کابل ته مۀ وايه چي ړنګ شې پنځمه برخه

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال:ډاکټر نصيب الله سيماب   

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸     

د محبوب الله محبوب په څنګ کښي چي مي ټوله لار کومه ننداره د دۀ د راکول شوو معلوماتو په مرسته وکړه هغه ننداره له تاسو سره هم ګډول غواړم. يو ځائ پر غرۀ لوړ ځائ جوړ شوی ؤ چي د باغ بالا په نامۀ محبوب راوپېژندی. په باغ بالا کښي انټر کانټيننټل هوټل تر هوټل لږ لاندي د لوئ جرګې خېمه وه په کوم کښي چي په دا نږدې وخت کښي لويه جرګه شوې وه.  او په دې نږدې ورځو کښي عبدالغفور لېوال او د دۀ ملګرو په هم دې خېمه کښي د ژبو عالمي ورځ لمانځلې وه. په کابل کښي چېري چي د پښتنو ابادي زياته ده هغه ځائ ته ئې خوشحال خان مېنه وئيل چي د باغ بالا سره نږدې اباد ؤ. د ټول کابل ابادي د يو اين (يونائيټيډ نېشن)  د سروې مطابق په ۲۰۰۵ کښي ۲۹۹۴،۰۰۰ نفوسو باندي مشتمله وه. خو په کال ۲۰۰۶ کښي  د افغانستان د سنټرل سټېټسټک دفتر لخوا شوې شمېرنه کښي د کابل ابادي ۳۰ دېرش لکهه ښکاره کړې ده.په افغانستان کښي د ابادۍ په لحاظ کابل تر نورو ټولو ښارو زياته ابادي لري. هم دا رنګه په نيو ورلډ انسائيکلو پيډيا کښي په ټول افغانستان کښي د قومونو د ابادۍ وېش دا رنګه دی. پښتون چي ژبه ئې پښتو مذهبي مسلک سني ابادي ئې په سلو کښي ۴۲ ده. دوهمه غټه ابادي د تاجک ده چي ژبه ئې دري او سني مسلمان دي،۲۷ فيصده ابادي لري. ازبک او هزاره ۹ فيصده ابادي لري او ۱۳ فيصده ابادي د ترکمن، ايمک، بلوڅ، نورستان او قزلباشو ده. د ژبو په نړيواله ورځ کښي د دې ټولو ژبو خپله خپله نمائندګي شوې وه.

په لاره کښي کابل پوهنتون، پولي ټيکنيک پوهنتون او د روزني او ښووني پوهنتون په مخه راغلو. په دې ورځو کښي د پوهنتنونو رخصتياني وې په ټول کابل کښي هم دا درې غټ پوهنتونونه دي. کابل پوهنتون چي د افغانستان لومړی پوهنتون دی په کال ۱۹۳۱ کښي د ظاهر شاه په وخت کښي جوړ شوی دی چي پرانسته ئې وزير اعظم محمد هاشم خان په کال ۱۹۳۲ کښي کړې ده. په دې پوهنتون کښي د ذراعت، اکنامکس، فارميسي، قانون، ادب، سائنس، انجنئيرنګ او فائن ارټس څانګي موجوده دي او په سلګونو لوستونکي په دې څانګو کښي خپلي لوړي زدکړي کوي.

د قرغې بند ته چي نږدې کېدو يوې خواته د فوج پخوانۍ چهاوڼۍ (فيرقه) وه او په اوس مهال کښي هم دولتي چارواکي پکښي اوسېدل. دا چهاوڼۍ هم په داسي حال کښي وه لکه څنګه چي ئې ملي اوردو(فوج )دی. د دې سره په څنګه کښي د ګالف غټ مېدان ؤ چي ځيني کسانو ګالف پکښي کاوی. پر غرونو شا و خوا واوره پرته وه خو موسم ډېر خوشګواره ؤ. بند ته چي ورغلو ټول بند يخ پخ ولاړ ؤ اوبه ئې يخی شوي وې. د بند يو خواته کابل بل طرف ته ئې پغمان دره وه. دې بند ته قدرت پخپله ځائ جوړ کړی ؤ داسي چي شاوخوا ئې غونډيان راګرځېدلي وې. موږ له کوسټره څخه کښته شو په پښو  د بند و نظارې ته روان شو. د بند پر غاړه باندي د تختو داسي ځايونه جوړ شوي ؤ چي په هغه کښي پنځلس شل کسان ښۀ په ارامه کښي نستلائ شو. کوربچې پکښي هواري وې بالښتان ورته پراتۀ وو. دا ځايونه د کرائې لپاره وو او په کرايه نيول کېدو. کوم سېلانيان چي دلته راځي دا ځايونه په کرايه اخلي د ناستي او ډوډۍ خوړلو لپاره. کوم خلګ چي د بند هوټلان چلوي هغوئ دا ځايونه جوړ کړي دي. ډوډۍ هم د هوټلانو ورکوي. د قرغې په بند کښي يو داسي هوټل هم ؤ چي په هغه کښي و خاص مېلمنو ته په خاصه موقعه کښي د ډوډۍ بندوبست کېږي. د خان شهيد په سېمينار کښي کوم چي د کابل په انټرکانټيننټل هوټل کښي شوی ؤ. په هغوئ کښي راغلو مېلمنو ته يوه غرمۀ په هم دې هوټل کښي مېلمستيا ورکول شوې وه.

موږ له دې ځايو څخه کښته د اوبو غاړي ته ورغلو. زۀ اسد الله دانش او ډاکټر خوشحال روهي سره روان وو. په دې تګ تګ کښي مو د نړيوالي مرکې په اړه ډېري خبري وکړې.ياد دي وي چي نړيواله مرکه په کال ۲۰۰۶ کښي د زيارت په نړيوال سيمينار کښي چي د پښتو ادبي غورځنګ لخوا جوړ شوی ؤ دا مرکه جوړه شوې وه چي د پېښور،کابل،کوټي او کندهار د مرکزونو په بنسټ استازي اخستل شوي وو چي دوئ به دپښتو ادب او کلتور لپاره ګډي هڅي کوي او داسي فليټ فارم به سازوي چي د ټول لر وبر نمائندګي وکړي. ډاکټر خوشحال روهي چي په ويښه په خوب، ناست او ولاړه کښي د پښتنو او پښتو ژبي د پر مختګ فکر ورسره وي. هم  دا وجه وه چي نړيوالي مرکې او د افغان کلتوري جرګې د غړو پر يو ځائ کولو لپاره ئې و دانش ته ذمه واري په غاړه ور واچوله. او ورسره ئې دا پوښتنه هم وکړه چي ستا څه فکر دی څنګه کولائ شو چي د لر او بر د پښتو ژبي ليکوالان فرهنګيان په يو لړۍ کښي وپيو. د دانش جواب ډېر ښکلی ؤ. فکر دي نور کوي زۀ به کار کوم. يعني ماته تش کار سپارئ چي تر سره کوم ئې فکر تاسو کوئ. که چېري زموږ هر اديب هغه ذمه واري پوره کړي چي د دۀ په غاړه وي نو پښتو ژبه به ډېره ژر هغه مقام ته ورسېږي د کوم چي موږ تش خوبونه ليدلي دي. دلته خو هغه خلګ زيات دي چي خبري خو ډېري کوي مګر کار ئې بېخي د نېست برابر دی. د قرغې د بند پر غاړه سوکه سوکه روان وو چي يوه بهرنۍ ښځه د خپل محافظ سره په سېل راوتلې وه او په دومره تېزي سره روانه وه لکه سېل ته چي نۀ واک (Walk)  له راغلې وي. د جمعې ورځ په افغانستان کښي د رخصتۍ ورځ وي نو ځکه په بند کښي د خلګو شمېر هم زيات وو. د بند و يخي ته ور نږدې شو. سوکه مو زړۀ وکړی لوړ ورباندي ودرېدو څلور پنځه ګامه پر وګرځېدو. موږ چي څنګه بېرته خپل نيول شوي ځائ ته راغلو چي د اوبو څخه ليري ؤ. نورو ځوانانو د قرغې د بند پر يخي باندي د فټ بال لوبه شروع کړه. ځينو ځوانانو ډبره ورباندي غورځوله او ځينو بيا سائيکل ورباندي چلاوئ. له دې څخه تاسو اندازه کولائ شي چي د قرغې پر اوبو څومره يخ تېر شوی دی چي دومره ټينګ يخی ئې نيولی ؤ. خو نن ئې لمر دومره تود ؤ لکه دوبی چي وي. هم دا وجه وه چي د قرغې بند د اوبو بند نۀ بلکې د لوبو مېدان ښکاره کېدی. 

د ډوډۍ پر وخت ټول ملګري سره يو ځائ شو، د خورک سره سره د ګپو دور هم شروع شو. ولي به نۀ ؤ هندو دي وي بي ګوړي دي وي. موږ به داسي ووايو چي دانش دي وي او مجلس دي بې ګپي  وي. په محفل کښي د دانش سره سره هر چا خپله برخه بقدر جوسه واچوله ،خو ماته د خندا پرته څۀ راپاته نۀ شو. چېري چي دا رنګه فضا جوړوي او د شعرونو باچا پير محمد کاروان موجود وي نو  تاسو فکر وکړئ چي محفل به څومره روماني رنګ اخستی وي .او بيا دا خبر هم د قرغې بند ته راورسېدی پر ګرځنده ټيليفون راورسېدی چي زرين انځور هم دا اوس اوس کابل ته راورسېدی په دې خبر زۀ پخپله ډېر خوشحاله شوم ځکه چي انځور صاحب زما لپاره ډېر مهم کس ؤ. په دې چي زما د پي ايچ ډي مقاله هم پر پښتو کره کتنه وه. ما له دۀ سره هغه وخت پر ټيليفون تماس نيولی ؤ چي دی په جرمني کښي ؤ. دې ادب دوست انسان ماته د هر رنګه مرستي ژمنه راکړې وه او خپله ژمنه ئې پوره کړې هم وه. نو د دا رنګه سړي سره د ليدلو موقع چي لاس ته راتله نو به ولي نۀ خوشحاله کېدم. په هم دې وخت کښي د کانټې والا راغلو ټولو ځانونه تول کړو موږ ته خو د کابل سېل دومري خوند راکړی ؤ چي وزن مي زيات شوی ؤ. کوم وخت چي زموږ د تګ وخت رانږدې شو په دا وخت کښي د بند پر يخي د خلګو تعداد بېخي زيات شو، عسکر ورته راغلو ټول ځوانان ئې د يخي څخه را ليري کړل چي داسي نۀ يو دربه پېښه شي. يو ځوان چي له تګ څخه ئې نټه وکړه عسکرو را ګير کړ او سټ ئې ورله ورکړ. هغه خو په منډه ځان ورڅخه خلاص کړی. خو دوه ځوانان چي پر يخي باندي بېخي تر ليري پوري تللي وو بېرته راروان وو عسکرو ئې انتظار  ايستی چي دوئ کله راورسېږي. نو به د قرغې و سېلانيانو ته يوه بله تماشه ورښکاره کوو. څنګه چي هغوئ راورسېدل عسکر مخته ورغلو. خو دا وار چي له چا سره مخ شوي وو هغه پښتانۀ وو او پښتون خو نو پښتون دی. د دوئ و د عسکرو سره جګړه شوه عسکرو هم جګړه داسي کوله لکه يو ذاتي (شخصي) ستونزه چي ورپېښه شوې وي. د قانون هيڅ رنګ نۀ پکښي ښکاره کېدی. بلکې داسي معلومېده لکه دې ځوانانو چي د دوئ پر جائيداد قبضه کړې وي. ځوانان هم هر څه ته تيار وو، ښائي چي د کوم يو لوئ سړي خپلوان وو. دا رنګه خلګ ځان له هر څه څخه بالاتر بولي . ځکه هغوئ ځان له قانون څخه لوړ ګڼلو. ما په زړۀ کښي دعا کوله چي خدائ دي دې عسکرو او ځوانانو ته پر قانون د عمل کولو وس ورکړي. چي داسي خوندوره فضا په بې خوندي نۀ شي بدلولائ. خلګ چي دلته د يو ساعت خوشحالۍ لپاره راځي د هغوئ خوشحالۍ په خواشيني نۀ کړي وربدله. د افغانستان د پوليس په حواله چي کوم شی ما وليدی هغه دا ؤ چي دا ټول پوليس (عسکر) له پنځلس (۱۵) څخه نيولې تر شلو (۲۰) کلو پوري ئي عمرونه وو. د زيات عمر عسکر ما نۀ پکښي وليدل. زۀ نۀ يم خبر چي دوئ د عسکرۍ کوم ټرېننګ اخستی ؤ که نۀ. که چېري دوئ اخستی وائ نو بيا ښائي چي دا رنګه ستونزي منځته نۀ وائ راغلي. 

د قرغې له بند څخه تقريباً درې نيمي بجې وې چي راروان شو د بند سهېلي اړخ ته پر غرۀ واوښتو چي نوي ابادياني (کورونه) په غرو کښي جوړېدل. ځيني ځايونه جوړ شوي وو خو ډېر لا د جوړېدو په حالت کښي وو. په هم دې ځائ کښي د عبدالغفور لېوال کور هم د جوړېدو په حالت کښي ؤ او پر داسي نقشه ئې جوړوی چي د شاعرانو لپاره پکښي د مشاعرې کولو ځائ موجود وي او له موږ ټولو سره ئې دا ژمنه هم وکړه چي کله تيار شي نو يوه خوندوره مشاعره به پکښي کوو. خدائ دي وکړي چي د دۀ د ښۀ کور او د ادب خدمت دواړه ارمانونه پوره شي. 

په کابل کښي چي کوم د سېل ځايونه يا پارکونه دي. په هغوئ کښي د قرغې سره سره باغ بابر، باغ بالا، زرنګار پارک، ښارِ نو پارک، باغ زنانه، چمن حضوري او نور شامل دي .د دې په څنګ کښي د کابل وڅنډي ته د پغمان ښائسته دره هم د سېلانيانو توجه خپل ځان ته جلبوي.له دې ځايه څخه باغ بالا ته راغلو د کوم ذکر چي مي مخکښي کړی ؤ. دا باغ پر لوړ غرۀ باندي جوړ شوی دی. په دې باغ کښي د امير عبدالرحمٰن خان قصر هم موجود دی چي موږ ئې تش له دباندي څخه ننداره وکړه. په دې باغ کښي هم د سېلانيانو شمېر زيات وو. له دې باغ څخه د ټول کابل ننداره په ډېره ښۀ توګه کېدائ شوه. له دې باغ سره تړلې يوه پېښه دا هم ده چي، شريف ارمان چي يو نامتو ناول نګار ؤ د هغه په هکله وئيل کېږي چي په هم دې باغ کښي د خپلي مائينې او دوو لوڼو سره د کال ۲۰۰۱ د نومبر په مياشت کښي د امريکې د بمبارۍ په سوب له منځه ولاړی. نۀ يم خبر چي دې رنګه بمبارۍ به څومره د شريف ارمان رنګه خلګ په ارمان له دې نړۍ څخه لېږلي وي. يو ساعت مي د ملګرو سره د کابل په ننداره سترګي خوږې کړې. د کابل تصوير مي د سترګو له لاري د زړۀ پر کينوس د تل لپاره خوندي کړی. تر څو چي مي زړۀ په کوګل کښي وي د کابل تصوير به ئې د سکرين سېور په ډول ورباندي موجود وي. 

له باغې بالا څخه راووتو نيت مو د صديق پسرلي صاحب کور کړی ؤ. د ښار په منځ کښي مو څه خړ د خاورو جوړ کورونه په نظر شو چي د کلوله پشته په نامۀ يادېدل. ښائي چي دا د هغه خګلو کورنه وي چي کابل د بد نظر څخه ژغورل غواړي. په دې ننداره ننداره کښي د "نې کوڅې" ته راغلو د يوه کور و مخته ودرېدو دا کور د محترم صديق پسرلي صاحب ؤچي د نې په کوڅه کښي په فکري حواله په دې کوڅه کښي په بدني حواله استوګن دی. 

محمد صديق پسرلی په پښتو شعر کښي د خپل ځانګړي اسلوب خاوند دی او دا وخت ئې د شعرونو مجموعې د نې کوڅه، ماته شپېلۍ، پسته اور، زورا، (کوچي ملا( ناول) او افسانې ئې هم چاپ دي، د دې کتابو سره سره ئې پښتو ادب ته ژوندي کتابونه د اسد الله غضنفر، امان الله ساهو، ايمل پسرلي، اجمل پسرلي او عصمت الله څاروان په بڼه کښي ورکړي دي. دا ټول د دۀ زامن دي. ښائي چي په جديد پښتو ادب کښي د  صديق پسرلي له کورنۍ سره د خوشحال خان خټک و کورنۍ ته  په دې وجه تشبيه ورکول کېږي.چي ټول خاندان ئې د پښتو ادب و چوپړ ته ولاړ دی ،له دې څخه د پسرلي صاحب د هر اړخيز شخصيت او له پښتو ادب سره مينه څرګندېږي. کنې موږ ډېر داسي اديبان لرو چي د هغه بچيان له ادب څخه بېخي ليري دي او ادب يو قسم بنزی ګڼي. پسرلی صاحب د ناجوړۍ باوجود زموږ هر کلي ته دنګه ونه شناوۍ ږيره قره قلي پر سر غټ پنډ څادر پر اوږو اچولی روڼ تندی خُله ئې له خندا ډکه ولاړ ؤ. د اسد الله غضنفر په رهنمائي کښي ئې تر حجرې پوري ورغلو. دلته هم مخصوص د چايو دور وچلېدی، شنې ترخې چائ له چاکليټو سره. پيو (شيدو) له چايو سره که څه هم د کندهار په مقابله د کابل خلګ لږ بلد ښکاره کېدل خو بيا هم هغه د يو شاعر خبره ده چي، دا لا څنګه کابل دی چي پکښي توري پتي نشته. ښائي چي د افغانستان بحېثيت مجموعې له تور چايو سره (پاڼو) بيا په زياته د پۍ له چايو سره ډېره علاقه نۀ درلوده. دا خبره ډېره خوندوره په دې ده چي شنې ترخې چائ د پيو د چايو رنګه تاواني نۀ دي. ګټه ئې که ډېره وه که لږ. سائنس پوهانو دا خبره لا هم کوي چي شنې چائ د کېنسر د ناروغۍ څخه سړی ژغوري. 

په دې محفل کښي اسد الله غضنفر پر سياسي موضوع که څه هم ډېري ګټوري او خوندوري خبري وکړې خو زموږ پر زړۀ ئې د پسرلي صاحب د مجلس ارمان نيمګړی پرېښود. په مجلس کښي ټولو ملګرو دا پرېکړه وکړه چي د انځور صاحب روغبړ ته ورځو. خدائ دي وکړي چي زموږ ټول اديبان دا رنګه مينه د يو بل لپاره په زړونو کښي وساتي څه رنګه مينه چي زما دې ملګرو د انځور صاحب لپاره درلوده. 

د پسرلي صاحب له کوره څخه د انځور صاحب پر لور راروان شو او په ملګرو کښي مو د يوه ملګري غضنفر اضافه هم وشوه. انځور چي په کومه سيمه کښي استوګن ؤ هغه سيمي ته ئې ماکرويان وئيل. د کابل وېش که موږ د سيمو د نومونو په حواله کوو نو داسي دی ښارنو، وزير اکبر خان، ماکرويان څلور، خېلخانه درې، کلولاپشته، شهرکونه، او زوړ کابل، د ماکرويانو دا سيمه تر نور ښار نسبتاً پر مخ تللې ښکاره کېده. ماکرويان ئې ښائي په دې ورته وئيل چي په دې نامۀ باندي ډېر فليټونه د روس د قبضې په وختو کښي جوړ شوي وو د هغه وخت مطابق به هر رنګه سهولت پکښي  ؤ خو اوس ئې حالت څه خاص ښۀ نۀ برېښې دی. د انځور صاحب چي کوم تصوير ما په مجله کښي ليدلی ؤ د هغه څخه بالکل په بله بڼه کښي مخي ته راغلی. او په دې هم پوه شوم چي  خلګ ولي مينه ورسره کوي .په دې چي د دۀ د کور په تنګه کوټه کښي چي زموږ شمېر تر لسو کسانو هم زيات وو د ځائ نېستي ئې نۀ کړه مسحوسه. ځکه چي د دۀ په زړۀ کښي يو جهان ځائېدی. (زرين انځور دا وخت د جرمني په ښار کولن کښي استوګن دی کله چي خپل هېواد ته د مېلمه په څېر راشي نو دلته اوسېږي) د نور مجلس سره سره چي کومه مهمه خبره مو د زرين انځور څخه واورېده هغه دا وه چي پروين فيض زاده ملال چي دا وخت د افغان حکومت لخوا په کراچي کونسلګري کښي خپله وظيفه تر سره کوي. په کراچي کښي د داسي  کتاب فوټو سټېټ په لاس ورغلی دی چي هغه به د پټي خزانې د اثبات په هکله يو پوخ سند وګرځي. خدائ دي وکړي چي د دې کتاب اصلي نسخه هم پېدا شي او دا قضيه د تل لپاره تر خاورو لاندي شي.

د انځورصاحب له کوره څخه ډېر ناوخته راووتلو. ټول ملګري يو يو پر خپل خپل سټاپ کښته کېدل چي په آخر کښي موږ هم خپل ځائ ته راورسېدو. ځائ ته چي راغلو د دانش و دانش ګاه ته د فارسي ژبي او ادبياتو دانشور استاد ډاکټر عبدالغني برزين هم رارسېدلی ؤ. ما فکر کاوه چي دانش په مثال د ګبين دی کوم ته چي د شاتو (شهدو) مچۍ راځي. استاد برزين هم داسي يو څوک ؤ له دې سره د پېژندګلو وروسته نور مجلس په دې نۀ وشوو چي ټوله ورځ مو آرام نۀ ؤ کړی، بسترې ته چي څنګه ورسېدو بيا مو سهار سترګي رارڼې شوې.   

سهار چي د مارچ د مياشتي لومړۍ نېټه وه د استاد برزين سره مو پر ناري باندي په پښتو او فارسي ګډه ګپه شروع کړه. استاد هم د مزاح او ګپي حس زيات درلود. که چېري په افغانستان کښي د فارسي او پښتو په حواله داسي شېرني په هر ډګر کښي رامنځته شي. کومه شېرني چي د دانش او استاد برزين تر منځ وه نو ډېري ستونزي به په خپله مرګ پخپله مړې شي. په هم دې ساعت د هېواد مل د ډرائيور حبيب ټيليفون راغلی چي زۀ کله درشم. هغه ته مي د ملګرو په صلا د پاو کم يولس (۱۱) بجو وخت ورکړی. زيات وخت مو ځکه ورکړی چي حمام کول ضروري بلل کېدی. زۀ چي لومړۍ ورځ حمام ته تللی وم د بيا تګ لپاره چي به مي هر څو زړۀ راغونډ کړی خو د ضرورت باوجود نۀ شوم ورتللائ. په دې چي په لومړۍ ورځ کوم حمام ته ورغلو او کومي غسل خانې ته چي زۀ ورغلم تر هغو پوري مي پزه ټينګه نيولې وه تر څو چي بېرته راوتلم. اوس تاسو انصاف وکړی چي ما به پزه نيوله که به لمبېدم؟ د کابل نور حمامونه کېدائ شي ډېر ښۀ وي خو زموږ په قسمت دا حمام شوی ؤ. 

په هم دې شپه کښي نورزي صاحب هم له پېښور څخه رارسېدلی ؤ چي د دانش د خپرندويه ټولني ښی لاس دی .له ځان سره ئې د بېنوا صاحب کتاب هم راوړی ؤ .د ټپو دا کتاب چي په فارسي اردو او انګرېزي ژبو کښي ژباړل شوی ؤ د چاپ لپاره بالکل تيار ؤ. د دانش په قول چي په دې دوې ورځي کښي به چاپ شي. زۀ له نورزي صاحب سره په مجلس وم چي د حبيب ډرائيور زنګ راغلی چي زۀ راورسېدم .موږ درې واړه ډاکټر لياقت تابن او عصمت زهير د حبيب سره په ګادۍ (موټر) کښي سپاره شو او د پغمان پر لور روان شو. غټه دره په منځ کښي ئې رڼې اوبه د اوبو پر غاړه د سېلانيانو لپاره جوړ شوي ځايونه وو. د غرۀ په لمن کښي ولاړي وني د ښکلا يو داسي نمونه وړاندي کوي چي د قلم په ژبه ئې اظهار ممکن نۀ دی. هغه وائي پغمان د دوو مئينو ځائ دی. واقعي هم دلته تش د ميني سندري خوند کوي. دا ښائست تش د ميني په نظر کتل کېدائ شي. داسي نازک ښائست چي د نفرت په ګرم باد ئې د ګل رنګه نازک ښائست سوځل کېږي. د پغمان سيمه د عبدالرب رسول سياف تر کنټرول لاندي ده او کور ئې هم هلته دی. د پغمان په دره چي څنګه ور ننوتلو و کيڼ لاس ته د عبدالرب رسول سياف کور ؤ. تر هغه چي ور تېر شو کوچنی ښار ګوټی د باب زيارت رنګه ئې يوه دروازه درلوده، د پغمان ټولي درې د واوري سپين څادر پر ځان خور کړی ؤ. د مئينانو لپاره ئې د پسرلي ګلان تر دې څادر لاندي پټ ساتلي وو. د پغمان په دره کښي يوه لويه د شنو اوبو ډکه واله راروانه وه چي له غرۀ څخه راوتله. موږ چي تر کومه ځايه  موټر تلائ شو په موټر کښي ولاړو، له هغه وروسته په پښو روان شو. لوړ په غرۀ کښي جوړ شو کورونو د پغمان په ښائست کښي د پښتنې پېغلي د زېور په شان زياتوب کاوی. زموږ د عمرونو تږي سترګي او چول وهلي زړونه د پغمان په شنو اوبو او ښکلا که څه هم واوري پټه کړې وه (خو د واوري بيا خپله يوه ښکلا وي). لوږه او تنده ماتوله. زموږ د لوږي او چول اندازه له دې څخه کېدائ شي چي زموږ پرته بل هيڅوک دلته نۀ ؤ. لوړ پر غرۀ باندي د حضرت سلطان صاحب زيارت ته ور وختلو لوړ پر غرۀ مو د زيارت سره سره د پغمان د ناوې زړۀ وړونکې ننداره هم وکړه. او د کېمرې سترګي مو هم په ستړيا دومره ستړي کړې چي آخر ئې خدائ په اماني راسره وکړه.د کېمرې له دې بېوفائي سره سم موږ هم د پغمان پر دره ورستنی نظر واچاوئ ورڅخه روان شو. موږ له يو داسي حالت سره مخامخ وو چي وخت کم مقابله سخت په مصداق ؤ. موږ په لږ وخت کښي د ډېر څه ليدلو په لټه کښي وو. په واپسي کښي مو له ليري پر غرۀ يو غټ دېوال ته  فکر وشو، حبيب زموږ توجه دې خواته راواړوله. د کابل د ښار د غرۀ پر سر دېوال غځېدلی دی چي د کابل ښار ئې شمالاً او جنوباً احاط کړی دی. دا دېوال چي د لېدونکي نظر جلبوي تاريخي قدامت لري. د دې دېوال د ودانېدولو نېټه غالباً د اسلام د لومړۍ پېړۍ په ( ۸۱هجري ۷۰۰ مېلادي ) کال کښي د کوشاني سلالي د کابل شاهانو يو پاچا ته منسوبوي چي رتبيل يا زنبتيل يا زنبوک نومېده. دا د کابل د خلګو په واسطه ودان کړی ؤ چي کابل د دښمن د چپاون څخه وژغوري. په دې ننداره ننداره کښي د کابل د ښار په منځ کښي شاه دوشمشېره بابا ته ورغلو. شاه دوشمشېره بابا په ۸۰۱هـ کال کښي پېدا شوی دی. د اسلام د لښکر سالار عبدالرحمان چي د غزني څخه فار غ شو کابل ته راورسېدی او د دۀ مزنګ په معبر کښي ئې د ښار دېوال څو ځايه سوری کړی او د کابل ښار ئې قهراً ونيو. په دې جګړه کښي حضرت ليث شهيد شو او د عبدالرحمان لخوا په دغه ځائ کښي چي اوس د شاه دوشمشېره په نامۀ مشهوره دی ښخ کړل شو او د شاه دوشمشېره زيارت تر څنګ ئې يو مسجد ودان کړی. په دوهم ځل دا مسجد د بابر مغل زوئ همايون نوی ودان کړی. په درېيم ځل د افغانستان د باچا امير امان الله خان د مور لخوا جوړ شو او د شاه دوشمشېره په نامۀ يادېږي. دا لومړی مسجد دی چي په کابل کښي د عربو مسلمانانو په لاس ودان شوی دی. د شاه دوشمشېره بابا پر زيارت ډېر زيات رش ؤ (ګڼه ګوڼه) وه. د شاه دوشمشېره  بابا د قبر پر لوحه دا تحرير نوشته ؤ.

 اين روضه مطهره ارامګاه حضرت ليث ابن قيس.

 له دې څخه لږ وړاندي پل باغ عمومي سره د امير تېمور شاه مقبره وه. دا د ښار هغه سيمه ده چي دولتي ځايونه لکه وزارت عدليه، افغانستان بانک، مسجد پل خشتي، افغان ميوزيک سنټر، اريانا سېنما، او له دې سره سره ارګ (شاهي محل) هم په دې علاقه کښي دی. دې سيمي ته پر پره هاو وئيل کېږي. دلته د کابل پر رود باندي د نورو پلونو سره سره پل محمد خان کندهاري چي د عبدالهادي داوي لمسی دی په نامۀ موجوده دی. ورسره نږدې عيدګاه مسجد ؤ چي په څنګ کښي ئې د چمن وزيري په نامۀ يو مشهور مېدان ؤ. عيدګاه مسجد د کابل دوهم غټ مسجد دی چي پکښي دوه ميلونه کسان په کال کښي دوه واره د اختر لمونځ کوي. دا مسجد پاچا عبدالرحمان خان په کال ۱۸۹۳ کښي جوړ کړی ؤ. په هم دې مسجد کښي غازي امان الله خان د درېيم انګرېز افغان جنګ وروسته په ۱۹۱۹ کښي  د افغانستان د ازادۍ اعلان کړی ؤ. پل خشتي مسجد د کابل غټ مسجد دی چي د زاړه کابل په منځ کښي دی. چي له ليري څخه په خپله شنه ګومبته پېژندل کېدلائ شي. دا مسجد په اتلسمه پېړۍ کښي جوړ شوی دی. خو دوهم وار پراخ والی او جوړېده ئې د ظاهر شاه په وخت کښي په ۱۴۶۰ کښي شوی دی. د چمن وزيري په مېدان کښي به پخوا د ازادۍ ورځ لمانځل کېده .د ازادۍ په ورځ به دلته د فوځيانو پريډ کېدی. د طالبانو په وخت کښي دا مېدان د پهانسۍ ګاټ په توګه په کار راوستل کېدی. مجرمان خلګ به دلته سر عام پهانسۍ (ايدام) کېدل. له دې څخه ورتېر شو يوې غټي غونډۍ ته ودرېدو چي د تپه مرنجان په نامۀ يادېدله. دې تپې ډېر لوړ اوغټ تاريخ ته په خپله پراخه سينه کښي ځائ ورکړی دی. دلته د نادر شاه او ظاهر شاه دواړو قبرونه وو. پر دې قبرو باندي يوه لويه ګومبته د جوړېدو په حال کښي وه، کار ورباندي شروع ؤ. د دوئ په څنګ کښي پر هم دې لوړه غونډۍ باندي د ثور انقلاب اديره وه. د ثور د انقلاب په شپو کښي چي به هر انقلابي مړ کړل شوی ؤ هغه ئې و دې اديرې ته راوړی او هم دلته ئې ښخاوی. په هم دې وجه ورته د انقلاب  اديره وئيل کېده. دا ډېره غټه اديره وه، د دې اديرې پر قبرونو ليکل شوي لوحې ماتي کړل شوي وې. او بيا په زياته هغه لوحې چي په پښتو ژبه ليکل شوي وې، تر دې حده چي ځيني قبرونه له نږدې څخه په راکټ وېشتل شوي وو. چي د کوم قام دښمنۍ يو له بله سره تر دې حده راورسېږي چي قبرونه ئې هم په راکټونو ويشتل کېږي د هغه قام د ژوند حال به څه وي. دا هغه وخت وشوه چي ډاکټر نجيب الله د افغانستان حکومت و مجاهدينو ته وسپاری، کابل د ګليم جيم مليشيا او د احمد شاه مسعود د خلګو په قبضه کښي راغلی، د اديرې دا تباهي د حبيب ډرائيور  په قول چي د پغمان اوسېدونکی ؤ او ټول عمر ئې په کابل کښي تېر کړی ؤ، د هم دې خلګو د ګليم جيم مليشيا او د احمد شاه مسعود د خلګو د لاسه د دې اديرې تباهي شوې وه. 

له دې ځايه څخه د چهار اسياب پر لور روان شو چي د کابل څخه د نيم ساعت پر فاصله باندي ؤ. پر هم دې لار باندي مخ ته خوست لوګر او ګردېز راځي چي و ميران شاه ته رسېږي. لږ چي مخته ولاړو دروازه لاهورۍ په مخه راغله چي د هيرامنډۍ نوم ئې هم درلود. او دا نوم دی هم د لاهور، نو ځکه زيات حيران نۀ شوم .په لاهورۍ دروازه کښي دا رنګه نومونه د حيرانتيا وړ نۀ وي. پر مخ بالا حصار ته راورسېدو بالا حصار پر لوړ غرۀ جوړه شوې يوه لويه کلا وه  چي د کابل د حفاظت په خاطر جوړه شوې وه. د بالا حصار په نامۀ په پښتانۀ وطن کښي دا رنګه کلاوي تقريباً په هر غټ ښار کښي جوړي شوي دي. د پېښور بالاحصار دا وخت د فرنټئير کور مرکز دی. 

د کابل د بالا حصار دا وخت دفاعي پوزيشن هم د دومره اهميت وړ دی چي د چا په لاس کښي دا کلا وي هغه ټول کابل په لاس کښي اخستلائ شي. ځکه چي کومي لاري د لوګر او غزني څخه راځي هغه د بالا حصار تر کلا لاندي دي. څوک چي بالاحصار په لاس کښي نۀ لري هغه پر دې لارو کابل ته نۀ شي ننوتلائ. د مجاهدينو په وخت کښي دا کلا د عبدالرشيد دوستم په لاس کښي وه. نور ښار د احمد شاه مسعود په لاس کښي ؤ. ګلبدين حکمتيار په چهار اسياب کښي ؤ کابل ته نۀ شو ننوتلائ او کابل ته ننوتل ئې د دوستم په لاس کښي ؤ. ځکه چي بالاحصار له هغه سره ؤ. له بالاحصار څخه لږ وروسته د ګلبدين حکمتيار سيمه شروع شوه. په دې سيمه کښي ټول پښتانۀ استوګن وو. دې ځائ ته ئې ټانګه لوګر وائي. پر مخ مينار سنګه نوشته يو کلي واله سيمه وه چي کښت و کرونده پکښي زياته وه. له دې څخه ور تېر شو چهار اسياب ته ورننوتلو چي يو کچه (خامه) غوندي بازر ګوټي ئې درلود نوره ټوله سيمه کليواله او د کښتو و کروندې لپاره په زړۀ پوري ځائ ؤ. يوې خواته د غرۀ په لمن کښي د مجاهدينو په وخت کښي د حکمتيار قرار ګاه وه ،چي حبيب راپه ګوته کړه. حبيب جان تش موټروان نۀ بلکې يو ډېر ښۀ ګائيډ هم ثابت شو. کنې زموږ موټروانان خو داسي دي چي تش خپله رکشه چلوي نۀ څوک پېژني او نۀ څه ورمعلوم وي. د چهار اسياب ،بالاحصار، تپه مرنجان او د کابل ښار دې ټولو ځايو زما په ذهن کښي د هغه وخت يادونه تازه کړل چي موږ به د راډيو ګانو او اخبارو له لاري د دې ځايو تش نومونه اورېدل. د چا چا په لاس کښي چي دا سيمي وې هغوئ يو پر بل توغندۍ او مزائيل غورځول. له هغه وخته څخه دا نومونه زما په ذهن کښي داسي پاخه شوي وو چي ليدل ئې زما لپاره تر انعام کم نۀ ؤ. دلته ما ته دا هم اندازه وشوه چي په کابل کښي د فارسي ژبي اثرات ولي دومره زيات دی. زړۀ مي غوښتل چي پنجشير ته هم ولاړ شو چي د چهار اسياب په مخالف سمت کښي پروت دی. او د کابل څخه د يوې نيمي ګهنټې لار لري. خو ګهړۍ ته چي مي وکتل هغې موږ ته دومره اجازت نۀ راکاوی. د چهار اسياب څخه بېرته راغبرګ شو د غرمې ډوډۍ بلکې د ماپښين ډوډۍ مو په بالاحصار کښي وخوړله. د ډوډۍ خوړلو وروسته شهدائ صالحين ته راغلو. شهدائ صالحين د بالا احصار د غرۀ په بغل کښي يوه لويه اديره ده چي په دې اديره کښي دوه صحابه کرام مدفون دي. شهدائ صالحين په دې ورته وئيل کېږي. دا هغه صحابه کرام دي چي د عبدالرحمان ابن سره، سره د جهاد لپاره راغلي وو د ابو داود شريف په باب الصلواة الخواف کښي په څلور سوه پنځه شپېتم مخکښي د کابل ذکر داسي راغلی دی. 

عبدالصمد ابن حبيب وائي چي زما پلار بزرګ ووئيل چي د عبدالرحمان ابن سره، سره په کابل کښي جهاد کاوه هغه هلته موږ ته صلوٰة الخوف په امامت راوکړل.

 د دې صحابه وو سره سره دې اديرې نور هم ډېر ستر خلګ په خپله غېږ کښي خوندي کړي دي. ځکه خو ئې تاريخي اهميت درلود. د لمانځه وروسته د صحابه و زيارت ته ورغلو. دا دواړه صحابيان د حضرت عثمان د خلافت په دوره کښي راغلي وو. هغه وخت په افغانستان کښي بودائي حکومت ؤ، په دې اصحابو کښي ابو رفاعه تميم او حبير انصار شامل دي. د دوئ د زيارتو پر لوحه باندي داسي ليکنه شوې ده. 

(۱۴۰۵ سال قبل به غرض جهاد امدم درسنه ۲۳ هـ ق)

 له زيارت څخه چي راووتو و مخته مو د عکسو د اخستلو هڅه وکړه خو نۀ يم خبر چي زموږ د کېمرې بېټرۍ کمزورې شوې وه که څه نور چل ؤ چي د دوئ د مقبرې سره مو عکسونه وانۀ خستل. له دې زيارت سره و ښي اړخ ته تقريباً د شلو دېرشو قدمو پر فاصله باندي د پښتو ادب ځلاند ستوری عبدالحی حبيبي په خپله آخري ارام ګاه کښي پروت دی. د عصمت الله زهير په رهنمائي د علامه صاحب قبر ته ورغلو د هغه علامه صاحب قبر ته په کوم چي به پښتو ادب تل تر تله فخر کوي. موږ تش دعا ورته کولائ شوه، د زړۀ خواله نۀ، چي ورته وه مو کړله. د علامه عبدالحی حبيبي سره چي په دې اديره کښي کوم نوموړي خلګ پټ دي په هغوئ کښي استاد قاسم افغان، يعقوب قاسمي، آصف خان، رحيم بخش، احمد اخوندي، احمد ظاهر او نور چي د افغانسان د موسيقي ډېر لوئ نومونه دي. وئيل کېږي چي احمد ظاهر خو هغه څوک ؤ چي جنازه ئې پېغلو انجونو پر اوږو باندي راوړې وه. 

د ماځيګر و خواته بېرته د کابل ښار جاده مېوند ته راغلو چېري چي د مېوند څلی دی چي په شور بازار مشهوره سيمه ده. دلته هغه ماجت (جومات)دی په کوم کښي چي ځيني خلګو د سجدې لګولو ارمان درلود. په هم دې بازار کښي زموږ ملګري عصمت الله زهير شل کاله دمخه د ژوند ورځي او شپې تېرولې. په کومه کوټه کښي چي ئې استوګنه وه هم تر اوسه پوري موجوده وه. له دې بازار او ښار سره د زهير ډېري خاطرې تړلي دي. د دۀ له سترګو او خبرو څخه له ورايه ښکاره کېده چي داسي خاطرې دي چي ما ته له دې ځايه څخه د تلو اجازت نۀ راکوي، غواړي چي ژوند هم دلته کرار ونيسي او د تېرېدو نوم وانخلي. که زۀ دا ووايم چي ارمان ئې دا ؤ چي د وخت پايه دي د شا و خواته وګرځي او شل کاله شاته دي ولاړه شي او ما له دي بېرته هغه وختونه راولي په کوم کښي چي ما د خپل ژوند خوږې شپې تېري کړي دي. خو وخت دومره ظالم دی چي يوار تېر شي بيا ئې راتګ د مړي رنګه دی بيا د ژونديو دنيا ته نۀ شي راتلائ. 

د افغانستان نوی ملي سرود چي عبدالباري جهاني ليکلی دی په غټو غټو تورو په ښکلي انداز د اطلاعات فرهنګ سره ليکل شوی ؤ. له دې ودانۍ چي تېر شو پارک زرنګار ته ورغلو. د پارک په دروازه چي څنګه ورننوتلو يو سيکهـ مي وليدی چي په يوه بغل کښي ئې په ولاړي متيازي کولې. ماته د کوټي لياقت پارک راياد شو چي هلته هم خلګ د ساتېري لپاره کم او د حاجت لپاره زيات راځي، فرق ئې تش دا دی چي هلته په ناستي او په څادر کښي ئې ځان پټ کړی وي. زرنګار پارک ويران غوندي ؤ، ځکه چي د يخ موسم ؤ. په دې پارک کښي د  افغانستان د يوه پاچا امير عبدالرحمان قبر هم ؤ. د دې پارک په څنګ کښي يو ډېر غټ مسجد ؤ چي کار ئې پر نيمي باندي ولاړ ؤ. د حبيب په قول چي د دې مسجد کار له ډېره وخته هم داسي نيمګړی پاته دی. د طالبانو د حکومت په وخت کښي دا مسجد يو شتمن  سړي شروع کړی ؤ طالبان ورته ودرېدل چي د دې مسجد سره سره به يوه مدرسه هم جوړوې. خو هغه سړي ورته ووئيل چي نۀ زۀ تش مسجد جوړوم .دوئ ورته ووئيل چي نۀ تش مسجد به هم نۀ جوړوې. نو د هغه وخت راهيسې دا کار هم داسي نيمګړی پاته دی. په دې پارک کښي مو د ماښام لمونځونه وکړل. په هم دې ساعت کښي د عبدالغفور لېوال او ډاکټر خوشحال روهي ټيليفون راغلی چي مېلمانه دي څه کړه. حبيب په جواب کښي ورته ووئيل چي بس دا دی اوس ئې درولم. حبيب موږ ته ووئيل چي لېوال صاحب او ډاکټر صاحب وائي چي مېلمانه ژر راوله ،که ستاسو خوښه وي روان به شو. موږ هم د دۀ خبره ومنله ورسره روان شو. له دې ځايه چي د لېوال صاحب د دفتر پر خوا روان شو يو ځائ مو وليدی چي د دوستۍ خونه بلل کېده چي د روس لخوا جوړه کړل شوې وه چي اوس د روس د دوستۍ رنګه نړېدلې پرته وه. د پل سرخ په علاقه ور ګډ شو چي ټوله د هزاراو سيمه ده او هزاره پکښي اوسېدل. د پل سرخ څخه نېغ کابل پوهنتون ته راووتلو چي دوه ميله اوږد والی او يو ميل پراخ والی لري. د ستومان کابل دې ستومان پوهنتون ډېر څه ليدلي او پر ځان وړي دي. دا پوهنتون  په کال ۱۹۳۲ کښي جوړ شوی ؤ. د کال ۱۹۹۶ دسمبر د مياشتي څخه هغه وخت بند کړل شو کوم وخت چي طالبانو د ښار واک تر لاسه کړی چي بيا په وروسته کلونو کښي پرانستل شو. موږ په دې خوشحاله وو چي سبا به که خدائ کول پوهنتون ته هم ورځو خو ارمان چي د پوهنتون د ورتګ سبا نۀ راغلی. زما زړۀ د نورو ځايو د ارمان سره دا ارمان هم په خپل ځان کښي خوندي کړی الله مالک دی يو وخت به ئې پوره کړي. 

په دې دوران کښي د فروتن ټيليفون راغلی چي تاسو ماښام زما مېلمانه ياست. داود اعظمي هم له لندن څخه راغلی دی يو ځائ به شو سره و به وينو، په حال به سره خبر شو. خو پښتانۀ يو متل کوي چي مېلمه د کوربه غوئی وي او موږ هم نۀ شو کولائ چي پر خپل سر د چا مېلمستيا قبوله کړو. فروتن دا وخت د بي بي سي راډيو سره کار کوي د دې د مخه ئې د ازادي راډيو سره په کوټه کښي کار کاوی. ډېر خوابدی شو چي تاسو ولي زما مېلمستيا نۀ کړه قبوله. خو زۀ فکر کوم چي دۀ ته به زموږ د مشکل اندازه شوې وي او خوابدي به ئې لږ کمه شوې وي. که چېري نۀ وي نو که ژوند ؤ ننواتي به ورشو او پخلا به ئې کړو.