ادب

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

کله چي موږ د ادب په باره کښي څېړنه کوو نو هلته دا خبره بېخي واضح شي چي د اسلام له ظهوره سره سم په مغربي او اسلامي دنيا کښي چي کوم ارتباط پېدا شو نو په هغه کښي تر ټولو مهم رول د عربي ژبي ؤ. ځکه خو د عربي لغاتو څرک او د ځينو عربي تورو استعمال په هره لويه او کوچنۍ ژبه کښي ليدل کېږي.  

 ليکوال: ارباب محمد عثمان کاسي

   د مجلې ګڼه: ۱۷مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جنوري تا جون ۲۰۱۹

د مثال په توګه به يو لفظ ادب را واخلو، دغه لفظ يو قديم او واضح پس منظر لري. د "Concise Encyclopedia of Arabic Ccivilization" مطابق ادب Adab چي په اردو لغت کښي ورته د تهذيب ښائستګي انسان دوستي او له ژونده سره د ميني معنٰی واضح شوې ده، خو دغه لفظ خپل سفر له انتهائي قديم دور څخه پېل کړی دی. 

که وګورو نو په قرون وسطٰی کښي د عربي ژبي د صرف و نحو خاوندانو دغه د ادب لفظ د مذهبي يا په کلني جشن کښي د ډېر لوئ شاندار ضيافت د تياري "toprepare feast" په هکله پکار راوستلی دی. يعني هغه ضيافت چي پکښي ګڼ شمېر مېلمانه رابلل شوي دي. 

په بدوي رسم و رواج يا په بله معنٰی په عهد جهالت کښي د رابلل شوو مېلمنو د مېلمستيا دپاره به خصوصي انتظامات کېدل. 

د يادولو وړ ده چي د مغربي تهذيب څخه متاثر شوو د عربي ژبي ځيني ماهرينو د "دب" لفظ چي د جمع صيغه ئې "ادب" جوړېږي هغوئ دغه ادب د رسم و رواج او د رواياتو د خاصيت يا د سکونت په معنٰی کارولی دی. 

بهر صورت د علم صرف ماهرين "Etymologist" په دې ټينګار کوي چي "ادب" يوازي دا نۀ چي د نظام حيات له جزئياتو څخه دی. بلکې د خپل دور د تاريخي، جغرافيائي، سماجي، اخلاقي، تهذيبي عواملو هم په زړۀ پوري عکاسي کوي. 

د ادب د لفظ يا د ادب د کلمې واصل معنٰی ته د وسعت ورکولو په ترڅ کښي ماهرين په دې عقيده دي چي د خلګو د خذمت او راه و رسم زياتولو دپاره او و منزل مقصود ته د رسېدلو دپاره ادب يو مهم توکی دی. 

خو د ادب دغه کردار د اديب مرهون منت وي ځکه چي اديب خصوصاً هغه اديب چي د علم و ادب سره ئې تړون وي، ادب ښوونکي وي په فن شاعرۍ او صرف و نحو باندي پوهېږي. پخپلو پخوانيو نسلونو باندي نۀ صرف خبر وي بلکې په دې هر څه کښي خپل انتقادي نقطه نظر هم لري او پر دې باندي رڼا هم اچولی شي هم هغه اديب د ادب حق ادا کولی شي. 

ولي نن چي دنيا بدله ده خصوصاً زموږ پر سيمه د جهالت غربت بې روزګاري او ناروغيو توري پردې غوړېدلي دي. زما په خيال د دغه مسائلو د حل لاري او د دې نشاندهي کول د هم دغه اديبانو وظيفه ده او هم دا د اديبانو اساسي منصب او مسلک دی. 

خو د اديبانو دپاره دا هم يو لازمي امر دی چي هغوئ يوازي پر مشاهده باندي نۀ بلکې پر مجاهده باندي هم عمل وکړي. دا ډول به د ادب قارئين د ادب په واسطه د خپل ماحول چاپېريال او نورو کړکېچنو حالاتو صحيح تجزيه اوکړی شي. 

له دې علاوه د مسائلو له تشخيص سره سره د مسائلو د حل لاره لټول هم يو ضروري امر دی چي د هغه دپاره ښوونکی د انصاف او قانون محافظين هم و دې ته اماده کول دي چي هغه خپله توجه دې خوا ته راوګرځي. 

هم دا ډول به په دغه حقيقي ادب کښي دا رنګ او خوند پېدا شي چي پر هر مضمون باندي له سير حاصل بحث نه وروسته به داسي خوندور او پر لطف طريقه کار رامنځته شي چي هره واقعه، قصه، روايت، ضرب المثل او کهاوتونه به د ادب د لو لارو د پرانستلو سوب وي او دغه صحت مند ادب په چاپېريال کښي د انسانانو د خواخوږي يوه ښۀ ذريعه وګرځي. 

خو بېرته به خپل اصل موضوع ادب ته راشو، د عربي ژبي مشهور اديب الهمداني او الحراري د ادب لفظ صرف "ادب  خاص" او د ادبي کتابونو"Bless latters" پوري محدود ساتلی دی. 

دلته بايد دا وضح کړم چي د مذکوره انسائيکلو څخه دغه اخذ کرده مضمون ما د طالب علمانو دپاره په ګوته کړی ګنې دانشوران او له ادب سره اړه لرونکي ليکوال خو لا د مخه په دې پوه دي چي ادب د کومو کومو څيزونو دپاره بروئ کار راوستل کېدائ شي. ظاهره ده چي هغه به چي دا کښي مهم رول هم لوبولائ شي هم دغه وجه ده چي نامتو طربيه شاعر چارلس چپلن پخپل خود نوشت کښي ليکلي دي "A Poem is a love latter to the world". 

هم دغه رنګه يوه بل مشهور نقاد د ادبياتو نخښه (نښاني) دا ښودلې ده"Who feels the truth life in their eyes". 

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

د کاپي کولو په صورت کي د دغه ليکني بشپړه لينک او د منبع يادونه حتمي ده.
ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ