وخت يوه پېرزوئينه (زاويه ۲)

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

تخليق:اشفاق احمد

ژباړه: خليل الله تصميم    

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸    

زۀ د وخت په اړه ډېر په شش و پنج کښي يم چی زۀ څۀ يم او زما قدر به څۀ وي. زۀ د کوم باغ مولۍ يم. د وخت په اړه لوئ لوئ سائسندانان، فلسفيان او لوئ نقادان دا ټول د دغه شش و پنج ښکار دي چي په رښتيا سره وخت وائي و څۀ ته؟ او دا زموږ په ژوند څرنګه اثر کوي؟ حضرت علامه محمد اقبال او د دۀ ډېر محبوبه فرانسيسي فلسفي برګسان هم د وخت په اړه فکر مند ؤ. د وخت ذکر مولانا روم هم په خپلو وړو وړو قصو کښي کوي. تاسو تر ما ښۀ پوهېږی چي آئن سټائن هم خپله تيوري (Theory of Reality) کښي ټول زور په وخت ورکړی دی. دی وائي چي "شی" يو څيز نۀ دی "وخت" د "شي" شکل  و صورت ور بدلوي. دۀ زموږ دپاره په اسانه توګه يوه بېلګه ورکړې ده چي که  چېري تۀ په يو تود تبخي په خطائي سره کښي نې هغه  هم د يوه سيکنډ د زرمي برخي پوري  او بيا تۀ د پرېشانۍ يا تکليف په حال کښي ولاړېږې نو تۀ به دا محسوسه کړې لکه هغه چي يوه  پېړۍ په تا پوري مښتی وي.

تۀ که د خپل مئين په انتظار کښي ناست ئې او هغه يا هغې وئيلي وي چي زۀ به و پلاني ځائ ته په پاو باندي لس بجې رارسم، که چېري په دغه کښي د يوې دقيقې ځنډ راشي نو تاته به دا څرګندېږي چي يو نيم زر کاله تېر شوي دي او هغۀ يوه دقيقه به ستا له ژونده وزي هم نۀ. دا ټوله د وخت کارنامۀ ده او د تګ راتګ، ليدل کتل د سوړ او ګرم يوه معامله هم نۀ  ده. ټولي خبري د وخت دي، بيا چي څومره له آئن سټائن سره اختلافات لري هغه وائي: موږ چي کلهSub-automic particle Level  ته ځېر شو نو هغه کله موږ ته Wave راښکاره شي يا هغه و موږ ته Particle ښکارېږي.که چېري له دغو څخه وخت وباسو کېدائ شي په اصل کښي ئې درک رامعلوم شي چي په Sub-automic particle Level   دا څيز دی څۀ؟ بهرکېف دا داسي کشالې دي چي په دغو کښي خبري اتري کېږي. زما د نسل چي کوم پوه ځوانان دي دغه هم د وخت په اړه ډېري اوږدې او ژوري خبري کوي.

د وخت يوه پېچلې خاکه د هر يو کس سره څرخي راڅرخي. که څه هم څوک په هغه فکر وکړي يا ئې و نۀ کړي. زۀ چي د خپلي نوکرۍ څخه تکاوت کېدمه، تکاوتي هم لويه وېره لري چي اوس به څۀ کېږي؟ سړي يوه نوکري کړې وي او په دغه کښي بند راروان وي، خو په پائ کښي ځيني وګړي د Re-employment تيارياني کوي. د يوې زندۍ څخه به وزمه بله زندۍ به انشاالله راته تياره وي. په دا کښي به خپل خدمت کومه او بيا به د آخرت په سفر ځمه.

پر ما هم وېره راخوره شوه، زۀ چي و تکاوت ته ور نږدې شوم. ما له قدرت الله شهاب څخه چي ډېر نيک او عبادت کونکی ؤ پوښتنه وکړه. صاحب! زۀ تکاوت کېږم. "زۀ څۀ وکړم؟" هغه ووئيل چي د تکاوت تر ټولو ستره وېره دا وي چي خلګ تاته توجه نۀ درکوي. خپل وخت و تاته نۀ درکوي. تۀ د دۀ د وخت له غېږي ووزې. بيا تۀ د کلب ممبرشب واخلې. د ګالف لوبي پېل کړې. هڅي کوې چي نوي ياران پېدا کړې. زموږ د خلګو اسانه طريقه دغه ده چي تۀ ماجت ته ولاړ شې او په لمانځه پېل وکړې.

 ما خبره ورغبرګه کړه چي د دغه څۀ  نسبت؟ د تکاوت او د جمات په منځ کښي څۀ نسبت دی؟ ما ورته ووئيل چي خېر لمونځ خو به وکړمه، وې وئيل چي يا په جمات کښي. څه وخت چي ما تکاوت واخست، ما فکر وکړ چي هغۀ وئيلي دي نو د هغۀ خبره د منلو وړ ده چي زۀ دي په جمات کښي لمونځ وکړم. اوس ما د جمات په لمانځه پېل وکړ خو د مازديګر او  د ماښام. يو دوې مياشتي تېري شوې ماته خو په دغه کښي يوه هم ناولده خبره نۀ شوه راڅرګنده، خو هغۀ راته وئيلي ؤ ځکه ما د دۀ خبره منله. يوه ورځ زما ښځي راته ووئيل چي څلور پنځه کسه څه عجيبه غوندي بدنونه د چا څهرې چي مخکښي ما نۀ وې ليدلي په يوه لاس چهړياني او په دا بل لاس کښي تسبې وې او زما د کور په دروازۀ راښکاره شول. هغو ګهنټۍ ووهله چي زۀ ور ووتلمه نو هغو ووئيل. "اشفاق صاحب په خېر دی؟" ما (بانو قدسيه) ورته ووئيل هو ښۀ دی. هغو ووئيل دی نۀ شو ليدلائ؟ ما ورته ووئيل چي هغه له تېرو شپږو ورځو څخه و اسلام آباد ته تللی دی. وې وئيل. "الحمد الله، الحمد الله! زموږ تسلي وشوه. ښۀ خوري!  السلام عليکم" زما ښځي پوښتنه وکړه چي هغۀ خلګ څوک وو؟ ما ورته ووئيل چي هغۀ زما ياران وو چي د ماجت په تګ راتګ سره هغه زما خپلوان جوړ شوي دي. زما سره خو دومره پيسې نۀ وې چي زۀ د کلب ممبر جوړ شوی وائ او نوي ياران مي پېدا کړي وائ. هغه ماته وخت راپېرزو کوي او د هغه وخت په پلټنه کښي چي ما له دوئ سره ملګرتيا نۀ وي کړې نو ئې پوښتنه کوله چي زۀ چېري يم؟ انسان و بل انسان ته چي کومه پېرزوئينه ورکولی شي هغه وخت دی. تر دغه زياته پېرزوئينه انسان و انسان ته نۀ شي ورکولی. تۀ که و انسان ته هر څومره پېرزوئيني ورکړې د هغه نسبت له وخته سره راڅرخي. د بېلګي په توګه زۀ و تاته يا تۀ و ماته يو ډېر ښائسته، ګرانه د پنځو زرو "اوډي کلون" راکړې يا تۀ ماته د غالۍ يوه ښائسته ټکړه راکړې، يا زما ارټسټ زوئ ماته يو ډېره ګران انځور راپېرزو کړي، يا د سرو بنګړی و يوې ښځي ته ورکړي يا د هيرې يو طوطي يا يو بل ګرانه څيز، نو تاته به دا څرګنده شي چي دغه ټولي پېرزوئيني چي په ښکاره توګه ګراني دي د دې و شاته  وخت ولاړ دی. 

لومړی ما وخت واخستی، بيا مي ګټه وکړه. ما لس دهاړياني وکړلې چي په هغه کښي ماته په يوه دهاړي کښي زر روپۍ پاتېدلې. بيا مو په لس زره روپۍ غالۍ واخسته او د پېرزوئيني په توګه مو ستا و مخته کښي ښولې. وخت لومړی اخستل کېږي بيا خرڅېږي. دغه وخت په پېرزوئينه کښي بدلېږي بيا هغه ستاسو په خدمت کښي وړاندي کېږي. له انسانه سره د پېرزوئيني د ورکولو او اخستلو تر ټولو ګران شی وخت دی. اکثره داسي وشي لکه نن چي به دا له ما څخه کېږي او زۀ په داسي کولو مجبوره يم چي يو سړی په يو وارډ کښي زما په هيله ناست دی. زۀ که د خپل وخت پرته دغه مريض ته د ګلانو يوه ګېډۍ ورولېږم خو دغه سړی به د دغي ګلدستې په هيله نۀ وي بلکې هغه زما د وجود زما سره د يو ځائ کېدلو او زما سره د ناستي دپاره بې کراره وي چي زۀ و دۀ ته ورشم او له دۀ سره څه خبري وکړم. ډاکټر د دۀ ډېر خيال ساتي. نرساني دۀ ته ښۀ توجه ورکوي. ښکاره خبره ده چي د دۀ د کور وګړي به هم د دۀ ډېر خيال ساتي ځکه چي هغه ناروغه دی، خو په يوه خاصه چوکۍ دی زما انتظار کوي، خو زۀ د دۀ و خواته د وخت يوه پېرزوئينه نۀ شم وړلی.

خوېندو او وروڼو!  وخت يو داسي سرمايه کاري ده چي زموږ د ټولو سره ګډه ده. زموږ بابا (پيريا بزرګ) وائي چي زۀ تاته خپل وخت درکومه. اورېدونکی، ليدونکی او تاته نږدې اوسېدونکی تاته خپل وخت درکوي او د باهمي التفات او د ميني رشته دغه رنګه سره چلېږي. زما ورېره د فاروق مائينه کشور چي له ساهيوال څخه و خپل کور اسلام آباد ته ولاړه، کشور په تګ کښي (د دې خاوند په انکم ټيکس کښي آفسر دی. دۀ سي ايس ايس کړی دی. کشور هم د لوړي سوئې لوستلې او ذهينه نجلۍ ده) په يوه کاغذ وليکل دغه ستا لپاره يوه هدايت نامۀ ده چي دوبي ته درې سوه روپۍ ورکړه، د شودو والا هره ورځ يو سير شودې راوړي دغه يو پاو کم کړه.  د پشي دپاره چي کومه قيمه ده دغه ما په ډيپ ريزر کښي ايښې ده.  پوړياني مو جوړي کړي دي.  په دغه مو تاريخ هم ليکلی دی. هره ورځ به يوه پوړۍ راکاږې او سحار وخت به ئې ورکوې. ( د دې سيامي پشي ده، هغه يوازي قيمه خوري) دې دوه درې نور هدايات هم ليکلي وو. مالي چي راشي ورته ووايه چي پلانی ګل کاټ کړه او پلانی ګل کوږ کړه هر څه چي ئې ليکل هغه ئې پرکاغذ وليکل. 

دې و خپل خاوند ته ووئيل چي هر کار چي کوې پر هغه باندي د ټِک نخښه لګوه چي دا کار وشو. دا چي يوه مياشت وروسته راغله او دغه کاغذ ئې وليدی. د دې فرض شناس خاوند په کاغذ ليکلي پر ټولو د ټِک  نخښه کړې وه. دې د کاغذ په آخر کښي دا هم ليکلي وو چي "زما مينه  مۀ هېروه". دې چي ټول څيزونه ټِک کړل شوي وليدل او دغه د پائ چي ټِک کړل شوی نۀ ؤ ئې وليد نو په ژړا شوه او په ژړا ئې شروع وکړه چي ماته راوښيه دغه دي ولي نۀ دی ټِک کړی؟ نو کارونه دي ټول په ذمه واري کړي دي پر دا يوه دي ولي د ټِک نخښه نۀ ده لګولې؟ بيا دۀ (فاروق) خبره ور غبرګه کړه چي زما ميني ناکي ښځي دغه خو زۀ ټِک کولائ نۀ شم ځکه چي دغه د ميني عمل خو دوامي وي دغه هيچېري نۀ درېږي. مينه د شودو خرڅونکي شودې يا د اخبار بل نۀ دی دغه زۀ څنګه ټِک کولائ شم؟ دا خو روانه وي. دغه کاغذ به هم دغسي وي. تۀ که ئې سل ځله ماته راکړې زر ځله به زۀ په هر يو ټک کړم خو دغه معامله به هم دغسي چلېږي. نو دغه د وخت يو  سرمايه کاري ده. د خدائ دپاره دغه خبره په ياد ولرئ. په ظاهره توګه دا خبره ساده او کرخته ښکاري. خو تۀ به خپل وخت ورکوې چي کم وي هم ډېر کم وي هم که څه هم ژوند ډېر مصروفه وي هم. 

ژوند په رښتيا سره ډېر مصروفه شوی دی، په رښتيا سره د ژوند غوښتني زياتي شوي دي خو  د انسان چي کله  له انسانه سره رشته وتړل شي نو تر ټولو لويه پېرزوئينه وخت دی. د وخت په اړه يوه خبره بله هم په ياد ولرئ. تۀ چي خپل وخت و يو چاته ورکوې نو دغه وخت يو عجبه اعلان کوي او په ډېر لوړ آواز اعلان کوي چي په ټول کائنات کښي اورېدل کېږي. تۀ دغه وخت دا وائې چي اې ښکلې نړۍ! اې کائناته!" دغه وخت زۀ و خپل دوست ته ورکومه دغه خبره په غور سره واوره چي اوس زۀ دا ټولي نړۍ ته توجه نۀ شم ورکولائ ځکه چي دا وخت زما ټوله توجه دلته ده." تۀ که اعلان وکړې که ئې نۀ وکړې. که ووائې که نۀ ووائې څه وخت چي تۀ هم آهنګ ئې او په ايماندارۍ سره خپل وخت و بل چاته ور پېرزو کوې نو بيا دغه اعلان په وار وار ستا له وجوده، ستا له ژبي، ستا د مسامو له حرکته څخه راوزي. توجه تر ټولو لوئ راز دی. 

يوۀ ورځ زما ډرائيور نۀ ؤ. زما نږور و درس ته تلۀ، ما و دې ته ووئيل چي تۀ خفه کېږې ولي؟ زۀ به تا ورسوم. ما ورته ووئيل چي د ورځي زۀ ګاډۍ چلولی شم. په دې خبره دې راته ووئيل چي ښۀ دی ماما. تۀ مو ورسوه ستا به ډېره مننه کوم. څه وخت چي ما دا د دې و ځائ ته ورسوله په کوم ځائ کښي چي ښځي درس ورکوي.  ظاهره خبره ده چي زۀ مخته نۀ شوم تللی. ما دا کښته کړه. په  دغه وخت کښي ما د درس ورکونکې ښځي يو عجيبه اعلان واورېدی چي زۀ پوهېږم چي دا د نارينوو په نصيب کښي نشته. ما د نارينوو ډېري لوئي لوئي جلسې ليدلي دي. په دغو کښي ما دغسي ښائسته خبره نۀ وه اورېدلې. هغې بي بي دننه وئيل چي "اې زما خوېندو او لوڼو! که چېري تۀ له خپلي لور سره مخامخ ئې يا له خپل خاوند سره خبري کوې  يا د مورکۍ خبري اورې او د ټيلفون ګهنټۍ ووهل شي توجه مۀ ورکوئ ځکه چي هغه ډېر اهم دی چاته چي تۀ خپل وخت ورکوې. که چېري هغه ګهنټۍ هر څومره وهل کېږي يو څوک به راشي او وابه ئې وري". دغه خبره زما دپاره نوې وه او ما دغه خبره په خپل چاپېريال کښي له خلګو يا دوستانو څخه هيڅکله نۀ وه اورېدلې.

د دغي ښځي د خبرو په اورېدو زۀ ډېر خوشحاله شوم، اوس هم خوشحاله يم. که په دغو خبرو هغه بيبياني پوه شوي وي نو دغه بې حده ارزښتناکي خبري دي او غالباً هغې به په دغه ورځ تر دغه بله ارزښتناکه خبره  په درس کښي نۀ وي کړې. اوس تاسو لويان شوي ياست تاسو به د وخت په پېچيدګي  فکر کوئ. يو تاسو ته پټ او ښکاره مسئلې درپېښېږي بل هغه کوم چي تاسو د کالج په برنډو کښي له ستنو سره ناست په خبرو فکر کوئ. هغه مسئلې کوم چي ستاسو له ژوند سره موښلي تاسو په هغو مسئلو کښي فکر مند اوسی او تېرېږي...  بيا به ستا فکر پېل کېږي. کنې ژول شوي پوښتني چي رارواني وي د انګرېزانو له وختونو څخه چي دغه تاسو تکراروی، بيا به تۀ راروان وخت ته هغه څه ور نۀ کړې دکومو ورکول چي  ستا په غاړه دي. د دغه وخت تړون له حال سره دی. څه وخت چي تۀ وخت ورکوې، يا يو څوک تاته وخت درکوي، خپله لمحه در عطا کوي، نو تۀ په حال کښي ئې. د دغه تړون له ماضي يا له مستقبل سره نۀ وي.کله کله خو(دغه خبره زۀ د تفريح په توګه کوم ځکه چي خپل استاد ته ډېر داد ورکړائ شم. او د دۀ د عزت د زياتولو دپاره او د دۀ و مخته په عاجزي سره د درېدلو وايمه. په کومه زمانه کښي چي زما استاد پطرس بخاري زموږ ګورنمنټ کالج پرېښود "يو اين او" ته ولاړ او په نيو يارک کښي ئې اوسېدل پېل کړل. په کومه سيمه يا فلېټ کښي چي هغه ؤ هغه محترم ووئيل: چي د شپې په دوې بجې ماته فون راغلی او په ډېر قهرجن ږغ کښي يوې ښځي خبري کولې. هغې وئيل چي ستا سپی له تېري نيمي ګهنټې څخه غاپي. موږ ئې په عذاب کښي اچولي يو. زما بچيان او زما خاوند ناکراره پر کټونو ناست دي. د دۀ ږغ نۀ بندېږي. بخاري صاحب ووئيل چي په دغه زۀ ډېر شرمنده يم او له تا څخه بخښنه غواړم چي زما سپی دغسي چل کوي خو زۀ څه وکړم زۀ مجبوره يم. په دا خبره هغه ښځه قهرجنه شوه او فون ئې بند کړ. بله ورځ بخاري صاحب د شپې په دوې بجې هغې ښځي ته فون وروکړی هغه ئې راويښه کړه او ورته وې وئيل: چي محترمي! له ما سره يو سپی هم نشته زۀ له سپيانو څخه کرکه کوم. پرون شپه چي کوم سپي غپل، هغه زما نۀ ؤ. اوس ورته وګوره هغه څنګه په ښائسته انداز کښي حال له مستقبل سره يو رنګه کړ، يا زۀ هم دا وايم چي ماضي ئې له مستقبل سره څنګه يو ځائ کړه. دغه د بخاري صاحب خاصيت ؤ. 

زۀ اوس و تاسو ته يوه عجبه او ناولده خبره کوم. ماته خپل هغه وخت په ياد راغلی زۀ هغه خبره هم درته کومه څه وخت چي زۀ په اټلي کښي اوسېدم. په روم کښي يوه فواره وه په کوم کښي چي خلګ پيسې غورځوي. دغه رنګه هغه منت غواړي چي زۀ بيا دلته راشم. زۀ له پوهنتون څخه و کورته راتلم. زۀ هلته په لاره کښي ودرېدم. هلته ډېر امرېين سېلانيان راغلي وو. يو لوئ عمره امريکائي هم په هغه کښي پيسې غورځولې. د هغۀ ښځي په خندا کښي و هغه ته ووئيل چي: " جارج! زما دغه ګومان نۀ ؤ چي تۀ به دغه رنګه دقياسونو او دومره روايتي خبري منې. او ايا تۀ دا تسليموې چي دغه رنګه به مرادونه تر سره کېږي؟" دۀ ورته ووئيل: ګوره زما خبره يا منت چی دی، هغه څه وخت لا پوره شوی دی. اوس زۀ د دغه قسطونه ادا کوم". دغه ټول د ميني او ملتيا خبري دي چي زموږ پخوا کښي ئې رواج کم دی. 

 څنګه چي زۀ د وخت خبره ستاسو په خدمت کښي کوم او دغه د پېرزوئيني په توګه د اداکولو لپاره تاسو ته رايه درکوم، دغه رنګه وخت تر ټولو لوئ دښمن هم دی، څه وخت چي تۀ يو څوک قتل کړې له هغه هيڅ شی هم نۀ اخلې ماسوا له وخته. دی به اوس سوات ته تلی، ډهاکې ته به تلی خو تا له دۀ وخت چور کړی. څه وخت چي تۀ په يو انسان په ډېر شدت سره په دۀ ظلم وکړې نو تۀ له دۀ څخه د دۀ وخت چور کړې. اوس به دۀ نيو يارک ليدی. اوس به دۀ پېنټګنز جوړول. اوس به دۀ سندري وئيلې. اوس به دۀ اتڼونه کول خو هغه ټول تا ځني چور کړل.

د وخت راز نۀ شو نيولی. د دغه پېچيدګياني په اسانه توګه نۀ شو سنجولائ خو دغه خبره په ياد لرئ دا زما و ستاسو په اختيار کښي دی چي کله موږ وخت ورکوو نو زموږ مد مقابل ژوندی دی.  که له دغه څخه وخت واخلې نو د روح او بدن په صفت دی مړ شي. ما خو هيچاته وخت نۀ کړ ور او نۀ به ئې نن ماښام ورکړم. خپلو يارانو ته خو به د ګلانو ګلدسته ولي ږم کومه چي زما بدبختي او کوتاهي ده. تاسو نورو ته د وخت ورکولو هڅه خامخا وکړئ. الله تعالٰی دي و تاسو ته اسانياني در نصيب کړي او د اسانيانو د وېشلو توفيق دي در په برخه کړي.