سائیں کمال خان شېراڼی 

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال:داؤد خان مومند   

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸    

شاليد:

شلمه پېړۍ چي د آس له سوارلۍ څخه پېل کېږي او په خلائي شټل پائ ته رسي نړۍ له ډېرو سترو پېښو او بدلونونو سره مخامخ کړه. چي نېشنلزم ئې تر ټولو ستره سياسي قضيه وګرځېده. او جهان ټول دې منلو ته اړ شو چي د ټولو شخړو د سنجولو يواځنۍ لار  د قامونو خپلواکي او د استعماريت پائ دی. د قام پرستۍ راپورته کېدل او د قامي ګټو پوهنه د وړومبي نړيوال جنګ له پېلامو څخه يوه پېلامه وه. د دې جنګ اقتصادي او سياسي لمڅوړ د ۱۹۳۰ مېلادي کال د لوئ ډپرېشن سره په ګډه د دوهم نړيوال جنګ پېلامه شول، په روسيه کښي بالشويک پارټۍ د لېنن په مشر تابۀ کښي د اکتوبر سوشياليستي انقلاب بريالی کړ او درې سوه کاله زړه باچاهي ته ئې د پائ ټکی کېښود. په چين کښي ماؤ سره له خپلو ملګرو اولسي واک ته لارجوړه کړه. په هند کښي د ټولو ملي ازادي غوښتونکو نهضتونو پړه د هند د کانګريس ګوند پر غاړه ؤ.

تر دې څه وړاندي د افغان د تاريخ په اوږدو کښي ډېري ناوړي پېښي منځته راځي چي لنډ بيان ئې نور هم اړين دی د مغلو د سلطنت د ماتي او د مرهټه قام د مغلو وېرو وروسته چي دا کار د لوئ احمد شاه بابا لخوا څخه سرته ورسول شو فرنګی کرار کرار له سهېلي او ختيځ هند څخه د منځني او شمالي هند په خوا راوغرېدی او د شاه زمان په وخت د احمد شاهي افغانستان پوله په پو له افغان سره ودرېدی. له بلي خوا تزاوي روسئې د ترکستان او ماورا الهنر ملکونه او مځکي يو په بل پسې ونيولې او د امو تر سيند پوري را اوږد شو او غوښتل ئې چي د هند تودو اوبو ته ځان ورسوي. په هم دې اراده ئې د ايران شاه د هرات په نيولو وګومارلی چي افغان ناکرار کړي او دا رنګه هند ته لار جوړه کړي. 

فرنګي په دې ډول غوښتل چي په افغان خاوره خپل نفوذ او پراختيا ومومي اول دا چي کابل خپل ګوډاګی باچا کښېنوي، دوهم دا چي د افغانستان د داخلي او خارجي سياست اداره په بشپړه توګه په خپل لاس کښي ولري. درېيم دا چي په خپله ټول افغانستان مستعمره کړي. هم دا درې لامله وو چي فرنګي په خپل کومک په سيکانو پېښور  تر خپلي ولکې لاندي راوست او افغانستان ئې په کورنيو شخړو شکېل کړی. د هم دغي مخي د تر سره کولو لپاره فرنګي په دوه واري په افغانستان باندي تېری وکړ. په لومړي ځل ئې هيله درلوده چي په دا ډول افغانستان په خپل لاس کښي ولري. او په دغه ډول په خپل فکر د هند خواته د روسئې د پرمختګ مخه ونيسي او په دوهم ځل ئې مقصد دا ؤ چي د افغانستان بېخي ختيځ او سهېلي ختيځ سيمي جلا کړي. دغه امر يا پستي ارادې د اول او دوهم اينګلو افغان جګړو پېلامې وګرځېدې چي فرنګي ئې له سختي ماتي سره او افغان ئې له لوئ بائيلات سره مخامخ کړ. چي لوئ بائيلات ئې د ګندمک په معائده د افغانستان استقلال او د سيالکوټ، پښين، سيوۍ، خېبر، کورمه او مېچنۍ سيمي له لاسه ورکول وو. 

څه موده پس د ږوب او بوري سيمي فرنګي په خپله ولکه کښي واخستې او د امير عبدالرحمٰن پر وخت ئې د برطانوي هند امپراتوري د افغان په مستعمره کولو د ډيورنډ تر توري کرښي را اوږده کړه چي په دا ډول ئې افغانستان د ځان او روئې تر منځ لومړی بفرزون او منځنۍ پښتونخوا ئې دوهم بفر زون وګرځاوه د حفيظ الله امين په وېنا "د طبيعي افغانستان طبيعي وجود ئې استعمار په خنجر دوې ټوټې کړ او ټول پښتانۀ ئې په دغه مجادله کښي اخته وساتل".

 په خپله په معروض کښي د اماني دورې پائ د افغان د تاريخ زيانمنه پېښه وه او د مستعمره افغانستان په ټولنيز شعور ئې ژوري پائيلې پرېښودې چي يوې خواته د فرنګي استعمار په ضد وسله وال پاڅونونه مخي ته راغلل او د سيمي هر ټبر غازيان او شهيدان وزېږول او بلي خواته د سياسي مبارزې په ترڅ کښي باچا خان او خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي د خپلو نفر يو پېلوځي بل کړل. 

فرنګي له دې ډاره چي د هند په شمال کښي د پښتنو په لوړو غرونو د ازادۍ مشالونه په روښانه ډول بلېږي او چېرته په هند کښي د ازادۍ وړانګې خپرې نۀ کړي. د پښتنو خاوري ته لاس را اوږد کړ او پوره يوه پېړۍ پښتانۀ له فرنګي سره لاس او ګرېوان وو. پښتانۀ چي د ازادۍ په مبارزه کښي ئې تر هر چا ډېره برخه اخستې وه په دې لار کښي ئې ډېر شهيدان شول او ډېر پښتانۀ مشران او ځوانان د جېلخانو تيارو وخوړل. خو کله چي فرنګي د هند  و خاوري پرېښودلو ته اړ شو او د هند نيمه وچه له وېښ سره مخامخ شوه. پښتانۀ د دې جوګه نۀ وشمېرل شول چي د خپل راتلونکي سباوون په باب په خپله څه پرېکړه وکړي او له فرنګ بعد په بل رنګ شکېل شو چي نۀ ئې پولي معلومي وې نۀ مرکز او نۀ مرام. 

خواليد:

مراڼي د پښتانۀ د وړومبي ټاټوبي کسې غرۀ په شا و خوا کښي ژوند کوي چي يوې خواته ئې د ګوملي رود او وزير محسود پراتۀ دي په لرغه کښي له بېټني، سترياڼي او زمري سره او په برغه کښي له موسٰی خېل، بابړ او مندوخېل سره سيمئي دي. نن ورځ هم دا ځيږۀ او غښتلي مراڼي د خپل دور او دستور سره سم و مېلمه د پسۀ په حلالولو کښي تر ډوډۍ له مخه د پسۀ (ګډ) سر په اور الوهلی وړاندي کوي. 

کله چي په ۱۹۸۹ م کال کښي د هند وائسرائ د ډېره اسماعيل خان ليدو ته رالی نو د ږوب او مراڼيو سيمي د لاندي کولو ته ئې پام شو او په دې کار ئې سر رابرټ سنډېمن او الکسنډر بروس وګومارل. د دغه کال په ۱۹دسمبر سنډېمن له بوري او کوټي څخه مشوره وکړه او  بلوڅو د سردارانو يوه ډله د شهباز خان بګټي په مشري کښي ورسره ملګري وه. په ۲۷م دسمبر ۱۹۸۹م کال ئې په اپوزۍ کښي يوه لويه غونډه جوړه کړه. په دې غونډه کښي ئې د ږوب او مراڼيو سيمي په برطانوي هند ګډي کړې او ږوب بوری او بارکان ته ئې په ګډه يو او لومړی پوليټکل ايجنټ مامور کړ. 

دا وخت په ټوله علاقه کښي ډېره زوروره واوره شوې وه. رابرټ سنډېمن له خپلو ملګرو سره د سليازي په کاړ د نوي کال رسمونه ولمانځل.

د ګومل دره د پرانستلو لپاره ئې د مراڼيو وزيرو هري پالو او  نورو خپلو ملکانو ته بلني ولېږلې. د ګومل دره  هند او افغان ډېره زړه تجارتي لار ده. په دې لړ کښي د لرغه خدرزۍ مراڼيو مشر مرتضٰی خان له خپل خپل سره په ګډه دا بلنه رده کړه خو رابرټ سنډېمن له دوو خواوو څخه په درازنده او لمر (غر) کلا د بريد کولو پلان جوړ کړ. او د پوره يوه کال د مقاومت وروسته د مراڼيو سيمي تر خپلي ولکې لاندي راوستلې. د خدرزۍ دې پرمختګ ته د سيمي بڼې ورکولو لپاره د سنډېمن له خوا په کړمه کښي لويه غونډه جوړه شوه. په دې غونډه کښي له نورو ډېرو پرېکړو سره يوه پرېکړه د فرنګي لخوا د پرائمري سکول پرانستل ؤ. 

د کمال خان شېراڼي د زوکړي ځائ د کسې غرۀ په لمنه کښي له کړمي څخه څه ليري د شنې پونګي کلی دی. چي د شلمي پېړۍ په درېيمه لسيزه کښي د عيسٰی خان هېزئي په کور کښي وزېږېدی. 

پلار ئې يو ګشته سړی ؤ چي هند او بنګاله ته به ئې د کاروبار په موخه تګ  راتګ کولی او په دې تګ راتګ کښي د پوهني په ارزښت پوه شو چي زوئ ئې په خپل کلي کښي د سکول نشتوالي له کبله نږدې کلي کړمه کښي د خپل عزيز بلوخان په کور کښي ايسار کړو چي د کړمي په پرائمري سکول کښي د پوهني له رڼا څخه خپل څراغ بل کړي. 

د بلو خان په کور کښي له سائیں سره نصيب الله شېراڼی او کمال الدين کمال شېراڼی هم پاته کېدل چي په دغه سکول کښي ئې سبق وايه. د بلوخان زوئ صوفي نور محمد او کمال الدين کمال له سائیں سره د ژوند تر وروستيو پوري په هره مبارزه کښي ملګري ول او تر هيڅ شي ئې هم ځان ونۀ سپماوه. 

د پنځم ټولګي پس سائيں په خرۀ باندي خپله کډه تړلې ږوب ښار ته رابار کړه چي تر اتم ټولګي پوري ئې خپل تعليم تر سره کړ وظيفه ئې واخستله او د لوړو ټولګيو لپاره ئې په ۱۹۳۹م کال پښين په سنډېمن سکول کښي داخله واخسته چي د ۱۹۳۵م کال د زلزلې له کبله دا سکول له کوټي څخه پښين بازارګي ته بدل شوی ؤ. له ادب سره مينه په تېره بيا د اقبال لاهوري شعرونو سائیں په دې سکول کښي له مير عبدالله جان جمالديني او ډاکټر خدائيداد سره اشنا کړ. د يادوني وړ ده چي ډاکټر خدائيداد تر سائیں او جمالديني يوه ټولګي وړاندي وو. د سکول دغه ملګرتيا د سياست او ژوند په ملګرتيا بدله شوه. 

د لسم ټولګي پس سائیں او مير عبدالله جان جمالديني دا پرېکړه وکړه چي هند (علي ګړ) ته ولاړ شي خو د دوئ استاد هاشم غلزي په لار ښودنه ئې په ۱۹۶۱م کال په اسلاميه کالج پېښور کښي داخله واخستله. دا هغه ځائ دی چي د سائیں او مير عبدالله جان جمالديني ژوند او فکر ئې ټول بدل کړ. کوم خيالونه چي په سر جګ ولاړول په پښو ودرېدل په دې ترڅ کښي صاحبزاده ادريس چي پښتو ژبي شاعر او د نامتو ناول "پېغلي" ليکوال دی. په دې دوو ځوانان ډېر کار وکړ. له ګورکي، ګوائټي، هېګل، اينګلز، ارسطو، افلاطون، رسل او برنانډشاه سره ئې اشنا کړل. کومي نيمګړتياوي چي نصاب پرېښودلي وې هغه د صاحبزاده ادريس په شاګردي کښي بشپړه شوې او سائیں د اقتصاد او فلسفې د پوهني هغه تنده هم ماته کړه. د کومي تندي کنډولي چي نصاب هم پټ ساتلي وو. سائیں په ۱۹۴۵م کال په اکنامکس کښي د بې انرز ډګرۍ له طلائي جائزې سره تر لاسه کړه.  

نائب تحصيلداري:

له پېښور څخه د راتلو په محال مير عبدالله جان جمالديني هم له سائیں سره په شنه پونګه کښي د څو ورځو تېرولو لپاره پاته شو. هغه چي د رېګ اوسېدونکی ؤ دا غرنۍ سيمه او د خلګو ستونزمن ژوند ډېر ناشوده ورته ښکاره شو. تر څه دمي وروسته وړاندي د ژوند يو بل پړاؤ ؤ چي د سيمي له رواياتو سره سم تر تعليم پوره کولو وروسته د نوکرۍ موندل ؤ، دا ؤ چي له ښه ډګرۍ سره سره ئې ښه پوهنه درلوده نو په ۱۹۴۶م کال د فرنګي سرکار نائب تحصيلداران ولګېدل. سائیں په ګلستان کښي په دې څوکۍ مامور شو، ګلستان چي د پښتون بلوڅ د سياست لومړي زڼي په کښي ايښوول شوي وو. 

د نائب تحصيلداري په رسمي مرکه کښي له سائیں څخه فرنګي دا پوښتنه وکړه.

“Would you like to serve under Nehru?” 

سائیں ورغبرګه کړه:

“It I can sarve you then way not nehiru.”

تر پنځه کاله کار کولو وروسته د نړۍ بدلونونو، خپلي پوهي، د قام او ټولني د خدمت کولو جذبې سائیں دې ته اړ ايست چي د تحصيلداري پرېښودلو پرېکړه وکړي. په دې باب سائیں له خپلو ملګرو سره خبره وکړه چي وخت رارسېدلی دی چي موږ د خپلو خيالونو د عملي کولو لپاره مبارزه پېل کړو. سائیں له مير عبدالله جان جمالديني او سردار بهادر خان بنګلزي چي له دوئ سره په اسلاميه کالج کښي ملګری ؤ او دا وخت په کوهلو کښي نائب تحصيلدار ؤ دا ژمنه وکړه چي اول به سائیں استعفٰی ورکوي. بيا به څه موده وروسته نور ملګري. ملګري چي په يوه ځائ د استعفٰی ورکولو په حق کښي وو او نۀ ئې شو کولائ چي سائیں يوازي پرېږدي خو سائیں ئې خپل مخکښی باله نو ئې دا خبره چي سائیں څونه کړې وه هغه رنګه ئې ومنله او خپلو کارو ته بېرته ستانه شول. 

سائیں د يو لوئ احتجاجي مضمون په شکل کښي خپله استعفٰی سرکار ته ورکړه. دا استعفٰی په انګرېزي ژبه کښي ليکل شوې وه چي نواب محمد خان جوګيزي او قاضي محمد عيسٰی ته هم وسپارلې شوه. 

د عبدالله جان جمالديني په وېنا چي اسلاميه کالج زموږ پام د خلګو او ټولني خذمت ته واړولی. ادب، فلسفه، تاريخ او سوشلزم زموږ فکري لارښودنه وکړه، برناډ شاه، برټنډرسل او تامس فکري بنسټونه راکړل، د وطني او نړۍ حالاتو په دې بنسټونو د ماڼۍ جوړولو جذبه راکړه، سياست، ادب او فلسفې داسي فکر ته لار جوړه کړه چي له سرکاري ملازمت څخه بېزاري منځته راله. 

عبدالله جان جمالديني په جټ پټ کښي ملازم ؤ. سائیں تر استعفٰی وروسته له ډاکټر خدائيداد سره جټ پټ ته ولاړی. ډاکټر خدائيداد چي له دوئ سره په سنډېمن سکول کښي ؤ او يو ټولګی مخکښي ؤ نو له چتړک کولو وروسته په دوهم نړيوال جنګ کښي په فوځ کښي برتي شو. د جنګ په وختونو کښي د هند، برما او ايران په ډېرو ښارونو کښي پاته شوی ؤ. او تر دې وروسته د کوټي په ټي اينډ ټي T&T اداره کښي ملازم ؤ. له سائیں سره ئې په ګډه خپل ملازمت ته هم استعفٰی ورکړه. 

سائیں او ډاکټر خدائيداد په دواړو مير عبدالله جان جمالديني له ځان سره کوټي ته راوست او د جمالديني استعفٰی هم سائیں وليکله، چي دا ځل ډېر په اوږد تحرير کښي نۀ وه او په څو ليکو بنا وه. 

لټ خانه: 

لټ خانه د سهېلي پښتونخوا او بلوڅ صوبې يو ادبي، سياسي، فرهنګي او ژورناليستي تاريخ او د دې سيمي د روشن خيالي او ترقي پسندي يو پخوانی غورځنګ دی چي مرام ئې د خپل ځپلي او خوار اولس خدمت ؤ او نور هم دې کار ته چمو کول وو. په خلګو کښي ټولنيز شعور پېدا کول ؤ او ځوانان په دا پوهول وو چي د خپل اولس د جهالت توري تروږمۍ د ختمولو لپاره هڅه وکړي. 

د ۱۹۵۰م کال پسرلي د دې تاريخي غورځنګ د پېل کېدو پسرلی ؤ. کله چي سائیں او مير عبدالله جان له خپلو ډيوټي سټېشن څخه کوټي ته راغلي وو او  د ملک غلام حيدر خان په بېټک کښي د څو ورځو لپاره دمه وو په دغو ورځو کښي ئې د ملک غلام حيدر خان کورته نږدې په بلوڅي واټ کښي د يوې کوټې مکان په لس روپۍ کرايه ونيولی. په دې مکان کښي نۀ بجلي وه او نۀ ګيس. د رڼا کار له څراغ څخه اخستل کېده او د بجلۍ کار د کوئلې له سټوپ څخه، ورسره سره د کوټي له وچ کلک يخ څخه د ځان ژغورلو کار هم ځني اخستل کېده. 

سائیں چي په فطرت مئين ؤ په دې مکان کښي ئې د پسرلي د تم کېدو لپاره کولنګ او بېلچې ته لاس کړ، د ګولانو لپاره ئې خاوره راوړه ملګري ئې په کار وګومارل. له ګولانو سره سره ئې د انګورو ملو هم کښېښوده، د کوڅې خلګ حيران وو چي سهار په کوټ پتلون او نيکټائي کښي تحصيلداران بازار ته وزي او ماځيګر په مکان کښي له خاورو او ګولانو سره بوخت وي. ډاکټر خدائيداد چي د هر فن مولا ؤ او دلټ خانې مستقل غړی ؤ. د ډوډۍ پخولو کار ئې په خپله ذمه واخست. له جاړو وهلو نيولې تر کاليو منځلو پوري هر کار دې تحصيلدارانو په خپله کولی، نۀ بټ مين ؤ نۀ اردلي، په بشپړه توګه ډي کلاس خلګ.

سائیں له عبدالله جان او بهادر خان بنګلزي سره په صلاح د استعفٰی ورکولو پرېکړه وکړه. او په دې کار کښي ئې د ځان وار وړومبی کړ. څه موده پس عبدالله جان چي په جټ پټ کښي ؤ خپله استعفٰی سرکار ته ورکړه. سائیں حضوره ګړۍ بهادر خان دي کار ته ښۀ پرېښودی ډاکټر خدائيداد خو له سائیں سره سم خپل د T and T کار ته خدائ په اماني کړې وه. او د لټ خانې له اولي ورځي څخه تر وروستۍ ورځي پوري په بله نۀ ولاړی او هر څه ئې دې کار ته پرې ايښي ؤ. 

ډاکټر خدائيداد په خټه ګنډاپور او د ګلستان اوسېدونکی ؤ. د خان شهيد له کورنۍ سره ئې ډېري نږدې اړيکي وې. د دۀ و پښتو ادب ته بېخي زيات شمېر خذمتونه دي. له ګلستان څخه د دۀ ليدو ته ئې خپلوان لټ خانې ته راتلل او د لټ خانې نوم هم د ګلستان غني اڅکزي ورکړی دی. چي په سپېدو به له ګلستان څخه کوټي ته رالی او سم دلاسه به ئې د خدائيداد ليدو ته و لټ خانې ته مخه کړه، د لټ خانې په غولي کښي به ئې په زوره ږغ کړ. څه کوئ لټانو! چي تر اوسه لا پراته ياست.".

سائیں کمال خان د لټ خانې د وراسې سړی Spokes man ؤ او له هر چا سره چي به سائیں خبري وکړې هغه نۀ شو کولائ چي له سائیں څخه دې اغېزمن نۀ شي. پس سائیں د خلګو تربيه او روزنه کوله په لټ خانه کښي زوروره مطالعه کېدله. ادب، سياست، فلسفه او د هر رنګ پوهني څراغونه د لټ خانې څراغ ته نوره ځلا بخښله. 

ډاکټر خدائيداد په دې خوند کښي د فرانس د ازادۍ د ملالي "جان اف ارک" انځور لګولی ؤ چي په لاس کښي ئې د ازادۍ بېرغ نيولی ؤ.

يو بل انځور د چيکوسلاواکيه د اتل جوليس فيو چک ؤ چي په زندان کښي بندي دی او په لټ خانه کښي ئې د زندان د خاطرو کتاب" د پانسۍ تر سايه لاندي" هم پروت دی. 

د ژوند او لټ خانې ګاډۍ د چلولو لپاره د څۀ کار هم اړتيا پېدا شوه. نو دانشوران بې له کتاب او قلم نور د څۀ شي کاروبار کولی شي. د خدائيدا په شناخت په مسجد روډ د سټېشنري لپاره دوکان پرانستل شو او د دې کار دپاره د پيسو بندوبست سائیں وکړ چي له نصيب الله شېراڼي څخه ئې اوه سوه روپۍ واخستې او په دې کار ئې ولګولې. 

په لټ خانه کښي ماښام هر يو وائي چي في الحاله به څه کاپۍ او قلم په دوکان کښي ځائ کړو في الحاله به څه تختۍ ورته راوړو في الحاله به څه کتابونه ورته راوغواړو نو د نوم وار چي رالی سائیں ورته وئيل في الحال اسټېشنري چاټ په کښېږدئ. 

ډاکټر خدائيداد په سرۀ رخت د سپينو په رنګ دا نوم وليکلی او په دوکان ئې ځوړند کړ په دوکان کښي ئې دننه په بل رخت د نظير نيشاپوري دا شعر رقم کړ:

گریز راز صف ماہر کہ غو غاینست

کسے کہ کشتہ نہ شراز قبیلہ مانیست

عبدالله جان جمالديني وائي چي في الحاله نوم زموږ د خلګو د هيلو څرګندوی او دا شعر زموږ د ژوند ترجمان دی. 

له ادبي، سياسي او مترقي فکر خاوندانو سره ليدني کتني شورو شوې، د لټخانې د فکر ابلاغ عام شو په دې ترڅ کښي په سټار هوټل کښي سيد کامل القادري سره ليدنه وشوه چي د نړۍ په سر ئې شکومی نۀ درلود. له سائیں سره په اول ځل ليدلو اغېزمن شو او لټ خانې ته راکډه شو. 

لټ خانې ته د ډېرو هم خيالو خلګو تګ راتګ پېل شو او ډېرو خو دلې شپې ورځي سبا کولې. په دې کښي کمال الدين کمال شېراڼی، جعفر اڅکزی، غلام محمد شاهواني، ملک پناه، عبدالخالق تارڼ، معصوم اڅکزی، اسد لوڼی، خالد خان، مير نوشيروان، عبدالرحمان سمالاني، محمد خان باروزی، ملک عثمان کاسی، سردار خير محمد ترين او نور ډېر زيات شمېر خلګ.

پخپله د لټ خانې غړو له خلګو سره هم ليدو کتو ته تله راتله خدائيداد صاحبي خو له يوې نړۍ خلګو سره پېژندګلوي درلوده چي له رنګ نسل مذهب او ژبي څخه پرته ئې اړيکي درلودلې. 

د عبدالله جان جمالديني له مير ګل خان نصير سره ليدۀ کاته زيات ؤ چي د بلوڅي ژبي د خدمت جذبه ئې درلوده. او په دې لړ کښي ئې د بلوڅي ژبي ډېره زياته پخواني شاعري رايو ځائ کړه او په کتابي بڼه ئې خوندي کړه. 

سائیں په خپله نورو کارو ته هم پام ؤ نو په لټ خانه کښي ئې وخت زيات نۀ تېرېدو او د کلي د کميټيو د جوړولو په فکر کښي ؤ چي په اولس کښي خپلي ريښي ټينګي کړي. له بهادر خان بنګلزي سره تر يوه مياشت زيات په کوهلو کښي ايسار شو، له کوهلو څخه چي راستانه شو نو خط ئې لوئ شوي وو په کوټه کښي ئې د لټ خانې او في الحال سټېشنري مارټ د جاج اخستلو وروسته بېرته خپل کلي ته غبرګ شو. 

د راتلونکي کال نوی پسرلی د لټ خانې دپاره هم د نوروز رنګه زرغون وو. سيد کامل القادري چي کراچي او لاهور ته ئې تګ راتګ زيات ؤ دا رنګه ئې په دې ښارونو کښي د لټ خانې د سفير په توګه خپله دنده تر سره کړې وه او لټ خانه ئې د ټول ملک د مترقي فکر خاوندانو سره تړلې وه. په دې ترڅ کښي د لټ خانې دپاره زيات شمېر نايابه کتابونه ډالۍ راوړل او په لاهور کښي ئې دارالاشاعت پبلکيشنز هاؤس ته د نورو کتابونو د رالېږلو لپاره د في الحال سټېشنري مارټ درک ورکړی ؤ. په ټرين کښي د کتابونو بېلټۍ دوه ځله رالې او في الحال سټېشنري مارټ له کتابونو څخه ډک شو. 

په ښار کښي دا انګازه خپره شوه چي په دې دوکان کښي مارکيسسټ لټرېچر پلورل کېږي. په نتيجه کښي لټ خانه او في الحال سټېشنري مارټ دواړه تر سختي څارني لاندي ونيول شول. 

د انجم قزلباش لټ خانې ته راتګ لټ خانه په کوټه کښي د ترقي پسند مصنفين څانګه وګرځوله. له سجاد ظهير، فېض احمد فيض، سبط حسن او ظهير کاشميري سره تړون پېدا شو. او انجم قزلباش له لټ خانې څخه پاکستان ټائمز امروز او ليل و نهار ته ليکونه لېږل. 

د عبدالله جان جمالديني د ګل خان نصير په واسطه له غوث بخش بزنجو او شورش سره ملګرتيا جوړه شوه، دا وخت په انجمن وطن او قلات سټيټ نېشنل پارټۍ بنديځ لګېدلی ؤ او خان شهيد، حسين عنقا، شهزاده کريم د بغاوت په مقدمه کښي په جېل کښي بنديان وو. سائیں عبدالله جان جمالديني او سردار بهادر خان بنګلزی سيوۍ ته تللي وو. دا وخت ګل خان نصير او غوث بخش بزنجو هم په سيوۍ کښي وو او هغه په مسلم ليګ کښي د ګډون په فکر کښي وو. سائیں له ګل خان نصير سره ډېر تود بحث وکړ او له دې کار سره ئې سخت مخالفت څرګند کړ. 

ګل خان نصير ورته وئيل چي د پښو تر تګ ښۀ ده چي سړی د بل په موټر کښي خپل منزل ته ورسي، د سائیں غبرګون دا ؤ چي هر رنګه چي وي خپل منزل ته په خپل موټر کښي او که موټر نۀ وي د خپلو پښو په تګ رسېدل په کار دی. 

په ۱۹۵۲م کال بهادر خان هم استعفٰی ورکړه چي تر دمګړۍ پوري د سائیں له خوا اجازه ورته نۀ وه استعفٰی دومره اسانه کار نۀ ؤ د عبدالله جان کور کهول ټول صفا ؤ د سائیں پلار ډېر ناراضه ؤ او د سائیں پلار خو په لټ خانه کښي هم څو ورځي تېري کړې چي لټان په لار کړي. دا کال د کميټيو د جوړېدو کار عملي شو په نوشکي، سېپلنجي او شنه پونګه کښي دا کار تر سره شو. 

په ۱۹۵۳م کال کښي د پښتو ادب لپاره د پښتو ټولۍ جوړه شوه د پښتو په نامۀ مايشتنۍ مجله د جولائي په مياشت کښي خرپېدل پېل شوه. سائیں ئې لوئ مدير ؤ او د خدائيداد صاحبي ډېر زيات زيار په کښي ؤ. د پوښتۍ انځور به خدائيدد صاحب جوړولی چي ښه ښائسته سکېچ به ئې درلودی. 

ډاکټر خدائيدا به د ټيوشن به ورښودلو چي څه روپۍ تر لاسه کولې د دې مجلې دپاره به ئې کاغذ اخست او چاپ ته به ئې چمتو کوله. 

د شمالي پښتونخوا او د افغانستان د نامتو ليکوالانو درک ئې تر لاسه کړ او مجله ئې ور پوسټ کړه. په غبرګون کښي له مجلې سره د سترو ليکوالانو تماس ټينګ شو خو تر پوره يوه کال خپرېدو وروسته بنديځ په ولګېدی لکه هغه وخت چي په پاکستان ټائمز، ليل و نهار او امروز بنديځ لګېدلی ؤ. 

پښتو مجله 

په لټ خانه کښي د پښتو ټولۍ جوړولو او پښتو په نامۀ د مجلې خپرولو پرېکړه وشوه نو ۱۹۵۳م کال په جولائي کښي د پښتو په نامۀ له دې صوبې څخه د پښتو ژبي اوله مياشتنۍ مجله خپره شوه چي لوئ مدير ئې کمال خان شېراڼی او مدير مهتمم ئې ډاکټر خدائيداد صاحب ؤ. د دې مجلې په اوله پاڼه د بېټ نيکه دعا ده او بهار حال احوال تر سر ليک لاندي د سائیں په لاس ليکلې اداريه ده چي پېل ئې له دې خبري څخه شوی دی. 

"پښتانۀ يو په پښتو سره زغېږو خو په پښتو نۀ سره پوهېږو."

لکه څو پېړۍ وړاندي چي خوشحال بابا وائي: 

"درست پښتون له کندهاره تر اټکه

سره يو رنګ په کار پټ او اښکار

په يو ژبه وئيل سره پښتو کړو

ولي نه شو له يو بله خبردار"

ورپسې د حبيبي صاحب مقاله ده چي په خوشحال خان خټک ئې کښلې ده. دا رنګه يو مضمون د ډاکتر خدائيداد صاحب دی چي په خان شهيد اودل سمد خان اڅکزي ئې ليکلی دی. چي د سر څو ليکي ئې دا ډول دي:

"زموږ د زړګي سر د سترګو تور پر موږ غوړېدلې توره تياره کښي د اميند ځلاند څراغ لار ښوونکی، غښتلي پښتون د فخر وړ مشر، ښاغلی خان عبدالصمدخان دا شپږم پسرلی تېريږي چي د زندان په تاريکو کښي پروت دی."

د يادوني وړ مقاله د مير عبدالله جان جمالديني ده چي په خپله د نوشکي بلوڅ دی او په پښتو ادب ئې د پام وړ ليک کړی دی او دا ليک په خپله حبيبي صاحب هم ستائيلی دی. 

د ښاغلي بختاني صاحب ليک د "مدام به نۀ وي ستا ښائست او زما سوالونه" تر سر ليک لاندي په کښي چاپ شوی دی. 

د زردتشت وېنا په نامه يو ژباړه په کښي ده چي نېټشې ليکلې ده. 

د شعر په برخه کښي د سائیں د ګران استاد صاحبزاده محمد ادريس د پښتو ترانه ده او په نورو شاعرانو کښي سيد رسول رسا، مېرمن خورکۍ، عبدالخالق تارڼ، خان محمد بلوچستاني او ملا سلام اشېزي نومونه دي. 

دا ګڼه په ځانګړې توګه و ايستل او جوليس روز نبرګ ته ډالۍ شوې ده چي د امريکې لخوا د پښتو مجلې تر خپرېدو يوه مياشت مخ کښي په ۱۹م جون ۱۹۵۳م کال د مرګ په سزا په دې تور ورسېدل چي دوئ د اېټم راز و روسئې ته پلورلی دی. 

دوې ګڼي په پائ کښي په غټو تورو ليکل شوي. د حميد بابا دا لاندينی شعر چي د سائیں به خورا زيات خوښ ؤ. 

دا زما له غمه شين زړۀ پکښي خيال د يار د شونډو 

هسي رنګ زېب و زينت کا لکه می په شنه پياله کښي

د مجلې پر شا پښتو په انګرېزي ژبه کښي په "Puxto" ليکل شوې ده چي ګومان کوم د ډاکټر خدائيداد صاحبي په اراده به وي. 

خو د دوهمي ګڼي مخ له خورا بدلونونو سره خپور شوی دی چي له ټائيټل پښتو سره د مياشتنۍ توری زيات شوی دی او د لوئ مدير په ځائ چلونکی د مدير مهتمم په ځائ ايستونکی او لاندي درک څه دا ډول دی. 

"وخت او ښندني د استولو درک 

مياشتنۍ پښتو د پښتو دوتر بلوڅي واټ کوټه"

په دوهم مخ د فهرست په ځائ د پښتو امېل او ادارئې  د احوال په ځائ د خبري اتري توري په کارول شوي دي چي لوئ لامل ئې هم په دې ګڼه کښي د خان عبدالصمد خان اڅکزي خپور شوی خط دی چي د کوټي له جېل څخه ئې استولی ؤ او مجله ئې خورا زياته ستائيلې او چلونکو ته ئې مبارکي وئيلې وه. 

دۀ په خپل اوږد خط کښي زياته کړې ده چي په کار دا دی تر څو کېدلائ شي د "پښتو" (مجلې) ژبه سوچه پښتو وي. د مدير مدير مهتمم، نشرات، فهرست توري چي تل به د "پښتو" (مجلې) پر مخ ليکلی وي پښتو نه دي داسي راته ښکاري لکه ښکلې پښتنه پېغله چي د تازي خلګو په څير په سر دسمال وتړي يا د پرنګيانو رنګه وېښتان غوڅ کړي. 

مخته ئې په خپل خط کښي د هغو ټولو پرديو ژبو تورو په ځائ د پښتو سوچه توري ليکلي دي چي د "پښتو" مجلې په لومړۍ ګڼه کښي کارول شوي دي. 

د يادوني وړ يو بل خط د ازاد افغانستان له خوا ښاغلي علامه عبدالحئ حبيبي صاحب ور استولی دی چي مجله ئې بېخي ستائيلې ده. او خپل خط ته ئې د پښتو په دې ټپه د پائ ټکي لګولی دی. 

غوټ دي ګل ګل دي بوستان شه

چي رنګ او بوئ دي پښتونخوا رنګينه کړينه

د نېستۍ په نامۀ دا نظم هم په دې ګڼه کښي خپور شوی دی. 

ګړده وړده کېږي په عالم کښي مي څارې نېستۍ 

نۀ راڅخه ځي نېستۍ

په دې ګڼه کښي د قلندر مومند، غني خان، اشرف مفتون، عبدالرؤف بېنوا او سلطان محمد صابر ليکونه هم خپاره شوي دي. 

تر دې په وړاندي ګڼو کښي د پښتو امېل ته د ډېرو سترو ليکوالانو نومان دننه شوي دي لکه دوست محمد خان کامل، قلندر مومند، امير حمزه شينواری، رضا مومندي او نور چي په خپلو خطونو او ليکونو ئې مجله نوره هم ښکلې کړې ده. 

او د مجلې په سرپاڼه ئې دا شعر ليکلی ؤ

پښتونه ته منصور ئې د حق لاره دي پښتو ده

پښتو دي ټينګه نيسه وېره ونه کړې له داره 

په ځائ د رضا مومندي دغه شعر ليکل پېل شو

پښتو نخښه د پښتون ده د پښتو ژوند ئې ژوندون دی

مرګ د ژبي مرګ د قوم دی او ژبه يو مضمون دی 

د دسمبر په ګڼه کښي د اجمل خټک او همېش ګل همېش په بندي کېدو ادارئې خپله خواشيني څرګنده کړې ده او د دوئ د زر خلاصون غوښتنه ئې کړې ده. 

د ۱۹۵۴م کال د جنوري او فروري په ګډو ګڼو کښي د خان عبدالصمد خان اڅکزي له بند څخه په راخلاصېدو مبارکي وئيل شوې ده. خو د خان عبدالصمد خان اڅکزي په خپل ليک کښي دا غوښتنه کړې ده چي تر کومه وخته پوري چي پر باچا خان پابندي شته يو پښتون دي هم ځان ازاد نۀ بولي. 

د مارچ او اپريل په ګډه ګڼه کښي د باچا خان له جېل څخه د خلاصېدو پس و لوئي جرګې ته وېنا او د خان عبدالصمد خان اڅکزي پښتو يا پښتنوالي (پښتون کوډ اف انر) په نامۀ ليکونه خپاره شوي دي. 

د مئ په ګڼه کښي د مخ پاڼي شعر هم بدل شوی دی. او په ځائ د هميش خليل دا شعر ليکل شوی دی. 

يا به لري دا تور تم د پښتونخوا کړم 

يا به زۀ هم د منصور غوندي په دار شم

ورپسې د جون په ګڼه کښي د همېش خليل په بندي کېدو د همېش خليل د انځور له خپرېدو سره سم ادارې خپل خفګان څرګند کړی دی. 

او له بندي خانې څخه ئې د دۀ خط هم خپور کړی دی او هم په دې ګڼه کښي په وروستۍ پاڼه د خان عبدالصمد خان اڅکزي انځور دی او لاندي ورسره دا توري ليکل شوي دي. 

د بلوچستان پښتنو د ښاغلي مشر عبدالصمد خان اڅکزي تر مشرتوب لاندي يوه سياسي جرګه د ورور پښتون په نامۀ پېل کړې ده چي لوئ مراد ئې د ژبي پر بنياد د پښتنو يو والی دی. 

نو چي د هري ګڼي په خطونو نظر ځغلي نو چاچي هم دا مجله د نړۍ په يو ګوټ کښي تر لاسه کړې ده خورا نۀ پاته خوشحالي ئې ښکاره کړې ده او خپله ادبي سياسي او ملي تنده ئې پرې ماته کړې ده. 

خو له دې سره ئې سم خپلي وېري هم څرګندي کړي دي لکه ساغر اپريدي چي په خپل يو ليک کښي داسي ګويان دی. 

اې خدايه! تۀ خو د پښتو ادب دا بېړۍ د حوادثو په ګرداب کښي ګېره مۀ کړې. 

خو د دې ملک له سياسي روايت سره سم د خپل قامي چوپړ همېش يو سازش ګڼل شوی دی. د پښتو ادب دغه بېړۍ هم د حوادثو په ګرداب کښي ګېره شوه او درست د يو کال ۱۲ ګڼو د خپرېدو پس د قربان اې جي جي تر  لاس ليک لاندي په سرکاري توګه بنديځ پرې ولګېدی. 

يو شعار د ټولو ګڼو په ځانګړي پاڼو په غټو تورو ليک لکه ځلانده ستوري برېښي. 

"پښتو، پښتنولي، پښتونخوا"

په يوه ګڼه کښي له سرکار څخه د بلوڅي ژبي د مجلې ته  د اجازه ورکولو غوښتنه ډېر په ټينګار شوې ده چي پښتو له خپله دور سره سم د نورو ژبو د احترام او پرمختګ ژمنه کوي او لکه د دوهمي ګڼي په اداريه کښي چي وائي:

"رڼا ته رڼا او تيارې ته تياره وئيل پښتو ده."

حال حوال

پښتانۀ يو، په پښتو سره ږغېږو، مګر په پښتو نۀ سره پوهېږو، خو يو زوړ متل دی، مګر زموږ پر موجوده حال باندي هم بېخي سم راځي. د بلوچستان پښتانۀ له خپلي مورنۍ ژبي څخه شپه په ورځ ليري کېږي، دا يو دومره ښکارندی حقيقت دی چې د دې مظاهره زموږ د ژوند په هره خوا کښې کېږي. او هر سړی د دې حقيقت اثار زموږ د اجتماعي ژوند په هره برخه کښې ليدلائ شي. د دې حقيقت هغه انتهائي افسوسناک شکل زموږ په نويو تعليم يافته خلګو کښي په پښتو پوري د تمسخر او لږ خاشه کراهيت په صورت کښې څرګندېږي. حالانکې همدغه خلګ وو چې له هغو څخه به د پښتو د پالني  اميد کېده.

دا صورت حال يو دم د څه غېر معمول حادثاتو نتيجه نۀ دی، بلکې دا يو تدريجي عمل دی چې  تر شا د حالاتو او واقعاتو يو پوره تاريخ لري. په هغه تا ريخي پس منظر کښي چي وکتل شي نو دا نن د پښتنو او بيا تعليم يافته پښتنو له خپلي مورنۍ ژبي څخه غفلت څه ډېر عجب هم نۀ ښکاري. مګرچې  د خدائ حق شي له موږ څخه خو ګړد سره خپل تاريخ ورک دی. له دې وجهي څخه زموږ حالت د هغه سړي دی څوک چي قوت حافظه بائيلي. ولي چي يو پوه سړي چېري وئيلي وو چي د يو قوم دپاره خپل تاريخ داسي دی لکه د يو فرد دپاره د هغه قوت حافظه. 

پښتو ټولۍ د پښتو ژبي او ادب د خدمت ساتني او ترقي دپاره جوړه شوې ده. ټولۍ د دې ضرورت ګاڼۀ چي د خپلو اغراضو د حصول دپاره يو ماهواره پښتو رساله جاري کړي او حکومت بلوچستان د ټولۍ درخواست مناسب وباله او دا ده چي د ټولۍ لخوا څخه پښتو د همدغه لوړ مقصد د حصول دپاره ستاسي په مخکښي ده. 

دا ښکاره خبره ده چي د پښتو ټولۍ دغه مقصد د ټولو پښتنو سره شريک دی او په پښتنو کښي بيا پر  هغو پښتنو څه زياته ذمه واري ده او پښتو د بلوچستان له ټولو پښتنو پوهانو څخه دا اميد ساتي چي هغه به د پښتو هر قسم امداد کوي. 

تر کومه وخته چي د بلوچستان د پښتنو د قلم خاوندان له پښتو سره تعلق پېدا کوي او کافي مواد سره راجمع کېږي، موږ په هغه باقي مانده کسر د پښتو د زاړه ادب څخه د انتخاب په صورت کښي پوره کوو. هسي هم د دې ضرورت و موږ ته شته.

د پښتو په دې (ړومبۍ) ګڼه کښي د ښاغلي مير عبدالله جان جمالديني مضمون "پښتو ادب" د خورا ډېري ستائيني وړ دی. مير صاحب د پښتو سره ډېره مينه لري. 

او په پښتو کښي د دۀ دا لومړی مضمون خورا لوړ او کامياب کوشش دی. 

ښاغلی مير عبدالله جان د نوشکي د جماالديني بلوڅانو د يوې لوړي کورنۍ څخه دی. دۀ په اسلاميه کالج پېښور کښي تعليم کړی دی. په خپل اوسني ژوند کښي د خپلي مورنۍ ژبي بلوڅي خدمت د مير صاحب محبوبه مشغله ده. يو کال د مخه د دۀ په کوشش د بلوڅي ژبي د ترقۍ دپاره يوه ټولۍ جوړه شوه  چي د هغه په وجه ورکه او هېره شوې بلوڅي ژبه بېرته د ودانۍ پر لار روانه شوه. 

"پښتو او پښتو ادب" يو تحقيقي مضمون دی چي ښاغلي عصمت الله خان اڅکزي ليکلی دی. دغه قسم مضمون ليکل ډېر ګران کار دی او بيا د دغسي ځوان دپاره چي هغه لا تر اوسه خپل تعليم هم نۀ دی ختم کړی. موږ د دۀ د همت او شوق ستائينه کوو او هيله لرو چي نور تعليم يافته پښتانۀ ځوانان به هم د دې ښاغلي په رنګ پښتو ته توجه ورکړي. 

د امريکې ظالم  حکومت د جون په  ۱۹دوه بې ګناه انسانان د بجلۍ په کرسۍ قتل کړه. مائينه او مېړه، ايتهل او جوليس روزنمبرګ درې کاله د مخه په دې شک نيول شوي وو چي دوئ د ايټم رازونه يوه غېر ملک ته رسولي دي. هيڅ معقول شی دا رنګه نشته  چې د دوئ دغه جرم ثابت کړي. څو ورځي د مخه د جوليس مور خلګو ته ووئيل  "زۀ خبره يم. دوئ بې ګناه دي. جوليس ماته وئيلي دي : "زۀ بې ګناه يم. موږ هيڅ نۀ دي کړي." د دنيا ټولو انسانانو درخواست کړی ؤ چي پر دوئ دي د سره بيا مقدمه وچلېږي. خو د امريکې پر حاکمانو د دې هيڅ اثر ونۀ شو. د امريکې ځناوران همېشه بې ګناه انسانان قتلوي. دا د دوئ د ژوند لوئ مقصد دی. 

د امريکې ظالم استعمار چيانو! د ايتهل او جوليس مرګ ستاسي مرګ دی. دوئ ژوندي دي........ تر څو پوري چي دا دنيا شته تر هغو پوري به د دوئ نومونه د انسانانو په زړو کښي د امانت په توګه پراته وي......... تاسي مرګي ووهلاست... هو.... تاسو په خپله پر خپله غاړه چاړه کښېښوول. نن تاسي د ابراهيم لنکن د جمهوريت جنازه وايستله.

پنځګوني 

د شنې پونګي کمپون يو کولۍ او يو پوستين 

لکه څرنګه چي د ډيورنډ توري کرښي افغانان په لر او بر کښي وېښلي دي سم دم دغه رنګه مړاني د کټو ډبري په تاک د لرغه برغه په برغند کښي وېښل شوي دي چي لرغه مراڼي په ايف ار ډي ائي خان او برغه مراڼي د شېراڼي ضلع په انتظامي يونټونو کښي ژوند کوي. دغه دواړه سيمي د ږوب په لويه لار پرتې دي. د پکتياوۍ او کنداري ګړدود په ټاک د مراڼيو ژبه وار پسته ده وار ځيږه. چي د دې دواړو هجو رنګونه ښه په کښي اغښل شوي دي او دومره سوچه ژبه ده چي نن ورځ هم د سنسکرت ژبي بېخي زيات شمېر توري پکښي کارول کېږي. 

حسن خېل اوبه خېل، ثول خېل، مړهېل او کفيف د مراڼي پنځه سرخېلونه دي. 

سائیں کمال خان شېراڼي د حسن خېلو له هغې زۍ پښې څخه دی. هېزئي يوې خواته د راده په غاړه د مير علي خېل په تودونه کښي ژوند کوي. او بلي خواته د کسې او شنه غرۀ تر منځ د شنې پونګي وږدن او شرغلي په سړه سيمه کښي پراته دي. پونګه د ناور معنا لري او شين د دې سيمي خپل ځانګړيتوب دی. ولي چي د زڼفوزيو، شوون او شروون دونه وني دي تر څو چي د نظر پنلي ځغلي او ساری ئې په نږدې حدود کښي نۀ معلومېږي. د سائیں د زوکړي او خارپوڅي ځائ هم دغه غرنۍ سړه په زڼفوزيو ستوون شروون او اوږګي پټه سيمه شنه پونګه ده چي له لوئ لار څخه په زندۍ حلو، غوريمه کړمان زئي لهړ او تر وږدن تېرولو وروسته د کسې غرۀ او شنه غرۀ په لمنو د شنې پونګې پر ګوړ په مخه راځي. 

له ښارونو څخه ډېر ليري په دې کلي کښي سائیں د شنې پونګې کمپون جوړ کړ. او پنځګوني ئې منځته راوړې چي د سهېلي اسيا يو سياسي او بېخي پخوانی لوکل ګورنمنټ نظام دی. سائیں د يو کولي او يو پوستين په بنسټ دا کمپون جوړ کړ چي له يو ملک پرته نور ټول کلي په دې متفقه وو. په دې کمپون کښي د کلي ټول پېداوار په يوه کولي کښي زېرمه کېدل او بيا د ټول کلي په هر کور د نفر په شمېر وېښل کېده. کور کومه له به جلا جمع نۀ کېده نۀ د ذاتي ملکيت تصور وو. 

کولی چي موسي خېل ئې د مزرو له پېزۍ څخه جوړوي او په نوره سيمه کښي د برنج رنګه ګړدی لوړ په خټو او لاندي په ډبرو پوخ جوړ وي. او پوستين په وړيو جوړ ټوکر د ناستي او له يخه د ځان د ژغولو لپاره په کار راوستل کېږي.

د يو کولي او يو پوستين معنا دا مي د ژوند رنګ به يو ئي د طبقاتو جوړښت به نۀ وي څوک خوار او بډائ به نۀ وي. 

دلته سائیں په سکول کښي ښوونه هم کوله او په پښتو ژبه کښي يوه ترانه هم وئيل کېده. له دې سره سره د کلتوري نندارو په ترڅ کښي د روزني او ښووني تربيه هم روانه وه چي غلام دين لالا ئې هم په يوه کلتوري ننداره کښي د ملا رول لوبولی دی. 

دا هر څه سائیں د شلمي پېړۍ په شپږمه لسيزه کښي ترتيب کړي وو او دا تش تر شنه پونګه نۀ  محدود کېده سائیں دا پلان په درست قام د خپرولو لپاره جوړ کړی ؤ خو له بده مرغه د ملک او ملا تر منځ تشکيل دا ټولني د شنې پونګي کمپون په شنه پونګه کښي تر خاورو لاندي کړ او دلته د سيمي تر ټولو لويه بدي منځته راله چي تش شنه پونګه نۀ درسته سيمه ئې اغېزمنه کړه.

په کمپون کښي د ځوانانو کمېټۍ جوړي شوې او پنځګوني خپل غړي وو چي د کلي ټولي جګړې او ستونزي ئې په جرګه کښي هوارولې. 

د اوبو لپاره کار شورو شو مالداري ته پام وشو، له سائیں ن سره به يو څولی ؤ او هر ځائ به ئې مځکه ښووله او توت به ئې ږدی د شوون او شروون ونو ته به ئې ډبري ايښودلې چي Erosion ئې نۀ وشي. 

تر دې کمپون لمخه د ملا ملک شپانه، پش د هر يوه په برخه کښي به فرق ؤ. سائیں دا کار منع کړ او ټول کلي نغري ته ئې يو رنګ برخي رواج کړې. 

د  اوبو سرمدرسه

په لټ خانه کښي چي د کومي کميټيو د جوړښت پرېکړه شوې وه په دې اړه په شنه پونګه کښي دا کار پېل شو. او بيا له هغه ځايه څخه را اوږد شو نورو سيمو ته. 

تر استعفٰی وروسته سائیں تر کور زيات په کړمه کښي د صوفي نور محمد په کور کښي پاته کېده چي مور ئې ډېره تکړه ښځه وه او د سائیں ئې خورا زيات خيال ساتلی. سائیں هم ټول ژوند د تکړه خلګو په لټون کښي ؤ او ښۀ خلګو ته ئې ګار خلګ وئيل. 

په دې معنا د کړمي کور دوهمه لټ خانه بللی شو چي د نوې کړنلاري پرېکړي هم د صوفي نور محمد په نغري کېدلې. په دې نغري د پرېکړو خلګ له سائیں سره کمال الدين کمال شيراڼی، صوفي نور محمد، دين محمد شېراڼی، ملا نور محمد ، ملا زاهد اکا، ملا شفيق صاحب او د درازندې مولوي احمد شاه صاحب ؤ، خو  مخکښ او رهبر ئې کمال خان شېراڼی ؤ. 

وړومبۍ پرېکړه په ماڼي خوا کښي د راشن د دوکان د پرانستلو وه چي د برغه مراڼيو مرکز دی. ولي چي ټول شېراڼي د راشن لپاره ږوب بازار ته تله او هلته به ئې شپې سبا کولې، په ماڼي خوا کښي د دوکان د پرانستلو لپاره چي څو لګښت په کار وو هغه سائیں له يوه عزيز څخه د دې کار دپاره راخستې په دوکان ئې نواب خان شېراڼی کښېناوه چي د ابۍ په نامۀ خلګو پېژندلی.

له دې وروسته سائیں و علم او پوهي ته پام واړولی. 

او له او به خېل مراڼيو څخه ئې په اوبه سرکلي کښي مځکه وغوښته او مدرسه ئې پرانستله چي د فري بورډنګ سکول کار ئې کاوه او د طالبانو اندراج ئې شورو کړ. په دې کښي ملايان ښوونکي لومړي عبدالمجيد افغاني بيا صبغت الله يا نورنګ شاه ؤ. تر دې وروسته حافظ ميرک موسٰی خېل په دې کار و څارل شو. او تر ګړدو آخر د څڅوبي ملا جان الله لوستونکو ته سبق وايه.

درېيمه پرېکړه دا وشوه چي د روغتيا لپاره کوټلي ګامونه اخستل په کار دي. نو سائیں د عبدالکريم الکوزي چي استنټ پي اې (Assistan pa) ؤ او نصر من الله چي پولټيکل ايجنټ (Political Agent) ؤ. د دوئ په مرسته کښي د ريډ کراس روغتون د اوبو سر په مدرسه کښي جوړ کړی. او ډاکټر ئې له سرګهدې ورته راوستی چي بشير نومېده او عيسائي ؤ. 

د دې ډاکټر د راتلو پېښه ډېره افسانوي ده کله چي په ماڼي خوا له ګاډۍ څخه کوز شو نو د تېري پېړۍ د شپږمي لسيزي د ټرانسپورټ کار ګړد په بودا ؤ. دۀ له چا پوښتنه وکړه چي آب سر چېري دی خلګو چي په ژبه ئې پوه نۀ وو د لاس په اشاره لاره ورپه ګوته کړه او د پښو د څه مزل وروسته مدرسې ته ورسېدی، کابينه ټوله په مدرسه کښي موجوده وه دۀ په خپله پېژندګلوي کښي ورته ووئيل چي زۀ عيسائي يم کمال الدين کمال شېراڼي په ږغ کړ چي که سيک ئې هم زموږ قبول ئې. 

دا ډاکټر  تر خپلي ډسپنسري نۀ ؤ محدوده بلکې چي به مريض يا کوم زخمي کس چي به هر ځائ ؤ دۀ به په پښو ځان ور رسولی تر څڅوبي او کړمي پوري ئې مريضان کتل دا سړی ډېر سوچه او سپېڅلی ؤ يو وخت يوې ښځي د علاج په بدل کښي هګۍ ورکړې نو دۀ له دېواله وويشتل او تراڼ ئې ورته ورکړ چي دا کار د بيا دپاره ونۀ کړي. 

په پښتني کلتور کښي دونه رنګ شو چي د پرتوګ او کميس په استعمال بيا خپلو جامو ته بېرته نۀ شو شاته. 

په دې مدرسه کښي مهمي ذمه وارۍ په تعميراتو کښي د ملا نور محمد او دين محمد شېراڼي وې او په چنده کښي د صوفي نور محمد او کمال الدين کمال شېراڼي وې. په دا مدرسه کښي له يوه مسيده پرته اووه کوټې وې چي دوې د روغتون دوې د لوستونکو يوه د کمېټۍ د غړو د اوسېدلو او يوه د ملا وه. 

په دې مسيد کښي هم سائیں د خپل کور د ملو رنګه د ډبرو څوکۍ ډېر په هنر جوړي کړي وې. 

کريم الکوزي به ورته د پۍ او غوړيو  لارۍ راوسته او په خلګو به ئې وېښله. 

له ههړ څخه مدرسې ته کاريز ورته راوستل شو، په مدرسه کښي د  سبزي کرل هم پېل کړی شو.

د ځناور د نمائش کلنۍ مېله هم دلته رواج شوه چي د مدرسې له خوا تر تيب کېدله. 

دا سلسله شپږ اووه کاله شورو وه او په ټولنه کښي ئې ډېر زيات اثر کړی ؤ خلګ ډېر خوشحاله وو.

سائیں چي زيات وخت دلته نۀ ؤ په خطونو کښي به ئې حال احوال کولی. په تېره ئې صوفي نور محمد څخه د ګربټ د کاله حال کولی ګربټ چي د دې مدرسي دپاره ئې خنډونه اچول، د کلي يو سړی ؤ خدائيګو چي د سائیں په مبارزه کښي نور څونه ګربټانو خنډونه اچولي ئي. 

يوه ورځ په ملاصبغت الله طالبانو اعتراض وکړ چي دا موږ ته سبق نۀ وائي او د کمېټۍ پرېکړه د صبغت الله په ځائ بل ملا راوستل شو نو ملا صبغت الله په کلي کښي دا خبره خوره کړه چي کفر دی په مدرسه کښي او ټول ئې په تکفير واړول. ملايانو او ملکانو منډه کړه په پنډۍ کښي ئې ايوب خان ته حال تېر کړ چي زموږ په علاقه کښي شوروي نظام راغلی دی. په مدرسه چاپې شورو شوې ايوبي مارشلا  له ګربټانو سره سره په ابدي توګه د اوبه سر د مدرسې خنډ وګرځېده. 

د کسې تر سپينه ګواله

هري روده هري پاله 

ستا باران د وسي بېل دی

 زموږ هغه د لوخو ساله

زموږ هغه  شپوون وني

زموږ هغه د مرغۍ ځاله

په دې دوړو او باران کښي

ستا کمی دی کليواله

مينه کړمه ډاډه ګرځم

باچاجي له خپله خياله

غل خو نۀ يم چي شرمېږم 

ستا د مخ له شينکي خاله

ستا د زوکړي له شنه غرۀ څه

د پونګې له شنه دېواله

ستا د سوچ مرګی د نۀ ئي

شېراني سائیں کماله

 

د کمال خان شېراڼي په مړينه

طبعيت که په مرګ سوځي فکر نۀ مري

د پېړيو په بهير کښي نوم يادېږي

اندامونه که تر خاورو لاندي هم شي

روڼاند فکر په ژوندۍ بڼه پاتېږي

دا چي نن د کسې غر له ورايه ښکاري

ښورېدلی زيات او کم له ځايه ښکاري

هر يو توری ئې د خُلې چي زموږ په زړۀ دی

لا ښۀ پوخ لکه فولاد د دۀ په تلۀ دی

نابغه د شرق مرګي ته غاړه نۀ ږدي

بس خپل فکر په مغزو د پښتانۀ ږدي

تياره کونج مو د مرګي په خُله کښي ورکړي

يو بل ژوند مو په دې چاره پکښي سر کړي

نغری د پښتون سوړ نۀ شو لا تود شو

بيا ژوندی د تل لپاره ستر لارښود شو