د پښتون قامي غورځنګ ستر لارښود  سائیں کمال خان شېراڼی ۱۹۲۴- ۲۰۱۰ 

Written by اکاډمي. د خپرېدنې څانګه: درې مياشتنۍ مجله

 ليکوال:رضا محمد رضا   

   د مجلې ګڼه: ۱۶مه

  د مجلې د چاپ نېټه:جولائي تا دسمبر ۲۰۱۸   

د انساني ټولني له لرغونو دورو د پښتون وطن په تاريخ و جغرافيا کښي د سليمان غرۀ تر ټولو جګه څوکه کسې غر يو تاريخي او افسانوي نوم لري. اسمان ته د رسېدلي دېوال رنګه د کسې غر د ږوب او ډېره اسماعيل خان تر منځ ولاړ دی. د حضرت سليمان په حواله د سليمان تخت تقدس، اهميت او شهرت ښکاره ثبوت دی. د پښتون افغان ملت مهمه شېراڼي قبيله د کسې غرۀ په لوړو او ژورو سيمو کښي اباده ده، کومه چي په لرغه او برغه شېراڼي مسمٰی ده. د دې دنګ غرۀ په درو او لمنو کښي د بېټ نيکه، بختيار کاکي او شېرشاه سوري رنګه ستر او تاريخي شخصيتونه زېږېدلي دي. 

د پښتون قامي، سياسي غورځنګ ستر لارښود سائیں کمال خان شېراڼی په ۱۹۲۴  کښي د برغه شېراڼي په يوه ښېرازه کلي شنه پونګه کښي د محترم عيسٰی خان په کور کښي سترګي خلاصي کړې. د دوئ کورنۍ ته په سيمه کښي د قدر په سترګه کتل کېده. د دۀ پلار د روزګار په لټون هند او بنګال ته سفرونه کړي وو. هغه يو روشن خياله او علم دوست انسان ؤ. هغه د پښتني اقدارو او اسلامي تعليماتو مطابق د هغه روزنه وکړه. په ۱۹۳۰ کښي ئې دی له کوره ليري د کړمې نومي کلي په پرائمري سکول کښي واچاوه. دغه رنګه دوئ ابتدائي او ثانوي تعليم له کړمې پرائمري سکول، مډل سکول ږوب، له سنډېمن هائي سکول پښين  او بي اې انرز له اسلاميه کالج پېښور څخه وکړ. 

د سائیں کمال خان شېراڼي د هلکني او طالب علمي زمانه د انګرېز استعمار په زد د پښتون افغان ملت د ناقابل بيان قربانيو زمانه ده. په ۱۹۱۹م کښي دافغانستان د خپلواکۍ او ملي استقلال دپاره د شاه زمان خان په مشرۍ کښي درېيم انګرېز افغان جنګ وشو. په هغه کښي افغان فوځ او قومي لښکر د محکوم افغان وطن ډېري سيمي ازادي کړې. د ږوب او شېراڼي قامي لښکر د ازمير خان مندوخېل، مشو خان شېراڼي او شېرک عبدالله زي په مشري کښي د سيليازي پر مقام انګرېز فوج په يو خونريز جنګ کښي تباه کړ او د ږوب ښار ئې ونياو. په داسي حال کښي مکار انګرېز د افغانستان خپلواکي او ملي استقلال ومانه او له شاه امان الله سره د جنګ بندۍ په معاهده سځ شو او د جنګ بندۍ په اړ کښي ئې پر محکوم افغان وطن بيا استعماري قبضه ټينګه کړه او بيا ئې د محکوم وطن په ټولو سيمو کښي د خپلواکۍ د جنګ سالارانو ته ډېري تکليف جني سزاوي ورکړې. استعماري انګرېز په ږوب کښي د ازمير خان مندوخېل او مشو شېراڼي سرونه قلم کړل او د خپلواکۍ سپاهيان ئې يو يو د خپلو تورو نښانه وګرځول. 

ښاغلی کمال خان شېراڼی يو ځيرک او حساس انسان ؤ. هغوئ د قامي مرئي توب د ازيت ناک صورت حال ادراک په ماشوم توب کښي لا کړی ؤ. تر۱۹۳۰م پوري پښتون قامي تحريک پر سياسي او تنظيمي بنيادونو باندي تم شوی ؤ. د باچا خان او خان عبدالصمد خان اڅکزي په مشري کښي د انګرېز د استعماري راج پر ضد په بر صغير کښي د هندوستان د خپلواکۍ تر ټولو تحريکونو زياتي قربانۍ پښتنو ورکړې. په داسي حال کښي سائیں کمال خان شېراڼی د طالب علمۍ په زمانه کښي لا د قامي غورځنګ فعال غړی جوړ شو. دی لا د ږوب مډل سکول طالب علم ؤ چي قامي مشرانو عبدالصمد خان اڅکزي او باچا خان د ږوب دوره وکړه نو دۀ قامي مشرانو ته د ښۀ راغلي په جلسو کښي په زړۀ پوري برخه واخسته. کله چي د عبدالصمد خان اڅکزي انجمن وطن د سکولونو د فيسونو د زياتولو په ضد احتجاجي تحريک وچلاوه د تحريک د بريا دپاره دوئ ډېر بنيادي کردار ادا کړ. په ټول برټش بلوچستان کښي يواځنی سکول کوټه سنډېمن هائي سکول ؤ چي هړتال پکښي وشو. دا سکول هغه وخت د کال ۱۹۳۵م د زلزلې د تباهيو له جوره پښين ته وړل شوی ؤ.

محترم سائیں کمال خان شېراڼي په ۱۹۳۹ کښي د سنډېمن هائي سکول پښين طالب علم ؤ. دا د دوئ د ژوند ډېر مهم پېچومی ؤ. دلته د لوړي پائې تعليمي ماحول، د هاشم خان غلزي رنګه وطن دوستو استاذانو لارښوونه او د مير عبدالله جان جمالديني او ډاکټر خدائيداد رنګه د سترو انسانانو صالح صبحت د قدرت لخوا  دۀ ته پېرزو شو. د دغو درې نيک خويو انسانانو مثالي دوستي د ژوند تر آخري ورځو پوري وه. دوئ د پښتنو او بلوڅو سياسي او ادبي تحريکونه په سائنسي او نظرياتي بنيادونو منظم کړل.

محترم سائیں کمال خان شېراڼی او مير عبدالله جان جمالديني دواړه په ۱۹۴۲ کښي د پېښور د تاريخي اسلاميه کالج لوستونکي وو چېري چي د صاحب زاده ادريس رنګه د لوړي پائې د استاذ لارښوونه او سرپرستي ورپه برخه وه چاچي دوئ له د معيشت، تاريخ او فلسفې درس ورکړ او دوئ ته ئې د علم او هنر چل وروښوو. دوئ دواړو د اسلاميه کالج په علمي او تربيتي ماحول کښي د علومو او فنونو ډېره پراخه مطالعه وکړه او داسي دوئ دواړه د خپل دور ستر ټولنيز سائنس دانان جوړ شول. سائیں کمال خان په اسلاميه کالج کښي د طالب علمي په دوران کښي د قومي سياسي غورځنګ په سياسي او ادبي هلو ځلو کښي فعاله برخه واخسته. 

محترم سائیں کمال خان په ۱۹۴۵ کښي په معاشياتو کښي د بي اې انرز ډګرۍ د ګولډ ميډل له اعزاز سره واخسته. په ۱۹۴۶ کښي کمال خان شېراڼی مير عبدالله جان جمالدينی او د دوئ ښۀ ملګری سردار بهادر خان بنګلزی درې واړه د نائب تحصيلدار پر منصب باندي معمور شول خو په ۱۹۵۰ کښي دغه درې واړه ستر انسانان د پښتون او بلوڅ قام د مرئي توب د ژور احساس له جوره له دې منصبه استعفٰی ورکولو ته اړ شول. 

له سرکاري ملازمت څخه له اوزګارېدو پس د دوئ استوګن ځائ لټ خانه ته د پښتون بلوڅ قامي سياسي تحريک د تربيت ځائ حېثيت حاصل ؤ. د في الحال سټېشنرۍ په نوم د کتابونو دکان، ۱۹۵۳ کښي د پښتون مجلې اجرا٫ پښتون بلوڅ قامي تحريکونو پر يو علمي او نطرياتي بنيادونو باندي د منظم کولو يو تاريخي کارنامه ده. محترم سائیں کمال خان ۱۹۵۲ د خان شهيد د ښي لاس په حېث د ورور پښتون او ۱۹۵۶ کښي  د نېشنل عوامي پارټۍ په جوړولو کښي تاريخي کردار ادا کړ. د خان شهيد د هدايت مطابق ږوب ئې خپل مرکز جوړ کړ چېري چي دوئ د قومي تحريک په صفونو کښي  د اولس د منظم کولو تاريخي کردار ادا کړ.

دوئ د شېراڼي، مغل کوټ، شنه پونګه او اوبه سر مدرسه او د ډسپنسرۍ يو جديد نظام جوړ کړ چي د عوامو د تعليم او تربيت او درملني مؤثره ذريعه وګرځېده. خو په ۱۹۵۸ کښي ايوبي مارشل لا٫ د دوئ  اصلاحي نظام ناکامه کړ. د ايوبي مارشل لا٫ په لس کلن دور کښي خان شهيد په بدنام ترينو بندي خانو کښي بند ؤ. په داسي حالاتو کښي سائیں د پښتون قامي سياسي غورځنګ مخ کشي کوله. د نېشنل عوامي ګوند له پښتنو او بلوڅو مشرانو سره به د دۀ ډېر نږدې اړيکي وې. او د محکومو قامونو په سياسي او ادبي حلقو کښي دۀ ته ډېر په درنه سترګه کتل کېدل.

دوئ تل د محکومو قامونو، مظلومو اولسونو د قامي خپلواکۍ، جمهوريت، ټولنيزي برابرۍ، امن سوکالۍ او پرمختګ د تحريکونو دپاره د يو انقلابي تنظيم پر اړتيا باندي زور اچاوه. دوئ پاکستان د محکومو قامونو بندي خانه ګڼله. له دې بندي خانې د خلاصون ذريعه ئې منظم انقلابي تحريک باله.

په ۱۹۷۰ کښي د نېشنل عوامي ګوند د وېش پر وخت دوئ د خان شهيد ملګرتيا وکړه او د پښتونخوا نېشنل عوامي ګوند په جوړولو کښي ئې بنيادي رول ولوباوه. په ۱۹۷۳ کښي د خان شهيد له شهادت وروستو دوئ په هر رنګه کړکېچن حالت کښي د ځوان چېرمين محمود خان اڅکزي نظرياتي لار ښوونه وکړه. دوئ د پښتون قامي سياسي غورځنګ د متحد کولو او منظم کولو، د پښتونخوا مېپ د قيام، د ازاد د جمهوري افغانستان د دفاع په جدوجهد کښي ئې تاريخي کردار ادا کړ. د عظيم رهنما ارواښاد عبدالرحيم مندوخېل خوش نصيبي وه چي دوئ ته په ږوب کښي د سائیں رنګه د ستر لارښود سرپرستي تر لاسه شوه او د وکيل عبدالرحيم مندوخېل رنګه مخلص او ځيرک شاګرد شاګردي د دوئ د بخت او کمال ثمره وه چاچي د قومي تحريک د سياسي او تنظيمي هلو ځلو په ډګر کښي د دوئ هر مشکل اسان کړ. او هر وخت د دوئ هداياتو ته يو غوږ ؤ. 

محترم کمال خان شېراڼي د سترو عالمي فلاسفرانو او ټولنيزو پوهانو لکه  افلاطون، مېکسم ګورکي، جان ريډ، ويل ډيورانټ او کاډ ويل علمي زخيرې پښتو ته وژباړلې چي د پښتو ژبي او ادب بېش بها علمي اثاثې وګرځېدې. د پښتون قامي سياسي تحريک له لاري د خپلو قامي اهدافو د تر لاسه کولو دپاره به د دوئ له قربانيو او تعليماتو رڼا اخلو. 

سائیں کمال خان شېراڼی په پنځم نومبر ۲۰۱۰ له دې فاني جهانه رخصت شو د ږوب ښکلي ځائ سليزي ته د دوئ د مزار اعزاز حاصل شو. پښتونخوا ملي عوامي ګوند او د پښتون و بلوڅ قامي او سياسي تحريکونه هر کال د دوئ تلين په ډېر احترام لمانځي او د دوئ تاريخي کردار قامي خدمات، کارنامو او قربانيانو ته د عقيدت ګلونه وړاندي کوي.