د پښتو ټولۍ بنسټ، علمي، ادبي او سياسي موخې

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال:ميرحسن خان اتل    

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸    

د کال ۱۹۵۰م د مارچ د مياشتي خبره ده چي زموږ د دوه قامي ايالت څلورو پنځو پښتنو او بلوڅو ځوانانو (سائیں کمال خان، ماما عبدالله جان جمالديني، ډاکټر خدائيداد، بهادرخان بنګلزي) په ګډه دا پرېکړه وکړه چي موږ به په خپله دې ښکنجه او شل شوې ټولنه کښي د يوه داسي مترقي او شعوري خوځښت بنياد ږدو چي بنيادي موخې او مقاصد ئې و يوه مترقي او ټولنيز اوښتون (انقلاب) ته لاره هوارول وي، او هڅه به کوو چي د دې فکري او شعوري خوځښت له لاري خپل استحصال زده او ځپلی اولس په شعوري او فکري توګه د دې جوګه کړو چي نور د دې جابر نظام د جبر ماڼۍ رانسکوره او له ناولو ښکنجو څخه ئې ځانونه خلاص کړي، هم دا هغه محرکات او فکري جذبه وه چي دوئ ئې تر هر  څه لمخه  و دې ته و هڅول چي نۀ يوازي پخپله د ليک او لوست لاره خپله کړي بلکې د پښتو، بلوڅي او نورو ځائي ژبو هغه اديبان، شاعران او لوستي خلګ هم سره راټول کړي کوم چي د څه کولو يا ليکلو استعداد لري، د دې کار لپاره دوئ د (پښتو ټولۍ) او (بلوڅي زبان و ادب ديوان) په نوم د دوو ادبي ټولنو بنياد کښي ښود، په دې ليکنه کښي د پښتو ټولۍ د بنسټ، د علمي، ادبي او سياسي موخو په اړه لنډ بحث کوو.

د پښتو ټولۍ بنسټ او ارتقائي مزل  

د دې ادبي ټولني (پښتو ټولۍ)  بنياد د کال ۱۹۵۲م د جون په مياشت کښي اېښول شوی دی، لومړۍ کابينه ئې عارضي او د منځ مهاله مودې لپاره و ټاکل شوه چي دغه ليکوالان اديبان او د قلم خاوندان  پکښي شامل وو.

(۱)  صدر: ملک شېر محمد غلزی (۲) جنرل سيکرټري: ډاکټر خدائيداد (۳) نائب صدر: مولوي عبدالخالق تارڼ (۴) جوائنټ سيکرټري: محمد اکبر خان اڅکزی (۵) خازن: محمد يوسف پير علزی (۶) سيکرټريان: ارباب جان محمد جانو او محمد يوسف غلزی.  

يوه مياشت وروسته يعني د کال ۱۹۵۲م د جولائي په ۱۱مه نېټه د دې ادبي ټولني باقاعده چوڼ (انتخابات) تر سره شو،  د نوي ټاکلي شوي رهبري او مشرتوب د نومونو او عهدو لنډيز ئې داسې دی.

(۱) صدر: کمال خان شېراڼی  (۲) جنرل سيکرټري: ډاکټر خدائيداد (۳) نائب صدر: مولوي عبدالخالق تارڼ   (۴) جوائنټ سيکرټري اول: محمد يوسف غلزی (۵) جــــوائنټ سيکرټري دوهم: مـــحمداکبرخان اڅــــکزی   (۶) خازن: مـــحمد يوسف پـــــيرغلزی (۷) پروپېنګډه سيکرټري اول: ارباب جان محمد جانو (۸) پروپېنګډه سيکرټري دوهم: عبدالخالق کاسی (۹)  شيرمحمد غلزی او د ګورنمنټ کالج دوه لوستونکي ئې د مجلس عامله غړي و ټاکل شول. 

د دې ادبي ټولني (پښتو ټولۍ) د منشور او دستو العمل کار د ټولني جنرل سيکرټري ډاکټر خدائيداد ته و سپارل شو، ډاکټر صاحب د ټولني اتۀ مخه دستورالعمل تيار کړ چي د بنيادي نقطو او بنيادي اغراضو او مقاصد تفصيل ئې داسي دی:

 

د پښتو ټولۍ موخې او مقاصد:

"اغراض او مقاصد 

ا د پښتو ژبي او ادب خذمت ساتنه او ترقي.

ب د زاړه پښتو ادب پلټنه او ادبي څېړني.

ج خالص پښتو الفاظ، محاورات او روزمره دوباره لټول.

د د علمي او ادبي ضرورت مطابق نوي الفاظ جوړول" 

د بلي هري ادبي او علمي ټولني په څېر دې ادبي ټولني هم خپل دستورالعمل لرلی چي د نقطو لنډيز ئې داسي دی:

"د اغراضو او مقاصدو د حاصلولو طريقه

ا ممبران به هفته وار  غونډي کوي او په دغو غونډو کښي به پر پښتو ادب  تنقيد او تبصرې کوي، اديب ممبران به خپل نوي مضمونونه او شاعري او دوئ پر دغه به تنقيد او  تبصره  کېږي.

ب لوستن (لائبرېري) :- ټولۍ به لوستن لري چي په هغه کښي به کتابونه او د پښتو ادب متعلق کتابونه وي، علاوه له دې به نور کتابونه، جرائد او اخبارات هم وي.

ج د ټولۍ ممبران به هغو پښتنو ته پښتو ليک لوست ور زده کوي د کوم چا چي نۀ ده زده. 

د ټولۍ به يوه ماهواري پښتو مجله اجراء کوي.

ه د پښتو کتابونه به چاپوي.

و ټولۍ به د هغو شاعرانو کلام ليکي او جمع کوي کوم شاعران چي په ليک نۀ دي پوه" 

د (پښتو ټولۍ)  د کړي مزل او ټولو ادبي او علمي کارونو په اړه که څه هم له موږ سره ډېر تفصيلي معلومات نشته او نۀ د هغه وخت ريکارډ موجود دی خو له تاريخي شواهدو او د دې ادبي ټولني د پاته شوو تاريخي اثارو له څېړنې څخه داسي معلومېږي چي دې ادبي ټولني تر کال ۱۹۵۷م يا له دې هم څه وخت وروسته وخپلو ادبي، علمي او سياسي فعالتيونو ته دوام ورکړی دی، ځکه چي د هغه وخت په بېلابېلو ورځپاڼو او ادبي مجلو کښي ئې وخت په وخت د خپلي ژبي او ادب په اړه بېلابېل اخباري بيانونه او اعلامئې خپرې شوي دي، د کال ۱۹۵۷م  په يوه نامتو ورځپاڼه (امروز لاهور) کښي ئې هم يو داسي اخباري بيان چاپ شوی دی په کوم کښي چي د دې ټولني ملګرو د وخت له واکدارنو او لوړ پوړو دولتي چارواکو څخه دا غوښتنه کړې ده چي موږ ته دي په خپله مورنۍ ژبه (پښتو) کښي د زدکړو (تعليم) زمينه مساعده کړل شي او له (رېډيو پاکستان کوټي) څخه دي زر تر زره په پښتو ژبه کښي خپروني پېل شي، د دې اخباري بيان متن داسي دی:

"پشتو کو ذریعہ تعليم بنانےکا مطالبہ

کوئٹہ (۵ نومبر) پشتو ادبی ٹولنہ کوئٹہ کےوفد نے مسٹر فضل احمد غازی کی قیادت میں مياں جعفر شاه وزیر نشريات سے ملاقات کی اور انہیں ایک سپاسنامہ پیش کرتے ہوئے کوئٹہ ريڈيو اسٹیشن سے پشتو نشريات کا فوری انتظام کرنے کا مطالبہ کیا۔  وفد  نے یہ مطالبہ بهی کیا کہ بلوچستان کے پشتون خطے میں پشتو کو مادری زبان کی حيثیت سے اسکولوں میں تعليم کا ذريعہ قرار دیا جائے وزیر نشريات نے سپاسنامہ کا جواب ديتے ہوئے کہا کہ وه کوئٹہ ريڈیو اسٹیشن سے پشتو کے نشريات کا فوری انتظام پر ہمددردانہ غور و خوض کريں  گے" 

د دې ادبي ټولني (پښتو ټولۍ) يوه اهمه ځانګړتيا دا هم ده چي دا د سهېلي پښتونخوا لومړۍ پښتو ادبي ټولنه ده، حالات ښه ؤ او که بد، مالي او نور مشکلات لږ او که ډېر خو په دې خبره کښي هيڅ شک هم نشته چي د دې ادبي ټولني تکړه او پر پښتو مئينو ملګرو په خصوص (ارواښاد ډاکټر خدائيداد او کمال خان شېراڼي) د خپلي ژبي او ادب د ترقۍ او پرمختګ لپاره نۀ ستړي کېدونکې مبارزه کړې ده.

پښتو ټولۍ او ورور پښتون  سياسي خوځښت 

د (ورور پښتون) سياسي ګوند د بنياد کاڼی د کال ۱۹۵۴م د اپريل پر (۲۴مه) نېټه په کوټه کښي کښي ښول شو، خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی ئې لومړی صدر، هاشم خان غلزی ئې جنرل سيکرټري، مولوي رحمت الله مندوخېل ئي نائب صدر او فضل احمد غازي ئې د نشر و اشاعت د شعبې ذمه وار و وټاکل شو، خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزی، هاشم خان غلزی، مولوي رحمت الله مندوخېل، ملک عثمان کاسی، کمال خان شېراڼي، ملک امير جان، اکبر خان اڅکزی، ملک عبدالعلي کاکړ، ملک يوسف پيرعلزی، ګل حسن خان مندوخېل، عبدالخالق کاسی، کمال الدين کمال شېراڼی ئې د منشور او مرام د جوړولو کمېټۍ و ټاکل شوه، ورور پښتون د کال ۱۹۵۶م د دسمبر په مياشت کښي د پاکستان نيشنل پارټۍ برخه و ګرځول شو او په هغه کښي  ضم کړل شو.  

د پښتو ټولۍ زياتره غړي د خان شهيد عبدالصمدخان اڅکزي ملګري او له هغه سره ئې د (ورور پښتون) په تاسيس او جوړولو کښي بنيادي رول و لوبولی،  دې نوزائده ګوند ته ئې فکري او شعوري مټه ور کړه، د ليک لوست، شعر او شاعري، جلسې ـــــ جلوس او اسټډي سرکلونو له لاري ئې د (ورور پښتون) پېغام  او منشور کور ــــــ  کور او کلي کلي ته ورسولی.

اخذ ليکونه

 

   مری، ډاکټر شاه محمد، ډاکټر خدئيداد، ناچاپ، مخ ۱۱

    هم دغه ................  مخ ۱۲

   خدائيداد، ډاکټر د پښتو ټولۍ دستورالعمل، اسلاميه پريس کوټه، کال ۱۹۵۲م، مخ ۲ 

   هم دغه مخ ۳

    ترين شوکت، توبوال ډاکټر عثمان، بړيڅ ډاکټر کليم الله، تکتو شپږ مياشتنۍ، ګڼه ۱۳مه، جلد ۷ م، (جنوري ــــ جون ۲۰۱۵م)  پښتو ډيپارټمنټ کوټه پوهنتون، يونائټډ پريس کوټه، مخ ۳۴

   هم دغه ... مخ ۳۵