د سائیں کمال خان شېراڼي علمي، سياسي او ادبي شخصيت

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

ليکوال:اميرجان نيکه شېراڼي   

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸    

د هسک او تاريخي هندوکش په لمن کښي پروت قام پښتون افغان به وڅېړو، د افغانستان جغرافيائي او طبعي شرايطو خپلو اوسېدونکو ته يو خاص کريکټر ورکړی دی، او په خپلواکي او ازادي باندې ئې مئين روزلي دي، د يوه هندوستاني ليکوال په قول:

"افغان د يو طلائي زره خاوند دی، يو ريښتنی دوست او يو خطرناک دوښمن دی."

پښتون قام د نړۍ او بيا د ايشيا پر داسي سيمه پروت دی چي ځيني پوهان افغان ته د ايشيا زړۀ هم وائي، چي زړۀ وښوري ټول وجود ريږدوي، دغي سيمي ته د نړۍ له هري خوا د راپاڅېدلو انساني څپو مخه شوې ده، له سکندر مقدوني نيولې بيا تر چنګېزخان، هلاکوخان، ګوډ تېمور او داسي بابر مغل او بيا انګرېز راغلی دی، د هغو تمدنونه سره نښتي او يو ځائ شوي دي، يو قام چي پر داسي چارسو مېشت وي بله لار به نۀ وي، له يوې خوا جګ غرونه او له بلي خوا اوبه او د تګ راتګ به څو لاري وي، دوئ به پر خپل وطن، خپلواکۍ او خپلو ځانګړو دودونو بېخي د لېونتوب تر حده مئين وي، داسي خلګو يا اولس ته دوې لاري ورپاتي دي، يا خو به په دا دومره لويو او پياوړو څپو کښي د تل د پاره ورکېږي، غلامي به قبلوي او خپل نوم او نښان هر څه به بائيلي يا دوهم دا چي مقابله به ورسره کوي.

د ډېرو مقابلو او جنګونو نتيجه دا شوه چي دوئ د جنګ په ميدان کښي د ننګ او مېړاني وتلي اتلان شو، دوئ د خپل وطن شا و خوا اولس يا خلګ د ځان سيالان نۀ بولي، پښتو او پښتونواله د دوئ دود او دستور وګرځېده، او په داسي خټه کښي و اخښل شو چي پښتو او پښتونواله د دوئ د پاره د اقدارو يوه مجموعه وګرځېده، د پښتونولۍ په دې قانون کښي د دوئ تر ټولو لوئ پېغور هم دا شو چي:

" تۀ هم پښتون ئې؟"

د چارسو د استوګني تر ټولو لويه بدبختي دا شوه چي دا قام هر وخت په جنګ اخته وو، د تاريخ په اوږدو کښي پياوړي، جنګيالي، ننګيالي او مېړونه خو جوړ شو، خو بدبختي او بدمرغي ئې هم په برخه شوه، انفراديت هم پکښي ډېر زيات پېدا شو، او هر وګړی ځان سيال بولي، د دغو جنګونو او بدبختيو له لاسه پښتانۀ د علم، پوهي، ليک او لوست له خوا دومره پاتي راغلو چي دوئ خوارانو د علم ډېر برکتونه خو پرېږده خپل وياړلی تاريخ لا هم ځني هېر شو.

د تاريخ عالمانو هيڅ هم پټ نۀ دي پرې ايښي، او ډېر مثالونه ئې ورکړي دي، هر عالم خپله رڼا پر اچولې ده، د تاريخ د عالمانو وېنا د تاريخ په باره کښي څه داسي ده.

(1) تاريخ د بشر د اعمالو آئينه ده.

(2) ماضي لکه يوه ډيوه ده چي د آئينده په مخ کښي اېښودل شوې ده.

(3) ممکن نۀ دي چي تاريخ ته فرېب ورکړي او نۀ ممکن دي چي زمان له هغه خپل ګړندي توب څخه راوګرځوي.

(4) سقراط وائي نۀ ازمويلی ژوند د اوسېدو وړ نۀ دی.

(5) د يوه ملت تاريخ لکه يو ګلزار دی چي هنرمند او حساس مېړونه د هغه ښکلي ګلدانونه دي، د تېرو شوو وختونو ارزښت او قيمت بايد د جامع د سود او زيان په تله کښي وسنجول شي.

(6) د تاريخ په نظر کښي د يوه ملت يا مملکت لوئ والی او سرلوړي په دې کښي نۀ ده چي د هغه مملکت يا ملت زامن (بچي) د جګړې په ډګر کښي تر هر چا ښې توري وکړي، بلکې لوئ والی او سرلوړي په دې کښي ده چي په سختو پېښو او ناوړو وختونو کښي مقاومت او ټينګار ښکاره کړي.

(7) ماضي داسي يو شی دی چي هر څومره زموږ فاصله له هغه څخه زياتېږي په هم هغه اندازه ښه ښکارېږي.

(8) تاريخ د ژوندانه د تجربو يوه خزانه ده، ځوانان د دې د پاره چي د تېرو شوو تجربو څخه ګټه واخلي هغه مطالعه کوي.

(9) تاريخ لکه د ملت يا بشر پلار دی چي خپلو زامنو ته لارښوونه کوي، چي پخوانيو څه کړي دي، مګر ننني مؤرخين وائي د پخوانيو ژوند څنګه وو؟ د تاريخ دوې دورې يادي شوي دي، يو د تاريخ د مخه دوره، يا يوه تاريخي دوره.

په آخر کښي زموږ د ملت د مشرانو خبري:

(10) چې پېډ نۀ لري تاريخ ئې نۀ وي.

(11) چې پرون ئې نۀ ؤ سبا ئې نۀ معلومېږي.

په شلمه پېړۍ کښي د افغانستان حالات:

په شلمه پېړۍ کښي چي د افغانستان په شمال مغرب کښي په اکتوبر ۱۹۱۷ کښي د لېنن په قيادت په روس کښي انقلاب سر ته ورسېد، په ختيځ کښي انګرېز استعمار د ډيورنډ د معاهدې په ذريعه نيم افغانستان په خپلو قلمرو کښي ورګډ کړ.

په داسي حالاتو کښي امير امان الله خان د افغانستان د ازادۍ اعلان وکړ، او افغانستان په نړۍ کښي يو سرلوړی او خپلواک هېواد معرفي شو، انګرېز د وطن د نيولو وروسته له فاروډ پاليسۍ ښه کار واخست، د مستقلي قبضې نيت ئې وتاړه، ورسره زموږ پر وطن افغان خاوره د ناپوهۍ توري تيارې خورې شوې، زموږ د وطن وطن فروش ملايانو، پيرانو، خانانو او افسرانو د خپلي خېټي د پاره قام او وطن د جنګ سرو لمبو ته وروغورځاوه، او دوښمن ته ئې مرئی کاوه.

زموږ د وطن خلګ او قام د استعمار او استثمار په خلاف په يووالي نۀ پوهېده او موږ ئې په کورنيو بديو اخته کړو، د دوئ له کبله موږ هر وخت په سرو لمبو کښي ژوند کوو، دې يرغلګرو داسي ګوزارونه راکړل چي موږ ئې سره بېل کړو او موږ ئې غلامان کړو.

په داسي حالاتو کښي په غلامه پښتونخوا وطن کښي قامي تحريکونو زور واخست، په شمالي پښتونخوا کښي د باچاخان په رهنمائي کښي خدائي خدمتګار تحريک او بيا سرخ پوښ تحريک شروع شو، او په جنوبي پښتونخوا کښي انجمن وطن او بيا ورور پښتون د خان شهيد عبدالصمد خان په قيادت کښي روان شو.

دغه زموږ د تاريخ وياړلی ځائ دی، چي که په موږ کښي دلالان شته نو د قام د پت او ننګ ساتونکو او پالونکو يو بهير هم شته، چي تل د دښمن مخ ته درېدلي دي. ډېر کړاونه ئې ګاللي دي، او سرښندني ئې کړي دي، د پښتون افغان وطن يوه سيمه د وطن د ننګياليو څخه خالي نۀ ده اوسېدلې، تر اوسه د هغوئ د مېړاني او د ننګ سندري د وطن په هر ګوټ کښي په ډېر وياړ او خوند وئيل کېږي، په دغو وياړلو لويو اشخاصو کښي يو لوئ نوم د ستر لارښود سائیں کمال خان شېراڼي هم دی چي د خپل وخت د سياسي، علمي او ادبي خدماتو يو لوئ نوم او نۀ هېرېدونکی شخصيت دی.

سائیں کمال خان شېراڼي د شنه غرۀ په ختيځي لمن کښي په يوه پسمانده کلي شنه پونګه کښي د کال ۱۹۲۲ او ۱۹۲۴ شا و خوا کښي زېږېدلی دی چي کره کال دۀ ته خپله هم نۀ ؤ معلوم، پلار ئې عيسی خان نومېده، سائیں کمال خان شېراڼي خاپوړې هم دلته کړي دي، شنه پونګه له ږوب ښار څخه د پنځوست ميل په فاصله کښي پرته ده، په هغه زمانه کښي د خلګو د تګ راتګ وسيله لارۍ يا موټر نۀ بلکې خر ؤ، شنه پونګه د ښوون او د شنو د  ونو يو ډېر لوئ ځنګل لري چي د کلي ښائست ئې دوه چنده کړی دی،  کمال خان شېراڼي چي د پنځو کلونو د انډي شو نو پلار ئې د زدکړو د پاره د يوه نږدې کلي کړمه  په يوه ښوونځي کښي په اول ټولګي کښي داخل کړ، له کړمي تر شنې پونګي د يوه ماشوم هره ورځ ښوونځي ته تګ راتګ ممکن نۀ ؤ نو د کمال خان شېراڼي پلار دی په کلي کړمه کښي د خپل يوه دوست حاجي بلوخان په کور کښي استاوه، دلته به د حاجي بلو خان يوه عجيبه واقعه هم راوړم چي د پرېښولو نۀ ده. هغه دا چي حاجي بلوخان ډېر ښاغلی او پر علم مئين سړی ؤ، د پاکستان د جوړېدو پر وخت چي د دې ځائ اوسېدونکي هندوان هندوستان ته لاړو، نو يو هندو هلک د دۀ (حاجي بلوخان) په کور کښي پاته شو، په دې چي له دۀ سره ئې دومره مينه وه چي دۀ ته ئې پلار وئيل او له خپل مور او پلار سره نۀ لاړ، بيا وروسته مسلمان شو، نو حاجي بلوخان هم د سکه زوئ په رنګه له نورو زويانو سره په جائيداد کښي پوره برخه ورکړه.

د سائیں کمال خان شېراڼي پلار د کاروبار د پاره کلکتې ته لاړ، کمال خان شېراڼي درې وروڼه لري، دی په ټولو کښي مشر ؤ، سائیں د کمال خان شېراڼي په وېنا چي زۀ هم يو وار له پلار سره کلکتې ته تللی يم، تر پنځم ټولګي پوري ئې په کلي کړمه کښي تعليم حاصل کړ، د اتم ټولګي د پاره ږوب ښار ته راغلی چي د کور کډه ئې پر خرۀ باندي بار راوړه، له اتم ټولګي چي فارغ شو نو د لسم ټولګي د پاره سنډيمن هائ سکول پښين ته لاړ، په هغو شپو کښي په کوټه ښار کښي زلزله شوې وه، زلزلې د کوټي ښار لړزولی ؤ او ټول ښار په کنډوالو بدل شوی ؤ، ټول سرکاري دفترونه او سکولونه له دې وجي پښين ته بدل شوي وو چي سنډيمن سکول هم هلته پښين ته بدل شوی ؤ. له لسم ټولګي وروسته د بي ايس سي انرز د پاره اسلاميه کالج پېښور ته لاړ، له بي ايس سي انرز سره ئې د تاريخ، مترقي ادب، معاشياتو، فلسفه او د پښتنو د هيروګانو په باره کښي ئې ډېر کتابونه ولوستل، په پېښور کښي ئې په معاشياتو کښي ګولډ مډل واخست، د  نورو زدکړو د پاره په غلامه پښتونخوا کښي يونيوسټۍ نۀ وه چي تعليم پوره کړي نو پر هم دې ځائ ئې تعليم پاته شو،او خپلي سيمي ږوب ته راستون شو، د پېښور د اسلاميه کالج په ملګرو کښي ئې يو عبدالله جان جمالديني او بل بهادر خان بنګلزی نږدې ملګري وو، چي بېرته خپلي سيمي ته راغلو، پر هم دې ډګريو باندي دوئ درې واړه پر لوړو نوکريو وګومارل شول، کمال خان شېراڼي د تحصيلدار پر دنده وګومارل شو، په هغه وخت کښي دا دومره لوئ منصب ګڼل کېدی چي ډېر لوئ خلګ لا هم نۀ شوائ ور رسېدائ.

چونکې په دې سيمه کښي د انګرېز خلاف د خان عبدالصمد خان شهيد په رهنمائي کښي تحريک په زور او شور شروع ؤ، دوئ هم د دې حالاتو له تاثيره نۀ شو پاته، کمال خان شېراڼي هم د خپل  قامي فکر پر اساس په ۱۹۵۰ کښي نوکرۍ ته استعفی ورکړه او له خان شهيد عبدالصمد خان اڅکزي سره په قامي سياسي مبارزه کښي کلک ودرېد، او د دۀ له فکره ډېر متاثر شو، له دې وروسته د دۀ ملګرو هم خپلو نوکريو ته استعفی ورکړه او د دغي سيمي سياست بدل شو، دوئ په دې ورسېدل چي زموږ د محکوم قام په اړه قامي فکر او د دې استعماري رياست نوکري يو له بل سره اور او اوبه دي،  دوئ په ګډه يو مکان په کرايه ونيو، د سيمي ټول سياسيان به دلې راتله او علمي سياسي بحثونه به ئې کول، د دې مکان نوم بيا لټ خانه کښي ښول شو، دغي لټ خانې له ډېر معتبر شخصيتونه لکه خان عبدالصمد خان اڅکزی شهيد هم راتله.

سائیں کمال خان شېراڼي ملي اتل ؤ:

د يوه عظيم انسان شخصيت د هغه د قول او فعل څخه څرګندېږي هغه که سياسي وي او که ليکوال يا اديب وي، د هغه قول، فعل او عمل درې توکي دي، پر دې توکيو موږ د هغه انسان شخصيت پېژندلائ او مقام ئې ټاکلائ شو، انسان خو د مرګ څيز دی، يوه نۀ يوه ورځ به مرګ راځي، ژوند د مرګ امانت دی، خلګ مري کيسې پاتېږي، بيا تاريخ په وياړي، زموږ په دې سيمه کښي د داسي خلګو کمی نشته چي دوئ د ذاتي ژوند ټول استراحتونه پرې ايښي دي او د وطن پر سر ئې قربان کړي دي، او ټول ژوند ئې د خلګو خدمت او نۀ ستړې کېدونکې مبارزه کړې ده، په هغو خلګو کښي يو هم کمال خان شېراڼی دی، کمال شېراڼي خپله توانائي، علم او پوهه د وطن د ازادۍ د ملي خپلواکۍ د پاره استعمال کړه، د يوه ازاد پښتون رياست د جوړولو د پاره ئې ټول عمر جدوجهد وکړ، دی د ملکي او بين الاقوامي سياسي تحريکونو څخه خبر ؤ،د پښتون اولس د پېښو او راپېښېدونکو مشکلاتو صحيح ادراک ئې لاره، د دۀ دا نظريه وه چي ټول قام پوهېدل او خبرېدل غواړي چي ورپېښې مسئلې او ځانونه ور وپېژني، نظريه له عمل څخه بغير کار نۀ کوي، او بغير له نظرئې عمل هم څه نتيجه نۀ لري، د غريبو انسانانو د پاره چي لوږو برباد کړي وي هغه چي ګرده ورځ به د حيوانانو غوندي لګيا وو، کارونه ئې کولو، خواري به ئې کښه او د دوئ اولادونه وږي او تږي وو، او د عزت او وقار له ژونده محروم وو، کمال خان ټول ژوند د داسي بې وزله انسانانو د ډوډۍ د بندوبست او د ښه ژوندانه د پاره تېر کړ، د دۀ د دې فکر په دليل کښي د دۀ يوه کيسه رانقلوم، هغه دا چي دۀ خپلي ډېري لوئي نوکرۍ ته د قام پر سر استعفی ورکړه او د نوکرۍ په وخت کښي هم دی د مظلوم او بې وسه انسانانو دومره خواخوږی ملګری ؤ چي دۀ وئيل:

"يو وخت چي زۀ په پښين کښي تحصيلدار وم، يوه خان او سرمايه دار سړي يو مظلوم مزدور ډېر ځورولی او وهلی ؤ، بيا ئې د اسونو په استبل کښي له اسونو سره د سزا په توګه تړلی ؤ، په دا سبا چي مزدور د دۀ د جبر له منګولو راخلاص شوی ؤ نو ما ته ئې د هغه د ظلم په اړه عرضي راکړه، ژمی ؤ، د ماښام وخت ؤ، موږ اور ته ناست وو هغه دم مي خان راوغوښت، خان چي راغلی ما تپوس ځني وکړ چي ولي دي دې سړي ته دومره بې رحمه او بې قانونه سزا ورکړې ده؟ خو د مظلوم پر مظلوميت او د ظالم ظلم دومره په قهر کړم چي نور مي زغم و نۀ کړ او هغه دم مي د اور ګرګه (بل لرګی) ورسره راخوشي کړ او خان مي پر دا مخ په ووهلی، د هغه مظلوم انتقام مي ځائ پر ځائ ځني واخست."

داسي ئې د مظلوم انسان په همدردۍ کښي خپل ټول ژوند راتېر کړی ؤ، د دۀ دا ټول مقصد هم دا ؤ، دۀ خپل ټول ژوند د افغان د خير، ښېګړي او عزت د پاره قربان کړ، ډېر د قدر وړ شخصيت ؤ، دومره هر اړخيز خويونه ئې لرل چي په راغونډولو به ئې کتابونه ډک شي.

سائیں کمال خان شېراڼي د يو سياسي استاد په حېث:

لکه څنګه چي مو مخکښي عرض وکړ کمال خان شېراڼي هر اړخيز خويونه لرل، دی ډېر لوړ علامه ؤ، تاريخ، فلسفه، مترقي ادب، مذهبي علوم او ډېره لوړه سياسي پوهه ئې لرله، دۀ په خپله پښتو کښي خلګ په مثالونو پوهول او پر ځوانانو ئې د علمي، ادبي او سياسي کتابونو د لوست ډېر ټينګار کاوه، هغه به له بې تعليم او خواريکښ اولس او ملګرو سره کلک عملي کومک کاوه، عام  پښتون قام به ئې اسانو ټکو او د عامو مثالونو په دليلونو پوهول او له تعليم يافته ځوانانو سره به ئې په سائنسي دليلونو په وضاحت سره بحثونه کول، کمال خان شېراڼی د انسان خلاف د انسان ظلم او د قام خلاف د قام ظلم او د جبر په خلاف ډېره لويه مبارزه وکړه، بيا چي څه وخت هغه ته اندازه ولګېده چي خلګو د سائنسي نظريو په نامه داسي دوړي او ګړځونه الوځولي دي چي په هغه کښي د بالادست قام د بالادستۍ او د قامونو د برابرۍ او ازادۍ خبره نۀ منل کېږي، دۀ په لوړ جرات او همت صحيح سائنسي علمي نظرياتو په رڼا کښي د دې ټولو ګمراهکن نظرياتو مقابله وکړه.

سائیں کمال خان شېراڼي علمي او نظرياتي طور د پښتون قام د وطن د وسايلو په حل کولو کښي دې نتيجې ته ورسېد چي د پښتون قام د پاره دا چي په وطني بنيادونو د خپل قام قامي پارټۍ (ګوند) جوړ کړ، پښتون قام ته ئې د خپلو قامي مفاداتو د تحفظ د پاره چي هر قسم د قدرتي وسايل د وسو کولو د پاره د قام خپله سياسي پارټۍ (ګوند) جوړ شي.

سائیں کمال خان شېراڼي خپله يو تحريک ؤ، دی چي به په هر محفل کښي ناست ؤ، خلګو به د يو لوئ استاد په ډېره درنه سترګه کتل، د افغان ثور انقلاب کلک ملاتړی ؤ، د افغان ثور انقلاب ته ئې په درنه سترګه کتل، او د افغانانو د ژوند د بدلولو يوه ذريعه ئې ګڼله، دۀ د پښتون قام د يووالي د پاره ډېر کار کړی دی، د خان شهيد د شهادت نه پس د دۀ په تجويز مشر محمود خان د پارټۍ مشر وټاکل شو، د پښتون وطن د پارټيو په يو ځائ کولو کښي ئې ډېر رول ؤ، د نېشنل عوامي پارټۍ پښتونخوا او د مزدور کسان پارټۍ (شېرعلي باچا ګروپ) په يووالي يعني انظمام کښي بيا له دې دواړو سياسي ډلو يوه پارټۍ د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ په نامۀ جوړولو کښي ډېر لوئ رول ؤ، دۀ به تل وئيل چي ښه نظم او بهترين ډسپلن قومي ازادي حاصلولائ شي، په شرط د دې چي کمانډر غلطي و نۀ کړي، زموږ ټول تحريکونه د کمانډرانو د غلطۍ له وجي تر ځايه نۀ دي رسېدلي.

د شخصي تعليمي ادارو بنيادونه:

د تعليم د حاصلولو د پاره په خپله پسمانده او بې سواده سيمه کښي دۀ په خپل ژوند کښي ډېرې هلي ځلي وکړې تر څو پسمانده او بې شعوره قام د تعليم له اهميت څخه خبر کړي، دۀ په اول ځل په شنه پونګه کښي له سرکاره پرائمري سکول منظور کړ، او د کلي د خلګو په ذريعه ئې په کلي کښي پنچائيت (پينځګوني) جوړ کړ، او د پنچائيت په ذريعه ئې د سيمي ځنګلات محفوظ کړ، او ورسره ئې د خلګو په مرسته د کلي سړک جوړ کړ، چي يو خو د کلي د خلګو په تګ راتګ کښي ډېره اساني پېدا شوه او بل ئې دې عمل په خلګو کښي په غير ارادي توګه د اشتراکي نظام ته د ودي ورکولو فکر خوراوه، له دې وروسته ئې په اوبه سر نومي کلي کښي يوه شخصي مدرسه جوړه کړه، په دې مدرسه کښي عصري تعليم، مذهبي تعليم، منطق، فلسفه، تاريخ او د ماشومانو ترانې ورښوول کېدې، په دې مدرسه کښي د تدريس په برخه کښي له کمال خان شېراڼي سره  مترقي او روشنفکرو مذهبي علماوو لکه صوفي نورممحمد، ملا نورمحمد، کمال الدين کمال شېراڼي او داسي نورو کار کړی دی، له دې سره ئې يوه ډسپنسري د ريډ کراس په مرسته منظوره کړه، چي د خلګو د صحت درملنه پکښي کېده، غلام دين شېراڼي په همدې مدرسه کښي ليک لوست زده کړی، په دې مدرسه کښي به ئې د خپلي مورنۍ ژبې ترانې وئيلې، له څه مودې وروسته د حکومت له خوا د بندلو د نوټيفيکېشن او مالي بحران له وجي دا مدرسه بنده شوه.

په خپل قام کښي د جمهوري سياست د شعور خورول:

سائیں کمال خان په دې پوه ؤ  چي خپل قام د غلامۍ او جهالت له تيارو را ايستل او د خپلو حقوقو خبرولو يوازينۍ لار ئې جمهوري سياسي شعور ورکول دي، چي قام د سياسي شعور په مرسته د استعماري طاقتونو په استعماري ذهنيت پوه شي خپله سياسي مبارزه شروع کړي، نو ځان به د غلامۍ او جهالت له تيارو ‎په سياسي شعور راوباسي، دی خو خپله يو ډېر باشعوره او د اولس په سياسي حال خبر دردمن انسان ؤ، په دې سياسي خدماتو کښي پر دۀ په ژوند کښي ډېرې سړې او تودې ورځي راغلي دي، له وطن او اولس سره ئې بې کچه مينه وه، دۀ به وئيل چي:

"۱۹۷۰ع کښي فيلډ مارشل جنرل ايوب خان چي خلګو ته د ووټ حق ورکاوه نو ما هم د تار په ذريعه جنرل يحیٰ خان ته تار ورکړ چي زموږ سيمي ضلع ږوب ته د ووټ حق راکړه، او يو درخواست مي وليکلی پر هغه مي دستخطي مهم پېل کړ، د سيمي معتبرينو او ملايانو له ما سره تر دومره حده اختلاف وکړ چي د بې عزتۍ او قتل ګواښونه ئې راته وکړو، ډېر وارونه ئې لاري راته نيولي وې د بازار په مين چوک کښي به ئې خلګ راپسې ګرځول، زۀ به د دوئ له دې عمل څخه پټ شوم، خو بيا مي هم د ووټ درخواست ولي ږلی، چي بيا جنرل يحیٰ خان ږوب ته د ووټ حق راکړ.

د سائیں کمال خان له خُلې اورېدلي خاطرې:

که څه هم له کمال خان سره د نږدې او ډېر ژوند تېرولو خاطرې بې شمېره دي، خو دلته به د ياد تر حده ځيني خاطرې په دې نيت بيان کړو چي د دۀ هره خبره او هره ناسته د قامي سياست د شعور او پوهي يو صادقانه مهم دی.

يو وخت ئې د خان شهيد يوه خاطره راسره شريکه کړه چي:

"خان شهيد حکومت پاکستان د قامي تحريک په ګناه نيولی ؤ او مچ جېل ته ئې د سزا په طور وړلی، په رېلوې سټېشن کوټه کښي په رېل کښي ناست ؤ موږ د ليدو د پاره ورغلو، د دۀ په پښو کښي پائ کړې او په لاسونو کښي زولنې وې، په لاس کښي ئې کتاب ؤ، سر ئې د کتاب پر لوست ځړولی ؤ، زموږ ږغ چي ئې واورېد، سر ئې له کتاب لوستلو راپورته کړ، موږ ته ئې ووئيل کمال خانه څه کوئ؟ ما ډېر افسوس وکړ چي يو سپين ږيری سړی ئې جېل وړلو ته روان کړی دی، زۀ ډېر خفه شوم، دۀ راته وئيل کمال خانه! جېلونه به زۀ تېروم زۀ په دې عادت يم خو تاسو به په اولس کښي د سياسي شعور کار کوئ.

سائیں کمال خان شېراڼي وئيل:

"يوه پلا ما د مزدورۍ اراده وکړه، سندهـ ايالت ته په مزدورۍ پسې روان وم، خان شهيد خبر شوی ؤ، حال ئې راولېږلی چي تۀ مزدوري ته مۀ ځه يو واري ما له راشه، زۀ چي ورغلم نو خان شهيد راته ووئيل چي کمال خانه! تۀ د مزدورۍ سړی نه ئې، روپۍ خو داسي شی دی لکه مچ چي پر خوږه مټهائي کښي ني هغه چي خوند ورکړي، نو آخر مړ هم هلته پر مټهائي شي، تۀ خو د قام د سياسي تحريک سړی ئې تۀ به هم دا کار کوې، نو په دې وخت کښي  زۀ نور هم په سياسي فکر خان شهيد ته ورنزدې شوم دا دی چي تر نن ورځي پوري د دۀ د تحريک سړی يم."

سائیں کمال خان شېراڼي د کسې غرۀ د تاريخي اتلانو څخه ډېر متاثر ؤ، تل به ئې د دوئ تذکرې هم کولې او د دوئ په اړه کتابونه هم ورسره وو، د انګرېز د راتګ سره د دې ټول وطن اولس مزاحمت وکړ، په دې اړه يوه خاطره يو وخت کمال خان شېراڼي داسي راته بيان کړه چي:

"د ۱۸۵۰ع کښي کتل خان نيکه سره له لښکره د درابڼ په هواره کښي د انګرېز لښکر و مخ ته ودرېدی، او ډېر لوئ جنګ وشو، چي کتل خان نيکه پکښي شهيد شو، د دۀ د شهادت ليک پر يوه ډبره ليکل شوی او د دۀ پر قبر ئې ايښی ؤ، چي اوس هم موجود دی."

"د ږوب فيلډ فورس سنډيمن په يوه کتاب کښي ليکل شوي چي د ډيورنډ تر معاهدې له مخه په ۱۸۹۰ع کښي چي په لمر خدرزي کښي يوه لويه جګړه وشوه چي پکښي پنځه سوه کسانو د انګرېز خلاف مزاحمت وکړ، خو د هغوئ د عصري وسلو له کبله شکست ته مخامخ شو، سنډيمن د دې جګړې د انتظام د پاره څوارلس شپې د دانه سر مغل کوټ پر مقام وکړې، د دې جنګ د مزاحمت په  نتيجه کښي مرتضیٰ خان خدرزی ګرفتار کړل شو، او د دې کال پر دوهم دسمبر ئې ډېره اسماعيل جېل ته يووړ، له دې وروسته بيا باچاخان  هم په کتاب "زما ژوند او جدوجهد" کښي د مرتضیٰ خان خدرزي ذکر کړی دی چي دا سړی له ما سره په هريپور جېل کښي ؤ، او وروسته ئې بيا جزاير انډيمان (توري اوبه) ته يووړ."

سائیں کمال خان شېراڼي يوه پلا ووئيل چي:

"مشو نيکه په خپله راته وئيل چي موږ  د انګرېز خلاف د بغاوت لښکر جوړ کړ چي ږوب ښار بېرته د انګرېز له منګولو خلاص کړو، نو موږ په لاري رارهي وو، د څوهۍ او شېخان پر راغه باندي شپنو مېږي پووې، موږ له لوږي دوه پسونه ځني راونيول او د سرغشو په اور مو راپاخه کړل، دا مو د لوږي انتها وه چي داسي کړه ته ئې مجبور کړو، د ږوب پر ښار موږ جګړه ورسره وکړه، پر انګرېز مو اوبه راشن بند کړ، چي دوئ پر تېښته مجبور کړو خو افسوس د وطني خائنانو او دلالانو خدماتو انګرېز ته د تمکېدو توان ورکړ او موږ ښار ځني و نۀ نياوه، او بېرته پر شا لاړو."

"له دې وروسته د دوهمي جګړې په وار د سيليازي پر مقام چي نن سبا پر هم دې مقام باندي د اپوزي وند جوړ شوی دی قامي مبارز مشو خان شېراڼی او سره له خپل لښکر شهيد کړل شو."

سائیں کمال خان شېراڼي يوه پلا له موږ سره په موټر کښي د ډېره اسماعيل خان پر سړک روان ؤ، موږ ته ئې دا تاريخي واقعه بيان کړه چي:

"د دوه ماندي پر مقام د انګرېز د زمانې يوه قلعه وه، امند خان نيکه چي کور ئې په کندهار کښي دی ما (سائیں کمال خان شېراڼي) ته وئيل چي دا قلعه موږ داسي ونړوله چي پر لار مو واښه واچول په دې چي پل مو معلوم نۀ شي بيا مو قلعې ته بمونه ښخ کړل او قلعه مو والوزوله، د دې بمونو ږغ انګرېز فوجونو په واڼه وزيرستان کښي اورېدلی ؤ."

امند خان نيکه کندرهار ته تر تګ له مخه د کمال خان په کور کښي دوې شپې کړي دي، وروسته چي پاکستان جوړ شوی دی هم دوه واري شنې پونګي ته د سائیں کمال خان کره راغلی ؤ.

په ملي اتلانو کښي چي د انګرېز په وړاندي په نره جنګېدلي دي د سپين سانېزي او ملا بازو نومونه هم د يادولو وړ دي چي تاريخ ته ئې ژوندي وسپارو.

يوه پلا له کمال خان شېراڼي څخه په يوه محفل کښي يو چا وپوښتل چي ستا په پښتنو کښي کوم ليډر خوښ دی؟ دۀ په جواب کښي ورته ووئيل:

"محمود خان زما ليډر دی."

هغه بيا ځني وپوښتل چي ولي؟ دۀ ورته په جواب کښي ووئيل چي:

"په يوه کمانډر کښي چي څومره صلاحيتونه وي هغه په محمود خان کښي پوره دي، په کمانډر کښي دا صلاحيتونه وي چي خپل ټول سپاهيان په نامۀ پېژني، د هر يوه نوم ئې زده وي،  د خپل وطن د هري سيمي نوم او موسم ئې ورته معلوم وي، ځيرک وي، رښتيا ګوئ وي، درواغ نۀ وائي، د حق خبره د هر چا تر مخ بې له وېري په ورين تندي کوائ شي، تر خلګو ځان لوړ نۀ ګڼي، هم دا صلاحيتونه په لوئ افغان باچا شېرشاه سوري کښي هم وو."

يوه يوه مجلس کمال خان شېراڼي راته وئيل چي:

"يوه پلا مذهبي خلګ راغلي وو، په بحث کښي ئې راته وئيل چي:

سائیں دا نن سبا څه حال شو چي د انسان قدر نشته؟

نو ما ورته وئيل چي روپۍ کافره شوې ده، روپۍ مسلمانېدل غواړي.

دوئ په حيرانتيا راڅخه وپوښتل چي روپۍ بيا څنګه کافره ده؟

ما ورته وئيل چي پخوا "وحد هُو" مخ کښي ؤ،" نغد هُو" په پسې وه، خو په دې زمان کښي "نغد هُو" مخکښي ده او "وحد هُو" په پسې ده، له هم دې وجي انسان بې قدره دی او روپۍ قدرمنه ده، چي روپۍ بې قدره شي انسان به خپله قدرمن شي."

سائیں کمال خان شېراڼي به وئيل چي:

"يوه نېستي ده، يوه هستي ده، يوه مستي ده او يوه خرمستي ده چي په پاکستان کښي خرمستي ختم شي نېستي به ختم شي."

يو چا له کمال شېراڼي څخه پوښتنه وکړه چي د افغانستان د جګړې په پاره کښي ستا څه خيال دی؟ دۀ په جواب کښي ورته ووئيل چي:

"دا جګړه د افغانانو او پنجابيانو د صلاحيتونو مقابله ده، پنجابيان بې کلچره خلګ دي زموږ کلچر ئې راخراب کړ، زما يقين چي پښتانۀ افغانان د صلاحيتونو خلګ دي دا جګړه به افغانان ګټي.

د خپلي خاموشه قامي مبارزې په اړه کمال شېراڼي وئيل:

"د ۱۹۵۰ع په شاو خوا کښي (چي دا وخت دۀ خپلي نوکرۍ (تحصيلدارۍ) ته استعفیٰ ورکړې وه) د پښتونستان تحريک ډېر په زور او شور سره راپورته شو، خلګ د پښتونستان د جوړولو د پاره افغانستان ته تلل، ما ته ئې هم ووئيل چي راځه ځو افغانستان ته او له هغه ځايه به پښتونستان جوړوو، ما انکار وکړ چي زۀ پښتونستان له افغانستانه نۀ جوړوم د پښتونستان دپاره به موږ دلې په غلامه پښتونخوا کښي کار کوو، دلې هم پښتانۀ ډېر دي چي مبارزه ته ئې تيار کړو."

د قامي مبارزې په اړه يو بل ځائ بيا د دې طنزيه پوښتني په جواب کښي چي "پښتونستان دي نۀ کړ جوړ؟" نو دۀ په فلسفيانه اندازه کښي ورته ووئيل چي:

"هو! کسې غرۀ (سليما رېنج) ته مي جبل ورکړی دی، پر دې بله لټ ئې را اړوم، زۀ مايوس نۀ يم د کسې غرۀ په لمن کښي به خلګ پېدا شي او پښتونستان به جوړ کړي."

يوه پلا زۀ (راقم الحروف) او نور ملګري له کمال خان شېراڼي سره د پېښور په سفر لاړو، سائیں وئيل:

"ما ته د پېښور د اسلاميه کالج د زدکړي يادونه رايادېږي، هغه ځايونه به ټول يو وار بيا وګورم."

دۀ ډېر په ارمان وئيل چي:

"دا هغه ځائ دی چي د پښتنو باچهانو د وطن دښمنانو ته تاريخي شکست ورکړ خو زموږ خپل وطن (پېښور) ئې قبضه نۀ کړ."

په دې سفر کښي له دې وروسته پښتون ليکوال (د ليکوال مجلې چلوونکی) نورالبشر نويد دفتر ته ورغلو، نورالبشر نويد د پښتو او پښتنو د سياسي خدماتو په وجه ډېر ورباندي ګران ؤ، ډېر داد او حوصله ئې ورکړه په سختۍ سره ئې ورته ووئيل چي:

"دا مجله کله هم بنده نۀ کړې جاري ئې وساته، دا د پښتو ژبي او پښتنو ډېر لوئ خدمت دی چي تا روان کړی دی.

"دۀ به هر کله پښتنو ليکوالانو او سياسيانو ته ډېره حوصله ورکوله، او د سائیں بيا داسي حوصله وه چي د دۀ د لوړ شخصيت له وجي به ئې پر هر چا ډېر مثبت اثر اچاوه.

د کمال خان شېراڼي په ملګرو کښي اکبر خان کاکو چي په سيوۍ کښي سول جج ؤ، او عبدالکريم خان اڅکزی هم هغه نږدې ملګری ؤ چي له دۀ سره ئې په سياسي مبارزه کښي ډېري خوندوري او سياسي خاطرې راپاتي دي، له هغو څخه يوه د يادوني وړ خاطره دا ده چي:

"اکبر خان کاکو په سيوۍ کښي سول جج ؤ، خو دۀ به د سيوۍ پر سړکونو په چاک باندي ليکل چي "پنجابي استعمار مرده باد"، "نۀ ئې منو."

د سائیں کمال خان د (ډي کلاس) شخصيت عملي نمونې:

سائیں کمال خان په فکري لحاظ د اشتراکي نظام د نظرئې يو عملي انسان هم ؤ، چي د خپل ژوند په اوږده سفر کښي ئې تل په عملي توګه خپل دا فکر ثابت کړی ؤ، د بالادستي طبقې په وړاندې ئې د زېردستي طبقې مبارزه په عملي شکل کښي کړې ده او د دې فکر ډېر ملګري ئې روزلي دي، د دې فکر په خورولو کښي ئې د "ډي کلاس" په نامۀ يو غير رسمي انجمن جوړ کړی ؤ، چي په دې کښي به ئې هغه خلګ ملګري کول چي د فکر په لحاظ د "ډي کلاس" د طبقې رښتيني ملګري به وو، هر څوک چي به په فکري لحاظ د دې کلاس ملګري نۀ ورته ښکارېدل نو هغه به ئې د دې کلاس د انجمن ملګري نۀ جوړول، په خپل فکر کښي سائیں دومره زړور او حق ګو هم ؤ چي کله به يوه داسي ملګري (چي کلاس ذهنه فکر به ئې د "ډي کلاس" له فکر سره برعکس ؤ) سائیں ته وئيل چي زۀ هم د "ډي کلاس" ملګری يم نو سائیں به مخامخ ورته وئيل چي نۀ ستا فکر د "ډي کلاس" له فکر سره سمون نۀ خوري، تۀ د دې انجمن رښتينی ملګری نۀ شې جوړېدائ.

سائیں کمال خان شېراڼي به خپل ځان ته "ډي کلاس" وئيلی، دۀ به ځان کله هم تر بل چا لوړ نۀ ګڼلی، دۀ به وئيل چي:

"که د پښتون قام سياست کوې ځان به په خلګو ګډ بولو."

يوه ورځ مشر محمود خان حال رالېږلی چي زۀ کمال خان شېراڼي سينيټر کوم، پر کاغذ (فارم) دستخط ځني را واخلئ، زۀ (راقم الحروف) او مولوي سلطان صاحب ورغلو، موږ د سينيټرۍ پر فارم دستخط ځني وغوښت خو سائیں وچ انکار وکړ او جواب ئې راکړ چي:

"زۀ سينيټر نۀ جوړېږم، زۀ به په سينيټ کښي پنجابيانو ته څه وايم؟ هر تکليف به يوسم خو سينيټر نۀ جوړېږم، دا د سينيټرۍ ږوږوغې زما په پښو مۀ ځړوئ، بيا به نو خلګ راته وائي چي هغه دی سينيټر صاحب راغلی، هغه دی روان دی، هغه دی لاړی."

په ډېر شدت او غصه ئې انکار وکړ.

سائیں کمال خان چي به تل له ښاره په موټر کښي کور ته تله، نو دی به د موټر په شا يعني باډۍ (ډاله) کښي کښي نوست، خو چونکې سائیں داسي شخصيت ؤ چي هر چا به ئې ډېر احترام کاوه، د خلګو پر بېخي ډېر اسرار به ئې بيا د مخ سيټ ته راوست، خو د دۀ د لوړوالي او تر بل ځان غوره ګڼل فکر ګرسره نۀ ؤ او دا ئې فکر ؤ چي که نور خلګ د موټر د شا په باډۍ کښي کښي نستائ شي نو زۀ هم د دوئ په رنګه انسان يم زۀ نو ولي نۀ شم کښي نستائ، دا ئې د سوشل ژوند د ډي کلاس د ژوندانه عملي نمونې دي چي په عمل يو ډېر لوئ خاکسار او د يو رنګه انسانانو تر ميان د طبقاتي امتيازاتو يو عملي مخالف انسان ؤ او په عامو انسانانو کښي د عام شخص په جامه او رنګ کښي له خپلو غريبو او سپېرو وطنوالو سره د دوئ په رنګ کښي ګرځېدی، خو په فکري لحاظ يو ډېر غير معمولي پوه او عالم انسان ؤ.

سائیں کماخان شېراڼي بحېثيت يو ليکوال، صحافي او اديب:

سائیں کمال خان شېراڼي د پښتو ادب د پاره ډېر کارونه تر سره کړي دي، چي تر ټولو له مخه ئې په صحافتي لحاظ د پښتو ژبي يوه مياشتنۍ رساله "پښتو" تر خپل نظارت لاندي پېل کړه، د دې رسالې چلوونکی کمال خان شېراڼي او ايډيټر ئې ورسره د دۀ هم فکر ملګری ډاکټر خدايداد ؤ، دا مجله ئې پرله پسې يو کال وچلوله چي د پښتنو بېلابېلو مترقي او سياسي ليکوالانو ليکونه پکښي چاپېدل، په دې ليکوالانو کښي علامه عبدالحی حبيبي، خان شهيد عبدالصمد خان او ګڼ شمېر ليکوالان وو، پوره يو کال وروسته چي دوولس ګڼې ئې چاپ شوې د وخت د سرکار ورباندي بنده کړه، د دې صحافتي ملګرتيا په اوږدو کښي يو وخت علامه عبدالحی حبيبي صاحب کمال خان شېراڼي ته په يوه ملاقات کښي وئيل چي:

"زۀ يو وخت له ډېره اسماعيل خان څخه د دانه سر پر لار کوټي له روان وم، په بس کښي د شېراڼي سيمي کليوال پښتانۀ راسره ملۀ وو، ما چي د دوئ تر ميان خبرو ته غوږ ونيولی نو د دوئ سوچه پښتو بېخي حيران کړم، چي زموږ په غرونو کښي اوس لا هم زموږ سوچه پښتو ژوندۍ ده، نو که تۀ دا ضروري کار وکړې چي د خپلي سيمي دا سوچه پښتو توري په ليک کښي راولې چي له ورکېدو د تل د پاره خوندي شي."

په ادبي ډګر کښي که څه هم کمال خان شېراڼي خپل ذاتي ليک ډېر کم کړی دی، او دا عمل د دۀ د لوړ فکر يو ترجمان عمل دی چي ده قصداً خپل ليک نۀ کاوه، البته بيا ئې هم پر مختلفو کتابونو سريزې (ديباچې) ليکلي دي، په دې سريزو کښي يوه د محمود خان اڅکزي پر اوچرک (ناول) "داووم اکتوبر رزم" باندي او بل ئې د عبدالرحيم خان مندوخېل پر کتاب "انګرېزي استعمار او افغانستان" باندي سريزې ليکلي دي.

ژباړي:

په ادبي خدماتو کښي کمال خان شېراڼي چي زيات کار کړی دی هغه ئې په ژباړو کښي کړی دی چي له نړۍ وال ادب څخه ئې ډېري ارزښتمنېي او د ډېرو لويو ليکوالانو د کتابونو ژباړي په سوچه پښتو ژبه کښي کړي دي، او سائیں پوهېدی چي زموږ قام د علم په خوا کښي ډېر کمزوری دی هغه ته اول ضرورت د ژباړو دی ولي چي په علمي سفر کښي د پر مختللي قامونو ادب له ډېرو علومو ډک دی، او زموږ قام ته په فکري غذا کښي ډېره څه ورکولائ شي تر څو زموږ قام هم له دنيا سره د علم په سفر کښي له پرمختللو قامونو سره د ژباړو په برکت برابر شي، د ژباړو په برخه کښي کمال د والټئير مشهور ناول Candid"" د"سپېڅلي" په نامۀ، د سقراط کتاب د Dialogue Of Aflatoon"" ئې د" افلاطون ږغاوي" په نامۀ، د کرسټووېلز کارډويل کتاب Laberty"" ئې د "آزادي" په نامۀ، د جان ريډ کتاب Ten Days that Shoke The World" " ئې د "لس ورځي چي نړۍ ئې ولړزوله" په نامۀ، د مېکسم ګورکيMy Child Hood" " ژوند ليک اول او دوهم جلد او  د غلام محمد کتاب "Islam In Practice" ئې د "رښتيني اسلام" په نامۀ پښتو ژبي ته په ډېر معيار ژباړلي دي، تر دې حده چي د ژباړي تصور به لا هم ورباندي و نۀ شي لکه دا چي د سائیں خپل  تخليقي کتابونه وي.

آخر کار دا لوئ شخصيت، عالم، اديب، دانشور، سياستدان او لوئ انسان چي د مرګ نۀ ؤ خو په فيزيکلي توګه د مرګ په نامۀ له موږ څخه په داسي افسوس جلا شو، چي موږ ئې لا تر هغه وخته انتهائي ضرورت درلودی چي تر څو د استعمار له منګولو ازاده ساه واخلو، د دۀ پر مرګ د يوه ډېر عالم انسان د افسوس دا اظهار ؤ چي وئيل ئې "د اشرف قبيلې يو لوئ تاوان وشو"، دا ؤ چي  تقريباً د ۸۷کالوپه عمر په ۵م اپرېل کال ۲۰۱۰ع کښي ئې له ستړي ژوند سره مخه ښه وکړه روح ئې ښاد اوسه.