کمال خان شېراڼي ياد غونډه

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال:مير حسن خان  اتل   

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸     

سائیں کمال خان شېراڼی د سهېلي پښتونخوا بلکې د لر او بر وطن هغه نابغه مخکښ او استاد ؤ چي پښتو ادب، صحافت او د سياست په برخه کښي ئې د بنياد کاڼی ايښی دی. سائیں کمال شېراڼی په کال ۱۹۲۴ کښي د کسې غرۀ په لمن شنه پونګه  کښي زېږېدلی دی. لومړۍ زدکړي ئې په ږوب او د لسم ټولګي امتحان ئې له سنډيمن سکول پښين څخه پاس کړ. د لوړو زدکړو لپاره اسلاميه کالج پېښور ته ولاړ او له نوموړي کالج څخه ئې بې اې انرز اکنامکس وکړ سائیں کمال پر ۵م نومبر ۲۰۱۰کښي وفات او خپل کورته څرمه د سليازي د سند پر غاړه ښخ دی. پښتو اکېډمۍ کوټي د دې نابغه او استاز په وياړ په نېټه ۵ نومبر کال ۲۰۱۸ کښي په خان شهيد تالار کښي د يوې ورځي سېمينار تابيا وکړه. 

دې يوه ورځني سېمينار ته د سهېلي پښتونخوا د بېلابېلو سيمو سياسي ګوندونو پوهنتونونو د علمي او ادبي حلقو په استازيتوب مشران پوهان او ادب ذوقه خلګ رابللي شوي وو.  سېمينار پېل د قرآن پاک په مبارکو آياتونو وشو د صدارت چوکۍ د پښتو اکېډمۍ کوټي صدر سيد خېر محمد عارف صاحب ته وسپارل شوه، د لومړۍ مقالې لپاره ښاغلی داؤد مومند ته بلنه ورکړل شوه ملګري داؤد په خپله مقاله کښي  د سائیں کمال شېراڼي پر ژوند، سياسي، علمي او ادبي خدماتو تفصيلي رڼا واچوله. د دوهمي مقالې لپاره له ږوب څخه راغلی مېلمه ښاغلی امير جان لالا ته بلنه ورکړل شوه، ښاغلي امير جان لالا په خپله مقاله کښي د سائیں په شخصي ژوند رڼا واچوله په څنګ کښي  څو داسي تاريخي خاطرې ئې بحث کړې چي د سائیں کمال خان شېراڼي د علمي او ادبي خدماتو څرک پکښي څرکېدلی.

د درېيمي مقالې دپاره نوموړی سياست مدار ښاغلي رضا محمد رضا ته بلنه ورکړل شوه ښاغلي رضا محمد رضا په خپله وېنا کښي د سائیں کمال خان شېراڼي په سياسي خدماتو تفصيلي رڼا واچوله د مقالو په لړ کښي اوسترۍ مقاله د بلوڅي او اردو ژبي نامتو ليکوال محقق او سائیں کمال ته نږدې  ملګری ښاغلی ډاکټر شاه محمد مري ووئيله. ډاکټر صاحب په خپله مقاله کښي د سائیں کمال خان شېراڼي د ژوند هغه اړخونه د بحث موضوع ګرځولي وو په کومو کښي چي د هغه انسان دوستي او طبقاتي مبارزې عکاسي شوې وه. له مقالو وروسته د پښتو اکېډمۍ لخوا يو داسي دستا وېزي فلم وړاندي کړل شو په کوم کښي چي د سائیں کمال شېراڼي د ژوند علمي او ادبي منډو جائزه اخستل شوې وه. دا دستاويزي فلم د سېمينار د ګډونوالو لخوا ډېر وستائيل شو ځکه چي د ژبي او ادب په تاريخ کښي دا نوې هڅه او نوی روايت ؤ. د سېمينار په پائ کښي د پښتو اکېډمۍ صدر ښاغلي خېر محمد عارف صاحب خپله صدارتي وېنا وکړه او د ټولو ګډونوالو مننه ئې وکړه. د دريځ چاري مير حسن خان اتل تر سره کولې د سېمينار په پائ کښي ټولو ګډونوالو تر د ميله ورکول شوه. په دې سېمينار کښي له کوټي پرته ږوب، لورالائي، قلا سېف الله، پښين او نورو سيمو ګڼ شمېر خلګو ګډون وکړ.