صاحبزاده حميدالله ياد غونډه مېړني دي چي يادېږي،

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال:ضل اشنا   

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸   

يو سلسله واره لړۍ پښتو اکېډمۍ کوټي پېل کړېده، چي د پښتو ادب،سياست،تاريخ نوموړي او د وتلو اتلانو په ياد غونډي صادري وي. چي اوسنی روان بهير د پښتو ادب،سياست،تاريخ،جغرافيه او ملي اتلانو څخه باخبر پاته شي.د ماضي په هنداره کښي د معروض وګړي خپل راتلونکی ګوري.

هغه ليکوالان چي د ملت،خاوري،ژبي،ادب پالنه د ښامار په خُله کښي په غښتلي اندامونو کړېده.قلم ئې تاند او ساتلی ؤ که څه هم لوږه ئې مېلمنه وه،خو خپلي ملي مسئوليت ته ژمن پاته شوه او د لاري ټول ځوزانو ته د پښتون ملت مخکښو په خپلو تلو کښي يوړه او لاري ئې د ملت پالني وطن پالني ژبپالني لپاره پاکي کړې.

خپلو راتلونکو بچو ته ئې په لاروکښي څراغونه پرېښول لکه استاد دروېش درانی صاحب چي وائي

       څـراغـونه مي تـر شا پر ايښي نۀ دي

       زما پلونه به په کار درشي په لار کښي

                نن هم هغه ملي مخکښ دي چي پښتانۀ ئې په سندرو کښي يادوي. معروض هم د تېر شوو مخکښانو پر وئيلو او ليکلو تنده خړوبوي.

د پښتو اکېډمۍ وياړ بولم چي په ډېر نامساعدو حالاتو کښي ئې خپل وجود ژوندی وساتی اوخپل دغه سفر ئې په مړانه تر نن پوري را ورسوی.

  ادب او سياست نوک و ورۍ دي. چي کله د پښتنو ګوند په ايالت کښي پارلماني چوکۍ وګټلې نو ئې لومړی د اکېډمۍ بوديجه لوړه کړه ،ورسره ئې د بيا رغوني لپاره په کار لاس پوري کړ، د اکېډمۍ مسئولينو په ملي جذبه ورسره په خپل څېړنيز اوتخليقي کښي لستوڼي را ونغښتلې چي په لږ وخت کښي ئې خورا ډېره اغېزه پښتو ادب او ژبي ته ورکړه.او لا دا لړۍ تانده روانه ده، ورک تاريخونه ئې را پېدا کړه نومورکي ئې پېدا کړه پښتون ځوان کهول و پښتنو سره ئې شناخته کړه.

د سېمينارونو پرله پسې لړۍ کښي دا ځل نوبت د سهېلي پښتونخوا نوموتی اديب ليکوال شاعر ارواښاد صاحبزاده حميدالله ته ور ايستلی ؤ، چي د دسمبر پر ۱۳م تاريخ ئې په خان شهيد تالار کښي ئو لوی سېمينار را بللی ؤ چي پکښي زيات شمېر برخه والو پکښي ګډون درلودی،مقالې،وېناوي،سياست پوهانو، او اديبانو په ګډه د ياد سېمېنار څخه ليدنه وکړه.

صاحبزاده حميدالله د سهېلي پښتونخوا په لرغوني اولسوالۍ پښين کښي د عبدالرحمان کاکړ په نغري کښي سترګي روڼي کړې.

لومړۍ زدکړي ئې په کلي کښي، وروسته ئې د زدکړو ټولي حجونه وکړه. د ښوونځي د استاد د لېسې د مدير او په ګڼ شمېر چوکيو د زدکړو پاته شو. 

  د زدکړو سره سره ئې د ژبي ادب تاريخ او ژباړو نۀ تم کېدونکې سلسله پر مخ يوړه،چي شا و خوا سل چاپ کتابونه او ګڼ شمېر ناچاپ کتابونه ئې وليکل، په ورځپاڼو کښي ئې ليکونه،پښتو او پښتنو ته ميراث ورکړه. 

پر ۱۳ دسمبر ۲۰۱۶م کال کښي ئې د .... کلو په عمر کښي خپله سا ستر څښتن ته وسپارله او وفات شو پر ګور ئې نور. پاته نغري ته تسليت. 

پښتو اکېډمۍ يو وار بيا تاريخ تازه کړ چي دغه ليکوال اديب ئې د تاريخ په پاڼو کښي صفت کړ او خوندي ئې کړ او داسي به نور غښتلي هم له ايرو را وباسي او پاک به ئې کړي.

د جمعرات په ورځ پر ديارلسم د دسمبر د ارواښاد دوهم تلين ورځ وه، چي پښتو اکېډمۍ ورباندي د مېړني دي چي يادبږي، په هار کښي دغه غمی هم و ټومبی او يو پرتمين سېمينار ئې ورباندي جوړ کړی.

د ياد سېمينار د دريځ چاري پوهاند فيض محمد شهزاد پر مخ وړلې چي د خليل الله تصميم د تلاوت څخه ئې د سېمينار پېل وکړ، دريځ ته ئې د دروند مېلمه په حېث ښاغلی ډاکټر عبدالله خان صاحب او د ارواښاد زوئ صاحبزاده عتيق الله او د اکېډمۍ صدر ښاغلی خېرمحمد عارف صاحب وبلل د خان شهيد تالار کښي برخه وال په زيات شمېر کښي ګډون درلودی.

ښاغلی ډاکټر شفيق صاحب، ښاغلی عمر ګل عسکر، پوهاند ښاغلی برکت شاه کاکړ،د اکېډمۍ عمومي مرستيال ښاغلی خليل باور، ښاغلي ډاکټر عبدالرؤف رفيقي، پوهاند ښاغلي عبدالخالق مندوخېل خپلي عالمانه څېړنيزي مقالې واورولې چي د صاحبزاده صاحب هر اړخيز چوکاټونه ئې پکښي  ښکاره کړي وو، او د صاحبزاده حميدالله صاحب ادبي هلي ځلي نظمونه غزلونه، خاکې، ژباړي،په پنځو ژبو نظم و نثر، د عربي او فارسي ادب شناسي، او د عمر تر پايه ئې د پښتو ژبي ليک، مقاله ويونکوو رابرسېره کړی. 

د پښتو ادب په واڼه کښي ئې د صاحبزاده حميدالله صاحب خپله برخه ډېره څه وبلل چي صاحبزاده  حميدالله صاحب د سهېلي پښتونخوا او او لر وبر افغان په کچه د اديبانو قطار ته پورته کړ او د دۀ دا زيار ئې د ستائيلو او تشويق وړ وباله.

ياد سېمينار ته د ايالت پخوانی وزير د پښتونخوا مېپ ايالتي مرستيال سکتر ښاغلی ډاکټر حميدخان اڅکزی، پخوانی ايالتي وزير معارف مرکزي سکترښاغلی عبدالرحيم زيارتوال ،د پښين ولسوالۍ ښاروال شاغلی عسی روښان، د عوامي نېشنل ګوند ايالتي مشر د ولايتي شورا غړی ښاغلی اصغر خان اڅکزی، د ګوند ايالتي غړی عبيدالله عابد د بلوچستان ګوند د مرکزي کمېټۍ غړی ملک عبدالولي کاکړ ، وکيلانو،  ډاکټرانو، د پوهنتون محاصلينو، د ادبي ټولنو غړو، ليکوالانو،ژورنالسټانو، تاجرانو، علماؤ د اېم فل او پي ايچ ډي سکالرانو، لوستونکو،او د ژوند د هر برخي څخه وګړو برخه پکښي واخسته، او ياد اکېډمک سېمينار ئې وستائيه، او د پښتو اکېډمۍ دغه لړۍ ئې تشويق کړه.

   او دنورو علمي ناستو او کتابونه د چاپ غوښتنه ئې وشوه او ټولو د اکېډمۍ سره د هر رنګه مرستي لپاره خپل ځيګرونه وډبول.

صدارتي يا وروستۍ وېنا د اکېډمۍ مشر صدر ښاغلي خېر محمد عارف صاحب وکړه .او په خپلي ادبي وېنا سره ئې داسي ووئيل؛ چي د صاحبزاده صاحب بې وخته مرګ د پښتو بدبختي ده، ځکه صاحبزاده صاحب چي ژوندی وائ ډېر نيالګي به ئې د پښتو ادب په بڼ کښي د سبا لپاره ښخ کړي وائ خو بيا هم ډېر څه ئې راکړه موږ ته او پښتو ته.

اروښاد ته د عقيدت ګلونه وړاندي کوم؛ د ځينو خاطرو سره ئې  داسي زياته کړه چي پښتو اکېډمۍ ستاسو د هم ږغۍ په خاطر ډېر څه کولائ شي، او ډېر څه ئې کړي دي ،موږ دا لړۍ ته دوام ورکوو ورک به برسېره کړو، او ورک کتابونه به ستاسو لاسو ته در وړو، موږ تش د پښتو او پښتنو کار کوو ،هر څوک کولائ شي چي زموږ سره فکر شريک کړي؛ چي دا اکېډمۍ نوره هم پرمختګ وکړي، چي د ادب سياست، تاريخ،جغرافئې،ملي اتلانو، کار و زيار ته زرين پوښ ورکړي.

    دا د اولس په کومک کېږي دا اکېډمۍ زموږ نۀ ده. د پښتون اولس ده. هر پښتون دلته عزت او درنښت لري؛ هغه که د هر فکر او نظرئې څښتن وي، خو چي فکر او نظرئې پښتو او پښتنې ټولني ته ګټه ورسوي. 

د ټولو درنو مېلمنو راتګ ئې بريا وبلل ،او د اکېډمۍ لخوا ئې ورته پښتون ښه راغلاست ووئيل، او وروسته ئې د چائ چښلو ږغ وکړی چي ټولو مېلمنو ته ئې چائ بسکوټي مېلمستيا ورکړه.