصوف دولس سوه تاريخ په دې مثالونو باندي ډک دی. بلکې ټول اقوال او سماعي روايات د عقيدې او سلوک برخه ګرځېدلې ده. د بايزيد په تصوف داسي سماعي روايات او شطحيات هم نشته چي څوک ګوته ورته ونيسي. يو د ادراک او الهام او القا د زړۀ که څو ځايه ذکر شوی دی نو هغه ته د بايزيد وجداني او روحاني قوت نوم ورکولی شو.

ډاکټر مهجور د تقويم صاحب او قلندر صاحب ځني نکات او تعبيرونه غلط ثابت کړي دي او د ځينو حواله ما د خير البيان او د محققنو جاج کتاب کي هم ورته حوالې ورکړې دي. د عبادت ساقط کېدل، څخه تقويم صاحب او نورو غلطه معنا اخستې ده. قلندر مومند په مکتوبانو باندي ځان خلاصوي خو دليل کمزوری دی.

يو ځای تقويم صاحب د علي محمد مخلص حواله ورکوي خو هغه تحرير د خير البيان دی. ډاکټر مهجور د سکونت نوم (بقا با الله) د خواجه پارسا د رسالې قدسيه په حواله ليکي بل ځای تقويم صاحب د اصل منبع څخه د،غسل نمود، توري حذف کوي او تعبير هم مخالف کوي فالنامه د هغه د غسل کولو او پوره نمونځ ادا کولو ذکر کوي. د تقويم او قلندر غلط يې صحيح کړي دي. 

مهجور صاحب د بايزيد د عقيدې  د کوم راز ”د نه ښکاره کولو راز“ چي د منصور علاج سره تړي نو دا بېخي نزدې معلوميږي. لکه منصور چي د مرګ  په وخت کوم وصيت کړی وو. پروفيسر آربري د نکلسن په مقاله کي د هغه سړي د سترګو ليدلی حال ليکي چي منصور يې سنګسار کولی. خلګ پر راټول وو. دۀ نعره کړه يا شبلي مصله لرې کنه! هغه ويل يا شېخ هو. دۀ دوه رکعته نمونځ ادا کړی د دواړو ايتونو يادونه يې کړې ده. وروسته دۀ دعا وغوښتله. يا خدايه! کوم حال چي ته له ما سره لرې هغه دي له دوی پټ کړې دي او دوی په مانه دي خبر چي زۀ څۀ يم." داسي لوی روايت د بايزيد د وجداني کيفيت ضرور ترجماني کوي چي ډاکټر مهجور ورته اشاره کړې ده. او دغسي د مهجور د مطالعې تعبير هم د نقش بنديه مسلک د مسکنت سير ته من الحق الٰی خالق دی لکه د سير الٰی الله مسلک چي دی د،،سفر با حق در خلق سير،، هم په وحدت کي کثرت او په کثرت کي وحدت ته يې. "حق په خلق" کي او "په خلق کي حق" هغه صوفيانه او فلسفيانه تعبير دی چي د مهجور صاحب يو تحقيقي ادراک دی چي قابل تحسين دی.

د علی محمد مخلص دا يو شعر د سکونت چي ( د ډاکټر مجهور په تورو کي نهايت رجوع الٰی ابدايت) څرګندونه کوي:

 

په صورت کا عبادت روح يې ازاد وي

د مسکين روح په خدای صفت مئينه

 

کله چي پير کامل يا د ابن عربي پير تمام خبره راشي او مجهور د تمکين مقام د شاه ولي الله د مفهميت خبره کوي (يعني د نبوت د نوره فيض ياب شي ص ۱۲۷) د فقهي تصوف له نظره قابل د تامل جمله ده. که څۀ هم شاه ولي الله يې د تجديد دين د سلوک او طريقت اړخ څېړلی دی.

شاه ولي الله وايي: د انبيا پوهه د پير کامل مفهمينو د نبوت د انوارو تمثيلونه دي. د اکبر کر ګر صاحب د اسماعيلي باطنيت څخه انکار کولو په وخت د ارزاني د شعر مهدي اخر زمان ذکر عمومي ګڼي. او تخصيصي نه ورته وايي او دليل يې هم د متن سره مضبوط دی چي بايزيد د قاضي خان په عدالت کي ويلي وو چي زۀ مهدي نه يم. د قلندر مومند د صاحب الزمان ذکر ښکاره د تشيع اصطلاح ده چي مجهور صاحب يې په،،خواطر،، تعبير کوي چي د هغه يادونه په رساله قشيريه کي شته. هم داسي د بايزيد خپل قول په عربي ژبه کي دی چي د عقل په مخالفت کي ژوند تېرولو سړی احمق دی. داسي مثالونه د روښاني تصوف اصل روح وړاندي کوي. که چيري تقويم صاحب د اخوند درويزه په حواله په وحدت الوجود تنقيد کوي خو مجهور وايي چي د تقويم د وحدت الوجود جوازونه بېل دي او د پير روښان جوازونه بېل دی. داسي مطالعه سړی سر له باره د بايزيد په تصوف او متن لوستولو باندي مجبوره کوي، چي زۀد دي محقق باريکي ته په درنه سترګه ګورم. او د تقويم صاحب دا بد ګماني سړی مايوسه کړي چي د بايزيد يي نه منل يوه وجه شايد دا وي چي د پير روښان په خيال د پيغمبر نه ځان کم نه ګڼي، دا هسي مجلسي خبره ده  لکه چي خليفه مامون چي هغه مزخرفه متبني ته کړې وه.

معتزله، اشاعره، مار تريديه سلفيان او د نن ورځي وهابيان که تر اوسه پوري په خپلو علمي او فلسفيانه تعبيرونو کي ورک دی. دوی که د بايزيد د ساده لوستولو څخه اوس هم محرومه دی. تفسيرونه روان دي ليکل کيږي ‌په هره صدۍ کي او عشره کي، خو مولانا عبدالقدوس قاسمي په خپله مقدمه کي په ص ۹۶ باندي دوې داسي نکتې ليکي چي تر اوسه هيڅ يوه عالم نه دي ليکلي. يوه دا چي بايزيد (قرآن آيتونه کله داسي ليکي چي موږ پرې پوهيږو نه) او دوهمه دا خبره چي د بايزيد د قرآن تفسير په فلسفيانه ډول کړی دی. د دې لوی عالم د دې نکتو څخه د روښاني تفسير حقانيت له ورايه څرګنديږي.

  د متن د تحقق له نظره يوه نکته ډاکټر مجمهور ليکلې ده چي زما د دلچپسي او خوند باعث ګرځي او هغه د خوشحال خان خټک دا شعر دی:

 

د روښان خير البيان يې وو ليدلی

د هغه په مضمون نه وو پوهيدلی

 

دا شعر مجهور صاحب د کومي قلمي يا چاپي نسخې څخه اخستی دی! په نسخو کي د لاس وهني تاريخ ډېر پخوانی دی او په شلمي پېړۍ کي خو د دې ډېر مثالونه مونده کيږي. زما په معلوماتو کي دا شعر د موجود تحقق له رويه داسي وو چي:

 

د روښان خير البيان يې وو ليدلې

هغه هم مجهول بيان و ناپسندلې

 

دغه مجهول "او ناپسندلې" ټکی هم ماته د خوشحالي د اسلوب او د هغه د ژور و الفاظو د قدرت سره سم نه معلوميږي که سه هم ډير ځا يه را غلي دي. دا ګمان زۀ د خوشحال د شعر د جوړښت او د روان شعر او سلاست د صلاحيت څخه اندازه کوم. خوشحال بابا يو ډير قادر الکلام ذو معني او د بيان د اصولو سره سم تخليق کولې شو. که څۀ هم په قلمي نسخو کي به دا شعر موجود وي خو مجهور صاحب د دې شعر روغه مصرعه بدله ليکلې يا له بل ځای څخه نقل کړې ده.ده پښتو ا کيډيمئ کي يوه نسخه شته او محترم هميش خليل ايډيټ کړي ده او هغه لاندنئ بدلون تصديق کوي.. دا هم د محققينو دپاره يوه نوې نکته ده چي د خوشحال خان خټک د روښاني مسلک په حقله يو بېل موقف څرګندوي. او دا چي د ميا نور سره د هغه جګړه شوې وه نو هغه د بحث مناظرې يا جنګ کيفيت وو او په هم دې وجه د سوات څخۀ خالي لاس راوتلی وو. 

په روښاني تصوف کتاب کي اخري برخه د تصوف د هغه روحاني کيفيت اصطلاحات دی چي ډېر خوند ور بحث ورباندي شوی دی.

مثلاً روح يو داسي ژور ټکی دی چي د تصوف د کيفياتو مرکز دی. په تفسير حسينی کي هم د بايزيد د اصطلاحات سره نزدې تعمير نفس حيات او نفس تميز يادونه شوې ده. بايزيد روښان په خپل کتاب مقصود المومنين کي "روح حيات" او "روح جاري" او بل "روح الامين" غوندي اصطلاحات ليکلی دی.

دغسي د دم" او مخلص" اصطلاح هم د روښاني تصوف ځانګړی کيفيت دی.

ډاکټر مجهور خوېښکي د روښاني تصوف بنيادي نکات د هغه د متن څخه را اخستی او د تصوف د لوی بحر سره ګډي کړې دي چي بايزيد هم د دې بحر څخه د روښاني کچکول د نور په اوبو ډک کړی دی. دا ضروري نه ده چي موږ هغه داويسيه سره وتړو يا څوک ورته باطني ووائي خو د هغه جرړي د وحدتـ الوجود او د ابن عربي د انسان کامل له نظرې څخه مستقيماً اثر اخستی دی، خو د کمال خبره دا ده چي د بايزيد مسکنت يو داسي افاقي منصب دی چي د رومي او شمس تبريز د خدای د ميني سره يو ځای کېدل هغه مقام دی چي ډاکټر مجهور ورته د "بقا با الله" منصب وايي او هغه د خراساني مکتب او د بغدادي مکتب د خواجه پارسا او ابو القاسم قشيري سره څنګ وهي. وروستنی کيفيات د امام رباني مجدد صاحب او شاه ولي الله دهلوي په فکر انګېزه مکتوباتو او تحريراتو کي موندل کيږي. 

په دې څېړنه کي د  تقويم صاحب او قلندر صاحب د ځنو خبرو د ترديد علاوه ټوله تحقق د متن او ټيکسټ په بنياد شوی دی چي زما په خيال داسي ليکنه تر اوسه پوري نه وه شوې او د ډاکتر مجهور دا زيار په دې بحث کي د سنګ ميل حثيت لري، او څنګه چي پوهانو د دې په تاريخي او سياسي محرکاتو باندي ډېر څۀ ليکلي دي او سياسي تعبيرونه ټول غرضي ولي او غير علمي اړخ يې غالب وي.

د خويښګو مځکه يو افتخار لري چي لومړی صاحب دېوان ارزاني خوېشګي لري او د بايزيد روښان د مسلک او د تصوف يو مرکز ګرځېدلی دی. زۀ ګومان کوم چي په تېر پنځه سوه کلونو کي که څۀ علمي پنګه د روښاني ادب خوندي شوې وه، نو هغه هم د خويشګيو په برخه ده چي زۀ ورته د پښتني تهذيب او ثقافت سنګر ويلی شم. کله چي ډاکټر پروېز مجهور خوېشګي د روښاني ادب ټول اصل منابع خوندي کړ ی او ايډټ کړی دی نو دا حق ورپه برخه دی چي د روښاني تصوف علمي او روحاني تعبير د هغه ادبياتو په اصل متن کي وړاندي کړی او دا کار د دوی د ټوله ژوند ثمره ده او زموږ د تهذيب او تاريخ يو روښانه باب دی ما د خير البيان د متن په لاس وهلو باندي ليکنه کړې وه خو هغه تر اوسه که ډاکټر صاحب مطالعه کړې هم ده خو په دې تحرير کي د هغه حواله نشته د هغې وجه دا ده چي دا مسوده ډېره موده مخکښي ليکل شوې وه. زۀ د ډاکټر مجهور د زيار ستاينه کوم او رښتيا هم ډېري نکتې د روښاني تصوف د اصل متن دا ستد لال سره زما په معلوماتو راغلل. زۀ هيله کوم چي د روښاني تصوف لوستونکی او څېړونکی به د خپل هوډ او د اختلاف د نظر سره سره و دې ليکني ته په درناوي ګوري.

د کله نه چي ما د دې کتاب د منځني او اخري برخي مطالعه وکړه نو په دې قائله شوم چي تر اوسه پوري څېړونکو د بايزيد روښان تصوف او کتابونه پوره نه دي لوستلي او زۀ هم په دې کي شامل يم چي له سره به د روښاني ادب ټول نثر او شاعري ته ځان سپارم او هله به زۀ او زما ټول لوستونکي د روښاني تصوف په اصل روح خبريږي.

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba