افسانه، پلاټ، کردار او قصه 

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: چاپ کتابونه

ليکوال: طاهر اپرېدی

  د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸

وئيلی شي چي افسانه کښي پلاټ، کردار يا کردارونه قصه او ورسره مقصد يا ابلاغ بنيادي اهميت لري چي مطلب  ئې دا جوړېږي چي تر ټولو اول افسانه نګار به د پلاټ  جوړېږي چي تر ټولو اول افسانه نګار به د پلاټ (موضع) لټون کړي. بيا به دغه پلاټ يا موضوع دپاره قصه پېدا کړي. دې قصې دپاره کردار يا کردارونه تخليق کړي او پسته بيا خپل هغه مقصد ته راشي د کوم دپاره چي ئې دغه هومره شواخون کړی وي. د پلاټ ضرورت او اهميت په باب د اردو يو نقاد سيد وقار عظيم وېنا نه څه مختصر برخه را اخلو. 

"چي کله په افسانه کښي د ربط او ترتيب ضرورت پاتي نۀ شي نو د پلاټ ضرورت او اهميت هم ختم شي. هم ځکه په نوې افسانه کښي د پلاټ وجود ورو ورو ختمېږي او زما په خيال د افسانې دپاره د پلاټ يا موضوع او تر ټولو زيات اهميت تجس يا سپېنس لري. ځکه چي د افسانې ټوله اډاڼه په تجسس ولاړه وي. بلکې که دا وئيلی شي نو بې ځايه به نۀ وي چي افسانه کښي سپېنس د ملا د تير حېثيت لري. کومه افسانه کښي چي تجسس يا سپېنس نۀ وي نو هغه يوه عامه بيانيه واقعه يا روايتي يا داستاني قصه خو کېدلی شي ولي افسانه او هغه هم معياري افسانه ته ورته په مشکله ووئيلی شي. هسي خو دا خبره بې ځايه نۀ ده چي افسانه کښي قصه هم يو اهميت لري. خو دا يو جدا بحث ځکه جوړېږي چي ځنه نوی ذهن افسانه کښي قصه ضروري نۀ تصور کوي. زموږ خنه نقادان، ليکوال پلاټ د افسانې (بنياد) نۀ وي هغه افسانه نۀ شي کېدلی." 

د اردو يو نقاد اغا سليم قزلباش اوراق (اګست/ ستمبر ۱۹۹۵) کښي ليکي: 

"افسانې ته بهر حال د خپل وجود ساتلو دپاره د پښتو لاندي ځمکه پکار ده او دغه کار پلاټ په مرسته سرته رسېدلی کېږي."

او زموږ د پښتو ليکوال ښاغلی مشتاق مجروع زرکاڼی کښي ليکي: 

"خو دا ده چي افسانې دپاره هر موضوع مناسب نۀ وي. ګڼې ليکلی په هر موضوع شي."

خو زما خپل خيال دا دی چي افسانې ته د پلاټ يا موضوع څه خاص ضرورت نشته او نۀ دومره اهميت ورکول پکار دي. ځکه چي کله افسانه وليکلی شي نو بنياد ئې خود به خود (پخپله) جوړ شي. هم دغه شان دا هم ضروري نۀ ده چي يو افسانه نګار د افسانې ليکوال په موډ يا چرت کښي راشي نو ورته بيا د موضوع هم ضرورت نۀ پېښېږي. ځکه چي هغه دا وخت د موضوع په لټون کښي بېخي نۀ وي. دلته د مشتاق مجروح د خبري سره اتفاق کېدی شي چي "افسانه په هر موضوع ليکلی کېدی شي." البته افسانه کښي قصه په څۀ نه څۀ صورت ځان خامخا ځايوي. حالانکې دغه خبره هم يو ځل نه زياته شوې ده چي افسانه کښي د قصۍ هم ضرورت نشته، خو که هم دغه خبره د توجو وړ وګڼو نو بيا به دغه تپوس خامخا کېږي چي آخر افسانه کښي به بيا پاتي څۀ شي؟ محض تش تور کردارونه؟ او که دغه خبره هم لږ ساعت دپاره فرض کړو نو به بيا دا سوال راپورته شي چي داسي صورت کښي خو موږ هره ورځ ژوندي کردارونه وينو، ګورو او مشاهده کوو ئې هم. نو بيا د افسانې خو د سره څۀ ضرورت پاتي نۀ شو. اصل خبره دا ده چي افسانه موضوعاتي وي، که تصوراتي وي که واقعاتي وي او که سماجي او اصلاحي وي. د افسانې پلاټ که وي نو که نا د څۀ خاص پېش بندي تر مخه ليکلی شوې وي يا نۀ، ولي د افسانه نګار دغه فريضه جوړېږي چي هغه د افسانې د ليکلو تر مخه د کردارونو او د قصۍ د حسن بيان داسي سرڅڼه وکړي چي لوستونکي ئې په اهميت هم پوه شي، خوند او لطف هم ترېنه واخلي او هغه (لوستونکی) د وړاندي تللو دپاره د افسانه نګار سره هم تګ ته تيار شي او زما خيال دی چي هم دې ته تجسس يا سپېنس وئيلی کېږي. 

 د ډاکټر اغا خان خبره چي: 

"د افسانې فن په بنيادي توګه د قصۍ فن دی."

او هم دغه د دې خبري ثبوت دی چي افسانه کښي قصه يا کهاني لازمي پکار ده. يو واقعه يا يوه قصه خو يو عام وګړی هم په څۀ نه څه طريقه بيانولی شي. خو هر کس خو فنکار نۀ شي جوړېدلی. لکه څۀ رنګ چي محترم صديق الله رښتين وائي چي:

"يو سړی فنکار او عالم کېدی شي مګر ليکوال کېدل ګران کار دی."

او افسانه بېشکه يو ادبي فن دی نو ځکه هم افسانه د هر اماکما کار نۀ دی. ځکه چي افسانه هم فنکاري غواړي. دا د هغه چا کار دی چي د دې صنف سره ئې نۀ يوازي شوق او جذبه وي بلکې د دې صنف پوهه او ماهر هم وي. او د ادب لوستونکی ئې د افسانه نګار په حېث پېژني. دغه فنکار افسانه نګار که يوه فرضي يا خيالي قصه هم راجوړه کړي نو د خپل خداداد صلاحيت او فن په برکت د دغه (خام مواد) فرضي يا خيالي قصۍ نه په داسي فنکارۍ افسانوي مجسمه سازه کړي چي د لوستونکي پرې د حقيقي واقعې يا قصۍ ګمان راشي. د اردو يو نقاد محمد علي صديقي وائي:

" افسانه عام ژوند ته د هر څۀ نه نږدې وي."

افسانه نګار (چي دوهم نوم ئې تخليق نګار هم کېدی شي) يوه فرضي قصه جوړه کړي (ضروري نۀ ده چي دغه فرضي قصه موضوعاتي وي) يا يو خيال را واخلي او بيا دغه قصۍ يا خيال ته د کردارونو تعين وکړي او بيا د خپل ذهني استعداد او فن قوت تر مخه يوه داسي واقعه بيان کړي چي که لوستونکي ئې رښتيا وئيلو ته تيار نۀ هم وي ولي د کردارونو د عمل او وېنا نه او د ممکناتو ئې انکار هم نۀ شي کولی. د مثال په توګه موږ سېنما کښي يو فلم ګورو يا په ټي وي يوې ډرامې ته ناست يو. موږ ته دغه پوره شعور او احساس وي چي د دې فلم يا د دې ډرامې ټوله قصه او د کردارونو عمل محض فرضي دی خو د دې باوجود هم موږ په ښۀ واقعه قصه او کردارونو په ښه عمل خوشحالېږي او په بده قصه، عمل او بد کردارونو خفه کېږو. زما خيال دی چي دغه مثال به د يوې معياري افسانې دپاره کافي وي. بايد دلته دغه خبره هم وکړلی شي چي افسانه نګار د خارج نه يا د مشاهدې د قوت په زور هم څۀ نه څۀ اثر اخلي. خو دلته هم دا ياد ساتل پکار دي چي خارج اثر او مشاهده بهر حال لازمي او ضروري نۀ دي. البته زما په خيال دومره وئيل مناسب دي چي د تخليق صنف د دغه قوتونو په زور نشونما خامخا مومي دلته د اردو د يو نقاد شمس الزمان فاروقي د يوې وېنا نه لږ اقتباس راخستل مناسب ګڼم. 

"که (يوازي) هر څۀ (هر څۀ) دی نو بيا افسانه يا فکشن به څنګه جوړېدلی؟ افسانه نګار خپله ليدلی، کتلې دنيا اول په تصور کښي راولي او بيا په دې خپل تخيل ښکاره يا جاري کړي او دغه شان موږ ته يو بله شان دنيا وښائي." د دې اقتباس نه دا مطلب راځېږي چي يو تخليق کوونکي ته په خارجي مشاهدي پوره انحصار کول ضروري نۀ دی. بله دا چي هر تخليق نګار خصوصاً افسانوي ليکونکی د خپل تخيل په زور يوه (فرضي يا خيالي) واقعه يا حالات پېدا کړي يعني يوه خيالي مجسمه سازه کړي او بيا د دغه مجسمې سرڅڼه او سينګار وکړي. په فني توګه ئې ښائسته کړي او بيا دغه مجسمې يا قصۍ يا واقعې ته د حقيقت رنګ ورکړي. 

او چي کله يو لوستونکی د دغه افسانې لوسته کوي نو د قصې د خوند لطف اخستو سره سره دا هم په شعوري توګه داسي محسوسوي لکه دا هر څه بېخي رښتيا او حقيقت وي. په دې باب پورته د فلم يا ډرامې مثال ورکړی شوی. او هم د تخليق قوت برونکی ذهن د څښتن کمال ګڼلی کېږي چي هغه څه ساعت دپاره خپل لوستونکی په لوسته مشغول کړي او د هغه دنيا سېل پرې وکړي کومه چي دې فنکار د خپل تخيل په زور سازه کړې وي. شمس الزمان فاروقي د وېنا سره تر څه حده اتفاق کولو به هم دغه هومره اضافه يا اختلاف ولرلی شي او لکه وړاندي ووئيلی شو چي د يوې واقعې يا د څه حالاتو نه تاثر اخستل او يوازي تخيلي مشاهدې سره خارجي تاثر او قوت مشاهده هم بهر حال ضروري دي. ځکه چي څومره قوت مشاهده زوروره وي نو هغه هومره به په تخليق کښي "فن" زياتوي چي د افسانې ښائست پرې نور سېوا کېږي. دلته يو ځل بيا د يو بل اردو مضمون نګار د يوې وېنا حواله ورکول مناسب ښکاري، هغه وائي: 

"زما په خيال......د ادب د نورو صنفونو په نسبت افسانه نګار د زيات مشکلاتو سره مخ کېږي."

د مثال په توګه افسانه نګار  ته د خيال نه حقيقت په لور راتلل وي او دغي (خيال) ته د مجسمې شکل ورکېدونکی شي او دغه خيالات او تاثرات په مؤزون سانچه کښي اچول وي. يوه داسي سانچه مښې چي کردار پکښي فټ (جوخت) راشي.

در اصل خبره که د خيال وي که د حقيقت وي، د خارجي اثراتو وي او که د تخيلي مشاهدې يا قوت وي خو دا اثر لازمي ښکاره او واضح حقيقت دی چي کوم ليکونکی کښي د فطري تخليق قوت نۀ وي يا ډېر کم وي نو هغه محض د نصابي تعليم په زور هغه تخليق نۀ شي  کولی کوم چي د ادب تخليق کوونکو (افسانه نګارو) فکر و خيال څه وسعت نۀ لري او نۀ دومره ژور وي نۀ مضبوطي فکري جرړي لري چي صدۍ څه چي تر ربعه صدۍ پوري ئې څانګي څانګوړي تازه او په ادبي ميدان ياد پاتي شي. که يو افسانه نګار ذهني، فني او تخليقي ژورتيا لري نو هغه پلاټ او موضوع هم انتخاب کولی شي، په قصه کښي مقصد يا ابلاغ هم پېدا کولی شي او تر ټولو اهم شی يعني تجسس هم پکښي په ښۀ طريقه راوستلی شي. او تر ټولو اهم شی يعني تجسس هم پکښي په ښۀ طريقه راوستلی شي او بيا دې سره د افسانې اختتام يا کلائمکس هم دومره زوردار جوړ شي چي د افسانې قاري لږ ساعت دپاره صحي، ولي د حيرت ګوتي په خُله ضرور شي. او چي د دغه هر څه قوت څومره مضبوط وي نو هومره به تخليق کوونکی افسانه نګار بريالی او کامياب افسانه ليکونکی وبللی شي. اوس که دغه بحث راغونډول غواړو نو به ووايو چي افسانه بيانيه وي که اعلانيه وي روايتي وي او که علامتي وي خو د کرارونو پلاټ، منظر کشي، قصۍ او د مشاهدې سره سره افسانه کښي تجسس خامخا لازمي دی چي زما په خيال تجسس د افسانې اصل بنياد دی او د افسانې اختتام يعني کلائمکس دومره زور دار ضرور پکار دی چي يوې لحظې دپاره لوستونکی حيران کړي. که يو افسانه ليکونکی په ورته ذکر شوو شرطونو يا افسانوي اصولو پوره پوره عبور نۀ لري نو داسي کس (افسانه نګار) به د خارجي اثر لاندي او د خپلي مشاهدې په زور يا څه لږ ډېر نصابي علم، تجربې په سبب څه وخت پوري افسانه نګار وبللی شي او شاهد د افسانوي ادب په تاريخ کښي ئې نوم هم ريکارډ شي خو د ادب صف اول کښي به هغه مقام حاصل نۀ کړی شي چي افسانوي ذکر ئې د هغه د حوالې نه بغير نيمګړی و شمارلی شي. په دې باب به صرف دومره ووايو چي تخليق د فطرت عطيه ده او دا په تشه علمي طريقه او په تشه مشاهده يا په زوره نۀ شي حاصلېدلی او د شاعرۍ په شان تخليقي نثر (افسانه) هم په زوره نۀ شي کېدلی. که داسي کېدی شوی نو نن به هر ويونکی خبري کوونکی افسانه نګار بللی کېدلی.