ليکونکی: ډاکټر باقي درانی
د تخليق د معيار اړه په بېلا بېلو څيزونو پورې ده او بحث يې هم له پېړيو راروان دی. تخليق په خپله هم د نورو تحريرونو څخه بېخي بېل څيز دی. دا د يوې نۀ يوې وقوعې تر اثر لاندې د لاشعور له شكمه زوكړی وي، تر تنقيدي شعور لاندې يې خاپوړې كړې وي، د ادبي قدرونو په سايه كښې يې پل اخستی وي او د نظر په سمه زاويه وده كوي لګيا وي"(1)
معياري تخليق كله د ښكلي الهامي خيال په نتيجه كښې منځ ته راشي او كله بيا تر ژور احساس لاندې را پورته شي او بيا په ستر فكر او ځانګړي تنقيدي شعور معقول ترتيب ومومي- د تخليق كوونكي تجربه او مشاهده هم په دغه تخليقي عمل کښې د دۀ مرسته كوي-
د ښكلي الهامي خيال او د "موجود خيال" تر منځ توپير شته- د ښكلي مطلب دا دی چي نوی او ښايسته تشكيل او تنظيم يې شوی وي او د الهامي مطلب دا چي نوښت يې يوازې تر نوي تشكيل او تنظيم پورې محدوده نۀ وي بلكې تخليقي اړخ يې دومره بېل وي چي د دۀ په تېره تجربه کښې يې څۀ مثال نۀ شي وركړل كېداى-
موجود خيال په اصل کښې د نقالۍ يو بېل شكل دی په كوم کښې چي تخليق كوونكی د بل شاعر، اديب ، فنكار، يا تعمير كوونكي د خيال نوی تشكيل او تنظيم كوي"(2)- د خپل تخليق په حقله د تخليق كوونكي نظر زياتره ډېر لوړ وي- د پښتومتل دی چي “كارګۀ وايي زما سپينكيه زويه ــ او زيږګی وايې زما پستوكې زويه” يا بيا دا چي “هر چا لره خپل وطن كشمير دی” - د دغو متلونو په مصداق هر چا ته خپل تخليق معياري ښكاري- كه تخليق هر څومره سطحي وي خو تخليق كوونكي کښې ته ښۀ ايسي- كه يې هر څومره مسلّمه تخليقي ارزښتونه تر پښو لاندې كړي وي، تخليق کوونکی يې بيا هم په هره توګه مدافعت كوي لګيا وي- همدغه راز د نقاد خپل بېل نظر كېداى شي- دا قوي امكان لري چي شخصي خوښ او ناخوښه به يې هم وي- ځكه نو د معيار په هکله يو نظر ډېر كم امكان لري- زه فكر كوم چي د هر تخليق د معيارڅلور بېلا بېلي برخي دي، لكه چي لاندې په څرګندون کښې ښوول شوي دي -
د تخليق د معيارڅلور بېلا بېلي اړخونه
په يوه برخه کښې يې تخليق كوونكی په خپله اوسي، په بله کښې يې نقاد ناست وي، په درېيمه برخه کښې يې تاريخي شهادتونه مېشته وي او څلورمه برخه يې پرحقيقتونو مبني وي- د تخليق حقيقي معيار زياتره د تخليق كوونكي ترخپل نظر او د نقاد تر ځانګړي نظر زياتو كم وي- دغه كمی او زياتوالی يې دتخليقي تاريخ(3) اوعالمي تخليقي اصولونو(4) په رڼا کښې په آساني ليدل كېداى او لري كېدلاى شي-
تخيّل د فلسفې، ادب او نفسياتو يو داسې موضوع ده چي خپل اوږد تاريخ لري- دا په انساني ذهن کښې د بېلا بېلو تصوّراتو يوه لامتناهي سلسله ده- په فلسفه او ادب کښې د تخيّل بېلابېل توجيهات دي خو په نفسياتي توګه دا هم څۀ الهامي څيز نۀ ښكاري بلكې د تېر وخت د بېلا بېلو تجربو ازانګۀ ده"(5)
الهامي ځكه ورته ويل كيږي چي دا ازانګۀ كله كله د خوبونو په شان په ډېر بېل او بېخي نوي غوندي رنګ کښې بېرته راشي- ځكه نو په فكري توګه د تېر وخت تجربې د تصّوراتو په شكل کښې په كار راوستل او نوی شكل وركول په اصل کښې تخيّل دی- كوم څۀ چي له ازّله اورېدل كيږي، ليدل كيږي، خوړل كيږي او محسوسيږي هماغه د تصوّراتو په څير تر ابده د انسان سره ملۀ وي- تخليق كوونكی يې د نوي وخت او نوي ماحول په تناظر کښې نوی تشكيل او تنظيم كوي لګيا وي6- دی كه په خپل روح کښې څۀ الهام غوندي څيز محسوسوي نو وجه يې هماغه زړه تجربه وي چي دۀ په خپل ماحول کښې له كلونو حاصله كړې وي- د دېبانو، پېريانانو، پيرانو، مرشدانو، پهلوانانو د داستانونو سره سره دۀ د ملايكو او فرشتو ذكر هم په بېل بېل انداز اورېدلی وي- د خوبونو د تعبيرونو او د نبيانو د كيسو بې شمېره رنګونه يې په تجربه کښې وي- د خداى او خدايي په اړه يې له خلګو نه په بېل بېل انداز ډېر څۀ اورېدلي وي ځكه يې نو د تخيّل نوی تشكيل په همدغو رنګونو كيږي- نوی تنظيم يې د ماحول تر اثر لاندې، له دغو بېلا بېلو څيزونو څخه كيږي ځكه يو نوی شی ترې جوړ شي- د تخليق كوونكي كمال دا وي چي دی دغه څيزونه د ذهن په تخليقي خاكو کښې، په وړو وړو تڼكو په داسې انداز پېيي لګيا وي چي كله كله عقل هم ورته حېران پاته شي"(6)- همدغه د تخيّل تخليقي قوت دی چي تخليق ته معنا او معيار ور بخښي او لوستونكی له ځان سره په وړلو آماده كاندي- چونكي تخليق كوونكی د خپل نفسي واردات په پسِ منظر کښې څۀ ليكي لګيا وي ځكه نو لوستونكی هم ورسره مل وي او اثر ترې اخلي- د بېلګې په توګه نكلونه، داستانونه، ډرامې، ناولونه او جاسوسي فكشن واړه پر تخيّل ولاړ دي-
د خيال تړاو د تخليق كوونكي د نفسي جوړښت(7) سره وي- د نفس په ساخت کښې داسې بې شمېره څيزونه هم دي پر كومو چي د تخليق كوونكي د تخليقي شعور بنسټ ولاړ دی- د خپل ځان سره الفت د تخليق كوونكي نرګسيّت بلل كيږي او دا هم د دۀ د نفسي جوړښت برخه ده چي دی يې د خپل انفراديت د اظهار ذريعه جوړوي لګيا وي- همدغه نرګسيّت دی چي تخليقكار هر وخت په څۀ نۀ څۀ كولو آماده ساتي- د تخليق معيار د كس په دغه انفراديت پورې هم اړه لري- ځان پېژندنه، فكر انګېز بصيرت، فنكارانه صلاحيت، سترذهانت، لوړمقصديت، ابلاغيت، تنوع، شخصي علامت فهمي او بېل اسلوب و تخليق كوونكي ته انفراديت وربخښي- غمګيني، نغمګي او ځان خوښي د انفراديت پياوړي مثالونه دي- د تخليق كوونكي د انفراديت سره سره د لوستونكو، اورېدونكو او ليدونكو حِسيات چونكي بېل بېل دي ځكه يې اثر هم ورباندې جدا جدا وي- ښايي چي معيار به يې هم د بېلا بېلو نقادانو په نېز يو نۀ وي-
تخيّل له خاريجي ماحول څخه خام مواد اخلي او همدغه يې د تخليقي وجدان يا الهام لويه ذريعه وي- تخليق كوونكی خارجي ماحول ته د نظر په خپله زاويه ګوري لګيا وي، ولي چي دی د ژوندانۀ خپل بېل تصور لري- كه يې د نظر زاويه سمه وي نو د دۀ عميق احساس د ستر فكر په مرسته يو غوره تخليق وكړي، چي هم پكښې ريشتيا وي او هم خوند- كه داسې نۀ وي نو بيا كله كله تخليق كوونكی خاريجي ماحول هم د خپل ذات په قفس کښې بند كړي او هر څۀ د دۀ د نفسي هوډ په تنګه دايره کښې دننه ليدل كيږي- په داسې حال کښې تخليق كوونكی د خپل تخيّل په مرسته په تخليق کښې څۀ نۀ څۀ ښكلا پېدا كړي خو كله چي تخليق د لوستونكو مخي ته راشي نو يې د ښۀ او بد فېصله د اديب يا شاعر په حق کښې نۀ وي- ولي چي پرلوستونكو د تخليق كوونكي هيڅ كنټرول نۀ وي- هغه چي كوم تحرير د وخت او ماحول په لحاظ په زړه پورې ګڼۍ هماغه خوښوي- دا هم لازمي نۀ ده چي خلګ كوم تحرير خوښوي هغه دي معياري هم وي، ولي چي معيار د نظر په زاويه پورې اړه لري- فطرت نګاري، حقيقت ليكنه او واقعيت ليكنه پر تخليق د خاريجي ماحول اثرات ښئي او په ادب کښې د مقصديت او افادې په خوا هڅه په كيږي- د ادبي تخليق معيار د تخيّل، انفراديت او خارجي ماحول سره سره په نورو ډېرو څيزونو پورې هم اړه لري- د تخليق كوونكي او لوستونكو تر منځ رشته يوازې پر خوند نۀ ده ولاړه بلكې تخليق د لوستونكو ذهني تربيّت هم كوي- د لوستونكو شعور تر ډېره حده د مطالعې سره تړاو لري ځکه نو اديبان په خپلو نوو نوو تخليقاتو د لوستونكو شعوري تربيّت كوي- چونكي تخليق كوونكی د همدغي ټولني يو وګړی دی او له همدغه ماحول څخه اثرات اخلي لګيا وي ځكه نو د ټولنيزو تغيّراتو څخه آزاد نۀ شي پاته كېداى- تخليق، تخليق كوونكی او لوستونكي واړه د وخت په څپو کښې په تواتر سره بهېږي او بدليږي لګيا وي- هراديب په خپل نوي انداز په ټولنه کښې د خاص ذوق لوستونكي پېدا كوي او بيا د نظر په خپله زاويه د هغوى شعوري تربيّت هم كوي لګيا وي-
د تخليق د معيار اړه په جمالياتو پورې هم ده- جماليات(8) د فلسفې هغه څانګه ده چي د ښكلا د احساس تفهيم كوي او د ښايست د بېلا بېلو اړخونو سره يې ټينګ تړاو دی- په تخليقي نفسياتو کښې د تخليق كوونكي ځانګړی جمالياتي حِس وتخليق ته هغه ښكلا وركوي چي د دۀ د خپل تسل سره سره د لوستونكو، اورېدونكو او ليدونكو تسكين هم په كيږي- تخليق چي په هره موخه كيږي، پرجمالياتي اړخ يې تله نۀ شي تېرېدلاى- په تخليقي عمل کښې د ښكلا پېكر تراشل تر هر څۀ ګران او مهم كار دی- په تخليق کښې د ښايست احساس را پاڅول په څۀ خاص ترتيب، تنظيم، تناسب ممكن دي او دغه تناسب يې په اصل کښې د جمالياتي حِس د تسكين موجب ګرځي- دا تأثر صحي نۀ دی چي ترتيب، تنظيم، تناسب او ربط يوازې په لوړو تهذيبونو کښې ممكن دي- په اصل کښې جمالياتي حِس هم پر خارجي او داخلي برخو وېشلی دی- خارجي برخه يې په فطرت، ماحول او تاريخ پورې اړه لري او داخلي برخه يې پر ذات يا نفس مشتمله ده- ټول انسانان د فطرت څخه د ښكلا د بېلا بېلو عناصرو د ترتيب، تنظيم، تناسب او ربط زدكړه كوي او فطرت د متمدن او غېرمتمدن قامونو مشترك ماخذ دی- ترقي يافته قامونه هم د فطرت، ماحول او تاريخ څخه د ښايست بېلا بېل علامتونه اخلي او په غېرمتمدنه ټولنه کښې هماغه فطرت د ښكلا يو لوى ماخذ دی- ماحول او تاريخ يې جدا جدا دي ځكه يې څۀ نۀ څۀ توپير جواز لرلاى شي- داخلي نفسيات يې هم د انسان په حېث يو شانتي دي ځكه نو حُسن آفريني يوازې د ترقي يافته قامونو په برخه نۀ شي كېدلاى- البته په تخليق کښې د ښايست احساس پېدا كول يو ټېكنيك ضرور دی او ټېكنيكل كار په ترقي يافته معاشرو کښې تر مذهبي او قبايلي ټولنو زيات په آساني كېدلاى شي- ولي چي ښكلا تراشل ډېر نازك او پېچلی عمل دی-
تر تخيّل وروسته چي كله د تخليق كوونكي د تصوّر آس د اظهار منډي ته چمتو شي نو غوټې وهي- ټېكنيك يې قابو كوي او په اظهار کښې يې جمالياتي ارزښت تر نظر لاندې ساتي- ځكه نو د ټېكنيك اساسي موخه د اظهار او ابلاغ د پاره معقوله او مخصوصه سانچه تيارول او تناسب ساتل دي- د’ آ رټ ‘ توری له پخوا څخه د همدغه هنر په معنا راروان دی"(9)- د تخليق كوونكي موخه چونكي د ښكلا په نوو نوو او بېلا بېلو كېفيّتونو د ذهنونو مسحوره كول دي ځكه نو د اظهار په عمل کښې د ټېكنيك حېثيت مسّلمه دی- په جديد دور کښې د تخليق د معيار په اړه ټېكنيكي بحثونه ډېر پېچيده دي او د دې سيمي د عامو لوستونكو تر دايره دباندې ځكه ښكاري چي نفسياتي او ساينسي اړخونه يې ژوره مطالعه غواړي- خو د انټرنېټ په برکت دغه مباحث هم اوس روځ په روځ آسانه كيږي لګيا دي، ولي چي څېړونكي يې په آساني د نېټ له لاري ترلاسه كولاى شي او ګټه ترې اخستلای شي -
په انساني ذهن کښې د ښايست ادراك په احساس پورې اړه لري او احساس د هر چا بېل وي- كۀ څۀ هم په ظاهره احساس يو داخلي څيز ښكاري خو په اصل کښې يې تړاؤ د پنځو واړو حواسو سره دی چي له خاريجي ماحول څخه اثرات اخلي"(10)- چونكي د بېلا بېلو حواسو كېفيت په مختلفو خلګو کښې مختلف وي، په غم کښې يو شانتي او په خوشحالي کښې بل شانتي، په ناروغۍ کښې يو رنګه او په روغتيا کښې بل رنګه، او بيا په بېلا بېلو وختونو کښې هم يو غوندي نۀ وي ځكه نو د ښكلا ادراك په خلګو کښې بېل بېل وي- بلي خواته دا هم حقيقت دی چي د حِسياتو بېلا بېلي سطحې دي- د بېلګې په توګه د رنګونو زياتوكم دوه سوه طرزونه دي، د رڼا اووۀ سوه مدارج دي، دآوازونو خواوشا لس زره سطحې دي او د خوشبويي درجې تر پنځه سوه هم زياتي منل كيږي- په دغه حساب تخليق كوونكي لره په خپله د دغو سطحو ادراك او فنكارانه اظهار يوه ډېر پېچيده مسئله ده، او بيا يې ابلاغ تر دغه هم ګران كار ښكاري- ځكه نو ښكلا كۀ څۀ هم د تخليق د معيار يوه پېمانه ده خو په دغه ګچه به د تخليق ناپ تركومه حده صحي وي، د دې فېصله به پر نقادانو پرېږدو-
په ادب او فلسفه کښې ټولنيز اخلاقي ارزښتونه هم د تخليق د معيار يوه بېله پېمانه ګڼل كيږي- ډېر پخوا، تقريباً په ٣٨٠ مخزېږده کښې افلاطون په ‘ريپبليك’ کښې د غوره ټولني په تركيب کښې د اخلاقي ارزښتونو پر اهميت ډېر زور وركړی ؤ- له هغي زمانې څخه تر اوسه پورې دا بحث (11) جاري دی چي آيا اخلاقي ارزښتونه د تخليق په معيار پورې څۀ اړه لري هم او كه نۀ؟ افلاطون شاعري ته په څۀ ښۀ نظر نۀ كتل- د دۀ دليل دا ؤ چي شاعري يوازې جذبات را پاروي- نۀ څۀ اعتدال پكښې شته، نۀ برداشت او نۀ معقوليت- دۀ خو د هغه وخت ډېر داستانونه او د نامتو نابينا يوناني شاعر "هومر" د شاعرۍ ځينې برخي پر همدغه بنسټ د ماشومانو له تعليمي نصاب څخه ايستل غوښت- د دۀ خيال ؤ چي دغسي داستانونه او شاعري د ماشومانو اخلاق ورخرابَوي ځكه يې ټينګ احتساب پكار دی- تر دۀ وروسته هم تر ډېره وخته اخلاقي ارزښتونه د ادب د معيار يوه مهمه پېمانه منل كېده خو يوناني فلاسفر ارسطو پر شاعري او ادب د دۀ دغه تنقيد قبول نۀ كړ بلكې د ادب بشپړه فلسفيانه دفاع يې وكړه- دۀ په كال ٣٣٠ مخزېږده کښې په ‘پوئيټيكس’ کښې دا نظر وړاندې كړ چي شاعري د عالمي اهميت وړ يو مهم تخليقي كار دی.
بيا په كال٢٠ مخزېږده کښې رومن شاعر هورېس په خپل تصنيف "آرس پويَټيكا" کښې شاعرانو ته دا مشوره وركړې وه چي د ژوندانۀ خواږۀ او ګټور څيزونه سره را يو ځاى كړئ چي د بېلا بېلو لوستونكو تسكين په وكړل شي- د دۀ دا نظر ؤ چي يوازې د ژوندانۀ خواږه د لوستونكو تسل نۀ شي كولاى، بايد چي شاعرانه استدلال د خلګو په ګټه هم وي- په يورپ کښې تر عيسىٰ عليه السلام وروسته په عيسايي مذهبي دور کښې هم تر ډېره د تخليق معيار پر بېلا بېلو اخلاقي ارزښتونو تلل كېدۀ- په دې جديد دور کښې هم اخلاقيات د تخليق د معيار يوه مهمه برخه ده- په كال ١۷١١ کښې انګرېز شاعر الېكزنډر پوپ دا ويل چي فطرت يو كايناتي څيز دی ځكه نو د تېرې زمانې او د اوس وخت د ليكوالو په فطرت کښې هيڅ توپير نۀ شته- پرَته د نقادانو له استدلاله، لوستونکو لره د اوسنيواديبانو پېغام هماغه شان دی لكه چي پخوا ؤ-
په يورپ کښې ورو ورو د تخليق د معيار په حقله د اديبانو او پوهانو رايه بدله شوه او خلګو د ښكلا ميني او محبت په خوا هڅه وكړه- حِسياتو ته بېخي ډېر اهميت وركړل شو- شاعري د خوند او ميني تر ذهني پابندي لاندې كېده لګياوه، ولي چي د لوستونكو ضرورت همدغه پاته شوی ؤ- په كال ١۷٩٨ کښې نوموړي انګرېز شاعر ورډزورتهـ هم دا و ويل چي:
“All good poetry is the spontaneous overflow of powerful feelings”
يعني ټوله ښه شاعري د ژورو احساساتو د بې ساخته بهاؤ نتيجه ده- بيا د ولسمي پېړۍ نورو مغربي رومانوي اديبانو هم د تخليق د معيار په اړه احساس، تخيّل، مينه او خوند تر استدلال زيات مهم ګڼل- د دوى په نظر د فرد او ټولني تر منځ ، د ټولني او فطرت تر منځ او بيا د فرد او فطرت ترمنځ تړاو تر هرڅۀ مهم ؤ-
په كال١٨۴٠ کښې نوموړي انګرېزشاعر پرسي بيسشي شيلې "د شاعرۍ په دفاع کښې" په ډېر وسيع تناظر کښې ګايېدلی دی- دی ليكي چي د صارفيت پر بنسټ ولاړ ساينس او ټېكنالوژۍ د خلګو تر منځ د برابرۍ فقدان نور هم زيات كړ او شاعري بايد چي د هغي خودغرضۍ پر ضد ودريږي كومه چي د پېسې په غوښه چاغه ده- حقيقت هم دا دی چي د تخليق ډېر زيات كلتوري اهميت دی- په دې وخت کښې چي قبايلي اومذهبي ارزښتونه په يوه يا بله وجه پر ځوړه روان دي، ادب د خلګو رهنمايي كولاى شي-
په كال ١٨٨٠ کښې د فرانس ليكوال نوموړي ايميلي زولا دا نظر وړاندې كړ چي ادب بايد د ژوندون پر حقايقو مبني وي- دۀ په خپله يوه مهمه مقاله “Le roman expérimental” کښې د فطرتي ادب (Naturalistic Fiction) پر اهميت ډېر زور وركړ- بيا تر دغه وروسته په يورپ کښې په ډېره تيزي سره بدلون راغی- د ټېكنالوژي د ترقۍ سره سره يې په ټولنيزو كلتوري ارزښتونو کښې هم غوره بدلون راروان ؤ- ورسره ورسره په ښارونو كښې نوي نوي پوهنتونونه جوړېدل لګيا وو- پوهانو يې و نقد و نظر ته هم توجه وركړه- ځكه نوي نوي اصطلاګاني ورو ورو منځ ته راغلې-
روسي نقادانو ويكټر شكلوسكي او ولادي مير پروپ د شلمي پېړۍ په لومړۍ برخه کښې د فارمليزم6 Formalism په نامۀ د ليټرېري تنقيد رسمي طريقه خپله كړه- دوى د مركزي خيال پر اهميت، د پلاټ پر پشپړه پَلټنه او د علامتونو پر استعمال ډېر زور وركاوو- ورسره ورسره يې د نورو ډېرو ادبي ارزښتونو بشپړ جاج هم پكښې په رسمي توګه اخستل لازمي ګڼل- تر١٩٣٠ وروسته د شوروي اتحاد كمونيسټانو ادب د سياست تر سايه لاندې ساتل غوښت ځكه يې نو فارمليسټان تر فشار لاندې راوستل او د فارمليزم تحريك يې كمزوری كړ- ورو ورو د فارمليزم مركز له روس څخه و مغرب ته ور واووښت- د امريكا ځينو ليكوالو هم د ادبي تحرير د متن د تنقيد دغه نوې طريقه خوښه كړه او كار يې ورباندې پېل كړ-
دكال١٩۴٠ په خواوشا کښې فرانسوي نقاد كلاډ لېوي سټراس او رونالډ بارتس د سټركچرليزم6 Structuralism په نامۀ يو بل فكر را وړاندې كړ- د دغه تحريك بنسټ پر كلتوري جوړښت ولاړ ؤ- دوى ادبي تنقيد د ژبپوهني تر ساينسي اصولونو لاندې كول غوښت- سټركچرليسټانو د ادبي تنقيد د پاره د ټولني دكلتوري جوړښت بشپړه پلټنه هم پكښې لازمي ګڼله-
په همدغه دور کښې ځينې امريكايي ليكوالو د نوي تنقيد New Criticism په نامۀ د تحرير د ساخت سره سره د لفظونو پر ادايګي او د غږونو پر جوړښت هم زور وركړ- دغه شان په ادبي تنقيد کښې ډېر بدلون راغی او د معيار په اړه يې بېلا بېلي فكري ډلي تر ډېره حده سره را نژدې شوې- پر عالمي سطحه اوس نوي نقادان د تخليق جاج په علمي او تاريخي تناظر کښې اخلي- دا هم اوس منل كيږي چي د هر تخليق كوونكي جذبات او احساسات تر ډېره حده هماغه دي كوم چي د نورو تخليق كوونكو دي او دا د ټولو سره ګډ انساني جذبات او احساسات دي- البته هر كس يې د خپل ماحول په حساب په خپل بېل انداز وړاندې كوي لګيا وي- دا دليل چي تخليق او تحرير يوازې د خوند د پاره كيږي، معقول نۀ ښكاري ولي چي يوازې په خوند د هر عمر، هر مسلك او هر فكر د لوستونكو تسكين نۀ شي كېدلاى- تخليق بايد چي بېلا بېل اړخونه ولري او د ټولني د لوى شمېر وګړو د ذهني تسكين باعث وګرځي- د نقادانو دا روَيه چي د تحرير بېلا بېل عېبونه پټ كړي او يا بيا يوازې د عېبونو په تلاش کښې وي، په هيڅ توګه هم صحي نۀ شي ګڼل كېداى-
په اوسني وخت کښې په ساينسي توګه دا ثابته شوې ده چي په كومه ټولنه کښې څوك اوسي نو د هماغي څخه به اثر اخلي- ټولنه په شعوري توګه او يا په لاشعوري انداز د فرد تخيّل، احساس او طبيعت دومره وربدل كړي چي د تندي، لوږې او جنسي جِبلتونو څېرې يې هم بدلي شي، او د تسكين دپاره يې هماغه طريقې په كار راځي كومي چي په هغه ټولنه کښې د قبولېدو وړ وي- د ژونګ د اجتماعي لاشعور نظريه هم تر ډېره حده د دغه فكر تصديق كوي- په حقيقت کښې خو يو تخليق هم د اخلاقي ارزښتونو خلاف نۀ وي، بلكې د ټولنيزو تحريماتو او قوانينو په تناظر کښې يې د تخليقي حېثيت تعيُن كيږي- چونكي دغه تحريمات او قوانين ټول د ځينې سماجي، سياسي او تاريخي عواملو سره تړاو لري ځكه بدلون پكښې راځي او اضافيت يې په ثابتيږي- تخليق يکسراضافي نۀ دی بلكې تر ډېره حده مطلق څيز دی، ولي چي هر تخليق د تخليق كوونكي د خاص تخليقي صلاحيت په وجه انفراديت لري- د ټولنيزو قوانينو په شان د تخليق خپل بېل اصولونه هم دي، چي په هيڅ توګه د اخلاقياتو طابع نۀ دي- ځكه نو اخلاق د تخليق دمعيار يوازينۍ ګچه نه شي منل كېدلاى-
د تخليق د معيار په اړه د ريشتيا او فېنټسۍ بحث، د خواهش او جذبې بحث، د الهام او ارادې بحث، د حق او باطل بحث واړه هلته ختم شي چيري چي بغاوتونه عام شي، خلګ مرَوجه اصولونه او قوانين مات كړي، هېئتي بد وضعي يوازې د تخليق كوونكي مسئله نه شي پاته بلكې په ټوله نړۍ کښې همدغه شان بې ترتيبي شي- په دې دور کښې خو هره خواته تخليقي ارزښتونه او د اظهار پاخه اصولونه ماتيږي لګيا دي- نوی نسل د ذهني انتشار ښكار دی- يوې خواته د جنګ بربادۍ، ورانۍ او نۀ ختمېدونكی ډار بلي خواته پېوسته مايوسۍ او د مستقبل تور تمونه، ځكه نوی نسل د بېلا بېلو نفسياتي مسئلو سره مخامخ دی- احتجاج كوي، هر څۀ له منځه وړي، پابندياني ماتوي او يو لېونتوب يې په مخه دی- د لباس قواعد يې تار تار كړل، د موسيقي قوانين يې تر پښو لاندې كړل، د اتڼ او رقص اصولونه يې ټول پاډي پاډي كړل، تر دې حده چي د جنګ انساني او اخلاقي قدرونه يې هم پرې نۀ ښوول- په داسې حال کښې به نو دكوم معيار خبره وزن ولري؟
خو بيا هم د تخليق د حقيقي معيار فېصله تر مطالعه او تفهيم وروسته د تخليق په بشپړه جايزه، تجزيه او تشريح ممكنه ده چي په عمومي توګه تخليقي تنقيد بلل كيږي"(12)- لکه مخکې چي يې ذکر وشو، دغه جايزه، تجزيه او تشريح يې څلور بېلا بېل اړخونه لري- يو اړخ يې دا دی چي په فن پاره کښې د تخليق كوونكي خپل نظر څۀ دی؟ بل دا چي په داحقله تاريخي شهادتونه څۀ دي؟درېيم دا چي د تخليق په حقله د نقاد نظر څۀ دی؟ او څلورم اړخ يې پرحقيقتونو مبني وي چي د تخليق د معيار سطحه په ټاکل کېږي- نقاد د تخليق هر اړخ په غور ګوري، او دا پكښې لټوي چي:
١- تخليق كوونكي د لوستونكو د تخيّل د الوت دپاره كوم زيار
پكښې كښلی دی؟
٢- په تخليق کښې يې رواني او باريك بيني شته او كه نۀ؟
٣- د فكر پختيا پكښې ښكاري او كه نۀ؟
۴- ماورائيت پكښې شته او كه نۀ؟
۵- تخليق چيري مدافعتي خو نۀ دی؟
۶- معقوليت پكښې شته او كه نۀ؟
همدغه راز په تنقيدي نظر د تخليق نور بېلا بېل اړخونه هم كتل كيږي: لكه ژبه يا لساني شعور، تخليقي جوړښت، مقصديت او لوستونكو لره پېغام- نقاد د لوستونكي په نظر هم د تخليق جايزه اخلي او كله كله خو د هغې موخې پلټنه پكښې كوي، كومه چي د تخليق كوونكي په خپل ذهن کښې هم نۀ وي- په دغه پلټنه کښې نقاد د حقيقت او مجاز ترمنځ د هغي رشتې په تلاش کښې وي كومه چي تخليق كوونكي په بېلا بېلو منظرونو کښې پېچلې وي- چونكي نقاد د خپلې تجربې پر بنسټ په ټولنيزو توقعاتو خبر وي ځكه نو د لوستونكو د تكل ټكي پكښې ګوري او تشريح يې كوي-
زياتره خو پر تخليق باندې تنقيدي مقالې تر لومړۍ اشاعت ډېر وروسته ليكل كيږي ځكه يې نو بحث په تاريخي پسِ منظر کښې وي- نقاد د تخليق كوونكي د ژوندانۀ او د هغه وخت په مناسبت بحث ورباندې كوي لګيا وي، په كوم کښې چي دغه تخليق شوی وي- ورسره ورسره د تېر وخت موازنه د اوس وخت سره كوي چي لوستونكی د تخليق په هېئت او مقصد پوهـ كړي- تنقيدي مقالې ځاى ځاى خو د معيار د ښېګړي په موخه ليكل كيږي او كله كله بيا يوازې د تشريح دپاره هم وي- زياتره خو نقاد د تحليل او تجزيئې سره سره د معياري تخليق په حقله د خپلو روحاني وارداتونو اظهار هم پكښې كوي لګياوي- د تنقيد ارزښت دنقاد په لساني شعور، مطالعه، پوهه، مقصديت او نور ډېر څۀ پورې اړه لري- په تنقيد کښې دا هم په نظر کښې ساتل کښېږي چي د تحرير پر لوستونكو اثرات څۀ دي؟ د تخليق پر ټولنيزه او عالمي سطحه حېثيت څۀ جوړيږي؟ او كومه نتيجه چي ترې ايستله كيږي هغه پرحقيقت مبني ده اوكه نه؟
پايله دا چي د تخليق او تنقيد دواړو بنسټ بايد چي پر معقوليت ولاړ وي او استدلال يې پر حق او ريشتيا مبني وي- د ټولنيزو ارزښتونو او انساني حقوقو ژغورنه پكښي وي- د انصاف او آزادۍ پر عالمي اصولونو يې جوړښت شوی وي- د ټولني په نوي تشكيل كښې مدد ترې اخستل كېداى شي- د تخليق كوونكي دنظر زاويه بايد پر فكر، احساس او تجربه مبني وي چي د تور او سپين ترمنځ حقيقي توپير په ممكن وي او د سړيتوب"(13) د اصولونو بشپړ تصديق په كيږي-- همدغه يې د معيار ګچه کېدای شي، همدغه يې د خوند او ښكلا راز دی –
اخځليكونه
1- ډېشيز ، ډېو يډ Daiches, David) (د ادب تنقيدي جايزې
(Critical Approaches to Literature)دوهم اېډيشن، لانګ مېن
١٩٨١
2- هارټ مېن، جيوفرې، خود رو تنقيد: د اوسني ادب مطالعه
) Criticism in the Wilderness:The Study of Literature Today)
ئېل يونيورسټۍ پرېس ، ١٩٨٠ –
3- الېكزنډر ميچل، A History of English Literature يعني
د انګرېزي ادب تاريخ مار ټن ٢٠٠٠
4- ابراهم، مېئرهاورډ، نارټن آنتالوجي آف انګلش ليټرېچر،
( The Norton Anthology of English Literature) اووم اېډيشن،
٢٠٠١
5- اېنډرسن جان، كاګنيټيو سايكالُوژي، (Cognitive Psychology)
څلورم ايډيشن ، فري مېن ١٩٩۵
6- وېلېك ، رينې، د جديد تنقيد تاريخ: له ١۵٠ څخه تر ١٩۵٠ پورې
(History of Modern Criticism: 1750-1950) څلور ټوكه،
كېمبرج يونيورسټي پرېس، ١٩٨٣ –
7- هال كالوين ، (A Primer of Freudian Psycology)
يعني دفرائيډ ابتدايي نفسيات ورلډ ١٩۵۴ او ډيوټن، ١٩٩٩
8 - فريجن ، سوسن او پېټرك مېنارډ، جمالياتAsthetics
آكسورډ يونيورسټۍ پرېس ١٩٩٨ –
9- ګراهم، ګورډن، دآرټ فلسفه : د جمالياتو سريزه
(Philosophy of the Arts: An Introduction to Aesthetics)
دوهم اېډيشن، روټلېج ٢٠٠٠ –
10- لېنګر سوسنې، (Mind: An Essay on Human Feeling)
يعني ذهن: پر انساني احساس يو مضمون دوه ټوكې ، ١٩۶ - ١٩٢
11- ايوان ، ايفور ، د انګرېزي ادب مختصر تاريخ ،
Short history of English Literature څلورم اېډيشن، پېنګوئن
٢٠٠١
12 - هرنادي، پال، تنقيد څۀ دی؟ What is Criticism?) (
انډيانا يونيورسټۍ پرېس ، ١٩٨١
13- ډاكټر باقي درانى، د فكر ټال، د سړيتوب فلسفه (صحاف نشرياتي مؤسسه كاسي روډ كوټه، ٢٠١٣
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ
د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ