دعا او ښېرا 

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال: آرزو زيارتواله     

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸     

له خوش قسمتۍ پښتون قوم د دنيا هغه واحده قوم دی چي من الحېث ټول مسلمانان دي او د دنيا د نورو مسلمانانو قومونو په مقابله کښي پر دين اسلام مئين او تر حده زيات پر شريعت پابنده خلګ دي او خپل ټول ژوند په اسلامي طرز تېروي. په ډېره خوشحالي خپل فرض لمونځ ادا کوي، روزې لري زکوٰتونه ورکوي صدقه خيراتونه کوي او د الله کورته حج له وتلو ته بې تابه وي خو دلته دا هم موږ  وينو چي پر خپلو  رسمونو، رواجونو باندي هم ټينګ ولاړ دي تر کومه حده چي د دعا تعلق دی نو دعا د عربي ژبي توری دی چي لغوي معنٰی ئې د التجا او ږغ کولو ده. په دې دنيا کښي هيڅوک هم له دعا څخه خالي نۀ شي کېدائ دعا يوه ناديده خزانه ده يو عظيم نعمت او يوه انموله تحفه ده. دعا د الله پاک عبادت ده. رسول الله  فرمائي بېشکه دعا عبادت ده بيا حضور اکرم  دا ايت تلاوت فرمائي: 

وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ (غافر:۶۰)

ژباړه: او ستاسو خدائ وائي دعا کوئ ماته ږغ راکوئ زۀ ستاسو دعاوي قبلوم. 

له ابو هريره څخه روايت دی چي رسول الله  وفرمائيل چي کوم څوک له الله تعالٰی څخه دعا نۀ غواړي نو الله پاک پر هغه باندي غضب ناکه (يعني غصه) کېږي. ابو هريره فرمائي چي نبي کريم  وفرمائيل: 

خدائ ته نږدې تر دعا زيات د قدر لائق بل شی نشته. 

په دعا غوښتلو الله تعالٰی انسان له عظيمه ثوابه نوازي. 

د دعا په واسطه خاص او عام هر قسم مطالبې پوره کولی شي. چي تعلق ئې له دين سره وي که له دنيا سره له ژوند سره وي که له مرګ سره د دعا د فائدو له قبله الله تعالٰی په فرض عباداتو کښي هم دعا فرض يا مستحبه بللې ده. 

د دعا ضرورت هر وخت وي د نن سبا له فتنې فساده ډک وخت کښي د تباه کن حادثاتو او د مسلمانانو د بې قدرۍ په وجه د دعا ضرورت نور هم ډېر زيات شوی دی. 

وَمَا أَرْسَلْنَا فِي قَرْيَةٍ مِنْ نَبِيٍّ إِلَّا أَخَذْنَا أَهْلَهَا بِالْبَأْسَاءِ وَالضَّرَّاءِ لَعَلَّهُمْ يَضَّرَّعُونَ (الأعراف:۹۴)

ژباړه: او چي کله هم موږ په يوه بستي کښي نبي ولېږی نو د هغه ځائ اوسېدونکي مي په سختي او تکليف کښي اخته کړل په دې چي دوئ ګړ ګړاو (زارۍ ، خواستۍ) شي دعا وکړي.

د خير و برکت د نزول او د مشکل يا د بلاؤ د شړلو دپاره هم دعا ډېره عظيمه ذريعه ده. دعا له يو مصيبته څخه د خلاصون سبب دی. 

أَمَّنْ يُجِيبُ الْمُضْطَرَّ إِذَا دَعَاهُ وَيَكْشِفُ السُّوءَ (النمل:۶۲)

ژ‌باړه: څوک دی چي د لاچاره پر ږغ د هغه مرسته کوي او مشکلات ور اسانه کوي. 

په سائنس کښي د دعا اهميت: 

يوازي په ناجوړي کښي نۀ په نورو مشکلاتو کښي هم د ايمان خاوندان له مهربان او رحيم کريم رب څخه مرسته غواړي او دا ږغ د زړۀ له کومي څخه پخپله راوزي او بيا دا په مشکلاتو کښي خواخوږی په ناروغي کښي درد منده طبيب او له درده په زګېروي انسانو دپاره مهرباني نرسي پام لرنه جوړه شي. 

که ناجوړي وي يا بل مصيبت يو غيبي طاقت انسان په ډېر لوئ شفقت او قوت سره د هيلي پر لاره وړي. پر الله تعالٰی له بهروسې بغير نۀ يو طبيب طبيب وي او نۀ يو چاره ګر چاره ګر کېدائ شي. پر علاج او شفا دپاره پر خدائ بهروسه دومره ضروري ده لکه څومره چي دوا وي او پر رب کامله بهروسه د علاج کوونکي دپاره هم دومره ضروري ده لکه څومره چي د مريض دپاره ده. 

د دعا اهميت د پښتنو پر ژوند ډېر اثر اچولی دی او د ايمان کامل خاوندانو دعا په خپل روزمره ژوند کښي يو وخت يو ځائ هم له زړۀ او خُلې نۀ باسي. دلته به زۀ يو څو پښتني د روزه مره ژوند دعاګاني وليکم چي له سهاره تر ماښامه ئې موږ ګردان کوو. کله چي د يو چا زړۀ له چا ښۀ شي او يا بيا څوک ورباندي ګران وي لکه اولاد، مور پلار باندي او يا بيا پلار مور خور ورور مېړه مائينه او داسي نوري رشتې يو پر بل باندي نو اول خو د هره لمانځه بعد دعا ورته کوي خپل خپل د ځان په حق کښي دعا کوي او و ټول اسلام ته دعا کوي مطلب دا چي له سهاره تر ماښامه د هر کار دپاره دعا غوښتل يو عادت جوړ شوی دی.

عامي او ساده دعاګاني:

ستړي مۀ شې، الله دي وساته، خدائ دي خير درپېښ کړي، په خېر رالې، بې ايمانه مۀ شې، په مخه دي ښۀ شه، د بريا په هيله، اختر دي بختور شه، پر ځواني دي برکت شه، خدائ دي له باقي غمه وساته، الله دي  د زړۀ صبر درکړي، الله دي مل شه، خدائ دي مۀ خواروه، خدائ دي په خواره سترګه مۀ راوينه، زرغونه شې، لويه شې، نيک زنانه شې، خدائ دي له بدو سترګو وساته، د اوو زامنو مور شې، په برکت شې، له خوارۍ ژغورلګي شې، له نظره مۀ شې، زرکلن شې، ښاده شې، بلا دي واخلم، ځار ځار، قربان، صدقه، خيرات، رزق دي له دريابه شه، تبه دي پر غاړو غرو شه، د اسمان ستوری شې، الله دي پر سره ودره. 

دا خو وې زموږ د روزمره ژوند څو اسانه دعاوي اوس به د ښېرا په هکله وليکم.

ښېرا:

زيات خلګ د خپلو د ښمنانو دپاره بد دعاوي کوي د يوه مسلمان د بل مسلمان دپاره ښېرا کول جائزه نۀ ده. له حضرت جابر څخه روايت دی چي رسول الله  ارشاد فرمائي: 

و خپل ځانته خپل اولاد ته و خپلو غلامانو ته او و خپل مال ته ښېراوي مۀ کوئ. (داسي نۀ وي) چي هغه د قبوليت وخت وي او ستاسو ښېرا قبوله شي. (سنن ابي داؤد ۱۵۳۲ )

د مظلوم له ښېرا وورېږئ حضرت محمد  فرمائي:

چي خپل ځانونه د مظلوم له شر وژغورئ له دې وجهي چي هغه له الله تعالٰی څخه خپل حق طلب کړی وي او الله تعالٰی له حق دار څخه د هغه حق غوښتلو څخه نۀ راګرځوي. (حواله بهيقي، رواي حضرت علي)

له حضرت ابو هريره څخه روايت دی چي حضور اکرم  وفرمائيل: 

د مظلوم بد دعا قبلېږي که هغه فاجر وي هم د دۀ فجور به د دۀ پر خپل ځان وي). صحيح الجامع (۳۳۸۲)

ښېرا صرف توری نۀ دی چي و چاته څوک تکليف ورسوي د هغه آه هم ښېرا شي. الله تعالٰی ظالمانه فعل نۀ خوښوي دغه رنګه له مظلوم سره تېری او اسراف هم نۀ خوښوي، ولي چي دا هم يو ظلم دی د يو مسلمان و بل مسلمان ته بې د نا حقه ښېرا کول ناجائزه يعني روا نۀ دی که يو مسلمان ورور پر بل ورور ظلم کړی وي نو د مړۀ ښېرا دي وکړي چي څومره ظلم پر شوی وي. له دې څخه دي نور زياتی نۀ کوي او که د هغه له طرفه ورکول شوي تکليف باندي صبر وکړي او هېر ئې کړي نو دا به د هغه دپاره ډېره ښۀ وي. د الله تعالٰی فرمان دی:

وَإِنْ عَاقَبْتُمْ فَعَاقِبُوا بِمِثْلِ مَا عُوقِبْتُمْ بِهِ وَلَئِنْ صَبَرْتُمْ لَهُوَ خَيْرٌ لِلصَّابِرِينَ (النحل:۱۲۶)

ژباړه: او که تاسو په بدله کښي سزا ورکوئ نو دومره ورکړی چي څومره ئې تاسو ته تکليف درکړی وي. او که تاسو صبر وکړی نو دا د صبر کولو والا دپاره بهتره ده. 

پر دې مځکه باندي تر ټولو لومړۍ ښېرا د کومي په وجه چي پر مځکه د هغې اثرات ښکاره شول. د الله تعالٰی د اول رسول سيدنا نوح  ښېرا وه. هغوئ ابوالبشر ثاني ياست. دې عظيمي هستۍ نهه نيم سوه کاله عمر ؤ. الله تعالٰی هغوئ د عراق سرزمين دوه مشهوره و معروفه دريابو دجله و فرات په منځنۍ علاقه کښي د (وکوم ته چي جزيره وئيل کېږي.) د خپل قوم و خواته پېغمبر رالېږلی ؤ تاسو ټولو عمر د الله توحيد او د هغه خالصه عبادت دعوت ورکوی. په دا ټول ژوند نۀ ستړيا محسوسه کړه او نۀ بې زاري. شپه و روځ ئې په پټه پټه او په ښکاره هم په هره طريقه د حق د لاري بلنه ورکوله خو هغه قوم د هغه په خُله نۀ کول د هغه پر تبليغ به ئې په غوږو کښي ګوتي ونيولې او دا هغه پوري بې مسخرې کولې او په ډېره بې باکي ئې د الله تعالٰی د عذاب غوښتنه وکړه. د هغه قوم ووئيل اې نوح! تۀ له موږه همېشه جګهړې کړي دي که تۀ ريښتونی ئې نو د کوم عذاب چي تۀ له موږ سره وعده کوې هغه بس راوړه (هود۲۳)

د نهه نيم سوه کاله محنت او کوشش نتيجه کښي صرف له ۴۰ څخه واخلې تر ۸۰ پوري خلګو ايمان راوړی او د نورو د ايمان راوړلو توقع ختمه شوه. تر دې حده چي پخپله الله تعالٰی وفرمائيل: وس زياته ستا د قوم يو کس هم ايمان نۀ راوړي علاوه له هغو چي ايمان ئې راوړی دی وس د دوئ پر کرهڼو افسوس مۀ کوه (هود ۶۳)

چي د قوم شرارتونه تر حد زيات شول هر حد ئې پار کړی نو الله تعالٰی په حکم د خپل قوم د کافرانو دپاره پر دې ځمکه تر ټولو لومړۍ ښېرا او په خپله ښېرا کښي وفرمائيل: 

تۀ پر دې ځمکه د يوه کافر کور مۀ پرېږده که تا دوئ پرېښوول نو دوئ به ستا بندګان بې لاري کړي او چي د دوئ له نسله پېدا کېږي ګناه ګاره او سخت کافر به وي. (نوح ۷۲ )

ښېرا په ظاهره خو يو کوچنی لفظ وي چي له ژبي په ډېره اساني سره ادا شي خو د دوئ اثرات بېخي زيات اغېزمن وي د کوم په وجه چي ابادۍ په ويجاړه کښي بدله شي، د دولت مال په ځانګو ځنګېدلي خاندانونه فقيران او محتاجه شي او پر بازار وګرځي خيرونه ټولوي. جوړ روغ انسانان په ناروغي اخته شي او د اقتدار په نشه مست له تخته پرېوزي په قيد و بند کښي ژوند  تېروي او د نورو دپاره د عبرت نښانې شي. په دې وجه حضور اکرم  و حضرت معاذ بن جليل ته وصيت کوي او فرمائي:

د مظلوم له ښېرا وبېرېږه ولي چي د دۀ او د الله تعالٰی تر منځ يوه پړده نشته. (متفق عليه) 

هره ښېرا چي مظلوم ئې د خپل حق دپاره کوي روايشت لري خو ځيني خلګ په زياته بيا ښځي پر نۀ څه له سهاره تر ماښامه بد دعاوي کوي او چي کله دوئ تنګي شي نو و خپلو بچو ته خوېندو وروڼو ته ښېراوي کوي، بدعا و خپلو ته بېخي نۀ دي کول پکار، ولي چي داسي نۀ وي هغه وخت د قبوليت وي او ښېرا قبوله شي نو بيا به انسان ټوله ژوند ارمانونه کوي. د خپل اولاد بايد ښۀ تربيه وکړي هر وخت بې ځايه ښېرا کولو سره انسان بې تهذيبه معلومېږي. د اخلاق تقاضا هم دا ده چي انسان په ښۀ خُله خبري وکړي ښېرا او غصه کول د ځان او اولاد نقصان دی. دا منم چي ښځي مظلومه دي په ډېرو وختو او ځايو کښي ورسره نا انصافياني کېږي نو ځکه دوئ ښېراوي هم کوي او ژړا هم. په دې خو وائي چي د خوار دپاره ژړا ده يا ښېرا. لکه څنګه چي مي  مخکښي ليکلي پښتون قام خپلو رواجو کښي راګير قام دی نو دلته ښېرا هم د يو رواج صورت اختيار کړی دی. د نمونې په توګه يو څو ښېراوي ليکم:

ښېرا: په رب خوار شې، سترګي دي ووزه، درپه دره شې، دواړه دي خطا شه، په غبرګو ړوند شې، بېخ دي وخېزه، خواره وراره شې، بوره شې، کونډه شې، ارمان دي مۀ خېزه، زوئ مړګي شې، ځواني مرګه شې، رنګ دي ورک شه، ګور دي مه بامه، دوزخي شې، غرقه شې، ړندۀ شې، درپه دره شې، د خوارو ملۀ شې، ژبه دي زغ شه، خوان دي ورک شه، نوکان دي ووزه، زړۀ دي مۀ نورېږه، پرخير مۀ شې پېښه، در دي ودرېږه، چينجي وکړې، پر مزغي ونښلې. مزغی ماتی شې، پر ښۀ مۀ شې پېښه، شنه دي واوړه، بېخ و باتر دي وخېزه، زنه دي وتړل شه، په سپين کفن کښي نغشتې شې، سترګي دي ووزه، سر دي پر تخته شه، سپۍ و خلګ سرو تشځ، ټک ټک شې، شاپر دي مات شه، زړۀ دي خاوري ووهه، سر دي له خاورو ډک شه، تر خاورو لاندي شې، پر سر د ژل اوار شه، سنډه دي پرې شه، په عزرائيل خبر شې، کور دي وران شه، پر کور دي غم شه، د بابک مېنه دي سپېره شه، ګلان مۀ وکړې، وچه لښته شې، هوس دي وچ شه، ژبه دي زغ شه، ځله ټک وهې، غبرګ مړې شې، ملا دي شنه شه، شله شوټه شې، د تلي ځائ دي اور شه، خاوري آخري تور دوزخ دي ځائ شه، تر نس دي ويني راشه، پر سره کډهل کښېنې، په نس مۀ مړېږې، مرګ دي پرده شه، سپيني دي پرې شه، خواره خستکه شې، دروند دي لاندي که، د ازارو پر بازار شې.

ښېراوي خورا ډېري شوې دا هغه ښېراوي دي چي زموږ نالوستي مېرمني ئې له سهاره تر ماښامه ګردان کوي لکه څنګه چي مي مخکښي ليکلي وو د خوار يا ښېرا يا ژړا. موږ له پکار دي چي د چا زړۀ نۀ کړو ازار چي د ښېرا پر ځائ دعاوي راته وکړي. خدائ دي هيڅوک د ازارو پر بازار نۀ کړي. ډېري ښائستې دعاګاني مي هم وليکلې او د قبوليت وخت معلوم نۀ وي ځيني ښېرا خو بې ځايه ځي چي له زړۀ نه وي خو بيا هم اول دي الله پاک ټولو ته د نيکو عمل ورکړي الله دي هيڅوک نۀ کړي ښېرا خولی، که د هر چا د ښېرا عادت وي بايد دا بد عادت پرېږدي، ولي چي په ناوړه کارو انسان ډېر بد معلومېږي. الله دي د ښو توفيق راکړي چي د چا زړۀ نۀ کړو ازار او پر ځائ د ښېرا دعاوي ټولي کړو.