Legal Statements حقوقي یاداښتونه

Terms of Use

Welcome to the official website of Pashto Academy Quetta. By accessing this website, you agree to the following terms and conditions:

  • This website is for informational and educational purposes only.
  • All content, including articles, research materials, and other resources, is the intellectual property of Pashto Academy Quetta and may not be reproduced without prior permission.
  • The information provided on this website is accurate to the best of our knowledge, but we do not guarantee its completeness or correctness.
  • We are not responsible for the content of external links or third-party resources mentioned on this site.
  • By using this website, you agree to use it ethically and in compliance with applicable laws.

If you have any questions regarding these terms, please contact us at info@pashtoacademyquetta.com.

د کارولو شرایط

د پښتو اکېډمۍ کوټې رسمي وېبپاڼې ته ښه راغلاست. د دې وېبپاڼې څخه په استفادې کولو سره، تاسو لاندې شرایطو ته غاړه اېږدئ:

  • دا وېبپاڼه یوازې د معلوماتو او تعلیمي موخو لپاره ده.
  • ټول مواد، لکه مقالې، څېړنیزې لیکنې، او نورې سرچینې، د پښتو اکېډمۍ کوټې فکري ملکیت دي او پرته له اجازې یې نقلول منع دي.
  • په وېبپاڼه کې ورکړل شوې معلومات تر ممکنه اندازې کره دي، خو د هغې بشپړتیا او درستي ضمانت نه ورکوو.
  • موږ د دې وېبپاڼې څخه بهرنیو لینکونو یا ذکر شوو منابعو د منځپانګې مسوولیت نه لرو.
  • تاسو د دې وېبپاڼې څخه د استفادې په وخت کې باید اخلاقي او قانوني اصول مراعات کړئ.

که تاسو د دې شرایطو په اړه کومې پوښتنې لرئ، مهرباني وکړئ موږ سره په info@pashtoacademyquetta.com اړیکه ونیسئ.

 د سعيد ګوهر يوناچاپه يادګار تحرير

 ليکوال:سعيد ګوهر 

د مجلې ګڼه:۹مه

د مجلې د چاپ نېټه:اکتوبر دسمبر ۲۰۱۵

تېره ورځ يو ځل بيا نړاند بخت و کډه بارولو ته اړ کړم، ښکاره خبره ده چي زما په کور کښې به له خورو ورو کتابونو او شوپتو کاغذونو سوا نور څۀ کېدای شو. په هم دغه کاغذونو کښې مي د خدائ بخښلي سعيد ګوهر په ښکلي خط ليکلې هغه مقدمه تر سترګو شوه کومه چي دۀ د ۱۹۷۰م کال په لسيزه کښې زما پر کتاب  " د اتڼ په نارو " ليکلې وه. خو دا ځکه نيمګړې وه چي هغه وخت د ځيني وجوهاتو په بنا دغه کتاب تر چاپه نۀ ورسېدی. خو کله چي په ۲۰۰۴ کال کښې د اکېډمۍ د واکدارانو په غوښتنه دغه د اتڼ ناري و چاپ ته وسپارل شوه نو ما د کتاب پر دوولسم(۱۲) مخ باندي هغه وخت ليکلي وو چي مسوده وړونکي کاتب د ګوهر صاحب د مقدمې د ورکېدو زېری راباندي کړی ؤ. او کله چي ما دويم ځل د هغۀ نيمګړي مقدمې د بشپړه کولو د پاره و ګوهر صاحب ته دويم واره عرض وکړ نو دې ځل يې يواځي يو مخ وليکلو، نن چي ګوهر صاحب له دې دنيا څه جامې کت کړي دي د هغه دا ناچاپه او نا مکمله مقدمه سره له هغۀ يوې وروستنۍ ليکل شوي صفحې سره و خپلو لوستونکو ته په هغه شکل کښې وړاندي کوم، کوم شکل کښې چي دۀ دا مقدمه ليلې وه. يقيناً په دې مقدمه کښې داسي خوندور مواد خوندي شوی دئ چي لوستونکو دپاره به د معلوماتواو استفادې سوب وګرځي.

مدير اعلٰی 

باسم الله

زما په خيال فن صرف د لاس د عقلي استعمال نوم دئ، خو چي څه وخت د انسان د دننه احساس ښکلا او لطافت په هغه کښې کار ولري هغه لطيف فن شي لکه مصوري، موسيقي، رقص او شاعري چي فنون لطيفه دي ولي چي وروستی درې عنوانات د دې درانه تاليف بنيادي موضوعات دي ځکه غواړم چي په کتاب تر نقد و نظر له مخه د هغه موضوعاتو په مناسبت ځني غوره مواد د دې د اهميت د زياتوالي په نيت تاسو ته وړاندي کړم.

د موسيقي د ابتدا په لړ کښې يو روايت دئ چي د لوی خدائ د حکم په تعميل کښې چي حضرت موسی عليه السلام خپله عصا په کاڼي ووهله نو هغه څخه دولس چشمې راوبهېدې او له هري يوې بېل بېل ترنم راووت له غيبه ږغ اوشو چي :

"يا موسٰی ق"

(يا موسٰی! دې غږونو ته پام وکړه) په هم دې مناسبت د ترنمو اوازونو نوم موسيقي وګرځېده، په سرياني کښې ددې اصطلاح لغوي معنا و باد ته غوټه ورلګول ده ولي چي ږغ د هوا په څپو اړه لري، او د هوا تړل د اواز و ترتيب علامه ده، ځکه دې لطيف فن د موسيقي نامه د ځان کړه خو پخواني هندوان محققين دا وايي چي موسيقي د برهما ايجاد ده چي د مهاديو په وساطت د نارومني او ګندهرو ديوتا په معرفت تر بنيادم راورسېده دا روايت هم شته چي موسيقي د مختلفو ځناورانو د ږغونو په رايو ځائ کېدو تشکيل ومند لکه شړج چي د سمير مرغه رکهب د غويي او ګاندهار د وزې ږغ بلل کېږي. هسي هم د دنيا ټول قديم مذاهب و انسان په ځائ ديوتا ګان د دې لطيف فن موجدان ګڼي. د مصر خلګو چي يو بشپړ لرغونی تاريخ لري دا عقيده لرله چي موسيقي او د دې فن نور الات د هغوی د لويو ديوتاګانو، اسارئس، ائي سس، اوروس او هرمس ايجاد دي. ديوناينانو دا نظريه ده چي د دوی د لوی ديوتا زيوس نهه لوڼي وې چي د جمله علومو او فنونو يا وتونکي وې چي ميوزس ورته وايه شي او له ميوزس کايوپپه نوميده چي د مثنوي او افسانوي شاعري موجده وه. دويمه ميوزس کليو د تاريخ درېيمه اراتو د عاشقانه شاعري څلورمه يو تير په د غنائي شاعري پنځمه پلومنه د هرثبې او الميه شاعرۍ شپږمه تهاليه د طربيه شاعري اوومه ارانيه د علم حيات اتمه د وضاحت بلاغت او نغمه خوانۍ او نهمه ميوزش ترپسي شوره د رقص موجده وه. هم دغسي لا و دغو ته نزدې د چينيانو، فارسيانو او د بابل د اوسېدونکو هم دي. داسي موږ ميوزس توري موسيقي ته نزدې او د هغه پخوانی شکل ګڼو، دغسي يوناني ديوياګاني ميوز موس ګرځېدلای شي او د ګرائمر د قاعدې مطابق لاطيني او يوناني د نسبت دپاره مستعمل يا يې معروف په "ق" بدلوي. ځکه موسق موسقي (ميوزک) او موسيقي پخپلو کښې مطابقت لري. بهرحال دا معلومه ده چي ابتدائي يقيني تاريخ نۀ لري خو کومو قامونو چي د دې فن په ارتقا کښې برخه لرلې ده د هغو تذکرې ځائ په ځائ مخ ته راځي وايه شي چي د مصر خلګو موسيقي ته ډېره وده ورکړه افلاطون او هرو دوطوس دواړه د مصر سفر او سياحت کړی دئ. دوی ليکي چي د سلطنت له خوا و کوچنيانو ته د موسيقي باقاعده تعليم ورکول کېدو. يوناني مؤرخ ډيوډوروس سقولوس ليکي چي په قديم الايام کښي په مصر کښې د موسيقي د تعليم و تعلم  او له هغې څخه په محفوظ کېدو کلک ممانعت ؤ، خو له دې سره دغه مؤرخ متفق دئ چي د موسيقي د الاتو موجد د مصر ديوتاګان وو. د بابل او نينوا په خلګو کښې د موسيقي لطيف فن ډېر رواج درلود، د هغه وخت تصويرونه دا ښايي چي تر باچهانو او تريالي عسکري ځلميانو به په مخکښې د چنګ او رباب ژغوونکي تلو او دا هم ثابته ده چي موسيقي د هغوی په عبادت کښې شامله وه. بني اسرائيل هم په دې باب لويه برخه لري تورات وايي چي د چنګ او ارغنون موجد جوبل ؤ. دا د حضرت آدم عليه السلام را پس نسلاً اووم ؤ. د جوبل نسل د حضرت داؤد عليه السلام يزامير ډېر شهرت لري پخوانی مؤرخ اسبيوس ليکلي دي چي حضرت داؤد چي به هر ځای تلو خپل چنګ به يې له ځانه سره ضرور وړو موسيقي د هغه وخت په عباداتو کښې برخه درلوده. پخپله حضرت داؤد به خدائ تعالٰی په مخکښې سندري ويلې سازونه به يې ژغول او ګډا به يې کوله. د حضرت سليمان عليه السلام په وخت کښې خو په معبد او حرم کښې سندر غاړي مقرر وو. او دې دور ته د بني اسرائيل د موسيقي پېغلتوب ويل کېدای شي خو د بابل د ۶۳ کالو اسيري د يهوديانو موسيقي او د هغې الات په خاورو کښې ګډ کړل. وروسته مصريانو فارسيانو او روميانو لا ښه مغلوب کړل. رومياني ولې چي د عسکري طبعيت خاوندان ځکه هغوی فنون لطيفه ته څه خاص توجه ورنکړه خو له موسيقي سره يې مينه درلوده نيرو قيصر ډېره وده ورکړه تر دا پوري چي هغه پخپله د هغه وخت د نامتو چنګ نواز مغني تور پيوس په شاګردۍ کښې ډېر عمر تېر کړو. د ايران ساساني قام هم دې ته خپله پاملرنه کړې ده. تاريخ وايي چي د خسرو پرويز د دربار مغينانو ياربد اوکسياد موسيقي فن تر عروجه ورساوه. په يورپ کښې موسيقي د روميانو دتقليد په رڼا کښې په معبدانو کښې مروج شوه خو د څلورمي عيسوۍ صدۍ په اخيري برخه کښې تر ډېره ابتري ورسېده. په ۳۸۶ کښې د ملان ښار اسقف سينټ ايروس د ګرجو د پراګنده او بې خوندي موسيقي اصلاح وکړه او يو وزم يې ايجاد کړ چي تر اوسه د اميرو سينټ چانټ په نامه مشهور وې.

په ۶۰۴ کښې د پوپ ګريګوري له مرګه پس د موسيقي د وزمونو د ليکلو په اړه خط موسيقي ايجاد کړی شو، دې عيسايانو دی کړاؤ ځيني وزمونه ضرور کړل خو د سندر غاړو استفاده ځيني ممکنه نۀ ده په لسمي عيسوي صدۍ کښې دا تجربه من جميع الوجوه ناقصه وګرځېده او د دې په ځای د سرونو د شمېر په لحاظ اووه متوازي خطوط رائج شول د نغمې خط به ترمذکوره سره پوري په څپو څپو رسېدو، او د غاړي د زير و بم خصائص او حرکات به د ټکو او د نورو ليکو په اشاراتو ښودل کېدو، دې انداز د موسيقي ليک اسان کړ او په ۱۰۲۲ د پوپ بني ډکټ اتم په زمانه کښې د ځني اصلاحاتو پس دې ته نوره وده ورکړې شوه په دغه وخت کښې د ټسکاني د سيمي د ارزومين کلي اوسېدونکی راهب ګوئي ډو چي د بني ډکټن ګرو پادري وؤ د دغو اوو متوازي خطوط شمېر په څلورو بدل کړو. هغه د څلورو متوازي خطوط تر ميان درې خلاګانو ته په تعداد کښې په ګډون توجه ورکړه. هم د موسيقي دغه تحرير تر ننه پوري په يورپ کښې مروج دئ او لوستونکو ته دغه زده کړه ورکول کېږي.

په عرب کښې د اسلام له راتلو پس ابو مسبح د فارس او روم په ښارونو کښې د مسلمانانو د فن موسيقي د باکماله عالمونه څخه تر ټولو له مخه زده کړه اوکړه د مامون بادشاه خور عاليه او د هغه د دربار معني اسحاق موصلي د دې فن تر کماله رسېدلی ؤ. د عباسي دور د سلو مقبولو وزمونو بيان د اغاني په ضحيم کتاب کښې د ماته اصوات المختاره تر عنوان لاندي محفوظ دئ. د اسلام د عروج په زمانه کښې حکيم ابو نصر فارابي په خپل وخت کښې د موسيقي منلی عالم ؤ. د مغرب د نامور موسيقي پوهاند ايچ اې فارمر په نزد د فارابي کتاب الموسيقي الکبر تر اوومي صدۍ پوري د مغرب د موسيقارانو د توجه مرکز ؤ د خپل مربي د حلب فرمانروا سيف الدوله په دربار کښې د هغه په تخت د ناستي پس هغه د موسيقي د تاثير د مختلفو تجرباتو په څير يو وار درباريان وخندول بيا يې وژړول او بيا يې اوده کړل پخپله سيف الدوله او پهره ورکونکي هم اوده شول فلپ حطي ليکي چي د ملاوي درويشان اوس هم د هغه په وزمونو کښې پخوانۍ سندري وايي د الفارابي په موسيقي دوې نوري رسالې هم شته دي. او هغه يوه اله د قانون په نامه ايجاد کړه. يو ځائ راجربيکن ليکلي دي چي ابن سينا هم د موسيقي په علم کښې ډېره دلچسپي لرله او هغه يو داسي سکالر ؤ چي د موسيقي په شفائي تاثر يې کار اوکړو. تر دې وروسته په قرطبه، طليطله، ويلنيشا او غرناطه کښې د موسيقي د درسګاهونو وجود موندېږي. خو دا شبيليه درسګاه تر ټولو لويه او اهمه وه، دلته د موسيقي الات جوړېدل. داسي موسيقي ډېره وده وکړه دا له خورازمي د يوه کتاب مفاتح العلوم يوه فصل موسيقي ترجمه يوه عيسائي راهب ايډيلارډ آف باتهـ د لاطيني دنيا د زده کړي دپاره وکړه شايد ددې په سوب د ديارلسمي صدۍ او له هغې را پس په جنوب مغربي يورپ کښې هغه موسيقي ډېره مقبوله شوه د کومي اصل چي اندلسي موسيقي يادېږي. رښتيا! داسي ډېري يوناني قلمي نسخي هم پاتي شوې دي او ژباړه يې عرب عالمانو کړې ده. په عباسي دور خلافت کښې د مغنيه پېغلو تربيت د صنعت شکل اختيار کړی ؤ. د اندلس تاريخي سيمي د زرياب ابن فرناس او ابوالفضل غوندي ستر موسيقاران تر سيکړي وو ابوالحسن علي بن نافع زرياب د اسحاق موصلي شاګرد ؤ. هغه هارون الرشيد ته اول ځل پخپل عود پخپل داؤدي لحن کښې دا غزل ويلی ؤ:

يا ايها الملک الميمون طائره

هارون راح اليک الناس واتبکروا

دا زرياب د موسيقي په فن کښې دومره ماهر شو چي خپل استاد اسحاق موصلي د خپل شخصيت د زوال له وېري اندلس ته واستوو او د اندلس امير عبدالرحمٰن د هغه زبردست خير مقدم اوکړو او په قرطبه کښې يې د هغه د استوګني سره سره دا وظائف ور مقرر کړل.

۱: د زرياب دپاره ۲۰۰ ديناره د مياشتي

۳۰۰ ديناره د کال 

۳۰۰ مد اناج

۲: د زرياب د عيال دپاره ۲۰، ۲۰ ديناره د مياشتي

۳: باغات او مزروعه مځکه چي کلنی امدن يې ۴۰۰۰۰ ديناره وو

له دې سره سره امير عبدالرحمان پخپلي خوابګاه کښې د هغه د راغوښتلو دپاره مخصوص ورجوړ کړ. المقري ليکي چي د زرياب سره يو پری دو چي هغه به روزانه دۀ ته يو راګ ور زده کاوه او د زرياب دا دعویٰ هم ده چي د هغه زر راګونه زده دي زرياب به د بريط د ژغولو په وخت د عقاب نوک د مضراب په څير استعمالوه او په عود کښې يې د پنځم تار اضافه کړې وه. له موسيقي سره سره هغه په نورو فنونو کښې هم لوی لاس درلود.

په برصغير کښې اکثرو باچهانو په فن موسيقي کښې دلچسپي لرله معز الدين کيقباد سلطان جلال الدين خلجي، او د قطب الدين مبارک به زياتره موسيقي اورېده، د محمد بن تغلق داسي تصويرونه محفوظ دي چي هغه په تخت ناست له وينځو سندري اوري د فيروز شاه تغلق په دور کښې دې فن ډېره وده وکړه په دغه دور موسيقي باندي فريد الزمان في معرف الالحان او غنيه المنيه نومي دوه عالمانه کتابونه وليکل شوه. دجونپور د شرقي ولايت تاجدار سلطان ابراهيم د شرومني سنګيت په نامه په سنسکرت ژبه د موسيقي په فن باندي مرتب کړ سلطان حسين شرقي څلور راګونه ايجاد کړل د سلطان زين العابدين په وخت کښې يوه درباري پنډت يودي بټ د موسيقي په علم يو کتاب اوليکلو چي نوم يې زين ؤ. د ګواليار راجه مان سنګهـ ټولو سندر غاړو استاذ تسليم کړی ؤ هغه په فن موسيقي ماتکټوهل نومي کتاب تحرير کړو او د هر په راګ يې ايجاد کړو بخشو نائک د دۀ تربيت يافته ؤ دغسي د مالوه فرمانروا باز بهادر هم په دې باب د مجتهد درجه لرله د مغليه سلطنت باني ظهر الدين محمد بابر د خپل تزک کښې د خپل وخت د بامکمله موسيقارانو د اوچت فن اعتراف کړی دئ او مولانا بنائي غلام ښادي حافظ حاجي، جلال الدين محمود محمد عودي او علي شير بيګ يې ډېر ستائلي دي، پخپله بابر ښه شاعر هم ؤ دۀ به د خپلو غزلونو دزمونه موسييقارانو ته ور جوړول بيا به يې ځيني اورېدل، په ما ورا النهر کښې د بابر حريف عبيد الله خان ازبک هم د حيدر دوغلات په قول په موسيقي کښې ډېر مهارت درلود او په وسط ايشيا کښې به خلګو د دۀ مرتبې نغمې ويلې همايون به د دوشنبې او چارشنبې په ورځو کښې باقاعده د موسيقي د محفل اهتمام کولو، ۱۳۳۵ چي څه وخت همايون مانډه فتحه کړه نو د قتل عام د حکم په وخت دۀ ته خبر ورسېد چي په دغو کسانو کښې يو موسيقار منجو بچو هم شته همايون راطلب کړو هغه دا غزل ورته وويله:

کسی نه ماند که او رابه تيغ ناز کشي

مګر که زنده کنی خلق راو باز کشي

همايون ډېر محظوظ شو او ټول قيديان يې خلاص کړل د همايون په وخت کښې د نائک بخشو هغه عالمه لور ژوندۍ وه چي د نامتو فنکار تان سين استاذه وه يو بل لومړي موسيقار بابا هري داسي هم په دغو شپو کښې يادېږي.

د همايون په وخت کښې د ايران ځيني نوموړي موسيقاران هندوستان ته راغلل او د دوی په مرسته نوې هندوستاني موسيقي وجود بياموند اسلام شاه سوري او د هغه جانشين محمد عادل شاه سوري له دې فنه سره مينه درلوده. عادل شاه پخپله يو ښه سندر غاړی ؤ اکبر باچا خپل هندي، ايراني، توراني او کشميري موسيقاران په اوو ډلو کښې وېښلي وو او هره ورځ به يې له يوې ډلي څخه موسيقي اورېده، ابوالفضل په ائين اکبري کښې ليکي چي شپږ دېرش سندر غاړي او سازندګان د شاهي دربار ملا زمان وو د شاهي تقريباتو په وخت به په هر پر نقارې ږغېدې او نغمه سرائي به کېده. اکبر به موسيقي فرنګ هم اورېده او د تان سين په سوب په کلاسيکي موسيقي هم ښه خبر ؤ. د صبر له تان سين څخه اکثر درباري راګ اورېدو د اکبر باچا پېښ امام او نوموړی مؤرخ ملا عبدالقادر بدايوني به پخپله هم د شخصيت فقر سندري ويلې او بين به يې ژغاوه. دغسي ابوالفضل هم د موسيقي لوی پوهاند ؤ دغسي د اکبر صدر الصدور شېخ ګدائي هم د سندرو ذوق درلود شېخ مبارک ناګوري هم د شريعت له علومو سره سره په فن موسيقي کښې کامل دسترس لرلو د دۀ په باب بدايوني ليکي چي:

یکدم بے استماع صوتی و نقشی و سرودی و سازی آرام نمی گرفت

وايي چي يو وخت ملا مبارک و تان سين ته وويل چي "شنیدم کہ تو ہم چیزے میتوانی گفت " تان سين په هغه ځائ د خپل فن د کمال مظاهره وکړه خو په پای يې ملا مبارک ورته وويل هو د ځناورانو په شان څه نا څه ويلی شي د اکبر باچا اتاليق برم خان او د هغه زوی عبدالرحيم خانخانان هم ډېر مناسبت درلود جهانګير هم د موسيقي ذوق درلود، معتمد خان په اقال نامه جهانګيري کښې کاږي چي د جهانګير په دربار کښې ديارلس سوه موسيقاران وو په دغه کښې د استاد محمد نائ او رحيم داد خان مرتبې لوړي دي. او رحيم داد خان د شهزادګانو د موسيقي استاذ هم ؤ په دغه دور کښې د ټهټه ګورنر عيسٰی خان ترخان هم د دې فن شيدائي ؤ د شاهجهان باچا په باب د هغه همعصر مؤرخ وايي چي ټول عمر د باجماعت لمانځه پابند ؤ او تهجد يې هم هيڅکله نۀ ؤ قضا کړی خو د هغه د موسيقي د فن د ترويج خدمات تر خپل پلار نيکه هيڅکله کم نۀ ؤ. سروناتهـ سرکار په ټډيزان فول انډيا کښې ليکلي دي چي شاهجهان ډېر خوږ اواز درولد ايشوري پر شاد ليکي چي هغه څو هندي راګونه هم ايجاد کړي وو په قواعد السلطنت شاهجهان کښې ليک دي چي د دۀ کشميري ايراني او هندوستاني وزمونه ډېر خوښ وو د دۀ په وخت کښې ددۀ په حکم هزاره د هر پد نائک بخشو له ډېره زياره پس په کتابي شکل مرتب شو چي اوس په بوډلين لائبريري اکسفورډ کښې محفوظ پروت دئ د شاهجهان په عهد کښې دکن، کرانټک، تلونډي، ګواليار او او دۀ د موسيقي لوی مرکزونه وو د دۀ يو درباري امير حسام الدين خان او سيف خان په موسيقي کښې ښه درک درلود او دې دويم امير خو د راګ د دين په نامه يو کتاب هم ليکلی دئ چي د شاهجهاني دور د ۳۳ موسيقارانو تذکره پکښې شوې ده د شاهجهان درباري سندر غاړي جګن ناتهـ کلاونت ؤ چي د تان سين پس دويم لوی نوم دئ چي هندوستاني موسيقي وياړ باندي کوي، د شاجهان د هر په راګ ډېر خوښ ؤ ځکه هغه د لعل خان ډېر عزت کولو. جګن ناتهـ او باقيائي هغه د هغو د کمال فن سوب په  پيسو سره تللي وو او بيا يې هغه رقم دوی ته د انعام په طور ورکړی ؤ پخپله د شاهجهان درباري مؤرخ محمد صالح کنبوه هم ښه موسقي دان ؤ له دغو علاوه د دغه دور نور لوی سندر غاړي خوشحال خان ګڼ خان کلاونت حمير حسين، جنار دهن بيکانيري، تلسي رام، دهرم داس، کجبوت پهلوري، سورداس پکهاوجي، کرپائي، تاراچند کلاونت سرس بين بايزيد غلام محی الدين شېخ سعدالله، بايزيد خان نوچهاروي، رنګ خان، بلاس خان، بخت خان ګجراتي، نايک افضل، سبحان خان، سيد طيب بډه او رحيم داد ډاډهي، ګڼل کېږي، پخپله تاج محمد د شاهجهان د فن موسيقي څه د پوهي انتها ګڼل کېږي. 

اوس غواړم چي د سماع په اړه زۀ د موسيقي او صوفياؤ د نسبت څه تذکره وليکم ولي چي امير خسرو نوموړی شاعر موسيقي دان او يو لوی صوفي هم ؤ ځکه د هغه تذکره اولا ګټوره او موزونه ګڼم. امير خسرو د اوومي صدۍ هجري ډېر لوی شخصيت ؤ. دۀ د حضرت نظام الدين اوليا په لاس بيعت کړی ؤ او هغه دا پر خسرو دومره احترام کولو چي د دعا په وخت به هم نۀ ځيني هېرېدو يوه ورځ يې خدائ ته خواست وکړ چي

مرا بسوز سينه د اين ترک بچه بخش

د موسيقي په فن کښې د دۀ ايجادات او اختراعات ډېر اهم دي هغه د ايراني او مقامي موسيقي په يو کولو ډېر راګونه جوړ کړل دنائک لقب يې حاصل کړ او قول قلبانه نقش ګل بسيط ترانه او د قوالي سره سره يې د موسيقي اوزان هم وضع کړل، د طبلې وسول فاخته ګت چي دۀ مرتب کړي دي داسي دي:

دهن دهن ناتټ کټ دهن دهن ناتټ کټ تن نا

د حضرت سلطان نظام الدين اوليا په ملغوظاتو کښې راغلي دي چي سماع که د وجد کوونکي توجه د حقيقت و خواته ګرځوي نو مباح ده او که بالکل د حقيقت و خواته وي نو حلاله ده، او د دې دپاره يې دا لازم کړي دي چي:

۱: مسمع دي بالغ سړی وي (هلک يا ښځه نۀ)

۲: مستمع دي د حق په ياد کښې مشغول وي

۳: مسموع دي فحش يا هجوته وي

۴: او مزامير او اله سماع (سازونه) دي نۀ وي

خو حضرت بهاوالدين نقشبند چه زۀ يې هم د سلسلې يو مختوری او شرمنده مريد يم فرمايي چي:

الکامي کنم نه اين کار مي کنم

خو د موسيقي د ارتقا تاريخ دا خبره په ګوته کوي چي د باچهانو سره سره د صوفياؤ خانقاهي هم د دې فن په ترويج کښې لوی لاس لري لطائف قدوسي ليکي چي په شېخ عبدالقدوس تنکوهي به هر وخت د جذب و مستي عالم طاري ؤ هغه د سماع د يوه محفل په باب ليکي چي:

محمود قوال از گجرات امدہ بود ہمان ساعت حاضر شدہ و سرو گفت خطرت قطبی (شیخ گنگوہی) راحالت بسیار وجد برکمال پیدا شد، آن چھیر را از صحن جماعت خانہ شکستہ کردہ بردن انداختند و درصحن رقص و تواجد شد (لطائف قدوسی، شیخ رکن الدین، دہلی ۱۳۳۱ ھ ۱۲)

حضرت بها الدين ذکريا ټوډي، مالسري او ديناسري سره ګډ کړل او ملتاني دهنا سري يې ځيني جوړه کړه چي د حضرت قطب الدين بختيار کاکي هم ډېره خوښه وه( مرات افتاب نما، شاهنواز خان، مخطوطه پنجاب يونيورسټۍ) له دې علاوه حضرت ذکريا پوربا دهنا سري جري راګ، او ګور راګ هم ايجاد کړل د جهانګير د محفل سماع کښې چي قوال د حضرت امير خسرو دا شعر او ويلو.

ہر قوم راست ارہے دینے و قبلہ گاہے من قبلہ راست کردم برسمت کج کلاہے

نو ملا علي احمد مهرکن ټوپۍ په تندي راکږه کړه په مځکه ولوېدو او مړ شو يو شطاري بزرګ شېخ پر هم ځيني هندي راګونه مرتب کړي وو د جهجهاني د برناوه کلي اوسېدونکی صوفي بها الدين ترانه او خيال ډېره ښه ويله، او درياب اوبين په ژغولو کښې يې خپل ثاني نۀ درلود، خيال نومي يو ساز يې هم جوړ کړی ؤ، صوفي شير محمد محمد غوث ګوالياري، نظام الدين مدهـ نائک، ميرا سيد شاه حسين او حضرت سيد جمال شاه هم د موسيقي ښه پوهان وو او دوی د دې په ترويج او ارتقا کښې اهم خدمات ادا کړي دي.

اوس به راشو د خپل ګران هېواد و موسيقي ته هغه ورسکن خبره چي د يو ملک تاريخ د نغمې نه هم مرتب کېدای شي ډېره صحيح ښکري زموږ په سينديځه فضا کښې که يوې خواته ګندهارا خپل يو بشپړ تهذيب لري هلته د موسيقي په وده کښې هم لوی لاس لري لکه ګوسوامي چي په هندوستاني موسيقي نامي کتاب کښې ليکلي دي چي ګندهرو موسيقي ته دا نوم د دې دپاره ورکړ شوی دئ چي دا د ګندهارا په سيمو (قندهار، پېښور، اټک، ټيکسيلا او لی و پسندی او دا) کښې په مخ تللې وه، وروسته د علاقائي موسيقي او د اولسي وژمونو په اثر په کلاسيکي موسيقي کښې نيم کلاسيکي موسيقي دپاره لاري خلاصي شوې، داسي موږ وينو چي د سندهـ د علاقې موسيقي په اولسي اړه په دوو برخو کښې وېشل شوې ده چي په اولسي سندرو او کافي پوري اړه لري خو د دې سيمي په موسيقي د تصوف رنګ ډېر ځير دئ ( لے ) يې ډېر سوز لري او د اواز لوړوالی يې و سړي زړۀ وړي پنجابي موسيقي مختلف النسل خلګو د يووالي په سوب يو بېل مزاج لري ولي چي په دې قام کښې سامي اريائي غنم رنګه او تور خلګ سره ګډه شوي دي ځکه د دې قام اولسي موسيقيو جلا رنګ اختيار کړ. بلوچي موسيقي هم په ځان کښې انفراديت لري خو تر اوسه په هغو پخپلو زړو ټاکل شوي وزمونو باندي ګزران کوي، له دې علاوه زموږ په هېواد کښې پښتو موسيقي ده چي د خپلو خصوصياتو په اړه ځان له يو بېل مقام لري د پښتو ژبي د اولسي موسيقي ښکاره تعريف د هغې د اظهار قوت دئ لکه يو پښتون چي د خپل فطرت او مزاج مطابق په ژوند کښې د خپلي پښتو بغير ژوند نۀ شي تېرولی داسي د دې قام په موسيقي کښې هم د ذات دا ثبات عمل جاري ښکاري دويم خاصيت يې دا دئ چي په پښتو نۀ پوهيدونکی هم دا په اساني سره ويلی شي چي دا موسيقي د پښتو ده چي ږغېږي خپل وزم او دانترې او استائي رنګ يې کټ مټ خپل درېيم صفت يې دا دئ چي دا موسيقي د هغه قام کردار په ښه ډول منعکس کوي په کوم په غېږ کښې چي ستره شوې ده په دې موسيقي کښې دومره حرارت محسوسېږي، چي سړی پخپلو پښو درولای شي ځيني خلګ لکه د موسيقي مؤلف محمد موسٰی کليم وايي چي په پښتو موسيقي کښې د ژورو داخلي کيفياتو د ترجماني صلاحيت نشته البته د خارجي عواملو اظهار ورکښې په ښه ډول شوی دئ، خو زۀ د دې سره اتفاق نۀ لرم ولي چي ما يو پښتون هم په ټول ژوند داسي اونۀ ليد چي د پښتو موسيقي سره يې روحاني تړون نۀ وي او يايې خوښه نۀ وي د دې اجتماعي خوښي نه دا ښکاري چي پښتو موسيقي د هر پښتانه د داخلي کيفياتو ترجماني کوي صرف دغه نۀ اوس خو پښتو موسيقي د ځينو ښو ترقي يافته ژبو د موسيقي سره د نوي تجرباتو په اړه څنګ په څنګ ځي، نور خو نور ورېډيو پاکستان کوټي او ټيلي وژن کوټي د موسيقي پروګرامونه هم د دې په ثبوت کښې تاسي اورېدلی او کتلی شئ.

دا خو وو د موسيقي د ارتقا يو اجمالي تاريخ. اوس به خپله پاملرنه لږ د رقص و خواته راوګرځوو ولي چي د کتاب د موضوع په اړه دا يو نه پرېکېدونکی تړون ورسره لري هسي خو په دعویٰ سره دا هيڅوک نشي ويلای چي د رقص ابتدا کله شوې ده خو دا خبره يقيني ده چي د دنيا په ټولو ابتدائي او اوسني قامونو کښې رقص موجود ؤ او اوس هم شته په وحشي او مهذب دواړو قامونو کښې د  دنيا په تاريخ کښې بني اسرائيل تر ټولو زوړ تاريخ لري او د دۀ معاصر چي بابليان او مصريان وو په دې درې سره وو پخواني متمدن قامونو کښې رقص په عباداتو کښې داخل ؤ قبطيان هم د عبادت په وخت رخصېدل، او د نبي اسرائيل د عبادت په وخت د رقص ثبوت د تورات  مطابق داسي دئ چي په ايت کښې راځي چي:

دوی د لور عليه السلام دهغه خدائ دنامه د تعريف او د هغه خدائ په مخکښې رخصېدو ته پرېږدي......!!

دغسي په قديم الايام کښې د خوشحالي او ښادۍ په غونډو کښې د درې سره وو قامونو رقص ذکر شوی دئ چي اسيريا او مصر کښې د رقص رواج د ړنګ شوو محلونو ديوالونو له نقش او نګاره څخه ښکاري، د يهود د مذهبي تاريخ قصه د هرود يا له رقصه د يو حنا تر سره پوري په بائيبل کښې په تواتر سره راروانه ده هم داسي هومر وايي چي په يونان کښې په تقريباتو کښې رقص کېدو او دا يې يو داسي فن ګڼلو چي د جذباتو د اظهار يوه وسيله ګرځېدلې وي ارسطاطايس رقص و شعر په فن کښې ګډ کړو، وايي چي په يونان کښې دا ثنيه د  خلګو په مقابل دا سپارټا خلګو د ر قص د فن زده کړه ډېره ضروري ګڼله او د پنځو کالو له عمره څخه به يې خپل کوچنيان په رخصېدو مجبورول. هم په دغه ځائ کښې يوه عسکري نڅا د فيزک په نامه کېده چي د يلغلو او جنګ د يو تمثيل حيثيت يې درلود.

پخوا زمانه د رقص درې څانګې وې.

لومړی: عسکري نڅا: په دې کښې د سپهګرۍ مشق، د بدن جوړښت او په اعضا کښې د قوت د پيدا کولو حرکات وو چي ورزش هم ورته ويل کېدای شي.

دويم: معاشرتي نڅا: د قامي غونډو او دستورو په مناسبت، د ساعت تيري او تفريح دپاره.

درېيم: مذهبي نڅا: د ګناه د کفاره د ادا کېدو په نيت او د نذرانې د ورکولو لکه قرباني (انساني، جسماني او مالي)

د مسيحيانو د رقص تذکره په انجيل کښې هيڅ ځائ نه راځي خو په دې کښې شک هم نشته چي دوی پخپلو مذهبي تقريباتو کښې رخصېدل، تر اسلام له مخه د جاهليت په زمانه کښې به عرب قبائل د خپلو بتانو په مخکښې ګډېدل. دا مسلمه حقيقت دئ چي اسلام د موسيقي غوندي د رقص په حرمت او ممانعت کښې څه قطعي نص زموږ مخ ته نۀ راځي، البته داسي احاديث شته چي په هغو کښې له شرک نۀ لري نڅا ګاني ذکر  شوي دي لکه د حبشيانو نڅا چي نبي مبارک او حضرت عائشه صديقه دواړو ليدلې وه. 

په مشرق کښې ګډېدونکي ښځو ته عالمه وايي ډاکټر ګستاولي بان پخپل تاليف تمدن عرب کښې کښلي دي چي ما چي کومه نڅا په ايشيا افريقه او علي الخصوص په مصرصعيد کښې وليده د هغې اهميت زيات خو شهرت يې کم دئ په دې رقص کښې خالي ملا ته حرکت ورکول کېږي او نور ټول بدن غير متحرک وي په اريحا کښې يوه ګډا رواج لري هغه داسي چي رخصېدونکي خپلي چاړې د کتونکو له سرونو دومره نزدې تېروي چي د هغو د سر وېښتان پرې کړي خو سرته تاوان يا زخم نۀ رسوي، په دې کښې مخصوص اشعار (د اتڼ نارې) هم ويل کېږي، د دې رقص د يوه شعر ترجمه داسي ده:

هغه په جنګ کښې ځپلو دښمنانو ته ماته ورکړه

هغه يو داسي بيړنی ځوان دئ چي هيڅوک

بری نشي ځني وړلی د دۀ له نامه څخه

د ډېرو زړورو جنګيالانو زړونه رزېږي

په مصريانو کښې لکه څنګه چي معلومه ده نڅا د فراعنه له زمانو څخه ثابته ده، د فرعونانو په دربار کښې به د هغو په مخکښې ښځي په ولاړي رخصيدې چي له برامکه خاندانه څخه وې خو د ساسانيانو په دور کښې په ايران کښې رقصاني وې او په يهوديانو کښې خو د شاهزادګانو او مخورو خلګو نڅا هم معيوب نۀ وه.

په فارسي شاعري کښې ځائ په ځائ  د رقص بسمل ترکيب راځي، دا په قديم الايام کښې د وحشي قامونو دپاره يو زړۀ خوشحالونکی رقص ؤ دا وحشي قبائل به يوه ځنګل ته لاړل او هلته به د لاري و يوې غاړي ته پټ کښېناستل اور به يې بل کړو، او په هغه به يې تبخی ښه سُور کړو په دې اثنا کښې چي به څوک مسافر او ناولده سړی هلته تېرېدو دوی به په توري باندي د هغه سر له تنه بېل کړو او دا سور تبخی به يې په مغزي ورکېښودو وينه چي به په جوش راوتله هغه به بنده شوه او دا سر پريکړی مړی به په ګهنټو په منډه رامنډه په لوېدو پورته کېدو کښې په عذاب کښې مبتلا ؤ د دې پېلېدو به هغو د وحشت تسکين کېدو خټنټي به يي و بل او خوشحالېدل به.

دلته په برصغير کښې له ډېره پخوا څخه د هندوانو نڅا په عبادت کښې داخله ده. تر اوسه پوري د جنوبي هند په دهرم سالو کښې د ديوتا په مخکښې ښځي رخصېږي، او دغسي ښځي زر يو نيم زره کاله له مخه په شمالي هند کښې هم ګډېدې هم داسي دوګڼ په مندرانو کښې نن هم ښځي نڅا کوي، زر کاله پخواني يوه عرب سياح ليکلي دي چي د ډېرو حکمرانانو کله بګهيانو سره ډېري ډېري ښځي په ګډا ګډا تلې. هم دغسي عرب سياحان ليکي چي د ملتان په مشهور مندر کښې داسي په زراؤ ښځي وې چي خپل ژوند به يې ديوتاګانو ته سپارلی وو دا ګډېدونکي ښځي مرليان نومېدې.                                                        (نامکمل)

( دويمه سريزه )

د خپل ګران ملګري او خواږه ورور سيد خير محمد عارف ادبي تحقيقي تاريخي او تنقيدي تاليف چي د فولکلور د يوې څانګي سره معنوي او ژور تړون لري ما په ډېره دلچپسي او لوست ولي چي ماته دۀ ډېر له مخه ويلي ؤ چي د دې کتاب مقدمه به تۀ ليکې نۀ پوهېږم چي زما نزدې ملګري زما په خبرو تېروتي دي او که زۀ رښتيا پوه لرم بهر حال دا حقيقت دئ چي زۀ د دې اعزاز وړ نۀ يم ولي چي په دې اړخ کښې زما پوه صفر ده، بل د فولکلور ښه نوموړي اديبان شته، خو ولي چي زۀ دۀ په دې مجبور کړی يم ځکه زۀ د خپل ذهني استعداد مطابق په دې کتاب څه ناڅه تبصره کوم.

د دې کتاب د ژوري مطالعې نه پس زۀ وايم چي په دې فولکلوري موضوع باندي تر دې زيات ښه معياري او تر ډېره حده بشپړ کتاب ليکل د يوې اکيډمي په نګراني کښې خو کېدای شي البته د يوه سړي د وس خبره نۀ ده، د کتاب د تحرير معيار ډېر اوچت دئ لهجه يې ډېره پسته او عالمانه، انداز يې ډېر فصيح او باوقار زيار يې ګټور لافاني الفاظ يې مؤزون او ژوندۍ جملې يې خوشبودار ګلدستې موضوعات يې درانه او مؤزو مفهوم يې فراخ او بسيط ګرفت يې سخت او بر حق کتاب نۀ دئ انسائيکلو پيډيا محنقره او معتبره انسائيکلو پيډيا. !!

د دې کتاب هره موضوع خپل يو اهم تمهيدي پس منظر لري چي د ضرور په ځای د قاري د ذهني اطمينان دپاره موجود دئ د کتاب په اختتام لوستونکی ته پته لګي چي په ليکل شوي دې کتاب کښې راغلي ټولي خبري موزون په ځای او ډېري ضروري دي. د يوه موضوع د مکمل ګرفت دپاره دا لازمه ده چي له هغه سره متعلق ټول اجزا دي په ښه وضاحت سره تحرير کړی شي چي نکات په ښه ډول واضح شي، په هم دې لاره ليکي دا تاليف سرته رسېدلی دئ زما خيال دئ ځيني فولکوري محققان به په دې کتاب دا اعتراض او شايد صرف دغه يو اعتراض کوي چي له موضوع څخه بېرته يا د غير ضروري تمهيد او طوالت ښکار دئ. خو زۀ اتفاق ځکه نۀ ورسره کوم چي په اختصار سره خو ثابته ده چي ليکل کېدای شو، که د تحقيق دائره هغه په خپل محنت فراخه کړه او له موضوع سره يې مکمل انصاف وکړه نو دا خو لا ښه خبره ده دا يې د څو کتابونو په ځای يو معياري کتاب .!!!

حق خو دا دئ چي په يوازي سټي د تحقيق د مروج قاعدې مطابق په يوه موضوع پراخ کار کول ډېر ګران دئ خو اوس د نوي کهول ځلمي ليکوال په دې مجبور دي چي هغه د کتاب د ليک معيار د نورو پر مخ تللي ژبو په رنګ لوړ کړي او دا ځکه چي د پښتو سره اړه لرونکي مخوري ادارې کار نۀ کوي او که کار کوي هغه لږ ډېر کار يې هم د معيار مطابق نۀ وي.

په دې کتاب کښې د مطالعې په وخت زما تر نظره ډېر داسي اهم نکات تېر شوي دي چي که په هغو باندي زيار و ايستلای شي نو څو نور معياري کتابونه به اوليکل شي چي د پښتو بنيادي ضرورت دئ او انشا الله داسي به کېږي.

لورالائي   

نېټه، زړه او هېره تر ۱۹۸۰  له مخه

 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

FaLang translation system by Faboba